ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

له ګډ تاریخ تر ګډ راتلونکي: د ثبات، ډیموکراسۍ او پراختیا لپاره د افغانستان او هندوستان شراکت

له ګډ تاریخ تر ګډ راتلونکي: د ثبات، ډیموکراسۍ او پراختیا لپاره د افغانستان او هندوستان شراکت

(د هندوستان له لومړي وزیر نرندرا مودي سره د افغانستان د پارلمان ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وینا) 

مهم ټکي:

  • د افغانستان او هندوستان تاریخي دوستی: پېړۍ پېړۍ لرغونې کلتوري او سیاسي اړیکې.
  • ډیموکراسي او بنسټونه: پارلمان د حکومتولۍ او دوه اړخیز شراکت د سمبول په توګه.
  • د هندوستان پراختیایي ملاتړ: زیربناوې، انرژي (د سلیمې بند)، سړکونه او د ظرفیت لوړونه.
  • امنیتي همکاري: له افغان ځواکونو ملاتړ، د Mi-35 هیلیکوپترو په ګډون.
  • ښوونه او روزنه او بشري پانګه: تحصیلي بورسونه او پر افغان ځوانانو پانګونه.
  • د ترهګرۍ ضد مبارزه: د هر ډول ترهګرۍ ردول او د سیمه ییزې همکارۍ غوښتنه.
  • په عزت سره سوله: تلپاتې سوله چې د ملي حاکمیت او حقونو درناوی پکې وي.
  • ملي حاکمیت او د برخلیک ټاکلو حق: د افغانستان خپلواکي د معاملې وړ نه ده.
  • سیمه ییز اتصال او اقتصاد: افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت د مرکز په توګه (چابهار او سوداګریز دهلیزونه).
  • ګډه راتلونکې: د ثبات او ودې لپاره له هندوستان سره اوږدمهاله شراکت.

 

۴ مرغومی ۱۳۹۴

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآب نارندرا مودی صدراعظم هندوستان، جلالتمآبان داکتر صاحب عبدالله، دانش صاحب، کرزی صاحب، رئیس صاحب ستره محکمه، نمایندگان محترم ولسی‌جرگه و مشرانو‌جرگه، اعضای محترم کابینه، رهبرهای جهادی، شخصیت‌های امنیتی و دفاعی ما، خواهرها و برادرها، السلام علیکم و رحمت‌الله و برکاته.​

جلالتمآب مودی! شما برای افغانستان بیگانه نیستید؛ ما کسی را بیگانه می‌گوییم که ما را نشناسد، به ما علاقه نداشته و از درد ما خبر نباشد؛ شما دوست دوامدار افغانستان هستید! به نمایندگی ملت و دولت افغانستان از علاقه دوامدار و توجه خاص شما، من ابراز تشکر می‌کنم و شما را خوش‌آمدید می‌گویم.​

هر کسی که رئیس‌جمهور افغانستان باشد، دوستی افغانستان و هندوستان دوامدار خواهد بود، چون اساس این دوستی را منافع مشترک دو دولت و علایق عمیق و وسیع دو ملت تشکیل داده است. علاقه و آگاهی ما از همدیگر نو نیست، کدام دو مملکت هستند که می‌توانند به سه هزار و چهار هزار سال تاریخ مشترک اشاره کنند؟! تاریخی که دوام سه هزار و چهار هزار سال دارد، هزارها سال دیگر دوام خواهد کرد. کتیبه آشوکا در کندهار بود و در طول راه - و شیرشاه سوری فرزند بهار نماینده واقعی تفکر افغانی است - در پنج سال اساس گذاشت که صدها سال دیگر شاهراه عمومی را ایجاد کرد، اگر زایرین بودایی آمدند و بامیان را ساختند، طروق صوفیه نیز از چشت شریف به [ایالت] آگره رسیدند. رفت و آمد ما همیشه متقابل بوده همیشه به یکدیگر اعتبار و اعتماد داشتیم. قرن ۱۹، قرنی بود که بر اساس پروژه‌های استعماری ما از همدیگر جدا شدیم. اما به یاد داشته باشید که شکست اول انگلیس در افغانستان موجب کلان‌ترین حرکت آزادی‌خواهی در سال ۱۸۵۷ (م.) در هندوستان شد و شکست دوم انگلیس اساس نهضت آزادی‌خواهی هندوستان را دوباره گذاشت.​

