داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی
متن سخنرانی مارکیت سازی

اتصال افغانستان به جهان: صادرات جلغوزه، توسعه زراعتی و رشد اقتصادی

اتصال افغانستان به جهان: صادرات جلغوزه، توسعه زراعتی و رشد اقتصادی

بیانیه در مراسم افتتاح دهلیز هوایی افغانستان – چین

نکات اساسی: 

  • نماد ملی: مسمی ساختن ۱۵ عقرب به نام "روز ملی جلغوزه" و آغاز احیای خزاین پنهان.
  • ابتکار مردمی: طرح صادرات برخاسته از پیشنهاد و نوآوری مردم پکتیا، پکتیکا و خوست.
  • خودکفایی: پایان دادن به "تنبلی" ناشی از کمک‌های خارجی و تمرکز بر سرمایه‌گذاری داخلی.
  • زنجیره ارزش: اولویت‌دهی به پروسس و بسته‌بندی معیاری در داخل به جای صدور مواد خام.
  • هویت ملی: عرضه تولیدات در بازارهای جهانی صرفاً با نام و برند "افغانستان".
  • فرصت منطقوی: بهره‌گیری از بازار ۲.۶ میلیاردی هند و چین برای ثبات اقتصادی.
  • بازار مستقیم: ایجاد رابطه مستقیم میان دهقان و خریدار بین‌المللی.
  • تمرکززدایی: انتقال پروژه‌های زراعتی از کابل به سطح ولایات و ولسوالی‌ها.
  • اتحادیه‌های مسلکی: ایجاد اتحادیه‌های منظم جهت تنظیم تولید و جلب سرمایه‌گذاری.
  • تصویر مثبت: تغییر تصویر معنوی افغانستان در جهان و تامین ثبات از طریق صادرات.

 

۱۵ عقرب ۱۳۹۷ | کابل نړیوال هوايي ډګر

بسم الله الرحمن الرحیم

جناب ډاکتر صاحب قیومي، وزیرصاحب اقتصاد، وزیر صاحب زراعت، وزیر صاحب تجارت، رئیس صاحب هوانوردي، والي صاحب ننګرهار، والي صاحب کنړ، والي صاحب پکتیا، والي صاحب پکتیکا، والي صاحب نورستان، والي صاحب لغمان، والي صاحب کاپیسا، مومند صاحب، هلمندي صاحب، ټولو مشرانو، د مجلس ټولو حاضرینو، معین صاحب کامله، خوېندو او وروڼو، لومړی تاسې ټولو ته د بشریت د ستر پیشوا تحفه وړاندې کوم، اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

مهمان های عزیز ما، شارژدافیر چین و همکارهای‌شان اولتر از همه، امروز را برای‌تان مبارک می‌گویم. امروز یک روزی تاریخی است که خزانه پنهان ما به ثروت ملی مبدل می‌شود. به افتخار این روز بعد از این پانزده عقرب به روز ملی جلغوزه هر سال تجلیل خواهد شد.

ځکه موږ باید په خپلو پټو خزانو باندې پوه شوو، اوله مفکوره له ولس نه شروع شوه او دا ډېره لازمي ده چې موږ یې ذکر وکړو او له ولس نه مننه وکړو، مفکوره په این صورت شروع شد که مردم مخصوصاً از سیزده ولسوالي و سه بزرگ‌ترین ولایت‌های تولیدکننده جلغوزه: پکتیکا، پکتیا و خوست آمدند و باز شبکه با ولایت‌های دیگر انکشاف کرد، که این ثروت عظیم ما سرش توجه نشده است. او پس له هغې نه په ډېرو خلکو په دې کې هڅې خلې کړي وي. بیا هم په اداره امور کې بشریمل صاحب، جناب دراني صاحب، احمدي صاحب، جناب قیومي صاحب، په هوايي ملکي برخې کې نورو ټولو همکارانو او خاصتاً د چین له قدرمن جمهور رئیس نه مننه کوم. په یاد به مو وي، زه چې اول وار چین ته لاړم همیشه به په صادراتو باندې غږېدم او د هغه سفر په ختم کې یو وزیر صاحب چې زاخیلوال صاحب و، راته یې وویل ته د افغانستان جمهور رئیس یې که تاجر؟ ما ورته وویل هر شی چې د افغانستان تولیدوي زه یې په افتخار پلورم او ویاړ ورباندې کوم.

