ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

عدالت د نظام بنسټ: د «اسلام او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې» په ملي ناسته کې وینا

عدالت د نظام بنسټ: د «اسلام او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې» په ملي ناسته کې وینا

مهم ټکي:

  • عمري حکومتولي: حضرت عمر فاروق (رض) د شفافیت او حسابدهۍ لپاره د یوه بشپړ الګو په توګه.
  • د فرد پر ځای نظام: د بنسټونو له لارې ثبات؛ له سنګاپور څخه په الهام اخیستنې.
  • د تدارکاتو اصلاح: د دولتي لګښتونو اړول له فساد څخه د کورنۍ اقتصادي ودې لور ته.
  • د ملکیت حقونه: د غیر رسمي کورونو او ځمکو د خوندیتوب لپاره په شریعت ولاړ سندونه.
  • د نشه یي توکو ننګونه: د اعتیاد او سیسټمیکې ناکامۍ د دغې خبیثې کړۍ ماتول.
  • اقتصادي حاکمیت: د بې کیفیته وارداتو پر ځای "افغاني تولیداتو" ته لومړیتوب ورکول.
  • د عوایدو مسلکي کول: د ګمرکونو د پولیسو او اکاډمۍ له لارې د لیاقت پر بنسټ ملکي خدمتونه.
  • د بانکي سیسټم اصلاح: د غلا شویو شتمنیو بېرته راګرځول او د اسلامي بانکوالۍ سیسټم جوړول.
  • د فساد ضد ملي جهاد: د فساد پر وړاندې د علماوو او ولسونو سرتاسري انسجام.

 

۱۰ سنبله ۱۳۹۴ | لیسه امانی

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم.

بسم الله الرحمن الرحیم

علماء کرام، میراث انبیا، جناب خپلواک صاحب، جناب اکبری صاحب، عابدی صاحب، اعضای محترم وزارت حج و اوقاف، برادران و خواهران گرامی!

اصل محوری در فلسفه‌ی سیاسی اسلام، «عدالت» است و تحقق آن وابسته به «محو فساد» می‌باشد. تعالیم قرآن مجید درباره مبارزه با فساد بسیار واضح است. در آیه ۷۷ سوره قصص، ذات الهی می‌فرماید: «در پی فساد در زمین مباش؛ زیرا خداوند ﷻ فسادپیشگان را دوست ندارد¹». و در آیه ۸۳ همین سوره مبارکه فرموده است: «آن سرای واپسین را برای کسانی می‌گردانیم که در زمین در پی چیرگی بر دیگران نبوده‌اند و قصد فساد نداشته‌اند²».

همه ما و شما می‌دانیم که پیغمبر علیه السلام رشوت‌دهنده، رشوت‌گیرنده و واسطه‌شونده میان آنها را مورد لعنت خداوند عزوجل ﷻ قرار داده است. تجربه تاریخی اسلام نشان داد که دین مقدس اسلام نسبت به هر دین و آیین دیگری، فاصله‌ی نظریه و عمل را در زمینه با فساد، تحقق عدالت و نظام‌سازی، در کوتاه‌ترین وقت ممکن سپری نمود. تجربه موفق خلفای راشدین، خصوصاً در زمان خلافت حضرت عمر فاروق (رض) بهترین نمونه‌ای است که چگونه سیستم قضایی، خراج و حسابدهی مالی با شفافیت تمام جامه‌ی عمل پوشید.

اهمیت سیرت حضرت عمر (رض) تنها در منش فردی او نیست، بلکه در این است که آن رویه‌ی حکومت‌داری تبدیل به نظام گسترده در سراسر قلمرو اسلام گردید. کدام زمامدار دیگری است که یک صحابی از پیشش پرسان کرده می‌تواند که تو عدالت نکردی؛ قدت بلندتر است، به ما حساب بده که چطور تکه (لباس) به تو به صورت مساوی رسیده؟ از منبر پایین می‌شود، می‌گوید من مساوی هستم با شما، درست می‌گویی برادرم، قد من بلندتر است؛ اما بچه‌ام بخش خود را به من داد. این را می‌گوید شفافیت، حسابدهی و موثریت. این کلمات از غرب به ما نیامده، میراث دین مبین اسلام است.

