تروریزم به عنوان تهدیدی علیه حاکمیت ملی: فراخوان برای وحدت، ایستادگی و راه حل صلحآمیز
پیام تسلیت و تقبیح در مورد حمله تروریستی انفجار تانکر در وزیر اکبر خان کابل
نکات اساسی:
- تقبیح تروریزم: تروریزم یک پدیده ضد بشری و ضد اسلامی است.
- حمایت از قربانیان: ابراز همدردی ملی با خانوادههای آسیبدیده.
- عزم امنیتی: نیروهای امنیتی در خط نخست نبرد علیه تروریزم قرار دارند.
- جنگ تحمیلی: این جنگ توسط شبکههای استخباراتی و حامیان خارجی بر مردم تحمیل شده است.
- صلح همراه با عمل: تداوم فراخوان مذاکره همزمان با مقابله جدی در برابر خشونت.
- وحدت ملی: فراخوان برای کنار گذاشتن اختلافات و بسیج ملی.
- دفاع از حاکمیت: حفاظت از خاک پاک افغانستان در برابر شبکههای تروریستی.
- مسئولیت مشترک: ترغیب شهروندان برای ایستادن در کنار دولت منتخب خویش.
۱۱ جوزا ۱۳۹۶
بسم الله الرحمن الرحیم
درنو هیوادوالو، خویندو او ورونو!
د کابل ښار د پرونۍ تروریستي پېښې په اړه چې له امله يې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، عامه تاسیساتو او خلکو ته يې مالي زیانونه ورسول، د افغانستان عظیم ملت او په ځانګړي ډول د دغو قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوم. دا ډېره وحشیانه او بده پېښه وه چې د روژې په مبارکه میاشت کې يې زموږ هیوادوال د ویر په ټغر کښېنول.
هموطنان گرامی!
تروریزم یک پدیده ضد بشری است و از ارشادات دین مبین اسلام جهت توجیه و تعبیر اعمال تروریستی و وحشیانه خود و جنایات ضد بشری استفاده سوء مینماید. مردم ما از سالها بدینسو قربانی این پدیده میباشند، اما نیروهای دلیر امنیتی و دفاعی ما با تروریزم بینالمللی در جنگ رودرو به آنان تلفات سنگین وارد کرده است و آنها توان مقابله و جنگ رودرو را با نیروهای امنیتی و دفاعی ما از دست دادهاند.
زموږ مېړني امنيتي او دفاعي ځواکونه د بین المللي ترورېزم په ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري او د افغانستان، سیمې او نړۍ د ثبات په خاطر د تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد خپله برحقه مبارزه په پوره مېړانه او زړورتیا پرمخ وړي.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په تېرو درېیو کالو کې یو ځل بیا د نړۍ او سیمې د هېوادونو توجه په افغانستان او سیمه کې د نړیوال تروریزم فعالیتونو ته را وګرځوله. موږ د خپل منطق او استدلال په اساس نړۍ او سیمې ته ثابته کړه چې دا جګړه پر افغان ولس تپل شوې او د دې جګړې تر شا قوي استخباراتي شبکې او د ترورېزم ملاتړي هیوادونه کار کوي.
نن د نړۍ هیوادونه، نه یوازې د افغانستان دا برحقه داعیه مني، بلکې د تروریزم پر ضد د افغان حکومت او په ځانګړي ډول زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ کوي او د افغانستان نړیوالو ستراتیژیکو ملګرو د ترورېزم د ځپلو او د هغوی د فعالیتونو او وحشتونو د مخنیوي په خاطر خپل تعهدات له افغانستان سره تازه کړل.
ما برای کشورهای منطقه و آنانی که تروریزم را تربیه و حمایت می کنند و علیه دیگران به عنوان ابزار سیاسی جهت اهداف خودشان به کار میگیرند، پیام واضح فرستادهایم که هم ملت ما و هم جامعه جهانی از آن باخبر اند.
