ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

سیمه ییز شراکت او ځواکمنه رهبري: د افغانستان د راتلونکي او منځنۍ اسیا د سوکالۍ خوندي کول

سیمه ییز شراکت او ځواکمنه رهبري: د افغانستان د راتلونکي او منځنۍ اسیا د سوکالۍ خوندي کول

د اسیا زړه – استانبول پروسې اووم کنفرانس – باکو، آذربایجان

مهم ټکي:

  • سیمه ییزه همکاري: د ګډو ننګونو پر وړاندې د قوي همکارۍ اړتیا.
  • له آذربایجان څخه مننه: د باکو له کوربه توب او دوامداره ملاتړ څخه مننه.
  • د مشرانو ستاینه: د سیمه ییزو شریکانو د رغنده رول او ملاتړ قدرداني.
  • نړیوال بستر: د نوې ستراتیژۍ هرکلی او پر سیاسي حل‌وفصل ټینګار.
  • د افغانستان رول: د اسیا زړه او د تمدنونو د څلورلارې په توګه د ځایګي اعاده.
  • له ترهګرۍ سره مبارزه: د ترهګرو او داعش په ځپلو کې د امنیتي ځواکونو بریالیتوب.
  • له نشه یي توکو سره مبارزه: د لابراتوارونو نابودي او د نړیوالې همکارۍ مبرم ضرورت.
  • سیمه ییز اتصال: د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې د زیربناوو اهمیت.
  • اقتصادي وړتیاوې: د اوبو، کانونو او کرنې بډایه سرچینې او ازاده سوداګري.
  • د سولې لیدلوری: له طالبانو سره ډیالوګ او له پاکستان سره صادقانه همکاري.
  • د کابل پروسه: د افغانانو په رهبرۍ د دویمې ناستې د جوړېدو اعلان.

 

باکو – آذربایجان | ۱۰ لیندۍ ۱۳۹۶ | ۱ ډسمبر ۲۰۱۷

بسم الله الرحمن الرحیم

 جمهور رئیس علي‌اُف، محترمو وزیرانو، د پلاویو رئیسانو، آغلو او ښاغلو، دوستانو؛

موږ په داسې شرایطو کې ملاقات کوو چې سیمه‌ییزه همکاري په داسې لویه کچه نه وه. لوی اقتصادي فرصتونه، موږ خپل لور ته ورغواړي، خپېښې بې پولې شبکې او جرمي شبکې موږ ګواښي. موږ یې ګاونډیان ګرځولي یوو. ګډ لیدلوری، رهبري او سیاسي اراده او همدا راز مدیریت ته بې وقفې پام، موږ په یو بل پورې تړلي نړۍ کې د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت په چوکاټ کې د ملي امنیت او هوساینې د لټې لپاره، په شریکانو بدلوي.

ښاغلی جمهور رئیس [الهام علي‌اُف] اجازه راکړئ په باکو تاریخي او سمسور ښار کې ددې کوربه توب له امله له تاسې او د آذربایجان له خلکو په مننې، خپلې خبرې پیل کړم.

د آذربایجان د ونډې او بریالیتوب ستاینه

ستاسې د رهبرۍ له خوا د «شمالي لارې» پرانیستل، زموږ د امنیت لپاره ډېره مهمه ده او د سیمې او نړیوال اقتصادي اتصال لپاره د «لاجوردو دهلېز» او په څو اړخیزه ماډل د ټرانسپورټي سیستم بدلېدل به مرکزي رول ولري. ستاسې زړورو سرتېرو د آیساف او غوڅ ملاتړ له لارې زموږ له امنیت سره مرسته کړې او موږ (له افغانستان) ستاسې د پوځي ملاتړ د زیاتوالي د اعلان هرکلی کوو.

