برېښنايي تذکره: د یو روڼ او حساب ورکوونکي ډیجیټلي افغانستان بنسټ
د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر د پیل په مراسمو کې وینا
مهم ټکي:
- خوندي هویت: بایومټریک سیسټم د هر افغان د هویت تثبیت او تایید تضمینوي.
- روڼتیا (شفافیت): پر معلوماتو ولاړ سیسټمونه درغلي او بې نظمي کموي.
- حساب ورکونه: دولت او بنسټونه کولی شي کړنې او سرچینې په سمه توګه وڅاري.
- ګړندیتوب او موثریت: چټکې او ساده پروسې د وخت ضایع کوونکو کاغذپرانیو ځای نیسي.
- هراړخیزه حکومتولي: ټول وګړي کولی شي خدماتو ته لاسرسی ومومي او په ټاکنو کې برخه واخلي.
- اقتصادي وده: باوري ارقام او معلومات له پلان جوړونې، پانګونې او پراختیا سره مرسته کوي.
- ملي یووالی: یو ګډ هویت د افغاني ویاړ او شریک تابعیت احساس پیاوړی کوي.
۱۳ ثور ۱۳۹۷
بسم الله الرحمن الرحیم
خواهران و برادران عزیز، هموطنان گرامی، نخبههای ملت افغانستان، جناب استاد دانش، جناب ابراهیمی صاحب، جناب مسلمیار صاحب، جناب مولوی صاحب کشاف، جناب قاضیالقضات صاحب، لوی سارنوال صاحب، جناب انجنیر صاحب محمد خان، همه اعضای محترم کابینه، نمایندگان سکتور خصوصی، جناب مجددی صاحب، جناب باتور دوستم و همه خواهران و برادران!
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
چرا این پروسه را امروز شروع میکنیم؟
بیانات محتاط صاحب و فلم بسیار خوبی که تشریح شد، نشاندهنده این است که حکومتداری، اقتصاد و مخصوصاً خدمات در قرن ۲۱ بدون معلومات صورت گرفته نمیتواند و ضرورت معلومات که زود جمع شده بتواند با استعمال چند کمپیوتر، تصویر عمومی مملکت را به ما بدهد، حیاتی است.
نکته دوم سهولتها است، وقتی که تثبیت یک سند ازدواج تا ۱۳ روز وقت را گرفته میتواند، با این (تذکره الکترونیکی) در چند دقیقه حل میشود و همچنین مسایل بنیادی دیگر ما؛ اما مهمترین موضوع برای من، برای انتخاب امروز، حادثه تروریستی بود که در آن - باز هم به تمام شهیدان قوای امنیتی و دفاعی، شهیدان خانواده خبرنگاران و همه شهیدان ملکی افغانستان تسلیت میدهم - احتمال نهایت زیاد وجود دارد که انتحاری تذکره جعلی داشت.
از این جهت مهمترین فیصله برای من، امنیت مردم افغانستان است که بتوانیم بفهمیم که کی افغان است. بایومتریک به صورت واضح در تمام اسناد ثابت ساخته میتواند که کیست، از کجاست و سابقهاش چیست، و این ضرورت است که ما بتوانیم بفهمیم.
مسعود شهید با افتخار گفت که افغان و مسلمان هستم، این هویت ملی و مردمی ما است و در اینجا این نقطه وحدت ما است که از هر جا و نقاطی که هستیم، میتوانیم به آسانی این تذکره را بگیریم.
نکته دیگر این است که شروع تذکره برقی معنایش این نیست که تذکره کاغذی را متوقف میکند. بالعکس این دو پروسه موازی است که همزمان مخصوصاً از خاطر انتخابات پیش میرود و ضرورت این است که بفهمیم که این دو پروسه هردویش از طرف اداره نفوس با کمال امانتداری رعایت میشود، اما تذکره برقی سهولتهایی به مراتب زیادتر دارد که فلم و محتاط صاحب و تمام جهان برایمان تشریح کردند.
بنابراین یک قدم اساسی به طرف نظامسازی است. یک نظامی که فرمایش قانون اساسی را از خاطر پیشرفت متوازن بتواند عملی کند و انکشاف متوازن معنایش این است که نقاط جغرافیایی زن و مرد و اقشار مختلف جمعآوری شده بتواند و به اساس معلومات ما پلانگذاری کرده بتوانیم که از مهمترین نتایج این، مصرف بودجه خواهد بود، به صورتی که ضروریات مردم افغانستان را انشاءالله تعالی عملی کند.
