افغانې ښځې: د سولې قاصدانې او د ملي پرمختګ ملاتړې
د افغانو ښځو په څلورم سمپوزیم کې وینا: ښځې د سولې قاصدانې
مهم ټکي:
- سوله او امنیت: ښځې دایمي سولې لپاره مدافعې او جوړوونکې دي.
- د قانون حاکمیت: د اساسي قانون او عدالت پلي کول.
- د جنسیت مساوات: ښځو ته مساوي حقونه او کرامت.
- تعلیم ته لاسرسی: نجونو او ښځو ته د زدهکړې فرصتونه.
- ټولنیزه ګډون: په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې فعال ګډون.
- کلتوري ارزښتونه: د افغاني دودونو او میراث درناوی.
- مذهبي اصول: د اسلام د عدالت او مساواتو لارښوونې.
٢٥ ثور ١٣٩٦
بسم الله الرحمن الرحیم
بانوی اول، اعضا محترم کابینه، وزیر صاحب محترم اندونیزیا، نماینده پارلمان بریتانیا، جناب داکترصاحب سرابی، داکتر صاحب خپلواک، داکترصاحب سیما سمر، والی صاحب هلمند، جناب جنرال صاحب نیکولسن، اعضا کوردیپلوماتیک، خواهران و برادران السلام علیکم و رحمة الله و برکاته.
خوش کیلدیگ!
ښه راغلاست!
خوش آمدید!
خصوصاً خواهران ما که از ولایات آمدهاند، ډېر ښه راغلاست؛ به خانه خود (ارگ) خوش آمدید؛ چون کسی که در این خانه است برای چند روز تنها براساس اراده شما زندگی میکند و ٣٢ فیصد رای زنان مبارک باد، امسال انشاءالله در انتخابات پارلمانی و چند سال بعد در انتخابات ریاست جمهوری به ٥٠ فیصد برسانید.
تر هر څه اول له ټولو هغو ادارو او کسانو مننه کوم چې «ښځې د سولې قاصدانې» په نوم سیمپوزیم یې دایر کړی او دغه ډېره مهمه او ضروري غونډه یې را بللې ده. د لومړۍ مېرمن دفتر، د ښځو چارو وزارت، خارجه وزارت، د سولې عالي شورا، د افغان و ښځو شبکې، سنایي انکشافي سازمان او نورو ادارو نه مننه کوم چې د دغه سمپوزیم په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده. کور مو ودان! دغه راز په کابل کې د ناروې او امریکا له سفارتونو او اروپایي اتحادیې نه مننه کوم چې له دې سیمپوزیم سره یې مرسته وکړه.
اهمیت این اجتماع از این جهت است که صلح و آرامش حیاتیترین خواسته مردم و اساسیترین نیاز افغانستان است. شما در روزهای گذشته شاهد بودید که یک گام بزرگ در راه صلح برداشته شد. من در اجتماع صلح با حزب اسلامی گفتم که برای رسیدن به صلح داشتن اراده و نیت، تشخیص و قضاوت و نیز رعایت قانون به مثابه پیششرطهای صلح است.
این یک اصل اسلامی است که بدون نیت درست نمیتوان کار درست کرد. همچنان درک واقعبینانه و تشخیص درست وضعیت یکی دیگر از پیششرطهای رسیدن به صلح است. اما اگر نیت درست، اراده واقعی و درک واقعبینانه از وضعیت هم وجود داشته باشد، ولی فرایند صلح با قانون سازگاری نداشته باشد، باز هم نتیجه آن چیزی جز ناکامی نخواهد بود.
قانون اساسی ما مهمترین سند و میثاق وحدت ملی، هویت ملی و اسلامی و حقوق اساسی مردم ماست. بدون هیچ تردیدی صلح واقعی زمانی تحقق و دوام مییابد که مردم افغانستان، زن و مرد، حقوق اساسی خود را مصون از تعرض احساس کنند و به حقوق خود نایل شوند.
ما تعهد مطلق داریم که تنها در چارچوب قانون اساسی و حفظ حقوق مردم ما به صلح پایدار خواهیم رسید.