فلسفه‌ی سیاسی حکومت و این قانون اساسی، تنها و تنها چارچوب دین مبین اسلام است. نن ورځ د نړۍ کابو سل هیوادونه د فساد له جدي مشکل سره مخ دي. فساد که په اداري او تجاري چارو کې یا فرعي پدیده هم وي، د ټولنې نظام ته خطر پېښوي، خو که په یوې پراخې او سازمان شوې پدیدې بدل شي د داسې سرطاني غدې شکل پیدا کوي چې د یوه ملت ټوله هستي تباه کولای شي. آیا هر افغان ته دا د شرم ځای نه دی چې هر کال یې ټوله نړۍ وايي چې افغانستان له فاسدترین هیوادونو یو دی؟ زموږ خلک فاسد نه دي، زموږ علماء فاسد نه دي، یو محدود چارواکي دي او یو محدود قاچاقبران دي چې د دې ولس شهرت خطر ته اچوي او ولس دا باید ونه مني.

اوس د فساد بنیادي ستونزه دا ده چې ولس خیال کوي چې دا طبیعي ده چې هر دفتر ته ورځي یا هر بل چېرې ورځي څوک حق نه لري، هېڅ حق نه لري چې ولس نه رشوت وغواړي. او موږ باید ودرېږو. منبر نه باید ودرېږو، مکتب نه باید ودرېږو، ټولې ټولنې کې باید ودرېږو. اما مشخصاً چې ده، هیوادونه درې وضعیته لري. یو هغه وضعیت دی چې لس فیصده په اداره کې کار کوي، نوي فیصده په فساد کې ککړ دي. دا ډول هیوادونه هېڅ وخت پرمختګ نشي کولای. زه د دوو هیوادونو مثالونه درکوم. سنګاپور هېڅ طبیعي مواد نه لري، حتی د څښاک اوبه باید وارد کړي، اما په تېرو څلوېښتو کالو کې سنګاپور چې یوه وړه جزیره ده، په یوه عظیم اقتصادي قدرت باندې بدل شوې. منفي مثال یې کانګو ده. کانګو دومره شتمني لري چې حد یې نشته، د نړۍ بهترین معادن په کانګو کې دي، اما په شپېته کالو کې د دوی ملي عاید کې یو میلیارد ډالر زیاتوالی راغلی دی. بار بار په جنګ کې دي، بار بار په ستونزو کې دي، ځکه دوی نظام جوړ نه کړ.

د حضرت عمر فاروق او خلفای راشدینو رضي الله عنهم ژوندی پیغام موږ ته څه دی؟ نظام جوړ کړئ؛ دا ځکه چې په نظام کې ثبات دی، په نظام کې نېکمرغه ده، په نظام کې اتحاد دی. دوهم هغه ډول دولتونه دي چې وچ حساب کوي، پیسې لګوي، وايي چې که دا له دې حد نه ښکته او پورته شول، دې ته شفافیت وايي، دې ته شفافیت نه وايي دا وچې زړه مرزايي اداره ده. اصلي خبره څه ده؟ بیت‌المال چې بیا اساس یې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه کېښود حضرت علي کرم الله وجهه ورته توجه وکړله، ټول موږ ته میراث رسېدلی پیسې باید مؤثریت ولري. پیسه وسیله ده هدف د ولس ښه والی او د خدای ﷻ رضا ده، نو هغه ډول نظام لپاره ضرور ده چې بنسټ کېږدو او ځکه ستاسې غږ، ستاسې آواز، ستاسې برخه او ستاسې رهنمایي ضرور ده. مشخصاً، ځکه چې هوايي باید ونه غږېږو. او ځينې خاصتاً توجه غواړي. پنځه کاله مخکې چې د لندن کنفرانس دایرېده بین‌المللي ټولنه او جناب کرزی صاحب یوه بن‌بست ته سره رسېدلي وو، له ما نه یې غوښتنه وکړه چې دا عوامل تشریح کړم. بین علت و معلول باید فرق کنیم. دا عوامل څه دي او څه کوو ورباندې او تاسې نه څه غواړو؟

