د خصوصي سکتور د ودې، کورنیو تولیداتو او ستراتیژیکې پانګونې له لارې اقتصادي ځانبسیاینه
د صنعت او پانګونې د اوونۍ د لمانځنې په مراسمو کې وینا
مهم ټکي:
- اقتصادي ځانبسیاینه: د تولیدي اقتصاد پر بنسټ د هېواد ودانول.
- مشارکت: د خصوصي سوداګرۍ لپاره د دولت لخوا د اسانتیاوو برابرول.
- صنعتي وده: د پراختیا د محرک په توګه د صنعت او کرنې پیاوړتیا.
- کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب: د افغاني محصولاتو هراړخیز ملاتړ.
- د پانګونې ترویج: د ملي پانګوالو هڅونه او ملاتړ.
- د سوداګریز بیلانس سمون: د تولیداتو د زیاتوالي له لارې د وارداتو کمول.
- د مصرف کوونکو مسؤلیت: د افغاني توکو غوره کول او کارول.
- اداري اصلاحات: د سیسټمونو او اداري پړاوونو ساده کول.
- د بنسټونو پراختیا: د برېښنا او صنعتي شبکو غځول.
- ځواب وینه او پایلې: د مسؤلیت منلو او کاري وړتیا ډاډمنول.
۲۴ ثور ۱۳۹۷ | قصر سلامخانه
بسم الله الرحمن الرحیم
صنعتکاران عزیز، سرمایهگذاران گرامی، خواهران و برادران محترم، جناب کمینزاده صاحب، جناب الکوزی صاحب، جناب وافق صاحب، تمام حضار گرامی، وزیر صاحب درانی، معین صاحبان و مسجدی صاحب، اولتر از همه تحفه پیشوای بشریت را خدمتتان تقدیم میکنم، السلام علیکم و رحمتالله برکاته!
حرفهای من در چند بخش است:
اول، تبریکی، خوشآمدید، تشکر و تقدیر است. هفته صنعت و سرمایهگذاری را برای همهتان تبریک میگویم. این هفته پیام امید دارد؛ امید به این که افغانستان از وابستگی به خودکفایی میرود. از اتکا به بیگانه، اتکا به خود خواهد کرد و شما حضار گرامی وسیله این هستید. بدون شما رسیدن به این هدف غیر ممکن است و با شما قابل امکان است. بنابراین من از پیشتان تشکر میکنم.
تشکری من واقعی است، هرکدامتان که سرمایهگذاری کردهاید، خطرات بسیار زیاد را قبول کرده و موانع مختلف را دیدهاید. در دیگر جاها اگر سرمایهگذاری سهولت است، در افغانستان سرمایهگذاری از خود گذشتن است. شما ملی فکر میکنید، از فکر و تعهد ملی شما تشکر میکنم و خوشآمدید برایتان میگویم. از خاطری که - قسمی که الکوزی صاحب، کمین زاده صاحب و وافق صاحب گفتند - یک اتحاد سهجانبه طبق فرمایش قانون اساسی، کلید رفاه ما است.
سکتور خصوصی مخصوصاً بخش صنایع و صنایع زراعتی، تولیدی و اقتصاد تولیدی انجن انکشاف است. دولت تولید نمیکند، سر همکاران ما بد نخورد که دولت در قسمت زیاد همکاران ما، بدبختانه مانع تولید هستند او هیله ده مسجدي صاحب او تاسې نور یې واورئ. دوی یې تاسې ته وایي. دوی ډېر مودب خلک دي. تاسې ته یې وایي، شمس صاحب ته یې وایي او دې ټولو معین صاحبانو ته یې وایي. همداسې ده که نه؟ ماته خو نه وایي، تاسې ته یې وایي.
به صورت اساسی یک مشارکت، اساس پیشرفت یک مملکت است. دولت مانع نیست؛ دولت تسهیل و فراهمکننده و محافظ سکتور خصوصی است؛ اما از همه کرده زیادتر - مخصوصاً تمام سطوح بروکراسی بشنوید - دولت خدمتگار سکتور خصوصی است.
