ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د افغانستان او جرمني د ډیپلوماسۍ او دولت جوړونې یوه پېړۍ: د کلیزې په مناسبت وینا

د افغانستان او جرمني د ډیپلوماسۍ او دولت جوړونې یوه پېړۍ: د کلیزې په مناسبت وینا
  • تاریخي ریښې: د ۱۹۱۵ کال د نیدر مایر هیئت سفر، چې د یوې پېړۍ ستراتیژیکې ملګرتیا پیل و.
  • معمارۍ میراث: د دارالامان قصر، چې د جرمني له سانسي (Sanssouci) ماڼۍ څخه الهام اخیستل شوی.
  • د بنسټیزو پروژو لیدلوری: د هیواد په کچه د اورګاډي پټلۍ بیا رغول او تخنیکي عصري کول.
  • بشري پانګه: د جرمني زده کړې چې د افغانستان ملکي خدمتونه یې تنظیم کړي دي.
  • اقتصادي نقشه: د فریدریش لېسټ نظریات چې د هیواد د صنعتي کېدو لپاره لارښود دي.
  • صنعتي اغېز: د جرمني کمپنیو رول چې د انرژۍ او روغتیا سکتورونو وده یې ګړندۍ کړې.
  • د بن پروسه: د جرمني لخوا د هغو کنفرانسونو کوربه توب چې د افغانستان اساسي قانون یې تعریف کړ.
  • د تحول لسیزه: له بهرنیو مرستو څخه د یو پر ځان بسیا دولت په لور تګ.

 

سنبله ۱۳۹۴ | ۳۰ اګست ۲۰۱۵

بسم الله الرحمن الرحیم

د دوست هیواد جرمني خارجه وزیر محترم فرانک والټر شتاین مایر، قدرمنو مېړمنو او ښاغلو!

ویاړم چې د افغانستان او المان د دوستۍ سلمه کلیزه نمانځل کېږي. د افغان، جرمني سل کلنه رابطه د دوو ملتونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ یوه ډېره ښه نمونه ده.

سل کاله پخوا د ۱۹۱۵ کال په سپتمبر کې د اوسکار نیدر مایر [Niedermayer Oskar] په مشرۍ یو جرمني هیئت کابل ته راغی چې امیر حبیب الله خان د محور دولتونو ملګرتیا ته دعوت کړي، خو امیر حبیب الله خان د محور دولتونو په څنګ کې ونه درېد. که څه هم جرمني هیئت خپل لنډ مهاله مقصد ته ونه رسېده، مګر وروسته چې د هیئت مشر د افغانستان په باره کې خپل تحقیقات په جرمني کې خپاره کړل، د دواړو ملتونو ترمنځ د منځ‌مهالې او اوږدمهالې دوستۍ زمینه برابره شوه.

کله چې په ۱۹۲۰ کال کې د افغانستان او جرمني ترمنځ رسمي مناسبات پیل شول، د هر اړخیزو همکاریو بنیاد کېښودل شو. د شاه امان الله خان په وخت کې جرمني په افغانستان کې د ځینو مهمو پروژو په برخه کې همکاري وکړه. د دارالامان د قصر اووېل‌اګانو د نقشو برابرول او جوړول، له دارالامان نه تر پُل ارتل پورې د سړک اعمار او په ډېره لره موده کې په ساختماني برخه کې د شپږ سوه افغان تخنیکرانو روزل، دا د جرمني د هغه وخت د همکارۍ نمونې دي. د جرمني د تخنیکي همکاریو د هیئت د مشر نوم اوس هم د عامو افغانانو په حافظو کې ژوندی دی او د کابل یو مشهور پُل د هارټل په نوم دی. دغه هیئت له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، یو بهترین مثال و. دوی له دارالامان نه تر پُل ارتل پورې د ریل کرښه هم وایستله.

دوی د دارالامان قصر د جرمني د امپراطور لوی فردریک د هغې ماڼۍ په نقشه جوړ کړ چې د جرمني په کیل ښار کې ودانه ده. زما لور مریم غني د دغو دواړو قصرونو یو مستند فلم جوړ کړی دی. د لوی فردریک ماڼۍ خو ځله رنګه شوې او بیا ودانه شوې ده. دارالامان هم مشابه سرنوشت لرلی دی چې امید دی د لوی فردریک د ماڼۍ¹ غوندې یو ځل بیا ورغېږي او ودان شي.

