داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی

اصلاحات، توسعه، صلح و وحدت ملی: دیدار با مردم و سخنرانی در قندهار

اصلاحات، توسعه، صلح و وحدت ملی: دیدار با مردم و سخنرانی در قندهار

۱۵ غبرګولی ۱۳۹۴

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد، فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم

د کابینې محترمو غړو، له کابله راغلو استازو، لوی درستیز صاحب، د کندهار محترمو وکیلانو، د ولایتي شورا غړو، درنو علماء کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو، محترمو پانګوالو، خویندو او وروڼو، تر ټولو لومړی د بشریت د ستر پېشوا تحفه در وړاندې کوم: السلام علیکم و رحمةالله و برکاته!

لومړی جناب څارنوال صاحب عیسی خان ته د ټول دولت او ملت په نمایندګۍ تسلیت وایم، خدای ﷻ دې حاجي صاحب عبدالملک خان ته جنتونه نصیب کړي او تاسې ته دې صبر درکړي. د زړه له کومې درته تسلیت وایم او دا چې تاسې د غم په ورځ بیا هم راغلي یئ او لوی غم راسره شریکوئ، د زړه له کومې درنه مننه کوم. خدای ﷻ دې همېشه لره، د کندهار او افغانستان مشر یې، خدای ﷻ دې همېشه شمله اوچته لره!

ما غوښتل چې دا جلسه په کرز کې ونیسم، ځکه تېر وار زما ورور، زما عزیز، خان صاحب حشمت خان کرزی، زما څنګ کې ودرېد او موږ لاسونه جګ کړل چې د احمد شاه بابا لمسي او د میرویس خان لمسي به دوامداره د افغانستان ملي وحدت ساتي!

د ده هره قطره وینه ما سره ده او د ده غوښتنې، د دې لپاره چې کندهار کې ثبات راشي، سوله راشي، امنیت راشي او پرمختګ راشي، هغه به زموږ او ستاسې مرام وي.

د بهرنیو چارو وزارت له محترم معین صاحب حکمت خان نه مننه کوم چې له ما سره د ورور غوندې نږدې درېدلی، خدای ﷻ دې همېشه لره، غم دې درنه لرې ساتي او نورو ټولو شهیدانو ته دعا کوو.

جناب څارنوال صاحب، تاسې خو د حساب خلک یئ کنه! ځورېي سره هم حساب کوئ؟ [خندا] خدای ﷻ دې لره!

تاسې ماته ډېر لوی پور راکړ او تاسې په يوه ورځ کې راکړ، دا زما له توانه بهر ده چې په یوه ورځ کې دا پور بېرته تاسې ته اداء کړم. نو راځئ یو اصل ومنو چې په اقساطو به زه خپل پور بېرته درکړم. منئ یې راسره که نه؟ او اقساط به هم داسې اوږده اقساط نه وي، سل ورځنۍ، بیا به یوه میاشت پلان کوو، بیا سل ورځنۍ، سمه ده؟ په دې طریقه اعتبار راځي، غیر له دې اعتبار نه راځي.

زه غواړم ستاسې په اجازه، په څلورو موضوعاتو وغږېږم. کندهار باندې، پاکستان باندې، سولې باندې او وعدې او عمل باندې.

لومړی: زه ځکه راغلم چې والي صاحب خپل تحلیل تکمیل کړ او دا یې راته وویل چې د کندهار اوسنۍ اداره د اصلاحاتو وسیله نه ده. د کندهار په اوسنۍ اداره کې ډېرې ستونزې دي او بنیادي اصلاحاتو ته ضرورت لري. زه راغلم چې اول تاسې ته ووایم چې زه دغو اصلاحاتو ته ژمن یم. دویم: جناب څارنوال صاحب، تاسې وویل چې والي صاحب ته د اصلاحاتو اختیار ورکړئ، اختیار د والي صاحب دی چې اصلاحات ماته وړاندیز کړي، زه به یې عملي کړم.

