ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

سوله د خبرو اترو، اجماع او ملي ژمنتیا له لارې

سوله د خبرو اترو، اجماع او ملي ژمنتیا له لارې

د سولې او اوربند په تړاو خبري کنفرانس - ارګ

مهم ټکي:

  • ملي مشوره: سوله له عامو خلکو سره پراخو مشورو ته اړتیا لري.
  • ټولشموله اجماع: سوله د ټولو هېوادوالو اساسي غوښتنه ده.
  • دیني مشروعیت: علما د سولې لارښوونه کوي او هغې ته مشروعیت ورکوي.
  • مدیریت شوی اوربند: اوربند د خبرو اترو لپاره مناسبه فضا رامنځته کوي.
  • روڼ مذاکرات: سوله د قانون او روښانه ستراتیژۍ پر بنسټ پر مخ ځي.
  • سیمه ییزه همکاري: ګاونډیان باید د تلپاتې سولې ملاتړ وکړي.
  • ولس محوره چلند: د هېوادوالو خوندیتوب تل لومړیتوب لري.
  • تدریجي پلي کول: هوکړې دقیقې اجرا او عملي کېدو ته اړتیا لري.
  • اقتصادي ثبات: پرمختګ له تلپاتې سولې سره مرسته کوي.
  • ځواب وینه او حاکمیت: د افغانستان ګټې د خبرو اترو لارښوونکي دي.

 

۹ سرطان ۱۳۹۷ | قصر چهارچنار

بسم‌الله الرحمن الرحیم.

ژورنالیستان عزیز! خوش آمدید.

خرسندم که امروز پیام‌های اساسی مربوط به کشور را از طریق شما ژورنالیستان عزیز با ملت عظیم خود شریک می‌سازم.

در نخست، درود می‌فرستم به روح همه شهدا به خصوص شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی و شهدای آزادی بیان که جان‌های شیرین‌شان را قربانی نمودند و نام‌های‌شان در تاریخ افغانستان جاویدانه خواهد ماند.

ګرانو وطنوالو!

ما د ملي وحدت حکومت له ابتداء نه اول د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړې او کوشش مې وکړ چې د سولې د راتلو په اړه د هر چا نظر ته غور ونیسم. د افغانستان د سولې په اړه اوسنی بین المللي، منطقوي او ملي اجماع په دوامداره او تکراري ډول له مختلفو مرحلو تیره شوې ده چې اوس الحمدلله په یوې سرتاسري ملي اجماع او غوښتنې بدله شوې ده.

د سولې دا اجماع له بېلابېلو اجتماعي اقشارو او ټول ولس سره د مشورو په نتیجه کې رامنځته شوې ده، لکه د افغانانو د جهاد حماسه چې د چا په انحصار کې نه ده او ټولو خلکو پورې اړه لري، همدغسې هیڅوک د سولې په پروسه کې هم د انحصار حق نه لري، ټولو سره مشوره شوې، په سولې د ټولو اجماع ده او سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده.

دا د مشورو وطن دی، یوازې د روژې په مبارکه میاشت کې مې زرهاو وطنوالو سره لیدل وکړل او د اختر په ورځ تقریباً ۴۰۰۰ نورو ته مې د اختر مبارکي وویله، زه ټولو سره روغبړ کوم. ۹۵ فیصده دا خلک چې راغلل ماته یې وویل، سوله غواړو. د روژې میاشت کې د ۳۴ ولایتونو قاریان او د حج او اوقافو رئیسان ارګ ته راغلل، او ټولو د سولې غوښتنه وکړه.

زما د انتخاباتي کمپاین اوله ژمنه سوله وه او ټولو ته مې وویل، اول کار به مې دا وي چې سوله راوړم، زما تګلاره سوله وه او سوله ده. له حزب اسلامي سره سوله د دغې ژمنې د پوره کولو اول قدم و چې له اوربند مذاکراتو وروسته بریالۍ شوه. اوس به وړاندې ځو، د سولې لپاره زموږ هر قدم په پلان او ستراتیژۍ استوار دی، عاجل او احساساتي نه دی.

بل قدم د سولې د مذاکراتو لپاره طرحو ایجاد ده. سولې باندې منطقوي اجماع تر ډېره جوړه شوې ده، د جنګ په هکله منطقوي اجماع نشته، د پخوا برعکس د سیمې هیوادونو راسره ژمنه کړې ده چې د سولې لپاره راسره همکاري وکړي، موږ نه غوښتل چې سیمه/منطقه د افغانستان په جنګ کې دخيله شي.

څلور کاله پخوا د شانګهای کنفرانس غړو هیوادونو د افغانستان د وضعیت په هکله اندېښنې درلودې، هغه اندېښنې موږ رفع کړې، اوس وضعیت بدل شوی دی، تاسې ولیدل تېره میاشت د شانګهای کنفرانس ټولو غړو هیوادونو په اتفاق سره د افغانستان له سولې ملاتړ وکړ او د همکارۍ ډاډ یې راکړ. د افغانستان په هکله د شانګهای کنفرانس دا ګام بې سابقې و.

