نیمګړی فصل او د ملي حاکمیت بنسټيز کول: د خپلواکۍ ۹۶یمه کلیزه کې وینا
مهم ټکي:
- ملي یووالی: د افغانستان ځواکمنتیا پر ولس، د وطن پر ساتونکو او د قانون پر حاکمیت ولاړه ده.
- قهرمان ساتونکي: سرتېري او امنیتي ځواکونه په بې ساري مېړانه د هېواد له حاکمیت څخه دفاع کوي.
- د قربانۍ درناوی: د شهیدانو کورنۍ د هېواد د دفاع په برخه کې زموږ د دایمي شریکانو په توګه منل شوې دي.
- د قانون حاکمیت: قانونمند دولتداري د تلپاتې ثبات او حساب ورکونې یوازینۍ لاره ده.
- ولسي ګډون: امنیت او ثبات ولسي ګډون، شمولیت او ملي باور ته اړتیا لري.
- اقتصادي مقاومت: کورني تولیدات او طبیعي زیرمې د سوکالۍ او هوساینې اصلي انجنونه دي.
- ستراتیژیکه ښکېلتیا: خپلواکي له نړۍ سره سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري، نه انزوا ته.
- تاریخي مسوولیت: د اصلاحاتو له لارې د شاه امان الله خان د نیمګړي میراث او فصل بشپړول.
- پاینده افغانستان: د ازادۍ، ملي میراث او حاکمیت ساتنه د هر وګړي ایماني او ملي دنده ده.
۲۸ اسد ۱۳۹۴
نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم
جناب دانش صاحب، جناب داکتر صاحب، شخصیت جهادی جناب حضرت صاحب، رؤسای مجلسین، علماء کرام، جناب کشاف صاحب، اعضای محترم کابینه، جنرالان مأموریت حمایت قاطع، اعضای کوردیپلوماتیک، جنرالان رشید و شجاع افغانستان، جوانان، خواهران و برادران!
نخست تحفه پیشوای بشریت را خدمتتان تقدیم میکنم؛ السلام علیکم و رحمةالله و برکاته!
قبل از همه سالروز استرداد استقلال کشور را به همه هموطنان عزیز تبریک میگویم. بگذارید در این روز، سخنم را با تقدیر و تشکر شروع کنم. تشکر از نیروهای دفاعی و امنیتی افغانستان که با رادمردی و سلحشوری تمام، به پاسداری از این وطن کمر بستهاند، و نقشههای شیطانی کسانی را که در پی ویرانی و بربادی این مُلک بودند، نقش بر آب ساختند. شما اولادهای اصیل بزرگانی هستید که استقلال این مملکت را کمایی کردند.
ما به رشادت و جوانمردی فرزندان دلیر خود مینازیم، و میخواهیم فرهنگ قدردانی از جانفشانیهای این دلیرمردان در میان ما عمومیت یابد و نهادینه شود. در همین راستا، و به استقبال از روز بازپسگیری و دفاع از استقلال کشور، از میان یک هزار مدال، بخش عمده آن را به سربازان، افسران و منسوبان نهادهای دفاعی و امنیتی اختصاص دادیم. بخش دیگر آن را به علما و روحانیون، استادان پوهنتونها، معلمین، بانوان ممتاز، وارثین شهدا و معلولین و سایر شخصیتهای مستحق تقدیر، اعطا نمودیم. همچنین هدایت دادم که فرماندهان قولاردوها تا رتبه دگرجنرالی ترفیع کرده میتوانند، و کسانی که مدت معینه خود در این رتبه را تکمیل کردهاند، اجرائیات ترفیعشان عملی گردد. سیستم ترفیعات پیلوتها، داکتران و سایر منسوبان نیروهای دفاعی و امنیتی را منظم ساخته و موانعی را که از نظر بست و تشکیل وجود داشت، برطرف کردیم. همچنین هدایت دادیم که تمام مجروحین و آسیبدیدگان این نهادها در یک چارچوب منظم مورد تداوی قرار بگیرند، و قانون تدارکات را در این زمینه تعدیل خواهیم کرد تا با کیفیتترین دواها برای آنان تهیه گردد.
من از جناب داکتر صاحب عبدالله و دانش صاحب شخصاً تشکر میکنم که در هر جلسه تدارکات اشتراک کردند که ما بتوانیم به همه امور قوای امنیتی و دفاعی خود رسیدگی کنیم. ما نمیخواهیم سربازان ما دیگر از بابت غذا، لباس و سایر مایحتاجشان رنج ببرند. همه این خدمات زیر نظر بلندترین سطح رهبری حکومت اجرا خواهد شد.
تعهدات ما نسبت به حقوق خانوادههای شهدای نیروهای دفاعی و امنیتی، به قوت خود باقی مانده است. همهی ما مدیون شهادت این افراد هستیم، برایشان جنتهای برین میخواهیم، اما در مقابل بازماندگانشان مسئولیت دایمی داریم و تأکید ما بر رسیدگی به بازماندگان شهداست. تأمین مایحتاج غذایی نیروهای دفاعی و امنیتی را از راه مواد تولیدی وطن در نظر گرفتهایم، تا چرخه سودمند تولید ملی به کار افتد و دهقانان، باغداران و سایر تولیدکنندگان ملی از آن مستفید شوند.
د افغانستان غیرتي ولسه! تاسې چې خپل اولادونه د وطن د عزت او ناموس د ساتلو لپاره د ملي اردو، ملي پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو صفونو ته استولي دي، خاصه مننه درنه په کار ده. ستاسې د همدې همکارۍ برکت دی چې په دې وروستیو میاشتو کې د ملي اردو جلب و جذب ۹ فیصده زیات شو. هره ورځ زموږ قهرمان ولس وايي چې موږ د رضاکارو په حیث حاضر یوو چې له دې وطن نه دفاع وکړو او کله چې دا روحیه وي، تل به وي افغانستان. زموږ ځوانان په خپله خوښه او خپله رضا له امنیتي او دفاعي قوتونو سره یوځای کېږي او دا ثابتوي چې زموږ خلک د وطن د استقلال، امنیت او ثبات ساتلو ته ژمن دي.
تېر کال همدا وخت، ځینو کسانو تصور کاوه چې د خارجي قوتونو له وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو له انتقال وروسته به، په افغانستان کې خدای مه کړه د امنیت او قرارۍ دښمنان ځینې ولایتونه ونیسي، خو زموږ غیرتمنو عسکرو او پولیسو د افغانستان دښمنانو ته نه یوازې د ولایتونو د نیولو اجازه ورنه کړه، بلکې د ولسوالیو نیولو ته یې هم نه دې پرې ایښي او د سولې او امنیت مخالفانو چې د افغانستان په هر ګوټ کې د پرمختګ هڅه کړې ده، د افغانستان زړورو بچو سم سبق ورکړی او بیا به سبق ورکړي.
زموږ امنیتي او دفاعي قوتونو ثابته کړه چې انسجام یې ورځ په ورځ بهتره کېږي او د تحرک سرعت یې زیات دی. دغه راز د جنګ مدیریت یې عالي دی او د وطن د دفاع لپاره انګېزه یې ډېره قوي ده. که څوک د معاش لپاره کار کوي، نو معاش او مادي منفعت خو په ملکي کارونو کې هم شته دی. زموږ عسکر او پولیس د جبر له لارې نه، بلکې په خپله رضا او خپله خوښه له امنیتي او دفاعي لیکو سره یوځای کېږي. دغو حقایقو ته په پام سره ویلی شوو چې زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه د افغانستان لپاره په یوه باثباته، ملي او متحد نظام باور لري او د شخصي ګټو یا د یوې ډلې د مقصدونو لپاره نه، بلکې د ټول افغانستان د خیر لپاره په مبارزه او مجاهده بوخت دي. زه د افغانستان د وسلوالو قواوو د اعلی سرقومندان په حیث د خپل وطن په دفاعي او امنیتي قوتونو ویاړم او افتخار کوم.
دلته یو بل ټکي ته اشاره هم لازمه ګڼم او هغه دا چې په جګړو کې د ملکي تلفاتو اصلي مسئولیت د باغیانو په غاړه دی. دا باغیان دي چې په عامو لارو کې ماینونه ږدي او لارویان قتل عام کوي. دا باغیان دي چې په بازارونو، مېلو، اخترونو، ودونو او حتی د جنازې په لمونځونو او جوماتونو کې انتحاري حملې کوي او یا د کلیوالو له کورونو سنګرونه جوړوي. د افتخار ځای دی چې زموږ امنیتي او دفاعي قوتونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پوره پوره کوشش کړی دی. ډېر ځله داسې شوي چې باغیانو د خلکو په کورونو کې ځانونه پټ کړي دي او امنیتي قواوو د خپل سر خطر منلی، خو عامو خلکو ته د تاوان نه رسېدو په خاطر یې د دښمن له تعقیبه صرف نظر کړی دی.
قدرمنو هیوادوالو! دلته په کار ده چې د افغانستان له دیني علماو او قومي مشرانو هم تشکر او قدرداني وکړم چې زموږ د دفاعي او امنیتي قواوو د برحقه دریځ ملاتړ یې کړی او په ټولنه کې یې د قتل، ترور، ناامنی او خونریزی شدیده غندنه کړې ده. حقیقت دا دی چې زموږ په ټول تاریخ کې د علماو نقش ډېر مهم و او جناب حضرت صاحب نه مننه کوو چې دا نقش یې د استقلال په وخت کې هم ووایه. زموږ د هیواد په استقلال کې هم چې نن یې کلیزه لمانځو، د علماو لویه برخه ده. دا علماء وو چې د استقلال په غزا کې یې د غازي امان الله خان حمایت وکړ او دې ته یې لاره هواره کړه چې افغانستان د نړۍ د نورو آزادو هیوادونو غوندې یو آزاد او مستقل هیواد واوسي.
سالروز استقلال کشور فرصتی است تا این افتخار بزرگ را به یکدیگر شادباش و تهنیت بگوییم، همچنین زمینهای است که تجربه تاریخی خود را دوباره بررسی کرده و در روشنایی آن به سوی آینده گام برداریم.
افتخار این رویداد بزرگ تاریخی با نام شاه امانالله خان پیوند خورده است؛ اما روشنفکران، علما، مشروطهخواهان، جوانان، همه و همه در این حرکت شامل بودند. اهمیت او برای ما نه به حیث فرد؛ بلکه به حیث یک اندیشه مطرح است، زیرا او نه تنها استقلال سیاسی کشور را به آن بازگردانید، بلکه افزون بر آن، توانست دیدگاهی را برای دولتسازی ارائه کند که تا دههها بعد از او، مبنای دولتداری در افغانستان باشد. او برنامههای مختلفی را برای ترقی کشور روی دست گرفت، مانند قانونمند ساختن صلاحیتهای پادشاه، آزادی مطبوعات، عصری ساختن تعلیم، میدان دادن به قوای بشری برای سهمگیری در فعالیتهای سیاسی و اجتماعی، اقدام به کشیدن خطوط آهن و غیره. متأسفانه او نتوانست این راه را تا پایان ادامه دهد؛ چرا که اجماعی بر سر اصلاحات وجود نداشت و اتحاد قشر سیاسی از هم پاشید؛ مهمتر اینکه افغانستان در آن شرایط در انزوای شدید سیاسی قرار داشت.
پس از امانالله خان، بارها تلاش صورت گرفت که راه ناتمام او در پیش گرفته شده و تکمیل گردد. سردار محمد داوود خان در زمان صدارت و بعداً در زمان ریاست جمهوریاش و اعلیحضرت محمد ظاهرشاه در دهه دموکراسی در زمان حاکمیتشان به نحوی از انحا به آجندای دوره امانی برگشتند تا این فصل ناتمام تاریخ ما را تمام کنند. افغانستان با تجاوز وحشیانهی اتحاد شوروی سابق، وارد یک مرحله اسارت استعماری و مقاومت ملی گردید، آن هم در زمانهای که بسیاری از کشورهای مستعمره در جهان، آزادی خود را باز پس گرفته بودند. (در اینجا) بر روح تمام مجاهدینی که آزادی دوباره افغانستان را به دست آوردند، اتحاف دعا میکنیم.
دښمنان غواړي چې افغانستان دې ضعیف یا په نورو متکي حکومت ولري، خو د ولس هیله او د هیواد اساسي اړتیا دا ده چې افغانستان د داسې قوي، متحد او قانونمند دولت خاوند شي چې د هیواد د لنډمهالو، منځمهالو او اوږدمهالو ګټو ساتنه وکړی شي. دا چې د ولس دا غوښتنه ترسره کېدای شي او که نه، ځواب یې بیا هم له ولس سره دی.
د جنوبي کوریا، مالیزیا او سینګاپور حال زموږ په څېر و، خو هغوی وکړای شول د خپلې بڼې راټولونې لپاره هدفمند خوځښتونه رامنځته او ځانونه د فقیرو، نا امنه او محرومو هیوادونو پر ځای د نړۍ په غښتلیو او معتبرو هیوادونو بدل کړي.
