ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

میراث او فرصتونه: د نوښت او یووالي په لور د منځنۍ اسیا د ځوانانو ځواکمنول

میراث او فرصتونه: د نوښت او یووالي په لور د منځنۍ اسیا د ځوانانو ځواکمنول

د ازبکستان په بخارا دولتي پوهنتون کې وینا

مهم ټکي: 

  • تاریخي اړیکې: د افغانستان او ازبکستان د پېړیو پخوانۍ دوستۍ او کلتوري تبادلې نمانځنه.
  • فرصت او بدلون: ستاسو نسل د نړیوال بدلون په یو حساس او تاریخي پړاو کې زده کړې کوي.
  • رهبري: په لیدلوري (وژن)، د بدلون په مدیریت او ستراتیژیک فکر کې مهارت ترلاسه کړئ.
  • مدیریت: پلان جوړونه، ډسپلین او دقیق اجراات ستاسو بنسټیز او اړین مهارتونه دي.
  • زده کړه: په عصري علومو او دودیزو برخو کې د ټول عمر لپاره زده کړې ته ژمن پاتې شئ.
  • زېربنا: ریل پټلۍ، برېښنا او نوري فایبر د سیمه ییزې پراختیا اصلي محرکونه دي.
  • د منځنۍ اسیا رول: موږ د اسیا، هند او خلیج ترمنځ د نښلوونکي څلورلارې په توګه رول لرو.
  • اسلامي تمدن: زموږ د علماوو اثار مطالعه کړئ ترڅو د افراطیت په وړاندې اعتدال ته وده ورکړئ.
  • همکاري: پرمختګ ډله ییز کار، شراکت او ګډو پلیټ فارمونو ته اړتیا لري.
  • د ځوانانو مسؤلیت: د اقتصادي او علمي نوښتونو رهبري کول ستاسو ملي او تاریخي دنده ده.
  • اقتصادي ادغام: د ټاپي (TAP) پایپ لاین او د ریل پټلۍ شبکې په څېر پروژې سرحدونه له سره تعریفوي.
  • کلتوري میراث: بخارا او امام بخاري د بشري تمدن د بنسټ ډبرې دي.
  • نړیوال لیدلوری: د اسیا په مخ پر ودې اقتصادي او کلتوري نفوذ کې خپل رول ومنئ.

 

بخارا، اوزبیکستان | ۱۵ لیندۍ ۱۳۹۶

ژباړه

بسم الله الرحمن الرحیم.

[له اوزبیکي ژباړه:]

د اوزبیکستان محترم لومړی وزیر عبدالله عارفوف، د بخارا محترم والي، محترمو علماو، روښانفکرانو، آغلو او ښاغلو، السلام علیکم!

تاسې سره په لیدو ډېر خوښ یم. له بخارا شریف لیدنه چې په تاریخ او اسلامي نړۍ کې لوی مقام لري، زما هیله وه. له ورور مې، د اوزبیکستان جمهور رئیس، د دې لیدنې د زمینې برابرولو له امله مننه کوم. له پرون راهیسې د دواړو ورونو هیوادونو په تاریخ کې یوه نوې صفحه پرانیستل شوه. موږ ټولو ته دې مبارک وي!

[له انګلیسي ژباړه:]

د پوهنتون ښاغلی رئیس، د پوهنځیو محترمو غړو، ګرانو محصلینو!

تاسې ماته په بې ساري ډول ویاړ راوبښه. ددې ویاړ هرکلی کوم او د افغانستان او اوزبیکستان د خلکو تلپاتې دوستي یې بولم. سلو تحمیلي کلونو موږ له یو بل جلا کړي وو؛ خو ورور مې، جلالتمآب جمهور رئیس شوکت میرضیایف او زه هوډمن یو چې په څو کلونو کې د یوې پېړۍ زیان جبران کړو.

غواړم د بدلون په حال کې یوې نړۍ او رهبرۍ په اړه درته خبرې وکړم. ستاسې نسل له یوه لوري له لويو فرصتونو برخمن دی او له بل لوري، له عمده خنډونو سره مخ دی. د جلالتمآب جمهور رئیس شوکت میرضیایف له مدبرانه مدیریت او قیادت لاندې ستاسې د هیواد رهبري تاسې ته یو فرصت دی.

په حقیقت کې تاسې بختور یئ، په داسې حال کې درس وایئ چې اوزبیکستان د بدلون په حال کې دی. دې هیواد په سیمه کې د رهبرۍ عمده رول لوبولی دی او د سولې او ثبات لپاره په یوه نړیوال لوبغاړي د بدلېدو په حال کې دی.

 

غواړم د اوزبیکستان خلکو ته له ۲۰۱۷ کال پورې د بدلون او تحول پروګرام مبارکي ووایم. هغه چټکتیا چې (په دې پروګرام) ملي اجماع وشوه او اوس د عملي کېدو په حال کې ده، واقعاً د ستايلو ده.

بله موضوع چې په همدې کچه مهمه ده، دا ده چې اوزبیکستان خپل هر یوه، یوه ګاونډي ته د دوستۍ او همکارۍ لاس اوږد کړی دی. له قرغزستان سره د (اوزبیکستان) ۹۰ سلنه پولې پر سر هوکړه شوې ده. له هغه لید لوري او رهبرۍ پرته چې اوس مهال ترسره کېږي، په دې تړاو فکر کول یو غیر ممکن کار و. اوزبیکستان د متقابلي هوساینې رامنځته کېدو په موخه له ترکمنستان سره اړیکې ټینګوي، په آمو سیند پلونه، اوسمهال، اوزبیکستان له ترکمنستان سره نښلوي. تاجکستان هم حاضر دمه په دې بهیر کې د شاملېدو په حال کې دی. خو په ځانګړي ډول، موږ په افغانستان کې خوښ یوو چې د تاریخ جوړولو په حال کې یوو.