اگر زراعت، صنعت و تجارت نباشد، چند روز نان خورده میتوانید؟ با کاغذپرانی نان تولید میکنید یا با سرمایهگذاری؟ زه غواړم روښانه وغږېږم، ځکه ولس روښانه خبرې ته ضرورت لري او تقدیر کوم. امروز به کمین زاده صاحب، وافق صاحب و الکوزی صاحب مدالها تقدیم میشود؛ اما در جلسه عالی شورای اقتصاد آینده. او دا د مننې وړ ځکه ده چې تاسې په ډېر اخلاص، مینې او صداقت د خصوصي سکتور مشکلات او ستونزې له ما سره مطرح کړې دي. له دې امله نه هم مننه کوم چې کوم مشکلات مو حل کړې، تاسې په ډېره عادلانه توګه ویلي دي چې پرمختګ شوی او یو مشارکت منځ ته راغلی دی. اما ستونزې باید حل شي او زه د خصوصي سکتور، صنایعو، پانګونې او د مېرمنو د پرمختګ په برخه کې ستاسې له جرئت او له ژمنتیا نه د زړه له کومې مننه کوم او دا په کار ده چې باید تقدیر شي. مدالونه ځکه وځنډېدل چې پرون تر ډېر ناوخته پورې نورو ځایونو کې بند وم، نو په راتلونکي جلسه کې به مدالونه درکړل شي او حق مو هم دی.
دوم، هدف واضح است، زموږ موخه واضح ده. دا چې هره ورځ شهیدان ورکوو، دا تپل شوی جنګ دی، اما په اقتصادي برخه کې زموږ خپله بېکفایتي د دې موجب ده چې واردات مو ۷ چنده د صادراتو وي. دا قصور په بل چا مه اچوئ. دا مطلق د دولت د بېکفایتۍ له علته ده، بل علت نه لري، ولې؟ تاسې کورونو ته وګورئ، دا خلک ولې غرونو ته جګ شول؟ ځکه د ښار جوړونې وزارت پخوا کلونو کې دغه ظرفیت نه درلوده چې د یو څو ودانیو نقشې وباسي او د قلم او کاغذ په وسیله ځمکه په عادلانه توګه ووېشي. وزارت د تجارت او صنایع په دې باندې ونه توانېده چې څو صنعتي پارکونو باندې پایلې ته ورسېږي او فعال یې کړي لسیها ملیونه ډالر یې هم درلودل. د پیسو کمښت خو نه و، د ارادې او فهم کمښت و او دا نه وو چې موږ ووایو چې خلکو ته څنګه زمینه برابر کړو. خلیج کې یې په خولو پیسې پیدا کړې، له پاکستان نه بېرته راغلل، له ایران نه بېرته راغلل، خو دوه بسوې ځمکه چا په قانوني توګه ور نه کړه. همداسې ده که نه؟
دریم، زما تر راتګ پورې چا د داخلي ترجیح کلمه استعمال کړې وه؟ دولت تر میلیاردونو ډالرو پیسې مصرفولې، یوه ورځ یې وویل چې موږ داخلي پیداوار ته ترجیح ورکړو؟ بې له داخلي ترجیحاتو به تاسې څنګه رقابت وکړئ؟ آیا د رقابت میدان واقعاً هوار دی که غیرهوار دی؟ زموږ ګاونډی ته وګورئ، که هغوی سره رقابت کولای شي، میدان باید موږ هوار کړو. نو دې ۲۵ فیصدو کې ولې بعضې مامورین خیانت کوي چې خارجي پیداوار د داخلي پیداوار په نامه په اردو، پولیسو او دولت پلوري؟ دا د منلو وړ نه ده.
