September 19, 2024
۲۲مه ګڼه: صنعت او سوداګري (لومړۍ برخه)
دا برخه د افغانستان د سوداګرۍ او تجارت پر بډایه تاریخ تمرکز کوي؛ د ورېښمو په لرغوني لار کې د هغه له رول څخه نیولې د یوې پیاوړې او پر صادراتو ولاړې اقتصاد د جوړولو تر عصري هڅو پورې. په دې خبرو کې په بانکوالۍ، صنعتي کېدو، او د بشري پانګې په پراختیا کې مخکښې هڅې په ګوته شوي، او ورسره د جګړې، سیاسي شخړو او نړیوالو اقتصادي بدلونونو له امله رامنځته شوې ننګونې ارزول کیږي. د جاپان، سویلي کوریا او سنګاپور په څېر نړیوالو بېلګو څخه په الهام اخیستو، دا خپرونه د افغانستان پر ناڅرګند ظرفیت او د دوامداره اقتصادي ودې او سیمه ییزې سوداګریزې ادغام لپاره پر اړینو ستراتیژیو رڼا اچوي.
Transcript

سوداگري «لومړۍ برخه»
داود جنبش: السلام علیکم ټولو اورېدونکو، به همه علاقمندان این پودکاست ها، از سلسله (د ژوند لاره - راه زندگی) له ولسمشر محمد اشرف غني سره، هرکلی وایم. نن له گاونډیانو، آسیا او نړۍ سره، د افغانستان د سوداگرۍ په تېر، نن او سبا غږېږو.
زه داود جنبش یم، ښاغلی ولسمشر تاسې هم، خپلې خپرونې ته ستړي مه شئ.
دوکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم. ډېره مننه، احترامات من را به تمام هموطنان، در هر جا ییکه استند، تقدیم میکنم.
داود جنبش: د دې لپاره چې ډېر ځنډ رانشي، زه په پوښتنو پیل کوم، د دې سر سر پوښتنه مې دا ده چې، موږ یعنې افغانستان، د یوه پرمختیایي او درېیمې نړۍ د یوه هیواد په توگه، په نړیواله سوداگرۍ کې، په دا تېرو څو لسیزو کې، کوم ځای ته رسېدلی و؟ دا د جنگونو کلونه که نه یادوو، دا مخکې د دې نه؛ کوم ځای ته رسېدلی و؟ فکر نه کوم ډېر وړاندې دې تللی وي. که په سابقه یې هم راته وغږېږئ، ډېر به ښه شي چې له کومه ځایه را پیلېږي؟
دوکتور غني: سابقه ډېره اوږده ده، ځکه څو زره کاله افغانستان د تجارت لاره وه، او تر څې د سمندر لاره خلاصه شوله، لویه برخه د تجارت هم د ورېښمو لاره، هم هندوستان ته لارې، یعنې مختلفې لارې له افغانستان نه تېرېدې. او بابر د مثال په توگه، وختې چې کابل کې و، وایي چې سوداگر کابل ته چې راشي، په دوه سوه فیصده گټې باندې قانع نه دي، تر څلور سوه هم گټه کولای شي، او کابل کې چې راشي، مجبور نه دي هندوستان ته لاړ شي، یا بلې خواته لاړ شي؛ نو موږ تجارت برخه کې ډېره لرغونې سابقه لرو. اما عصري صادرکوونکي برخه کې، بیا یوه ډېره ژوندۍ مرحله لرو او پس له هغه نه پاتې راغلي یوو.
داود جنبش: مننه، دغه وروسته پاتې والی او علتونه به یې ورو ورو سره په خپرونې کې څېړو. شما تا جاییکه من به خاطر دارم، علاوه از عوامل و مسایل دیگری برای بیرون آوردن کشور از حالتی که در آن قرار دارد، به این اصرار داشتید که، کشور ما باید، به یک قدرت صادراتی حداقل منطقوی تبدیل شود، و این امکان و استعداد را دارد. شما این اطمینان تان را از کجا میگرفتید؟ و مهمتر از همه اینکه، الهام تان از کجا می آمد؟
دوکتور غنی: خدمت تان نقطه اول عرض کنم که، در سال ۲۰۱۹ برای اولین بار افغانستان قادر به این شد، که صادرات بین‌المللی اش از یک میلیارد بیشتر شود. تمام ترتیبات، هم از نگاه سرمایه‌داری، هم از نگاه زیربنا و مناسبات منطقوی و بین‌المللی صورت گرفته بود، که در سه سال، این مبدل شود به دو میلیارد، و بعد از آن وسعت پیدا کند. و یکی از بخش‌های عمده از این، این بود، که یک قسمت قابل ملاحظه از این صادرات ما، صادرات زراعتی بود، که موجب از این میشد، که در جیب دهقان و بزگر ما پول بیاید، و پولی که پس مبدل به سرمایه شود. و این در حالتی بود، که انفجار و انتحار، در سال دو میلیارد دالر به اقتصاد جمعی افغانستان صدمه میزد. بیست فیصد از این هر سال تباه میشد. با وجود از این، مقدار سرمایه‌گذاری که صورت میگرفت، و ترتیباتی که گرفته شده بود، خاصتاً با ایجاد یک صلح باعزت و پایدار، امید از این را برای ما میداد، که بتوانیم بالاخره از نگاه اقتصادی، به طرحی برسیم که به کشور عمده صادر کننده از یک طرف، و سرمایه‌دار در داخل کشور، که یک قسمت ضروریات عمده را تعویض کند، و در داخل تولید شود؛ بدل کنیم.
داود جنبش: خوب، از این تشریحات تان اطمینان یا اعتماد به نفس یک کمی واضح شد، الهام چی؟ الهام از کجا می آمد؟
دوکتور غنی: الهام من هم از تاریخ ملی خود ما بود، و هم از تجربه بین‌المللی و تحقیقات بین‌المللی. در قسمت الهام داخلی ما، خاصتاً طراح اقتصاد قرن بیست ما، که محترم عبدالمجید خان زابلی بود، مثال بسیار زنده و موجب الهام داخلی بود، با درک موقعیت افغانستان و تاریخ بسیار طولانی تجارتی ما.
از نگاه بین‌المللی، قسمت اول تاریخ اروپا بود، که شروع از جرمنی و ممالک سکندنیاوی میشود، که بعد از صنعتی شدن انگلستان اینها واقعاً فقیر بودند. شرایط امروز کشور های عقب مانده، هم در قسمت های زیاد المان و هم خاصتاً در ممالک سکندنیاوی وجود داشت و اینها فایق شدند سر این. اما مهمترین تجربه، بعد از جنگ دوم جهانی، آسیایی شرقی است که شروع میشود از جاپان، سنگاپور، کوریای جنوبی، تایوان و بالاخره چین و مالیزیا، در این بخش کشور های بودند که موجب الهام می شدند.