زه د افغانستان له ملت نه هم مننه کوم چې د افغان دولت د سولې د پروسې ټینګ ملاتړ يې وکړ او موږ په تېرو څو کلونو کې په افغان وسلهوالو مخالفینو بیا بیا د سولې د خبرو غږ کړی او هغوی ته مو بلنه ورکړې چې د خشونت، جنګ او د ولس پر وړاندې له دښمنۍ نه لاس واخلي او خپل مسایل د مذاکراتو له لارې حل کړي.
ملت ما، به جامعه جهانی ثابت ساخت که حکومت افغانستان هم اراده صلح و هم جریئت فیصلهها و صلاحیت را دارد که مثال خوب آن، کامیابی مذاکرات صلح میان حزب اسلامی و دولت افغانستان میباشد.
د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان حکومت، علماو، د سولې عالي شورا او زموږ قهرمان ملت له وسلهوالو مخالفینو نه وغوښتل چې د ملي او اسلامي ارزښتونو له مخې د خلکو ځورول او قتل عام بند کړي، خو متاسفانه اجیرو تروریستي ډلو او د دوی بادارانو لومړی په خوست، بیا کندهار او نن په کابل کې زموږ د مظلومو هیوادوالو وینې تویې کړې چې دلته یوازې غندل کفایت نه کوي، بلکې د دغو بشر ضد او اسلام ضد ډلو او ګروپونو پر ضد عملي او لا جدي اقداماتو وخت را رسېدلی دی او د افغانستان حکومت به د تروریزم د نابودولو لپاره له هېڅ ډول اقدام نه دریغ ونه کړي.
هموطنان عزیز!
امروز فرصت فیصله مهم ملت ما رسیده است، واضح است که نظام و حکومت با اراده قوی ملت ایجاد شده و استوار میباشد. من یکبار دیگر برای فیصلهها و بسیج ملی، رجوع به ملت را لازم میدانم.
نن په ټولو جهادي، قومي، سياسي او دیني مشرانو او علماو، ځوانانو، خویندو او ټولو اقشارو غږ کوم چې ټول سلیقوي، شخصي، تنظیمي او سياسي اختلافونه یوې خوا ته پرېږدي او د یوې ملي سرنوشت سازه پرېکړې لپاره چې ستاسو منتخب حکومت او زړور امنیتي او دفاعي قواوې به يې تطبیقوي، رامخ ته شئ.
څوک چې د سولې غږ ته يې منفي ځواب ورکوي، د پردیو په لومو کې ښکېل دي او د هغوی په لمسون او اشاره جنګېږي. هغه بین المللي تروریستان چې افغاني هویت او رېښه نه لري او زموږ پاکه خاوره د خپلو شومو تروریستي فعالیتونو او د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره استعمالوي او هغه هېوادونه او استخباراتي شبکې چې په افغانستان کې د نا اعلان شوې جګ تر شا ولاړ دي، د دغو ټولو پر وړاندې د یوې ملي پرېکړې او ملي دریځ غوره کولو وخت را رسېدلی دی، څو د دوی شوم اهداف دفع کړو.
دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان عظیم ملت له هر جابر، ظالم او یرغلګر نه په خپله ټینګه اراده او وحدت ساتلې ده. زموږ عظیم ملت به هېڅ تروریستي ډلې ته د دې اجازه ور نه کړي چې زموږ پاکه خاوره د خپلو ناپاکه موخو او اهدافو لپاره وکاروي.
من به همه ملت، علما، بزرگان سیاسی، شورای ملی، مطبوعات و جوانان خطاب میکنم که در این بسیج ملی در کنار حکومت منتخب خود باستند و علیه دشمنان افغانستان صف واحد و منظم را ایجاد نمایند.
حکومت منتخب شما همچنان که ثابت ساخته است که علیه دشمن میاستد، اکنون با مشورهها و حمایتهای ملی شما در مقابل دشمن به گونه جدی مبارزه مینماید.
د افغانستان حکومت به د سياسي، جهادي، قومي مشرانو، علماو او د ملت د منتخبو استازو سره له سلا مشورې وروسته خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د تروریزم د ځپلو په خاطر حالاتو ته په پام د یو لړ خاصو صلاحیتونو په ورکولو دستور ورکړي.
په پای کې یو ځل بیاد خدای تعالی په دربار کې ټولو شهیدانو ته د فردوس جنت او د ننیۍ پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم.