افغانه ښځه له زړورتیا څخه تر مشرۍ پورې: د برابرۍ او فرصتونو له لارې د ملت پیاوړتیا
د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس کې وینا: د افغان ښځو د پیاوړتیا پروګرام
مهم ټکی:
- زړورتیا او نوښت: افغان ښځې په فعالو مشرانو او د خپلو کورنیو په نفقې ګټونکو بدلې شوې دي.
- خپلواکه استازولي: دوی په بشپړ صراحت او لیدلوري سره، په خپله د خپل ځان غږ دي.
- برابري او هویت: د ښځو هویت د هغوی په خپلو وړتیاو پېژندل کېږي، نه له نارینهوو سره په تړاو.
- د ولسواکۍ ساتنه: ښځې د ډیموکراټیکو ارزښتونو ساتونکې او پالونکې دي.
- کلتوري بدلون: ادارې باید پر نارینه محوره دودونو او نورمونو غالبې شي.
- اقتصادي پیاوړتیا: مارکیټونو او د ارزښت ځنځیرونو ته لاسرسی د ښځو د مالي خپلواکۍ لپاره بنسټیز دی.
- زدکړې او روزنه: باکیفیته زدکړې او د مهارتونو لوړول د ټولو ښځو لپاره یوه اړتیا ده.
- قانوني حقوق: د پېژندپاڼو درلودل، د میراث حق او قانوني ملاتړ، بشپړ تابعیت تضمینوي.
- روغتیايي خدمتونه: د میندو پالنه او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د پرمختګ لپاره حیاتي دي.
- دوامدارتیا: د «ولسي تړون» په څېر پروګرامونه په ملي کچه د ښځو پراخ ګډون تضمینوي.
۱۳۹۵ کال د تلې ۱۳ | بروکسل – بلجیم
ترجمه
د مهربان او بخښونکي خدای تعالی په نامه
مېرمن موګیریني، مېرمن بوکوفا، د هېواد لومړۍ مېرمن، د افغانستان او نورو ځایونو اغلو مېرمنو، ګرانو ملګرو! له هغه فرصت څخه مننه چې زما په اختیار کې مو راکړ چې نن ستاسو په خدمت کې اوسم.
افغانې مېرمنې د زړورتیا تصویر دی. ستاسې پر وړاندې لارښوده کتابچه قرار لري، د یو شمېر مخکښو بزګرو ښځو په اړه معلومات په کې دي چې مېرمن نظیره رحمان راټول کړي دي. هره یوه یې د بریا یو داستان ده، اما هغه څه چې په دې داستانونو کې د پاملرنې وړ دي څلوربنیټ ډاله دي چې د ژوند د بدلون د وسیلې په توګه دي؛ دولت په دې برخه کې یو تسهیلوونکی عامل و او واقعي اتلانې بې سواده ښځې دي چې اوس د خپلو اولادونو لپاره چت جوړوي! هغه ښځې چې خودکفا دي او د فامیلونو مشري او سرپرستي کوي. شجاعت یې ستایم.
که دې موضوع ته جلا توجه وکړو، لومړی ګام دی چې په دې مسیر کې اخیستل شوی دی، اما که له شبکې یې نقطه نظره دې موضوع ته پام وکړو، لیدل کېږي چې افغان ښځو په تېرو ۱۵ کالو کې ډېر مزل کړی دی. د پام وړ ټکی دا دی چې افغانې ښځې خپلې غوښتنې او مفکورې بیانوي. یعنې دوی د دې لپاره نورو ته اړتیا نه لري چې استازیتوب یې وکړي. دوی په وضاحت او د لیدلوري او ارادې په لرلو سره پخپله د خپل ځان استازیتوب کوي. [افغان ښځو ته په خطاب کې] تاسې ستایم!