چیزی که ما با هم ثابت کردیم این است که هیچ وقت تسلیم زور نخواهیم شد. هندوستانی‌ها همیشه به قلب ما آمده‌اند، کسانی دیگری که با نیت شوم آمدند، افغانستان گورشان بوده است. امروز سمبول‌های نو همکاری داریم، بچه‌ها و دخترهای افغان از سچین تندولکار، از نریندستوی و از مسدونی [ورزشکاران کرکت] یاد می‌کنند، تیم‌های کرکت ما، روزانه مناسبات نو ما را (از متن) فرهنگ قدیم ما زنده می‌سازند.​

نکته دیگری که قابل یادآوری است، این که نسل من با شخصیت‌های دیگر مثل ابوالکلام آزاد، گاندی و نیرو به حیث متفکرین جهانی سر و کار داشت. موفقیت بزرگ هند این است که برخلاف ممالک دیگر، دموکراسی را پایدار ساخت، من فکر می‌کنم که هندوستان از ممالک بسیار کمی است که هیچ جنرالش خود را به سیاست کاندیدا نکرده و این افتخار بزرگ ملت هندوستان است.

امروز، زه غواړم چې خاصتاً له تاسې نه مننه وکړم، ځکه د دې تالار جوړول د دې علامه ده چې د دنیا لویه دیموکراسي د افغانستان دیموکراسي ته لاس ورکوي. د مشرانو جرګې رئیس صاحب د دې مجلس نه مخکې یوه خبره وکړه چې زه به یې تکرار کړم. هغوی په خپله مننه کې محترم صدر اعظم صاحب ته وویل چې دا د ولس کور دی، د ولس وګړي به د افغانستان له هر ګوټ نه دلته راځي او په دې تالار کې به د افغانستان په راتلونکي غږېږي. جناب ابراهیمي صاحب وویل د افغانستان د قانون د حاکمیت بحث به کېږي او په هر بحث کې به د ولس د محترمو استازو او د مشرانو جرګې سناتور صاحبانو همېشه دا په یاد وي چې دا د هندوستان مرسته وه چې دا معظمه ماڼۍ یې ولس ته تسلیم کړه. نو د ولس او د ولس د استازو په استازیتوب زه ستاسې نه او د هندوستان د معظم ملت او دولت نه مننه کوم، کور مو ودان!

په عین حال کې غواړم مبارکي درته ووایم چې نن د هندوستان لوی اتل ۹۰ کلنۍ ته رسېږي، زه پوهېږم چې تاسې به له افغانستان نه راساً د ده سالګرې ته ځئ، د جلالتمآب کرزي او د ټولو استازو او د ولس په نمایندګۍ ورته مبارکي ووایئ!

وایه اتل صاحب اوس زموږ په زړونو کې هم اتل یې او دا تالار به ستا د اتلولۍ ځای وي!

کمک هندوستان به افغانستان همه‌جانبه بوده، اگر فهرست بگیریم دِیر وقت به تیر شی، نو زه به تنها د څو عمده شیانو یادونه وکړم، له اویا کالو راهیسې موږ په دې نه وو بریالي شوي چې بیا خپل برق تولید کړو. د هندوستان د مرستې په برکت به راتلونکی کال په چشت شریف کې د افغانستان او هندوستان د دوستي د ۴۲ میگا واټه برق بند کار پیل کړو. طریقه مو دا ده چې له دې بند تر هرات ښار پورې چې په لاره کوم کلي دي، ټول به له دې برق نه ګټه واخلي. د دې ۵ ولسوالیو له ۸۵ نه تر ۹۵ فیصده خلک به په ورځنۍ توګه وایي چې د دوی په کورونو، فابریکو او کاروبارونو کې برق شته او دا د دوستي علامه ده، ځکه چې برق خپله رڼا ده.