دلیلي که این تشکری را به این شکل ابراز می‌کنم، از خاطر این است که انکشاف هر بخش ثروت افغانستان همکاری همه را می‌خواهد. این یک حلقه زنجیر نجیبه است. اگر یک حلقه‌اش وجود نداشته باشد به نتیجه نمی‌رسیم اما نن که ۳۰ تنه دې سبا به ان‌شاءالله تعالی ۳۰ زره تنه وي. موږ باید په دې قانع نه شوو چې له ۳۰ تنو مو شروع کړې ده. حقیقت څه و؟ تریخ حقیقت څه و؟ تریخ حقیقت دا و چې افغانستان په نړۍ کې د جلغوزو لوی تولیدوونکی و، اما په یوه ځای کې به دا ونه ګورئ چې د افغانستان د جلغوزو تولید له ۳ زرو تنو نه ډېر وي.

په داسې حال کې چې د محترم خصوصي سکتور، تولیدوونکو او والي صاحبانو تخمین تر ۵ زره تنو پورې و، نو تاسې فکر وکړئ چې دا پاتې یې څه شول؟ پاتې یې بې له دې نه چې موږ ته ګټه راوړي تلل په دوه روپیو او په ۱۰ روپیو باندې اضافه کېدل. موږ دلته وړې تړې پاتې کېدو او نورو زموږ نه ګټه اخیسته. د خصوصي سکتور نه مننه کوم، د دوی پیغام ټولې نړۍ ته دا دی چې پس له دې نه به د افغانستان تولیدات د افغانستان په اوچت نوم باندې نړۍ ته صادریږي نه د بل چا په نامه.

زحمت موږ ګالو، خدای جل جلاله جلغوزې موږ ته راکړي او لوبې ورباندې نور کوي، نو ضروري دا ده چې موږ د خپلې ملي پانګې خښتنبان شوو. دلته جناب مومند صاحب له تاسې، خصوصي سکتور نه، جناب هلمندي صاحب نه او له ټولو نه مننه کوم چې زښت ډېر زحمتونه یې ګاللي دي!

او زه خاصتاً غواړم له خصوصي سکتور نه مننه وکړم. دا ستاسې ټولو په ګټه ده، کومو کلیو کې چې جلغوزې دي د هغوی جیب ته مشروع پیسې راځي. هغوی زښت ډېر زحمتونه باسي، اما موږ د څو سوه کالو لپاره د دې ظرفیت نه درلود چې دا په ستندرد بدل کړو، په قرنتین یې بدل کړو او زمینه ورته برابره کړو.

موضوع سوم من خزانه‌های پنهان ماست، په دې ۱۷ کالو کې نړۍ ډېره سخاوتمنده وه، موږ سره یې ډېرې مرستې کړي دي، اما یوه بله نتیجه یې دا وه چې موږ ډېر سخت تنبل شوي یوو، هره ورځ دې پسې ګرځو چې څوک پیدا کړو چې له ۲۰ زره ډالرو نه تر ۲۰ میلیونو پورې پیسې راکړي.

د نړۍ په تاریخ کې داسې مملکت نه دی تېر شوی چې په خارجي مرستو باندې متوسطې طبقې ته رسیدلی وي. اصلي پانګه زموږ د خپلې پانګې انکشاف دی او د دې لپاره ضرور ده پوه شوو چې زموږ حد اقل ۴۰ فیصده زموږ وګړي لا هم په کرنه، مالدارۍ او په ځنګلاتو کې بوخت دي. نو دا جلغوزي اوله برخه ده، زما هیله دا ده چې د افغانستان د تولیداتو هر قلم د ارزښت په یوه ځنځیر بدل شي. طرح‌های دیگر هم بود. وزارت محترم تجارت سر صنایع و تجارت هم سر این کار کرده بود، مگر طرح کافی نیست. ما عمل می‌خواهیم و اینکه مردم ادعا می‌کردند که در افغانستان سرعت بوده نمی‌تواند این فکر را از خود دور کنند. اول کوریدور هوایی در هند که ایجاد شد، بدبینان چه می‌گفتند؟ دا عملي نه ده، دا لیونی بیا څه وایي؟ بیا یو شی وایي؟ څنګه شوه، دا لیونتوب و که عقل؟

