ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د سواد زده‌کړه: د افغانستان د راتلونکي او ځان بسیاینې کیلي

د سواد زده‌کړه: د افغانستان د راتلونکي او ځان بسیاینې کیلي

(د سواد د نړیوالې ورځې وینا، ارګ، کابل)

مهم ټکي:

  • دیني وجیبه: سواد یو الهي امر دی چې په قرآن کریم کې د «اقراء» (ولوله) پر غږ بنا دی.
  • ملي حاکمیت: سواد د پوهې د خزانې کیلي او د واقعي ملي خپلواکۍ بنسټ دی.
  • د بحران درک: له لسیزو جګړو وروسته، د ۱۵ کلونو څخه پورته ۶۴ سلنه افغانان لا هم بې‌سواده دي.
  • ښوونیز عدالت: د ښځو او لیرې پرتو سیمو په لومړیتوب ورکولو سره د ښوونیزو تشو ډکول.
  • بنسټیز اصلاحات: په ټول هېواد کې د تعلیمي نصاب اصلاح او د درسي کتابونو د کیفیت لوړول.
  • ګډ مسوولیت: له بې‌سوادۍ سره په مبارزه کې د علماوو، رسنیو او سیمه ییزو مشرانو رول.
  • ولسمشریزه ژمنه: ولسمشر به په شخصي ډول د سواد زده‌کړې د ملي کمېټې مشري کوي.

 

١٧ سنبله ١٣٩٤

بسم الله الرحمن الرحیم
قدرمنو حاضرینو،
خوشحاله یم چې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کوم. د بشر تاریخ د خط له ایجاد سره پیلیږي او بشري تجربې د خط له ایجاد سره د حفاظت مطمئینه طریقه وموندله چې په نتیجه کې یې تمدن وغوړیده او د علم انکشاف ته لاره پرانیستل شوه. زموږ مقدس کتاب قرآن عظیم الشان د «إقرأ» یعنې ولوله په کلمې پیلیږي. د اسلام مبارک دین خپلو پیروانو ته امر کوي چې سواد زده او علم حاصل کړي. د اسلام له نظره د علم او سواد حاصلول په عباداتو کې حساب حسابیږي.


سواد د مادي او معنوي ودې بنیاد جوړوي. سواد چې څنګه زموږ د معنوي ژوند لپاره ضرور دی او علم او فرهنګ د سواد له عامېدلو پرته په ټولنه کې انکشاف نه شي کولای، همداسې اقتصادي انکشاف او سیاسي توسعه هم د سواد له زده‌کړې پرته ډېره مشکله ده. په اوسنۍ خورا پرمختللې زمانه کې، که یوه ټولنه غواړي چې آزاده واوسي، د عزت ژوند ولري، د نورو له احتیاجه راووځي او د سیالانو سیاله شي، نو خامخا به علم ته مخه کوي. د علم د خزانې صندوق یوه اصلي کیلي لري او هغه سواد دی.


در افغانستان، به علت آوارگی‌ها، جنگ‌های ممتد و اثرات برجامانده از آن، هنوز میزان بی‌سوادی به خصوص در قشر اناث و در بعضی از مناطق کشور، بسیار گسترده و نگران‌کننده است.
مبارزه با بی‌سوادی و تلاش برای محو آن، وجیبه‌ی عمومی است که باید از طرق مختلف به انجام رسد. علماء کرام می‌توانند از طریق مساجد و منابر مردم را به کسب سواد، تشویق و از مزایای آن آگاه کنند. در عین زمان، آنان خود می‌توانند عملاً در ترویج سواد و تعلیم مردم سهم بگیرند، و لازم است که وزارت معارف طرحی را برای این کار آماده بسازد.


رسانه‌های عمومی نیز وظیفه دارند که نقش خود را در آگاهی‌دهی به خوبی ادا کنند، و از عوامل مؤثر در مبارزه با بی‌سوادی باشند. آنان می‌توانند با استفاده از مهارت‌هایی که در برنامه‌های دیداری و شنیداری دارند، در آگاهی و تشویق مردم برای کسب سواد، نقش بسیار مؤثری ایفا کنند، و لازم است که این کار را در شمار وظایف خود بگنجانند. 


