داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

ارج‌گذاری به میراث و دیدگاه شهید سردار محمد داوود خان

ارج‌گذاری به میراث و دیدگاه شهید سردار محمد داوود خان

بیانیه در چهلمین سالروز شهادت سردار محمد داوود خان

نکات اساسی: 

  • فضایل رهبری: از پاک‌نفسی، شجاعت و لیدلوری در عمل الگوبرداری کنید.
  • فصل ناتمام: اصلاحات گذشته به دلیل تمرکز بر فرد به جای نهاد ناکام ماندند.
  • حکومتداری نهادینه: از تصمیم‌گیری فردی به سوی نهادهای قانون‌مند و اجماع ملی حرکت کنید.
  • استقلال اقتصادی: با عواید ۸ میلیارد دالری، به وابستگی به کمک‌ها پایان دهید.
  • استقلال فکری: آینده را بر اساس درک عمیق تاریخ افغانستان بنا کنید.
  • اجماع صلح: ختم جنگ ۴۰ ساله را از طریق یک پروسه متحد در اولویت قرار دهید.
  • پاسخگویی دموکراتیک: برای جلوگیری از کودتا، از آزادی بیان و تنوع سیاسی محافظت کنید.
  • چشم‌انداز ۲۰۴۷: نسل جوان را برای تکمیل فصل دولت‌سازی بسیج کنید.

 

۷ ثور ۱۳۹۷

بسم الله الرحمن الرحیم

محترم نادر نعیم، د کابینې ډېرو محترمو غړو، د مجلس ټولو درنو حضارو، ځوانانو، علماء‌کرامو، د پارلمان غړو او په وطن باندې مئینو شخصیتونو، تر ټولو لومړی د بشریت د ستر پیشوا ﷺ تحفه در وړاندې کوم. السلام علیکم و رحمت‌الله و برکاته!

شهید داوود خان او کورنۍ یې د ثور د کودتا لومړني قربانیان دي او د دوی له شهادت ۴۰ کاله وروسته هم د افغانانو وینه توېږي. دا وینه بندول غواړي او سوله زموږ حیاتی ضرورت دی. د سولې لپاره اجماع لرو او د سولې په لاره کې هېڅ خنډ نه منوو.

اراده ملی ما برای ثبات، رفاه و تامین عدالت از راه یک نظام مردم‌سالار در شک و شبهه نباشد؛ چون تنها این مملکت در چارچوب قانون اساسی به اساس مردم‌سالاری به ثبات و رفاه رسیده می‌تواند.

من می‌خواهم به اجازه‌تان در قدم اول سر پنج صفات ویژه داوود خان شهید صحبت کنم و باز پنج مشکلی را که از زمان او به میراث مانده بود به نسل آینده و نسل لیوال صاحب ۱ برای تحقیقات حواله کنم.

لومړی د ده پاک نفسي وه. یوه مشهوره کیسه ده چې د ده اولادونو دا حق نه درلود چې دولتي موټرو نه استفاده وکړي. یوه لور یې تللې وه او مېرمن نواز د شفاخانې مشره وه. بعد از اینکه معاینات شد، روز ناوقت شده بود و داوود خان رئیس‌جمهور بود. گفت برادر زاده من موترم را برایت می‌دهم که بروی، اما دخترش از ترس این طور می‌لرزید. [تکان دادن دست رئیس‌جمهور به نشانه لرزه] کاش این فرهنگ در تمام افغانستان عملی شود.

یک روز داوود خان بیت‌المال را مال شخصی خود تلقی نکرد؛ چون بیت‌المال، مال ملت بود. بعد از کودتای ثور هر چه خانه‌اش را پالیدند که یک سند سوء استفاده پیدا کنند، نتوانستند.

دویم د ده جرئت و. زما وار وار په یاد دي چې دی به لوګر ته په خپل سپین ټویوتا موټر کې راته. پروان ته به یوازې روان و او پخپله به اشترنګ ته ناست و، مېرمن به یې په څنګ کې ورسره ناسته وه، یو جیپ موټر به ورپسې شا ته روان و، هغه هم اجازه نه درلوده چې له پنځوسو مترو ور نږدې شي. داوود خان له خپل ولس نه ډار نه درلود، موږ د خپل ولس نه ډار نه لرو. موږ د خپل ولس په منځ کې ودرېږو او د ولس له منځ نه غږ جګوو چې وینه تویول بند کړئ.

