ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

نړیوال او سیمه ییز امنیت: د یووالي، قانون او ستراتیژۍ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

نړیوال او سیمه ییز امنیت: د یووالي، قانون او ستراتیژۍ له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

د مونیخ په ۵۳م امنیتي کنفرانس کې وینا

اساسي ټکی: 

  • نړیوال ګواښ: ترهګري اوږدمهاله ننګونه ده، د نسلونو ژمنې ته اړتیا لري.
  • مجازي تحول: عصري تاوتریخوالی ټولنیزې او وژونکې مجازي شبکې سره مدغموي.
  • جرمي پیوند: ترهګرې شبکې د نشه‌يي توکو پر عوایدو او اداري فساد تکیه لري.
  • د ازادۍ هدف ګرځول: ترهګر غواړي د عصري دورې ټولنیز تړون او د وګړو ازادۍ له منځه یوسي.
  • واحد اقدام: بریا د استخباراتي، نظامي او ژورو ټولنیزو اقداماتو له همغږۍ سره تړلې ده.
  • هر اړخیزه تاب‌آوري: د بېوزلۍ او ګوښه توب کمول، د ټولنې اصلي بدنه پیاوړې کوي.
  • د ترهګرو نه تفکیک: د "ښه" او "بدو" ترهګرو ترمنځ توپیر کول د نړیوالې ماتې لامل کېږي.
  • د حاکمیت ثبات: د سولې پروسه د اعتبار درلودلو لپاره باید د افغانانو په مشرۍ وي.

 

مونیخ – جرمني | ۳۰ سلواغه، ۱۳۹۵ | ۱۸ فبروري، ۲۰۱۷

ژباړه

قدرمنو همکارانو، جلالتمآبانو، ښاغلو او آغلو! ترهګري د اوسني وخت د یوې ستونزې په توګه تعریفېږي. پر دې ستونزې بریالي کېدل به د یوه نسل ژمنه وي. ترهګري داسې پدیده نه ده چې په دوو کلونو کې به مهار شي، بلکې د هغه د مهارولو لپاره ښايي دوو لسیزو ته اړتیا وي. عاقلو نارینه وو او مېرمنو په ۱۹۴۵ز کال کې چې اوسني وخت احساس کړی و، نیمه نړۍ د ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او هوساینې له اړخه مصئونه کړې وه. په اوسني دور کې چې یوویشتمه پېړۍ یې پېژني، زموږ دنده د نړۍ مصئون کول، د نړۍ په کچه، لویو وچو، اسلامي، سیمه ایزو او ملي اړتیاوو ته توجه ده. موږ په یوه داسې زماني مقطع کې یوو چې د نړۍ امنیت یو وار بیا د منظم کېدو په حال کې دی او دا په موږ پورې اړه لري چې په دغه بهیر کې د رغونکي یا ورانوونکي رول ولوبوو. زموږ لیدلوري له هغه ځایه راپورته کېږي چېرته چې یوو؛ د (ترهګرۍ) رابښکاره کېدونکی موډل چې په نورو ځایونو کې په سختۍ لیدل کېږي احساسوو او پر وړاندې یې خواب وایو. له شلو ترهګرو ډلو سره مبارزه چې د امریکا متحده ایالات او د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یې د ترهګرو ډلو په نوم پېژني، دا د دې ښودنه کوي چې موږ د ترهګرۍ په لومړۍ لیکه کې مبارزه کوو. په دې جګړه کې موږ یوازې د خپلې آزادۍ لپاره نه، بلکې د نړۍ د امنیت لپاره هم مبارزه کوو.

موږ څه زده کوو؟

غواړم د ترهګرۍ هغه ځانګړنې چې موږ ورسره مخ یوو، تاسې ته واضح کړم.

د مونیخ په پخواني امنیتي کنفرانس کې مې یوه نظریه مطرح کړه چې اوسنۍ ترهګري «د سیاسي تاوتریخوالي پنځمه څپه» ده چې د یو سل او شپېتو کالو پخوانیو تخنیکونو سره یو ځای کېږي، پرخوالی مومي او را ښکاره کېږي. تاوتریخوالی یوه دوامداره تاریخچه لري. د نړۍ هېڅ برخه، دین او هېڅ داسې تمدن نشته چې په تېرو یو سل او شپېتو کلونو کې دې د ترهګرۍ د توجه وړ نه وي ګرځېدلی او د هغوی له شره دې خوندي پاتې شوی وي. ترهګري په هېڅ لاره او ډول سره له یوه مشخص دین او تمدن سره اړیکې نه لري. د ترهګرۍ پخواني ډولونه باید درک شي، ځکه دا پدیده د تخنيکونو يوه تړلي سلسله ده. ترهګري په مجازي او ټولنيزو شبکو کې په يوې وژونکي قوې بدله شوې ده. ټولنيزې شبکې د هماغو پخوانيو ډولونو دوام دی او مجازي شبکې نوې مرحله ده چې وژونکي ځانګړنې له ځانه سره لري. پخوانۍ شبکې يو بل ته مخامخ وي، په داسې حال کې چې اوسنيو شبکو فيسبوک ته مخه کړې ده.