افغان مېرمنې په ټولو برخو کې حضور لري. هغوی د وزیرې، سفیرې، معینې، بزګرې او متشبثې په توګه کار کوي. اما تر هر څه مهمه هغه څه چې تغیر کړی دی، د افغان ښځو هویت دی. د هغوی هویت نور له سړیو سره خپلوي پورې نه دی تړلی. هغوی اوس خور، مور او ... دي، اما د تاریخ برخلاف څو زره کاله اوس ښځې له سړیو سره د هغوی د خپلوي په اساس نه، بلکې د خپلو شرایطو او وضعیت مطابق د پام وړ ګرځي.
دا چې دا کار یو پیاوړی تحول دی، نو موږ یې باید درک کړو، د قدر په سترګه ورته وګورو او پراختیا ورکړو. هیله من یم چې د لومړۍ مېرمن اړیکې له جمهور رئیس سره د متقابل درناوي او الهام بېلګه سرمشق وي. [لومړۍ مېرمن ته په خطاب] مننه چې کلونه دې زما لارښوونه کړې!
اما د هغه څه میزان او موخه چې زموږ پر وړاندې قرار لري باید کم ونه ګڼل شي. اوس هم د هرې توانمندۍ ښځې مقابل کې لس محرومې ښځې قرار لري او په دې برخه کې لاس ته راوړنې هم له اندازې زیاتې ماتېدونکې دي. ښځې کولای شي په راحتي او ارامۍ ورسېږي. نو موږ باید یو قرارداد وکړو. د افغان ښځو لاس ته راوړنې چې زموږ د دیموکراتیک اساسي قانون په رڼا کې لاس ته راغلي، غیر قابل معامله دي. دا لاس ته راوړنې پلورونکې نه دي!
افغانې ښځې به د دیموکراتیکو ارزښتونو ساتونکې وي. دوی نه یوازې د خپلو لاس ته راوړنو ساتنه کوي، بلکې دا لاس ته راوړنې لا نورې هم پراخوي او له دې بهیره به شاتګ ونه کړي. نو د بدلون لپاره بستر برابر شوی دی. ستاسو د خبرو په جریان کې له دې بستر څخه د استفادې څرنګوالي، چټکتیا او د زمینې په توګه، د ارزښت وړ دی. هغه وعده چې یو لوی فرهنګي تحول او په عین حال کې به پایدار وي.
نو ښځې مجهولې قربانیانې نه دي چې باید مرسته ورسره وشي، بلکې فعالې تاریخ جوړوونکې دي چې باید د وضعیت او شرایطو مطابق همکاري ورسره وشي. موږ باید ښځې تقدیر کړو. هغوی ته غور شوو او په وړاندیزونو یې عمل وکړو.
اجازه راکړئ ځینې عمده ننګونې یادې کړم: موږ باید له خپله خانه پیل وکړو، لومړی ننګونه، دولت کې حاکم فرهنګ دی. زه کولای شم ښځې په ټولو برخو کې مقررې کړم او دا کار کوم، اما هغوی د یوې همکارې په توګه نه منل کېږي. نمحوره فرهنګ له اندازې زیات تثبیت شوی او د ښځو هرکلی نه کېږي. موږ د ناسمو عواملو مخالف یوو او په ځانګړې توګه د ځوانانو له دې وېرې سره مخ یوو چې ښځې خپلې رقیبانې ګڼي.
دویمه مسئله، ټولې پخوانۍ نمحوره پالیسي دي. زموږ پالیسیو له تېرو مردمحوره پالیسیو څخه سرچینه اخیستې چې پوښتنه او پام ورته لازمي دي. لطفاً د ښوونځیو ودانۍ وګورئ! آیا په هغو کې د نجونو لپاره تشنابونه شته؟ آیا همدا حقیقت په ۱۴ کلنۍ کې ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي لامل نه کېږي؟
مخنیوي لامل نه کېږي؟ موږ ولې نه شو کولای په پالیسیو د جنسیتي توازن له نظره فکر وکړو؟ ځینې وختونه واړه ګامونه، لوی بدلونونه ایجادوي. موږ باید دې یقین ته ورسېږو چې د مطلق دوله تصوراتو موانعو څخه چې موږ ته را زده شوي یا په میراث راپاتې دي او یا موږ ته القا شوي، معلومات ولرو.