د ښاروالۍ په باره کې. جناب پوپل صاحب¹ ناست دی، ټولي عمده ښاروالۍ باید د ولس او والي صاحب په مشورې، شپږ کاندیدان راته را وړاندیز کړي، زه د هغوی له منځه یو ګومارم. هیله ده چې د منلو وړ وي، چې په اصولي توګه مخ ته ولاړ شوو.

تاسې چې په کوم شعار رایه راکړه او دلته مو را ورسولم، هغه شعار دا و چې هېڅ افغان له بل افغان نه برتر نه دی او هېڅ افغان له بل افغان نه کمتر نه دی. زه غواړم چې د کندهار ټول ولس لکه جناب مولوي صاحب معروف خان چې وویل، ځان مساوي وګڼي. ټول د احمدشاه بابا او میرویس نیکه اولاده یئ. یو کس هم په بل چا برتري نه لري. زه مو لومړی خادم یم او موږ ټول ستاسې خادمان یوو. د خدمت زمینه راکړئ. هغه رقم اصلاحات والي صاحب سره ومنئ چې عملي، اساسي او تدریجي وي. په یوه ورځ هر څه نه کېږي، په اساسي توګه باید مخ ته ولاړ شوو. والي صاحب زما خاص استازی دی، بل قوت په کندهار کې نشته! یوه اداره ده، یو عزم لري، یو منطق لري او ټول به په ګډه کار کوي، خو غوښتنې عملي شي.

ستاسې خبرې او تاکیدات ټول پر ځای دي. جناب څارنوال صاحب بیا مو وفرمایل چې ماته ستونزې په میراث را پاتې دي. هو، مګر ماته د دې ولس قوي عزم هم په میراث را پاتې دی، اساسات په میراث را پاتې دي او له ټولو نه ډېر، موږ او تاسې ته زموږ وحدت په میراث را پاتې دی. ضرور ده چې موږ او تاسې لکه چې عبدالملک خان وویل، ځان مصون کړو او د مسئولیت احساس وکړو. زه ویاړم چې زموږ د ملي سرود شاعر² نن د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر دی.

برق ته راځوو. زه غواړم عملي کارونه وکړم. زما لومړی وړاندیز جناب صمدي صاحب¹، جناب رسا صاحب² او جناب دراني صاحب³ ته دا دی: کله چې زه له تاسې سره ګورم، د هرې برخې مسوول دې دوی سره کښېني. والي صاحب دا ترتیب کړه، کله چې زه نورو ګروپونو سره ګورم، مربوطه چارواکي، تاجر صاحبان، هر یو دې له دوی سره کښېني. دوی د دې لپاره نه دي راغلي چې زما خبرې واوري، دوی د دې لپاره راغلي چې اساسي مشکلات حل کړي.

برق کې څو برخې لرو: اول، صمدي صاحب ته ما هدایت ورکړی چې د کندهار لپاره ژر تر ژره د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د لمریز برق ترتیبات ونیسي. دوی سره نتیجې ته ورسېږئ. دویم، غوښتنه مو کړې وه چې خصوصي سکتور دې برخه واخلي. درې اونۍ کېږي چې کابینې دا تصویب کړه. خصوصي سکتور ته زمینه برابره ده، لاس ورکړئ. بابا ولي باندې پانګونه وکړئ، بل ځای پانګونه وکړئ، زه مو خدمت کې یم چې ژر تر ژره مو د برېښنا ستونزه حل کړو. درېیم، کجکي بند ته توربینونه رسېدلي دي، انتقال کې راسره مرسته وکړئ. ټول لوی کندهار برق غواړي او ټول کندهار یو بل سره خپلوان یوو. هغه ورځې تللې چې زه خلکو ته پیسې ورکړم او خلک د سړکونو ساتلو لپاره له ما باج واخلي. نه یې درکوم! راشئ لاس ورکړو، که ټول کندهار برق غواړي، نو له هر جومات نه دې آواز ووځي چې د برق د جوړولو مخه مه نیسئ. عسکر ولې وژنئ؟ دا چې برق غواړو، نو لاسونه باید سره ورکړو. تر هغه پورې به پنځوس میګاواټه نور برق راشي.

