ملتسازی از طریق صلح، صداقت و مسئولیتپذیری مشترک
(دیدار و سخنرانی در میان مردم پکتیا)
نکات مهم:
- صلح: پیگیری مصالحه با طالبان و رسیدن به یک توافق دولتمحور با پاکستان جهت ثبات پایدار.
- افتخار به نیروهای ملی: تقدیر از نیروهای امنیتی افغان برای دفاع مستقلانه از کشور پس از خروج نیروهای ناتو.
- واقعبینی بودجوی: هشدار در مورد کسر بودجه ۶۰۰ میلیون دالری و ضرورت مدیریت مالی صرفهجویانه (نرخ کوچیانی).
- صداقت تخنیکی: رد قراردادهای صوری و ناکام بندهای برق و تمرکز بر ایجاد ظرفیت واقعی در وزارتخانهها.
- زیربنای هوشمند: طراحی سرکها مطابق با اقلیم خاص و جغرافیای کوهستانی پکتیا به جای طرحهای یکسان.
- سرمایهگذاری روی انسان: اولویتدهی به "تربیه انسان" و معارف به عنوان ماموریت و هدف اصلی دولت.
- مسئولیت مشترک: تقاضای اجماع محلی و معیارهای شایستهسالاری از سوی بزرگان مردم در بدل اقدامات حکومتی.
۲۴ میزان ۱۳۹۴
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم.
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو قدرمنو مشرانو، د ولايتي شورا غړو، ځوانانو، جناب والي صاحب، د قول اردو جناب قوماندان صاحب، نور چارواکو، د پکتیا مخورو، خویندو، ورونو، له کابل نه راغلیو جناب وزیر صاحب منګل۱، رحيمي۲ صاحب، جناب قدم شاه خان۳، جناب حمد الله خان۴ چې په امریکا کې زموږ سفیر مقرر شوی او ډېر ژر به ستاسې استازیتوب وکړي، تر ټولو لومړی د بشریت د ستر پېشوا تحفه در وړاندې کوم؛ السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
بیا د کوچني اختر مبارکي درکوم!
په تېرو لسو میاشتو کې پرون یوازینۍ شپه وه چې په ټول افغانستان کې یوه مهمه امنیتي حادثه نه وه. پرون او هغه بل پرون زه له ټولو والیانو او امنیه قوماندان صاحبانو، د پوهنتون استادانو او قاضي صاحبانو سره وغږېدم. هیله ده موږ او تاسې خپله اساسي غوښتنه چې سوله ده، تر لاسه کړو.
د افغانستان ستونزې ډېرې دي او ستاسې غوښتنې برحقې دي. زه یوازې په یو څو خبرو غږېږم، ځکه ناوخته دی. لومړی کابل ته راشئ، په سترګو راشئ چې هلته بحث وکړو او که غواړئ چې زه بېرته درشم، زه به درشم. [د حاضرینو غږ: موږ درځو] راشئ، زر وارې راشئ، راشئ چې څو ساعتونه سره تېر کړو او عملي شیانو باندې وغږېږو. [د حاضرینو ځواب: ډېره ښه ده!] هر شی په یوه ورځ نه کېږي. ځینې شیان وخت غواړي، ځینې اراده غواړي، ځینې امکانات غواړي. ستاسې غوښتنې داسې دي لکه هغه وخت چې امریکایان دلته په قوت کې وو، لا هم هماغه وخت دی. ورونو اوس هغه وخت نه دی، پوهېږئ ماته څه را ورسېدل!؟ د بوديجې شپږ سوه میلیونه ډالر کسر.
هره تېره چې پورته کوي وړاندې به فساد ګورئ، نو يو بل سره به وطني غږېږو. کوچیانی نرخ به ږدو. هر څه چې د انسان په توان کې دي، زه په خپلو ټولو ژمنو درېدلی یم او ستاسې غوښتنې معقولې دي، دې کې زه جنجال نه لرم، اما دا چې کومې ژمنې څه وخت عملي کېږي، دلته باید ظرفیت ته وګورو.
لومړنۍ غوښتنه چې د ټول افغانستان ده، هغه سوله ده. سوله دوه برخې لري: یوه سوله طالبانو سره ده او بله له پاکستانيانو سره. دواړه چې ونه شي، دې وطن کې قراري نه راځي. پاکستان سره زما دریځ ډېر روښانه دی، یا به راسره په اساسي توګه سوله کوي چې زما د وطن حقوق خوندي شي یا راسره جنګ وکړه. خوارلس کاله دې راسره جنګ کړی او په جنګ مې څوک نه شي پر کولای، نو زما اوله دنده دا ده چې د دې خاورې بقا وساتم.
ګورئ یو ۱۲۰ زره خارجي عسکر ووتل، تاسې ټولو ډېر شک درلود، نن له حقه مه تېرېږئ، دا ملي اردو، ملي پولیس دي، هر ډول انتقادونه چې لرئ په سر سترګو، اما د همدې وطن بچیانو دا وطن ساتلی دی او دوی باندې زه وياړم!