د ترهګرۍ د نورو ځانګړنو په اړه کولای شو د اقتصادي جرمونو شبکو کې په ځانګړي ډول د نشه يي توکو له شبکو سره چې د نړيوال او جرمي سياست لپاره د زمينې برابرولو بېلګې دي، اشاره وکړو. دا مهمه ده چې موږ د جرمي اقتصاد او جرمي سياستونو ترمنځ توپير ته قايل شوو. د يوه کارټل [مافيايي بانډ] جوړېدل له کومه ځايه پيلېږي او تروريستي حرکتات چېرته پای ته رسېږي؟ فکر کوم موږ د دې دوو ترمنځ اړيکو ته توجه نه ده متمرکزه کړې او هغه مو له پامه غورځولي ده. د جرمي اقتصاد لويه ګټه اروپا او شمالي امريکا ته ورګرځي چې يوازې په کمپيوټر کې درې کليکونو ته اړتيا لري! دغه اقتصاد د دولت تر حاکميت باندې فضا کې غوړېږي او په چټکۍ په يادو فضاوو کې پراخوالی مومي. د دولت تر حاکميت باندې فضاوې د تروريستي شبکو د فعاليت لپاره حياتي رول لري. دغه ډلې له نظم نه نفرت لري؛ بې نظمۍ هماغه څه دي چې دوی يې لپاره هڅه کوي. له دې امله، د قواو تنظيم او دا درک کول چې دغه بې نظمۍ څه ډول رامنځته کېږي، په دې برخه کې د اهميت وړ دي.

يوه مهمه برخه چې ستاسو توجه ته ډېره اړتيا لري دا ده چې له يوه اړخه له دې شبکو سره د دولتونو چلند او د هغوی تمويلول او له بله اړخه د دولتونو کمزوري او په ځانګړي ډول د فساد په برخه کې، دغو شبکو ته د فعاليتونو او پراخوالي زمينه برابره کړې ده. په ډېرى مواردو کې موږ د دې شاهدان يوو چې دولتونه په غير دولتي ورانکارو عناصرو د يوه بهرني سياست د وسيلې په توګه تکيه کوي. دغه ډول دولتونه د نورو دولتونو د کمزوري کولو لپاره دغو عناصرو ته د يوې وسيلې په توګه پام کوي. بايد ووايم چې له دې اړخه وسيلې وجود نه لري، ځکه چې موږ ټول يو ځای يوو، يو ځای لامبو وهو يا به غرقېږو.

د ترهګرو اهداف او هغه تګلاره چې انتخابوي يې، کوم دي؟

که ساده ووايو هغوی د دولت او ښاريانو ترمنځ د شلمې پېړۍ ټولنيز قرارداد هدف ګرځوي، ولې هغوی په سرکونو بريدونه کوي؟ د دې لپاره چې هغوی غواړي په حرکت کې زموږ آزادي له موږ سلب کړي.

ولې زموږ په هوايي ډګرونو بريدونه کوي؟ د دې لپاره چې په سفر کولو کې زموږ آزادي تر پوښتنې لاندې راولي. ولې په ټولو مذهبي، ټولنيزو ځايونو او سرکونو بريدونه کوي؟ د دې لپاره چې دقيقاً همدغه ځايونه د شلمې پېړۍ په قرارداد کې وو او د آچيسون نيمې نړۍ نظريې ښه تشريح کړې دي.

