ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د ملي یووالي پیاوړتیا: په افغانستان کې د برېښنا د لاسرسي او اقتصادي ودې پراختیا

د ملي یووالي پیاوړتیا: په افغانستان کې د برېښنا د لاسرسي او اقتصادي ودې پراختیا

د میدان وردګ–غزني د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي د پرانیستې مراسم

مهم ټکي: 

  • د برېښنا ملي شبکه: په ټول افغانستان کې د برېښنا د یوې واحدې او سرتاسري شبکې جوړول.
  • برېښنا ته عادلانه لاسرسی: د برېښنا په بیو کې د سیمه‌ییزو توپیرونو کمول او عدالت ټینګول.
  • په انرژۍ کې پر ځان بسیاینه: له وارداتي برېښنا څخه د تولید او ټرانزیټ په لور حرکت.
  • اقتصادي پراختیا: د برېښنا له لارې د پانګونې، کرنې او صنایعو ملاتړ.
  • د نوي کېدونکې انرژۍ سرچینې: د لمریزې، بادي او ګازي برېښنا د حل‌لارو پراخول.
  • سیمه‌ییز پیوستون: د سیمې د انرژۍ له بازارونو سره د افغانستان نښلول.
  • ولسي ګډون: په پروژو کې د سیمه‌ییزو شوراګانو او هېوادوالو رول او بوختیا.
  • مسؤلانه پراختیا: د ټولنیزو او چاپیریالي اغېزو په پام کې نیولو سره د پروژو پلي کول.
  • پوهه او میراث: د افغانستان د علمي او تاریخي شخصیتونو یادونه او درناوی.
  • ملي مسؤلیت: له عامه تاسیساتو او ملي لاسته راوړنو څخه ساتنه.

 

د ۱۳۹۶ کال د جدي ۱۴مه

د غزني خلکو ته، هغه ځای چې له یوې خوا ابوریحان بیروني او له بلې خوا سلطان محمود غزنوي پکې پراته دي، نن بیا مبارکي وایم. ما چې کوم جدول ولید، تر ټولو قېمته برېښنا په بادغیس او بیا په غزني کې وه. د افغانستان یوولس ولایتونه د نورو ولایتونو په پرتله له دوو تر څلورو برابره او کله ناکله تر لسو برابرو پورې د برېښنا لوړه بیه پرې کوي. د یوه ملي پروګرام په توګه زموږ هدف دا دی چې د داسې یوې شبکې خاوندان شو چې د افغانستان ټول خلک په یوشان ډول برېښنا ته لاسرسی ولري. او نن یې شروع ده. ان‌شاءالله تعالی دا به زابل او کندهار ته ورسېږي.

همدارنګه د برېښنا شرکت، د انرژۍ له محترم وزارت، د مالیې له محترم وزارت، د اقتصاد له محترم وزارت او له جناب ډاکټر صاحب قیومي څخه ځانګړې مننه کوم، ځکه چې په دې دریو کلونو کې یې زموږ د برېښنا اساسي پلان بدل کړ. موږ ته یې خارجي مشاورین نیولي وو، پوهېږئ دوی څه ویلي وو؟ دوی ویلي وو چې لس کاله واردات وکړئ؛ داخلي تولیدات مه کوئ، نو په دې باندې اخته وو. اوس به هم واردات وکړو، هم به صادرات وکړو او هم به په خپلو پښو ودرېږو؛ نو دوی ته زه مبارکي وایم چې له یوه سم پلان سره راغلي دي. موږ هره ورځ د دې شاهدان یو چې یو بل ګام اخیستل کېږي.

نن د میدان وردګو ورځ ده، بله ورځ به د لوګر او پکتیا وي، له هغې وروسته به د ننګرهار او کنړ وي، همداسې بامیانو ته هم رسېږو، بل لاین پرانیزو او بالاخره ډایکندي او ټول افغانستان ته رسېږو. په عین حال کې په بادغیس کې به ان‌شاءالله ډېر ژر د برېښنا بیه چې له ترکمنستانه راغله، ټیټه شي. زموږ ژمنه دا ده چې پر هغو یوولسو ولایتونو بنسټیز پام وشي ترڅو یو توازن رامنځته شي.

په عین حال کې زه غواړم د امریکا متحده ایالاتو د مرستو له ادارې (USAID) څخه مننه وکړم چې د دې پروژې تمویل یې پر غاړه واخیست او د هغې په پلي کولو کې له هندي همکار شرکت او نورو ملګرو څخه مننه کوم. ډاکټر صاحب فاروق وردګ دلته تشریف نه لري، زه له ډاکټر صاحب وردګ څخه ځانګړې مننه کوم چې تاسو ټول میدان وردګ مو سره متحد کړل او مننه له تاسو نه چې د دې منځګړیتوب مو ومانه. د خدای جل جلاله شکر وکړئ داسې نفر شته چې هم په حکومت کې دی او هم له تاسو سره دی.

