د آیت الله سید علي بهشتي د مړینې د یوویشتم تلین په مناسبت پیغام
۲۰ تله، ۱۳۹۶
بسم الله الرحمن الرحیم د هېواد د نامتو او مهذب عالم، آیت الله سید علي بهشتي د مړینې یوویشتم تلین د هغه کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته تسلیت وایم.
ارواښاد بهشتي د هېواد له اغېزناکو علمي، سیاسي او جهادي شخصیتونو څخه و، چې د اسلامي معارفو د ترویج په برخه کې ترې ځلاندې کارنامې په یادګار پاتې دي. مرحوم بهشتي یو عامل عالم و چې د دیني مدرسو په جوړولو سره یې د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د زده کړې لپاره د فکري روزنې مرکزونه او مناسبې بسترې رامنځته کړې.
د اسلامي علومو د ښوونې په برخه کې د هغه اقدامات او د فقهې، د فقهې د اصولو، اخلاقو او دیني موضوعاتو په اړه د هغه تألیفات یو ارزښتمن او تلپاتې میراث ګڼل کیږي. آیت الله بهشتي تدریس، ښوونې او تالیف ته د پاملرنې ترڅنګ، د هېواد د مسلمانو خلکو د جهاد په محور کې ځای درلود او د عدالت او آزادۍ لپاره یې هم په صادقانه ډول مبارزه وکړه.
نن خوښ یو چې د متوازن انکشاف، عدالت او برابرۍ لپاره د هېواد د علماوو او سیاسي شخصیتونو هیلې او ارمانونه د پوره کېدو په حال کې دي. مرکزي افغانستان اوس له کلونو محرومیت وروسته له طبیعي جغرافیایي زندان څخه وتلی او د هېواد د زړه او لويې لارې دریځ یې موندلی دی.
په تېرو دریو کلونو کې په مرکزي افغانستان کې د لسو څخه پر زیاتو مهمو سړکونو کار جریان لري؛ دا ګام به د دې لامل شي چې د طبیعي زندان لوړ دیوالونه ونړول شي. افغانستان د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې او د عدالت، مشارکت او متوازن انکشاف د اصل په رعایتولو سره په سمه لاره روان دی. د هېواد د خلکو یووالی او پیوستون به د تحمیل شوې جګړې او د دښمنانو د پرله پسې توطیو په وړاندې د بریاوو تضمین وي.