د کاکړ یادونه: پر تاریخ او یووالي د یو افغان عالم او څېړونکی اغېز
د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په یادغونډه او د کاکړ تاریخ بنسټ په پرانیسته کې وینا
نکات اساسی:
- د کاکړ میراث: د افغانستان د معاصر تاریخ په لیکلو کې د هغه د رول نمانځنه.
- علمي تاریخ: پر شواهدو او شننې ولاړې تاریخي څېړنې ته وده ورکول.
- علمي امانتوالي: د جرات، عاجزۍ او فکري رښتینولۍ ساتل.
- علمي ژباړه: په ملي ژبو د نړیوالو علومو د لاسرسي پراخول.
- تاریخي پوهاوی: د راتلونکي د لارښوونې لپاره د تېر پېژندل.
- ملي یووالی: د ټولنیز پیوستون د پیاوړتیا لپاره له ګډ تاریخ څخه ګټه اخیستنه.
- متوازن روایت: د تاریخ د لاسته راوړنو او تراژیدیو دواړو منل.
- کلتوري هویت: د ژبني او تاریخي میراثونو ساتنه.
- د ځوانانو روزنه: د تاریخ پوهانو او مفکرینو د نوي نسل هڅول.
- د راتلونکي لیدلوری: د زده کړې له لارې د تېرو شخړو د تکرار مخنیوی.
۱۵ جدی ۱۳۹۷
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرې محترمې ګرانې خورې مریم کاکړ، کاوون جان او سباوون جان کاکړ او خوږه کاکړ، ټولو محترمو حاضرینو، استادانو، محصلانو، وروڼو او خویندو او د کاکړ صاحب مینه والو، السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
زه نن دلته د یو داسې چا په باره کې خبرې کوم چې له لسګونو کلونو مې له نږدې ورسره پېژندل او مخکې له دې چې په لومړي ځل ورسره وویم، هم مې پېژانده، ځکه دی د قلم څښتن و، علمي آثار یې لیکل او مهمې ژباړې یې کولې. ما دی د خپلو آثارو له لارې پېژندلی و. په ۱۳۵۰ کلونو کې چې زه زلمی وم او د کابل پوهنتون په ادبیاتو کې پوهیالی وم، د کاکړ صاحب دوه کتابونه ډېر مطرح وو. یو (تاریخ څه ته وایي؟) په نوم کتاب چې ترجمه کړی یې و او بل د کاکړ صاحب د ماسټرۍ د دورې تېزس و چې په کتابي شکل چاپ شوی و او ډېره توجه یې جلب کړې وه.
(تاریخ څه ته وایي؟)¹ د دانشمند «ای ایچ کار»² ډېر مهم اثر دی. ای ایچ کار د اکتوبر د انقلاب د اصل په باره کې یو داسې مؤرخ دی چې نړیوال شهرت لري. البته تاریخ څه ته وایي؟ تاریخ نه دی، بلکې د تاریخ د علم په باره کې کتاب دی. د تاریخ علم هغه پوهنه ده چې مسلمان، عالم او مفکر ابن خلدون یې بهترین بنسټګر بلل کېږي. د ای ایچ کار کتاب (تاریخ څه ته وایي؟) د همدې پوهنې یو معاصر مهم اثر دی.
ما د محصلۍ په کلونو کې د ای ایچ کار اکثره آثار په دقت لوستي وو. په دې خبره تاکید په کار دی چې پوهاند کاکړ د انګلیسي ژبې د پېچلو علمي مطالبو پښتو کولو او په روانه او آسانه ژبه بیانولو کې خاص استعداد درلود.
دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د افغانستان یو نامتو مؤرخ ولې په دوامداره توګه په ژباړه بوخت و؟ زما په آند د دې شي دلیل دا دی چې کاکړ صاحب غوښتل په هغه علمي اساساتو باندې چې ده تاریخ لیکه، نور هم پوه شي. د مهمو آثارو په ژباړلو کې د ده نقش د شلمې پېړۍ د امریکا د لومړۍ، نیمایي د مشهور مؤرخانو نقش ته ورته دی.