زموږ هدف څه دی؟ هدف مو دا دی چې لومړی یوه سرتاسري شبکه ولرو؛ موږ اوس د برېښنا ۹ ټاپوګانې یو او دا داسې ده لکه زړه، ځګر او مغز مو چې له یو بل څخه جلا کړي وي. دا چې یو شي، د افغانستان د ملي وحدت یو اساسي اساس به دا وي چې یوه شبکه وي. دویم؛ له وارداتو څخه د ځان بسیاینې او د سیمې د برېښنا د ټرانزیټ مرکز کېدو په لور ځو. زموږ هدف یوازې دا نه دی چې پخپله بسیا شو، هدف مو دا دی چې د برېښنا یوه لویه انرژي (چې ډاکټر صاحب قیومي او همکارانو یې تخمین کړې او ان‌شاءالله تر ۱۵ زره میګاواټه پورې به وي) له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته ولېږدوو. د دې پر ځای چې د وارداتي برېښنا لپاره له خپلو پیسو مصرف وکړو، ان‌شاءالله د ټرانزیټ له لارې به د بودیجې لویه برخه تمویل کړو.

دریم هدف مو دا دی؛ د هغو ولایتونو لپاره چې شبکې ته نه نږدې کیږي او نن پر ډیزلو تکیه لري، څنګه د لمر، باد او په ځانګړي ډول د ګازو له لارې چې کار یې پیل شو، برېښنا تأمین کړو. زه ټولو ته مبارکي ورکوم چې په شبرغان شریف کې د ۹۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره لومړۍ خصوصي پانګونه شوې ده. مانا یې دا نه ده چې دا یوازې په شمال کې وړاندې کېږي؛ هغه ۹۰ میګاواټه برېښنا چې اضافه کېږي، په شمال او په ټولو ولایتونو مثبت اغېز لري، ځکه کله چې یوه واحده شبکه وي، موږ ټول سره متحد کېږو. اوبه زموږ آبرو ده او موږ د دې وطن آبرو ساتو.

بل ټکی چې اړین دی او د دې پروژې او نورو پروژو له تجربې باید درس ترې واخلو، ټولنیز اړخونه دي. برېښنا شرکت او سکتوري وزارتونه باید د ټولنیزو ابعادو مسؤل نه وي؛ له همدې امله زما لومړۍ لارښوونه دا ده چې د ځمکو اداره (ارازي) له دې وروسته د ټولو پراختیایي پروژو د تصفیې مسؤلیت پر غاړه واخلي، ترڅو یو واضح چوکاټ، حساب او د تادیاتو سیسټم وي چې ستونزې پاتې نشي. دویم؛ د کلیو بیا رغونې او پراختیا محترم وزارت د "ولسي تړون" پروګرام له لارې چې د سکرتریت دنده یې لري او نور وزارتونه ورسره کار کوي، باید ټولنیز پلانونه او اغېزې وڅاري؛ په ځانګړي ډول زموږ پراختیایي شوراګانې. زموږ انکشافي شوراګانې باید اوس ځان د دې پروژو څښتن وبولي، ځکه چې تاسې مرسته ونه کړئ سبا دا غیر ممکن کېږي. تاسې فکر وکړئ چې د غزني ولس په برېښنا باندې یو کال کې څومره مصرف کوي؟ او بیا که قیمت نیمايي، لس چنده، یا څلور او پنځه چنده ټیټېږي، د دې تاثیر څنګه دی؟ او پر دې سربېره نور تاثیرات به یې څه وي؟

بله برخه لارښوونه مې برېښنا شرکت او هغو کسانو ته ده چې دا پروژې ترتیبوي: لومړی ټکی ښاغلی غالب صاحب دا دی چې تر ممکنه حده له استوګنیزو کورونو تېر نشو. د خلکو کورونو، باغونو او ژوند ته باید غرض ونه لرو. دا کافي نه ده چې د فواید عامې وزارت درته ووایي چې سړک شته او تر څنګ یې لاین تېر کړئ؛ د سړک او برېښنا د لاین اغېزې توپیر لري. باید یو واضح ترتیب وي چې له بکر او بایر ځمکو، دولتي ځمکو او عامه ملکیتونو تېر شو ترڅو منفي اغېزې کمې شي. اساسي ټکی دا دی چې زموږ خپل افغان انجینران باید په ډیزاین کې شریک وي، ځکه موږ په ټولنیزو شرایطو پوهېږو. دویم؛ د منفي اغېزو بنسټیز کمول دي. منفي اغېزې باید د پروژو په بیه کې شاملې وي ترڅو د مثبتو او منفي اغېزو ترمنځ یو روښانه تعادل وي. دریم؛ د کار یو منظم پلان؛ د ځمکې او هټۍ له نیولو او د ونو له پرې کولو نیولې تر تادیاتو پورې باید دا ټول په یوه منظم سیسټم کې راشي او ولایتي اداره باید په بشپړ ډول پکې دخیل وي ترڅو مسؤلیت او صلاحیت واضح وي.