عامل اول، قراردادهاست. قراردادهای دولتی در سرتاسر افغانستان به یک منبع فساد تبدیل شده. یک پروژه، به وقت و زمان تکمیل نمی‌شد. خودتان می‌فهمید، کسانی که قطعاً در آن مسلک وارد نبودند قرارداد را می‌گرفتند. قرارداد را چهار تا پنج دست دیگر می‌فروختند. چی کردیم در این بخش؟ هر روز شنبه یک کمیسیون عالی تدارکات تحت نظر شخص من با سهم‌گیری جناب داکتر صاحب عبدالله، جناب دانش صاحب، وزیر صاحب مالیه، وزیر صاحب اقتصاد و وزیر صاحب عدلیه جلسه می‌کنیم. چی کردیم تا به حال؟ ۳۵۰ پروژه بررسی شده، ۲۹۵ آنها به کمیسیون تدارکات آمده، ۲۵۲ مورد منظور شده، ۴۳ پروژه مسترد شده، ۲۸ پروژه رد شده، ۲۶ شرکت به دلیل جعل اسناد و معلومات نادرست از تدارکات محروم شده، تعداد ۲۶ شرکت را محروم ساختیم. نتیجه‌اش چیست؟ ۵۱٫۵ میلیارد افغانی ارزش این پروژه‌هاست، ۸٫۵ میلیارد افغانی تا به حال صرفه‌جویی کردیم.

دا یې اوله مرحله ده، ځکه تر اوسه موږ د قراردادیانو چوکاټ نه لرو چې پوه شوو کوم قراردادي، کوم کار، په څه شفافیت کولای شي، په عین حال کې حکومت هم نه شوو درولی، وزارت دفاع کې مو په یاد دي، په یو قرارداد کې سل میلیون ډالره وو، و مو درول! بس موږ ته دوه شیان په کار دي: یو دا چې پخواني میراث به څنګه پاک کړو چې په پاکولو باندې مو بنیادي چوکاټ جوړ شي. دویم: راتلونکي کې به څنګه شفافیت تأمینوو؟ او راتلونکې کې زه غواړم یقین درکړم او ستاسې نه غوښتنه وکړم، که و مو لیدل چې په قراردادونو کې غلطي ده، ماته شخصاً مراجعه وکړئ. دا ستاسې پیسې دي، دا د ولس پیسې دي، ولس حق لري چې ګډون وکړي او بې د ولس د ګډون نه، تاسې قراردادونه نه شئ کولای او که په هر قرارداد کې تاسې صرفه جويي راوړئ، هومره چوکاټ به وي.

پس له دې نه به ۱۵ سلنه دولتي قراردادونه داخلي تولیداتو ته ترجیح ورکړي، یوازې د دفاع او داخلي وزارتونو غوښتنه پنځوس میلیون ډالره تمامېږي، دا ټول له بهر نه راځي، اوس مې هدف دا دی چې ۱۸ فیصده ملي عواید د دولت مصرف دی، هېچا دې ته پام نه و کړې. ولس باید کار وکړي. په کابل کې وګرځئ، څه ګورئ؟ څو فابریکې په کابل کې وینئ؟ دا ښار په مصرف باندې بناء دی، وروڼو، علماء کرامو! که تولید ونه کړئ او پخپلو پښو ونه درېږو، سبا به څنګه خوراک کوئ؟ دا خوراک چې اوس مو په جېبونو کې و، دا خو د خارج صدقه وه، موږ په صدقې باندې نه ګرځو، موږ غواړو په پښو ودرېږو او د پښو درېدلو یوه لار دغه تدارکات دي.