مگر تجربه داخلی ما، چه سرمایه‌گذاری و ایجاد یک طبقه سرمایه‌دار به صورت منظم در داخل است، واقعاً توجه میخواهد و امید است وطندار های ما، بالای از این غور کنند، و از این درس های عمده را به دست بیاورند، و سرش عمل کنند.
داود جنبش: د عبدالمجید زابلي نوم ما څو ځله تاسې سره په خبرو کې اورېدلی دی. یو څه یې د سیاسي ادبیاتو له لارې هم، له نامه سره آشنا وم، خو فکر کوم زما په گډون به ډېر اورېدونکي، د هغه له اقتصادي او سیاسي طرحو سره، دومره آشنایي ونه لري. فکر کوئ دی د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ په برخه کې، همدومره اوچت ځای لري چې د موډل په توگه تعقیب شي؟ مثلاً څه طرحې یې درلودې؟
دوکتور غني: طرحه یې ډېره لوړه وه. د امان الله خان په دورې کې دا پیل شوله، چې د یو شرکت چې «سهامي شرکت» نومېده، تاسیس کړ، او د هغه د استازي په حیث باندې مسکو ته لاړ. او مسکو کې هغه وخت لنین چې مرگ ته نږدې و، نوی اقتصادي سیاست یې ایښی و. په دې کې مخکې له هغه نه، دی بلد و. دی اصلاً د هرات نه و او زاري امپراتورۍ سره او المان ډېر آشنا و. د ده اساسي طرحه دا وه، چې باید یو بانک په افغانستان کې جوړ شي، چې د ودې ترتیبات تر نظر ونیسي؛ البته دې طرحه کې جمال پاشا، چې د ترکیې له ځوانو ترکانو او یو له درې اساسي شخصیتونو د هغه له دورې نه دی، افغانستان ته هغه هم راغلی و، اعلیحضرت امان الله خان ته هغه هم دا مشوره ورکړې وه. مگر اصلي روابط د دې اعلیحضرت نادر شاه سره شروع شول. نادر خان چې کابل کې ننوت، یو قِران یې نه درلوده، خزانه تشه وه او ده سره پیسې نه وې. په عین زمان کې، عبدالرحمان خان نه تر امان الله خانه پورې، تخمیني ۶۵ فیصده عوائد د دولت، د مالدارۍ او د ځمکې له مالیې نه راتلل، او پس له هغه نه، سیاسي وضعې دا اجازه نه ورکوله چې دا مالیه په هغه رقم ټوله کړي؛ نو د نادر خان ټول ترکیز په گمرکاتو باندې و، او بیا زابلي صاحب څو طرحې وړاندې کړلې. د بانک د تاسیس مقابل کې حساسیتونه وو، خاصتاً وزارت عدلیې د هغه وخت، دوه کاله یې ونیول چې دا حل شي. یو وارې چې دا جوړ شو، په شپږ کالو کې د بانک ملي پانگه سل چنده ډېره شوه، او دلیل یې څه و؟ زابلي صاحب، نادر خان او پس له هغه نه، محمد هاشم خان صدراعظم ته چې واک د هغه په لاس کې و، دا ژمنه ورکړه چې ټول د گمرک عواید به، دی د درېیو کالو لپاره گرنتي کړي او ډېر به یې کړي او په دې اساس باندې یې، اساس د انحصار کېښود. واردات او صادرات. وارداتو برخه کې تېل وو، بوره وه، نور مواد وو، دا یې ټول په یو چوکاټ کې راوړل، او انحصارات یې جوړ کړل. اما عمده برخه د دې په صادراتو کې وه، او صادراتو کې لومړی کار چې ده وکړ، قره‌قل پوستکي وو. د افغانستان پوستکي به نورو واخیستل، هغه وخت کې برتانیايي هند و، بیا به یې یووړل په خپل نامه به یې خرڅول. لکه چې پس ته زموږ چلغوزیو سره دا کار کېده. ده دغه ځنځير، بنیادي توپیر په کې راوړ. راساً لندن او نیویارک ته یې صادرات پیل کړل. او نن حداقل یو میلیارد ډالر له هغو نهو میلیاردو نه، چې زموږ پانگه ده، بین‌المللي پشتوانه ده د افغانۍ او په امریکې کې ده؛ له هغو پیسو نه پیدا شوي دي، چې وختې دویم نړیوال جنگ پیل شو، د ده له پیسو نه دي، چې هلته یې کېښودلې او هغه زموږ د طلاو ذخیره ده.
داود جنبش: یعنې بانک په افغانستان کې عبدالمجید زابلي را پیل کړی دی، د ده نه مخکې نه و.
دوکتور غني: لومړی بانک د ملي دی. بیا د افغانستان بانک هم د ده په ابتکار کېښودل شو او دی یې د ټولو رئیس و. په عین وخت کې چې دی چې وزیر د اقتصاد ملي و، په هماغه زمان کې همزمان، دی د افغانستان بانک رئیس هم و، او د ملي بانک رئیس هم و، عمومي رئیس هم و. نو بنسټ، هو ده کېښوده او هغه پور چې دولت په لومړي برخه کې ده ته ورکړی و، ده بېرته د پانگې په حیث باندې، د افغانستان بانک ته ورکړ.
داود جنبش: و حالی هم کمی مشخص در مورد طرح ها آن، ایا آن منطقه را در نظر داشت، از نظر صادرات یا جهان، هم شامل از این میشد؟ چون شما اشاراتی به لندن و نیویارک هم داشتید.
دوکتور غنی: همزمان بود. اقلامی بود مثل قره قل واری، که برای بازار خاص اروپا تمرکز داشت. لندن بازار عمومی اروپا بود، نیویارک بازار عمومی قره قل بود. در آن زمان، پوست قره قل یکی از فیشنی‌ترین مواد استعمال بود، خاصتاً برای خانم های متنوع. و این بازار را زابلی صاحب در کوچکترین مدت تنظیم کرد. شعبه بانک ملی، که در نیویارک افتتاح شد، و فعلاً هم جز‌ سرمایه ملی افغانستان است، یک تعمیر چند منزله است، که از جایداد دولت افغانستان است؛ این را اقای زابلی علاوه بر پولی که در فدرال ریزرف بانک نیویارک ماند به حیث طلا و پشتوانه، این تعمیر را هم یکی از سرمایه گذاری های مهم است و از موادی است که، هنوز هم جریان دارد.