د چین له ستر هیواد نه مننه کوو. هغه څه چې جناب قونسل او جناب شارژدافیر وویل، ډېره مهمه خبره ده. اول دلته د هندوستان مارکیټ خلاص و، له یوه میلیارد نه ډېر خلک د افغانستان له نوم سره آشنا دي، نن چین غواړي چې زموږ تولیدات نن د چین یو میلیارد او درې سوه میلیونه خلکو ته ورسوي. دا که سره جمع کړئ دوه اعشاریه شپږ میلیاردو ته رسیږي. آیا همدا خلک کافي نه دي چې د افغانستان زراعت او صادرات په پښو ودروي؟

نو غوښتنه مې دا ده چې موږ واقعاً د خپلو پانګو انکشاف ته راشو، ځکه په دې کې د ټولو ګټه ده. یوازې دا نه ده چې خصوصي سکتور ګټه کوي او تولیدوونکی ګټه نه کوي یا منځ کې نور ګټه نه کوي. د خپلو پانګو انکشاف څه غواړي؟ کلیو کې آبادي راوړي، کلیو کې چې پیسې وي، نور شیان آماده کېږي، روغتیا او مخصوصاً پوهنه و از این جهت ضرور است که جلغوزه، پسته، زیره و هینگ را به حیث یک سرمایه ملی ببینیم. نکات عمده‌ای صادرات ما را که بنگرید، متاسفانه بدون پروسس است.

نو اوس مې غوښتنه څه ده؟ دویم قدم او درېیم قدم کې پروسس ته لار شئ، بې له دې چې پروسس ته لار شئ چې لا هم تنها خام مواد صادروئ د دې نتیجه هم ډېره مننه. جناب دراني صاحب نه مننه کوم او اساسي خبره دا ده چې د نندارتون په ورځ کې د هرات یو دهقان او این دهقان هراتی فلسفه بنیادی تغییر زراعت افغانستان را در هفت دقیقه خلاص کرد و آن چه بود - این دهقان تولیدکننده انگور از ولسوالی انجیل بود - دو چیز گفت:

یک، در بخش تولید ما پیشرفت کافی داریم، مشکلات دیگری که مانده، خود ما حل کرده می‌توانیم؛ کوریدورهای هوایی و زمینی را انکشاف و توسعه بدهید. دوم و نکته اصلی‌اش این بود که گفت مرا با مصرف‌کننده و خریدار ارتباط مستقیم بدهید، گفت من نمی‌خواهم چیزی را تولید کنم که خریدار نداشته باشد، می‌خواهم چیزی را تولید کنم، با کیفیتی باشد که خریدار می‌خواهد.

دغه یو انقلاب دی او زه یې واقعاً هرکلي کوم، ځکه د افغانستان دهقان، باغدار او د جلغوزیو ساتونکی چې دا کار کوي، دا په اساسي توګه یو بدلون دی او دلته غواړم خاصتاً د پکتیکا، پکتیا او خوست نه مننه کوم، که نورو ځایونو کې شوي وي زه نه یم خبر، نور والي صاحبان دې راسره موضوع شریکه کړي.