سوم قاطعیتش بود، یک روز رفت به بگرام، میدان هوایی را می‌دید که بنیادش را خودش گذاشته بود. صدها پیلوت تعلیم‌یافته ما قاغوش و اپارتمان نداشتند - جنرال صاحب عبدالحمید خان او نور جنرالان دې په یاد دي؟ مهرباني وکړئ جنرال صاحب - در همان لحظه امر کرد که پیلوت‌های قوای هوایی در بگرام، صاحب اپارتمان‌ها شوند و پیش از این که به شهادت برسد، کل اپارتمان‌ها تکمیل شده بود و این یک توجه خاص می‌خواست. دې اصولي قاطعیت ته دا وطن ضرورت لري. دا هغه صفات او هغه پیغامونه دي چې موږ سره باید پاتې شي.

چهارم، داوود خان با جغرافیای افغانستان آشنا بود. یک بار در طیاره نشسته بود، همراهش یک قسمت همکارانش بودند؛ قریه‌ها را از بالا برای همکاران خود تشریح می‌کرد. هر نقطه افغانستان را می‌شناخت و خصوصیات‌شان را به صورت واضح درک کرده بود.

شاخصه پنجمش، مدیریت امنیت و زیربنای افغانستان بود. در دوره صدارت داوود خان امنیت سرتاسری در افغانستان حاکم بود و امنیتی بود که در هر نقطه افغانستان سفر و حرکت می‌کردیم و همچنین روزی که داوود خان صدراعظم شد؛ مقدار سرک‌های قیر به چهار یا پنج کیلومتر در داخل شهر کابل منحصر بود؛ اما در ختم دوران صدارت خود برای افغانستان اساس یک زیربنای اصولی را گذاشت که با هم مرتبط شود و در دوران ختم ریاست جمهوری‌اش شاهراه‌های ما از شاهراه‌های اکثر ممالک همجوار بهتر بود.

دا هغه برخې دي چې ضرورت لري چې دوام وکړي، ځکه کله چې موږ په تداوم او تحول غږېږو، زموږ د تاریخ هغه برخې او شخصیتونه چې مثالونه شوي دي، د ډېر قدر وړ دي.

اول در قسمت دو پیشنهادتان پیش از اینکه بروم در بخش دیگر از جنرال صاحب پاچامیر تقدیر می‌کنیم هزار دفعه. خدای ﷻ مو وساته چې دا تاریخي راز دې وساته، زه به ډېر ویاړ درکړم او بیا هغه ته په خاص ترتیب ونیسوو، مهرباني وکړئ جنرال صاحب پاچامیر ۱!

دوم آبده تجلیل شهدا در مراحل آخر دیزاین است، یک هیئت را من موظف ساخته بودم، در مرحله آخر انتخاب هستیم و به زودی ممکنه تهداب تقدیر شهدای خود و ثبت نام‌شان را شروع می‌کنیم، همه‌ی ما در این روز داغدار هستیم به شمول من، کاکایم جنرال صاحب شاپور خان از جمله شهدا بود و تمام خانواده من، مردان خانواده من یا در کوته قلفی بودند یا در محدودیت‌های خاص پلچرخی، خاطره پلچرخی بر هیچ افغان فراموش شدنی نیست و قدر این‌ها (شهدا) یک قدر ملی است.

شیوه‌های حکومتداری‌‌ای که امروز ضرورت به تجدید نظر دارد: تصمیم‌گیری فردمحور و نهادینه نشده بود. ضرورت واضح است که در شرایط فعلی تصمیم‌گیری نهادینه شود و ما نهادها را بسازیم. یک دلیل عمده که نه غازی امان‌الله خان و نه شهید داوود خان فصل آرزوهای ما را تمام کردند، این بود که نوع تصمیم‌گیری فردمحور و از بالا به پایین بود، سرتاسري رانغله اجماع جناب لیوال صاحب! دوم سانسور عام بود - به حیث یک کسی که طفلی و جوانی خود را در دوران داوود خان فقید سپری کرد - ما حق آزادی فکر نداشتیم، همیشه زیر تعقیب ضبط احوالات بودیم و این ضرور است که این جنبه را باید ببینیم، اگر آزادی بیان در هر دو دوره اجازه داده می‌شد، نظام پایه‌هایش به مراتب قوی‌تر می‌گردید.