تاسې زموږ د لید لوري او ستونزو په تړاو ژور درک ښودلی دی، هغه درک چې په میراث ستاسې د پاتې ستونزو له امله دی لکه نا اعلان شوې جګړه، داخلي بېځایه شوي، بېوزلي، جنایت او فساد. پر ستونزو د بریا لې کپدو په برخه کې، لکه په ۲۰۰۰ کال کې له ۵,۳ میلیارډ ډالرو په ۲۰۱۴ کال کې ۷۵,۲ میلیارډ ډالرو ته ستاسې د کورنیو ناخالصو تولیداتو زیاتوالی، ثبات او هوساینې ته د رسېدو لپاره زموږ هڅو ته پخپل نفس باور بښي. د پایداره اصلاحاتو له لارې سیستماتیکه اقتصادي تنوع، هماغسې چې تاسې یې یادونه وکړه، هغه بېلګې دي چې موږ پرې تکیه کوو. تاسې د مخامخ روزنې او شریکولو له لارې تر ټولو غوره تخنیکي مرستې موږ ته وړاندې کوئ؛ او نن زه له پانګونې د متقابل ملاتړ او عاملولو هوکړه لیک او همدا راز زموږ د هېوادونو ترمنځ د یو شمېر نورو هوکړه لیکونو د لاسلیکېدو په تمه یم.

د پخوانیو کوربه هېوادونو او سازمانونو مننه

وزیرانو او د پلاویو محترمو رئیسانو!

جمهور رئیس اردوغان د آسیا زړه – استانبول پروسې ناستې طرحه د خپل صدرات پر مهال وړاندې کړه. موږ په دې پروسه کې د هغوی له مشارکت او د آیساف له ماموریت او غوڅ ملاتړ، د ترکیې حکومت د دوامداره او قوي ملاتړ له امله مننه کوو. موږ په ځانګړي ډول له دې امله چې بیاځلي به زموږ کوربانه یاست، خوښي څرګندوو. موږ، همدا راز د جمهور رئیس نظربایف او قزاقستان حکومت، جمهور رئیس شي او د چین ولسي جمهوریت حکومت، لومړی وزیر شریف او د پاکستان حکومت، لومړی وزیر مودي او د هند قدرمن حکومت نه ددې ډلې د پخوانیو ناستو د کوربه توب له امله، مننه کوو.

دا چې په څلورم ځل (په آسیا زړه ناسته کې) له افغانستان استازولي کوم، د داسې پلت فارم شاهد یم چې په هغه کې پر کلیدي موضوعاتو او زموږ د لومړیتوبونو د تحقق لپاره د همکاریو رامنځته کولو لپاره د تفاهم ژورتیا او پراختیا بڼه والي موندلی دی. دا پروسه یوازې بدیل نه، بلکې په سیمه کې د نورو مهمو سازمانونو له هغې ډلې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO)، د سویلي آسیا د سیمه ایزو همکاریو سازمان (SAARC)، د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) او نورو بشپړونکي بلل کېږي. زه له جمهور رئیس بردي محمدوف او د ترکمنستان له حکومت نه د افغانستان لپاره د سیمه ایزو اقتصادي همکاریو سازمان اووم کنفرانس (VII-RECCA) د کوربه توب له امله مننه کوم چې په هغه کې د آسیا زړه له پروسې سره د همپالنې رامنځته کېدو پر اړتیا هوکړه وشوه. همدا راز په ځانګړي ډول، له دې پروسې نه د ملاتړ او حضور له رهبرانو او ګډون کوونکو حکومتونو او ملاتړو هېوادونو مننه کوم.

نړیوال او امریکايي ستراتیژيک وضعیت

آغلو او ښاغلو!

د لومړیتوبونو پر لور زموږ حرکت د نړیوال بستر د ډاډ لپاره عالي دی. له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سویلي آسیا د باثباته کولو لپاره د جمهوررئیس ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان سره، له امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان دوامداره همکاري بیا نوې شوې او لوری یې موندلی. موږ د دې ستراتیژۍ هرکلی کوو چې په یوې با امنه سیمه کې د افغانستان د راتلونکي د خوندیتوب لپاره، لاره نقشه جوړوي. موږ د ملاتړو هېوادونو له ټولو نارینه او ښځینه وو چې له موږ سره یو ځای یې خدمت کړی، په ځانګړي ډول هغوی چې (د ځانونو په قربانولو) یې لوړ قیمت پرې کړ، احترام کوو.

د امریکا متحده ایالاتو دغه ستراتیژۍ، د امریکایي ځواک ټول اوزار غښتلي کړي او هغه پیغام لېږدوي چې د طالبانو ډلې او ملاتړي یې نه شي کولای له پوځي لارې بریالي شي. موږ یوازې د یوې سیاسي هوکړې له لارې کولای شو دوامداره سولې ته ورسېږو. هغه موضوع چې تشریح به یې کړم.

د افغانستان تاریخي رول او اوسنۍ ننګونې

محترمو حاضرینو!