خلک وايي جمهور رئیس ناست دی درې ساعته دوسیې ګوري، که ویې نه ګورم دا فرهنګ چې عام شوی چې هره برخه د قانون باید عملي شي، د پښو لاندې کېږي او موږ او تاسې باید لاس ورکړو چې قانون عملي شي. قانون له مانه هم اوچت دی او د هر فرد نه اوچت دی. ځکه په قانون کې او مخصوصاً په شریعت کې نظام جوړېږي. دوهم د جایدا د غصب دی، د جایداد غصب له یو خوا نه، نه دی م‌خصوصاً د ځمکې. دوهم جایداد غیر رسمي دي. د کابل ۶۴ فیصده کورونه نن سند نه لري، فکر وکړئ دا هر کور چې جوړ شوی، هر خانه‌ای که آباد شده نتیجه عرق‌ریزی مردم است؛ اما امروز مردم‌آزاری در قسمت اینها به چه حد است، در چند هفته آینده اقدامات اساسی را که من برای‌تان وعده کرده بودم که طریق شرعی ساختن جایداد را شروع می‌کنیم، آغاز می‌کنیم تا هر فرد افغان ان‌شاءالله بفهمد که اول، مسکنش همین طور که در دین مقدس اسلام محفوظ است، محفوظ است و دوم، غصب جایداد را به صورت بنیادی در چند سال آینده باید ختم کنیم.

در امسال، می‌دانیم که مشکلات امنیتی ما از حد زیاد بود، از خاطر مردمی که یک دروغ بزرگ را بر سر ملت افغانستان تحمیل کردند و به نام ملا عمر مردم را به جنگ کشیدند، فرصت اصلاحات را کم کردند، برای هیچ کس فرصت اصلاحات را از بین نمی‌بریم تا آنکه علماء کرام و ارگ در یک صف واحد باشند.

عامل سوم، مواد مخدر است. سرطان این مملکت مواد مخدر است. پیش، یک فلسفه بود که ما تولید می‌کنیم، دیگران مصرف می‌کنند، سر ما کدام تأثیر منفی ندارد. علماء کرام، برادران محترم و خواهران عزیز! امروز سه و نیم میلیون معتاد داریم، زیر پل‌های دریای کابل را ببینید! خانواده افغان یک بنیاد بسیار محکم است. می‌فهمید همیشه ما به یکدیگر اتکا کردیم، امروز پدر و مادر مجبور می‌شوند بچه جوان را از خانه بکشند.

همداسې ده که نه؟ دلیل یې څه دی، دلیل یې همدا دی چې نوره ګوزاره نه شي کولای، نو دلته خبره څه ده، تولید مواد مخدر چهار بخش دارد، تولیدکننده، پروسس کننده که به هروئین مبدلش می‌کند، ترانزیت انتقالش می‌دهد و مصرفش می‌کند. ما تنها ملامت نیستیم، این یک شبکه‌ی زنجیر خبیثه‌ی جهانی است. هر چهار بخش را ما انسجام می‌دهیم، اما خود ما باید از این فکر باطل برآییم که مواد مخدر مشکل ما نیست. از علماء کرام تقاضا داریم که (تبلیغ) ضد مواد مخدر را سرتاسری کند.

میلیاردها دالر پول می‌آید، نود هزار در جیب قاچاقبرهای اروپایی می‌رود، دیگرانش در بین ترانزیت منطقه است. من واضح در روسیه به همه‌ی زعمای منطقه گفتم که ملامتی را سر افغان‌ها تنها نیندازید؛ اما خود ما هم حالی ضرور است که زراعت افغانستان را بدل نسازیم. میلیاردها دالر در سال، ما و شما واردات می‌کنیم. امسال که یکی از سال‌های خوب زراعتی ما است، تخمینی، تنها یک میلیون تن گندم باید وارد کنیم. این برای ما جای شرم است. افغانستان باید صادرکننده مواد زراعتی باشد. مرغ را تولید کرده نمی‌توانیم، یکی از ممالک همجوار ما می‌دانید چه می‌کند؟ څو ځو وارې یوه چرګ ته پېچکارې کوي چې ژر غټ شي، دلته چې راشي هغه زهر وي، این دروازه باز که هر چیز بی‌کیفیت باید در این مملکت بیاید، زیر کنترل گرفته شود.

این تغییر بنیادی است و از شما تقاضا داریم که به حیث مصرف‌کننده و اشخاصی که آینده اولاد ما در دست‌تان است، مردم را متوجه بسازید. اجناس بی‌کیفیت به نفع ما نیست. در چند ماه آینده ما و شما یک کمپاین سرتاسری را شروع می‌کنیم که پیداوار افغانی را ترجیح بدهیم. عجب ملک است، کتان را هم تولید کرده نمی‌توانیم که رئیس‌جمهورتان بپوشد. تا تولیدات را به صورت اساسی بر پا ایستاده نکنیم و همچنین زراعت، صنعت و خدمات را، مواد مخدر را گم کرده نمی‌توانیم.

