افغانستان پر څلورلاري: رهبري، اصلاحات او سیمهییز اتصال
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۲مې غونډې ته وینا، نیویارک
مهم ټکي:
- نړیواله رهبري: د نړیوالو بنسټونو د پیاوړتیا لپاره له تاریخ څخه زده کړه.
- امنیت او د ترهګرۍ ضد مبارزه: د ازادۍ او ثبات د خوندي کولو لپاره له ترهګرۍ سره مبارزه.
- سوله او خبرې اترې: د بینالافغاني خبرو اترو او سیمهییزې همکارۍ وده.
- ملي حاکمیت: د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه.
- حکومتولي او اصلاحات: له فساد سره مبارزه او د روڼو بنسټونو جوړول.
- د ځوانانو او ښځو ځواکمنول: په رهبرۍ او ټولنه کې د اکثریتونو ګډون.
- سیمهییزه نښلوونه: د زیربناوو له لارې د سویلي او منځنۍ اسیا نښلول.
- اقتصادي او ټولنیزه پراختیا: د بېوزلۍ کمول او د اوږد مهاله سوکالۍ رامنځته کول.
٢٨ وږی ١٣٩٦ د ملګرو ملتونو دفتر، نیویارک
ژباړه
بسم الله الرحمن الرحیم.
د غونډې جناب رئیس، آغلو او ښاغلو!
په داسې حال کې چې نن ستاسې پر وړاندې ولاړ یم، د ١٩٤٥ ز کال هغه پوه نارینه او ښځې چې له ځانونو یې بېسارې وړتیاوې وښودې، څو له تاریخ زده کړه وکړي او د هغه په درسونو عمل وکړي، یادوم. هغوی چې په اقتصادي رکود جوړ شول او د دویمې نړیوالې جګړې په وینو توئیدنې او ټولوژنو اوبه شول، نړیوال نظم یې د بنسټونو په جوړولو چې د راتلونکو نسلونو لپاره به امنیت او ثبات له ځانه سره ولري، رامنځته کړ. د ملګرو ملتونو سازمان، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک او نور سازمانونه رامنځته شول، څو د نړیوالو ننګونو پر وړاندې منسجم شي او د بشریت پر وړاندې رامنځته شوي جرمونه د ماضي په عنصر بدل کړي.
نن ډېر کم شک شته چې د هغوی د معیار، موخو او د تصور چټکتیا او هڅې، لا تراوسه نشته دي، خو راتلونکی تاریخ لیکوونکی به د ننیو خندونو او هغو خندونو پر وړاندې چې په راتلونکي کې به ورسره مخ شوو، د ځواب ویلو د څرنګوالي له مخې، د دغو بنسټونو په اړه قضاوت وکړي.
موږ، د نړۍ د رهبرانو په توګه، د هغو لوبو د اصولو د ډاډ او پېژندنې په لټه کې یوو چې په شلمه پېړۍ حاکم وو. خو نننۍ نړۍ چې تل د بدلون په حال کې ده، په دې کې جدي ابهام، هغه په شرایطو حاکمه توافقي ځانګړنه ده چې زموږ عصر تعریفوي. هغو خطرونو ته په پام چې زموږ اقتصاد، امنیت او ارزښتونه ګواښي، د دغه ابهام څرګندول اسانه دي.
داسې اجماع د راڅرګندېدو په حال کې ده چې پرمختللو اقتصادونو لا تراوسه «د مناسب پرمختګ موډلونو» ته لاسرسی نه دی موندلی، څو د بېکارۍ پر لوړې کچې، د عوایدو پر کموالي او د شتمنیو په نابرابریو بریالي شي. په همدې اساس، د اقتصادي بحران خطر لا تراوسه هم موږ ګواښي.