هموطنان گرامی!

مشوره به حیث یک اصل برای ما اهمیت خاص دارد، به خصوص مشوره در مورد صلح که ریشه در ارزش‌های اسلامی ما دارد؛ چون ما یک عنعنه‌ی عظیم صلح داریم، سعی می‌کنیم که در تسلسل و تداوم ارزش‌های اسلامی خود به آن دست یابیم. بحث ما در رابطه به صلح در چوکات دین مبین اسلام و متعلق به رفتار پیامبرﷺ است؛ زندگی او برای ما یک الگوی بارز است.

صلاحیت‌ها و مسئولیت‌های رئیس‌جمهور در قانون اساسی مشخص و واضح است. این که چه کسی از مردم نمایندگی می‌کند، این هم معلوم است؛ این که اعلام جنگ و صلح از کدام مراجع صورت گیرد، واضح و روشن است.

همان طوری که ما طرف مقابل جنگ را تعریف کردیم که با کی درگیر هستیم، حالا طرف صلح را نیز تعریف کرده می‌توانیم که با کی صلح می‌کنیم.

مشروعیت، نیابتی نیست. اگر کسی به نمایندگی از ملت صحبت می‌کند، باید مشخص شود که مشروعیتش ناشی از چیست؟ و بر اساس کدام قانون و مکانیزم حق صحبت کردن به نمایندگی از ملت را دارد؟

حماسه جهاد، افتخار علما و ملت افغانستان است؛ نظام و دولت فعلی، میراث جهاد برحق مردم افغانستان می‌باشد. همان طوری که افتخار حماسه جهاد از ملت است، تصمیم‌گیری در مورد صلح نیز متعلق به ملت می‌باشد. از این جهت باید به صورت واضح بدانیم که تصمیم ما بر اساس شخصی و سلیقوی گرفته نمی‌شود.

در استراتیژی امریکا در رابطه به افغانستان و جنوب آسیا، هدف از استعمال قوه، صلح است و هدف، یک افغانستان باثبات و امن در یک منطقه‌ی باثبات و امن است.

سه چیز باعث شد که پروسه صلح را تشدید بخشیم:

اول – گردهم آمدن ۲۹۰۷ عالم دین از سرتاسر کشور در کابل که دیدگاه واضح و فتوای متفقه‌شان را طبق اوامر و احکام قرآنی در مورد ضرورت صلح بیان داشتند و علماء کشور صدای‌شان را به خاطر تأمین صلح بلند نمودند.

دوم – علماء دینی ما دو انتخاب داشتند: جنگ و صلح، اما علماء دینی ما طبق احکام قرآنی، راه صلح را انتخاب کردند؛ چون صلح از سنت رسول اکرمﷺ است و این بحث ریشه‌ی عمیق در دین مبین اسلام دارد.

سوم – برای این که بحث صلح به باورمندی تبدیل شود، ما برای آتش‌بس نیت، اراده و آمادگی داشتیم. تقدس ماه مبارک رمضان، تقدس شب قدر و عید سعید فطر باعث شد که این آتش‌بس را زود اعلام کنیم. بعد از ختم آتش‌بس به خاطر ارج گذاشتن به زندگی، آن را تمدید نمودیم.

با وجود اجماعی که در مورد صلح موجود بود، هیچ حرکت فعال در مورد آتش‌بس و صلح دیده نمی‌شد. اگر ما اول منتظر این می‌بودیم که پیمان صلح به امضا برسد و بر اساس آن آتش‌بس صورت بگیرد، ما باید تا زمان نامعلوم منتظر اقدام برای توقف خونریزی می‌بودیم. ما در یک بن‌بست قرار داشتیم، مانند دو موتری که در یک پُل از دو طرف می‌آیند و هیچ کس نمی‌خواهد که یک عقب‌نشینی موقتی کند تا هر دو بگذرند؛ آتش‌بس این بن‌بست را شکستاند و یک تحرک ایجاد کرد.

این یک تجربه کنترل شده بود؛ جنگ جریان داشت و در صورت حمله جواب می‌دادیم. همه نیروهای امنیتی و دفاعی در حالت تیارسی و احضارات درجه یک قرار داشتند و دارند. پس له اوربنده فضا بدله شوه، کله چې چمن حضوري ته د هلمند د سولې کاروان ته ورغلم او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه، ما همانلته ځای په ځای د دوی غوښتنه ومنله او د سولې کاروان ته زموږ رښتینولي، استقلال او د حکومت نیت او اراده ثابته شوه. ټولو ته معلومه شوه چې بل څوک موږ ته سوله نه شي راوړی، یوازې افغانان سوله، رفاه او امنیت راوړی شي.

فساد، قانون‌شکنی و جرم، میراثی است که از دهه‌های گذشته به ارث برده‌ایم. ما اراده محکم داریم تا تصمیم بگیریم که انحصار در رابطه به صلح از بین برود. اقدام مسوولانه، مسئولیت می‌خواهد و در این مورد معامله نخواهد شد؛ هیچ کس حق وتو ندارد.