قسمت دوم از این، تمرکز خاصتاً سر اتحاد شوروی بود. و دلیل چی بود؟ اتحاد شوروی سخت محتاج پنبه بود. افغانستان تاریخ بسیار طولانی در تولید پنبه دارد، خاصتاً قبل از حمله چنگیز و بعد از آن، که شروع شد در هرات؛ اما چیزی که اقای زابلی کرد، رواج پنبه دوباره به مقیاس بزرگ، در ولایات فعلی بغلان، قندز، تخار و بلخ بود. در آن وقت، این ولایات شمال شرق را ولایت قطغن و بدخشان می گفتند، یک ولایت بود ساحه قطغن؛ و مزار شریف و ولایت مربوطه سمت شمال را ترکستان می گفتند. ساحه شمال شرق افغانستان دو مشکل عمده داشت: یک، ملاریای بسیار شدید رواج داشت، و ساحه باتلاق‌زار بود؛ و دوم کمی نفوس بود. بعد از قحطی بسیار بزرگ ۱۸۷۲ که بنام قحطی فارس یا فارسی مشهور بود، نفوس منطقه به شدت کم شده بود. این منطقه را کُل اش اقای زابلی احیا کرد. در حقیقت بغلان ها، پلخمری، قندز و تالقان، تمامی از این شهر ها را دوباره، اساس اش را اقای زابلی گذاشت. در ظرف ده سال، افغانستان قادر به این شد، که ۱۰ هزار تُن پنبه را در سالی به اتحاد شوروی صادر کند. قبل از آن برای تمام خریداری خود، افغانستان سکه یعنی طلا یا نقره را باید به اتحاد شوروی میداد. بعد از این صادرات، نظام بارتر یا تبادله گذاشته شد، که ضروریات صنعتی و بعضی اقلام عمده، مثل تیل وغیره واری، از اتحاد شوروی وارد شود، اما پول در بدل صورت نمی گرفت.
و ابتکار دیگر اقای زابلی این بود، که اتحادیه‌های تولید کننده‌ها را ایجاد کرد. هم اتحادیه تولید کننده های پنبه را، و هم خاصتاً اتحادیه های تولید کننده پوست قره قل را. همه از اینها یک بازار مطمئین داشتند، و تمام ضروریات در قسمت پنبه، از تخم گرفته تا ترتیبات دیگری که ضرور بود، حیوانات وغیره... برای شان فراهم میشد. و در این ضمن، اول از بدخشان کوشش کرد، که مردم انتقال کنند به قندز و بغلان. متاسفانه، در آن وقت، شهرت قندز این بود که، از قرن نوزده مانده بود، که یک اصطلاح بود که «اگر مرگ میخواهی قندز برو»، چون در آنجا علاوه بر ملاریا، یک قسمت کرم های خاص بود که در وجود می آمد و وجود را انفجار میداد. از این جهت، زابلی صاحب در حدود ۶۲ هزار نفر را، در آن وقت ولایت بزرگ کابل، که فعلاً میدان وردک و لوگر این ها را هم در بر داشت، و افغانستان مرکزی را، این انتقال داد. اساس صنعتی شدن را در این وقت گذاشت.
در پهلوی از این، این اقای زابلی بود که بار اول در افغانستان، پول کاغذی را رواج کرد، و پشتوانه از این نقره و طلا بود، و به اساس از این، سیستم نو آمد، و با تمام بانک های عمده جهانی این روابط مستقیم ایجاد کرد. قبل از این، قسمت عمده مبادلات را، از راه حواله انجام میدادیم، و در این بخش، از ۲۰ تاجر عمده افغانستان، تنها ۲ اش مسلمان بود. دو اقلیت بزرگ مذهبی ما، که در آن وقت یهودها هنوز هم در افغانستان حضوری بارز داشتند و اهل هنود ما بودند. بعد از تشکیل بانک ملی، قسمت عمده سرمایه در قسمت اول از هرات آمد، اما تمرکز عمده از این، سر قسمت اول سر شمال افغانستان، بعد از آن ولایت کابل، و بعد از آن قندهار و هلمند بود. این طرح های بود، که همه در مدت از این آمد، اما چیز دیگری که در این وجود داشت، بانک ملی موجب از این شد، که شرکت های متعدد دیگر، با تمرکز در بخش های مختلف ایجاد شوند، و بانک ملی برای اینها قرضه میداد. اما عمده ترین اقدام اقای زابلی از نگاه تاریخ اقتصادی ما، طرح‌های صنعتی شدن افغانستان بود. چون پول ییرا که از صادرات به دست می آورد، در حال مبدل کردن به صنعتی شدن بود. اساس نساجی افغانستان را اقای زابلی گذاشت.
داود جنبش: وبښئ، وبښئ، د دې لیست له اوږدولو وړاندې غواړم یو څه مداخله وکړم، چې دا ټولې دغه ډول طرحې بې ترانسپورټه نه شوې کېدای، گرانې وې، دې برخه کې یې څه کړي دي؟
دوکتور غني: لومړی وار چې عصري ترانسپورټ خصوصي سکتور لخوا منځته راغی، د ځاځیو، د محترمو ځاځیو قبیلې نه و، او دا ټول د زابلي صاحب لخوا تمویل شول. او پس له هغه نه چې ده دا زمینه د لاریو د اخیستلو، دوی ته برابره کړه، دوی ډېر زر وتوانېدل چې هندوستاني شرکتونه وباسي. او که په یاد مو وي، دا برخه د ترانسپورټ کې ډېر لوی شرکتونه منځته راغلل، چې لومړي په کې ځاځي وو او پس له هغه نه نور کوچیان، چې پخوا له هغه نه، د اوښانو او دې، لارې نه یې انتقالات کول، لارۍ یې واخیستې. نو دا هم یو اثر دی چې پاتې شو، او اورېدونکو ته به په زړه پورې وي چې څنگه افغانستان کې عصري ترانسپورټي شرکتونه منځته راغلل.
داود جنبش: هو، د ځاځیو د ترانسپورټ بسونه مې په یاد دي. نه پوهېږم چې دا به هماغه وو که نه؟ شاید پکې تللی هم یمه، خو په دې نه پوهېدم چې دا هم له مجید زابلي سره تړاو لري. و حال هم برگردیم به کارنامه های اقای زابلی، در قسمت صنعتی شدن افغانستان.
دوکتور غنی: اولین شرکت های برق را، یا تولید برق را، هم این به وجود آورد. و مخصوصاً طرح را که در ۱۹۴۹ یک طرح بزرگ بود، اگر آن طرح عملی میشد، واقعاً افغانستان اساسات ییرا که اقای زابلی گذاشته بود؛ قبل از سنگاپور، قبل از کوریایی جنوبی، قبل از تایوان چین و قبل از چین بود. یعنی، یک طرح ناب بود که بعداً کشورهای [دیگر] و پاکستان در زمان مارشال ایوب خان کوشش کرد، که عین طرح را ایجاد کند. نقطه عمده از این، فهم خاص اقتصادی اقای زابلی بود، که شعارش که من نقل قول کنم، «تمرکز سرمایه بود». سرمایه باید متمرکز شود، باید به کار افتاده شود، و موجب تولید سرمایه دیگر شود. از این جهت، یک فصل ناتمام اقتصادی ما است. اگر امان الله خان فصل ناتمام سیاسی ما است، اقای زابلی فصل ناتمام اقتصادی ما است.