نن د ځینو نورو ګاونډیو ښارونو برخلاف په کابل کې دوامدار برق شته، اما هیله ده ټول وطنیال په دې پوه شي چې په هندوکش غره د هندوستان په مرسته مزي تېر شوي. دا تجربه له دوی سره وه او هغه سبب سټېشنونه چې جوړ شوي دي د دوی په مرسته دي، بیا هم د کابل د خلکو او د ټول افغانستان د خلکو په استازیتوب ستاسې نه مننه.​

امروز هندوستان یک قدم بزرگ دیگر در امنیت افغانستان برمی‌دارد. سه هلیکوپتر ام۳۵ به حیث کمک دولت به دولت، امروز به افغانستان تسلیم داده می‌شود. دولت هندوستان تنها در قسمت امنیت افغانستان حرف نمی‌زند. عملاً ثابت می‌کند که شریک دولت است، نه شریک حلقه‌های ضد دولت.​

و بخشی که مناسبات ما را به صورت دوامدار توسعه می‌دهد، معلوم است که سرمایه‌گذاری و کمک‌های هندوستان در سرمایه بشری ما است. هر افغان که در هندوستان درس خوانده، یک سفیر متقابلی بین افغانستان و هندوستان است. [خطاب به هیئت هندی:] ما خاصتاً تشکر می‌کنیم که امروز در پهلوی اهدای هلیکوپترهای شما، پنجصد سکالرشیپ را برای بازماندگان خانواده‌های شهدای اردو، پولیس و امنیت ما اهدا کردید.​

د افغانستان آزادي د چا هدیه نه ده. د افغانستان آزادي د افغانستان د شهداو د وینې محصول دی او نن زه بیا غواړم چې د افغانستان امنیتي او دفاعي قواوو نه د زړه له کومې مننه وکړم چې زموږ د دښمنانو پروژې یې له منځه یوړلې.​

امسال، سال سخت و دشوار بود. قوای امنیتی و دفاعی ما روزانه قربانی داده. چرا؟ چون سر آینده این خاک باور داریم و حس وطن‌پرستی در تار و پود ما است. آرزوی ما این است که مرکز همکاری منطقه‌یی و چهارراه آسیا باشیم. مشکل ما دیدگاه فرسوده گذشته است که فکر می‌کنند ما ساحه جنگ نیابتی و یا زیر سایه دولت دیگری می‌توانیم باشیم. تا یک افغان جان داشته باشد، استقلال افغانستان حفظ خواهد شد. اساس همکاری ما، استقلال و حق خودارادیت کامل افغانستان، احترام کامل به قانون اساسی افغانستان و همکاری با دولت مشروع منتخب حکومت وحدت ملی ما است. این اصولی است که ما از آن نمی‌توانیم عدول کنیم و این اصولی است که برای آن ما روزانه در سنگر قربانی می‌دهیم. حقوق زنان افغانستان قابل معامله نیست.​

سوله د دې ولس غوښتنه ده، موږ ټول د سولې تږي یوو، اما با عزته سوله، دوامداره سوله او اصولي سوله چې سوله د مرگ مور نه وي، بلکې د ژوند مور وي او اساسي وي. په دې جهت باندې ضروره ده څو موږ پوه شوو چې دا جنگ د تروریستانو جنگ دی.​

نکته اصلی این است که جنگ باید تعریف شود. بُعد اول جنگ حرکت‌های تروریستی منطقه‌یی است. اینها نه تنها افغانستان، بلکه تمامی منطقه و دنیا را با خطر مواجه می‌کنند. ما از همکاران بین‌المللی خود ابراز امتنان می‌کنیم و جلالتمآب صدراعظم هندوستان! از نقش دوامدارتان برای قناعت دادن رهبران دنیا در تمام مجالس عمده بین‌المللی (به نفع افغانستان) ابراز امتنان می‌کنیم.​