موضوع چهارم، قاچاق است. قاچاق دو شکل دارد، اول په رسمي توګه راځي، که څوک ارتباط ولري او زورمندانو خپل افراد په ګمرکاتو کې تعیین کړي چې ۵۰ یا ۶۰ فیصده تخفیف ورته ورکوي، همداسې ده که نه؟ موږ خو باید سپین وغږېږو. د علماء کرامو سره خو د دروغو اجازه نشته او که تشخیص ونه کړو چې مرض څه دی، علاج یې نه شوو کولای، از این جهت در بخش گمرکات و عواید دو چیز بنیادی کردیم: اول، یک پولیس خاص گمرکات ایجاد شده که مستقیم زیر اثر وزارت مالیه است و مسئولیتش این است که این کار را انجام بدهد. دوم، یک اکادمی خاص گمرکات ایجاد می‌شود. اولاد غریب، همیشه این خاک را نگه کرده؛ اولاد غریب، باید در مهم‌ترین موضوعات مالی و اداری بدون وسیله و واسطه داخل شده بتواند. این را ان‌شاءالله تا سال آینده به انجام می‌رسانم.

بخش دیگر جلوگیری از عواید قاچاقی است که طرف ما می‌آید که با اینکه هر ولایت سرحدی ما به یک ولایت ترانزیتی مبدل شود، گمرک و تأسیسات داشته باشد، انجام نمی‌شود. زه چې د مالیې وزیر وم، نیمروز ته چا نه کتل، ویل یې نیمروز لرې ځای دی، څوک څه پوهېږي چې دلته څه پېښېږي. ما له ایرانیانو سره موافقه وکړه چې په ابریشم کې یو پُل جوړ کړي. هندوستانیان مې راوستل چې سړک جوړ کړي. نن د نیمروز له ګمرک نه د کال ۱۰۰ میلیونه ډالر راځي. په زرنج کې هم د کورونو جوړښت او قیمت له وزیر اکبر خان نه اوچت دی. کابل خو ټول افغانستان نه دی. یوازې وزیر اکبر خان ټول کابل نه دی او یوازې کابل ټول افغانستان نه دی. ټول افغانان باید سره شریک کړو او همدا یې لاره ده.

شل ولایتونه مو سرحدات لري. هر ولایت ته باید د ترانزیت زمینه برابره کړو چې په اصولي توګه د افغانستان تجارت ووبښل شي او قانوني شي. چېرې چې لاره وي، قاچاقبر پرې راځي، خو که چېرې قانون وي، نو بیا مالونه په معقوله توګه راځي او دلته ستاسې پام غواړم.

موضوع پنجم، معادن ما است. قراردادها (در این بخش) به صورت بسیار پراکنده و غیرشفاف داده شده. جناب صبا صاحب وزیر معادن ما بررسی سرتاسری تمامی قراردادهای بزرگ و کوچک را روی دست گرفته‌اند. ان‌شاءالله از راه معادن، افغانستان چهارصد سال زندگی خواهد کرد. په یوه قرارداد کې اته جملې آبادې ده که خرابې؟ نو باید ما ته وخت راکړئ، هغه شی چې پوخ راځي، باید پوخ شي. د خامې او پخې خښتې توپیر څه دی. خشت خام زیر باران ذوب می‌شود. خشت پخته چون اول تندور را دیده، نمی‌شکند. در نتیجه بخش معادن ما باید پخته باشد، اقدامات اساسی کردیم که آینده‌ی اولاد اولاد ما، از راه محفوظ باشد. بعضی خودسری‌ها و بی‌قانونی‌هایی که شده، در یک روز زیر کنترل نمی‌آید، ما اراده محکم داریم که آن را زیر کنترل بیاوریم. او له ټولو نه غوښتنه کوم، هر قرارداد کې چې ستونزه وي، راشئ بحث وکړئ، پوهېږئ! ما ته چې هر څه را لېږئ، زه یې لولم، لیدل راسره سخت دي ځکه چې بوج ډېر دی، خو لوستل آسانه دي.