درېیمه مسئله، مارکېټ ته لاسرسی دی. زموږ یو اعشاریه یو میلیون افغان ځوانان د صنفي نظام له لارې دنده کې شاملېږي. صنفي نظام په افغانستان کې لوی کارفرما دی. د غاليو په صنعت سربېره د صنایعو څومره نورې شاګردانې ښځې دي؟ د مسلکي زده کړو برخې کې کوبنیبونه، تر کومې اندازې د ښځو د اړتیا د پوره کولو په موخه تنظیم شوي دي؟ موږ مساوي شرایط نه دي برابر کړي. نو موږ باید په بنسټیز توګه د افغانانو ښځو په رابطه مارکېټ ته په لاسرسي تامل وکړو. مخکنی بېلګې چې مېرمن رحماني له هغوی سره ډېره مرسته کړې ده چې زموږ د خوښۍ لامل کېږي یوازې دا پیغام یې درلود، دا چې ښځې کولای شي په وده او ترقۍ له هر پلوه توجه وکړي، اما هغوی مارکېټ ته لاسرسی نه لري. د ارزښت ځنځیر چې افغان تولیدونکې ښځې مارکېټ مخصوصاً نړیوال مارکېټ سره وصلوي، کوم دی؟ باید ووایو چې دلته د فرصتونو باوجود موانع هم وجود لري.
څلورمه مسئله خشونت دی. ښځې زموږ په هېواد کې په تېرو څلوېښت کالو کې د خشونت قرباني وې او د مشابه پېښو د پلټنې لپاره کولای شئ د مغلو د برید وخت ته ور وګرځئ. ښځو ته په ټولو پخوانیو جنګونو او منازعاتو کې درناوی کېده او افرادو جرئت نه کاوه چې هغوی ته مزاحمت ایجاد کړي، ځکه په دې باره کې قوانین وجود لري او په حقیقت کې ټول اخلاقي قوانین د ښځو ساتنه کوي، اما د دې باوجود د ښځو قرباني بې اندازې ډېره وه.
موږ له هغه هېوادونو یوو چې د تخمین په اساس ۶۶ سلنه مو د ستریس اضطراب (Stress Post-Traumatic Syndrome Disorder – PTSD) لرو. او زموږ ښځې د دې ناروغۍ په سر کې قرار لري. اما هغه څه چې د دې رنځ باوجود د پام وړ دي، د ښځو انعطاف پذیري ده. هغوی نه غواړي چې د تېر په اړه خبرې وکړي، خو له پخوا پاتې ټپونه اوس هم پرځای دي. باید ووایم چې جنسیتي تبعیض یې پرلپسې ازاروي. تېرو پنځلسو کالو کې موږ په زیات سرعت حرکت کړی، اما هغه ستونزې اوس هم محسوسه ده. دوی باید د درس ویلو په وخت نورو کارونو لکه د خیاطۍ خیریه ډلو کې ګډون کولای.
د دې اړوند پنځمه مسئله معارف دی. د یادونې وړ ده چې موږ په خپل ښوونیز سیستم کې د کمیت له پلوه ډېر پرمختګ درلود، اما د کیفیت له پلوه له بنسټیزو ستونزو سره مخ یوو. همدارنګه دا مسئله چې ولې ښځې په خاص عمرونو کې ښوونځي ته ځي، اما په سیستماتیکه توګه له زدهکړې پاتې کېږي، باید درک شي او په دې برخه کې باید جدي توجه وشي. زموږ اکثر پوهنتونونه د ښځو لپاره لیلیې نه لري او موږ حتی پنځه عالي لېسې نه لرو چې د نجونو لپاره لیلیې ولري.