عمده خبره دا ده ورونو چې له ترکمنستان سره پخوا هم غږېدلی یم. جناب صمدي صاحب به دا درته ووايي، د دوی طرحه دا وه چې برق دې اول لاړ شي مزار نه کابل ته، له کابل نه دې راشي کندهار ته، ما دا وګرځوله. لین به مستقیم له ترکمنستان نه، له تورغونډۍ نه تر کندهاره را رسوو، مګر دا څو کاله نیسي. هرات به په يوه کال کې ان‌شاءالله تعالی د برق خاوند شي. له هغه نه وروسته نیمروز، فراه، هلمند او کندهار لپاره زه په اساسي توګه، په دې بوخت یم چې دا د برق موضوع حل کړو. بې له برق نه د کندهار برم نه شي پر ځای کېدی. نو واضح عملي ګامونه به سره اخلو او په قسطونو به یې سره عملي کوو. څنګه اعظم صاحب؟ د برق تر ټولو لوی متخصص خو ته یې.

دویم، د کندهار د زراعت مسئله ده. د کندهار زراعت ته توجه نه ده شوې. هغه ځمکه چې نن کرل کېږي - رفیقي صاحب د دې ډېر لوی متخصص دی - رفیقي صاحب په همدې حدودو کې نیمه ځمکه د داوود خان د زمانې ده. پوهېږئ، موږ څه کوو؟! په کال کې موږ د اته سوه میلیونه ډالرو یا یو میلیارد ډالرو غنم اخلو او د هغه ترڅنګ په کال کې افغانستان د دوه میلیارده ډالرو غوښه او لبنیات اخلي. دا درې میلیارده ډالرو ته زه «احمق پولي» وایم. د کندهار زراعت باید په پښو ودرېږي او ما دا فیصله کړې چې سږ کال به دولت غنم اخلي. سیلوګانو باندې په اساسي توګه اخته یوو، همدا راز د تېلو په ستراتېژیکو ذخیرو هم. دا هغه برخه ده چې له همدې برخې سره ګډ کار کوي. وزیر صاحب د زراعت بند و، مګر دراني صاحب شته، د دې ګروپ یو له مشرانو نه دی، تاسې ورسره وکتل.

اصلي شی چې له تاسې یې غواړو دا دی چې د کندهار د میوه‌جاتو د خرڅولو لپاره له يوې طرحې سره راشئ. یوه برخه یې زه کولای شم، هغه دا ده چې د کندهار په هوايي ډګر کې کافي کولډ سټوریج (سړې خونې) شته، ان دا یې هم جوړې کړې وې، دا ستاسې په خدمت کې دي. دویم، ایران سره غږېدلي یوو، راتلونکې میاشت به بیا د ایرانیانو هیئتونه راشي چې د کندهار حاصلات هم ایران واخلي او هم د ترانزیت له لارې خلیج ته ورسېږي.

زه غواړم یوه ډله جوړه شي، همدا کار موږ او تاسې په عملي توګه وکړو چې باغدار ته یو شی په واقعي توګه ور ورسېږي او یو اساس کېښودل شي. پاکستانی کلداره ولې په کندهار او هلمند کې حاکمه ده؟ رفیقي صاحب نه مننه کوم چې اول یې دا تحلیل وکړ. دلیل یې دا دی چې هغوی ټول میوه‌جات له مخکې اخلي او مرکز له کندهار نه کوټې ته تللی دی. زما وړاندیز درته دا دی، راشئ چې دغه مرکز په کندهار کې جوړ کړو. اوله درجه د زراعت فاکتوله په کار ده، راشئ چې په پښو یې ودرولو. مشخص وړاندیزونه راکړئ. هېڅوک ستاسې په اندازه په کندهار کې بلد نه دي، نو ولې درته متخصصین راولم. تاسې راشئ، ماته لومړیتوبونه راکړئ چې په عملي او واقعي توګه، قدم په قدم اجرا شي.

