ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
د وینا متن ملت جوړونه

د استاد برهان‌الدین رباني د شپږم تلین په مناسبت پیغام

د استاد برهان‌الدین رباني د شپږم تلین په مناسبت پیغام

د ۱۳۹۶ کال د تلې ۶مه

بسم الله الرحمن الرحیم 

ګرانو هېوادوالو، وروڼو او خویندو!

شهید استاد برهان الدین رباني د افغانستان د معاصر تاریخ یو له هغو کم‌نظیره څېرو څخه دی چې نوم به یې زموږ د هېواد په تاریخ کې تلپاتې وي. شهید استاد د جهاد د میدان ننګیالی، د علم د ډګر ښوونکی، د سیاست د ډګر پوخ شخصیت او د افغانستان د سولې د لارې شهید دی؛ دا هغه ځانګړنې دي چې دغه فرزانه استاد یګانه او کم‌نظیره کوي.

شهید استاد رباني د خپلو مبارزو په ټوله دوره کې، له جګړې وړاندې کلونو څخه نیولې د هېواد د مشرۍ تر سمبالولو پورې، د سنجول شوي چلند، حساب شوي وینا او معتدلو دریځونو مظهر و؛ ځکه چې په شخصیت کې یې دوه مهمې ځانګړنې، علم او حلم سره یوځای شوې وې.

د هغه شهید استاد پراخ لیدلوري او حوصلې سبب شوې وه چې زموږ د هېواد بېلابېل قومونه او پرګنې، له شمال څخه تر جنوبه او له ختیځ څخه تر لوېدیځه له هغه سره وتړل شي، درناوی ورته وکړي او هغه د افغانستان د میلیونونو وګړو په زړونو کې ځای ولري.

له شهید استاد څخه هېڅکله داسې دریځ چې کړکېچ رامنځته کړي او یا داسې وینا چې تشنج زیات کړي، نه ده لیدل شوې او نه اورېدل شوې؛ ځکه هغه د افغانستان د خلکو پر یووالي او اتفاق باور درلود او په دې لاره کې یې هڅه خپله دنده ګڼله. هغه د جګړې د پای ته رسولو او د هېواد د پرمختګ او انکشاف لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړ. له سولې او ارامۍ سره د هغه ټینګه ژمنه تر دې بریده وه چې خپله ساه یې په دې لاره کې قرباني کړه او دا د یوه ملت لپاره د یوه رهبر د فداکارۍ تر ټولو لوړه درجه ده.

موږ د هغه ستر استاد د مقام د نمانځلو ترڅنګ، ځانونه ژمن بولو چې د هغه لاره تعقیب کړو او د هغه ستر ارمانونه وپالو؛ په ځانګړې توګه زموږ کړېدلي هېواد ته د سولې او ارامۍ په راګرځولو کې به له هېڅ ډول هڅو مخ ونه ګرځوو.

د شهید استاد او د هېواد د نورو ګرانو شهیدانو ارمانونو ته زموږ وفاداري له موږ څخه دا غواړي چې د خپلو خلکو یووالی او اتفاق د ټولو مسایلو په سر کې راولو، د دسیسه جوړوونکو او تفرقه اچوونکو لاسونه لنډ کړو او د خپل ملت صفونه داسې "بنیان مرصوص" (کلک بنسټ) وګرځوو چې له هېڅ باد او باران څخه زیانمن نه شي.

الله تعالی دې د شهید استاد رباني روح پخپل تلپاتې رحمت کې ښاد لري او موږ ته دې د افغانستان د شهیدانو د ارمانونو په پوره کولو کې توفیق په برخه کړي.