لازم است که وزارت معارف تجارب سال‌های گذشته خود در زمینه سوادآموزی را مورد بازنگری قرار دهد و اگر کاستی‌هایی دیده شود آنها را برطرف، و به جای آنها برنامه‌های بهتر و مؤثرتری برای این کار طرح و عملی کند.


در نصاب تعلیمی و کتاب‌هایی که برای آن تهیه می‌شود، باید تجدید نظر صورت بگیرد، چرا که در کتاب‌های این بخش مانند کتاب‌های تهیه‌شده برای نصاب تعلیمی کشور، کاستی‌های جدی وجود دارد و هیچ کدام در سطح مطلوب نیست. به وزارت معارف هدایت داده می‌شود که توجه به کیفیت را خصوصاً در این دو زمینه در برنامه‌های خود قرار بدهد، و در گزارشدهی به آن توجه کند.


همچنین لازم است که کمیته‌های ملی، ولایتی و ولسوالی‌ها با معینیت سوادآموزی وزارت معارف همکاری مستقیم داشته باشند، و والیان و ولسوالان در شمار وظایفی که باید از آن گزارش بدهند، فعالیت‌شان در زمینه مبارزه با بی‌سوادی را نیز جای دهند.


در تخصیص بودجه حکومت، چه بودجه عادی و چه انکشافی، باید سوادآموزی در اولویت قرار داده شود، و از تمویل‌کنندگان خواسته شود که حمایت مالی و تخنیکی خود را در این بخش افزایش دهند.


په ملي ژوند او اجتماعي ژوند کې د سواد اهمیت ته په کتو، د ملي وحدت حکومت له بې‌سوادۍ سره مبارزه د خپلو ملي پروګرامونو په سر کې شامله کړې ده او د دې لپاره چې په دې مبارزه تاکید وشي، بهتره مو وبلله چې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه په ارګ کې جوړه شي.


که څه هم په تېرو څورلس کلونو کې له بې‌سوادۍ سره په مبارزه کې لوی پرمختګ شوی او له ټولو هغو کسانو مننه په کار ده چې په دې مبارزه کې یې برخه اخیستې ده، خو لکه څنګه چې احصایې ښيي د افغانستان د خلکو یوه لویه برخه تر اوسه پورې د لیک او لوست له نعمته محرومه ده. د تېر کال د احصاییو مطابق، په هیواد کې د هغو کسانو چې تر پنځلس کاله زیات عمر لري، ٦٤ فیصده بې‌سواده دي. د سواد په تعمیم کې بې‌عدالتي زموږ د ټولنې یوه بله ستونزه ده. د ښځو باسواده کولو ته نسبتاً لږه توجه شوې ده او د افغانستان د ځینو سیمو اوسېدونکي د سواد له نعمته لا زیات محروم دي. له بې‌سوادۍ سره د مبارزې معینیت ته په کار ده چې د سواد په عامولو کې انډول او توازن په نظر کې ونیسي او ټولو سیمو او اقشارو ته توجه وکړي. 


هموطنان عزیز!
بنا به اهمیتی که ترویج و تعمیم سواد برای حکومت وحدت ملی دارد، من خود حداقل در سال، یک بار، نشست کمیته‌ی ملی سوادآموزی را رهبری خواهم کرد؛ از نزدیک، گزارش‌های آن را خواهم شنید، و برای پالیسی‌های آن مشوره خواهم داد. می‌خواهم که کشور ما شاهد بسیج عملی و موثر تمامی منابع ملی و بین‌المللی در راستای محو بی‌سوادی باشد.


جا دارد که در اینجا از تمامی کشورها و سازمان‌های تمویل‌کننده برنامه‌های سوادآموزی، از جمله ایالات متحده آمریکا، جرمنی، سوئیدن، فنلند، دنمارک و نیز موسسات یونسکو، یونیسیف، جی.آی.زید، جایکا، هبیتات و سایر جهت‌های همکاری‌کننده، صمیمانه تشکر کنم. در این میان از دولت جاپان که بزرگ‌ترین تمویل‌کننده برنامه‌های سوادآموزی در ١٤ سال گذشته در افغانستان بوده است، سپاس و امتنان خاص دارم و به این مناسبت، نشان عالی دولتی «علامه سید جمال‌الدین افغان» را به سفیر آن کشور در کابل اهدا می‌کنم.