هغه هرکلی چې زما وشو، د افغانستان خلکو ته احترام کول دي او له سلګونو کلونو وروسته د دوستۍ چانس زېږوي. همدا راز په نړیواله کچه اوزبیکستان په نړیواله برخه کې د یوه مهم لوبغاړي مقام ترلاسه کړی دی.

په همدې اساس، تاسې، یعنې هغه نسل چې د دې لید لوري مسئولیت اخیستل او د عمل پروګرام به درته وسپارل شي، واقعاً خوش چانسه یئ. زه تاسې ته مبارکي وایم.

ستاسې هیواد، سیمه او نړۍ، له تاسې زیات توقعات لري، ځکه تاسې په داسې ځای کې ناست یاست چې هلته امام بخاري د نړۍ د تاریخ بنسټ کېښود. موږ له تاسې زیاته توقع لرو.

تاسې همدا راز د آسیا تاریخ په یوې ځانګړې مرحله کې ژوند کوئ. آسیا د پېړیو لپاره یوه مفکوره وه، خو نن موږ د آسیا د قاروي اقتصاد د ظهور شاهدان یوو. شاوخوا اته کاله وړاندې، په آسیا کې سوداګرۍ پراخه شوه او نورې نړۍ ته ورسېده. آسیا لا تراوسه هم همپاله نه ده، خو حد اقل، پر دې اساس چې یوویشتمه پېړۍ کولای شي یوه آسیایي پېړۍ وي، یوه اجماع د راڅرګندېدو په حال کې ده. دا موضوع یو وار بیا د اوزبیکستان د موقعیت او فرهنګ اهمیت ثابتوي.

منځنۍ آسیا او د هغه په زړه کې اوزبیکستان، د آسیا د ټولو برخو په منځ کې د اتصال تر ټولو لنډې لارې لري. په همدې اساس، د زیربناو، لوړو زده کړو بنسټونو تأسیس او مدیریت لپاره چې هر ګام اخیستل کېږي، په حقیقت کې د قاروي اقتصاد راڅرګندېدو لپاره یو ګام دی. موږ یوازې په ۱۸۶۹ کال کې یو وار دغه ډول تجربه لیدلې چې لویدیځ متحده ایالاتونه له ختیځ متحده ایالاتو سره یو ځای شول، خو د امریکا متحده ایالاتو اقتصاد په قاره يي کچه جوړ کړی. ټرانسپورټي انقلاب او سویس کانال هغه مهال د نړیوال اقتصاد په ظهور کې اهمیت درلود. اوسمهال تاسې ددې لوی بدلون له رهبرۍ او مدیریت سره مخ یئ.

په همدې اساس، د فرصتونو درک ځانګړی اهمیت لري او زه باورې یم چې تاسې ددې کار د ترسره کولو لپاره تیاری لرئ. له بل لوري، ستاسې نسل له پام وړ خنډونو سره مخ دی. ستاسې په نسل کې، خنډ د معلوماتو د کنټرول په تړاو نه دی، بلکې خنډ دا دی چې څومره خپلواک فکر وکړئ او ماډلونه او پیوندونه درک کړئ، ځکه سره له دې چې چاپېریال په ملي کچه ډېر زیات رغونکی او اغېزناک دی، په نړیوال چاپېریال د ابهام فضا هم حاکمه ده.

اجازه راکړئ د بې باورۍ په اړه ددې نړیوالو خنډونو په تړاو پنځه مورده څرګند کړم.

لومړی خنډ — نړیوال اقتصاد لا تراوسه هم د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران نه نه دی وتلی. په داسې حال کې چې آسیا د نړیوال بهیر خپلولو په حال کې ده، د نړۍ ځینې برخې له دې بهیر نه د وتلو په حال کې دي. دا کار به ستاسې دوه برابره هڅو ته اړتیا ولري، څو ډاډ ترلاسه شي چې د اوزبیکستان او منځنۍ آسیا پرمختګ چې افغانستان یې نه جلا کېدونکې برخه ده، رامنځته شي.

دویم خنډ — موږ د څلورم صنعتي انقلاب په پیل کې ځای لرو. متأسفانه د نړۍ په دې برخه کې چې موږ په کې ځای لرو، لومړني دوه (انقلابونه) مو له لاسه ورکړي دي. موږ لومړنی انقلاب چې کرنیز انقلاب و، رامنځته کړ؛ خو صنعتي انقلاب مو له لاسه ورکړ. د حاکمې نړۍ ډېره مهمه غوښتنه کمپیوټري کول، ډیجیټلي کول او د اړیکو او سمدستي معلوماتو له لارې تحول وي. له دې اړخه، د کار تعریف، د تخصص تعریف او د پوهې تاریخ به په بنسټیز ډول بدلون وکړي. نارینه او ښځې باید په بېلابېلو ډولونو دې کار ته ځواب ووایي. ستاسې نسل باید داسې بدلون رهبري کړي چې پخوانیو نسلونو نه دی کړی، هغوی اخیستونکي وو او تاسې باید ددې بهیر رهبران او بنسټ اېښودونکي اوسئ.