ګرانو وطنوالو! موږ څو لارې لرو. یا به سیاسي انتحار کوو. سیاسي انتحار دا دی چې د نظام د تقویې پر ځای په شعوري او غیرشعوري توګه، پر نظام د خلکو اعتماد او باور ضعیف کړو او د نظام ریښې په تبر ووځو.
دویمه لاره دا ده چې په نیم نس د ګوزارې ژوند وکړو. که د قدرت په ناوړه استعمال او د اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو، ځوانانو او بې وزلو اقشارو د حقونو په پایمالولو، د نظام ضعیفولو ته دوام ورکړو، تل به د هیله مندۍ او بحران ترمنځ په کشمکش کې اوسېږو.
درېیمه او تر ټولو غوره لار، ملي وحدت دی چې یوازې او یوازې د اساسي قانون په شعوري تطبیق ترلاسه کېدای شي. اساسي قانون د دولت او ملت وجایب او حقوق تعیین کړي دي. اساسي قانون د قدرت سیالي چې تل د جانشینانو ترمنځ د کشمکش لامل وه، مهار کړې او د ولس د ارادې تطبیق ته یې لاره هواره کړې ده. د ولس په اراده ولاړ قانونمند دولت به ولس ته د حساب ورکولو پر اصل ولاړ وي.
د ملتونو استقلال تر هر څه مخکې، د ولس او دولت د نظر او عمل له همغږۍ نه لاس ته راځي، او اساسي معادله یې د دولت، ولس او امنیتي ځواکونو وحدت دی. کله چې یو دولت د خلکو د ارادې پر اساس ایجاد شي، هغه بیا له خلکو بېل نه شي ګڼل کېدای. موږ د دولت د ناکامولو پر ځای باید پر دې تمرکز وکړو چې «څنګه یو موفق ملت شو؟». دولت باید یوازې د خلکو د ارادې ممثل او اجرا کوونکی وګڼل شي. په امنیتي برخه کې هم باید پر امنیتي ځواکونو د اعتراض پر ځای هر افغان ځان د امنیتي مسایلو په وړاندې مسوول احساس کړي لکه چې همېشه مو احساس کړی دی. د دولت وظیفه دا ده چې په ملي مسایلو او دندو کې د ولس برخې اخیستنې ته لاره هواره کړي.
وطنداران گرامی! با سهمگیری مردم، بدخواهان این کشور به این نتیجه میرسند که اکنون با یک ملت قهرمان و مصمم مقابل هستند و نه با یک نهاد دفاعی و امنیتی. ما پیوسته از دو مفهوم سخن میگوییم: یکی امنیت و دیگری ثبات، و این دو از همدیگر فرق دارند. امنیت از راه به کارگیری زور و قوه قهریهی مشروع تحقق میپذیرد، اما ثبات از راه مشارکت و سهمگیری و باورمندی ملی. سهمی که بخشهای ملکی میتوانند در جهاد ملی برای بقا و ثبات افغانستان داشته باشند، به همان پیمانه است که بخشهای نظامی در عرصه کار خود دارند.
حکومت وحدت ملی در همین راستا گامهای زیربنایی را برداشته است. نهاد ریاست جمهوری در حال تحول به یک نهاد تسهیلکننده و تعقیبکننده امور است. از شورای امنیت ملی، تا شورای آب و زمین، کمیسیون تدارکات و سایر نهادها در حال تحول هستند. کابینه کشور مرکز تصمیمگیری است، و من نهایت خوشوقتم که میبینم روزبهروز بر کاراییشان افزوده شده و حداقل ۵۰ درصد ابتکارات از خود این نهادها میآید. راز موفقیت در ابتکار است.
اساساً حکومت وحدت ملی پدیدهای نیست که از روی تصادف و اتفاق شکل گرفته باشد، بلکه بر اساس تجاربی است که ما از گذشته داریم. این حکومت روز به روز در حال قوت گرفتن است. موقف حکومت وحدت ملی چنان که در عرصه امور داخلی بارها تشریح شده، در عرصه امور خارجی نیز واضح بوده است.
در آخرین بیانیهام شاهد بودید که پیام خود را به همه همسایهها رساندم و واضح ساختم که باید مبارزه با ترور در صدر برنامههای کشورهای منطقه قرار بگیرد. خواستم همه بدانند که کسی نمیتواند خواسته خود را با تهدید بر افغانها بقبولاند؛ اما همچنان تأکید داریم که ما خواهان صلح باعزت، پایدار و برقراری روابط نیک با همه همسایگان، منطقه و جهان هستیم.