د معارف په برخه کې د کندهار وضعیت واقعاً د ژړا دی. جناب والي صاحب عزیزي ماته وویل، د هرات ولایت یوازې دوه ولسوالۍ په مکتب کې له ټول کندهار نه ډېر ماشومان لري. دا کندهار چې میرویس بابا ترې د فتوا اخیستو لپاره مکې معظمې ته تللی شو چې د صفویانو په مقابل کې ودرېږي. نازو انا او زرغونې انا سواد درلود. نو موږ باید په حالت دې افتخار وکړو که باید وشر مېږو؟! نو ضرور ده چې د کندهار د معارف لپاره یوه اساسي طرحه راوړئ. اول شی چې باید تثبیت یې کړئ، دا دی چې وګورئ کوم مکتبونه موجود نه دي. د لیلیو ترتیب به هم ونیسو چې زموږ ماشومان سبا بیا اتلان شي او دا واري بیا په علم کې، په ساینس کې او په ادب کې نوې جهانیان ولرو. همدارنګه پوهنتون. د پوهنتون په برخه کې به، جناب استاد! په راتلونکو سلو ورځو کې به د افغانستان لس پوهنتونونه د مخابراتو وزارت له لوري، له مصنوعي سپوږمۍ سره ونښلول شي او تر اخر حده دا کوشش هم کوو چې په یوه کال کې په فایبر اپتیک زون¹ بدل شي. دا به د دې زمینه برابره کړي چې تعلیمي نصاب له خلیج، له هندوستان او له امریکا نه راساً کندهار ته راشي. بې له انټرنېټ نه دا نه کېږي. موږ یې په یوه ورځ کې نه شو راوړی.

عدلي او قضايي برخه کې ما خپله څېړنه تکمیله کړې ده. دوه نفره به ژر تر ژره د سترې محکمې لپاره پارلمان ته وړاندې کړو. ما شخصاً له ۳۴ مدافع قاضیانو سره لیدلي دي. عدلي او قضايي بدلون په دویمو سلو ورځو کې په اساسي توګه راوستل کېږي، اما اشخاصو کې باید له مخکې بدلون راشي. زه نور په تفصیل نه غږېږم، ځکه چې ستاسې تفصیلات مشخص دي، دا څو ټکي مې د نمونې په حیث وویل. اختیار ستاسې دی، له والي صاحب سره کار وکړئ چې بنیادي اصلاحات راشي او ټول باید په ګډه کار وکړو.

افغانان انحصار نه مني، هر چا چې د انحصار کوشش کړی، نتیجې ته نه دی رسېدلی. اجمل خټک ویل:

چې نشه د استبداد لري په سر کې
ماته یو دی که مغل دی که افغان

زه یو پل یم. اول خدای ﷻ ته مسوول یم بیا د افغانستان ولس ته مسوول یم او زما وظیفه دا ده چې کم له کمه لس نفره د افغانستان جمهوري ریاست ته آماده شي. نو زما عرض درته دا دی چې د رقابت فضا لرې کړو. پخوا خانداني نظامونه وو. امیر دوست محمد خان ۲۱ کاله له آس نه ښکته نه شو او اخرنی جنګ یې د هرات جنګ و. امیر عبدالرحمن خان ۱۶ کاله له آس نه ښکته نه شو. اوس خانداني نظام نه دی، د اساسي قانون نظام دی، باید یو سیاسي قشر افغانستان ته راشي چې متعهد وي، متخصص وي، پوه وي او وکړای شي دا خاوره اداره کړي. او زه به د دې راتلونکي نسل لپاره یو پل یم. ځوانان دي، مېرمنې دي، تاجران دي، دا ټول باید لاسونه ورکړو.