په دې اړه د نظر يوالى موجود دی چې اوسنۍ څپه ښايي تر راتلونکو دوو لسيزو پورې يوه ستونزه وي. هرې پخوانۍ څپې له دوو تر څلورو لسيزو وخت نيولی دی. په همدې اساس، موږ بايد په دې اړه د لنډ مهال، منځمهال او اوږد مهال لپاره خپل متمرکز اقدامات سره راټول کړو. داسې هېڅ سرحد نشته چې تروريزم دې له هغه تېر نه شي او همدا راز هېڅ ځای او ټولنه نشته چې هغوی دې ترې ډډه وکړي. خو داسې هېڅ وړاندوينه نشته چې وښيي هغوی دې سوله ايز چلند وکړي. له هغوی سره جګړه کورنۍ جګړه نه ده، ځکه کله چې تاسو د ټولې نړۍ له شلو ترهګرو ډلو سره مخ يئ، څه ډول چلند کوئ؟ له هغوی سره څه ډول سوله کوئ؟ کورنۍ جګړې پخپل ذات کې سياسي اختلافات دي چې راتلونکي ته د حرکت د لوري او همدا راز د واک نيولو د څرنګوالي په اړه وي. له ترهګرو ډلو سره څه ډول کولای شئ خبرې اترې وکړئ؟ دغه خبرې اترې به څه ډول ترسره کېږي؟

له بل لوري، وېروونکي ملاحظات شته دي چې هيله لرم غلط ثابت شي، دا چې ترهګر په راتلونکو ورځو اوونيو او مياشتو کې د سپټمبر يوولسمې د تراژيدۍ تکرار په لټه کې دي. د دغه ډول پېښو پر وړاندې زموږ عکس العمل د راتلونکو لسيزو د تصوير ترسيموونکی دی.

هغه څه ته چې اړتيا ده يو متمرکز دريځ دی چې په لاندې موضوعاتو د يوې اجماع لامل ګرځي:

  • يو منسجم دريځ چې په هغه کې اقدامات، په عمومي ډول استخباراتي او پوځي او په ځانګړي ډول په ټولنيزه کچه اقدامات په پام کې ونيول شي.
  • په ملي او نړيواله کچه د اقداماتو منظمول: موږ په افغانستان کې په نړيواله کچه له ترسره کړيو اقداماتو، زيات منندوی يوو. د ادعاوو خلاف، له هغو جګړو سره د ناټو اړيکې چې ورسره يې ژمنه کړې وه ـ هغه ژمنې چې په بروکسل کې له موږ سره وشوې ـ تر يوې نړيوالې اجماع لاندې د نړيوالو مؤثرو اقداماتو نښه ده. زموږ ستونزه په سيمه ايزه کچه ده. موږ د نړۍ په هغه برخه کې ژوند کوو، هلته چې هغه قوانين نشته چې د دوو دولتونو ترمنځ تعامل تعريف کړي او هلته هغه څه چې له اخلاقي اړخه منع شوي او په دغو شرايطو کې د وسيلو په توګه ترې استفاده کېږي، تفکيک کړي.
  • موږ يوه جامع دريځ ته اړتيا لرو چې په هغه کې د مشروع قوې استعمال ته اړتيا ده، خو کافي نه ده، ځکه د قوي د کارولو سرچينه، پراخ فقر، نارضايتي، محرومول او په ځانګړي ډول د حکومت په کچه فساد دی. خو کله چې دغه قشرونه نن ورځ ځان محروم احساس کړي، له پامه وغورځول شي او په شعوري او منسجم ډول دې لارې ته وګرځول شي، بله لاره به بيا وجود ونه لري.
  • د هغو دولتونو حاشيې ته کول چې په ترهګرو د دولتي سياست د وسيلې په توګه تکيه کوي، بنسټونو او سازمانونو ته يوه لويه ستونزه ده. موږ په مکرر ډول له هغوی سره د قوانينو د ترسيمولو په لوبو کې ناکام شوي يوو چې په آزاد او سيستماتيک ډول دوامداره قوانين او د دولتيارۍ مکلفيتونه تر پښو لاندې کوي. په داسې حال کې چې د همغږۍ د تضمين يا حداقل د مداخلې نه ميکانيزمونه وجود نه لري، په دوامداره ډول به له دې پديدو سره مخ يوو.

په ځانګړي ډول افغانستان ته راګرځم. غواړم تاسو ته يادونه وکړم چې نړۍ له موږ سره يو ځای شوه، څو د سپټمبر يوولسمې په څېر يوه بله تراژيدي بيا رامنځته نه شي. همدا راز لېوالتيا لرم چې زموږ د ستر همکار او د افغانستان د خلکو د کاکا ښاغلي لخضر ابراهيمي له استثنايي کارونو هم په دې برخه کې مننه وکړم. لازمه ده چې د دې موضوع يادونه وکړم، ځکه کله چې ۲۰ ترهګرې ډلې لا تراوسه هم زموږ سوله، ګاونډي هېوادونه، سيمه او نړۍ په ۲۰۱۷ کال کې ګواښي، دا د دې ښودنه کوي چې زموږ کار پای ته نه دی رسېدلی. سره له دې چې زيات کارونه مو ترسره کړي دي، خو لا هم زموږ دنده نيمګړې پاتې ده، د دې لپاره چې دغه وضعيت تلپاتې نه دی او په څو کلونو په مختلفو شکلونو راښکاره کېږي. ترهګري د يوه کلک ستون په څېر نه ده چې موږ يې رنده کړو، بلکې يوه متحرکه پديده ده او کله چې موږ په هغه ضربه واردوو بايد درک کړو چې ترهګري د بدلون په حال کې يوه پديده ده.