شاعرانو او تاریخ لیکونکو په آسیا کې زموږ [افغانستان] د متفاوت موقعیت د مجسم کولو لپاره له درېیو تصویرونو کار اخیستی دی: «د آسیا زړه»، «د هند دروازې»، او «څلور لارې».

غښتلي شاعر اقبال داسې ویلي دي: آسیا یک پیکر آب و گل است / ملت افغان در آن پیکر دل است از فساد او فساد آسیا / در گشاد او گشاد آسیا

«د هند دروازې» چې د حاکم تصور په توګه د نوولسمې پېړۍ د «لویې لوبې» په جریان کې دود وه، په نوولسمه پېړۍ کې د دوو یرغلونو او د قدرت ښودو د وسیلې په توګه د پتلۍ جوړولو لپاره، د یوې توجیح په توګه کارېده.

که څه هم بریتانوي تاریخ لیکونکي توین‌بي، د «څلور لارې» مفهوم له اړخه زموږ رول چې په هغه کې مفکورې، خلک او توکي په جریان او تعامل کې دي، په ښه ډول مجسم کړی دی. فردریک ستار پخپل وروستي کتاب کې د «ورکې روښنایۍ» تر عنوان لاندې دغه رول د افغانستان او ټولې منځنۍ آسیا لپاره کارولی دی، ځکه چې موږ په حقیقت کې د تمدنونو او فرهنګونو څلور لارې وو.

ددې تاریخچې بیانول اړین دي، ځکه د حال او راتلونکي په اړه زموږ تصورات د ماضي په اړه زموږ په یادونو او ادارک کې ځای پر ځای شوي او ترې الهام اخلي. که دې ځای دې غوندې او اوس ته راوګرځو، هغه ورانۍ چې زموږ پر خلکو راپېښې، په افغانستان کې د جګړې له امله نه، بلکې د افغانستان پر سر د جګړې له امله دی. که ساده ووایو، بې پولې ترهګرې ډلې او بې پولې جنایتکار سازمانونه — چې ځینې هېوادونه له هغوی سره ګزاره کوي یا ترې د دولتي سیاست د وسیلې په توګه استفاده کوي — هڅه کوي چې زموږ جغرافیوي موقعیت، د سیمې او نړۍ د بې ثباتۍ لپاره په یوه پلت فارم بدل کړي.

موږ له شنونکو او پالیسي جوړوونکو غواړو چې په دې اړه درېیو کلیدي پوښتنو ته ځواب ووایي: آیا شل بې پولې ترهګرې ډلې او د نشه‌یي توکو قاچاقبران له هغه پلت فارم پرته فعالیت کولای شي چې د طالبانو ډلې یې ورته برابروي؟ آیا د طالبانو ډلې د جرمي اقتصاد او نشه‌یي توکو اصلي پرمخ وړونکي دي چې جګړه تمویلوي؟ آیا طالبان له ملاتړ او پناه ځایونو پرته د فعالیت وړتیا لري؟

خو موږ، خلک او د افغانستان حکومت، د خپلو ستونزو او د هغو د حل لارو مالکان یوو او په نه ستړې کېدونکي ډول، د آسیا او نړۍ د زړه په توګه د خپل هېواد برابرولو، د شبه قارې لپاره د اقتصادي دروازې او د آسیا په څلور لارې، د بدلولو لپاره هڅه کوو.

له ترهګرۍ سره مبارزه

دوستانو او همکارانو!

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، موږ له ملګرو ملتونو د ۲۰۰۶ کال له ستراتیژۍ ملاتړ کوو چې په هغه کې له ټولو غړو هېوادونو غوښتل شوي چې «ترهګري په واضح او دوامداره ډول په ټولو ډولونو او بڼو کې د هر چا له لوري وي، هر چېرته وي او د هرې موخې لپاره ترسره کېږي، په کلکه محکوم کړي، دا چې دا پدیده د نړیوال امنیت او سولې پر وړاندې یو له تر ټولو جدي ګواښ بلل کېږي.» متأسفانه، (ددی ستراتیژۍ) په تړاو راپور ښيي چې له ترهګرۍ ملاتړ، تراوسه هم د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د یو بنسټیز خنډ په توګه پاتې دی.