داود جنبش: آيا به عنوان وزیر هم همینقدر موفق بود؟ مثلی که در بخش صنعت و تجارت وغیره بود؟
دوکتور غنی: این دو مرحله دارد. یکی مرحله موفقیت اش است، و دوم مرحله ناکامی اش. مرحله موفقیت اش همرای نادر خان، محمد هاشم خان و تا حدی شاه محمود خان بود. در این مرحله بدون همکاری دوامدار با دولت، طرح ها ییرا که داشت، عملی شده نمی توانست، خاصتاً ایجاد نظام انحصارات و همچنین کنترول مطلق سر ارز خارجی افغانستان. در دوران از این، سیستم حواله مطلق زیر کنترول بانک ملی و بعداً بانک مرکزی آمده بود.
بعداً مرحله تنش است. تنش در این ایجاد میشود، که موفقیت اقای زابلی مبدل به ایجاد یک طبقه سرمایه‌دار میشود، که هم با اقتصاد بازار فرق دارد و هم با دولت. در اینجا، خانواده شاهی حساس میشود. نسل دوم خانواده شاهی، خاصتاً داود خان و نعیم خان، با اقای زابلی در تضاد می آیند. اما موجب ییکه در سال ۱۹۵۰ از وزارت اقتصاد ملی و ریاست عمومی بانک مرکزی استعفی میدهد، در یک مجلس با شاه محمود خان برایش پرخاش میکند، سر یک موضوع که نسبتاً ساده بود، که یکی از اقارب شاه محمود خان دالر میخواست، که به خارج سفر کند و مقررات را کابینه گذاشته بود، اقای زابلی موافقه نکرده بود، استعفی کرد. اما دلیل اساسی از این، که امید است پس سر اش بیایم، فیصله بانک صادرات و واردات امریکا بود، که اقای زابلی یک طرح افغانستان شمول، یک طرح بسیار بزرگ برای تحول اقتصادی افغانستان ارایه کرده بود، بدبختانه آن بانک این طرح را رد کرد. و این موجب از این شد، که حیثیت بسیار بزرگ ییرا که این در داخل داشت، مورد سوال قرار بگیرد، چون بانک صادرات و واردات امریکا در عین حال پول چند پروژه را تصویب کرد، چند پروژه زراعتی را، که وادی ارغنداب و وادی هلمند بود، اما دلیل آن این بود، که یک شرکت امریکایی را که دولت افغانستان استخدام کرده بود، بنام موریسن نودسن، آن شرکت را تمویل کند، و شرط اش هم این بود که شرکت استخدام کند. ناکامی شخصی اقای زابلی مبدل شد، به ناکامی طرح اقتصادی از این، و تضعیف بنیادی طبقه سرمایه دار افغانستان. بدبختانه عوض از اینکه سکتور خصوص و سکتور سرمایه ‌دار با هم کار کنند، در تضاد آمدند و یک قسمت زیاد تاسیسات و اسهام خصوصی، دولتی شد؛ و بالاخره در دوران ریاست جمهوری داود خان، مطلق ضبط و یا به عبارت دیگر، ملی شد.
از این جهت این قشر ییکه به صورت نادر به وجود آمده بود، و منطقه واقعاً در آسیا نادر بود، عوض از این که به پیشرفت برود، در رکود مواجه شد، و بعد از آن ضعیف شد. ما عوض صنعتی شدن و کشور صادراتی شدن، به یک کشور مصرف کننده، یک کشور که طرف اقتصاد نیمه رهنمایی شده رفت، رفتیم، اما نتوانیستم آن راه را هم عملی کنیم.
داود جنبش: دا کوم مهال چې په اړه یې غږېږو، دا له دویم نړیوال جنگ سره هم‌مهاله راغی، ایا د ښاغلي زابلي د طرحو په ماته کې دغو عواملو لکه نړیوال جنگ او هغه ستونزې چې ورسره تړلې وې ډېر نقش درلود؟ که کورنیو عواملو؟
دوکتور غني: د زابلي ټولې طرحې په هغه دوران کې عملي شوې، چې نړۍ په خپل لوی‌ترین اقتصادي بحران کې وه، چې ۱۹۲۹ نه پیل شو. په هماغه کال چې امان الله خان ووت، بدلون راغی، حبیب الله کلکاني امارت ونیوه، او پس له هغه نه نادر خان پاچا شو. دغه دوران کې، افغانستان غیر له یوې وړې مرستې نه چې لنین افغانستان سره وکړله، هېڅ نوع خارجي بین‌المللي پور یې وانخیسته. دا ټولې د زابلي طرحې له داخلي عوایدو نه منځته راغللې. یعنې پانگه داخلي وه، د تمرکز داخلي پانگه وه.
دویم نړیول جنگ کې زابلی ووت، ډېره برخه یې په سویس کې تېره کړه، اما دې دوران کې افغانستان وکړی شوو چې خپلې زېرمې ډېرې کړي. دویمې نړیوالې جگړې په پای کې دلته لا هم ذخایر موجود وو او افغانستان اسعار درلودل. جنجال داخلي نظر نه، په دې باندې راغی، چې له یو خوا نه، زابلی او د افغانستان عمده لیکوالان، په دې کالو کې ډېر سخت تضاد کې راغلل، ځکه لیکوالانو چې پس ته ډېر مشهور شول، ځينې یې مخکې هم مشهور وو، لکه مرحوم غبار، لکه مرحوم فرهنگ او نور... ډېر سخت په تگلارې باندې په انتقاد ول. او له بلې خوا نه، عمده دلیل د شاهي کورنۍ و چې غوښتل یې ټولې گټې زابلي ته شخصاً او د دې نوې طبقې چې سرمایه‌گذاره طبقه وه، دې ته لاړې نه شي؛ نو په هغه دوران کې وو چې اساس د مرکزي بانک کېښودل شو او پانگه یې زابلي ورکړله. اما بله برخه هم دا وه، چې یو رقابت د سیاسي تگلارې او د اقتصادي تگلارې و. دا دوه برخې نادر خان او هاشم خان یو ځای کړې وې، نوې برخه د شاهي کورنۍ چې دوه ورونه نعیم خان او داود خان وو، هغه دې سره مخالفت درلود او د دوی مناسبات قطعاً زابلي سره سم نه شوو، تر آخره پورې.