یک اقلیت کوچک قادر به کودتا شدند، از خاطری که اکثریت از رهبرشان دور مانده بودند و این ضرور است که سرش فکر مجدد شود، و در این بخش خاصتاً دو مرحله‌ای که در شورای هفتم و هشتم، شیوه انتخابات عام شده و قشر سیاسی در حال ایجاد بود، احزاب در حال جهت گرفتن بودند، هر دو دوره انتخابات از طرف داوود خان شهید معطل شد، بنابراین از نگاه رشد فرهنگ مردم‌سالاری در هر دو دوره وقفه آمد و این موجب این شد که افراطی‌های مختلف صحنه را به دست گرفتند و سطح جامعه به تجرید رفت. ضرورت بسیار واضح امروزی است که مردم افغانستان بفهمند که سر مردم افغانستان باید اعتبار کنیم.

د افغانستان ولس نن په سیاست کې PHD لري، دوکتوراګانې لري، ټول خپل قضاوت کولای شي او ضرور دا ده چې دې برخې باندې فکر وشي. د یوه ولسواک نظام ایجادول سیاسي حوصله غواړي او که سیاسي حوصله نه وي، د مخالفینو تحمل نه وي، واقعاً یو سیاسي بحث نه وي، نو یوازې د پورته خوا په اجماع نه جوړېږي.

نو یوه ډېره ترخه برخه دا ده، جناب لیوال صاحب د مشروطي د آرزوګانو یادونه وکړه، اما مشروطه نظام معطل شو، مشروطه نظام هغه وخت راتللی شو چې اساسي قانون ته باید درناوی شوی وای او سیاسي احزاب او آزادۍ عامې شوې وای. زه یقین لرم چې کومه صفا، کوم خلوص او کوم نیت او اراده چې داوود خان درلودل، ولس ورسره ودرېدی شو، اما په دې باید غور وشي چې ولې په دواړو دورو کې محدودو حلقاتو شاید د ده مسیر بدل کړ. نو ځکه ضرورت دی چې فکر وشي، آیا کودتا د تحول وسیله وه؟ دا هم یو اساسي سوال دی چې د افغانستان ولس او د افغانستان متفکرین باید ورباندې فکر وکړي. آیا همېشه غواړو چې تغییر په زور راشي که د قوانینو په اساس راشي؟ دا تجربه باید په ډېره ژوره توګه وڅېړل شي چې موږ پایلو ته ورسېږو.

در آخر می‌خواهم ضرورت یک بحث تاریخی را برای نسل نو افغان چند کلمه پیشنهاد کنم او د کمیسیون له غړو او جناب سفیر صاحب مننه کوم چې ټول تشریف لري، د سرې میاشتې محترمې سکرتر جنرالې او نورو نه هم مننه.

داوود خان مثل شخصیت‌های دیگر تاریخ‌ساز، شخصیت چند بعدی بود. سر یک بعد قضاوت کردن گناه خواهد بود، بنابر این ضرورت است که هم شرایط زمان را بسنجیم و هم ابعاد شخصیتش را، در دورانی که داوود خان مسئولیت را گرفت، جهان اجماع دموکراسی نداشت، سیاست تصمیم‌گیری اگر فردمحور بود، این سیاست تقریباً اکثریت مطلق کشورهایی بود که در آن وقت به نام جهان سوم یاد می‌شد. بناءً یک کاوش عمیق تاریخی به کار است که از لیوال صاحب و هیوادمل صاحب تشکر می‌کنم او جناب رفیع صاحب! د دې بحث په شروع کې چې کومه برخه واضح ده، هغه د ده چې دا ولس او دا سیاسي قشر باید هیوادمحوره وي. نظام د دې خاورې لپاره دی، دا خاوره د نظام لپاره نه ده. نظام د ولس وسیله ده، ولس د نظام وسیله نه ده، نو دا وضاحت باید ولرو او معنی یې دا ده چې زموږ بشپړ استقلال باید په لاس راشي.