در قاچاق، تنها قاچاق یکطرفه نیست. امروز تاریخ ما قاچاق می‌شود. سالی چندصد میلیون دالر تخمین ما است که آثار باستانی ما قاچاق می‌شود. نن بدبختانه آرامي نه شته. که چین ته وګورئ، که هندوستان ته وګورئ او که ترکیې ته وګورئ، له همدې آثارو سلګونه میلیونه ډالره عاید ترلاسه کوي. زموږ ځنګلونه قاچاق کېږي، همدغه ځنګلونه زموږ او ستاسې د اولادونو دي. ولې نن سېلابونه زیات شوي دي؟ پخوا ولې دومره سېلابونه نه راتلل؟ دلیل یې همدا دی چې ځنګلونه مو ووهل. اگر به جنگلات توجه جدی نشود، سیلاب حتمی است. توجهی که دین مبین اسلام برای حفظ طبیعت دارد، بی‌نظیر است. تاسې خو علماء یئ، همداسې ده که نه؟

نوي فلسفې ته اړتیا نه لرو. جنجال مو په دې دی چې مسلمان یوو، خو په اسلام نه پوهېږو او غواړم ستاسې د دې حرکت مننه وکړم چې دلته مو علما راټول کړي او دغې ټولنې ته د اسلام ټول احکام او ضوابط ورښيي. نو دا تور چې که اصلاحات کوئ، اصلاحات اکثریت ته ګټه رسوي او یو ډېر وړه اقلیت ته نقص رسوي او هغه هم انصاف نه کېږي. اما دوی چې وايي شفافیت غربي شی دی. د فساد په مقابل کې مبارزه غربي شی دی. خدای ﷻ دې خیر درکړي. آیا حضر عمر فاروق (رض) غربي و. که چېرې ټول شریعت او صحیح بخاري ته وګورو. دا له قرآنکریم نه وروسته ډېر لوستل شوی کتاب دی. دا بې‌نظیره کتاب چېرې لیکل شوی؟ په قانوني چوکاټ کې دنه لیکل شوی او ټول احکام یې په بلخ، هرات او بخارا کې ترتیب شوي دي، نو ضرور به موږ پوه شوو چې څه وکړو.

موضوع ششم، نظام بانکداری ما بود. کابل‌بانک به خاطر این جور نشد که مردم را از حواله و سود خلاص کند و برای‌شان سهولت ایجاد کند؛ بدون یک سیستم بانکداری خصوصاً سیستم بانکداری اسلامی، پیشه‌وران و صنعت‌کاران به پای خود ایستاد شده نمی‌توانند. نتیجه چه بود؟ از ملت زیادتر از هشتصد میلیون دالر، چند نفر محدود دزدی کردند. نکته اول ما، تمام دوسیه‌های‌شان تکمیل شده. امروز ما در حال گرفتن پول از پیش‌شان هستیم. سیستم‌های بانکی دیگر ممالک را ببینید به این صورت کسی عمل نکرده. ان‌شاءالله تعالی باید ثابت شده باشد که اراده قوی داریم در قسمت این طور تخلفات و به روی مردم خندیدن کسی را، به یک طرف نمی‌مانیم؛ اما مهم‌تر این که در دو ماه اول، چون هنوز رئیس بانک مرکزی ما نیامده بود که یک فرد بسیار وارد است و امید است که علماء کرام همراه جناب خلیل صدیق صاحب، گپ بزنید، هر بانک را من شخصاً بررسی کردم. هر بانک سره مې له خپلو ټولو حسابونو سره، نیم نیم ساعت وکتل. نن ټول اصلاحي پروګرامونه لرو. ان‌شاءالله تعالی افغانستان به د داسې یوه بانکي سیستم څښتن شي چې اقتصاد په حرکت راوړي. اوس مې زېری دا دی چې ستاسې د سپارښتنو په اساس پر اسلامي بانکي سیستم جدي کار کوو. د عربستان، اماراتو، خلیج او ټولې نړۍ عمومي موفقې تجربې به راوړو چې نتیجې ته پرې ورسېږو.