شما همیشه بالای این اصل تأکید نمودید که در حالی که افغان‌ها آماده هستند از خاک خود دفاع کنند، ضرورت تداوم همکاری‌های امنیتی و اقتصادی، به نفع دنیا، منطقه و ما است. از اعتماد و اعتبارتان بالای آینده افغانستان، از صمیم قلب امتنان داریم.​

کسانی که در افغانستان شدیدترین جنگ را انجام می‌دهند، افغان نیستند و ما افتخار داریم که افغان‌ها در ممالک دیگر به حیث تروریست صادر نشدند و نمی‌شوند. ما ختم صادرات تروریستان به مملکت خود را می‌خواهیم و ایجاد یک چارچوب بین‌المللی و منطقه‌یی را که بر اساس آن همه مسوولیت مشترک خود را درک کنند. در قرن ۲۱ با چارچوب امکانات وسیعی که وجود دارد، دادن پناهگاه، تعلیمات و تربیه کردن عناصر انتحاری، نباید جزئی از داد و گرفت بین‌المللی باشد و از این جهت ضرور است که ما همکاری منطقه‌یی را در قسمت مبارزه به تروریزم وسعت بدهیم.​

یو ټکی دې واضح وي چې ښه او بد تروریستان نشته، یوازې تروریستان دي او دا اراده غواړي او اراده ضروره ده، هیله ده چې د افغان ولس اراده ثابته شوې وي او په عین حال کې زموږ د شریکانو هم.​

بخش دیگر این است که افغانستان عملاً به چهارراه آسیا مبدل شود. ما از پروگرامی که هندوستان در ولایت نیمروز ایجاد کرد و سرک را با قربانی‌های زیاد انجنیران هندوستان، ساخت، صمیمانه ابراز امتنان می‌کنیم. امروز سومین منبع عاید گمرکی ما، از زرنج می‌آید. بناءً تأکید ما بالای پروژه چابهار و ایجاد همکاری منطقه‌یی، قدم دیگری است که در این بخش برداشته می‌شود.​

سرمایه‌گذاری هندوستان در افغانستان می‌تواند موجب رفاه منطقه، هندوستان و افغانستان شود. در بحثی که با جلالتمآب مودی داشتم، تأکید کردم که چارچوب سرمایه‌گذاری وسیعی را بر اساس معیارهای بسیار واضح به وجود بیاوریم تا مردم افغانستان واقعاً لذت رفاه را ببینند.​

مودي صاحب، تاسې د شېر خان یادونه وکړه، زه غواړم چې د ټاګور یادونه وکړم. زه د بنګال په یو لرې کلي کې وم. په جهانی بانک کې وم. چا باور نه کاوه چې افغان دی، ځکه چې پاسپورټونه مو بین‌المللي وو، نو چا را نه پوښتنه وکړه چې ته رښتیا افغان یي؟ ما ورته وویل چې هو افغان یم. ویل یې چې په پښتو پوهېږې که نه؟ ما وویل چې هو په پښتو پوهېږم. نیم ساعت وروسته دوه نفره له پکتیکا نه راغلل چې تاسې غوندې یې لونګۍ په سر وې او راسره په پښتو وغږېدل او ویې ویل چې پښتو باندې پوهېږې او که نه؟ ما ورته وویل چې په پښتو پوهېږم. ما ته یې وویل چې په کلي باندې پوهېږې او کنه؟ په قومونو باندې پوهېږې او که نه؟ کله مې چې ورته وویل چې سلیمانخېل پېژنم بیا یې یقین وشو چې افغان یم..​

نو ټاګور په کابلي والا داستان کې موږ ته یو عزت، اعتبار او یو حیثیت راکړی چې د یو افغان د واقعي کریکټر استازیتوب کوي. په دې قصه کې شېرخان په اتفاقي توګه یو څوک وواژه. د ده پور یې نه ورکاوه، قاضي ورنه پوښتنه وکړه چې څه دې وکړل؟ وکیل د دعوا ورته وویل چې څه مې نه دي کړي. ده وویل چې نه! زه افغان یم او دروغ نه وایم..​