څلورم، ولې یې له تولیدونکي راساً نه اخلو؟ ولې تولیدونکی مجبور شي چې بل قراردادي ته مراجعه وکړي؟ زه د وریجو مثال درکوم او مننه کوم ځکه چې ماته یې احوال را ورساوه. فایق صاحب ذکر کرد، سال پیشتر من پرسان کردم که افغانستان تولید برنج دارد یا نه؟ کل وزارتهایی که کلانترین خریداران هستند، آمدند و گفتند نی صاحب تولید نیست، کافی نیست. میدانید، کجا رفته بودند؟ به مندوی کابل. دغه د دوی عقل و. بیا مې وویل چې په کندز کې شته، خلکو تاسې خبر نه یئ، لای شئ، کندز کې تولید شته او ننګرهار کې هم تولید شته. راغلل او سل نورې یې وویل، وایي: صیب نشته، د خارج نه یې راوړي. هیئتونه مې ولېږل، د کرنې وزارت نه راغلل، د نورو برخو نه راغلل، تر هغې چې تثبیت شوه. خو ۵ زره تنه مو پخوا واخیستل او د هغې زه د زړه له کومې مننه کوم. تولید یې یووړ، اوچت یې کړ پنځه ۳۵ زره تنه ته قسمی که شما گفتید. باز هم میفهمید که چی کرده بودند؟ قرارداد را به یک قراردادی داده بودند که بیست یا سی فیصد فایده خود را اینها به آنها بدهد؛ دیگر تولیدکننده چطور مفاد کند. ما تول لری کړل او قراردادونه مې مستقل ورکړل. تاسې نه زما غوښتنه دا ده چې د سوداګرۍ او صنعت خونه، د ښځو خونه او نورې ټولې خونې سره یو شی چې منځګړي خلک لرې کړئ.
اگر صنعتکار افغانستان در هر بخش تولید سرمایهگذاری میکند و دولت از آن استفاده نمیکند، دولت در حقیقت همراه ملت خیانت کرده است و دا د منلو وړ نه ده.
سر نکته اصلی در هدف بیاییم. در حدود هفت میلیارد دالر واردات داریم، سالهای پیشتر از این زیادتر داشتیم. همین مستهلک افغانستان فهمیده که موجب یک حلقه خبیثه است؟ خواهران و برادران، مخصوصاً خواهران - که خریداری در دست شما است - روزانه فکر کنید که حلقه نجیبه را میخواهید یا حلقه خبیثه را؟ حلقه خبیثه چیست؟ کالای خارجی را میپوشیم، زیور خارجی را استعمال میکنیم، نان و شیر خارجی را میخوریم، حتی تخم و مرغ خارجی را مصرف میکنیم؛ این حلقه خبیثه است. خود به خود کلید وابستگی افغانستان را به دیگران میبخشیم. در حالی که حلقه نجیبه را ببینید، از بیکاری شکایت داریم، کل جوانان ما از بیکاری شکایت دارند و از همه کرده زیادتر من شکایت دارم، اما کلید در مصرف و مستهلک است. اگر مستهلک افغانستان - مثلی که من دولت را مجبور کردم - خانواده و اتحادیه مستهلکین به وجود بیاید که بگوییم عالی است و افغانی است.
خواهران، برادران و هموطنان عزیز! فکر میکنید که جاپان از روز اول به سویه بالا میساخت؟ وقتی که من جوان بودم، کلمه ساخت جاپان موجب خنده بود. حالی کس سر جاپان خنده میکند؟ چین کیفیت درجه دوم و سوم بود، چطور به درجه اول رسید، از خاطری که مستهلک این کشور فیصله کرد که این حلقه نجیبه است و اگر بیکاری را میخواهید، رفع بکنید، پیسه مصرفتان را سر تولید خود مصرف کنید. خیر است اگر در مرحله اول یک کمی، کمتر بود.