درېیم خنډ — په داسې حال کې چې اوزبیکستان د امنیت او ثبات له بشپړ نعمت نه برخمن دی، نړۍ د ترهګرۍ او بې ثباتۍ له ګواښ سره ژوند کوي. دا خنډ، د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه ده چې په انارشېزم پیل شوې وه. اجازه راکړئ روښانه کړم چې ترهګري له دین او تمدن سره هېڅ اړیکه نه لري. دا پدیده په اروپا کې پیل شوه. د امریکا او جاپان په ګډون دې پدیدې د نړۍ هره برخه احاطه کړې. په همدې اساس هغه د «اسلامي ترهګرۍ» په خبر په اسلامي نړۍ پورې مه تړوندوئ. اسلام له ترهګرۍ سره هېڅ کار نه لري. د امام بخاري (کتاب) ولولئ او ترور رد کړئ.

 

څلورم خنډ — راډیکالیزم دی. ځکه هغه خطر چې موږ ګواښي دا دی چې دا پدیده زموږ د مقدس دین د تحریف په هڅه کې ده. د هغه اساس زموږ د تاریخ په له پامه غورځولو اېښودل شوی دی. دا پدیده له هغه تمدن هېڅ درک نه لري چې موږ پرې ویاړو — چې په هغه به هم خبرې وکړم — او اوزبیکستان په کې خپل رول ترسره کړی دی. په همدې دلیل موږ باید د ۱۵۰۰ کاله ګډ کار په اړه له لنډ فکري ډډه وکړو.

پنځم خنډ — پخواني عادتونه، د حاصل — صفر لوبه ده. موږ باید د هغه کار د ترسره کولو وړتیا ولرو چې جمهور رئیس شوکت میرضیایف یې په زړورتیا ترسره کوي. د هغه څه حاصل چې د همکارۍ په پایله کې ترسره کېږي، په څلورو تر انزوا ډېر دی. کله چې د ګټلو — ګټلو پر وضعیت تمرکز کوئ، یعنې له حاصل — صفر چې د بایللو — بایللو معادله ده، ډډه کوئ. په همدې اساس، موږ باید دا موضوع درک کړو چې اوږدې پېړۍ، فن دی؛ څه په شخصي ژوند کې، څه د ښځې او نر ترمنځ اړیکو کې، څه د نسلونو ترمنځ اړیکو کې او څه د هیوادونو ترمنځ اړیکو کې. موږ باید د نورو ځای درک کړو. موږ باید واورو، څو ووینو چې کولای شو څه یاد کړو، نه دا چې د نورو د لکچر په اړه اندېښنه ولرو چې هغوی څه وایي، سم دي. موږ باید یو ګډ پلیټ فارم ولرو. په همدې اساس، دې خنډونو او فرصتونو ته په پام، موږ چېرته د بېلګو په لټه کې یوو؟ د یوه ګډ پلیټ فارم او ګډ لید لوري په توګه څه ډول تېر او راتلونکی سره یو ځای کړو.

لومړنی موضوع، له تېر نه الهام اخیستل دي. تاسې ته د «ورېښمو لارې» تر عنوان لاندې د پروفیسور فرانکوپن د په زړه پورې کتاب د مطالعې وړاندیز کوم. د کتاب نوم «د ورېښمو لارې» دی، یعنې «لارې» د جمع په ډول راغلي او لیکوال په دقیق ډول د ورېښمو لار له میلاد نه ۱۱۷ کاله وړاندې مستنده کړې ده. په دې معنی چې ۲۰۵۰ کاله وړاندې، بخارا او اوسنی اوزبیکستان د نړۍ د راکړې ورکړې له پرمختللو نقطو ګڼل کېدې.

له دې اړخه، که یوازې دوه حیوانات په پام کې ونیسئ، دا مرکزیت به درک کړئ. لومړی آسونه، زموږ له هیواده هند او چین ته سلګونه آسونه صادرېدل. هر چیني حاکم، د منځنۍ آسیا ګران بیه آسونو لپاره لوړ قیمتونه پرې کوي. دویم، باختري اوښانو ته وګورئ. په اوږده فاصله کې له اوښ پرته سوداګري غیر ممکنه وه. خو یوازې دا موضوع نه ده؛ د لرغونې دورې متنونه او لیکنې مطالعه کړئ، د بودایانو د دورې په خبر چې بخارا د «ویهارا» په نوم پېژندل کېده؛ ګورئ چې د یوه علمي مرکز په توګه د بخارا ریښه شاوخوا ۲۵۰۰ کاله لرغونیت لري. په بخارا کې دودیز متون تر دې کچې پرمختللي وو چې اوس پرې څېړنې روانې دي. د امام بخاري او امام مسلم لیکنې له هغه دود نه سرچینه اخلي چې په منطق، ریاضي او د مکتوبونو په متون کې پراخې ریښې لري. په همدې اساس، هغوی کولای شول هر غیر ممکن کار ترسره کړي. له قرآن وروسته، هغه کتاب چې په نړۍ کې په پراخه کچه مطالعه کېږي، «صحیح بخاري» دی. دا کار د یوه لوی روزنیز دود شته والی ثابتوي چې د هغه الهام بښوونکی دی.

دویم، اسلام یو نړیوال نظم رامنځته کړی دی. اجازه راکړئ چې د فرانکوپن وینا را نقل کړم: «اسلامي فتوحاتو یو نوی نړیوال نظم او په نفس باور، روښانفکري، د پرمختګ لپاره پخوانۍ مینه او تقویت یو ستر اقتصاد رامنځته کړ. په بې ساري شتمنۍ او ذاتي، سیاسي او ان د ګوټه په شمېر دیني رقیبانو په کچه (اسلامي قلمرو) هغه ځای و چې هلته نظم حاکم و، هغه ځای و چې هلته سوداګرو کولای شول شتمن شي، هغه ځای و چې هلته معنویاتو ته احترام کېده او هغه ځای و چې هلته په مختلفو نظریاتو بحث او خبرې اترې کېدای شوې. مګر ته په نږدې یوه سیمه کې یو ناهیلی کوونکی پیل، له قومي او سیمه ییز تړون [=Cosmopolitan] پرته د یوې خیالي نړۍ [=Utopia] رامنځته کېدو لامل شوې وه.

او په دې برخه کې د اوزبیکستان د ځینو ښارونو رول پام وړ دی.

اجازه راکړئ بل قول را نقل کړم: «د مسلمانانو فتوحاتو د سوداګرۍ یوه پراخه شبکه او د افغانستان له صحراوو او له افریقا او اتلانتیک اقیانوس — چې تر ادارې لاندې یې و — سره نښتي، درې سره، ارتباطي لارې رامنځته کړې. هغه شتمنۍ چې د آسیا په مرکز کې متمرکزه شوې وه، حیرانوونکې وه. په پنجکنت او بالالیک تپه او د اوزبیکستان په نورو ماډرنو ځایونو کې کیندنې چې د هنري آثارو غوره پېژندونکې او پیسې یې ټولولې، ددې شاهدې ورکوي. د درباري ژوند صحنې او د اوسېدو ځایونو په دېوالونو د فارسي حماسي ادبیاتو په ښکلي ډول نقاشي شوې وو. په سمرقند ماڼۍ کې د تصویرونو مجموعه هغه ګډه نړۍ ښیي چې مسلمانان هلته راټول شوي وو؛ په هغه کې د محلي حاکم تصویر په داسې حال کې ایستل شوی و چې له چین، فارس، هند او ښایي کوریا نه د بهرنیو چارواکو د ډالیو ترلاسه کولو په حال کې و. زه دا موضوعات ددې لپاره له تاسې سره شریکوم چې موږ په منځنۍ آسیا کې له تاریخ نه محروم پاتې شوي وو او بېرته یې باید راوګرځوو.

هغه بله برخه چې تراوسه ناپېژندل شوې پاتې، خو د پروفیسور فریدریک سټار په فوق العاده لیکل شوي کتاب کې یې تصویر ایستل شوی، د (کتاب نوم) د منځنۍ آسیا روښانفکري دی. کولای شوو د مامون انقلاب په تړاو یو جدي بحث ترسره کړو چې له منځنۍ آسیا نه پیل شوی او اوس په جزئیاتو سره دا کار د مستند کېدو په حال کې دی.

ولې بايد تېر ته پام وکړو؟ ځکه چې موقعيت له يوه لوري او د فرهنګونو او تمدنونو د ليدنو په توګه زموږ تاریخ، په يوويشتمه پېړۍ کې زموږ مقام بیا مطرح کوي.

خو اوس د راتلونکي په اړه خبرې کوم. څه ډول کولای شوو د راتلونکي مالکان شوو؟ لومړنۍ ځانګړنه چې ددې کار لپاره ورته اړتيا لرئ، هغه «رهبري» ده. اجازه راکړئ د رهبرۍ مهمې ځانګړې درته بیان کړم.

لومړی ــــ تاسې پرته له دې چې نه شئ کولای هغه ترلاسه کړئ، د يوه ليدلوري درک بايد ولرئ.

دويم ــــ تاسې بايد «بدلون» درک کړئ. د انسان په توګه، موږ له بدلون بېزاره يوو. په نورمال ډول چې هر څومره مو عمر ډېرېږي، د بدلون پر وړاندې لا ډېر مقاومت کوو. [خندا] خو کله چې بدلون رامنځته کېږي، تاسې به يو له دغو دوو عکس العملونو ووینئ؛ یا به بدلون درک کوئ، هغه به رهبري کوئ یا به بدلون تاسې رهبري کوي او تاسې به مایوسه کوي.

درېيم ــــ د رهبرۍ په برخه کې، تاسې بايد د متفاوته افکارو د طرحه کولو وړتيا ولرئ. د افکارو له طرحې زموږ موخه څه ده؟ تاسې باید د ملاحظاتو په تړاو بالقوه ظرفيت ولرئ. زما او د ورور مې، جمهور رئیس شوکت میرضیایف ترمنځ همکاري وړتيا په داسې ځای کې ده چې نور خلک په هغه کې خپله ګټه نه ویني. دوه بېلګې: له اوزبیکستان نه افغانستان ته د زر مېګاواټه برېښنا او د هيڅ منډۍ له نظره په راتلونکي کې پاکستان او هند ته د پنځه زره مېګاواټه برېښنا لېږد. دا ظرفیت و چې اوس په سرچينو، پانګې، پیسو او زموږ په کورونو او نسلونو کې په روښنايي بدلېږي. اوزبیکستان به افغانستان، پاکستان او هند ته د روښنايي راوړونکی وي. بله بېلګه له مزار شریف تر هرات او تر هغه هاخوا ايران او خلیج پورې د پټلۍ جوړول دي. ددې پټلۍ تر بشپړېدو يو کال وروسته به زموږ اټکل د سلګونه میلیونه ټنه توکو لېږد وي او په څلورم کال، شل میلیونه ټنه، دا ددې پروسې پیل دی. کله چې موږ بنسټ کېښود، نسلونه به په هغه ميليونونه ټنه نور ورزيات کړي. په همدې اساس، تاسې بايد په دې موضوع تأمل وکړئ چې کله نور فرصت نه درک کوي، تاسې بايد هغه فرصت پيدا کړئ.

