ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
د وینا متن ملت جوړونه

د ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم د څلورم تلین په مناسبت پیغام

د ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم د څلورم تلین په مناسبت پیغام

 ۱۸ د کب ۱۳۹۶

بسم الله الرحمن الرحیم

 ارواښاد مارشال محمد قسیم فهیم یو له هغو نامتو څیرو څخه دی چې نوم او یاد یې زموږ د هیواد په معاصر تاریخ کې په ابدي توګه ثبت شوی دی. هغه څه چې د مشرانو نوم پاتې کوي او د یو هیواد د تاریخ په زرینو پاڼو کې یې یاد ساتي، د خپل ولس او خاورې سرلوړۍ، یووالي، اعتلا او بریا ته د هغوی د ژمنتیا کچه ده.

د هر هیواد تاریخ له هغو سیاستوالو، جنګیالیو او رول لوبونکو څخه ډک وي چې د خپل هیواد په بېلابېلو پېښو کې یې برخه اخیستې؛ خو په دې کې یوازې هغه کسان تلپاتې نوم پیدا کوي چې د خلکو د دردونو او کړاوونو په کمولو، د ټولنې د نېکمرغۍ په زیاتولو او د خپل ملت د یووالي د صفونو په ټینګولو کې یې تاریخي او د ستاینې وړ رول لوبولی وي. هغه کسان چې له ځانه تېر شوي ترڅو نور هوساینې او آرامۍ ته ورسوي.

هغه هیوادونه چې د بهرني تیري او کورنیو بحرانونو له مصیبتونو سره مخ کېږي، له سختو زیانونو سره لاس او ګریوان وي. یو له هغو زیانونو څخه چې د هیواد ټول شتون ننګوي، د داخلي درزونو رامنځته کېدل او د ملي یووالي او انسجام د شیرازې سستېدل دي.

د جګړې له امله د ویجاړیو رغول، اقتصادي شرایطو ته ساه ورکول، پر فقر او وزګارۍ غلبه، د صنعت د څرخ فعالول او په لسګونو نور کارونه، ټول هغه وخت ممکن کېږي چې د ملت ځواکونه د هیواد د عیا (لوړو) ګټو په لور په متحدانه ډول په کار واچول شي، د صفونو یووالی خوندي پاتې شي، تیت او پرکوالی له منځه لاړ شي او د بې ځایه جګړو او زیانمنو شخړو لپاره ځای پاتې نشي. هغه کسان چې پر داسې ننګونو بریالي کېږي او د همکارۍ او پیوستون د ډګر اتلان کېدای شي او په خپل کړه وړه او وینا سره د یووالي او خواخوږۍ بیلګه وړاندې کوي، هغوی د خپل هیواد په تاریخ کې د تلپاتې کېدو او ابدیت لپاره خپله وړتیا ثابتوي.

ارواښاد مارشال فهیم د دې خاورې یو له هغو عیار صفته او نامتو شخصیتونو څخه و چې په سختو ورځو کې د خپل ولس ترڅنګ ولاړ و، زموږ د ملت د بېلابېلو پرګنو د یووالي لپاره یې هڅې وکړې، په افغانستان کې د دولتي نظام د ټینګښت لپاره یې پوره زیار ویوست او د ژوند تر وروستیو ورځو پورې یې د یوه ملي شخصیت په توګه د مسؤلیت په احساس سره چلند وکړ. له همدې امله ده چې نن د هغه فقید مارشال شخصیت د دې هیواد د ټولو پرګنو او قومونو له خوا د احترام وړ دی او وړې خبرې د هغه لوی سړي پر مقام اغیز نه کوي.

له متعال خدای څخه ارواښاد مارشال ته د ابدي آرامۍ، د هغه بریا لرونکي زوی ته د لا زیاتو بریاوو او د هغه همسنګرانو او همکارانو ته د ارواښاد د لارې د دوام هیله کوم.