پرمختګ، مسؤلیت او له ماینونو څخه د پاک افغانستان لاره
(د ماین پاکۍ د ورځې په مناسبت پیغام)
مهم ټکي:
- د قربانۍ درناوی: د ماین پاکۍ د شهیدانو په نوم د ښوونځیو نومول، ترڅو د هغوی د خدمت درناوی وشي.
- د ۸۰/۲۰ پرمختګ راپور: د هیواد ۸۰ سلنه خاوره له ماینونو پاکه شوې او یوازې ۲۰ سلنه پاتې ده.
- د چارو افغاني کول: له ملګرو ملتونو څخه افغان متخصصینو ته د ټولو مالي او عملیاتي چارو د مسؤلیت لېږد.
- موثریت او د لګښتونو کمول: د ماین پاکۍ د کیفیت لوړولو او لګښتونو کمولو لپاره د یوه منظم کاري (بزنس) ماډل کارول.
- د ماینونو اخلاقي غندنه: د ماینونو ښخول د افغان بزګرانو او ولس پر ارامه ژوند او زړه برید دی.
١٣ حمل ١٣٩٤
بسم الله الرحمن الرحیم.
قدرمنو هیوادوالو، خوېندو او ورونو السلام علیکم!
د ماین پاکۍ د نړیوالې ورځې د رارسېدو په مناسبت تر هر څه اول له هغو فداکارو ځوانانو مننه کوم چې د خپل وطن د خلکو د ژغورلو لپاره د ماینونو د خنثی کولو په ډېره سپېڅلې مبارزه بوخت دي او ځینې یې په همدې لاره کې معلول شوي او شهیدان شوي دي. زه د ټولو هغو ماین پاکونکو روح ته سلام استوم چې په تېرو څو لسیزو کې د خپلې وظیفې په وخت یا د ماینونو د انفجار په علت او یا د ظالمانو له لاسه شهیدان شوي او خپل سرونه یې د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره قربان کړي دي.
له احصاییو سره سم په تېرو څو لسیزو کې د ماین پاکۍ د ملي او اسلامي وظیفې تر سره کولو په وخت، یوازې افغانستان کې ٩٧٣ ماین پاکوونکي معلول شوي او ١٨٩ ماین پاکوونکي شهیدان شوي دي. زه د افغانستان له معارف وزارته غوښتنه کوم چې د وطن د دغه هر یوه خدمتګار شهید په نوم باندې یو، یو ښوونځی ونوموي، څو په دې ډول د دوی د قربانیو احترام شوی وي او راتلونکو نسلونو خپل واقعي خدمتګاران لا ښه پېژندلي وي.
بر اساس ارقام، هشتاد فیصد خاک افغانستان به برکت تلاشهای ماینپاکان کشور، از وجود ماینها پاکسازی شده است و این رقم، نسبت به سال ٢٠٠٢ میلادی که شصت فیصد خاک افغانستان مملو از ماین بود، یک پیشرفت قابل ملاحظه است. در حال حاضر، تنها ٢٠ فیصد خاک کشور از ماینها پاکسازی نشده است. اینجا لازم است از کشورهایی تشکر کنم که با افغانستان در زمینههای پاکسازی و خنثیسازی ماینها مساعدتهای مالی و تخنیکی نمودهاند.
در سالهای گذشته پانزده هزار نفر در افغانستان مشغول مبارزات انسانی و ملی برای خنثیسازی و پاکسازی ماینها بودهاند که در حال حاضر به علت کمبود کمکهای مالی، تعداد زیادی از آنها خانهنشین هستند.
من روز سهشنبه با نمایندگان مؤسسات ماینپاکی و تعدادی از متخصصان سازمان ملل متحد دیدار داشتم و در مورد مشکلات امور ماینپاکی با آنها صحبت کردم.
یک معضل در این زمینه این است که از سال ٢٠٠١ میلادی بدین سو هزینه برای خنثیسازی ماینها کم شده است.
دیگر این که اگرچه افغانها از چند دهه به این طرف به کار ماینپاکی مصروف هستند؛ اما مدیریت بودجه مالی آن بر عهده سازمان ملل بوده است، و با وجود این که افغانها ظرفیت و تجربه کافی در امور ماینپاکی دارند، یک تعداد ماینپاکان خارجی نیز در کشور، مشغول کار میباشند. من این معضل را با سازمان مللمتحد صحبت کردم؛ آنها دو هفته مهلت خواستند تا برنامهای بسازند که بر اساس آن، مدیریت مالی امور ماینپاکی از خارجیها به افغانها منتقل شود و سازمان ملل متحد، تنها نقش مشورهدهی داشته باشد.
ما باید یک برنامه منسجم و منظم برای پول و امکانات موجود بسازیم که اولویتها در آن مشخص باشد، کیفیت با آن بهتر شود و قیمت پایین بیاید. از سوی دیگر، با دونرها صحبت کنیم که تا حد امکان از ظرفیتها و تجربههای مؤسسات افغانی استفاده کنند؛ کاری که افغانها میتوانند انجام دهند، لازم نیست برای آن، خارجیها استخدام شوند.
قدرمنو هیوادوالو، ماین د تېرو څو لسیزو جګړو یو بدرنګه سوغات دی. ماینونه چې ممکن په کلونو کلونو په خاورو کې پټ پاتې شي، نه یوازې د جنګ بلکې د سولې په کلونو کې هم د خلکو ژوند تهدیدوي او هر انسان ته که هغه ماشوم دی که سپین ږیری او که هغه په جنګ کې شامل دی که نه دی، په یوه اندازه خطر پېښوي. همدا وجه ده چې له ماینونو نه استفاده ډېر غیرانساني او غیراخلاقي عمل ګڼل کېږي. زه له دې فرصته په استفادې سره په هغو کسانو باندې، چې په لارو، کلیو، کروندو او نورو ځایونو کې ماینونه خښوي، آواز کوم چې د وطن خاوره د وطن خلکو ته د وېرې او خطر په ځای مه بدلوئ! زموږ بزرګان پرېږدئ چې په پټو کې په بې غمه زړه کار وکړي او د لارې مساپر پرېږدئ چې په لارو باندې بې مزل بې خطره او بې تشویشه وي! په تېرو څو لسیزو کې په لسګونو زره افغانان د ماینونو په وجه وژل شوي یا معلول شوي دي. دغه بدرغه لړۍ باید پای ته ورسو او د خپلو ماین پاکوونکو په همت د وطن پاتې شل فیصده خاوره هم د ماینونو له شره وژغورو!
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
پاینده باد افغانستان!