له ولس مننه کوم، په دې ۳ ولایتونو کې د ځنګلونو ۱۳ ولسوالیو کې یې وضع بندي کړې او ټینګ نرخ یې اینبني دی چې پس له دې به د جلغوزو ونې څوک نه وهي. هلته په ولس کې یو لوی حرکت راغلی دی، دغه لوی حرکت سره باید کار وکړو او د دې لپاره چې کار وکړو زما غوښتنه څه ده؟ ډېره ساده ده! زه له تولیدوونکو څه غواړم؟ اتحادیې، د جلغوزو او نورو عمده صادراتو ملي اتحادیې چې تولیدوونکي یې زمینه ایجاد کړي. پوهېږم تاسې قدمونه اینبني چې ایجاد شي او موږ آدرس ولرو، له هر کلي سره هرې ولسوالۍ سره موږ پخپله ډېر کار نه شو کولای، نو ضرور ده چې دا ایجاد شي. د دې لپاره چې دوی سره مرسته وشي، نو د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته زما هدایت دا دی چې په دې هر ولایت کې خپل تخنیکي کارونه د پوهنتونونو له لارې مخ ته یوسي.

له والي صاحبانو مننه کوم چې ټولو د قوریو وړاندیزونه وکړل. جناب دراني صاحب! اوس دا نورې پروژې له کابل نه مدیریت کېږي، دوی نه ځي او په ولایتونو باندې نه ګرځي، ټول مصرف دلته کېږي، نو زه غواړم چې د کرنې وزارت پروژې ولایت محوره وي او بیا ولسوالیو ته ورسېږي، په دې کار بیا موږ پوهېږو چې په کوم ځای کې ظرفیت شته دی. موږ دلته له بده مرغه د جلغوزیو یو نفر متخصص درلود، هغه هم د کابل په ښاروالۍ کې کار کاوه، نو ضرور ده چې په دې برخې کار وشي.

دویم د پروسسونو اتحادیه ضرور ده چې تاسې ایجاد کړه، اما زه غواړم چې دا واقعاً په یوې منظمې اتحادیه بدله شي.

درېیم د صادروونکو اتحادیې دي. که تاسې دا ایجاد کړي، نو ستاسې په صادراتو د قرضونو او مرستو زمینه برابریږي او خصوصاً زموږ د دولتي او خصوصي بانکونو لپاره په دې برخه کې د پانګونې زمینه ان‌شاءالله تعالی برابریږي.

دافغانستان د صادراتو هر عمده قلم چې ګورئ په دې ترتیب به ان‌شاءالله تعالی تغییر راځي. په عین حال کې لا هم زموږ زراعتي واردات له حده ډېر دي، نو بل ضرورت او خاصتاً صنعتکارانو باندې مې غږ دا دی چې کوم تولیدات زموږ واردات کموي او صادرات ډېروي، په هغو باندې یوه بنیادی پانګونه وشي. جناب مومند صاحب ستاسې خبره په سر سترګو، زر وارې! زه به زر تر زره ټولو متضررینو سره وګورم، ما تعقیب کړې ده، ما یو هیئت ټاکلی او سرفراز صاحب چې د کابل پلان باندې یې زښت ډېر کار کړی، د دې هیئت مشر دی. هر وخت چې خصوصي سکتور وغواړي او خصوصاً کله چې ورباندې بده پېښه راشي دولت یې همکارۍ ته حاضر دی، ان‌شاءالله تعالی زر به ورسره وګورو.

بیا هم تاسې ټولو ته د دې تاریخي ورځې مبارکي وایم او دا چې له لرې ځایونو راغلي یئ، دا یو حشر دی. نن تاسې د یوه ملي حشر نمایندګي کوئ، هر شخص چې په دې تالار کې دی، د یوه دولتي، خصوصي یا ولسي بنسټ استازیتوب کوي. په مینه سره راټول شوي یئ، همدغه همغږي او همدا مینه سره وساتئ، نتیجه به یې ان‌شاءالله تعالی د دې ولس آباډي او سوله وي.

هر وخت چې خلک د افغانستان پیداوار یا د افغانستان ساخت ګوري دا نړۍ ته د افغانستان انځور بدلوي، دا دومره اهمیت لري لکه کرکټ، ځکه بل وار به په دې نندارتونونو کې د افغانستان بیرغ ته خلک په بل رقم ګوري. مننه

یشه سین افغانستان!

زنده باد افغانستان!

تل دې وي افغانستان!