په ذکر شوې موده کې د امریکا اکثره لویو پوهانو د جرمني، فرانسوي، ایټالوي او نورو اروپایي ژبو مېتودونه او لیدلوري په امریکایي پوهنتون کې عام کړي. د کاکړ صاحب د ماسټرۍ او دوکتورا د تېزسونو یو لوی خصوصیت دا و چې هم د انګلیسي او هم د افغاني منابعو د ډېرې دقیقې پرتلو په اساس لیکل شوي وو. کاکړ صاحب د سراج التواریخ له هرې پاڼې سره آشنا و. همداراز د بریتانیا، هندوستان او نورو ځایونو له منابعو یې دقیقه استفاده کړې ده چې په دې ډول د افغانستان د معاصر دوران حالات تحلیل او څرګند کړي. د افغانستان د تاریخ هغه دوران چې کاکړ صاحب په خپلو تېزسونو کې ورباندې خبرې کوي، زموږ وخت ته نږدې دی او په همدې وجه متفاوت بحثونه ورباندې کېږي، لکه چې استاد احمدي ورته اشاره وکړه. ډېر اختلاف نظر ورباندې شته، نو ځکه ویلی شو چې بیاکتنه به ورته وشي او مختلف تعبیرونه او نظریات به وړاندې شي. مګر په دې کې شک نشته چې د کاکړ صاحب کتابونه به همیشه ولوستل شي او بیا، بیا به نقد ته وړاندې شي. ځکه په دغه دوران باندې د پوهېدو لپاره د کاکړ صاحب آثار د اساسي تحقیقاتو حیثیت لري.
هغه وخت چې ما کاکړ صاحب ولید او له نږدې مې وپېژاند، دی له هارورډ پوهنتون نه تازه راستون شوی و او اوچت نوم یې درلود، مګر له ټول نوم او شهرت سره، سره ډېر متواضع انسان و او هېڅ وخت یې خبرو او بحثونو کې د دې یادونه نه کوله چې د انګلستان او امریکا په مشهور پوهنتونونو کې یې تحصیل کړی دی یا یې د دنیا له نامتو پوهانو سره لیدنې کتنې کړې دي.
دده شخصیت یو سپېڅلی افغاني شخصیت و. زه له کاکړ صاحب سره په ډېر لږ وخت کې دوست او همکار شوم. د کاکړ صاحب او مجروح صاحب کورونه په پل سوخته کې وو، ما به دوی په موټر کې پوهنتون ته راوستل او دلته به ډاکتر صاحب غوث شجاعي، رسول امین او شپون صاحب هم راسره ملګري شول. الله تعالی دې دوی ټول وبښي. موږ به په یوه خونه کې ناست وو او بې خونده کافي (قهوه) مو غنیمت ګڼله، خو بحثونه مو تاوده او خواړه وو. هم به د ځوانو همکارانو او محصلانو د ښوونې او روزنې په طریقو غږېدو، هم به مو په افغانستان پېژندنې باندې ژور بحثونه کول او هم به له وطن سره د مینې او ژمني بحثونه وو.
کاکړ صاحب لکه څنګه چې له کشرانو او همزولو سره یار او ملګری و، دغسې به یې د علمي او ادبي مشرانو لکه حبيبي صاحب، الفت صاحب، بېنوا صاحب، رښتین صاحب، رښتیا صاحب، کهزاد صاحب او نورو ډېر عزت کاوه. د کاکړ صاحب تواضع له اخلاقي او سیاسي جرئت سره تړلې وه. ده د ثور له کودتا او شوروي یرغله وروسته ډېر قوي دریځ ونیوه او پنځه کاله یې په بند کې تېر کړل. په دې موده کې زه د دوی له کورنۍ سره په رابطه کې وم او د ده فداکاري زموږ ټولو لپاره د ویاړ خبره ده. د پوهاند کاکړ د شخصیت او علمي کارنامو په اړه پوهانو او لیکوالو ډېرې خبرې کړې دي او لا زیاتې خبرې به ورباندې وشي، خو زما خپله نتیجهګیري په دې ټکو کې خلاصه کېږي:
۱: د نوې مېتودولوژۍ په اساس تاریخ لیکنې کې په افغانستان کې د کاکړ صاحب نقش د یو بنسټګر نقش دی. دلته د ده نقش زموږ ستر مؤرخ کهزاد صاحب سره ډېر ورته دی.
۲: د معاصر افغانستان په تاریخ لیکنې کې کاکړ صاحب یو داسې مقام لري چې که هر یو بل مؤرخ که په دې موضوع لیکنه کوي د کاکړ صاحب د آثارو لوستلو او نقد کولو ته به ځان مجبور احساسوي.
۳: په پښتو ژبه کې د تاریخي علمي مفاهیمو په ایجاد کې کاکړ صاحب خاصه ونډه او برخه لري.
۴: کاکړ صاحب د پوهنتون د استاد په حیث ګڼ شاګردان روزلي او تربیه کړي دي.
۵: د کاکړ صاحب سیاسي تقوا او دریځونه هم خاص اهمیت او مقام لري.