ما خوشبختانه پیروان دینی هستیم که در آن انسانها به جنس اول و دوم تقسیم نشدهاند؛ بلکه مرد و زن از حیث کرامت انسانی مساوی است و در یک درجه و جایگاه معرفی گردیدهاند. هر افغان اعم زن و مرد مساوی با افغان دیگر هستند.
د اسلام په تاریخ کې وینوو چې مسلمانو مېرمنو د هغو حقونو په برکت چې د اسلام مبین دین ورکړي وو، په اجتماعي، سیاسي، فرهنګي او اقتصادي ژوند کې فعاله برخه لرله.
د اسلام په صدر کې د پاکو بيبیانو له ستر نقش نه هېڅوک انکار نه شي کولای. د افغانستان په تاریخ کې هم وینوو چې کله ښځو د تعلیم او کار فرصت موندلی، نو د ګوهر شاد بیګم او نازو انا غوندې شخصیتونه په کې پیدا شوي دي. دا عجبه ده چې هم د میرویس نیکه مور او هم د احمدشاه بابا مور تحصیل درلود او نن موږ خپلو نجونو ته تحصیل نه ورکوو. په تېرو لس، پنځلسو کلونو کې چې افغان مېرمنو کومې کامیابي ترلاسه کړي، تر ټولو لوی علت یې هغه فرصت دی چې د اساسي قانون په برکت دوی ته مهیا شوی دی. دا د قانوني حقونو برکت دی چې افغانې مېرمنې په اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي ژوند کې تر پخوا ډېرې زیاتې فعالې دي. خو له بده مرغه تراوسه لا د ښځو د حقونو په برخه کې تر هغه څه شاته پاتې یوو چې زموږ د اساسي قانون غوښتنه ده، خو په دې کې شک نشته چې د اساسي قانون د پوره تحقق په لور په حرکت کې یوو.
د دې ټول ولس اجماع دا ده چې اساسي قانون تطبیق شي. موږ بله مفکوره نه لرو، بله ایډیالوژی نه لرو، یوازې او یوازې په اساسي قانون باندې درېدلي یوو.
مهمترین علت بی عدالتی جنسیتی، دوام یافتن جنگ و ناامنی است. شمار زنان محروم از سواد در افغانستان سه برابر مردان بیسواد و تعلیم ندیده است، و علت عمده آن نیز، این جنگ تحمیلی است که کشور ما با آن دست به گریبان است. اگر جنگ و خشونت وجود نمیداشت، میلیونها دختر این سرزمین میتوانستند داکتر، انجنیر، نرس، معلم و فعال در صحنه اجتماع باشند، نه اینکه شب و روز با محرومیت و رنج سپری کنند و از اندوه و ماتم رهایی نداشته باشند، بدانگونه که اکنون شاهد هستیم.
ښځې د روانې تحمیلي جګړې لویې قربانیانې دي. دوی د جنګ عاملانې نه دي، خو د جنګ شهیدانې دي، د جنګ زخمیانې دي او د جنګ مهاجرانې دي. په کندز کې یوې ښځې راته وویل چې د جنګونو له لاسه درې ځله بې کوره شوم او ټول وسایل مې له لاسه ورکړل. پوښتنه یې وکړله، هغه به کوم وخت وي چې خپل کور او خپل وسایل وساتلای شم؟ دا د افغانستان د هرې ښځې درد دی او دې درد ته باید د پای ټکی کېښودل شي. تاسې نن په حقیقت کې همدې پوښتنې ته د ځواب لپاره راټول شوي یئ او دا ډېر مقدس او انساني هدف دی.
د سولې په باره کې د ښځو بحث او د سولې لپاره د ښځو اقدامات په دې دلیل هم ډېر طبیعي او لازمي ښکاري چې ښځې په فطري او تاریخي لحاظ د سولې او ژوند خدمتګارانې او مدافعانې دي. زموږ په خپل فرهنګ کې هغه ادبیات چې ښځو ایجاد کړي دي، د خشونت شدید مخالفت په کې کېږي. د لنډیو نه نیولې تر داستانونو پورې که وګورئ د ښځې ادبیات د عدالت غږ دی، د سولې غږ دی او د ژوند غږ دی. زموږ په ټولنه کې دا یو عام رسم دی چې ښځې قرآن عظیم الشان را واخلي او قاتلانو ته یې ونیسي چې قتل مه کوئ. دا ښځې دي چې قرآن کریم د مقتول کور ته وړي او د مقتول کورنۍ له بدل اخیستو را ګرځوي.