بله برخه هم دا وه، چې زابلي له یوه هئیت سره، چې هغه کې امیرالدین خان شنسب، عبدالحی خان عزیز، حکم چند خان او داکټر روف وو. درې میاشتو لپاره دوی واشنگتن ته لاړل، او یوازې یو بین‌المللي مشاور دوی درلوده، چې فرانک نومېده او دلیل چې زه ډېر په اعتماد غږېږم، فرانک په ۱۹۵۳ کې یو گزارش ولیکه چې ډېر په زړه پورې دې او ډېر دردناکه دی. زابلي یوه طرحه وړاندې کړه د سل میلیون ډالرو لپاره، او دې وخت کې، دا د صادراتو او وارداتو بانک ترکیې ته، اندونیزیا ته او ځینو نورو ملکو ته، چې د امریکې سیاست ته مهم وو، همدغسې لویې پیسې یعنې سل میلیون ډالره هلته له څو میلیاردو ډالرو نه ډېرتر پیسې دي، یو واري به یې د پروگرام په حیث ورکولې. دوی افغانستان ته وویل چې افغانستان په دې جگړه کې د امریکې په صف کې نه دی درېدلی، بې طرفه دی، تاسې ته موږ یوازې د پروژو په حیث پیسې درکوو او پروژو ته چې راغلل، د ده ټولې صنعتي پروژې یې رد کړلې او بالاخره دې مذاکرات پرېښودل. دوه وارې یې پلانونه له سره ورکړل، په ډېر منظمه توگه او نتیجه یې دا شوله چې دوی یوازې د ارغنداب، چې د دهلې بند دی او پس له هغه نه، د بغرا د کانال او د کجکي د بند پروژې ومنلې، په شرط د دې چې دا د امریکایي شرکت له لارې نه راشي او ټول امور یې دا شرکت اداره کړي. حکومت د افغانستان دا یې ومنل او دې نه پس زابلي صاحب له صحنې نه ځي. مخکې له دې نه، د سروبي د بند اساس ږدي او هغه د جرمنیانو له لارې نه. نو دواړه عوامل یو شول، او شي چې فرانک لیکي دا دی، چې دې بانک یوه تخنیکي فیصله یې وکړله چې سیاسي او اقتصادي عواقب یې افغانستان ته ډېر وخیم وو، او یوه طبقه او یو متفکر شخصیت یې له صحنې نه لرې کړ، چې د هغه نظیر په آسیا کې ډېر کم و یا نه و، هغه وخت کې.
داود جنبش: و اگر کوتاه هم لطفاً در مورد نقش اقای زابلی در قسمت تقویت قوه بشری ما هم صحبت کنید، چون به فکر من اینگونه طرح های بلند بالا، بدون موجودیت چنین یک قوه بشری جدید، امکان عملی شدن نداشت.
دوکتور غنی: استخدام متخصصین بین‌المللی، بار اول از طرف اقای زابلی صورت گرفت. از جاپان، از استریا، از جرمني و از کشور های دیگر، این افراد را استخدام کرد. اما مودل از این، این بود که اینها برای این کار میکردند، اینها برای افغان ها کار میکردند، نه بالعکس.
دوم، اساس بانکداری را، به صورت نهایت منسجم گذاشت، و یک کادری بانکدار افغانستان تربیه شد، که بعد از آن، د افغانستان بانک را هم اینها اداره کردند، و بعد از آن وقتیکه تعداد بانک ها زیادتر شد، متاسفانه به موفقیت نرسید، اکثریت مطلق از اینها است.
سوم، یک قسمت شخصیت‌های برجسته را، که بعداً ظهور کردند، به پول بانک ملی بیرون روان کرد. در جمله افرادی که برای اقای زابلی کار می کردند، اقای نور محمد ترکی بود، طور مثال، که مسؤلیت اعمار خانه اقای زابلی را، که در دارلاامان است و فعلاً مقر وزارت انکشاف و دهات است، به عهده داشت. و شخصیت های عمده ییکه در جرمنی فرستاده شده بودند، و این افرادی بودند که اعلیحضرت امان الله خان اینها را فرستاده بود، تمام از اینها جذب شدند. در این بخش، اقای زابلی واقعاً تهذاب‌گذار بود. تمرکز از این راجع به ایجاد سرمایه بشری، حتی در وصیت نامه اش هم شامل است.
داود جنبش: په دغه وصیت نامه کې داسې څه لیدلی شوو چې د ده د شخصیت داسې یو اړخ چې تراوسه پرې نه یوو غږېدلي، روښانه شي؟ او زما اټکل به دا وي چې دا به یې حتماً د ژوندانه په وروستیو کې چمتو کړی وي.
دوکتور غني: تقربیاً ۱۰۳ کلن و چې حق ته ورسېده، او په امریکې کې بریالی و، لوی جایداد یې درلود. یوه عمده جزیرې کې د ماسوچوسیت او اریزونا کې اوسېده. د دې منځ کې یې تگ راتگ یې درلود. په دوامداره توگه یې تر آخره پورې لیکنې کولې. لیکنو نه یې زه ځکه خبر یم، چې د دې آخري مېرمنه استریايي وه، او یو وار افغانستان ته راغلله. زه هغه وخت حکومت کې نه وم، څو شپې یې موږ کره تېرې کړلې، ځکه چې غوښتل یې، چې د ده د وصیت‌نامې تعقیب وکړي او د ده یاداشتونه یې ما سره شریک کړل. دی یو وار راغی چې د اساسي قانون په دوران کې و، د اعلیحضرت په دوران کې، پس د داود خان له استعفی نه اساسي قانون ترتیبېده، دی راغی، اما نظریات یې ونه منل شول، نو بېرته لاړ. څو برخې د ده د وصیت نامې باندې به زه ذکر وکړم، چې دا معلومه شي درته او وطنوالو ته هم معلومه شي:
لومړی، د ده وصیت نامې کې دا دي، که د ده له لمسیانو نه او یا لمسۍ، څوک غواړي چې د ده میراث کې برخه ولري، باید افغانستان ته لاړ شي، او هغو شرایطو باندې ژوند وکړي په افغانستان کې، چې نور باعزته افغانان په کې ژوند کوي، اما تجملي ژوند باید ونه لري.
دویمه برخه یې دا ده، ځکه چې بشري پانگې باندې راځو، چې د ده وصیت دا و، چې ډېره برخه د ده پانگه، باید کابل پوهنتون باندې ولگېږي او د کابل پوهنتون د ودې لپاره مصرف شي. نو وختې چې ما وصیت‌نامه پیدا کړه، زه د کابل پوهنتون رئیس وم، ما وزارت خارجه ته ولیکل، اما له بدې مرغې نه، هغه خوا تعقیب نه شو، ځکه چې دا ترتیبات یې بدل شوي وو، نو هغه پانگه په لاس رانغلله. اما د ده روحیه ښیي، چې څومره وطن باندې مینه درلودله، او غوښتل یې، چې دا بشري پانگه، په هغه توگه منځته راشي، چې افغانستان وکړی شي، خپل راتلونکی [جوړ کړي].
دې برخې کې د پيټر فرانک، چې مخکې مې ذکر وکړ، چې د ده مشاور و، او پس ته یې یوه لیکنه وکړله؛ مهمه ده. پيټر فرانک وایي: چې د ظرفیت ستونزه په دولت کې و، اما نه د زابلي په مؤسساتو کې، او د سرمایه دارې طبقې په فعالیتو کې؛ ځکه کې دوی واقعاً تمرکز راوړی و او حساب و کتاب یې ډېر برابر و. د مثال په توگه، ټولو مامورینو د ملي بانک او د هغه مرتبط شرکتونو، صحي بیمه درلوده، او په عین حال کې دوی ته کورونه جوړ شول. دا ساحه د سرای غزني چې ورته یې ویل، سلها کوره دلته جوړ شول، چې پس ته ورکړل شول مامورینو ته، د کورو په حیث باندې. هر ځای کې چې د شرکتونه جوړ کړل، د کورونو ترتیب یې ونیوه. انسجام ده دې او دا اتحادیې چې تشکیل شولې، دوی منځ کې وضاحت و، چې څه چې دوی تولیدوي چې که پنبه وه، که د قره قل پوستکی او دا و... واضح قیمتونه واضح وو او منځ کې یې معلومدار ملي بانک ډېره گټه کوله، اما گټه یې دا نه وه چې یوازې له دوی نه یې گټل، گټه یې ځکه کوله چې منځ کې، چې نور ملکونه او نور افراد موجو وو، هغه یې لرې کړل، دا د ده ځای ونیوه او ترتیب یې برابر کړ.
داود جنبش: ډېره مننه، فکر کوم د مجید خان زابلي په ونډه او په نږدې تېر کې د افغانستان د صادراتو او سوداگرۍ په سابقه لږ څه مفصل وغږېدو. اوس به راشو نورو مسئلو ته. لومړی، که واردات دا اوس د دغه بحث لپاره له پام وغورځوو، صادراتي کېدل چې زموږه اصلي موضوع ده، او تجارت باید یو د بل معادل ونه بلل شي که څنگه؟
دوکتور غني: تجارت په ځانگړي برخې کې ډېر اوږد تاریخ لري، اما تجارت پانگه نه ده، پيسې دي. پانگه په دې بدلېږي چې پانگه څنگه نوره پانگه تولیدوي؟ او کار څنگه ایجادوي؟ وده څنگه ایجادوي؟ یو ملک کې څنگه بدلون راوړي؟ د دې لپاره، مهمه ده چې په دې پوه شوو، چې پخوا تولید باندې ترکیز و او خیال یې کاوه چې بازار خود په خوده جوړېږي. نن بالعکس ده، جناب جنبش صاحب او تاسې او اورېدونکو! تر څې لومړی بازار باندې پوه نشئ، چې کوم بازار مو په نظر کې دی؟ هغه بازار څه غواړي؟ او څنگه کیفیت غواړي؟ او په څه اساس یې غواړي؟ او څنگه قیمت برابروي؟ او ځان هغه ته برابر نه کړئ؛ نه جوړېږي.
تېر کابل ځینې مواد د خدای په فضل، په هرات او نورو ولایاتو کې ډېر ښه وو، اما قطعاً بازار ورته نه شته. همدارنگه جلغوزي ته وگورئ، جلغوزي بدل شوي وو چې د افغانستان په لوی‌ترین صادارتو باندې بدل شي؛ اما څه چې زه اورم، اوس بوجۍ پراته دي، بېرته په قاچاق باندې بدلېږي. جلغوزي یې ډېر یو ژوندی مثال و. که بین‌المللي احصائیو ته مو کتل، د افغانستان نوم په کې نه و، کوم ممالک یې ډېر اخلي؟ د مثال په توگه، چین او جرمني، دې کې ډېر ستر بارز رول لري. چین له پاکستان نه اخیستل او بیا، نوره پانگه یې پرې اچوله، پاکولو او دې کې... جرمني ته یې صادرول چې لوی‌ترین وارد کوونکی دی، اما چې لیدل مو، په حقیقت کې یوه ډېره برخه، چې د پاکستان د جلغوزیو په نامه تلل، د افغانستان نه وو. دا چې موږ وگرځاوه او چین ته مو مستقیم صادرات شروع کړل، یو واري یو عظیم بدلون راغی، او پس له هغه نه، مو هدف دا و چې دا مستقیم جرمني ته ورسوو. قاچاق هم تجارت دی، دا نه ده چې پیسې نه [په کې] پېدا کېږي، اما دا په دې نه بدلېږي چې، د خلکو په ژوند کې، یوه تگلاره راشي چې وده وگورئ، دا لکه یو ځنځير دی. چټل ځنځیر یو رقم دی. یو ډېر خوندور ځنځیر دا دی، چې هره برخه، هره کړۍ د ځنځیر، په کار، بشري پانگې په ایجاد کې، د پیسو په پیدا کولو کې، او د خلکو د ژوند په تغییر کې راشي. ځکه هر څومره چې دا ځنځير کړۍ یې د اهمیت وړ شي، او د یوه مملکت په منځ کې، ورباندې پانگه واچول شي، تر هماغه اندازه وده راځي.
ما همیشه ویل چې، د اقتصادي ادارو ارزونه ډېره آسانه ده، اما ډېره گرانه. آسانه په دې ده، چې باید د ولس جیب ته وگورئ. که د ولس جیب ډکېږي، بریالي یئ، اما که د ولس جیب نه ډکېږي ټول نور عارضي دي. اداره یوازې او یوازې دا هدف لري، چې د خلکو خدمت وکړي. دغه لپاره ده چې، وختې چې منظم صادرات ډېرېږي، هر ډالر د صادراتو، کم له کم تر شل ډالرو د بین‌المللي مرستو ارزښت لري، ځکه تل پاتې دي. او بیا ‌ډېرتره خوندور کېږي، ډېرتره پراخېږي. زموږ فاجعه دا وه، چې دغه طریقه چې زابلي صاحب شروع کړې وه، او بیا ما ورته وده ورکړه دواړه وارې، اوس درېدلي دي. اما هیله‌من یم چې د دې په ارزښت باندې وطنوال پوه شي، ځکه چې بې له هغه نه، همیشه به صدقې باندې درېدلي اوسئ. تاسې فکر وکړئ که نن دوه میلیاردو صادراتو ته رسېدلي وی، نو دومره خلک به د ملگرو ملتونو صدقې ته درېدلي وی، چې یو قاب لوبیا ورکړي؟ دغه یې توپېر دی!
داود جنبش: یک کشور به نظر شما، چگونه به این نتیجه میرسد، که توان از این را دارد، که قدرت صادراتی شود؟ در همین نیم قرن گذشته، پیش چشم من، کشورهای بسیار فقیر از راه تجارت و صادرات، به ثروت های عظیمی دست یافتند، چطور؟
دوکتور غنی: عمده ترین مثال در جهان، بعد از جنگ دوم، شروع از جاپان میشود. روزی که جنگ دوم جهانی خاتمه یافت - و معلومدار می فهمید به حیث یک فاجعه بزرگ بشری، که هیچوقت تاریخ بشری آن را فراموش نه خواهد کرد- توسط بمب اتوم در جاپان ختم شد. دو شهر جاپان در چند دقیقه به خاکستر بدل شد، اما جاپانی ها بعد از ختم [جنگ] جهانی، فوراً شروع کردند و خوشبختی شان در این بود، که امریکا به این فیصله رسید، که در دوران جنگ سردی که شروع شده بود با اتحاد شوروی، جاپان باید دارای یک اقتصاد قوی، یک دولت قوی باشد. زمینه صادراتی شدن جاپان را، در حقیقت امریکا فراهم کرد. این در دوران اشغال جاپان، از طرف امریکا بود، که جاپان را قانون اساسی داد، که هنوز هم قانون اساسی جاپان است، و شرکت های بزرگی جاپانی را لغو نکرد. این ها دوباره خود را زنده کردند، که هنوز هم به یاد من است، که وقتی که می گفتید ساخت جاپان، مردم خنده میکردند. و یک تبصره وزیر خارجه امریکا اقای دالس موجود است، که گفته بود: ها معلومدار چیزهای دیگر را ما برای تان زمینه را فراهم میکنیم، اما جاپان قادر به این نخواهد شد، در عمر، که موتری را ایجاد کند که یک امریکایی ان را به خوشی خود بخرد. اما دیدید که جاپان یک تغییر بسیار بزرگ آورد، و در یک مرحله ای بود، که به حیث رقیب عمده اقتصادی امریکا شمرده میشد. کشور های دیگری که از این الهام گرفتند، در مرحله اول سنگاپور بود. سنگاپور را که جز فدراسیون مالیزیا بود، اخراج اش کردند و سنگاپور هیچ چیز نداشت. می فهمید که سنگاپور حتی آب آشامیدنی کافی ندارد، آب آشامیدنی خود را هم وارد میکند. اما یک صدراعظم داشت بنام (لی کوان یوو)، که چند دهه صدراعظم بود و هنوز پسرش صدراعظم است، در مابین یک دو شخصیت صدر اعظم بود. و سنگاپور خود را عیار کرد که به یک کشور عمده صادراتی بدل شود. امروز یکی از غني‌ترین کشور های دنیا است. بعد از آن کوریایی جنوبی بود. نام شرکت سامسنگ را همیشه شنیدید. کسیکه اساس این شرکت را گذاشت، قبل از رئیس جمهور پارک، تاجر ماهی بود. در این کشور ها و بعد از آن در مالیزیا عین چیز را می بینید. یک نظام سرمایه گذارییکه تمرکز خاص به صادراتی شدن را دارد، ایجاد آمد؛ اما مهمترین تغییر، بعد از آن در چین آمد، چون اقتصاد چین در سالهای زعامت مائو تسه‌تونگ، تمام تمرکزش به خود کفایی داشت، و دوری از مارکیت بین‌المللی. وقتیکه جیائوپینگ زعامت چین را به عهده گرفت، اول به تدریج، و باز با ترکیز بسیار خاص، صادراتی شدن را مطرح کرد، و سرمایه گذاری را. و این است، که امروز چین به بزرگترین کشور صادر کننده دنیا بدل شد. بنابر این آسیا شرقی مثال های بسیار زنده دارد. در ممالک مسلمان، از یک طرف تجربه بسیار عمده مالیزیا است، که صدراعظم سابق اش اقای مهاتیر طرح بیست، بیست را به وجود آورد. اکثر مردم فکر میکنند که هدف اش ۲۰۲۰ بود. نخیر! آن داکتر چشم بود و میخواست دید را بگوید، که دید چشم بیست، بیست داشته باشد، پلانگذاری بسیار منظم. بعد از آن ترکیه است، که باز هم به یک کشور صادراتی بسیار بزرگ، در دوران صدارت و بعد از آن رئیس جمهوری اقای اردوغان بدل شد. اندنیزیا فعلاً؛ امارات که هنوز هم یکی از عمده ترین کشورهای صادراتی است، تنها از نگاهی تیل نیست؛ و امروز تغییر هند را می بینید. هند به حیث قدرت عمده جهان، باز هم از خاطر این بروز کرده، که یک اقتصاد بزرگ صادراتی را ایجاد کرد. در حالی که در سالهای ۶۰ فیصدی رشد اش از پاکستان کرده کمتر بود، و سالها در یک برزخ بود، اما امروز به سرعت بسیار زیاد حرکت میکند.