زما دویمه کورتی مې لیدلې؟ خو یو دوه کورتیو سره ژوند وکړی. لږ څه مصرف کم کړئ او په لحاظ د خدای لږ څه تولید ډېر کړئ. دا یې لاره ده که نه؟
چند مشکل بنیادی را گفتند و چند موضوعی که خدمتتان باز من عرض میکنم.
موضوع اول بروکراسی ما است، این موضوع واقعاً به یک مرض مزمن بدل شده است. در سطوح معین صاحبان و قسمتی از رئیس صاحبان تغییرات اساسی آمده؛ اما طرز تفکر بروکراسی ما، طرز تفکر دولتی است.
هر وارې د دوی کار دا دی چې خصوصي سکتور سره رقابت وکړي یا یې تر خپلو ګوتو لاندې وساتي او په دې ذهنیت باندې موږ دا وطن نه شو جوړولای. خصوصي سکتور نه د چا مزدور دی او نه د چا رقیب دی. خصوصي سکتور زموږ شریک دی او په مشارکت باندې موږ مخ ته تللي شوو. تاسې ټول شاهد یئ، یوه ورځ دې یو څوک ووایي چې ما ورنه څه غوښتي؟ اما ستاسې غوښتنې مشروع دي، زه د دې لپاره ستاسې په غوښتنو باندې کار نه کوم چې الف، ب یا جیم دي، بلکې دا د سکتور غوښتنې دي او د سکتور غوښتنې باید موږ پوره کړو.
از این جهت، خواهش من از سکتور خصوصی این است که در جلسات آینده شورای اقتصاد هر یک از ریاست وزارتهای سکتوری را که مانعتان است، نمره و پارچه امتحانشان را به من بدهید. څو موږ پوه شوو چې خبره څه ده؟ نور باید شف شف ونه وایو، راشئ چې شفتالو ووایو [سپینې خبرې وکړو]. په ولایاتو کې که له دې نه ډېرې موانع جوړوي، راشئ چې لاره حل کړو.
قوانین مو وویل؛ قوانین کې پوهېږې چې یو په بل پسې نه دي، اما ماسره تر ټولو ډېره برخه په دې کې اجمل احمدي صاحب اخیستې ده. زه له احمدي صاحب نه مننه کوم، اما بښنه غواړم جناب مسجدي صاحب چې ستاسې له وزارت نه موږ د قوانین په برخه کې غیر له تاسې، نور له هېچا خیر نه دی لیدلی. دا ټول مې چې وویل، په ټولو باندې ما پخپله کار کړی دی، که نه مې وای کړی، له تاسې څه نه راتلل او په ډېر تاسف درته وایم، پس له هغې چې عالي اقتصادي شورا کې فیصله وشوله چې تاسې تحرک وکړئ، آخري گزارش راغی چې د خدماتو مرکز مو نه دی جوړ کړی. له دې وروسته چې هر وزارت د خصوصي سکتور مانع شي، زه ټول ولس ته اعلان کوم چې مانع دی، ستونزې لري، قضاوت ورباندې وکرئ! یا یې پخپله لرې کړئ یا یې ماته صلاحیت راکړئ چې لرې یې کړم. دا وزارتونه په روابطو باندې نه شي چلېدلای، ضوابط باید وي.
یوه مفکوره لرم چې ستاسې خوښه شوه، مفکوره مې داده چې زه به نادر نادري صاحب ته هدایت ورکړم چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو په کمیسیون کې یو خاص ګروپ جوړ کړي. کوم ځوانان، مېرمنې او هلکان چې خصوصي سکتور سره د کار کفایت لري او لکه اجمل احمدي غونډې چې ورسره کار کوي، ډاکتر صاحب قیومي... دغه خلک دې تشخیص شي، څو موږ یې په هغو ادارو کې وګمارو چې تاسې سره کار کوي.
تصدي دا ټول مدیریت نه کوي، زما ژمنه داده چې په دغه ترتیب به راتلونکو عالي اقتصادي شورا غونډو کې په اساسي توګه وغږېږو چې دا ظرفیت ولري. مسجدي صاحب دا کار کوي، شمس صاحب دا کار کوي چې نور ځوانان راشي چې د دوی اوږې سپکې شي او دا کار وکړی شي. په دې توګه به انشاءالله تعالی موږ کولای شوو.