زه اوس غواړم راشم د پاکستان موضوع ته. سوله چا سره کوئ؟ له هغه چا سره چې ورسره په جنګ یئ؟ که سوله له هغه ورور سره چې ښه مناسبات ورسره لرئ؟ هغه سره د سولې د خبرو څه ضرورت دی؟ ما څه کړي؟ اول مې ستونزه تعریف کړې. ستونزه څه ده؟ ۳۶ کاله یا خاصتاً ۱۴ کاله کېږي چې پاکستان له افغانستان سره په یو نااعلان شوې جنګ کې ښکېل دی. دا د مشکل تعریف مې پاکستانیانو باندې ومانه. حکمت خانه ورباندې ومې مانه، که نه؟ اوس د دې معنی څه ده؟ اول به د دوو دولتونو ترمنځ سوله راځي. افغانستان ته چا د دولت په حیث کتلي وو؟ که یې د جنګ د میدان په حیث ورته کتلي و؟ موږ دولت یوو، پنځه زره کاله منډیګک دوام کړی، پنځه زره کاله نور به هم یوو! نو ځکه د افغانستان ټولې ګټې، ټولې منافع د یوه دولت په حیث له بل دولت سره مخامخېږي. یوه کلیمه په ډیورند باندې نه یوو غږېدلي. ډیورند نه زما صلاحیت دی، نه د بل چا، د افغانستان د ولس صلاحیت دی! بالاخره به د حل یوه لار راووځي، خو نن دا موضوع نه ده. نن اصلي مسئله سوله ده. لومړی د دوو دولتونو ترمنځ سوله ده. سوله هم په هغو شرایطو ده چې ما خپل لیک کې لیکلي او تاسې ټولو هغه لوستی دی. د دوو دولتونو ترمنځ د سولې معیارونه واضح دي. دویم به عادي مناسباتو ته رسېږو او له هغې وروسته به بیا همکاریو ته رسېږو. دا پروسه به لس کاله نیسي، مګر که تدبیر ونه لرئ، که تعمق ونه لرئ او فکر ونه لرئ، وطن بربادېږي.

کندهار کې څو زره مشران شهیدان شوي دي؟ د منزل باغ سرک د مرګ سرک و که نه؟ خپلو جوماتونو کې خلک شهیدان شوي که نه؟ کندهار سوله غواړي که نه؟ په یوه آواز!! [د حاضرینو ځواب : هو غواړي یې!!] که سوله غواړو، له منطقې سره سولې ته له رسېدو پرته، سولې ته رسېږو؟ [د حاضرینو ځواب : نه!] سوله په احساساتو نه راځي، سوله په عقل راځي، سوله په تعهد راځي. زه غواړم دا بله مسئله هم درسره شریکه کړم.

پاکستانیان راغلل، تاسې ټولو واورېدل چې ما د پاکستان لومړي وزیر ته په مطبوعاتي کنفرانس کې څه وویل؟ موږ وویل چې تاسې خلک روزئ، ستاسې له ښارونو په موږ حملې کېږي. هغوی وویل چې ستاسې ملي امنیت هم پاکستانی طالبان روزي. موږ ورته وویل چې دا کار موږ نه دی کړی. زموږ ملي امنیت او د پاکستان ای ایس ای مساوي نه دي. زموږ ملي امنیت د نورو هیوادونو په مقابل کې ګرم نه دی. زموږ ملي ګټې ساتي، نو په دې خاطر چې د دوی تور رد کړو، موږ وویل چې راشئ په يوې تفاهم نامې کار وکړو. دا تفاهم نامه په ټیټه سطحه ده. زما په سطحه نه وه. کاغذ تر هغو عملي نه دی، تر څو یې چې زموږ د ملي امنیت عمومي رئیس انجینر صاحب نبیل لاسلیک نه کړي. تر هغې دا تفاهم نامه عملي جنبه نه لري. دا چې ملت ناراضه شوی، ما د دې کاغذ مدیریت پخپله غاړه اخیستی. زه به یې ولیکم، د ملي امنیت شورا ته به یې وړاندې کړم، تر هغې وروسته به مشورې ته ولاړ شوو او د شورا غړو سره به مشوره وکړو او بالاخره که اجماع ته ورسېدو، مخکې ځوو. اما وروڼو او خویندو په ځان باندې تور مه لګوئ چې ګواکې تاسې تروریستان روزئ.