څلورم، تاسې بايد مشارکت رامنځته کړئ. هېڅوک نه شي کولای په يوازېتوب رهبري وکړي، تاسې بايد تيمي کار ترسره کړئ او بايد ګډ بسترونه ومومئ، په دې برخه کې «اورېدل» ځانګړی اهمیت لري.

دویم کار چې ورته اړتيا لرو او موږ په ځانګړي ډول ستاسې د نسل پام اړول ورته غواړو، «مديريت» دی. د مدیریت په تړاو لومړنۍ نقطه دا ده چې مدیریت په خبرو نه، بلکې په عمل کېږي. له دې اړخه، تاسې باید پلان ولرئ، تاسې بايد د وخت په مديريت وپوهېږئ، تاسې بايد مهالوېش وپېژنئ، تاسې بايد داده شئ چې باور د کارونو د ترسره کېدو له لارې رامنځته کېږي. که تاسې له بخارا تاشکند ته ولاړ شئ، يو ډول پلان جوړونه لازمه ده او که چېرې غواړئ له بخارا سمرقند ته ولاړ شئ، بل ډول پلان جوړونې ته اړتيا ده. که تاسې منځنۍ آسیا بدلوئ، دا کار د متفاوتې پلان جوړونې له لارې کېدای شي.

د مدیریت دویمه ځانګړنه، نظم او د جزیاتو ترتبيول [= ډسپلین] دي. هېڅ جز بې اهمیته نه دی، ځکه همدا جزیات دي چې لوی لید لوري او لوی پلانونه له منځه وړي. موږ بايد پوه شوو چې څه، څه مهم دي او بايد ډاډ ترلاسه کړو چې ترسره شوي دي. که مهالوېش ونه لرو، خوب یې یم چې په افغانستان کې ځوان دوستان مې له ما سره جوړ راغلي، ځکه زه ډېر ش کاله له هیواده بهر وم او هغوی ماته د یوه ۳۶ کلن شخص په سترګه ګوري، نه د ۶۶ کلن. خو هر کله چې هغوی ماته لید لوري وړاندې کوي، له هغوی پلان غواړم. زه له هغوی «عملي کېدل» غواړم او دا کار ډېر اهمیت لري.

درېیم، تاسې باید مسلکونو ته له پام پرته، که هغه انجينري وي یا ادبیات، بايد د پروګرام جوړونې او د پروژې مدیریت په تړاو وپوهېږئ. پروګرام جوړول، د پروژو لند مهالي او اوږدمهالي ټولګې دي. تاسې ته يوه بېلګه وړاندې کوم چې ولې ورته اړتيا ده؟ د ۲۰۰۸ کال تر مالي بحران وروسته، شاوخوا پنځوسو هیوادونو دقیقاً ورته پروګرامونه جوړ کړل. هغوی غوښتل د خپلو کورنیو ناخالصو تولیداتو کچه خپل لومړني حالت ته وګرځوي. غوښتل يې زېربنا جوړه کړي. فکر کوئ، د هغوی څومره يې په ترسره کولو بریالي شول. په داسې حال کې چې يې بودجه هم برابره کړې وه، ددې کار لپاره يې سرچینې هم لرلې. فکر کوئ د هغوی څو يې پرې بریالي شول؟ له لسو کم! که فکر وکړئ چې دا د انکشاف په حال کې انکشاف موندلی یو توپیر نه دی، باید ووايو چې جمهور رئیس اوباما هغه د يو تریلیون (ډالرو) جوړولو لپاره د خپل لومړیتوب په توګه وټاکه. خو هغه د هېڅ زېربنا په جوړولو بریالی نشو، ځکه د امریکا متحده ایالاتو کانګرس له هغه سره مرسته ونه کړه. د هغه په مقابل کې، کاناډا ټول کارونه په شپږو میاشتو کې طرحه کړل او د زرګونه پروژو د عملي کېدو وړ شوه. مالیزیا او سنګاپور تر هېلو زیات عمل وکړ، ځکه ټول کارونه يې په مدیریت پورې تړلي وو، نه په یوه لوی لید لوري پورې.

او څلورمه موضوع د زده کړو د طريقې زده کول دي. په تېر کې چې کله زه ښوونځي ته تلم ـــ ۱۹۵۸ کال ـــ پوهه محدوده وه. که به مو انجینري ویله، کولای مو شول څلویښت کاله هغه تمرین کړئ؛ فرض کړئ څلویښت کاله باید تمرین وکړئ! که به مو طب لوست، هره علمي څانګه چې په اړه به يې کم او زیات پوهېدئ، په هغه برخه کې به مو د عمر تر پایه کار کولای شو. خو نن، هغه څه چې مهم دي تلپاتې زده کړې دي. هر کال او د کمپيوټر ساینس په څېر مسلک، په هرو شپږو میاشتو کې یو وار بدلون مومي. د طب تعریف په بنسټیز ډول بدلون موندلی؛ همدا راز انجینری او نورې څانګې.

