د الحاج عبدالقدیر د شهادت د شپاړسم تلین او د الحاج عبدالحق د شهادت د لسم تلین په مناسبت پیغام
۲۳ لړم ۱۳۹۶
بسم الله الرحمن الرحیم نحمده و نصلي علی رسوله الکریم
ګرانو هېوادوالو، خویندو او وروڼو! نن د هېواد د دوو مبارزو، نه ستوګنو، مجاهدو او شهیدو شخصیتونو لمانځنه کوو چې ځلانده کارنامې به یې د افغانستان د خلکو د جهاد په تاریخ کې تلپاتې وي. شهید حاجي عبدالحق او شهید حاجي عبدالقدیر د هېواد په ختیځ کې د جهاد له مخکښانو څخه وو او د خلکو په بېدارولو او د جګړې د سنګرونو په تود ساتلو کې یې نه هېرېدونکی رول ولوباوه.
د سرې لښکر د تېري پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد په دوران کې د دې مجاهدې کورنۍ رول خورا روښانه او مهم و. دې دواړو مجاهدو وروڼو د هېواد د تاریخ په بل پړاو کې هم، چې کله افغان ملت د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزه کوله، فعاله ونډه واخیسته او په همدې لاره کې یې خپل ځانونه قربان کړل.
شهید حاجي عبدالقدیر په انتقالي حکومت کې د جمهوري ریاست د مرستیال او د ټولګټو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله او د جګړې د ویجاړیو د بیا رغونې لپاره یې هلې ځلې کولې، چې له بده مرغه د افغانستان دښمنانو د دغه زړه سواند شخصیت شتون ونه زغملو او هغه یې په شهادت ورساوه.
شهید حاجي عبدالحق هم له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړیو پړاوونو کې، هغه مهال چې زموږ خلک لا هم د تروریزم او د هغوی د ملاتړو تر درو لاندې وو، هڅه وکړه چې د هغوی پر وړاندې یوه پراخه جبهه جوړه کړي او خلک د هغوی له اسارت څخه وژغوري؛ خو له بده مرغه دا ملي اتل د افغانستان د خلکو د دښمنانو په لاس اسیر او په شهادت ورسېد.
نن د دې دوو سترو شهیدانو یاد په داسې حال کې لمانځل کېږي چې له نېکه مرغه د هېواد د آزادۍ او د یوه ټاکل شوي او ولسواک نظام د رامنځته کولو لپاره د دوی هیلې پوره شوې دي او زموږ هېواد د ثبات، ترقۍ او پرمختګ پر لور روان دی.
د افغانستان د عزت او سرلوړۍ د لارې د دې دوو شهیدانو یاد دې تلپاتې او خاطرې دې یې جاویدانې وي!