در بخش برق واضح دیدید که ۹ ولایت افغانستان در سه سال برایش برق رسید، ننګرهار ته څو هفتو کې رسېږي، زه به درشم او افتتاح به یې کړم. سبا یا بل سبا به لوګر کې افتتاح شي. په دوه کالو کې به ان شاءالله تعالی وګورئ چې د افغانستان د ولایاتو ټول مراکز به د برق ملي شبکې سره وتړل شي، اما دا د اوبو او برېښنا وزارت د کار نتیجه نه ده، دا د ډاکتر صاحب قیومي د کار نتیجه ده، که ډاکتر صاحب قیومي نه وای دا یو کار هم نه کېده، ځکه په وزارت کې جدي ستونزې دي او زموږ تولیدي برق په پښو نه دی درېدلی. ټول بندونه درېدلي دي او هیله ده چې ولس په دې اړه قضاوت وکړي، ځکه د حکومت یو کال پاتې دی، موږ دا نه شوو کولای چې هر چا سره گذشت وکړو. یا دې کار وکړي یا دې ولس ته ځواب ووایي، زه نوره د چا دفاع نه کوم.
کومه ورځ ده چې ما په کې شپاړس یا اتلس ساعته کار نه دی کړی او آخر مجبورېږم چې کاغذونه پخپله ولیکم. نن مو ولیدل، هغه بله ورځ به مو هم لیدلي وي، اما خبره داده چې موږ په یوه ذهنیت باندې راشو، کوم اصلي تغییر چې په بروکراسی کې په کار دی هغه سادهسازی است. هر بار مشکل بنیادی بروکراسی ما فساد بود، فساد انشاءاللهتعالی در حال حل شدن است - هنوز هم بدبختانه وجود دارد - اما مشکلترین مشکل ما این است که هنوز ما ذهنیت حل مشکلات را نداریم. هر بار که هدایت میدهیم - که طور مثال وافق صاحب را زمین بدهید - میآیند که ده مشکل است. برادر و خواهر! اگر مشکل بود، من چرا مشکل کلان را حل کرده میتوانم؟ آن روزی که من رئیسجمهور شدم، تقاضای این را داشتید که روزی در اینجا ایستاده باشید و به عزت و احترام گپ بزنید یا فکر میکردید که این مملکت خدای ناکرده تباه میشود. اگر کل ما ذهنیت حل مشکلات را نداشته باشیم، مشکل خودش خود را حل نمیکند و تعریف مشکل، راه حل مشکل است. تعریف دقیق مشکل، راه حل آن است.
بله خبره چې آخري خبره مې ده، د عالي اقتصادي شورا او نورو شوراګانو د تصمیم نیولو ترتیب دی. زه یو وړاندیز لرم، کومې پروژې چې د مشارکت لپاره وړاندې شوې، ما ټولې دا تېرې درې ورځې وکتلې او په حدود د میلیاردونو ډالرو وړاندیزونه دي، نو زما وړاندیز تاسې ته دا دی چې دا دې په سکتورونو ووېشل شي او د سکتورونو په اساس به هر سکتور ته د پانګونې واضح شرایط او اصول تعیین کړو، د دې په اساس به تاسې هر وارې په ترتیب سره پروژه په پروژه نیسئ. په دې ترتیب موږ کولای شوو چې لومړیتوبونه په یوه واضح چوکاټ کې وي.
مثلاً برق لپاره لسها ملیونه ډالره پانګونه په کار ده او په دې کې به موږ کار ساده کړو. په دې معنی چې په ځینو شیانو کې پانګونه د دولت یو رقم مرسته غواړي مثلاً ځمکه، دا زموږ په اختیار کې ده، یا د قانون یا د لایحې تغییر دا زموږ له وسه ده. بله برخه هغه ده چې خطرات دي، د خطراتو تحلیل دی یا دا چې دولت ستاسې اجناس باید واخلي، په دې ترتیب زه فکر کوم موږ او تاسې بنیادی مشکلات حل کولای شوو.