په پايله کې، اجازه راکړئ ددې بېساري وياړ له امله له تاسې ښاغلي (د بخارا پوهنتون) رئیس مننه وکړم. اجازه راکړئ په بخارا پوهنتون کې زما د احترام کولو له امله، د روزنیزې ټولنې مننه وکړم. د افغانستان جمهور رئیس ته په احترام، تاسې د افغانستان ملت او د افغانستان او اوزبیکستان دوستۍ ته، احترام وکړ. د (اوزبیکستان) نني محصلين او په افغانستان کې يې هملارې، دواړو نسلونه به له ۴۰ تر ۵۰ کلونو وروسته چارې رهبري کړي. په همدې اساس، پاتې منځنۍ آسیا وړتياوو ته په تمه ده چې دغه روزنيز او تحصیلي بنسټونه به يې تولید کړي.

باور لرم، هغه فرصتونه چې جمهور رئیس میرضیایف برابر کړي، تاسې به احتمالاً د معاصرې منځنۍ آسیا نننۍ تر ټولو عالی نسل وئ. تاسې ته د برياليتوب هیله لرم او ستاسې د کارونو ترسره کېدو ته په تمه یم.

یشه سین اوزبیکستان!
یشه سین افغانستان!
یشه سین بخارا!

پوښتنې او ځوابونه

پوښتنه: جلالت مآب آقای رئیس جمهور، السلام علیکم. اسم من بابر است. به اوزبیکستان خوش آمدید. می خواهم از شما به خاطر سخنرانی روشنفکرانه و شگفت انگیزی که ایراد نمودید، تشکر کنم. سوالم درباره دوستی اوزبیکستان و افغانستان است؛ تلاش های اوزبیکستان را در راستای توسعه مناسبات بین دو کشور چگونه ارزیابی می کنید؟

رئیس جمهور: [خطاب به گرداننده ی برنامه] تمایل دارید که سوالات را یک به یک جواب بدهم؟

د برنامې چلوونکی: بلی.

رئیس جمهور: نخست از شما به خاطر پذیرایی عالی تان سپاس گزارم. افغانستان و اوزبیکستان تهدابی را بنیان نهاده اند که صدها سال دوام خواهد کرد.

اول دیدار دیروزم، تاریخی بود. کمتر کشورهایی وجود دارند که ۲۳ موافقت نامه را در یک روز امضا کنند.

دوم، افغانستان و اوزبیکستان، شکر خدا، هیچ اختلاف و منازعه ای باهم ندارند.

سوم، از لحاظ دیدگاه، برنامه، اراده سیاسی و تعهد به اجرا؛ بین رئیس جمهور میرضیایف و من، اعضای کابینه های افغانستان و اوزبیکستان و نخست وزیر محترم اوزبیکستان، توافق کامل و مشترک وجود دارد.

ما از لحاظ اقتصادی، تاریخ سازی می کنیم. من تنها دو پروژه بزرگ را برایتان خاطرنشان ساختم؛ اما پروژه ها و ابتکارات زیاد دیگری نیز وجود دارند که به صدها پروژه دیگر توسعه خواهند یافت. و به طور خاص، از رهبری رئیس جمهور میرزایوف در نظم و ترتیب بخشیدن به دیدگاه جهانی و منطقه یی در راستای آوردن ثبات، صلح و ترقی در افغانستان سپاس گزاری می کنم.

فکر می کنم، نتیجه ی آن برای نسل شما این است که همه ی شما، هزاران دوست افغان خواهید داشت و افغان های هم نسل با شما، دوستان اوزبیکی بسیاری خواهند داشت.

فراموش نکنید که امیر علی شیر نوایی، ابوریحان بیرونی، گوهرشاد بیگم و صدها شخصیت دیگر ما را در گذشته و حال به هم پیوند داده اند. امیدوارم، بخشی از زندگی خود را در افغانستان سپری کنید و بخشی از زندگی افغان ها نیز در اوزبیکستان سپری خواهد شد. از این رو، شما افغانستان را خواهید شناخت و افغان ها شناخت بیش تری از اوزبیکستان پیدا خواهند کرد.

بابر علیموف: تشکر.

پوښتنه: جلالت مآب آقای رئیس جمهور، اسم من فرخ علیموف است. قبل از همه، به شهر بخارا و اوزبیکستان خوش آمدید.

در قدم نخست، به خاطر سخنان نه تنها جالب توجه، بلکه الهام بخش شما اظهار سپاس می کنم. پرسش من این است که آیا می توانید نظرتان را در مورد نقش افغانستان در همکاری اقتصادی و پروسه همگرایی در آسیای مرکزی با ما شریک سازید؟

رئیس جمهور: البته! تشکر از خوش آمدگویی تان. جای خوشی است که در این جا یعنی بخارا و در این پوهنتون حضور دارم.

افغانستان از لحاظ تاریخی دارای سه وجه تمایز می باشد. از افغانستان و اوزبیکستان، به عنوان «قلب آسیا» یاد گردیده است. اقبال لاهوری، شاعر برجسته پاکستان، موقعیت افغانستان را بسیار عالی مجسم ساخته است:

«آسیا یک پیکر آب و گل است / ملت افغان در آن پیکر دل است
از فساد او فساد آسیا / در گشاد او گشاد آسیا»

این شعر همه چیز را خلاصه می سازد.

به دلیل جنگ چهل سال گذشته در افغانستان، ما، منشأ اختلاف و ابهام در آسیا بودیم. کشورها در گذشته از ما دوری اختیار می کردند، اما حالا با آغاز روند شریک ساختن دیدگاه از سوی رؤسای جمهور ترکمنستان، اوزبیکستان، آذربایجان و همچنین، قزاقستان و تاجکستان با ما، افغانستان پس از ۱۱۷ سال دوباره در حال پیوستن به آسیای میانه می باشد. ما به طور قطع این جا حضور داریم که بخشی از آسیای میانه باشیم.