جلالتمآب صدراعظم د هندوستان زموږ او ستاسې په مناسباتو او اړیکو کې به دروغ نه وي، یوازې رښتیا به وي او دا رښتیا له زړه نه راغلې، ځکه چې موږ او تاسې شریکان یوو چې په دې منطقه کې واقعي سوله او ثبات راشي. هغه سوله او ثبات چې د ټولو په ګټه ده. افغانستان له هېچا سره دښمني نه لري، موږ دوستي غواړو. مګر خپل دوستان ښه پېژنو او قدر یې کوو..​

مننه، کور مو ودان چې تشریف مو راوړ او مخصوصاً چې دغه تالار ته راغلئ چې د افغانستان د ولس د استازو او دافغانستان د مشرانو په مخکې مود دوستۍ تړون بیا ژوندی کړ..​

تل دې وي د افغانستان او هندوستان دوستي.​

 

د ښاغلي نرندار مودي د وینا پښتو ژباړه:

جلالتماب ولسمشر غني، جلالتماب اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله، د ولسي جرګې درنه رئيس او د مشرانو جرګې مشر، د دواړو جرګو درنو غړو،

اته پېړۍ وړاندې، د بلخ ولایت یو مشهور زوی، د بشري تاریخ یو له سترو شاعرانو څخه، جلال الدین رومي لیکلي وو: "خپل ټکي لوړ کړئ، نه خپل غږ. دا باران دی چې ګلونه راشنه کوي، نه تندر."

دا د دې عالي خاورې او ستر ملت حکمت دی. یوه داسې ځمکه چې پکې افسانې زېږېدلي - د شعر او ښکلا، د مېړانې او عزت، د ویاړ او سخاوت، د دوستۍ تر ټولو توده غېږه او د ازادۍ لپاره تر ټولو کلک مقاومت.

او په دې پېړۍ کې، د افغانستان مېړني ولس د خپلې راتلونکې د جوړولو لپاره د ټوپک او تاوتریخوالي پر ځای، د رایې او بحث له لارې د زړورتیا او هوډ یوه حماسه رامنځته کړه. یو هېواد چې د جرګې پر دود پخه عقیده لري، د ډیموکراسۍ لاره یې غوره کړې ده. او دا یې د داسې ننګونو پر وړاندې کړي چې یو کمزوری ملت به یې مات کړی وای. دا د هغو بې شمېره او بې نومه افغانانو په یاد کې یو درناوی دی چې خپل ژوند یې قرباني کړ او خپله راتلونکې یې نذرانه کړه.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي صاحب مشرۍ ته، چا چې ملت په حکمت او هوډ سره د ناامیدۍ له تورو ورځو څخه د هیلې راتلونکي ته رهبري کړ. ولسمشر غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله ته د دوی د لیدلوري او سیاستوالۍ لپاره چې یوازې له سترو وطنپالانو څخه پوره ده. تاسو د پارلمان غړو ته، چې د تاوتریخوالي په وړاندې مو مېړانه وکړه ترڅو د خپلو خلکو په باور په دې کور کې خپلو څوکیو ته کښېنئ.

درنو غړو، نو زه دلته د هندوستان د ۱.۲۵ میلیارده دوستانو په استازیتوب ولاړ یم، ستاسو د لاسته راوړنو په ستاینه کې، ستاسو د دوستۍ په مننه کې او ستاسو د راتلونکې په پیوستون کې. او نن زه ډېر عاجز او ویاړم چې د ولسمشر غني او د افغان پارلمان له ټولو غړو سره یوځای دا د ډیموکراسۍ نوی استوګنځی افغان ملت ته وقف کوم.