زه غواړم عین مطالب په پښتو کې تکرار کړم، ځکه چې وطن ته دا یوه ډېره مهمه او حیاتي ورځ ده. برېښنايي تذکره په دې استواره ده چې معلومات په اساسي توګه بې له تقلبه او بې له مداخلې راټولېږي او د هر افغان هویت تثبیتېږي. هر افغان موږ ته د قدر او افتخار وړ دی، نو ځکه یې موږ باید په هویت باندې پوه شوو او کوم هویت چې پخپله مني چې د کوم کلي، کوم ځای او کوم ولایت دی، دا به تثبیتېږي. اما زموږ لوی تصویر په کار دی. لا هم د ولایتونو او وزارتونو ترمنځ اختلافات دي چې څو نفره، د څو کالو دي؟ څومره عمرونه لري؟ او چېرې ژوند کوي؟ دغو شیانو ته به په اساسي ډول انشاءالله تعالی د پای ټکی ایښودل کېږي او د دې معنی څه ده؟
افغانستان به د حکومتداری له لحاظه، د اقتصاد له نظره او د ودې له نظره او مخصوصآ د خدمتونو له نظره یوویشتمې پېړۍ ته راشي.
دویم: سادګي ده. په دې کارت زموږ ټولو یو هویت په کار دی، نه دا چې ۵۰ صفحې او ۵۰ امضا ګانې موږ په کار وي. دا کارت چې موږ وړاندې کړ، ټول پوهېږي چې څوک یې او پس له هغه نه به څوک پوښتنې نه کوي، پروسه ساده کېږي.
درېیمه برخه چې له ټولو مهمه ده او دلیل ددې شو چې خاصتآ نن موږ دا کار وکړ دا وه چې: ترهګران او دهشتګران له تقلبي تذکرو نه استفاده کوي او دا زموږ د ټولو وګړو امنیت په خطر کې اچوي. د ټولو افغانانو او وطناولو د ځان او مال ساتل، د دولت بنیادی وظیفه ده، نو دا باید انجام شي. لکه چې مسعود شهید ویلي وو افغانیت او مسلمانیت باندې ویاړ کوو او دا د ټولو افغانانو مشترکه جنبه ده، چې دا ویاړ تثبیت شي.
آخرۍ خبره مې دا ده چې کاغذي تذکره نه بندېږي. کاغذي تذکره ثبت د رای ګیري لپاره دوام کوي. دا دوه موازي پروسې دي چې بیا بالآخره سره یوځای کېږي او الکټرونیکي تذکره چې اوس ټول افغانان له دې کلمې سره بلد شوي دي، بایومیتریګ کېږي.
زه خو انګرېزي نه استعمالوم، خو دا اول وار دی چې د انګریزي کلیمې لپاره بل بدیل نه لرم [خندا]، نو بایومیتریګ باندې اموخته شوي دي. ځکه د انسان سترګې او ګوتې تر ډېره حده پورې د اعتبار وړ دي، نو الکټرونیکي تذکره دا کار خلاصوي.
په آخر کې بیا هم په ټول افغان عظیم ولس باندې غږ کوم چې دا زموږ د ملي وحدت سمبول دی او ټول په یو صف کې درېدلي یوو او انشاءالله تعالی دا به تر سره کوو. اما انتخابات جدي ونیسئ!
انتخابات په یو ولسواک نظام کې وسیله د هغه بدلون دی چې بې له جبر او بې له زوره د ولس په رایو کېږي، نو ضرور ده چې ټول افغانان تذکره واخلي، هویت یې تثبیت وي او وکړی شي انتخاباتو کې ګډون وکړي.
باز هم خواهش آخرم از تمام مردم افغانستان این است که در انتخابات سهم فعال بگیرند. انتخابات از ملت است و اراده ملت، دولت را میسازد و یک دولتی که به اساس اراده مردم استوار باشد، باید به صورت حتمی و لازمی انتخابات را انجام بدهد تا به اساس آن آینده خود را خودمان رقم بزنیم.
من این روز را به محتاط صاحب و تمام همکارانشان و تمام همکاران ادارات دیگر که همراهشان کار کردند، تبریک میگویم و برایشان اطمینان میدهم که پشتیبانی کامل دارند تا این پروژه ملی را انشاءالله تعالی با موفقیت به پایان برسانند و افغانستان را مثلی که در کرکت معادل بهترین کشورهای دنیا ساختید، در تذکره برقی هم این را به دست بیاورید.
یشه سین افغانستان!
زندهباد افغانستان!
تل دې وي افغانستان!