پکتیا کې زه په ولس باندې وياړم. که میرزکه وه، که جاني خېل و، که نور ځايونه وو، ټول د ولس په همغږۍ، د ولس په ګډون وساتل شول. دښمن موږ او تاسې ته ډېرې سختې توطئې درلودې، غوښتل يې چې ازرې ته، سروبي ته، دې خوا جاني خېلو ته يو لوی کمربند برابر کړي، پرې مو نه ښودل. مګر د دې معنی څه وه ورونو؟
جنرال صاحب نه پوښتنه وکړئ، داسې ورځ به نه وي چې زه د دې ټولو خبر وانخلم. زه چې چې دې اختر کې دلته راغلم او پنبه مې هم بې ځايه شوې ده، خو د دې لپاره ده چې له دوی مننه وکړم. خو دلته زموږ او ستاسې یو ګډ مسوولیت دی. زه جمهور رئیس یم، خو تاسې د ولس مشران یئ. نو اوله ژمنه مې دا ده چې ارګ به د ولس د مشرانو د تولید فابریکه نه ګرځي، زه تاسې منم، تاسې ما منئ. په ګډه به دا ستونزې حل کوو، ځکه که په ارګ کې دا طریقه جوړه شوه چې څوک مشر دی او څوک نه دی او بیا ستاسې په باعزته شملې اعتبار ونه کړي، دا خاوره نه ساتل کېږي. دا د نرخ وطن دی، په نرخ باندې به سره غږېږو.
طالبانو سره سوله هم اراده غواړي، هم عزم غواړي او هم اوږده لاره ده. په دې حالاتو کې تاسې زه په دې چوکۍ کېنولم، هیله ده ستاسې غوښتنه همدا وي چې زه په لوی صبر او حوصلې کار وکړم. ځکه که سړي د چمچه مست۱ سیند غوندې ښکته او پورته شي، دا وطن ترې خیر نه شي لیدلای.
د افغانستان له ګټو یو لویشت نه تېرېږم، اما ټوله دنیا په اجماع راوستل وخت غواړي. نن مو ولیدل چې په دې مذاکراتو کې هم چین او هم امریکا ناست وو. دې خو وخت غوښته. په لومړیو شپږو، اتو میاشتو کې زه مجبور وم چې دنیا ټوله کړم او منطقه ټوله کړم. نو ځینې شیان چې په ولایتونو کې پاتې دي، دلیل یې دا نه و چې ما نه غوښتل هره ورځ ولایتونو ته در نه شم. ما تاسې ته له اوله ویلي وو چې هغه د کوچي دعا او نبیره په ما باندې عملي نه شي چې ارګ کې مې خدای ﷻ حصار کړي. هره ورځ چې تېښتم د جنرال صاحب ابراهیمي۲ له زړه نه خدای خبر دی. اما هیله ده تاسې ورته ووایئ چې ما ارګ کې حصار نه کړي [خندا]، سره به وینو او ګډ کار به کوو.
دویمه برخه مو د زېربنا مسایل دي. د برق بندونه دي، سرکونه دي، د برق مزي دي. د برق په مزو باندې زه زر کار کولای شم. زه به زر کار وکړم. د برق بندونه؛ همدومره درته وایم چې نوی وزیر صاحب اطمینان راکړی چې یو یې د خدای ﷻ او رسول ﷺ په لارې برابر نه وو. نه وو! روسي شرکت یې راوړی و، یوازې د دې لپاره چې قرارداد ترلاسه کړي، هغه تبتبدلي او نور هم تبتبدلي دي.
زه په بندونو پسې ګرځم، خو سږ کال بندونه نه جوړېږي. زه نه غواړم دروغ درته شروع کړم چې بیا مې سبا راټینګ کړئ. سږ کال د اوبو او برېښنا وزارت کې د دې ظرفیت نشته چې یو بند هم جوړ کړي. زه مجبور یم دا وزارت په پښو ودروم چې بیا درته کار وکړي. مګر راتلونکو څو کلونو کې په سر او سترګو. سرکونه، د سرکونو جنجال څه دی؟ د سرکونو جنجال دا دی چې عین سرک یې په ننګرهار کې جوړ کړی، په بامیان کې یې جوړ کړی او په پکتیا کې یې جوړ کړی. تاسې د تېرې کوتل ته وګورئ او سړو (یخنی) ته یې وګورئ.