د داسې کس نمانځل او قدرداني زموږ لپاره د یو فرد نه، بلکې د یوې عنعنې نمانځنه او قدرداني ده. د کاکړ صاحب له کورنۍ او ټولو دوستانو مننه کوم چې د هغه په نوم یې د تاریخ بنسټ جوړولو اقدام کړی دی. له بده مرغه په پېړیو، پېړیو زموږ اکثرو محققانو او لیکوالو داسې امکانات نه درلودل چې ژوند په کافي اندازه علمي او ادبي کارونو ته وقف کړي.
د یوې ټولنې ثبات یوازې د دولت جوړونې او مارکېټ جوړونې سره تړاو نه لري. یوه ټولنه مشترکو ملي ارزښتونو ته اړتیا لري او ملي وحدت باید یوازې په شعار نه، بلکې په عمل کې هر وګړي ته ثابت شي.
تاریخ عموماً دوه برخې لري: یوه یې د مشترکو ارزښتونو، قربانیو، سترو لاسته راوړنو او مشترکه باورونو برخه ده چې یو ماشوم، ځوان یا بل هر وطنوال په دې باور وي چې دوی د دې وطن مالکان دي. دوی په خپل وطن کې حقوق او وجایب لري او له زرګونو کلونو راهیسې د خپل وطن وارثان او ساتندویان دي.
د تاریخ بله خوا، د دردونو، کړاوونو، ظلمونو، تاوتریخوالي او بې عدالتیو نښې نښانې دي. د دې لپاره چې روښانه سبا ولرو په کار ده، د پرون او بل پرون د فاجعو په تیارو کې زنداني پاتې نشو. مستبدانو که کله منارونه جوړول، نو دې ته یې نه کتل چې چېرته دي وي او چېرته دي نه وي، بلکې د افغانستان په هر ځای کې یې وینې بهولي دي. مستبدانو که مشروطه غواهان توپونو ته تړل دا ورته مهمه نه وه چې د مور ژبه یې کومه وه او کومه نه وه. تاریخ لیکونکو ته په کار ده چې د ماضي دواړه مثبتې او منفي برخې په نظر کې ونیسي او تعادل ته پام وساتي، خو په دې ډول په دواړو برخو باندې پوه شو.
زه په دې باور یم چې د افغانستان لرغوني تاریخ ته توجه زموږ د راتلونکي ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري ده. افغانستان په ماضي کې د آسیا په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي څلورلارو کې واقع او او دغه موقعیت باید یو ځل بیا ترلاسه کړو. له بلې خوا زموږ د هېواد د هرې سیمې او هر ولایت له فرهنګي خصوصیاتو او تاریخي ویاړونو سره آشنايي به د دې موجب شي چې خپل مشترک ویاړونه لا ښه وپېژنو او درک یې کړو. دغه درک به له موږ سره مرسته وکړي چې هر افغان له بل افغان سره د مساوات په اساس متکي روښانه سبا ته په شریکه کار وکړي. موږ د یو بل له درک نه پرته، د وحدت بلې لارې نه لرو. په دردونو باندې غور په کار دی، خو ددې لپاره نه چې یو بل ته په کرکه وګورو، زما په اند د ټولو افغانانو دردونه مشترک دي او یوازې د اداء طریقه یې فرق کوي.
موږ هر یو فریاد کوو چې زما کلی سوځېدلی دی او هغه درد مو نه هېرېږي، خو خبره دا ده چې زموږ ټولو کلي سوځېدلي دي. هدف باید دا وي چې آینده باندې باور ولرو او له اوس نه اعظمي استفاده وکړو. مشهور قول دی: کوم خلک چې تاریخ نه زده کوي هغوی تکراروي.
د کاکړ بنسټ او پوهانو او خصوصاً د ځوانو محصلانو هدف باید دا وي چې د تاریخ تکرارولو مخه ونیسي. د ښې آیندې د لرلو او د ترخو پېښو د تکرار مخنیوي لپاره په کار ده چې په خپل تاریخ باندې پوه شو.
من یقین دارم که ما میتوانیم بالای فاجعههای تاریخی خود کامیاب شویم و بخش زنده آن را که بر اساس آن هویت ملی و احساسات قلبی ما حرکت میکند و جریان دارد، مورد توجه و افتخار قرار گیرد. به این صورت روح پوهاند کاکړ همیشه شاد خواهد بود. از این که بنیاد کاکړ در چاپ آثارش موفقتر باشد، خواهش من این است که سال آینده که سال صدمین سالگرد استقلال افغانستان میباشد و ما هزار سال تاریخ دری، تاریخ پشتو و اوزبیکی را و ارتباط این سه زبان ملی را با هم تجلیل میکنیم، بنیاد کاکړ در این بخش پیشقدم شوند و ما تعهد میکنیم که آثار عمده تمام نویسندگان خود را در این بحث عمده ملی انشاءالله تعالی به چاپ خواهیم سپرد.
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
یشه سین افغانستان!