د سپتمبر ١١ له تراژیدۍ ١٦ کاله وروسته، د غیر دولتي عناصرو له لوري د تاوتریخوالي ګواښ، د سیاسي تاوتریخوالي او ترهګرۍ پنځمې څپې شکل ځان ته غوره کړی دی. داسې ښکاري، پنځمه څپه چې د هغه عناصرو له پولو هاخوا ترهګریزې شبکې، جنایتکار سازمانونه، سایبري جرمونه او د دولتونو له لوري د ترهګرۍ تمویل دی، نړیوال امنیت ته د څو لسیزو ګواښ دی، نه تېرېدونکې پدیده. په شلمه پېړۍ کې، نړۍ ددې لپاره یو ځای شوه چې د فاشیزم له پراختیا سره مقابله وکړي او دیموکراتیکې آزادۍ خوندي پاتې شي. نن، هماغه آزادي د نړیوالې ترهګرۍ له لوري تر بریدونو لاندې نیول کېږي. ترهګري یوازې په بشري ژوند او لومړنیو آزادیو برید نه دی، بلکې د ښاروندۍ پر قرارداد او له خلکو سره د دولت پر هغو اړیکو برید دی چې ډیموکراتیکې ټولنې یې جوړې، عادلانه او آزادي جوړوي. موږ باید د ترهګرۍ د ګواښ پر وړاندې د یوه واحد ځواک په توګه ودرېږو او په یوې اوږدمهاله حل لارې چې د ترهګرو له اوږدمهالې اجندا سره برابره وي، هغوی سره مبارزه وکړو.
بالآخره، د نړۍ د ډېرو هیوادونو په اساسي قوانینو کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په نغارلو سربېره، د بشریت ضد جرمونه لا تراوسه هم په منظم دردناک ډول رامنځته کېږي. په روهنګیا کې په ځانګړي ډول نژادي تصفیه ټکان ورکوونکې ده. د «آنګ سان سوچي» اوږده چوپتیا دردناکه وه، په همدې اساس د بشري حقونو له یوې بېلګې زموږ دا تمه چې ارزښتونو ته به پر قدرت ترجیح ورکړي، په ناهیلۍ بدله شوه.
زه د هغه فرصت هرکلی کوم چې د بشري حقونو په شورا کې یوه څوکۍ افغانستان ته ځانګړې شي، څو په دې مهمو موضوعاتو په بحث کې مرکزي رول ولوبوي. موږ د هغو خلکو په توګه چې لا تراوسه هم بشر ضد جرمونه ــ په میرزا ولنګ کلي کې د ملکیانو وژل او په کابل، هرات او نورو ځایونو کې پر مسجدونو بریدونه ــ تجربه کوي، د بشري حقونو په ملاتړ د خپل غږ زیاتولو غوښتونکي یوو.
په یوویشتمه پېړۍ کې پر تخریبوونکو او اخلالوونکو موډلونو د بريالي کېدو لپاره، په نړیواله، سیمه ایزه، ملي، محلي او فردي کچه منسجم او ټولیز اقدامات لازم دي. په اوسنیو شرایطو کې، د یوه اغېزناک نړیوال سازمان اړتیا ده چې هغه ته احترام وشي موږ باید د شلمې پېړۍ بنسټونه وازمایو.
په همدې اساس، زه جلالتمآب میروسلاو لاجکاک ته د ملګرو ملتونو د دوه اویایمې عمومي غونډې د ریاست پر مخ وړو، مبارکي وایم. غواړم د پخوانیو غونډو پر مخ وړو له امله له جلالتمآب پیټر ټامسون مننه وکړم، همدا راز د ملګرو ملتونو سکرتر جنرال جلالتمآب ګوتیریس، په دې سازمان کې د اصلاحاتو عملي کولو له امله د ستایلو دی.
که د ملګرو ملتونو نننۍ سازمان نه وی، موږ ښایي اړ شوي وای چې هغه مو رامنځته کړی وای، څو د اوسني عصر غوښتنو ته مو رسېدګي کړې وای.