دوم؛ از افغانستان به عنوان «دروازه هند» یاد شده است. به یاد داشته باشید که بابر از فرغانه به کابل رفته و از طریق آن، هند را تسخیر کرد. او کابل را به اندازه ای دوست داشت که (پس از مرگ) جسدش به کابل انتقال یافت و ما در یک باغ عالی در کابل یاد و خاطره وی را گرامی می داریم.

روزهای جنگ پایان یافته است. ما و شما به عنوان «گذرگاه های اقتصادی شبه قاره» یکجا خواهیم بود.

بنابراین، با اظهار سپاس از رهبری عالی رئیس‌جمهور ترکمنستان، خط لوله گاز تاپی (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان و هندستان)، در ماه فبروری به افغانستان خواهد رسید.

ما انرژی برق اوزبیکستان را به دست خواهیم آورد، اما در حقیقت پلان داریم که تولید انبوه انرژی اوزبیکستان را که جناب نخست‌وزیر آن را رهبری می‌کند، به هند انتقال دهیم.

در بخش فایبر نوری؛ نخست وزیر و من، با تأیید جلالت‌مآب رئیس‌جمهور، به توافق رسیدیم که تمام پروژه‌ها با فایبر نوری وصل خواهد گردید.

خط‌آهنی که اعمار آن را از مزارشریف – هرات آغاز می‌کنیم، به کندهار و سرحد پاکستان امتداد خواهد یافت و سپس به شبکه خط‌آهن هندوستان وصل خواهد گردید. یک پیوند تاریخی بزرگ میان هند شمالی و آسیای میانه وجود دارد که دوباره احیا خواهد شد.

وجه تمایز سوم این است که از ما به عنوان «چهارراه» یاد شده است؛ جایی که افکار، افراد و کالاها در تمامی جهت‌ها در حال عبور و مرور هستند. بنابراین، خوبی این مسیر این است که می‌توانید چندین «چهارراه» داشته باشید؛ اوزبیکستان به عنوان یک «چهارراه»، افغانستان به عنوان «چهارراه» دیگر، و به واسطه همین مبادلات گسترده، عشق‌آباد به «چهارراه» مبدل خواهد گردید.

از این رو، در اینجا ما نقش اتصال‌دهنده را با آسیای غربی، ایران و خلیج از یک طرف، و با هندوستان و پاکستان از طرف دیگر بازی می‌کنیم؛ در نهایت هر دوی ما (افغانستان و اوزبیکستان) و همه‌ی ما، با چین وصل خواهیم شد. دو محرک بزرگ انکشافی آسیا یعنی چین و هندوستان به واسطه نقش میانجی‌گرانه افغانستان، با هم یکجا خواهند گردید؛ و امیدوارم که همه‌ی ما، به ویژه نسل شما، از جمله مستفیدین این روند باشند. پس اقتصادهای چین و هندوستان را بپذیریم.

فرخ علیموف: تشکر.

پوښتنه [په دري]: السلام علیکم، رئیس‌جمهور محترم! این جانب فضل‌الدین هستم. در قدم اول، از تشریف‌آوری شما، رئیس‌جمهور محترم، بسیار خوشحال هستیم. از سخنرانی پرمحتوای جناب عالی سپاس‌گزاریم. سوال من این است که همان طور که جناب عالی مستحضر هستید، رئیس محترم جمهوری اوزبیکستان، یعنی رئیس‌جمهور کشور ما، حین سخنرانی در جلسه سازمان همکاری اسلامی، ابتکاری در مورد ایجاد و تشکیل مرکز تمدن اسلامی در شهر تاشکند و مرکز تحقیقات بین‌المللی امام البخاری در شهر سمرقند را در میان گذاشته بود. خواهشمند است، درباره اهمیت این دو مرکز در تربیت نسل جوان با روحیه وفاداری به آداب و ارزش‌های ملی و حمایت از عقاید ضد دین ما، نظرات خود را لطفاً ارائه فرمایید.

رئیس جمهور: تشکر از سوال‌تان و تشکر از سوال‌تان به دری.

فضل‌الدین: سپاس‌گزارم.

رئیس جمهور: قسمی که قبلاً خدمت‌تان عرض کردم، افراطیت به اندازه فقر، تروریزم و بی‌ثباتی یک خطر بزرگ است. از این جهت، چه رخ داده؟ یک اقلیت کوچک که به اندازه ناخن از نگاه تعداد و کیفیت اهمیت ندارد، دین مبین اسلام را می‌خواهد اختطاف کند. بدبختانه، در گذشته دیدگاه روشن و جرئت اخلاقی وجود نداشته که به این اقلیت بگوید، دین ما، دین شما نیست. دین ما، دین امام بخاری است؛ اسلامی که هیچ وقت ترس نداشت؛ اسلامی که تمدن‌های دیگر را با منطق قناعت داد؛ دینی که مردم از دل و جان از آن استقبال کردند و ادیان گذشته خود را به رضایت ترک دادند. از این جهت، دو مرکز، هر دویش، قدم‌هایش بسیار مهم است. مرکز تاشکند، تا ما بتوانیم بفهمیم که به حیث یک تمدن، گذشته ما چی بوده؟ نسل شما، به فضل خداوند (ج) می‌فهمند که ابوریحان بیرونی یا خوارزمی و ابن‌سینا کیست؛ اما در گذشته‌ی تاریخ، سهم اسلام در تمدن جهانی را زیر پرده سیاه انداخته بودند. مرکز تاشکند، این را زنده می‌کند.

سال آینده در کابل ما مشترکاً با اوزبیکستان و این مرکز، ابوریحان بیرونی را تجلیل می‌کنیم و در اوزبیکستان، مشترکاً خانم‌های‌مان که در تاریخ مثل گوهرشاد بیگم و صدها زن دیگر مسلمان که همیشه درخشیده‌اند، مورد بحث زن‌های افغان و اوزبیکستان قرار خواهد گرفت. مرکز امام بخاری باید باز نقش فتوا و اسلام به حیث دین صلح، اعتدال و همدلی را ایفا کند و ما باید از سیرت نبوی در مدینه منوره الهام بگیریم.

اولین قانون اساسی تحریری دنیا، در مدینه منوره نوشته شد، و کل مردم مدینه را اعم از هر دینی که بودند، حق و حقوق داد. نقش علماء اوزبیکستان، از جمله امام بخاری و خاصتاً امام مسلم و امام ترمذی یک نقش عظیم است. ما باید دوباره این عنعنه را زنده کنیم و نسل ما باید اساسات خود را بفهمند. اگر اساسات فکری اسلام را درک نکنیم، هر نظری را فکر می‌کنیم که معقول است. بدترین چیز این است که این افراد، نظریات شرق‌شناسان را افراطی، تعبیر و همراه آن مجادله می‌کنند. بنابراین، امید دارم که شما نه‌تنها در علوم طبیعی، ریاضیات، انجینری، طب و اینها بدرخشید، که باید اساسات اسلام را به صورت اساسی درک کنید، چون از این راه است که در مقابل افراطیت، یک واکسین و وقایه می‌آید.

فضل‌الدین: از جواب جناب عالی تشکر.

پوښتنه [په پښتو ژبه]: السلام علیکم، ګرانه او محترمه جمهور رئیس صاحب! زما نوم اوغول‌جان عبدالعلي یوه [نجلی] ده. زما پوښتنه دا ده، لکه څنګه چې معلومه ده، افغانستان او اوزبیکستان سمندر ته لاره نه لري، په دې اساس د ټرانسپورټي مواصلاتو د پرمختګ په ډګر کې د افغان – اوزبیک همکاریو د اهمیت په هکله خپل نظر څرګند کړئ؟

جمهور رئیس: خورې ډېره مننه!

رئیس جمهور [انگلیسی]: پاسخ این سوال را به انگلیسی خواهم داد، زیرا ترجمه از زبان پشتو ممکن است دشوار باشد، اما سپاس از اینکه به زبان پشتو سوال را مطرح کردید.

اوزبیکی سومین لسان ما شمرده می‌شود، اگر ما این را بیاموزیم، بیشتر ارتباط برقرار می‌کنیم و شما با فراگیری لسان‌های دری و پشتو با ما ارتباط برقرار می‌کنید. تشکر از داشتن چنین روحیه‌ای.

پرسش این بود که افغانستان و اوزبیکستان هر دو کشورهای محاط به خشکه می‌باشند؛ چه طور می‌توانیم به بحر راه یابیم؟

نخست؛ بهتر است محاط به خشکه بودن را مورد سوال قرار دهم. ما پل‌های وصل کننده هستیم. بستگی دارد که شما آن محاط به خشکه بودن را چه گونه تصور می‌کنید. تا زمانی که راه‌های بحری حایز اهمیت بودند، ما محاط به خشکه محسوب می‌شدیم، اما در حال حاضر یعنی در قرن بیست و یکم خطوط آهن، شاهراه‌ها و فایبر نوری آسیا را به هم بافت داده و وصل خواهد ساخت.

دوم؛ پروژه اعمار خط‌آهن مزارشریف – هرات را که خواهان تطبیق آن هستیم، اوزبیکستان و افغانستان را مستقیماً با خلیج وصل خواهد کرد؛ این بدان معنی است که اوزبیکستان نه‌تنها با ایران، بلکه با هندوستان و کشورهای فراتر از آن نیز متصل خواهد گردید. در قدم دوم، ما امیدواریم که بتوانیم خط‌آهن را به سیستم خط‌آهن پاکستان امتداد دهیم که در نتیجه اوزبیکستان به بندرهای گوادر و کراچی و در نهایت هر دو بندر به خلیج و اقیانوس هند وصل شود.

به عبارت دیگر، این موضوع به یک دیدگاه روشن برمی‌گردد. زمانی که ما خود را به عنوان متصل‌کنندگان می‌پنداریم، می‌توانیم بهترین طریقه را برای یکجا ساختن کشورها که بهترین نتیجه را در پی داشته باشد، تصور کنیم. اکنون ما در حال کار روی این موضوع هستیم. می‌خواهم از جناب آقای ایرگاشیف، نماینده و سفیر اوزبیکستان برای افغانستان به خاطر کار خستگی‌ناپذیرشان برای تحقق این امر و همه مقامات به ویژه رئیس‌جمهور اوزبیکستان ابراز امتنان نمایم. رئیس‌جمهور اوزبیکستان و من هر روز توجه‌مان را روی این که چه‌گونه می‌توانیم به اقیانوس راه یابیم، متمرکز کرده‌ایم. ما به بحر راه خواهیم یافت و با کمک خداوند (ج) به این مهم دست می‌یابیم.