در مورد اجماع صلح تواضع، شجاعت و اراده در کار است تا به صدای مردم گوش داده شود و بر اساس فرمایشات آنها اقدام صورت گیرد. منافع ملت باید همیشه بالای منافع عده‌ی محدود – با تمام احترام به آزادی و افکارشان – ترجیح داده شود.

تشویش و نگرانی در کجاست؟

من به نمایندگی از مردم افغانستان می‌پرسم که با دوام جنگ چه قدر افغان باید از بین برود؟ و تا چه وقت این جنگ و کشتار ادامه داشته باشد؟ قصه ماه‌گل از یادم نمی‌رود. خانم ماه‌گل که تازه با امیدهای زیادی با خانواده خویش از ایران به وطن برگشته بود، در رویداد تروریستی در هنگام توزیع تذکره، یک دختر کوچکش شهید و دیگرش زخم برداشت و شوهرش هم زخمی گردید. در شفاخانه ایمرجنسی ماه‌گل به من گفت که دخترم را برایم دوباره بده! چگونه قلبی باشد که از شنیدن این تقاضا آب نگردد.

افغانستان، یک جامعه‌ی باز است. پیمان صلح به شکل پنهانی صورت گرفته نمی‌تواند. سیاست صلح افغانستان نیز سیاست باز و سیاست مذاکره است. اعلام آتش‌بس ما مشروعیت دینی و اسلامی داشت، به همین خاطر مورد استقبال گرم مردم و جهان قرار گرفت.

مشوره یک چیز است و تصمیم‌گیری چیزی دیگر است. بین اجماع و طرح صلح باید تفکیک قایل شویم، بالای طرح صلح بعداً در جریان مذاکره بحث می‌شود. تفکیک بین آتش‌بس، صلح و پیمان صلح ضروری است. روزی که به پیمان صلح ان‌شاءالله برسیم، این پیمان به تأیید و تصویب نیاز دارد.

مسئله داخلی صلح افغانستان سه بعد دارد: مردم، حکومت و طالبان. مردم از حکومت و طالبان خواستار صلح و قطع جنگ هستند. حکومت این خواست مردم را پذیرفته است؛ زمان آن است که طالبان به این خواست مردم جواب مثبت بدهند. اوس طالبان له ولس سره مواجه دي، د افغانستان له دیني علماو سره مواجه دي، د اندونیزیا، پاکستان او د مکې او مدینې خطیبانو سره مواجه دي، د اسلامي نړۍ له علماو سره مواجه دي. پر حکومت هم دغه فشار موجود و، خو حکومت د یو مسوول حکومت په څېر د دغه فشار پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړ. اوس باید طالبان تصمیم ونیسي چې د سولې په خاطر له دومره فشارونو سره څه ډول برخورد کوي.

اولین وظیفه من این است که از خونریزی جلوگیری کنم. اول امنیت و بعد از آن رفاه آمده می‌تواند. این مرحله‌ی تجدید نظر است و آمادگی برای آغاز گفت‌وگوی صلح بین‌الافغانی است.

هر تشویش بجاست. من بارها در جلسات مشورتی با سیاسیون، احزاب سیاسی، جامعه مدنی، شبکه‌های زنان، جوانان و همه اقشار، نه‌تنها خواستار فهرست نگرانی‌ها، بلکه خواستار طرح‌های کتبی‌شان شده‌ام. باز هم از این تریبون اعلام می‌کنم که خواهان طرح‌ها هستیم. امید است که مفکوره‌های منظم، منطقی و منسجم به صورت کتبی شریک شوند و مورد بحث و گفتمان ملی قرار بگیرند.

من اطمینان می‌دهم که در زمان آغاز مذاکرات، نظریات همه اقشار در نظر گرفته می‌شود. از آغاز حادثه هفت ثور تا کنون طرح عملی برای حل بحران که موجب اجماع ملی قرار بگیرد، متأسفانه ارائه نشده است.

مشروعیت نظام، دوامدار است؛ جامعه و قوانین ما مردم‌سالار است. ابزار من در هر اقدامی، قانون بوده است و برای اصلاحات، هر اقدام بر اساس اصول و قوانین صورت گرفته است که مثال‌های متعددی در این زمینه وجود دارد.

ملت ما بزرگ است و در زمان آتش‌بس بزرگی خود را نشان داد. من بالای مردم خود افتخار می‌کنم که ظرفیت و خویشتن‌داری خود را نشان دادند؛ به جای ابراز خشم بر طالبان با تواضع و محبت روبه‌رو شدند. قشر سیاسی ما نیز باید از مردم بیاموزند که چگونه از خود حوصله نشان دهند. احترام به احساسات مردم مهم و لازم است و نباید در مقابل احساسات مردم قرار بگیریم.