د ابهام په شرایطو کې د منشور او بشري حقونو اعلامیې د ژمنو عملي کولو لپاره د مرکزي دندو ارزونه، د سوداګریزو بهېرونو بیا جوړول، د سازماني فرهنګ او ارزښتونو بیا غښتلي کولو او د ځواب وینې سیستمونو اصلاح کولو او د بیا ارزولو اړتیا ده. که د ملګرو ملتونو موجودیت زما د هیواد په څېر هیوادونو پورې تړلی وي، باید د «یوه نړیوال سازمان» په توګه عمل وکړي، څو تراوسه دغه څه نه دي عملي شوي. د ملګرو ملتونو تاسیسات په میراث پاتې موډل باید د تخنیکي همکاریو او ظرفیت جوړوونې ابزار د مارکېټ تر ازموینې لاندې ونیول شي چې د بېلګې په توګه کولای شوو د حکومت، خصوصي سکتور او غیر دولتي سازمانونو په پرتله د پیسو ارزښت او تلپاتې والي پایلې او د خدمتونو وړاندې کولو ډولونو، نومونه واخلو. متقابله ځواب ورکوونه، د باور جوړولو او همکاریو پراختیا او غښتلتیا یو تثبیت شوی میکانیزم دی.
ویاړ لرم چې ددې ټولنې پر وړاندې ولاړ یم او د افغانستان د خلکو په استازولۍ خبرې کوم. موږ په عزت او ویاړ بدبختۍ، محرومیت او چټکالۍ زغملې دي، د تېري پر وړاندې زورور درېدلي یوو او د هیوادپالنې په احساس مو له خپل هیواد دفاع کړې. د هغه هیواد په توګه چې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې له دیموکراتیکو آزادیو د دفاع په لومړۍ کرښه کې ځای لري، زموږ خلک او امنیتي ځواکونه هره ورځ د اتلولۍ کړنې ترسره کوي.
موږ همدا راز ــ د یو ملت، یو دولت او یو خلکو په توګه ــ پر خنډونو د بریالي کېدو لپاره د ځان د بدلون او په ورته مهال د بالقوه ظرفیت د ارزولو په حال کې یوو چې په یوویشتمه پېړۍ کې زموږ لپاره برابر شوی دی.
له ترهګرۍ سره د مبارزې او سویلي آسیا د باثباته کولو لپاره د جمهوررئیس ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په اعلان سره، له امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان دوامداره همکارۍ نوې شوې او بیا یې لوري موندلی دی. موږ ددې ستراتیژۍ چې اوس یې موږ د یقین پر لوري برابر کړو، هرکلی کوو. د افغانستان خلک په کلونو له امریکا متحده ایالاتو د دغسې پرېکړې په تمه وو. موږ د متحدو ملتونو له ټولو هغو نارینه او ښځینه وو چې له موږ سره یې یو ځای خدمت کړی او په ځانګړي ډول هغوی چې دېرنې قربانۍ ورکړې دي، احترام کوو.
دې ستراتیژۍ د امریکایي ځواک ټول ابزار غښتلي کړي دي او یو داسې پیغام دی چې طالبان او د هغوی ملاتړي نه شي کولای له پوځي اړخه بریالي شي. موږ یوازې له سیاسي حل لارې کولای شوو تلپاتې سولې ته ورسېږو! زه د طالبانو په لیکو کې له ټولو کسانو غواړم چې له بین الافغاني خبرو اترو سره یو ځای شي.
موږ همدا راز له ګاونډیانو سره هم د خبرو اترو یو فرصت لرو چې څه ډول کولای شوو له یو بل سره رښتینې کار وکړو، څو ترهګري له منځه یوسوو او افراط پالنه مهار کړو. زه پاکستان ته بلنه ورکوم چې له موږ سره په سولې، امنیت او سیمه ایزې همکارۍ چې د هوساینې لامل ګرځي، د دولت ــ دولت په کچه هر اړخیزو مذاکراتو ته کښېني.
د افغانستان حکومت د داخلي پروسو له لارې سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړې، له حزب اسلامي افغانستان سره د سولې تړون یې یوه بېلګه ده. اوسمهال، موږ له خپلو لرې او نږدې ګاونډیانو غواړو چې د سیمه ایزې سولې او ثبات لپاره له موږ سره د «کابل پروسې» له لارې یو ځای شي.