موږ نشو کولی له نن څخه بله ځانګړې ورځ غوره کړو، ځکه نن زموږ د وخت د یو تر ټولو لوړ پوړي مشر، پخواني لومړي وزیر او بهارت رتنا "شري اتل بهاري واجپايي" د زېږېدو ورځ ده. یوولس کاله وړاندې هغه د کرزي صاحب په ملګرتیا د دې پروژې خوب لیدلی و. او موږ ډېر خوښ یو چې تاسو د دې ودانۍ یو بلاک د "اتل بلاک" په نوم نومولی دی.

دا پارلمان زموږ دوه هېوادونه زموږ د مشرانو د لید، زموږ د خلکو د زیار او زموږ د خاورو د ډبرو له لارې سره نښلوي. او اتل بلاک موږ په روحاني توګه سره یوځای کوي، ځکه اتل په پښتو کې قهرمان ته وايي او په هندي کې د "کلک او ثابت قدمه" معنی لري. دا د افغانستان روحیه او زموږ د دوستۍ پیاوړتیا انځوروي.

درنو غړو، زموږ اړیکې د تاریخ په څېر لرغونې دي. د هندوکش له هسکو څوکو او د خیبر له درې څخه، راهبانو، سوداګرو او پاچاهانو موږ د پوهې، کلتور، دین او سوداګرۍ له لارې سره نښلولي یو. د تاریخ په بدلیدونکو څپو کې، داسې وختونه وو چې موږ یو وو. داسې وختونه وو چې جګړې مو ولیدلې. خو د پېړیو په اوږدو کې مو تل یو بل بډای کړي یو. په عینک او بامیان کې د بودیزم په نښو کې، په ډیلي کې په عالي ابداتو کې، زموږ په کلتور، هنر، ژبه، ادبیاتو، خوړو او جشنونو کې موږ د خپلو تلپاتې اړیکو نښې ګورو.

موږ د لرغوني افغانستان پوروړي یو چې موږ ته یې د مهابارت یو له سترو کرکټرونو، ګاندهاري، ډالۍ کړه. د موریا امپراتورۍ یا شیرشاه سوري په لاسته راوړنو کې موږ هغه نښلونه ګورو چې اوس یې د بیا رغولو هڅه کوو. د احمد شاه دراني دا ټکي شاید په ډیلي کې د یو افغان پاچا تنده بیانوي چې ویلي یې وو: "د ډیلي تخت هېروم چې کله را یادوم، زما د ښکلي افغانستان د غرو سرونه."

خو د هر هندي او افغان په زړه کې د یو بل لپاره بې کچې مینه ده. موږ د یو بل کلتور، سینما، موسیقۍ، شعر، خوړو او جشنونو سره مینه لرو. او اوس موږ د یو بل له کرکټ څخه خوند اخلو. موږ ډېر خوښ یو چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم ډیلي ته څېرمه خپل کورنی میدان موندلی دی. موږ همدومره ویاړو چې افغانان هندوستان ته د تعلیم، روغتیا او یا کورنۍ لپاره د یو طبیعي منزل په سترګه ګوري.

درنو غړو، دا زموږ ترمنځ د ورورولۍ روحیه ده. کله چې تاسو په نوې پېړۍ کې نوی سفر پیل کړ، موږ ویاړو چې ستاسو ترڅنګ ولاړ وو. زموږ شراکت د کليوالي ټولنو سره د ښوونځیو، کوچنیو خړوبولو، روغتیايي مرکزونو او د مېرمنو لپاره د فرصتونو په برخه کې مرسته کړې ده. یوځای مو داسې سړکونه جوړ کړي چې سیمې یې سره نږدې کړي؛ د بریښنا مزی او سټیشنونه مو جوړ کړي چې افغان کورونه روښانه کوي.

د سلمې بند څخه به ژر اوبه او بریښنا وبهیږي. د سټور ماڼۍ به یو ځل بیا ستاسو د ارزښتمن میراث په توګه ودریږي. زموږ د ۱۰۰۰ کلني تحصیلي بورسونو لړۍ به دوام ومومي. نن زه د افغان امنیتي ځواکونو د شهیدانو اولادونو لپاره د ۵۰۰ اضافي بورسونو اعلان کوم.