فساد، کار یک اقلیت کوچک است. آرزوی ملت، از بین بردن فساد است و به خاطر برآورده شدن آرزوهای ملت، اقدام می‌شود. با وجود تمام مشکلات میراثی، ما در جهت مثبت قرار داریم. ما در حال حل مسایل هستیم. اولین خواست مردم ختم جنگ و صلح است، صلح خیر و نعمت است.

طالبه! راشه د سولې اراده وکړه، دا افغاني فشار دی، بهرنی نه دی. د علماو غوښتنه ده، د ولس او ښځو غوښتنه ده، فیصله وکړه! علما درته قرآن مخې ته کوي. خلک درته اولادونه مخې ته کوي. اوس به ته فیصله کوې چې ولس وژنې او که ولس ته مثبت ځواب ورکوې.

تل دې وي افغانستان!

یشه‌سین افغانستان!

زنده باد افغانستان!

پوښتنې او ځوابونه

مجیب مشعل، خبرنگار نیویارک‌تایمز: [ترجمه از انگلیسی:] تشکر آقای رئیس‌جمهور! می‌خواهم که به انگلیسی سؤال کنم. ایجاد و آغاز آتش‌بس! می‌خواهم در این مورد سؤال کنم که چارچوب مذاکرات چه خواهد بود؟ اعلامیه مسوولین ایالات متحده امریکا نشان‌دهنده آمادگی آنان برای جهت‌دهی بیشتر در مذاکرات است. حکومت شما با جهت‌دهی بیشتر امریکا در مذاکرات با طالبان، راحت است یا در برابر آن قاطع هستید؟

رئیس‌جمهور غنی: [ترجمه از انگلیسی:] تشکر از شما! ما ضرورت داریم که به چند مرحله فکر کنیم.

در مرحله اول ما باید در مورد مذاکرات، گفت‌وگو کنیم؛ ما در همین مرحله هستیم. هدف این است که ضرب‌الاجل‌ها را بشکنیم و هرچه زودتر وارد گفت‌وگو شویم. نظریاتی که موانع را می‌شکنند، داشته باشیم و آغاز نماییم.

مرحله دوم، مرحله بین‌الافغانی است. ما باید به لیستی از موضوعات کلیدی برسیم، که به دو بخش مربوط به طالبان و حکومت، تقسیم شده باشد. پس از آن به بحث جدی به منظور حل آنها برسیم. یک تیم مذاکره‌کننده از طرف شورای عالی صلح گماشته می‌شود که از لحاظ تسهیلات لوجستیکی و مشوره‌های مورد ضرورت‌شان، از طرف حکومت حمایت می‌گردد. این تیم قطعاً شامل نماینده زنان افغان نیز می‌باشد و ما نسبت به افغانستان متوجه دستاوردهای سال‌های گذشته هستیم. بخش دوم مذاکرات، شامل نقش هر دو جانب، هم منطقه و هم امریکا و پیمان ناتو، خواهد بود. امریکا نیز به صراحت اعلام کرده که موضوع مدت حضورش در افغانستان و میکانیزم آن زیر بحث قرار دارد. به همین اندازه ما باید از همسایه‌های خود تضمین قوی و اطمینان‌دهنده از دستیابی به صلح دوامدار بگیریم، نه صلحی که روی کاغذ است.

مرحله سوم، دربرگیرنده ی تصویب است. این هم دارای دو جزء می‌باشد که جزء اول، تصویب به سطح ملی است. ما باید روی یک میکانیزم قابل قبول با توجه به ماهیت موضوع توافق داشته باشیم. این می‌تواند در داخل حکومت در سه قوه و متناوب صورت گیرد. تیم ما می‌تواند یک لویه جرگه را تشکیل دهد. در عین حال میکانیزم تصویب، باید ملی باشد. قسمی که به شما گفتم افغانستان یک جامعه باز است و هیچ توافق صلح پشت دروازه بسته صورت نمی‌گیرد. جزء دوم، تأیید به سطح منطقه و بین‌المللی توسط حکومت‌هاست و ما باید تعهدات خود را شرح کنیم و آنها را نمایش دهیم.

مرحله چهارم، مرحله اجرا است که این هم دارای دو بخش می‌باشد. بخش اول آن تقسیم اوقات رسیدن به توافق صلح می‌باشد که اجراءات اولیه آن با انتقاد بسیار خواهد بود؛ به خاطر این که اعتمادسازی دارای چندین موضوع می‌باشد؛ تنظیم و تبدیل طالبان از سازمان نظامی به یک سازمان سیاسی و غیره و غیره. بخش دوم مرحله صلح‌سازی است که یک آشتی واقعی است که در آن تمام مردم درگیر جنگ و مصروف زندگی در کشور، یکدیگر را در آغوش می‌گیرند و به یک دیدگاه مشترک و یک برنامه مشترک عمل واقعی می‌رسند.

امریکا شریک کلیدی ماست و می‌خواهم به شریک بنیادی‌مان اشاره کنم و تکرار نمایم که هدف استراتیژی ایالات متحده برای آسیای جنوبی، حمایت قوی از ماست و از ایجاد ماحول برای رسیدن به افغانستان باثبات در یک منطقه امن و باثبات تشکر می‌کنم.

