د بینالافغاني سولې لاره: له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک رسمي کول
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وینا
مهم ټکی:
- الهي سوله: سوله د اسلام له سپېڅلې کلمې "سلام" څخه سرچینه اخلي.
- نسلي مسؤلیت: مشران باید د ځوان نسل د راتلونکي لپاره جګړه پای ته ورسوي.
- افغاني مالکیت: شخړې باید د افغانانو لخوا هوارې شي، نه د بهرنیانو لخوا.
- قانون محوري: اساسي قانون د ټولو حقونو او سیاسي فعالیتونو لارښود دی.
- مخالفو ډلو ته ټاکنه: وسله والې ډلې باید د سولې او یا هم د تجرید او انزوا ترمنځ یوه غوره کړي.
- سیاسي لېږد: له ټوپک او جګړې څخه بنسټیزې سیاسي مبارزې ته بدلون.
- د لاسته راوړنو ساتنه: د ښځو، زده کوونکو او مدني ټولنې د حقونو خوندي کول.
- ملي بېرته ادغام: هیواد ته د مهاجرینو د باعزته راستنېدو ملاتړ.
- نړیوال مسؤلیت: په ټوله نړۍ کې د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې ګډون او ملګرتیا.
۸ میزان ۱۳۹۵ - ارګ
بسم الله الرحمن الرحیم
ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، ملي زعیم کرزی صاحب، دانش صاحب، رحیمي صاحب، مسلیمار صاحب، زموږ ډېر عزتمند جهادي مشر د سولې د شورا رئیس جناب پير صاحب، زموږ د عقاید ملي بنسټ او سنګر جناب استاد سیاف، د علماوو شورا رئیس جناب کشاف صاحب، جناب انجنیر صاحب کریم، جناب بهیر صاحب، د حزب اسلامي نور محترم غړي، د سترې محکمې غړي، د کابینې محترم غړي، علما کرام، ټول مشران خویندې ورونه،
السلام علیکم و رحمتالله وبرکاته!
په عین حال کې خارجي استازو ته هم ښه راغلاست وایم دې تاریخي ورځې ته چې انشاالله تعالی چې د افغانستان ولس ته به په خیر او سولې ختم شي.
قدرمنو حاضرینو، ګرانو وطنوالو، خویندو او وروڼو ډېر خوشحاله یم چې نن ورځ په یوه ډېره بختوره غونډه کې، د سولې په غونډه کې، په یوه داسې مناسبت راټول شوي یوو چې د افغانستان د خلکو ارزو ده، د افغانستان د خلکو د اجماع خبره ده، د افغانستان د خلکو له سوکالي او د افغانستان له ثبات او عزت او ترقي سره مربوطه موضوع ده. سوله د خدای(ج) امر دی او پخپله د اسلام کلمه د سلام له کلمې سره چې د سولې او کراري معنا ورکوي، ارتباط لري. سلام، د الله تعالی یو نوم دی او بل ته سلام اچول په حقیقت کې بل انسان ته د سولې او امن او ارامش وړاندې کول دي.
نن موږ د حزب اسلامي له قدرمن مشر حکمتیار صاحب سره د سولې د تړون د لاسیلک په غونډه کې راټول شوي یوو. دې سپېڅلي اسلامي، ملي او انساني مقصد ته د رسېدو لپاره هڅه اسانه نه وه. لکه څنګه چې حکمتیار صاحب په خپله وینا کې وویل، سوله که تر جنګ ګران کار نه وي نو اسانه هم نه ده. له دواړو غاړو ډېر کوښښونه وشول. په وروستیو میاشتو کې د سولې دغه هڅې په داسې وخت کې تېزې شوې او نهایي شکل یې خپل کړ چې په افغانستان کې متاسفانه تحمیلي جنګ ډېر شدید و. د جنګ د شدت په وخت کې د سولې د هڅو لا زیاتول د دواړو خواوو د ټینګ عزم او تدبیر نمایندهګي کوي.
زما او حکمتیار صاحب د نسل مشترکه وظیفه دا ده چې جنګ متوقف شي او افغانستان د پردو له احتیاجه راوباسو او په خپلو پښو یې ودروو. د جنګ اور کشر نسل او اوسنیو ځوانانو نه دی بل، بلکې څو لسیزې پخوا بل شو او د دې اور د ختمولو وظیفه هم تر ډېره حده د مشر نسل په غاړه ده. د دنیا په هیڅ ګوټ کې واقعي سوله بېقیمته نه ده تر لاسه شوې. داسې نه کېږي چې میم زر ما واړه زما. افغانستان د ټولو وطنوالو شریک کور دی او ټول باید یو بل پکې ومنو.