لازمه ګڼم مېرمن سیما سمر نه مننه وکړم چې په یوازې ځان یې زیاتې نجونې او ښځې تعلیمي برخې ته راوستې دي. [ډاکتر سیما سمر ته په خطاب کې:] له تاسو مننه! موږ باید دا عمل الګو وګرځوو او پراخه یې کړو. ځکه کومې ښځې چې ډاکترې سمر روزلې، یوه الګو لري. هغوی غواړي د افغانستان راتلونکې ډاکتر سمرې شي او د بشر د حقونو کمیسیون رهبري کړي او یوه ورځ د دې هېواد جمهور رئیسه شي. اما نورې ښځې هم شته چې خپلو ارزوګانو ته د رسېدو لپاره له موانع سره مخامخ کېږي او دې ته پام هغه مسیرونه چې بند شوي، باید هوار شي.
وروستی مسئله عدلي او قضایي ده. د اندېښنې موضوع دا ده چې د اسلام د مبین دین احکام چې د اساسي قانون اساس تشکيلوي، نه مراعتېږي. څومره ښځې دي چې د هغوی حقونه د میراث په برخه کې عملاً په پام کې نیول کېږي.
نو هغه څه چې غواړو په دې برخه کې نتیجه واخیستل شي دا ده چې د ننګونو مقیاس او ماهیت یو له بل سره مرتبط دي او جدي پاملرنې ته اړتیا لري. موږ نه شو کولای هغه شمېر ښځې چې په لوړو پوستونو کې دنده لري، د هغوی له اندازې څخه زموږ بریالیتوب وسنجوو. موږ باید خپلې هڅې د میلیونونو نجونو د حقیقي توانمندۍ په توګه وسنجوو چې باید د هغوی لپاره د میلیونونو هلکانو برابر فرصتونه چې د هغوی تر څنګ قرار لري، برابر شي. ځکه د دې کار په تحقق سره هېواد هوساینې ته رسېږي. زموږ لپاره حیاتي ده چې کومه گزینه انتخاب کړو؛ آیا موږ د هلکانو او نجونو لپاره مساوي اسانتیاوې برابروو که دا بهیر همدغسې نامتوازن ساتو؟ دا کار د موخې د ټاکلو په معنی دی.
وروستی موضوع چې غواړم ور باندې خبرې وکړم موخې دي. موږ یې له کومه ځایه پیلوو؟ تېره اونۍ مې دا ویاړ درلود چې د ولسي تړون پروګرام پرانیزم. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې یو ملي پروګرام شته چې د افغانستان ټول اقشار هم د کلیوالو سیمو، هم ښاري سیمو، هم کوچیان، بې ځایه شوي او ټول تر پوښښ لاندې نیسي. دا پروګرام ولسي تړون دی. هغه څه چې په شوراګانو په ایجاد کې د ولسي تړون پروګرام کې د پام وړ دي، دا دي چې په دې پروګرام کې به د لومړي ځل لپاره د ښځو او نارینهو ونډه ۵۰-۵۰ وي. ۵۰ سلنه د ښځو او ۵۰ سلنه د نارینهو لپاره.
دلته غواړم له ښاغلي اتمر څخه د ملي پیوستون پروګرام د رهبرۍ په خاطر چې ورسره مې د دې پروګرام د ډیزاین ویاړ درلود او ښاغلي اتمر دا پروګرام تطبیق کړ، مننه وکړم. هغه مهال مې له ټولو بینالمللي همکارانو او سلاکارانو سره د نړیوال بانک او نورو په ګډون د استدلال او خبرو دنده په غاړه وه. هغوی ویل: "ډاکتر غني! تاسې له ۲۴ کاله جلاوطنۍ وروسته راستانه شوي یئ، تاسو مدرن شوي یئ. افغان ښځو ته به په هېڅ وجه اجازه ور نه کړل شي چې شورا جوړه کړي." زما ځواب هغوی ته دا و چې زه نه یم مدرن شوی، زه یوازې کوشش کوم چې هغه څه چې زما نیا مې راته ویلي وو، هغه ترسره کړم. زما نیا یوه پیاوړې ښځه وه. خلک له هغې سره د خبرو پرمهال لړزېدل او د هغې شپږ زامن چې له کور بهر زورور وو، په کور کې ساده خلک وو. هغه دلیل چې له امله یې زه له ښاغلي اتمر څخه مننه کوم دا دی چې دوی د ملي پیوستون پروګرام ملاتړ وکړ او ټول مطالعات ښيي چې یاد پروګرام چې ما ور باندې ټینګار درلود، د ښځو په توانمندولو کې مؤثره واقع شوی دی.