لکه څنګه چې موږ ستاسو د هېواد په رغولو کې ستاسو ترڅنګ ولاړ وو، تاسو هم زموږ له خلکو لکه د خپلو خلکو په څېر ساتنه کړې ده. هر هغه افغان ته چې د خپل هندي مېلمه د خوندیتوب لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی یا یې بایللی، زه د هندوستان د تلپاتې مننې پیغام وړاندې کوم.

ځینې داسې وو چې نه یې غوښتل موږ دلته اوسو. ځینو زموږ په شتون کې ناوړه اهداف لیدل. نور بیا زموږ د ملګرتیا له پیاوړتیا څخه په وېره کې وو. خو موږ دلته یو ځکه چې تاسو پر موږ باور لرئ. تاسو پوهېږئ چې هندوستان دلته د ونډې اخیستنې لپاره دی، نه د سیالۍ لپاره؛ ترڅو د راتلونکي بنسټ کېږدو، نه د جګړې لمبې؛ ترڅو ژوند بیا ورغو، نه دا چې یو ملت تباه کړو.

تاسو پوهېږئ، لکه څنګه چې موږ پوهېږو، چې هندیان او افغانان تل د یو بل ترڅنګ ولاړ وو، نه د یو بل پر وړاندې. تاسو د خوشال خان خټک پر دې باور ژوند کوئ چې: "د ننګیالي د پاره دا دی ننګ، یا تخت یا تخته یا ګور یا کفن."

افغانستان به یوازې هغه وخت بریالی شي کله چې ترهګري نور له پولو را تېر نشي؛ کله چې د ترهګرۍ ځالې او پټنځایونه وتړل شي. ترهګري او تاوتریخوالی نشي کولای د افغانستان راتلونکی وټاکي. هغه اور چې په افغانستان کې بل دی، هیڅکله په دې پولو کې محدود پاتې کېدای نشي.

تاسو که پښتانه یئ، ازبک یئ، تاجک یئ او که هزاره؛ تاسو که مسلمانان یئ، هندوان یئ او که سکان؛ تاسو ټول ویاړلي افغانان یئ چې د یو ملت په توګه یوځای کېدلی شئ. هغه کسان چې له بهر څخه جګړه پر مخ وړي باید د دې ودانۍ او دې تالار لاره ومومي. هغه کسان چې د ټوپک له لارې خاوره غواړي، باید د رایې له لارې قدرت ترلاسه کړي. هغه کسان چې کورونه یې وران کړي، اوس باید خپل ملت جوړ کړي. دا ستاسو خاوره ده او دا ستاسو خلک دي.

د افغان په هر ځوان کې باید یو داسې راتلونکی وي چې پکې IT د معلوماتي ټکنالوژۍ (Information Technology) معنی ورکړي، نه د نړیوالې ترهګرۍ (International Terrorism).

ستاسو کړاو زموږ درد دی. ستاسو خوبونه زموږ دنده ده. ستاسو ځواک زموږ باور دی. ستاسو مېړانه زموږ الهام دی. او تر هر څه پورته، ستاسو دوستي زموږ ویاړ دی. لکه څنګه چې د هندي سینما مشهور پټان کرکټر شېر خان په "زنجیر" فلم کې ویلي وو: "یاري هي ایمان میرا، یار مېري زندګي" (دوستي زما ایمان دی، دوست زما ژوند دی).

دا د افغانانو او هندیانو عقیده ده. زه ډاډه یم چې ستاسو کورونو ته به هیلې، ښوونځیو ته به خندا، سړکونو ته به ژوند، ښارونو ته به سوکالي، ټولنې ته به یووالی او ملت ته به سوله بېرته راشي. او ستاسو د سفر په هر ګام کې، هندوستان به ستاسو ترڅنګ وي.

مننه. ډېره مننه.