قسمت هفتم، فساد در مقرری‌های دولت بود. «تا نباشد چیزکی، مردم نگویند چیزها»! در اینجا در دو بخش اساسی که مربوط به دو قوه اساسی که ارتباط به دولت می‌گیرد، قوه اجرائیه و قوه قضائیه، اقدامات سرتاسری و همه‌جانبه روی دست داریم تا اداره پاک شود؛ اما عمق میراثِ چهل‌ساله‌ای را که گرفته‌ایم باید درک کنیم. اقدام اول این است که خود مأمورین عالی‌رتبه دولتی در کابینه، دوایر مستقل و قضا، به فساد گرفتار نباشد. امید است از این محک برآمده باشیم. دوم، اراده واضح سیاسی وجود دارد که هر کسی در مقام بالا قرار داشته باشد و خدای ناکرده به فساد دست بزند، از مقامش برطرف می‌شود. اما سوم، در قوه اجرائیه ما پنج بخش داریم. قوه اجرائیه مرکزی، اداره محلی، اداره‌های مستقل، تصدی‌های دولتی و شرکت‌ها. هیچ وقت اینها در یک چارچوب واحد نیامده بود. اکبر صاحب! – که همراه «حرکت» و پیش از آن در «آیسا» بوده – یادتان می‌آید که تصدی دولتی یک بار هم جمع شده باشد؟ ما تمامی‌شان را خواستیم و یک انسجام واضح را بنیاد گذاشتیم تا اداره جمع شود و مخصوصاً تعادل بین وزارت‌ها در مرکز و ولایت باید به صورت بنیادی تغییر کند.

پلان صد روز اول، بالای اصلاحات اولیه وزارتخانه‌ها بود. در پلان صد روز دوم این بخش‌ها را، خصوصاً مرکز و ولایات را در یک چارچوب واضح می‌آورم. هزینه‌ای که تا به حال از درک فساد کشور ما متحمل شده است، قبل از هر چیز متوجه سه اکثریت عمده زنان، جوانان و اقشار بی‌بضاعت بوده است. تخمین‌ها را دیدید، مردم افغانستان چندین میلیون دالر در سال باج می‌داد. این باج نه تنها تمامی اصول دین مبین اسلام را زیر پای می‌گذارد، بلکه تمام اخلاق را زیر پای می‌گذارد. فقیرترین افراد را مجبور می‌سازند که باج بدهند. در آن ویدیو دیدید کسی که اکت میرزا را می‌کرد، میرزا بود، کاغذ را آن طرف دور می‌اندازد و آن بچه بیچاره به چه ادب ایستاده است. این نماینده حاکمیت قانون نیست؛ بلکه یک انفجار اخلاقی است. برای مبارزه با این پدیده شوم، ضرورت به جهاد سرتاسری برای محو فساد داریم. در اینجا لازم است که از علماء کرام صمیمانه تشکر کنم که متوجه این موضوع مهم شده و بنا به نقش مهم‌شان تقاضا دارم که مردم مسلمان ما را برای چنین جهاد سرتاسری و سرنوشت‌ساز بسیج کنند. دولت نیز با تمام توان در این راه در کنار علماء کرام و مردم خود قرار دارد.

قدرمنو ګډونوالو! فساد سره مبارزه د دولت یوه اصلي وظیفه ده. موږ د دې تباه‌کوونکې ناروغۍ د ختمولو لپاره ځینې اساسي اقدامات پیل کړي دي چې طبعاً بشپړ تطبیق یې یو څه وخت ته اړتیا لري. موږ د فساد د رېښو وچولو لپاره مټې رانغښتې دي او دغه مبارزه به ان‌شاءالله تعالی د ملت او علماو په مرسته د پوره بریالیتوب پړاو ته رسوو. د فساد په خلاف د دې مهمې غونډې له برخوالو نه خواهش کوم چې د خپل بحث نتایج راسره شریک کړي، ځکه هر مشخص وړاندیز چې لرئ، پر هغه باید عمل وکړو او ان‌شاءالله تعالی عمل به پرې کوو.

تل دې وي افغانستان!
پاینده باد افغانستان!

 

¹ وَ لَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ
²
تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَ لَا فَسَاداً وَ الْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