د ولسي تړون پروګرام یو بنسټیز تحول دی، ځکه دا ځل پر کلیو سربېره د افغانستان ښاري سیمې او په ځانګړې توګه د ټولنې زیان ګالي اقشار د بې ځایه شویو، کډوالو او راستنېدونکو په ګډون په دې پروګرام کې شامل دي.
دویم قدم، هغه پړاو دی چې تاسې په هغه کې عمل کوئ. [مېرمن موګیریني او نورو مېرمنو ته په خطاب کې چې په ناسته کې یې حضور درلود] تاسې زموږ پناغوښتونکي نه غواړئ، اما ایا د افغان مېرمنو تولیدات هم نه غواړئ؟ پس لطفاً د "افغان ښځې ساخت" په عنوان یو لیبل څخه ملاتړ وکړئ! په هغه مرسته سربېره چې د کمیشنر میمیکا له لوري اعلان شوه او له تاسو څخه د هغه د برابرولو له امله نهایت مننه کوم. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو د ارزښت ځنځیر دی. موږ په اروپا کې د واردېدونکو توکو اتحادیو ته اړتیا لرو چې د افغانو ښځو لپاره د لیبل د ایجاد په برخه کې اقدام وکړي.
زموږ ښځې خیرات ته اړتیا نه لري. خیرات په هېڅ وجه توانمندساز نه دی، اما مارکېټ ته لاسرسی کولای شي دې موخې ته ورسېږي. نن هغه تولیدات چې د څلوېښت ډالرو په اندازه پلورل کېږي، کولای شي په څلور سوه میلیونه ډالرو وپلورل شي. پر دې بنا فوق العاده مارکېټ ته د لاسرسي زمینې برابرول مهم دي. له تاسو غواړم چې د ارزښت ځنځیر باندې د یو جنسیتي ځنځیر په توګه تامل وکړئ.
د دې ځنځیر زیاته اندازه سړیو ته ور نه کړئ، سره له دې چې سړي هم په ځینو مواردو کې ارزښت لري. ښاغلی برندا په دې مورد کې له ما سره موافق دی!
درېیم، په مسلکي زدهکړو بیا کتنه ده. مسلکي زدهکړه باید په بنسټیزه توګه تدریس شي او سویس، هالینډ، جرمني او سکانډیناوي حوزه هیوادونو سره د کنسرسیوم لرل چې په هغه کې د بیکاري میزان په فوق العاده توګه ټیټه ده، د ارزښت وړ دی، ځکه موږ باید د پانګونې په هکله د توانمندسازۍ په موخه په بنسټیزه توګه فکر وکړو. په ښوونیز نظام کې زموږ آزاد ښوونیز نظام کې له یوه لوري افراد د هغو دندو د ترسره کولو لپاره چې د ټولنې اړتیا وړ ده نه روزل کېږي. او له بل لوري څوک په موجوده دندو کې جذبولو ته لېوال نه دي. نو په دې برخه کې تجدید نظر ارزښت لري.
د ښځو د توانمندولو په هکله څلورمه مسئله حقوقي پلوه ده او موږ یې باید د تذکرې له لرلو پیل کړو. هغه تذکره چې ښځې کولای شي د هغې له لارې د رای ورکولو پروسه کې ونډه واخلي. او په هغه کې د عمر، د واده د ثبت او طلاق موضوعات او نور هم درج شي. همدارنګه له همدې تذکرې څخه د میراث، تعاملاتو، د هغوی نوم ته د اعتبار بښلو او له نورو شبکو سره د تماس ساتلو کې توانایي څخه استفاده وشي.
پنځمه مسئله، له یوه لوري د بستر په پام کې نیول د ښځو توانمندسازي او له بل لوري ښځو ته په واقعي توګه په دې موخه مؤثره شپې ته رسېدل دي. د کار واقعیت دادی چې واړه کارونه زیات شوي دي، یعنې ډېر زیات کارونه په کم یا متوسط مقیاس کې ترسره شوي. دلته لازمه ده چې د امریکا متحده ایالاتونو بینالمللي انکشاف ادارې (USAID) څخه مننه وکړو. بیل ګري! له تاسو څخه په دې برخه کې مننه کوم. اما باید د هغه مقیاس او موخې په اړه خبرې وکړو چې د یو بدلون په منځته راوړلو قادر دی. ۱۵ کاله مخکې دا کار ناممکن وو او تاسو تاریخ جوړوونکو ښځو ته لاسرسی نه درلود، هغوی له روحي او رواني پلوه زیان لیدلی وو، اما ځوان نسل زیان نه دی لیدلی، همدارنګه تېر نسل له رواني ستونزو آزاد شوی. هغه څه چې ورته اړتیا لرو زموږ بینالمللي همکارانو سره ملي بحث نه د اخیستونکي په توګه، بلکې هم ترازو له هغوی سره برابر دی. د افغان ښځې غږ واورئ او د افغان ښځې د حقوقو دفاع وکړئ. دا یو رسا غږ دی، دا یو متفاوت اما متحد غږ دی. زما په نظر دې غږ ته درناوی له دې پلوه د ارزښت وړ دی چې پوه شو موږ مخ پر وړاندې حرکت کې یوو.
وروستي موضوعات معارف او صحت دی. د ویاړ ځای دی چې موږ د مور او ماشوم مړینه کمه کړې ده. اما هره هغه ښځه چې د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، حیاتي دي چې موږ د هغه په نجات نه یوو بریالي شوي. دا په دې معنی ده چې زموږ طبي سیستم او زموږ مجموعي رویکرد د صحت په برخه کې یوې بنسټیزې بیا کتنې ته اړتیا لري. ډېر وختونه ښځې د نامعلومه دلايلو په اساس خپل ژوند له لاسه ورکوي او موږ باید د دې وضعیت په بدلوولو قادر شو.
د معارف له نظره چې زموږ د ژوند مهمه مسئله ده، موږ باید موخې وټاکو. که موږ منتظر پاتې شو چې د وخت په تېرېدو سره داسې اثرات راڅرګند شي او کلیدي محدودیتونو ته رسېدګي ونه کړو، مجبور یوو چې ډېر وخت انتظار وکړو.
بل ځل، اجازه راکړئ چې له تاسو څخه د دغه فرصت له امله چې ماته مو راکړ مننه وکړم. دا آغاز په نېک فال نیسو، ځکه ښځې په ډېر احتمال د افغانستان اکثریت تشکیلوي. د دې ناستې په جوړولو سره د ښځو په اړه، تاسو یوه فرعي موضوع نه، بلکې یوه اصلي او مرکزي موضوع په پام کې ونیوله. د افغانستان له نقطه نظره چې په هغه کې اساسي قانون کتاب هغه قانون ګڼل کېږي چې په هغه کې ښځې او نارینه برابر دي. آیا موږ کولای شو دا وعده عملي کړو؟ دا هغه څه دي چې ډاډه یم دا ناسته ورباندې بحث کوي. زه ستاسو د خبرو د پایلو منتظر یم.
زه یو بدبین خوشبین یم یا یو ارمانجن مصلحتګر. زه بدبین یم، ځکه باید له ټولو موانعو څخه خبر اوسم؛ د موانعو له درک پرته د مخته تګ لاره وجود نه لري او تاسو باید لومړیتوبونه وټاکئ. اما زه په عین حال کې یو خوشبین شخص یم، ځکه باور لرم چې افغان ښځې کولای شي له لارې څخه موانع لیرې کړي په دې خاطر چې افغانان د دې استعداد، اراده او توانایي لري چې په تاریخ غالب شي. مننه!