که څه هم مخ پر وړاندې ځو، خو موږ د خپلو نړیوالو شریکانو له لوري د لیدلوري د بدلون غوښتونکي یوو. د اوږدمهال لپاره، په افغانستان کې جګړې ته د یوې کورنۍ جګړې په سترګه کتل شوي دي، خو اوسنۍ جګړه زموږ د خاورې دننه نه، بلکې زموږ تر خاورې دباندې ده.
نن، له شلو زیاتې نړیوالې ترهګرې ډلې چې زموږ په خاوره افغانستان تحمیل شوې دي، زموږ په هیواد کې فعالیت لري. د افغانستان راتلونکی مهم دی، ځکه موږ د ترهګرۍ د خطر د ریښو له منځه وړو لپاره له نړیوالې ترهګرۍ سره په لومړۍ کرښه کې ځای لرو. د همدې موخې او د افغان ملت د خپلواکۍ لپاره زموږ زړور سرتېري هره ورځ جګړه کوي او وژل کېږي. موږ ښايي د جګړې په لومړۍ کرښه کې واوسو، خو دغه ګواښ هېڅ پوله نه پېژني. د هغو ترهګرو ډلو لپاره چې په سیمه کې پټې شوې دي، پر کابل، بروکسل، پاریس، بارسلونا، لندن او بل هر ځای برید، ورته بریالیتوب ګڼل کېږي. د جمهوررئیس ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې، د ترهګرو ډلو له منځه وړل او د هغوی د پناه ځایونو نه منل چې د هغوی انګېزه هېڅ پوله نه پېژني، شامل دي.
که څه هم، زموږ د نړیوالو شریکانو له لوري یوازې تلپاتې او قوي ژمنتیا نه شي کولای په افغانستان کې زموږ ټولیز بری تضمین کړي ــ په حقیقت کې د افغانانو په توګه په موږ کې د بریالیتوب ریښې شته دي.
نن چې له تحول نه نږدې درې کلونه تېرېږي، موږ د ثبات د پلټ فارم په توګه د افغانستان د بدلولو په حال کې یوو. موږ د اصلاحاتو لار نقشه په واضح ډول بیان کړې او په جدي ډول یې د عملي کولو په حال کې یوو. د بېلګې په توګه، موږ د فاسدینو محاکمه کولو، په امنیتي سکتور کې د فساد پای ته رسولو، د روابطمحور سیستمونو پر ځای د ښایسته سالارۍ محور نظامونو بدلون او د مالي پروسو د روڼتیا په حال کې یوو.
موږ همدا راز د هغو قشرونو له ډلو سره په اړیکه کې یوو چې وړاندې له ټولنې محروم پاتې شوي وو، یعنې ځوانان، بېوزله او مېرمنې. لا تراوسه هم دغه قشرونه زموږ د ملت د مقاومت سرچینې بلل کېږي.
هغه نسل چې په نوییمه زېږدیزه لسیزه کې لوی شو او زما د هیواد د نفوس ډېره برخه جوړوي. د هیواد رهبري په یو ځای ډول هغوی ته امانت سپارل کېږي. یو نسلي بدلون د رامنځته کېدو په حال کې دی، ځکه ځوانان په ټولو کچو کې ځواکمن شوي دي. دا نسل به هماغه نسل وي چې حکومت به په خدمتمحور او شهروندمحور حکومت، اصلاح کړي.
افغان مېرمنو، په نه تصور کېدونکي رنځ، سره له دې چې پخپله ټوټه، ټوټه شوي خو زموږ د ټولنې دار او ندار له یو بل سره یو ځای کړل. پر دې ټولو سربېره، اوس هم ښځې د ټولنې په ټیټې کچې پورې تړل کېږي، دا هېڅ د منلو نه ده او زموږ ملت د هغه لپاره ډېر زیات رنځونه وزغمل. نن، ډېرې افغانې مېرمنې په حکومت او بشري قواو کې حضور لري او د افغانستان په تاریخ کې تر بل هر وخت زیات په مدني ټولنو کې فعاله برخه لري، خو لا هم اوږده لار په مخکې لرو. ددې ټولو په سر کې، شپږ مېرمنې د سفیرانو په توګه او څلور مېرمنې د کابینې د غړو په توګه دندې ترسره کوي. په حقیقت کې د راتلونکي لپاره د مېرمنو ځواکمنتیا د ځانګړي اهمیت وړ ده.