موږ په سیمه کې د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د یوه همکار په توګه ژمن پاتې یوو او په دې برخه کې، له ټولو هېوادونو سره د همکاریو پراختیا ته تیار یوو. له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې یوه افغاني او سیمه ایزه ستونزه نه ده، ځکه د سیاسي تاوتریخوالي او ترهګرۍ پنځمه څپه، د بشریت او خلکو او دولتونو ترمنځ قراردادوونو پر وړاندې — چې د پرېمانه زمتونو محصول دی — ګواښ ګڼل کېږي. له هغه ځایه چې په افغانستان کې زموږ بریالیتوب د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره اړین دی، موږ باید ډاډمن شوو چې زموږ روایتونه به د ظهور په حال کې (ترهګرۍ) بڼو او بریالیتوبونو منعکس کوونکي وي. د ملګرو ملتونو له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتیژۍ سند او روحیه له پامه غورځول به په راتلونکي کې، غیر مترقبه پیغامونه او پښېماني له ځان سره لري.

د وړاندوینو خلاف، موږ په تېرو درېیو کلونو کې، د دولت او مشروع نظام د بقا تضمین لپاره ظاهراً غیر ممکنو (موخو) ته د رسېدو بریالي عمل کړی دی. موږ د هغه لپاره دروند قیمت پرې کړی. سره له دې چې (له دردناکو پېښو) مې هره ورځ زړه متأثره کېږي، بریالیتوب ته ژمن یم. کولای شم په ډاډ ووایم چې زموږ دفاعي او امنیتي ځواکونه د ترهګرو شبکو او د نشه‌یي توکو کارتلوونو د یوې تهاجمي جګړې پر وړاندې په حرکت کې دي. زه د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره او د هوایي ځواکونو درې برابره کوم، څو ترهګرو ته ماتې ورکړو او خلک لا زیات خوندي کړو. نن، افغان کوماندو له هرو پنځو عملیاتو، څلور یې په خپلواک او د ناټو او امریکا له ملاتړ پرته ترسره کوي. موږ افغانانو، د جګړې نوبت پخپل لاس کې اخیستی، ستونزې او سختۍ مو شاته کړې دي. زموږ ځانګړو ځواکونو، ځانګړې قطعې او کوماندو، هېڅ جګړه نه ده بایللې او خدای (ج) دې نه کوي، وبه یې هم نه بایلي. هغوی په سیمه کې په یو له غوره ځانګړو ځواکونو د بدلېدو په حال کې دي. زه د اعلی سرقوماندان په توګه او (د جګړې په حال کې هېواد) د یوه جمهوررئیس په توګه، داسې دنده مخته وړم چې (وړاندې) یې جمهور رئیس علیوف په ترسره کولو مجبور و. زه د خپلو دفاعي او امنیتي ځواکونو زړورتیا او اتلولۍ ته احترام کوم او د هغو همکارانو د مدیریتۍ مهارتونو، رهبرۍ او ژمنتیا چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو برخه رهبري کوي او هغه کابینه چې له هغوی ملاتړ کوي، قدرداني کوم.

دا چې زه له لومړنیو رهبرانو وم چې د داعش په اړه او همدا راز له هغه سره د مقابلې لپاره مې د بسیج خبرداری ورکړ، په افغان چارواکو د بې اعتنایۍ د درواغجنو او دښمنانه تورونو لګول، یا له هغه بدتر له دې ورانکارې شبکې (داعش) سره هغوی ته تړاو ورکول راته عجیب او د تأسف وړ دی.

تېر کال، کوماندو ځواکونو له کندز، لښکرګاه، ترینکوټ او فراه نه په بریالیتوب دفاع وکړه او د طالبانو «سرو» قطعاتو ته یې ماتې ورکړه او داعش یې نابود کړل. داعش په افغانستان کې د هغو پناه ځایونو په جوړولو کې چې چې خلافت یې بولي ناکام شوی دی. داعش د ننګرهار په سویل، اچین، کنړ او تورې بوړې کې د تېښتې په حال کې دی؛ داعش په افغانستان کې د له منځه تلو او محوه کېدو په حال کې دی.