اما پیشنهاد من در پهلوی آن این است که هر بار بعد از اینکه سر سکتورها گپ میزنیم، پنج یا ده مشکل را تعریف کنیم و راه حلش را به صورت واضح با قید زمانی و ضربالاجل مشخص و مسئولیت هر اداره دولت را واضح بسازیم. به این ترتیب پیشنهادی را که کردید که یک کمیته اجراییوی از ریاست جمهوری وجود داشته باشد، به سر چشم. زه به دا د جمهوري ریاست په دفتر کې ایجادوم، ځکه که هر یوه پسې منډه وکړو دا نه کېږي. تاسې ته معلومه ده چې د برق هرې پروژې پسې حداقل ما لس تیلیفونونه کړي دي. تاسې پوهېږئ دا د افغانستان جمهور رئیس کار دی چې د برق هره پروژه تعقیب کړي؟ که د پانګونې؟ من واضح از همین تالار واضح میگویم که برنامه سیبیآر باز کنسل میشود. برنامه سیبیآر و معاشهای بلند را از این خاطر ایجاد کردیم که همکاران و برادران و خواهرانی که در نتیجه سرمایهگذاری دولت، اهلیت ایجاد کردهاند، مشکلات را حل کنند و اگر اینها مشکلات را حل نکرده باشند، دیگر چرا معاش ده یا بیست چند داشته باشند.. زه واضح غواړم چې په ۶ میاشتو کې له CBR برنامې نه، د افغانستان د ودې لپاره نتایج ولرو. که دا ونه لرو، نو ضرور نه ده چې دوی ته معاشونه ورکړو او لا حتی زړې موټرو کې هم وګرځي.
او بل چې هر یو یې خارج ته سفر کوي او د معین په سویه وي، باید دوو ولایتونو ته لار شي، پس له هغه دې خارج ته لار شي، که نه اجازه به ورته نه وي چې خارج ته سفر وکړي.
زه په ټوله نړۍ کې وګرځېدم، نړۍ کې مې کار وکړ، خو پوهه مې هم خپل ولس کې پیدا کړه، ژمنه مې هم خپل سرمایه دار کې پیدا کړه، عزت مې هم په دې خاوره کې دی، له دې خاورې بهر عزت نه لرئ.
نو مننه کوم، بیا هم تبریکي درته وایم او د زړه له کومې غواړم چې موږ ټول یوه روحیه پیدا کړو. اوس زموږ د بیروکراسي ستونزه دا ده، هر وار چې ورته ووایې یوه ستونزه حل کړه، یو کاغذ راوړي، شپږ میاشتې نیسي چې مشکلات تعریف کړو، بیا شپږ میاشتې نورې غواړي چې اوله پانګونه دې دولت وکړي او دولت دې یې مدیریت کړي. دا لاره د حل لاره نه ده! د حل لاره دا ده چې بیروکراسي وړه شي، مؤثره شي، ولس ته واقعاً لاس ورکړي او سرمایهدار سره د مشارکت فضا ایجاد کړي، انشاءالله تعالی دا کېږي. زه یقین لرم چې نوي نسل کې دا ژمنه او دا بنیادی طرزفکر شته، اما ضرورت دا دی چې دوی کوم مشکلات په دوایرو کې لري، هغه ټول په واضح او شفافه توګه حل شي او معلومه شي چې څوک د څه شي مسؤول دی؟ چا نه مسئولیت غواړو؟ او چاته باید صلاحیت ورکړو؟
یشه سین افغانستان!
زنده باد افغانستان!
تل دې وي افغانستان!
پاینده باد سرمایهگذاران و صنعتکاران افغانستان!