پوښتنه: رئیس صاحب، د سولې مذاکراتو په جریان کې داسې هم ویل کېږي چې وسله‌والو طالبانو ته ښايي د امن سیمو په نامه یو شمېر سیمې وسپارل شي، دا طرحه له دې وړاندې په افغانستان کې یو شمېر سیاسي احزابو هم مطرح کړې وه او داسې ویل کېږي چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې او احتمالاً شپږو ولایتونو کې دوی ته سیمې ورکړل شي. آیا د سولې د مذاکراتو په پروسه کې دغه شپږ سیمې هم شاملې دي او که نه ورکول کېږي؟ او طالبانو سره اوربند غځوئ او که نه؟

ذبیح‌الله دوراندیش، خبرنگار تلویزیون خورشید: آقای رئیس‌جمهور! شما آتش‌بس را ده روز دیگر هم اعلام کردید که دیروز به پایان رسید. حالا بار دیگر به نیروهای امنیتی دستور آتش‌بس را می‌دهید یا که اجازه می‌دهید، طالبان را مورد هدف قرار دهند؛ زیرا بیشتر ولسوالی‌ها با تهدید امنیتی روبه‌رو است. همچنین آقای رئیس‌جمهور در اعلام آتش‌بس در روزهای عید اکثر طالبان آمدند و وارد کابل شدند...

رئیس‌جمهور: به سؤال دوم‌تان رسیدید! دوام بدهید.

خبرنگار: حالا برنامه نیروهای امنیتی برای شناسایی افراد چی است؟ دیده می‌شود که هنوز تهدید جدی در کابل وجود دارد؛ این افراد طالبان معلوم نیست که آیا علاقه‌مند صلح هستند و یا به تحرکات‌شان ادامه می‌دهند؛ نمونه‌اش، فرمانده پیشین پکتیا را که دیروز در کابل به قتل رساندند. تشکر!

باعث حیات، خبرنگار آریانانیوز: در مورد واگذاری مناطق امن به طالبان، می‌خواستم بپرسم که این با کدام طرح صورت می‌گیرد و آیا برای‌شان سپرده می‌شود یا نه؟ و یک نگرانی کلانی که وجود دارد این است که تا امروز ما می‌گوییم که پاکستان پناهگاه طالبان است و نشود که افغانستان به پناهگاه طالبان تبدیل شود. این نگرانی وجود دارد؛ پیشنهاد این طرح از سوی کی است؟ یک موضوع دیگر که من با والی میدان وردک حدود نیم ساعت مصاحبه داشتم که او گفت طالبان از روزهای آتش‌بس سوءاستفاده کرده و ۱۳ پاسگاه را در جلریز سقوط دادند که به لباس آتش‌بس آمدند، آیا سوءاستفاده صورت گرفته و چه قدر تاوان نیروهای امنیتی در این آتش‌بس بوده است؟

رئیس‌جمهور: د امن سیمو طرحه د حکومت طرحه نه ده. سیاسي اجماع په دې باندې موجوده نه ده. هر پیشنهاد او آوازه ای که در این بخش است، طرح‌های فردی است. من ۳۴ والی را در هفته گذشته، کل‌شان را در کابل دیدم. هر کدام‌شان پانزده دقیقه وقت داشت و بعد از آن همراه‌شان در چهار گروه، ساعت‌ها را تیر کردم [گذراندم]. برای طرح امن به شکلی که تصویر عمومی است، اجماع عمومی وجود ندارد. دا وروسته خبرې دي. وړاندیزونه دي، حکومت یو حکومت دی او یو بیرغ دی. موږ هېڅ ساحه چا ته نه سپارو. طرح این است که خدمات اجتماعی را مخصوصاً در چارچوب خشک‌سالی، سیلاب و بیکاری – که وجود دارد – ما چه طور توسعه دهیم؟ طفل طالب باید حق داشته باشد که به شفاخانه ما برود. زن مریض یک طالب، زن افغان است؛ باید خدمات صحی را برایش ارائه کرده بتوانیم؛ اما اینکه ساحه‌ها مبدل شود به پایگاه‌های خاص، جغرافیای افغانستان مقدس و یک جغرافیا است. نو هیله ده دا واضح شي، اوربند خلاص شو، زموږ امنیتي او دفاعي قواوې اجازه لري چې خپل عملیات وکړي. دلیل یې دا دی چې د سولې دا پلان له قوت نه مطرح شوی، نه له ضعف نه او ټولو ٣٤ والي صاحبانو له ما غوښتنه وکړه چې منسجم او منظم عملیات باید وشي. اما د عملیاتو شروع همزمان د سیاسي پروسې غځول دي. سیاسي پروسه به غځول کېږي. هغه شی چې اوس واضح دی، معلومه ده چې ډېر طالبان سوله غواړي، دا یې وښودله چې له جنګ نه ستړي دي او موږ باید دې ته احترام وکړو.

برداران محترم و خواهران عزیز!

اگر به جای این ملت، یک ملت دیگر می‌بود و این طالبان هم می‌آمدند در شهرها یا در ولسوالی‌های ما، فکر میکنید، چند نفر از اینها کشته و ترور می‌شدند؟ چند نفر از اینها با جارو خارج ساخته می‌شدند؟ از ملت باید یاد بگیریم. ملت نشان داد که آماده آشتی است و این بزرگ‌ترین دستاورد است. بنابراین از هدف صلح نمی‌رویم، اما واضح بود که اوربند یک تجربه کنترول‌شده در این مرحله بود. اوس باید ولس پر طالبانو فشار راوړي چې اوربند ته راشي. هر وخت چې طالب اوربند وغواړي زه اوربند ته تیار یم او د ولس غوښتنه اوربند دی. د اوربند موده دې له موږ سره تعیین کړي، لس ورځې یې غواړي یا یو کال یې غواړي. اما که حمله کېږي او حملې وشوې، ځواب یې په قوت دی. جمهوري ریاست زما د وظيفې یوه برخه ده، سرقومانداني اعلی یې بله برخه ده.

آتش‌بس به صورت ٩٨ فیصد آتش‌بس موفق بود که به صورت مقایسوی بی‌نظیر است. صدها پیمان‌های صلح را ببینید، مشکل‌ترین موضوعش آتش‌بس بوده است. اقداماتی که در میدان وردک شد، به قوت تمام برایش جواب داده شد. قوا دیروز باز هم عملیات داشت و در جایی که اقدامات مخالف دولت شد، من اجازه عملیات داده بودم. اعلام آتش‌بس، اعلام این نبود که ما دست‌های خود را در پشت سر خود بسته بکنیم؛ ولی این بود که به وضاحت می‌خواهیم به مصالحه برسیم و به فضل خداوند هر ٣٤ والی اجماع مطلق دارند که آتش‌بس، فضای سیاسی و جنگی را تغییر داد. در دو ولایت تشویش‌های جدی وجود داشت از خاطری که در آنجاها، طالبان کدام قدم به آتش‌بس پیش نگذاشتند: سرپل و فاریاب. در باقی ولایت‌ها و در اکثریت ٢٤ ولایت، وضعیت را بسیار مثبت بررسی کردند؛ در باقی ولایت‌ها وضعیت را متوسط بررسی نمودند. قوای امنیتی و دفاعی از روز اول هدایت داشتند که تشخیص کنند. امنیت ملی کارهایش در یک شهر افغانستان متوقف نشد. در شهرها کدام اعلام آتش‌بس در مقابل تروریست‌ها نبود. معلومات زیادتر شده، آگاهی زیادتر است، اما ما باید بفهمیم که ما در یک محیط خطرناک ژوند کوو. نیروها آگاهی کامل دارند و سر قوای امنیتی و دفاعی ما احضارات درجه اول ضروری است و این صورت گرفته است.

د شمشاد خبریال، ذبیح الله خورشیدي: غواړو په دې پوه شو چې له پاکستان سره په دې وروستیو کې چې کومې خبرې وشوې، د دواړو لوریو ترمنځ هئیتونه چې تبادله شول څه نتیجه لاس ته راغله؟ مننه!

حدیث پردېس، آزادي راډیو: متأسفانه په افغانستان کې کله چې د سولې موضوع یادېږي ورسره جوخت د پاکستان نوم هم یادېږي، پاکستان په دې برخه کې کومې ژمنې کړي او په دې ژمنو څومره باور کېدای شي؟

کریم امیني، طلوع نیوز: با تشکر! جناب رئیس صاحب، مردم انتظار داشتند که امروز شما دو پیام را برای‌شان بدهید: یک، بدخبری که متأسفانه همان ادامه جنگی است که بالای مردم افغانستان تحمیل شده است و فکر کنم همین موضوع داده شد. دوم، خوش خبری که ختم جنگ باشد و نتایج مثبتی که شما در جریان آتش‌بس گرفته باشید که در نتیجه آن مذاکرات آغاز شود. حالا بالای مذاکرات زیاد گپ زده شد و طرح‌ها هم گفته شد؛ ولی مهم این است که آیا شما چراغ سبز، پیام یا نشانه‌ای هم برای آغاز مذاکرات گرفته‌اید یا اینکه طرح‌های داریم در جیب خود ما؟

رئیس جمهور: مننه! طرح‌های ما در جیب ما نیست، با نهایت احترام! اگر طرح‌های ما در جیب ما می‌بود، مردم افغانستان در این عید، دو عید نمی‌داشتند. برای هر کدام‌تان که از چهل سال پایین هستید، این عید، اولین روزی بود که عید داشتید. امید است که قضاوت شما عادلانه و بر منطق استوار باشد. افغانستانی که من به میراث گرفتم با افغانستانی که امروز واقع است، از نگاه اجماع ملی، منطقه‌ای و بین‌المللی، یک افغانستان بسیار متفاوت است؛ جناب محترم! [خبرنیار]

دنیا در حال فرار بود یا نی؟ در منطقه در انزوا بودیم یا نی؟ اگر طرح‌های ما طرح‌های روی جیب می‌بود، امروز به این اجماع منطقه‌ای و جهانی نمی‌رسیدیم. از حرمین شریفین در چهل سال گذشته آواز صلح و تقویه پروسه صلح افغانستان را شنیده بودید؟ صلح یک پروسه‌ای نیست که مانند حرکت بیست کیلومتری از یک نقطه ثابت به نقطه دیگر باشد، چون یک‌طرفه نیست؛ مخصوصاً صلح افغانستان که چندبعدی است و یک بعدی نیست. از این جهت تمرکز سر هدف، تجدید اجماع و انعطاف در راه به دست آوردن اهداف به کار است. نکته امیدی که من برای ملت افغانستان در عمل ثابت کرده‌ام، این است که حرکت به صورت مثبت است؛ اما یک چیزی را که در راه، به آن نرسیدیم، نمی‌توانیم آن را موفقیت اعلام کنیم. موفقیت روزی است که ما تطبیق پیمان صلح را جشن بگیریم. این، آرزو و امید است که در یک قدم به دست نمی‌آید. باید واضح پوه شوو چې مشکل مذاکرات مو په مخ کې دي، دا ملت باید پرېکړه وکړي، دا ملت باید په بنسټیزو اختلافونو باندې چې موجود دي نتیجې ته ورسېږي، باید منطقه راوړو چوکاټ ته، باید نړۍ راوړو چوکاټ ته، نو دا نه کېږي لکه چې زه معلم اوسم او راشم یو لکچر سر تر پایه تشریح کړم. د افغانستان جمهوري ریاست یو دروند بار دی چې دقت غواړي او دا د سیلابو په منځ کې حرکت کوي او باید اوبو لاندې نه شي.

د پاکستان په برخه کې:

اول، زموږ مناسبات له پاکستان سره درې مختلف بُعدونه لري. اول دا ده چې افغانستان او پاکستان کله چې ان‌شاء‌الله د طالب مسئله حل شي، یو بل سره څنګه ژوند کوي؟ دې باندې څلوېښت کاله کېږي چې په اساسي توګه کار نه دی شوی. زموږ یوه عمده برخه دا ده چې اوس پوه شوو چې افغانستان څنګه د آسیا د څلورلارې په حیث پاکستان ته ګټور ثابتېږي؟ زه به دوه مثاله درکړم چې پوه شوو، زموږ مذاکرات په دې برخه کې څنګه دي.

نړیوال بانک یوه خپرونه کړې ده چې پاکستان به په سل کلنۍ، یعنې ۲۰۴۷ کې دوه سناریوګانې ولري، که دېرش کاله پخوا یا څلوېښت کاله پخوا په څېر حرکت وکړي، ډېر بېوزله مملکت به وي، اما که ځینې اساسي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي، شاید له اقتصادي نظره یوه منځګړې مملکت ته ورسېږي او د دې یو عمده دلیل دا دی چې څنګه به سیمه‌ییزه همکاري کوي. د دې لپاره، هېره مو نه شي چې په عین کال کې به افغانستان خپله درې سومه کلیزه د ستر احمدشاه بابا نمانځي او موږ هم باید پوه شوو چې درې سوه کالو کې مو څه کړي دي.

چې دویمه طرحه عملي شي، نو پاکستان ۷۵ زره مېګاواټه برق ته ضرورت لري او دا داخل نه، نه شي پوره کېدای، نو ځکه د مرکزي آسیا نه برق انتقالول پاکستان ته یوه حیاتي موضوع ده. موږ دغه کار کولای شو، عملاً یې ثابتولای شو. همدا اوس د خصوصي سکتور یو نیم میلیارد ډالر پانګه تر بحث لاندې ده چې څنګه د ترکمنستان نه موږ څو زره مېګاواټه برق پاکستان ته ورسوو او دا شروع د کار ده.

دویم، مرکزي آسیا. قزاقستان سره څوک د غنمو په تولید کې رقابت کولای شي؟ د قزاقستان غنم که غواړو خلیج ته ورسوو، په کومو لارو به یې رسوو؟ په کومو لارو باید لار شوو؟ نن دا طرحه د رېل پټلۍ ده. اوزبیکستان حاضر شو او د جلالتمآب میرضیایف¹ نه زه خاصه مننه کوم چې ۵۰۰ میلیونه ډالره خپلې پیسې په دې پټلۍ باندې پانګونه کوي، موږ ۵۰۰ میلیونه خپلې ورکوو او نوره هغوی کوي.

که پاکستان غواړي چې ګوادر په پښو ودرېږي، بې له دې نه چې مرکزي آسیا سره دا بندر ونښلول شي بله لاره د ګټې لري؟ نو یو عمده بحث زموږ دا دی چې موږ څنګه له یو بل سره ژوند کوو؟ خویندو ورونو، دغه بحث نوی دی او دا بحث بریالی بحث دی، ځکه دغه بحث ته مرکزي آسیا داخله شوې او ډېر په قوت داخله شوې ده. زموږ هدف یوازې پاکستان نه دی، موږ غواړو چې مرکزي آسیا له هند سره وتړو، ټاپي پروژه د دې مثال دی او نورې پروژې به ان‌شاء‌الله تعالی ولرو.

دویمه خبره دا ده چې له پاکستان سره زموږ په مناسباتو کې د طالبانو موضوع باید حل شي. دلته څه شوي او څه په کار دي؟ د کاغذ په مخ اول وار لپاره موافقه شوې. د افغانستان او پاکستان د مذاکراتو چوکاټ کاغذ ته راغلی، اوس جدي اقدامات په کار دي.

دې اقداماتو کې موږ پرمختګ غواړو. اما معنی یې دا نه ده چې یو سیاست چې اویا کاله او مخصوصاً څلوېښت کاله دوام درلود، باید تغییر وکړي، د تغییر مراحلو ته هن موږ باید آماده ووسو او دا حوصله ولرو او دا تمرکز ولرو.

زه نه بهرنی ملګری لرم، نه بهرنی دښمن! زه د افغانستان د ګټو ممثل یم! ما ته نه څوک خوښېږي او نه ورونه! ماته د افغانستان ګټې معیار دي. معیار ما، معیار منافع ملی ما در تمام مذاکرات است. این جنبه عاطفی ندارد، فرهنگ و زبان‌های مشترک داریم؛ اما اساس آن احترام متقابل است و مخصوصاً استقلال، تمامیت ارضی و خودمختاری افغانستان است. پرمختګ موږ د نورو وختونو په مقایسه ډېر ښه دی، هغه مرحلې ته نه دی رسېدلی چې ورته واقعاً بریالی ووایو. اما جهت، مثبت جهت دی. او خبره په دې کې ده چې چا سره غږېږې. که ورورنه یې په کور کې یئ، که ګاونډي یئ، هغه ګاونډي سره ډېر ضرورت د خبرو دی چې ځکه ورسره دعوه لرئ که هغه ګاونډی چې په ښه حالت کې ورسره یوو؟ موضوع دا ده چې موږ له یو بل سره وغږېږو، له خبرو نه غیر بله منطقي لار نشته. موږ باید دوامداره خبرې وکړو او ځان باندې اطمینان ولرو او دا اطمینان لرو.

مثال یې څه دی؟ د افغانستان او پاکستان علماوو په اندونیزیا کې وکتل که نه؟ د افغانستان علما له احساساتو سره، منطق سره او عقل سره راغلل که نه؟ موږ باید د ځان استازیتوب وکړو او موږ باید ډار ونه لرو.

درېیم بُعد څه دی؟ د دهشتګرۍ او تروریزم مسئله ده. دې باندې موږ باید واضح موافقې ته ورسېږو چې راتلونکي کې به څنګه موږ له یو بل سره همکاري کوو؟ او څنګه به د نورو حرکتونو مخنیوی کوو؟ ولس کې یو ډار او یوه وېره ده آیا دا په بین ملت این تشویش وجود دارد یا نه که همراه طالبان که مذاکره کردید، فردا یک حرکت دیگر از یک کشور دیگر پشتیبانی شود. ما می‌خواهیم که ریشه‌ی مشکل بدامنی ختم شود. مذاکرات صلح، وسیله‌ای است برای ایجاد یک افغانستان امن؛ خود مذاکرات هدف نیست. پیمان‌های صلح دو قسم است: پنجاه فیصد این‌ها در پنج سال اول برهم خورده و موجب تشدید ناامنی شده است؛ پنجاه فیصد دیگر، موفقیت‌های نسبی تا کلی دارد. ما واضح می‌خواهیم که به پلان صلح و به موافقه صلحی برسیم که موجب امنیت شود. این سه روز را دیدیم، آیا رستورانتهای کابل، پنج ساعت یا شش ساعت زیادتر باز نبودند؟ آیا هزارها نفر به قریه‌های خود برای بار اول نرفتند؟

وچکالي! که یو بل مملکت وي، زموږ وچکالي به زموږ اوله موضوع د بحث وي. وچکالي څوک نه پېژني، نه پوهېږي چې په کومې ژبې غږېږي، په کوم مذهب ده، څه رقم ده، انسانیت یې مطرح دی، زما یوه غوښتنه دا ده چې موږ باید انساني مسایلو باندې په واضح توګه موافقې ته ورسېږو او کار ورباندې وکړو.

نو نتیجه ګیري مو دا ده چې مذاکرات مخکې تللي، کاغذ پرمختګ کړی، دا به دوامداره دوام کوي او هیله من یوو چې نتایج راوړي. بې له نتایجو نه، بې له واضح نتایجو نه چې ولس د افغانستان ورباندې قانع وي، بې له موږ نه قانع کېږو او تر هغه وخته به موږ خپل دریځ او مذاکراتو ته دوام ورکوو.