د ښځو او ځوانانو ترڅنګ بېوزله کسان په افغانستان کې لوی شمېر دی چې له نژادي، ژبني، جنسیتي او مذهبي کرښو یې تېری کړی دی. شاوخوا څلوېښت سلنه افغانان لا تراوسه هم د بېوزلۍ تر کرښې لاندې د ورځې له دوو ډالرو په کمو عوایدو ژوند کوي. څېرنې ښودلې چې پخپله بېوزلي د بېوزلۍ د دوام لامل ګرځي، ځکه د ماشوم د مغز په علمي ترکیب اغېز کوونکی دی. موږ باید بېوزله ځواکمن کړو. هغوی د اوږدمهال لپاره زموږ د هیواد خاموش اکثریت پاتې شوي دي.
موږ یو وار بیا د ټولنې د پیوندونو جوړولو په حال کې یوو، څو زموږ د دولتدارۍ فرهنګ ته بدلون ورکړو. او موږ نه یوازې کورني پیوندونه، بلکې زموږ سیمه ایز پیوندونه هم غښتلي کوو.
موږ په سويلي او منځنۍ آسیا کې خپلو ګاونډیانو ته کتلي او هممهاله د ملي، نړیوالې او سیمه ایزې نښلېدنې د غښتلي کېدو په حال کې یوو. افغانستان به یو وار بیا په یوویشتمه پېړۍ کې د ټرانسپورټ، انرژۍ، اوبو، کانونو، امنیتي او اقتصادي هوساینې رامنځته کولو لپاره په سیمه کې په څو اړخیزه محور بدل شي.
موږ له وړاندې د خپل کار او زیار پایله وینو. له منځنۍ آسیا نه سویلي آسیا ته د برېښنا لېږد پروژه د جوړېدو په حال کې ده. د ترکمنستان د ریل پټلۍ کرښه زموږ تر پولې رسېدلې. د ټاپي طبیعي ګازو نللیکه هم د جوړېدو په حال کې ده.
د اقتصادي پرمختګ په موخه د مرکزي پلان د یوې برخې په توګه، موږ د همکارۍ لارو چارو لټولو لپاره له سیمه ایزو شریکانو سره کار ته دوام ورکوو.
د یوویشتمې پېړۍ د ابهاماتو، ګواښونو او ځانګړو ننګونو په منځ کې، اوسمهال ددې شاهدان یوو، هغه افغانستان چې په شلمه پېړۍ کې د تګلارې لپاره په یوې معما بدل شوی و، څه ډول اوس د نړۍ د نظم رامنځته کولو لپارهاړتیا لري.
که څه هم د نړیوالې ترهګرۍ ګواښ چې زموږ په خاوره کې لوبېږي، زموږ د هیواد روایت تر خپلې شعاوو لاندې راوستی او د اوږد مهال لپاره یې زموږ د خلکو سرنوشت پخپل لاس کې اخیستی، پر دې ټولو سربېره اوس هم موږ ددې ظرفیت لرو چې د سیمه ایزې سولې مرکزچي، د اقتصادي هوساینې محور او د دیموکراتیکو ارزښتونو مشعل واوسو. د رومي مولانا د زېږېدو په ځای کې لا تراوسه هم له مینې، سولې او امید نه د ډکو پیغامونو غږ انعکاس مومي. افغانستان به یو وار بیا د تمدنونو د انسجام موډل، د زغمـلو فرهنګ او همکاریو لپاره د آسیا په څلور لارې بدل شي.
باور لرم چې زموږ پلانونه او پروګرامونه به د ځان بساینې او اصلاحاتو لپاره، د نړیوالو شریکانو په ژمنو په تکیې، زموږ د بشپړې وړتیا رامنځته کولو پر لور موږ برابر کړي.
له تاسې مننه کوم