موږ د داعش د قلمرو او وړتیاوو د له منځه وړو په حال کې یوو. موږ تېر کال د هغوی پر وړاندې یو زر او پنځه سوه ځمکني ګډ عملیات او ۳۰۰ هوایي بریدونه ترسره کړي دي. موږ د داعش ۳ رهبران او ۲۵۰۰ جنګیالي له منځه وړي او د هغوی له ۲۰۰ ډېر جنګیالي بندیان دي. له نیول شویو جنګیالیو زموږ پوښتنو او له (استخباراتي) معلوماتو ګټې اخیستو، زموږ ځانګړو مخنیوي کوونکو واحدونو ته زمینه برابره کړه چې د داعش پر تمویلونکو، پروګرام جوړوونکو او ګمارونکو بریدونه وکړو او هغوی ونیسو. موږ د افغانستان نیول شوې خاوره بېرته له داعش نیولې. د داعش له زرو زیات جنګي ساختمانونه او جنګي مورچلې زموږ په عملیاتو کې له منځه تللي او د هغوی ډېرې وسلې او تجهیزات زموږ لاس ته لوېدلي دي. هغوی تېر کال ۹ ولسوالۍ په واک کې لرلې، اوس یوازې د داعش جنګیالیو څو کوچني ګروپونه پاتې دي. داعش خپل بهرنی ملاتړ له لاسه ورکړی. د هغوی وسلې، اکمالات او جنګیالي مخ په ختمېدو دي. یوازېنۍ څه چې داعش ته ورپاتې، په غرونو کې بند پاتې کېدل او له لورې مړه کېدل دي. موږ ددې ګواښ له منځه وړو لپاره د همغږۍ او څېړنې میکانیزمونو رامنځته کېدو ته د هر اړخیزو سیمه ایزو همکاریو غوښتونکي یوو.

له نشه‌یي توکو سره مبارزه

آغلو او ښاغلو!

بې پولې جرمي سازمانونه، په ځانګړي ډول د نشه‌یي توکو کارتلوونه، د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ او زموږ ټولو لپاره بدنامي بلل کېږي. متأسفانه، موږ په ۲۰۱۷ کال کې د (کوکنارو) تر کر لاندې سیمو په زیاتوالي اعتراف کوو، خو لېوالتیا لرو چې له قاچاقچیانو او نشه‌یي توکو د پروسس لابراتوارونو سره د مبارزې لپاره هڅې له تاسې سره شریکې کړو. په تېرو ۱۱ میاشتو کې، موږ شاوخوا ۲ ټنه هیروئین، ۶۴ ټنه مورفین، ۴۰۰ ټنه تریاک، ۲۵ ټنه چرس او زر ګونه کیلو ګرامه لومړني ترکیبي توکي ضبط او له منځه وړي دي. په مارکېټ کې د افغانستان د ضبط شویو نشه‌یي توکو بیه، شاوخوا ۳۵۲ میلیونه ډالره اټکل کېږي. دا، د پروسس مرکزونو د له منځه وړو په برخه کې زموږ وروستۍ هڅې دي چې په دې برخه کې زموږ د ارادې ښودنه کوي. موږ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې چې زموږ د ځانګړو ځواکونو او کوماندو له لوري ترسره شوي، شاوخوا له ۵۰ تر ۷۰ میلیونه ډالرو مالونه (د نشه‌یي توکو اړوند) له منځه وړي دي. دغه عملیات به نه یوازې دوام وکړي، بلکې زموږ د څلور کلن جامع امنیتي پلان بشپړونکې برخه به وي.

زموږ هڅې اړینې دي، خو کافي نه دي. په وچه کې د ایسار یو هېواد په توګه، نشه‌یي توکي زموږ د ګاونډیو هېوادونو له لارې قاچاق کېږي. موږ د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو سره د مبارزې دفتر (UNODC) نه غواړو چې د سیمې د کروندګرو، پروسس کوونکو، قاچاقچیانو، ټرانزیټ کوونکو هېوادونو او مصرفوونکو هېوادونو له لارې د (نشه‌یي توکو) د قاچاق سلنې په تړاو خپل اټکلي شمېرې وړاندې کړي. د اوسنیو نشه‌یي توکو د سوداګرۍ او مالي ګټو تقابل چې ادعاوې شته چې عمده برخې یې اروپا ته لېږدول کېږي، په نړیواله کچه یوه مهمه دنده او خنډ دی. موږ په دې برخه کې ګډ مسئولیتونو لرو او افغانستان په دې برخه کې له ټولو دخیلو اړخونو سره همکارۍ ته تیار دی.

سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاري

اجازه راکړئ د سیمه ایز اتصال موضوع ته وګرځم. لومړی، راځئ ومنو چې که چېرې د هغو کلونو لاسته راوړنې ترلاسه شي چې هڅه مو کړې، زموږ خبرې به یوازې خبرې نه وي. موږ په واقعیت کې سیمه ایزه همکاري رامنځته کړې. اجازه راکړئ په دې برخه کې ځینې بېلګې په لنډ ډول بیان کړم.

لومړی، انرژي؛ د انرژۍ د لېږد مزي ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي. د (دسمبر) پر څلورمه به د اوزبیکستان له جمهور رئیس سره هوکړه لیک لاسلیک کړم چې د زر مګاواټه نورې برېښنا انرژۍ د لېږد زمینه به برابره کړي. افغانستان په دې باور دی چې کولای شي له ۵ تر ۱۵ زره مګاواټه انرژي له منځنۍ آسیا نه سویلي آسیا ته لېږدولی شي چې کاسا زر پروژه یې یوه نښه بېلګه ده.

طبیعي ګاز، ټاپي نللیکه چې پرون یې یوې خیالي نللیکې زیاته نه بلله، د (۲۰۱۸) په فبروري میاشت کې هرات ولایت ته رسېږي او موږ یې د پراختیا په هڅه کې یوو چې (په پایله کې) به له پاکستان نه هند ته د ګازو د لېږد شاهدان یوو. کاسا زر پروژه، افغانستان د عملي کولو په مهالوبېش کې یو کال وړاندې دی او دغه پروژه د ټاکل شوې لورې پر اساس د ترسره کېدو په حال کې ده.

ټراسپورت؛ په لومړۍ مرحله کې، چابهار بندر به په څو راتلونکو ورځو کې پرانیستل شي او د خواف — هرات پټلۍ د اتصال بهیر په افغانستان کې په چټکۍ د بشپړېدو په حال کې دی. موږ په ډېره لېوالتیا له هندوستان سره د بحري دهلېز او چابهار د (رامنځته کېدو) په تمه یوو. په همدې اساس، موږ له دې امله چې له ایران سره د اوزبیکستان او قزاقستان او تر هغه هاخوا له خلیج سره د نښلېدو زمینه برابرو، ډېر خوښ یوو.

هوایي دهلېز چې [د آسیا زړه په شپږمه ناسته کې] په امریتسر کې یوازې یوه طرحه وه، موږ په حقیقت بدله کړه. فکر کوم، په تحول د پالیسیو د بدلېدو یو چټک بهیر دی. له اووه سوو ټنو زیات محصولات ددې هوایي دهلېز له لارې لېږدول شوي دي. اوسمهال یې موږ تر خلیج پورې د پراختیا په حال کې یوو، همدا راز تمه لرو چې باکو ته هم ورسېږي. پرون، موږ تاشکند ته لومړنۍ الوتنه پرانیسته.

پټلۍ؛ د ترکمنستان پټلۍ آقینې بندر ته رسېدلې او هماغه ډول مې چې د خواف — هرات په اړه یادونه وکړه، تمه لرو چې دغه بهیر په چټکۍ بشپړ شي، خو موږ د بېبې پر (کموالي) د کار په حال کې یوو، څو اوزبیکستان او قزاقستان له ایران او پاکستان او چین له ټولو یادو هیوادونو سره ونښلوو. پنځه اړخیزه پټلۍ د طرحې، تمویل او د عملي کېدو په مرحله کې ځای لري.

او د لاجوردو دهلېز، ښاغلی جمهور رئیس [د آذربایجان جمهور رئیس ته خطاب:] زه به په ډېره ښکله هم په شیکاګو کنفرانس کې ستاسې وینا چې په هغه کې مو د هوایي دهلېز او په ځانګړي ډول د اتصال موضوع د ممکن کولو لپاره د پام وړ سرچینو برابرولو ژمنه وکړه، له یاده ونه باسم. دلته لېوالتیا لرم چې له تاسې، ګرجستان او ترکیې مننه وکړم او د نوې (اقتصادي) تنوع له امله درته مبارکي ووایم. ویاړ لرم چې ووایم افغانستان، اوسمهال له ۱۱۷ کلونو وروسته، د منځنۍ آسیا او قفقاز حوزې یو غړی دی او په دې برخه کې د همکاريو د زیاتوالي په لټه کې دی.

دلته د برياليتوب يوه پاڼه هم شته. د افغانستان منرالي شتمني د انکشاف په تمه ده. زموږ د اوبو سرچینې، زموږ کرنیزه بالقوه ظرفیت او نور د ډېر اهمیت وړ دي. خو ددې ټولو ترڅنګ یوه تراژېدي شته. (افغانستان) له ټولو هغو نعمتونو سره چې د الله ﷻ له لوري ورته ورکړل شوي دي، د ځمکې پر مخ یو له شتمنیو هیوادونو دی، خو په ورته مهال د ځمکې پر مخ د بېوزلو د ژوند یوه ټولنه ده. یوازې سیمه ایزه همکاري موږ له بېوزلۍ هوساینې ته رسولي؛ بهرنۍ مرستې به له دې کار سره مرسته ونه کړي. او دا، د رهبرانو په توګه، په موږ پورې اړه لري چې خپل خلک (له بېوزلۍ) وژغورو؛ هغه څه چې موږ غواړو، زموږ ټولو لپاره د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) قوانين دي، خو آزادانه سوداګري، آزادانه تعامل او آزادانه ګټې ولرو.

سوله او کابل پروسه

اجازه راکړئ وروستی او تر ټولو مهمې موضوع په اړه یو څه ووایم، په «کابل پروسه» کې سوله. سوله زموږ لپاره یو اړین امر دی، د شوق او تفنني (خوش ګذرانی) امر نه دی. زموږ درد او غوړ او په ورته مهال زموږ اراده حد او پوله نه پېژني. اجازه راکړئ د هغې مور کیسه درته وکړم چې خپل څلور زامن یې (د امنیتي ځواکونو په لیکو کې) له لاسه ورکړي. ما له هغې وغوښتل چې خپل پنځم زوی (د امنیتي ځواکونو لیکو ته) ونه ستوي، هغه د هلمند ده. هغې ماته مخ واړوه او راته یې وویل، که یې پنځم زوی ونه جنګېږي، څوک به جګړه وکړي؟ څوک به ددې ملت له عزت نه دفاع وکړي؟

سوله درې بنسټيزې برخې لري:

لومړۍ برخه – د طالبانو ډلې موږ مذاکرات پیلوو او له هغوی غواړو چې په دې سیاسي بهیر کې شریک شي او اجازه ورکړي د افغانستان خلک تصمیم ونیسي چې په سلو کې څو له هغوی ملاتړ کوي. که هغوی کولای شي جمهوري ریاست ترلاسه کړي، دا د هغوی لپاره یو فرصت دی، که هغوی کولای شي په پارلمان کې خپل غریتوب تثبیت کړي. اصلي ننګونه دا ده. پرېږدئ چې رایه د مرمۍ ځای ونیسي. دا تاوتریخوالی ګټونکی نه لري. که هر څومره زیات تاوتریخوالی ترسره کړي، هماغومره به زیات نفرت او غوسه راوپاروي. زه په مسوولانه ډول دا خبرې کوم، ځکه زه کولای شم خطر ومنم. زما ځای ناستی به د خلکو ارادې ته هوډمن او ژمن وي چې د سولې په پروسه کې به بوخت نه وي. طالبان باید درک کړي چې وخت نه لري، غوره ده «ساعت» واخلي.

دویمه برخه – له پاکستان سره سوله د متقابلي بقا او زموږ د متقابل امنیت او هوساینې لپاره د دولت — دولت هر اړخیزې خبرې اترې اړینې دي. موږ د پاکستان جلالتمآب لوی درستیز ته، کله چې افغانستان ته راغلی و، درې حیاتي موضوعات روښانه کړل: نیت، هوډ او ظرفیت. موږ په لومړي ځل داسې کاغذ [= سند] ترلاسه کړی و چې په هیله بښوونکي ډول یې د خبرو اترو زمینه برابره وله، خو له هماغه مهاله تراوسه، موږ د شدیدې جګړې شاهدان یوو. موږ د تېر (ماضي) بنديان نه یوو او له خپلو پاکستاني سیالانو او همکارانو غواړو چې راتلونکي ته نظر وکړي، له متقابلي هوساینې او متقابلو ګټو ډکه راتلونکې.

درېیمه برخه – بې پولې جرمي شبکې د هغو جنګیالیو لپاره تاریخي مخینه چې اوسمهال یې شمېر لس زره تنه اټکل کېږي، نشته. موږ به له هغوی سره څه ډول سولې ته ورسېږو؟ وړمه ورځ، موږ د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شپږ چیچینایان ونیول. موږ د ناستې له قدرمنو ډلو غواړو، د هغو هیوادونو مسوولیتونه روښانه کړي چې خلک یې درېیمو هیوادونو ته راځي او جګړه کوي او په ګډو مسوولیتونو له موږ سره مرسته وکړي. موږ ټول هغه کسان چې نیولي، (خپلو هیوادونو ته) مو سپارلي دي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو، ځکه موږ له هغوی سره همکاري کوو، خو، د نړیوالو قوانینو مطابق، (همکاري) د ملګرو ملتونو د همکارانو! مسوولیت دی. دا مهمې خبرې اترې دي، ځکه چې ټول... سیاسي کورنۍ شخړې د واک او د وېش او د حقوقو او وجایبو د حل چوکاټونو لپاره دي. د هغو کسانو لپاره چوکاټ څه دی چې یوازې غواړي تاسې ووژني او غواړي له تاسې د خپلو شریرو طرحو د عملي کولو لپاره د یو پلیټ فارم په توګه استفاده وکړي؟

کابل پروسه

«کابل پروسه» — موږ به د جنوري په ۲۵ [۵ سلواغه ۱۳۹۶] د سولې په تړاو د کابل پروسې د دویمې ناستې کوربه یوو. لومړی، اجازه راکړئ د کابل پروسې په لومړنۍ ناسته کې ستاسې د حضور له امله مننه وکړم. کابل د ۲۰۱۷ کال د مې په ۳۱ [۱۰ غبرګولی ۱۳۹۶] په یوه وژنځای بدل شو او که چېرې د دیارلسو افغان پولیسو زړورتیا او قرباني نه وی، دغه (پېښه) به د ریکارډونو ګېنس کتاب کې د نړیوالې ټولنې د تر ټولو بدې پېښې په توګه ثبت شوې وی. دا برید، د ډیپلوماسۍ په ټولو متمدنو نورمونو برید و. موږ لوی تاریخ لرو — زرګونه کلنه تاریخ — چې په هغه کې تل سفیران خوندي وو، خو (په دې برید) نقض شوو. موږ ددې پېښې د څېړنو او د مسوولو شبکو په تړاو د نړیوالو څېړنو غوښتونکي یوو، ځکه ایجابوي کله چې موږ په ډله ایز ډول تر برید لاندې نیول کېږو، باید ډله ایز ځواب هم موجود وي.

کابل پروسه، له شبکو نه یوه شبکه ده. ددې پروسې معنی دا ده چې د سولې د ملاتړ لپاره نورې هڅې سره یو ځای او تر یوه پراخ چتر لاندې نیسي. د سولې پروسې مالکیت او رهبري باید د افغان حکومت په لاس کې وي. موږ د هیواد منتخب رهبران یوو او هېڅوک باید زموږ حاکمیت تر پوښتنې لاندې را نه ولي. شریکان له خپلو خپلواکو شریکانو سره کار کوي، کله چې تاسې موږ په رسمیت پېژنئ او... (زموږ په هیواد کې) سفارت لرئ، د پروسې په پر مخ وړو کې باید له موږ سره همغږي وکړئ. دا، یو اړین سوله ایز چلند دی.

سوله، لکه څنګه مې چې وویل، د هیواد هیله ده، خو تر هرې کچې چې جګړه دوام وکړي او پر ملکیانو بې رحمانه بریدونه زیات شي، (په هماغه کچه) به د خلکو چلند سخت کړي. موږ باید درک کړو چې د افغانستان خلکو، د آذربایجان خلکو او نورو په څېر د جګړې درد زغملی دی. (هغوی) د نظریاتو، مفکورو او په یوه ډیموکرات هیواد کې د منتخبو رهبرانو لرونکي دي چې باید ارادې ته یې تسلیم شوو. موږ د مخته تګ اراده لرو او هیله لرو چې وکولای شوو بریالي شوو.

پایله

اجازه راکړئ [جمهوررئیس الهام علي‌اف ته خطاب:] له تاسې، د آذربایجان له حکومت، ټولو شریکانو، همکارانو او (د غونډې) ګډونوالو په منني نتیجه ګیري وکړم. موږ د راتلونکو نسلونو د خوندیتوب یو فرصت او د کامیابۍ وړ سیمه لرو. دا کار، د تأمل ارزښت لري او ستاسې له ملاتړ او پام مننه کوم.