د غزني د ولایتي شورا له محترم رئیس او د میدان وردګو د ولایتي شورا له غړي ښاغلي وردګ صاحب څخه مننه کوم. پخه ژمنه ده چې غزني ته ستاسو خدمت ته درځم. زه چې څومره ابوریحان بیروني لولم؛ که هره اونۍ نه وي، هره میاشت پرې نظر لرم. پوهېږئ دا څوک و؟ په هغه وخت کې یې وړاندوینه کړې وه چې امریکا شتون لري. دویم، د ځمکې قطر یې سنجولی و او په دومره دقت چې ان څو اعشاریې یې هم پیدا کړې وې. او درېیم، د افغانستان د هر ښار لپاره یې د قبلې شریفې جهت وټاکه ترڅو خلک لمونځ سم وکړي. د هغه "تحقیق ماللهند" کتاب لا هم د نړۍ په ټولو معتبرو پوهنتونونو کې لوستل کېږي. سلطان محمود غزنوي هر څوک پېژني، خو اړتیا دا ده چې ابوریحان هم وپېژني؛ هغه په ریاضي، ستورپوهنه او نجوم کې په سلګونو مقالې لري. راتلونکی کال له ازبکستان سره یو ګډ علمي سیمینار نیسو ترڅو د ابوریحان بیروني د شخصیت درناوی وشي.

ستاسو د ښاري پلان په اړه باید ووایم چې زاړه پلانونه ډېر ګټور نه دي. باید داسې پلانونه جوړ کړو چې خلک پکې اساسي برخه ولري. موږ له څو نړیوالو شرکتونو سره کار کوو چې د اتو ولایتونو لوی پلانونه ژر ترتیب شي؛ ان‌شاءالله غزني به پکې رول ولري او میدان وردګ خو هسې هم د کابل د پلان برخه دي.

دوه وروستي ټکي لرم: لومړی، نن معلومداره ده چې ولس روښنايي ویني او دا د افغانستان د خصوصي سکتور او د میدان وردګ خصوصي سکتور لومړی ګام دی. د غزني خصوصي سکتور نه غوښتنه کوم چې اوس تاسې سره د برق په راتللو، د پانګونې ژمنه وکړئ. ژوند یوازې دا نه دی چې موږ کتاب ولولو، سره د دې چې دواړه مهم دي، ځکه یو کالي پاکوي او بل ماغزه پاکوي، اما خبره دا ده چې موږ کار ته ضرورت لرو. دا دواړه ولایتونه ډېر امکانات لري؛ د میدان وردګو مڼو ته وګورئ، د غزني ټولو تولیداتو ته وګورئ. له لومړۍ درجې وړیو نیولې د غزني تر نامتو "لوچې" پورې، د میدان وردګو ټول پيداوار او صنعتي کرنه باید اساس وګرځوو. له همدې امله زموږ د برېښنا پلان باید په مراتبو پراخ وي. دویمه برخه د دې دوو ولایتونو د کانونو پراختیا ده. دواړه ولایتونه د خدای په فضل خورا بډایه دي. یوازې دا نه ده چې زه غني یم، دوی هم غني دي.

وروستی ټکی، ښاغلی غالب صاحب زه غواړم چې انجینر صاحب جمشید ته ځانګړی پام وشي. هیله مې دا ده چې خپل هغه کارګران، کارمندان او انجینران چې شپه او ورځ یې کار کړی او د دې پروژې بریا یې تأمین کړې، وستایئ او د تقدیر وړاندیز یې ماته راولېږئ.

بیا هم مننه، خدای مو په خیر وساته، ان‌شاءالله تعالی د نورو ګامونو په انتظار به اوسو. څوک چې د برق لینونه قطع کوي، غواړم هغوی ته د ټول ولس له خوا یو پیغام ورکړم: آیا تاسې په ځان باندې رڼا بندوئ چې د تیارې لار انتخابوئ؟ آیا تاریکي را ته پر رڼايي ترجیح ورکوئ؟ آیا خپله پایه په خپله قطع کوئ؟ له همدې امله له ټولو خلکو هیله کوم چې دا لویه لاسته راوړنه، چې په ورځنۍ خوارۍ چمتو شوې، لکه د خپل ځان او مال په څېر یې وساتئ.

تل دې وي افغانستان! یشه سین افغانستان! زنده باد افغانستان!