اوس زموږ او ستاسې یوه لویه پانګه ده، په اوهایو کې یو لوی استاد دی، دغلته به یو چوکات راته جوړ کړي چې دا سرکونه زه په سمه توګه جوړ کړم او هر سرک تاسې پخپله ګورئ. هغه پیسې چې خارجیانو راوړې وې نشته، نو لومړیتوب باید وي، اما سرکونه مو حق دی، انشاءالله تعالی دا به ترسره کړو. د برق د مزو په اړه هم، زه چې د مالیې وزیر وم دا پروژه یې نیولې وه او بیا یې خوشې کړه، اما زه چې راغلم په اساسي توګه به پرې فشار راوړم چې ترسره شي. په انکشافي برخه کې چې هر څه کېږي په کابل کې به په تفصیلي ډول پرې وغږېږو.
زه به ټول اړوند وزیران را وغواړم چې کینو او په هوا کې وعدې ونه کړې، نو ځکه ستاسې لیست ماته ډېر مهم دی. تاسې، منګل صاحب، والي صاحب، دا لیست به زه په وزیرانو تقسیم کړم، هلته چې راغلئ دوی به ځوابونه درکړي او هغه ځوابونه چې قانع شئ. ټول سرکونه مو په یوه وخت کې نه کېږي، اما په دې څلورو کلونو کې به یې ډېره برخه وشي. ټول بندونه مو په یوه ورځ نه کېږي، مګر دې څلورو کالو کې باید پکتیا بنیادي تغییر وکړي.
بله خبره مو د کادرونو کې وه. بالکل، له کادرونو سره، له والي صاحب سره، نورو مشرانو سره او منګل صاحب سره په تماس کې کېږو. کادرونه مو زه انشاءالله تعالی ځای پر ځای کوم. ځای پر ځای شوي. حاجي صاحب حضرت! ته خو همېشه که دا بوتل نیم هم ډک وي، ته وایې نیم تش دی او دا دې حق دی، ځکه د ولس استازیتوب کوې. [خندا] د هلمند د قول اردو قوماندان څوک دی؟ لونګ! نورو ځایونو کې وګورئ. داسې نه ده چې پکتیاوالو ته توجه نه وه، مګر په معیارونو باندې به انشاءالله تعالی دا کار په سمه توګه کوو.
له ټولو نه مو دوه خبرې ډېرې مهمې دي: یو، انسان څنګه وروز؟ او بل، اقتصاد څنګه په پښو ودر وو؟ دغه مو خلاص خبرې دي. سرک او بند دا یې وسیله ده او حکومتداري یې وسیله ده. دې ټولو باندې به موږ او تاسې انشاءالله تعالی کابل کې کېنو؛ چې نن رانه خوابدي نشئ. هلته چې هر څه راته وایئ بیا په سر او سترګو، اما دا مه هېروئ چې دا زما هم کور دی، ځکه زه ستاسې ډېر سخت پوروری یم. په څو دلیلونو مو پوروری یم؟
اول، ستاسې مېړانه وه چې زه مو ارګ ته ورسولم. دویم، تاسې دا وطن ساتلی او تاسې به یې ساتئ. درېیم، ډېرې ښې مفکورې لرئ، مفکورو کې مو شک نشته، اوس به راشو دې ته چې څنګه یې عملي کړو.
خدای ﷻ مو په خیر ساته!
اختر مو نېکمرغه!
کابل کې ګورو او تفصیلي خبرې کوو!
[قومي مشر حاجي صاحب حضرت: هسې نه د کابل خلک راته بیا مخکې کړي او هغوی خپلې ژمنې عملي نه کړي!]
جمهوررئیس: ستا په نرخ باندې زه پوهېږم او زما په نرخ باندې ته پوهېږې، ما سره جنجال په نرخ باندې مه کوه. زه هم د نیکه تر پوستین لاندې لوی شوی یم او ته هم. په نرخ کې به دې پرېږدم حاجي صاحب حضرت [خندا]، هر څوک چې انتخاب کړم بیا به ته وایې چې د کابل دی. نه کېږي. دا لاره برابرو.
له والي صاحب مې غوښتنه دا ده چې ټولو ولسي مشرانو سره کېني، هغه ستونزې چې کمبود دي، په ادارو کې چې هغه تغییرات غواړئ تاسې پرې اجماع وکړئ. زه غواړم معیارونه تاسې وټاکئ، بیا به اشخاص په ګډه ورته برابر کړو. دا یې لاره ده.
سمه ده؟
په خیر اوسئ.
ژوندي اوسئ.
۱ ګلاب منګل، د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزیر.
۲ سلام رحیمي، د جمهور رئیس د دفتر رئیس.
۳ جنرال قدم شاه شهیم، د مسلح قواو لوی درستیز.
۴ حمدالله محب، په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر.
۱ بېګ توت سینډ یې هم بولي. د پغمان درې له پښه یې، غربتو سرچینه اخلي. له اونچي او باغباناتو کلي اوړي، په ده نو ساحه کې د پغمان له سیند سره یو ځای کېږي او د کابل په لور بهېږي. (قاموس کبیر افغانستان).
۲ د جمهوري ریاست د ساتنې عمومي رئیس.