موږ په خپل خارجي سیاست کې هم د سیمې او نړۍ هیوادونو ته دا روښانه کړې چې افغانستان ښه آینده لرلای شي، موږ یو فقیر ولس خو بډایه هیواد یوو. زموږ د هیواد طبیعي پانګه زموږ د رفاه لپاره کافي ده. موږ پوهېږو چې له اقتصادي تحرک پرته سیاسي استقلال خوندي نشي پاتې کېدای. په همدې دلیل، د خلکو اقتصادي حالت ښه کول او د هیواد رفاه او پراختیا ته توجه زموږ اساسي موخې دي. موږ په دې برخه کې اساسي ګامونه اخیستي او یقین لرو چې د راتلونکي کال له پیله به زموږ د دې اساسي اقداماتو نتایج او تاثیرات د خلکو په دسترخوان کې را څرګند شي. په وروستیو کې د دښمنانو د بریدونو
د زیاتېدلو یو هدف همدا و چې غواړې په هیواد کې د خارجي پانګونې مخه ډب کړي. موږ په خپل خارجي سیاست کې دا خبره ټولو ته، لکه لمر، روښانه کړې چې آسیا له آرام او سوکاله افغانستان پرته آرامي او سوکالي ته نشي رسېدلی. موږ د آسیا زړه یوو او تر څو چې زړه ناکراره وي، ټوله آسیا به ناکراره وي.
یوې موضوع ته د ټولو پام غواړم. په نني نړۍ کې استقلال له نورو نه د ګوښه توب او یوازیتوب په معنی نه دی. افغانستان نن له ګڼو ګواښونو سره مخ دی او د دې ګواښونو د مقابلې لپاره د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره نېکو او نېږدې اړیکو ته ضرورت لري. موږ په تېرو لسو میاشتو کې قادر شوو چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تجهیز او تمویل په برخه کې د اکثرو دوستو هیوادونو مرستې راجلب کړو او خاصتاً جنرال کمبل نه مننه کوم. غواړم همدلته د دې هیوادونو د مرستو مننه او قدرداني وکړم. موږ د سولې، رفاه او ترقي اصولي غوښتنې ته د رسېدلو لپاره د دوی مرستې او حمایت ته اړتیا لرو.
هموطنان عزیز! اگرچه در دوره شاه امانالله خان مشارکت سیاسی جامعه در حدی نبود که روند اصلاحات با موفقیت به پیش برود، خوشبختانه امروز آگاهی و سهمگیری سیاسی مردم ما به شکل چشمگیری افزایش یافته است، و ما امیدواریم تصمیمهای امروز ما به گونهای باشد که هرگاه نسلهای آینده میخواهند بررسی کنند که ما چگونه از آزمون تاریخ بیرون آمدیم، امتحان ما را جزوهای دیگر از آن فصل ناتمام تاریخ افغانستان به حساب نیاورند. رسالت همهی ما است که نهادهایی را ایجاد کنیم که در آینده یک نظام قوی و مردمسالار بر اساس هدایات دین مبین اسلام و قانون اساسی مطلقاً اسلامی ما، و یک اقتصاد پویا را به صورت پایدار داشته باشیم.
ما همه بر اساس سنت لایزال الهی رفتنی هستیم، اما افغانستان به خواست الهی جاودانه و پاینده خواهد ماند، و این مسئولیت ما است که از این آزمون تاریخی به گونهای بیرون شویم که دیگر افغانستان همیشه کشور آسیبپذیر نباشد. این، یک مسئولیت همگانی است و هر افغان در آن سهیم است، سیاستمدار، نظامی، عالم دین، شاعر، بزرگ قوم، جوان، هنرمند، زن، فقیر و دیگران.
ما میدانیم که افغانهای خارج از وطن، حتی آنانی که در شرایط بهتر و در کشورهای پیشرفتهتر سکونت دارند، قلبشان به یاد این کشور میتپد، و ما از همه آنان میخواهیم که با اتحاد و انسجام در ترقی و رفاه این کشور سهم بگیرند. افغانستان خانه مشترک همه افغانها است، و هر افغان باید از آن حراست کند.
افغانستان هدیهی هیچ کس به افغانها نیست، بلکه نتیجه قربانیهای متداوم افغانها در طول قرنها، مخصوصاً دو قرن اخیر و جهادهای بر حق ماست. بر ماست که این میراث تاریخی خود را حفظ و زمینه رفاه، ثبات و امنیت دوامدار مردم خود را فراهم کنیم.
زنده باد افغانستان!
تل دې وي آزاد او پیاوړی افغانستان!