داود جنبش: د دې ودې او پرمختگ راز په څه کې دی؟ څنگه دغه ځای ته ورسېدل؟
دوکتور غني: لومړۍ برخه دا ده، چې دولت او سرمایه‌داره طبقه په یوې واحدې طرحې کې راغلل. نورو ځایونو کې، خاصتاً افغانستان کې، همېشه پانگې ته د غلا په حیث کتل شوي. پانگه ډېره برخه کې مشروعیت نه لري. نو هر څوک چې پانگوالو ته گوري، فکر کوي چې دا غلا ده. دویم یې دغه ذهنیت دی. درېمه برخه یې دا ده، چې پس له نړیوالې جگړې نه، ډېرو هغو ممالکو چې خپل استقلال یا آزادي یې نوې گټلې وه، یا دا وه... ټولو په دې باندې ترکیز درلود چې فکر کوئ چې پلانگذاري اساسي ده او خصوصي پانگه کافي نه ده. د دولت په نقش باندې، ډېر ټینگار راغی، اما دغه تعادل، چې دولت بې له دې نه، چې سرمایه داره شرکتونه وي، او لوی قشر یا طبقه ایجاد شي؛ پرمختگ نشي کولای. لوی‌ترین مثال یې خپله اتحاد شوروي دی. اتومي قدرت، دویم لوی قدرت د نړۍ، تاسې هلته ژوند کړی، دوکتورا مو اخیستې ده. د ریاضي، فزیک یا دې نورو مواردو کې یې بې‌ساري پرمختگ درلود، او اتومي بمب یې ایجاد کړ، نور یې څه وکړل؛ اما څه وشول؟ علم د خلکو د اقتصادي ودې په خدمت کې رانغی. ټول ترکیز یې نظامي تولید لپاره و، او پسته چې بحران راغی رقابت باندې، اقتصاد ونړېده. نو د دولت رول یا نقش هم ډېر مهم دی، هم حدود یې باید واضح وي. که بې‌حده دولت مداخله وکړي، دا په فساد یا په رکود باندې برابرېږي. له بلې مخې نه، که دولت حامي نه وي او شریک ځان ونه گڼي، او دې ته ونه گوري، چې په ودې کې د خلکو د پرمختگ لاره ده، او د وظایفو تفکیک دی، او د قانون حاکمیت، امنیت او انساني پانگې په ودې کې، په واضح توگه خصوصي سکتور سره مشارکت ایجاد نه کړي؛ بیا هم پرمختگ نه راځي. دغو هیوادونو وکړی شوو، چې دغه فورمول ته ورسېږي په دوامداره توگه. او بل، یو وارې چې دوی پیل وکړ، شاتگ یې نه درلود. یعنې د مثال په توگه، زابلي صاحب ته خدای ډېر لوی عمر ورکړ، مگر که تاسې فکر وکړئ، څلوېښت کاله نور، دی په افغانستان کې وای او په هماغه قوت چې د ده کوریایي همزمان خلک، یا جاپان یا نور ودې ته دوام ورکړ، او ویې کړی شول چې خپل شرکتونه په بین‌المللي شرکتونو باندې بدل کړي، شاید دی په دې باندې بریالی شوی وای چې نن، په نړیوالې سطحې باندې، افغانستان ته شرکتونه په میراث کې پرېښي وای. اما عقدې، تنگ نظري او معلومدار اعتراضات چې یوه برخه یې معقول وو [د دې بهیر مخه ونیوله]. زموږ ستونزه په دې کې ده همیشه، چې شاهي کورنۍ، زموږمتخصصین او د لوستي خلک او سرمایه دار قشر، په یو خط کې نه وو. او نن بیا هم، گاونډي هیوادو کې هم، له بدې مرغې نه دا گورئ، چې دغه ترتیب منځته نه دی راغلی، او ځکه سره له دې، چې ځینو یې زښت ډېر امکانات درلودل، هغه وده چې امکان وه، منځته رانغله او بالعکس، هغه نورو هیوادونو کې، ځیني مسلمانو هیوادو نه مې ځکه ذکر کړل، چې دا په دې باندې نه ده تړلې، چې مسلمانانو کې کومه ستونزه ده، بنیادي ستونزه په دې کې ده چې څنگه تعادل، حدود او همغږي منځته راځي.
داود جنبش: ډېره مننه استاده، د تجارت بحث هم ډېر اوږد دی. د دې لومړۍ برخې په پای کې غواړم ستاسې داسې مشخصه ارزونه ولرم. تاسې به ظرفیتونه مخکې هم ارزولي وي، اوس هم به پرې کار کوئ، ایا فکر کوئ په عینی ډول، داسې صادقانه یې چې ووایو، افغانستان دا وړتیا لري چې د ختیځې آسیا د ودې دغه موډل چې دلته پرې وغږېدو، تعقیب کړي، له فقر نه ووځي او منلی پرمختللی هیواد شي؟
دوکتور غني: بې له دې نه بل اختیار نه لرئ. یو بل باید ومنئ، یو نظام باندې، هر اړخیز نظام باندې، چې سیاسي مشروعیت لري، اقتصادي مشروعیت لري، فرهنگي مشروعیت لري او منطقوي او بین‌المللي مشروعیت لري؛ باندې [نتیجې ته] ورسېږئ. انتخاب ډېر واضح دی جناب جنبش صاحب او اورېدونکو! غواړئ په دوامداره، په ازلي توگه ځان بېوزلي او مظلوم او دردمن ومنئ؟ یا دا چې تېر باندې بریالي کېږئ؟ اوس، کافي نړیوالې تجربې موجودې دي، چې درښیي چې کومه لاره بریالیتوب ته رسېږي، کومې لارې کې یا برزخ کې بند پاتې کېږئ، یا خدای ناکرده په دې دنیا کې په دوزخ کې ځان اچوئ. لارې معلومې دي او بې له دې نه، چې له دغو نه درس واخلئ بله لار نشته.
بله خبره هم ډېره واضح باید وي. هغه مملکتونه چې په ځان ټپ درېدلي دي، هره ورځ لا اقدامات چې باید په راتلونکي واخلي، دروند کېږي. هر څوک چې، په ځای درېدلی دی، تله یې سپکه شي، هغه بله خوا درنه شي او بوج په راتلونکو نسلونو باندې ډېروئ. بالعکس، که غواړئ چې تاریخ کې یو نوم پرېږدئ، چې راتلونکي نسلونه درته دعا وکړي، خبره دا ده چې یوې موافقې ته ورسېږئ او ترتیب ته ورسېږئ چې تگلاره دغه ده.
او بیا هم راځم، د افغانستان ۳۰۰ مې کالیزې کې څه رقم افغانستان غواړو؟ یو سرلوړی افغانستان، چې هر افغان ژوند ولري، لینونو باندې درېدلی نه وي چې له وطن نه ووځي، او ان‌شاءالله تعالی په هغه وخت کې که دویم یا درېیم نسل چې باندې د افغانستان نه دي- لکه چې چین ته بېرته لاړل، ایرلند ته بېرته لاړل، نورو هیوادو ته بېرته لاړل، هند ته بېرته روان دي- بېرته لاړ شي؛ امکان یې شته، منطق یې شته.
ظرفیت خوېندو او ورونو، په عملي کار کې پیدا کېږي. ظرفیت د کاغذ له مخې نه، نه پیدا کېږي، او یا په باټو باندې. عملاً که طرحې واضح کړئ او مشخصې او واضح وي، نو ضرور ده چې انتخاب وکړو. او منفي عوامل او منفي امنیت، په تلپاتي مثبت ملي وحدت، ملي گټو او مثبت بشري امنیت باندې بدل کړو.
داودجنبش: بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی. البته این بحث تجارت هم وسیع است. قسمت اول را در همینجا به پایان میبرم؛ ولی در بخش دوم ان‌شاءالله مناسبات تجاری و اقتصادی خود را با همسایه های دور و نزدیک، منطقه، آسیا و جهان بررسي خواهیم کرد. کور مو ودان. تاسې او گرانو اورېدونکو سره په هم دې ځای خدای په اماني کوم، تر بیا.
دوکتور غني: مننه له تاسې نه، تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.