برگزاری این سمپوزیم که به نام «زنان افغان قاصدان صلح» نامگذاری شده است، در حقیقت لبیک گفتن به رهنمودهای اسلامی و تداوم بخشیدن به عنعنات ملی ماست. همچنانکه در طی قرون، زنان کشور ما پشتیبانان راستین زندگی و حامیان صلح بودهاند، اکنون هم لازم است که دیدگاههای ایشان را درباره صلح بشنویم، به دغدغههایشان گوش دهیم و نیز درخواست کنیم که نظریات خود را در این زمینه انسجام داده و تدوین کنند. درخواست من این است که زنان افغان و اشتراککنندگان این سمپوزیم پیشنهادهای مشخصشان را درباره صلح به دولت و ملت عرضه نمایند. از نظر من، درک دیدگاههای زنان درباره حیات ملی و عرصههای مختلف دولتداری اهمیت بنیادی دارد.
امروز جای شکر است که زن افغان از خود نمایندگی کرده میتواند و این سمپوزیم نتیجه زحمات شانزده ساله و دوامدارتر زنان افغان است. بناءً امید است که سال آینده سمپوزیم مطلق از طرف افغانها دایر شود و دولت پولش را تهیه خواهد کرد.
په تېرو ١٦ کلونو کې د جهل او جنګ د پیروانو له مخالفتونو او خنډونو سره سره، افغانو مېرمنو د ژوند په هر میدان کې د فخر وړ پرمختګونه کړي دي. دوی اوس خپل واضح دریځ او خپل آواز لري. د پخوا په نسبت د دوی ظرفیت ډېر زیات او د دوی تجربه عظیمه ده. دوی په خپلو بحثونو کې ډېرې کامیابې دي. دا یوازې د تحمیلي جګړې فتنه نه ده چې افغانې ښځې یې واضح مخالفت کوي، بلکې د نورو اجتماعي فتنو په مقابل کې هم مثلاً د اعتیاد په مقابل کې د دوی دریځ د زیاتې ستاینې او احترام وړ دی.
په دې برخه کې زه غواړم چې د سولې عالي شورا له مرستیالې داکتر صاحبې حبیبه سرابي او ډاکتر خپلواک نه، پلوشې حسن نه، حسینه صافۍ نه او راز محمد دلیلي صاحب نه چې ډېرو خلکو ته یې د تحصیل زمینه برابره کړې، نرګس نهان خور ما ته هغه ورځ وویل که دلیلي صاحب نه وای نن به زه په انګلیسي نه پوهېدمه. مننه دلیلي صاحب. او همدارنګه غواړم د لومړۍ مېرمن نه مننه وکړم چې یو ډېر واړه دفتر سره یې د اورېدلو او د خبرو اترو یو ځای برابر کړ، هغه سیاست نه کوي، هغه ستاسې په خدمت کې ده. زه یقین لرم چې دا غونډه به د سولې د فرهنګ له تقویې سره مرسته وکړي او ملت او دولت ته به څرګند پیغامونه ولري.
سوله، ځکه څلوېښت کاله مو په جنګ کې تېر کړي، د سولې فرهنګ ته موږ له ټولو ډېر احتیاج لرو، دولت به خپل کارونه وکړي، د سولې عالي شورا به خپل وظایف سر ته ورسوي، اما موږ باید په دې ولس کې، دې ټولنه کې واقعاً د سولې، د یو بل زغملو، یو بل ته احترام قایلېدلو او د دې زغم پیدا کړو چې د هرې خبرې ځواب ټنډی او جنګ نه وي. موږ باید دولت او ټولنه دومره قوي کړو چې وکولای شوو هغه اشخاص چې کلونه او لسیزې یې په جنګ کې تېر کړي، په دې قانع کړو چې د سیاست میدان او د خبرو اترو میدان ته چې د قانونیت میدان دی، د افغانستان د نجات لاره ده، د افغانستان د بقا او د افغانستان د آبادۍ لاره ده، راشي.
تل دې وي افغانستان!
زنده باد افغانستان!
یشهسین افغانستان!