چا چې د پېښور ماشومان وژلي زموږ دښمن دی. دی که نه دی!؟ موږ وایوو، تروریزم ښه او بد نه لري، نو په همدې باندې عمل کوو او په مېړانه عمل کوو. ګورئ په دې منطق ټوله دنیا زموږ په خوا ولاړه ده. د دې وطن غوښتنه سوله ده. سولې ته رسېدو لپاره باید خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه سړ کال ټکړه کړو. افغان سوله له ضعیف موقفه نه مني. قوي موقف نه سوله غواړو، پایداره سوله غواړو، باعزته سوله غواړو! دلته نو په کندهار باندې زما آواز دی، له کندهار زما غوښتنه ده. کندهار د افغانستان سیاسي زړه دی. جناب حامد خان کرزي نه پوښتنه وکړئ. کله چې حاجي صاحب ګل اغا کندهار نه لاړ چې وزیر شي، زه د مالیې وزیر وم، ستاسې په یاد دي چې زما صلاحیتونو حد نه درلود. ما کرزي صاحب ته وویل چې زه حاضر یم کندهار ته د والي په حیث لاړ شم. اته څلوېښت ساعته فکر یې وکړ، راته یې وویل چې که لاړ شې کابل کې جنجالونه جوړېږي. زه خپله حاضر وم چې درشم. کندهار کې چې سوله را نه شي، کندهار کې چې ثبات را نه شي، افغانستان نارامه دی. نو ځکه مې په تاسې نعره ده. کلي په کلي، جومات په جومات، قوماندان په قوماندان، مشر په مشر، عالم په عالم، مېرمن په مېرمن، ځوان په ځوان... د سولې کاروان جوړ کړئ.، تحرک راوړئ، راشئ چې بنیادي سوله راوړو. اوس مفکوروي شی نه دی پاتې. جنګ په اراضي باندې دی. غواړم دا ځای ونیسم چې سبا درسره له موقعیت نه وغږېږم. څه چې موږ په قوي او منطقي مذاکراتو کې کولای شوو، د جنګ په میدان کې یې نه شوو کولای. سناتور صاحب څنګه؟ دا ارزې چې پنځه زره او څلور سوه خرواره میوه په ارزګان کې وسوځېږي؟ نه ارزې! موږ جنګ نه دی غوښتی، جنګ په موږ باندې تحمیل شوی او هغه بین‌المللي تروریستان چې دلته راځي، زموږ سیاسي چوکاټ کې ځای نه لري. موږ سره یې څه دعوه ده؟ نو په دې اساس، اوس درته اوله خبر کوم.

که پاکستان سره موږ مذاکرات نه وای کړي چې طالبان ټول کړي او ورته ووايي چې مذاکراتو ته کښنئ، جناب کرزي [حشمت خلیل کرزی] صاحب چې مذاکره وکړه، هر څوک چې حاضر وو، ونه وژل شوو؟ یا بندیخانې ته لاړ نه شوو؟ نو راته ووايي. په دې مې چې ونیول اوس مطلق اختیار راکړه چې موږ خپله غږېږو او اوس وخت د عمل راغلی چې د سولې پروسې ته حرکت ورکړو، تحرک راوړو، نوې مشرتابه په کې راوړو او حرکت وکړو. دغه د وطن غوښتنه ده، په دې کې له تاسې مرسته غواړو.

هیله ده، هغه اعتبار مو چې راباندې کړی و، درته ثابته شوې وي چې یوه تګلاره لرو. هدف چې لوړ وي، هره دقیقه ورباندې بېرته فکر نشئ کولای چې دا مې هدف دی او که نه؟ موږ خو کوچیان یوو. له هندوکش نه به چې تېرېدو، چا به هم په نیمه لاره کې نه ویل چې هدف پرېږدم. څوک چې په نیمه لاره کې مزل پرېږدي، هرڅه بایلي. هدف د افغانستان ولس ټاکلی، هدف یې پایداره او باعزته سوله ده. هره دقیقه په دې کې شک او شبه نشئ ایجادولای. باید هدفمند ووسو، ځکه چې دا د ولس غوښتنه او شرط دی. له دې ټول جنګ نه څوېندې متاثره دي. جهاني صاحب وویل چې تر څو به زموږ په کورونو کې غم وي؟ دا منطق غواړي او عزم غواړي. دغه عزم ملي عزم دی او ان‌شاءالله تعالی موږ او تاسې یې ترسره کوو.

اخري خبرې ته مې راځم. وعده او عمل: په سټدیم کې زما یوه وعده مې هېره نه ده. ځکه یوازې غږېدلی نه یم او اوس له بده مرغه ویدیوګانې هم شته چې که سړی په خبرو کې هم ووايي چې نه مې دي ویلي، فوراً ویدیو راځي [خندا]. ټول مې لیکلي دي. هره وعده مې چې کړې ده، که په کندهار کې وه، که په ننګرهار کې وه، ټولې مې لیکلي دي. ترتیب مو څه دی؟ لومړی ترتیب مو دا دی، ګورئ په کابینه کې لوی بدلون راغی. یو نوی نسل -پرته له دې چې په چا پورې تړلی وي- یو متعهد او یو واضح ټیم راغی.

دویم، والیانو کې اساسي بدلون راغی چې په څو نورو ورځو کې به یې جناب پوپل صاحب ان‌شاءالله تعالی خلاص کړي. اردو کې. له جناب وفادار صاحب نه پوښتنه وکړئ چې روحیه بدله شوې او که نه؟ نن څوک وايي چې په اردو کې په واسطه څوک د اتل قول اردو قوماندان کېږي؟ که ته په صلاحیت او کفایت دلته ناست یې؟ دغه اردو مسلکي کېږي. اوس خبره څه ده؟ خو تاسې ته معلومه ده چې هره ورځ د کندهار د ادارې تفصیلات راکوي.

پرزې وي، خو ماشین نه و. اول باید موږ دا دولت په ماشین بدل کړو چې بیا ورنه کار واخلو. داسې روغ موټر نه و چې زه په کې کېنم او ووايم چې شل کیلومتره ځم او که یو سل او شل کیلومتره ځم. ټولې پرزې وي، دغه پرزې به په ماشین بدلېږي. متعهد خلک راځي. لومړۍ سل ورځې مو دا دي چې په وزارتونو باندې تمرکز کوو. زه درنه غوښتنه کوم چې لطفاً د وزارتونو د سل ورځو پروګرامونه ولولئ، خوښ به مو شي ان‌شاءالله تعالی. دویمې سل ورځې، په ولایتونو راځي. دې لومړیو سلو ورځو کې والي صاحبان خپل مشکلات مشخصوي او په اساسي توګه یې ګوري. دویمو سلو ورځو نه وروسته زموږ او ستاسې کار په ګډه دی.

پوپل صاحب هغه بله ورځ کابینې ته څه ارقام وړاندې کړل او ارقام یې ډېر په زړه پورې وو. صفر اعشاریه اووه فیصده ملي بودجه ولایتونو او ولسوالیو ته ځي. همدا سې ده کنه پوپل صاحب؟ [پوپل = هو] یعنې د افغانستان یوې ولسوالۍ ته په میاشت کې د انکشاف لپاره نهه زره ډالر ورځي. نو دا د خدای ﷻ لار ده؟ حکومتداري څنګه راشي؟

زموږ او ستاسې مالي نظام، عدلي او قضايي نظام او اداري نظام بنیادي بدلون ته ضرورت لري. بله خبره دا ده چې له یو څو شیانو باید درس واخلو.

وروڼو او خویندو! نه به د امان الله خان خبره راباندې تکراروئ، نه د داوود خان. ما له اولې ورځې تاسې ته عرض کړی و چې تحول او تداوم به سره یوځای وي. که ډېر چټک لاړ شوو، خرابېږو. خو دا په دې معنی نه ده چې هېڅ حرکت و نه کړو او لاړ نه شوو. په همدې خاطر مو د هرو سلو ورځو پلانونه جوړ کړي چې په اساسي توګه مخ ته لاړ شوو.

راتلونکې اونۍ کې مې ټولې مستقلې ادارې راټولې کړې دي. له هغې وروسته مې ټولې تصدیانې را غوښتې دي. رسا صاحب شاهد دی، مننه ورنه کوم، خصوصي سکتور سره مو یو بنیادي بحث شروع کړی. داسې نه چې هره ورځ راشي او ماته لس تکراري موضوعات ووايي. هرې جلسې کې دې په دوو موضوعاتو باندې نتیجې ته ورسېږي. له هغې وروسته ورسره زه کېنم او بیا یې کابینې ته وړو. بیا هم راځم جناب مالک صاحب ته، زه ستاسې خادم یم او زه هم یو انسان یم.

هغه د حضرت عمر بن عبدالعزیز کیسه درته کوم، ختموم یې. حضرت عمر بن عبدالعزیز دویم عمر و. له بیت المال نه یې څه نه اخیستل. اختر و، ماشومانو ورته وویل چې موږ ته اختر مبارکي راکړه، ده پیسې نه درلودې، ځکه د خپلې پیسې له کتابت نه ترلاسه کولې. ولاړ چې له خزانه دار نه پور وغواړي. هغه ورته وویل چې پور به درکړم، خو په دوه شرطونه. ویل یې چې شرطونه دې څه دي؟ ورته یې وویل چې اول به راته ته ووايي چې له دې نه درې میاشتې وروسته به ته ژوندی اوسې؟ دویم شرط مې دا دی چې راته تضمین راکړه چې درې میاشتې وروسته به ته امیر المومنین یې.

مقصد مې دا دی چې ژوند د خدای ﷻ په لاس کې دی. زه یو فرد یم، زه ستاسې خادم یم. د افغانستان ولس تلپاتې دی او د دې تلپاتې ولس عزت، برم او حیثیت به موږ ساتو او دلته په عامه توګه لوی کندهار او په خصوصي توګه کندهار ولایت - چې د علماو مرکز و چې علامه حبیبي یې راکړی، رشاد صاحب یې راکړی، بینوا صاحب یې راکړی - په هرې ساحې کې بدلون راوړو.

زما تره مشر رفیقي صاحب په څو ورځو کې په ټول بامیان کې بدلون راوړ. اول یې الوګان (کچالو) راوړل، بیا یې ونې راوړې. کله چې داوود خان شهیدېده، یوازینی والي چې ودرېد او د شهادت مقام یې حاصل کړ، مشر رفیقي صاحب و.

په کادرونو باندې مو چورت مه وهئ. حکمت خان ته یې ورکړئ، جهاني صاحب ته یې ورکړئ، افغانمل صاحب ته یې ورکړئ، پوپل صاحب ته یې ورکړئ، ځای پر ځای کېږي. اوس خبره دا ده چې اصولو ته به راشو: اول به د کندهار په اداري باندې بحث وکړو. اشخاصو باندې مه غږېږئ، معیارونو باندې وغږېږئ. په معیارونو چې اجماع ته ورسېږو، اشخاص خپل ځای پر ځای کېږي او داسې مشران لرو لکه جناب څارنوال صاحب، قضاوت به وکړي. اوس مې بار په تا واچوه [څارنوال صاحب ته] ته به یې قضاوت کوې او ماته به وايي چې څه کوم!

تل دې وي افغانستان!
ژوندی دې وي لوی کندهار!