دويمه موضوع چې غواړم مطرح يې کړم دا ده چې؛ موږ له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ کال پورې يو په لس قواوې چې په افغانستان کې مو لرلې، له هېواده دفاع کوله. ډېرى خلک وايي، مبارزه له ستونزو سره مخ شوې، خو په حقيقت کې همدغه ستونزې وې چې موږ هماغه يو په لس قواوې چې وړاندې مو لرلې وساتلې او د خپلو اتلو قواو لپاره مو په دې لاره کې هېڅ ډول قرباني نه پده نه ده کړې چې د خپلو وطني مکلفيتونو د ترسره کولو په لاره کې هر ډول قرباني ته چمتو دي.

کله مو چې د لوري مراسم ترسره کول، زموږ ټولو همکارانو د له منځه تلو وړاندوينه کوله. هغوی ټولو د حکومت د راپرځېدو وړاندوينه کوله، خو بايد ووايو چې زموږ دښمنانو خپل يو ستراتيژيک هدف هم ترلاسه نشوای کړای. د افغانستان هېڅ ولايت د دښمن په کنټرول کې نه دی. هو، موږ جنګېږو خو دا جګړه، مختلطه ده. غواړم بيا ووايم چې دا يوه «کورنۍ» جګړه نه ده. بلکې د نشه يي توکو جګړه ده، د ترهګرۍ جګړه ده او همدا راز د دولت او دولت ترمنځ يوه نا اعلان شوې جګړه ده. د دې جګړې بېلابېل اړخونه بايد روښانه شي، څو وکولای شو په ترهګرۍ خپله توجه متمرکزه کړو.

زموږ کليدي لاسته راوړنه ـ د دې لپاره چې تاسو د کډوالۍ په اړه خبرې وکړئ ـ په ۲۰۱۶ کال کې ۱،۱ ميليون افغانانو دې ته ترجيح ورکړه چې خپل هېواد ته راوګرځي. له دې ټولو نه يې ۵۶۰ زره تنه له پاکستان او پاتې له ايران نه راګرځېدلي دي. دا زموږ د راتلونکي په اړه يو پام وړ پيغام دی، خو په دې برخه کې زموږ چلند بيا کتنې ته اړتيا لري.

موږ له حزب اسلامي سره سوله وکړه او د پرمختګ په حال کې يوو، دا د دې ښودنه کوي چې د افغانانو په رهبرۍ سوله نه يوازې مطلوبه ده، بلکې تلپاتې او معتبره هم ده.

په هلمند، کابل او کندهار وروستي بريدونه او په ځانګړي ډول کندهار چې هلته زموږ درانده مېلمانه يعنې د اماراتو ديپلوماتان ووژل شول، همدا راز په لاهور کې د سهبند پر زيارت بريد وشو، ټول دا ثابتوي چې ښه او بد ترهګر نشته. تر هغو چې د ترهګرو ترمنځ د ښه او بد تفکيک کېږي، موږ ټول به بايلونکي يوو. خو که دغه تفکيک له منځه يوسوو، راپورته شوو او خپل قوتونه بسيج کړو، دغه پديده به کنټرول شي. موږ په دې برخه کې هر اړخيز پلانونه لرو چې ستاسو ملاتړ لازمي دی.

اجازه راکړئ د دې جملې په وېلو سره نتيجه ګيري وکړم: موږ کولای شوو، موږ غواړو او موږ بايد د ترهګرۍ پر وړاندې بريالي شوو، ځکه د راتلونکو نسلونو ژوند او خوشبختي په دې برياليتوب پورې تړلې ده. لکه څنګه چې نړيواله ټولنه په نوولسمه او شلمه پېړۍ کې د ستونزو پر وړاندې بسيج شوه، دا ستونزه هم زموږ په منګولو کې ده او کولای شوو پرې بريالي شوو. مننه!