جرمني ته د شاه امان الله له سفر وروسته، جرمني حکومت د افغانستان د ریل د سرتاسري شبکې د اعمار پروژه هم پیل کړه چې متاسفانه د امان الله خان د سلطنت د سقوط په علت عملي نه شوه.

در زمان اعلیحضرت نادرشاه و بعد از آن، روابط افغانستان و جرمنی وارد مرحله جدیدی گردید که عمدتاً دو بخش مشخص داشت، یکی نظامی و دیگری اقتصادی. در بخش نظامی، اولین کورس عالی افسری با آموزگاری افسران جرمنی آغاز یافت. در بخش اقتصادی، عبدالمجید خان زابلی که تجربه قرن نوزدهم آلمان را می‌پسندید، ایده‌های متفکر جرمنی فریدریگ لیست را به شکل بنیادی و با کمک انجینیران آلمانی به کار گرفت، مانند پروژه‌های زیربنایی برق و نساجی و نیز تأسیس بانک ملی که به دست او جامه‌ی عمل پوشید. در همین دوره بود که سکتور خصوصی افغانستان با حمایت دولت به مهم‌ترین پیشرفت‌ها در تاریخ خود رسید، چه در عرصه صنعتی و چه در عرصه زراعتی.

از مهم‌ترین بخش‌هایی که نقش آلمان را در افغانستان برجسته می‌سازد، توجه آن کشور به سرمایه‌ی بشری بود، و در این راستا می‌توان از غلام محمد فرهاد، اولین شاروال انتخابی کابل، و داکتر محمد یوسف، اولین صدراعظم دهه‌ی دموکراسی دوره‌ی شاهی، به عنوان نمونه یاد کرد. همین توجه به نیروی انسانی است که فرصت را فراهم کرده است تا از میان حدود یکصد هزار مهاجر افغان که امروزه در آن کشور اقامت دارند، شمار چشم‌گیری از آنان موفق به تعلیم و تحصیلات عالی شده‌اند، که امید است در آبادانی افغانستان سهم قابل توجهی بگیرند.

د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې درې لویو جرمني کمپنیو د افغانستان په صنعتي وده کې لویه برخه واخیسته. زیمنس¹ کمپنی د سروبي د برق بند ودان کړ. هوخست² په افغانستان کې د دوا د صنعت بنیاد کېښود او هوختیف د خښتو د تولید په برخه کې همکاري وکړه. د پکتیا د ځنګلونو پروژه د محمد ظاهر شاه په وخت کې د جرمني د همکاریو، یو بل مثال دی.

در چهارده سال اخیر، آلمان میزبان سه کنفرانس مهم بوده است. یکی کنفرانس تاریخی بن که شالوده نظام کنونی افغانستان در آن بنیان‌گذاری شد و آلمان علاوه بر میزبانی در ایجاد آیساف و کمک‌های همه‌جانبه به افغانستان نقش پیشتاز را ایفا کرده است. به علاوه این کمک‌ها، آلمان در شمال افغانستان به طور خاص مسئولیت و رهبری امنیتی و اقتصادی را بر عهده داشته است. دوم، کنفرانس برلین که در اول اپریل سال ۲۰۰۴ میلادی برگزار گردید و جامعه بین‌المللی با نقش کلیدی آلمان متعهد شد که مبلغ ۸٫۲ میلیارد دالر را در یک محدوده زمانی سه‌ساله به افغانستان بپردازد و ۲۶ میلیارد را برای هشت سال بر عهده بگیرد. سوم، کنفرانسی که در سال ۲۰۱۳ در بن دایر شد و به نام «بن دوم» شناخته می‌شود. در آنجا طرح «دهه تحول» با کمک آلمان مورد استقبال جامعه جهانی قرار گرفت و تعهدات جدیدی به انجام رسید.

در تمام این چهارده سال، کمک‌های همه‌جانبه آلمان موجب تغییرات مثبتی در زندگی مردم ما بوده است.

با تکیه بر دوستی صد ساله میان دو کشور و گذاشته شدن تهداب مستحکم چهارده ساله و خصوصاً تعهد قاطع خانم مرکل در سفر ماه دسمبر گذشته‌ام به آلمان، مبنی بر حمایت از افغانستان در دهه تحول، اطمینان دارم که روابط ما بیش از گذشته عمیق، وسیع و استوار می‌گردد.

پیوند افغان – جرمنی پاینده و جاویدان باد!

 

¹ Sanssouci

¹ Siemens
² Höchst