په یوه بُعد یې زه غږېږم، څنګه خان ته مستقل وایي چې ټوله انکشافي بودجه مو د صدقې برخه ده؟ حداقل باید ځینې اهداف ولرو، مثلاً که ځان ته اقتصادي استقلال غواړو، حداقل باید ۸ میلیارده ډالر عواید ولرو. اوس ۲،۲ میلیارده عواید لرو، دا یوازې د اردو او پولیسو مصرف هم نه پوره کوي، اما دویمه خبره دا ده چې فکري استقلال ولرو. د هر شي اساس فکري استقلال دی او فکري استقلال څه غواړي؟ د دې خاورې پنځه زره کلن تاریخ باید درک کړو. که تاریخ پنج هزار ساله خود را مخصوصاً تاریخ ششصد سال یا صد سال آخر و همچنین تا گذشته خود را به صورت اساسی درک نکنیم، آینده خود را تصور کرده نمی‌توانیم. در سال ۲۰۴۷ پاکستان صد ساله می‌شود، ما سه صدمین سال احمد شاه ابدالی بزرگ را جشن می‌گیریم.

راشئ یو انځور راوړئ چې لوی احمدشاه بابا څه وکړل او موږ څه کوو. آیا دا روا وه چې د احمدشاه بابا یا میرویس نیکه‌کور مو تراوسه د یوې ملي پانګې په حیث نه و اخیستی؟ هغه ورځ مې د احمد شاه بابا کور خلاص کړ، دې اونۍ کې د میرویس نیکه کور خلاصوم. موږ باید ځان وپېژنو.

هغه ورځ یو کس راغلی و، ډېر شتمن ملک نه راغلی و، ارګ کې یې چې شاوخوا وکتل، ویل یې: «موږ لکه تاسي غوندې دا تاریخ نه لرو!» آیا موږ د خپل تاریخ په ارزښت پوهېږو؟ دا هغه درس دی چې داوود خان شهید راکړی و. د داوود خان شهید درس دا دی چې دې خاورې ته مینه، لیوني مینه په کار ده. زموږ زړه به له مینې ډک وي او په هغه حالت کې راته وایي چې د وطن لیونی یې، زه دا لیونتوب په افتخار منم.

حرف آخرم؛ دو شخصیت بزرگ قرن بیستم، غازی امیر امان‌الله خان و سردار محمد داوود خان شهید کوشش کردند که افغانستان را به صورت بنیادی متحول بسازند، هر دو بار این فصل‌ها ناتمام شد. نکته اساسی و عملی بر تمام مردم افغانستان، خاصتاً نسل جوان ما و نسل‌های گذشته ما که تجارب را با خون، محابس، قربانی‌ها و شهادت درک کردند، این است که امروز سر تکمیل کردن این فصل تا ۲۰۲۴ و پس، رفاه اساسی افغانستان تا ۲۰۴۷ به یک اجماع ملی برسیم. دغه اجماع موږ ته ضرور ده چې د یوه خپلواک، ولسواک او منتخب نظام په اساس باندې، د دې اساسي قانون د آرزوګانو او هیلو او فرمایشاتو په چوکاټ کې موږ د دې شهید او د دې شهیدانو قدر ادا کړو. د داوود خان وینه به هغه وخت ادا شي چې د ده هیله ترسره شي.

من یقین دارم که امروز با این قدمی که ما و شما گذاشتیم که به صورت ضروری یادبود شهید داوود خان را تجلیل کردیم، ما دوباره می‌توانیم به هدف اساسی که عملی شدن آرزوهای وسیعش بود، در چارچوب قانون اساسی خود با یک اجماع ملی دوباره، مجد افغانستان را احیا کنیم و آرزوهایی را که همیشه همه‌ی مردم افغانستان داشتند، ان‌شاءالله‌تعالی عملی بسازیم.

تل دې وي افغانستان!

یشه سین افغانستان!

زنده باد افغانستان!

 

۱ جنرال پاچامیر، هغه کس چې د شهید سردار داوود خان او د هغه د کورنۍ قبرونه یې کشف کړل.