ما بیا بیا ویلي دي او اوس هم وایم چې د سولې لپاره حتی له خپل سره تېر یم. دا ځکه وایم چې سوله قیمت لري او مفته تر لاسه کېږي نه.
دلته لازمه ده چې له ټولو هغو طرفونو او شخصیتونو تشکر وکړم چې د دغه ستر ملي، انساني او اسلامي مقصد د پوره کولو په لاره کې یې کوښښونه وکړل. جناب پیر صاحب، جناب استاد خلیلي د سولې شورا نور مشران، جناب حضرت صاحب، جناب استاد برهانالدین رباني چې په دې لاره کې له خپله سره تېر شو او شهید شو، جناب استاد سیاف، خاصتاً جناب کرزی صاحب، چې د سولې جرګه مو وغوښتله او د ولس د اجماع اساس مو کېښود، جناب ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله، معاون صاحب اول جناب جنرال صاحب دوستم، معاون صاحب دوم دانش صاحب، انجنیر صاحب محمد خان، استاد محقق، استاد عطا، محترمه حبیبه سرابي او د سولې عالي شورا نور غړي، د علماوو شورا، د حزب اسلامي افغانستان محترم مشر او د مذاکراتو هیئت، د افغانستان مدني ټولنه، د افغانستان ملي شورا دواړه مجلسین او مشران یې، سیاسي فعالان جمعیت اسلامي او د افغانستان نور سیاسي ګوندونه او په حقیقت کې ټول ملت د مننې او تشکر مستحق دی، د ملي امنیت له مشاور ښاغلي اتمر صاحب نه خاصه مننه چې په ډېر تعهد یې جناب پير صاحب سره مرسته وکړه، ځکه که سوله د ملت غوښتنه نه وای او که د سولې په اړه ملي اجماع نه وای، نو بیا به هم دغه توافق ته رسېدل او د دې بختورې غونډې جوړول مشکل و. دغه راز که د افغانستان له خلکو او حکومت سره د نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو همکاري نه وای، بیا به هم د سولې په پروسه کې خنډونه زیات وو. پکار ده چې له نړیوالې ټولنې او دوستو هیوادونو هم مننه وکړم.
اته دېرش کاله کېږي چې د افغانانو وینې بهېږي. د دې معنا دا ده چې افغانان تر بل هر چا زیات د سولې په قدر او اهمیت پوهېږي خو د سولې د هڅو او موافقې په برخه کې که د ټولنې د مختلفو اقشارو تشویشونه درک نه شي نو د موافقې تطبیق به له مشکل سره مخامخ شي. موږ د دې موافقې په تطبیق باندې ځکه باور لرو چې د ټولنې د مختلفو قشرونو نظریات مو اورېدلي دي او موافقه مو د ټولو هغو اصولو او ارزښتونو په اساس کړې ده چې د افغانستان خلک ورباندې متفق دي.
اکنون فرصتی است برای طالبان و دیگر گروههای مخالف دولت تا بر سر دوراهی موجود در برابرشان نشان بدهند که انتخابشان چیست، بودن در کنار ملت و پیوستن به کاروان صلح عزتمندانه، بهمانند حزب اسلامی، و سهم گرفتن در ساختن کشور و کمک به رفاه و پیشرفت آن، یا قرار گرفتن در برابر ملت و ادامه دادن به خونریزی و جنگی که سودش تماماً به جیب بیگانگان میرود؟ مردم ما درک کافی دارند و قضاوت خواهند کرد که چه کسانی همهی توان خود را بر تباهی کشور نهادهاند. جنگ با مردم افغانستان و آلودن دستان خود با خون فرزندانشان، عاقبت محتوم آن تجرید و انزوای نهایی، و سرانجام، شکست و زبونی خواهد بود. اکنون برای همه مردم و بلکه برای همهی دنیا به خوبی واضح شده است که چه کسی در پی صلح است و چه کسی در پی جنگ؛ و در صورت تداوم جنگ، ما بیشتر از گذشته چهرهی آنان و حامیانشان را به مردم و به دنیا واضح خواهیم ساخت.
بر اساس تعالیم دین مبین اسلام، طالبان اگر حتی گمان داشته باشند که برحق هستند، به این فرمان الهی، در آیت شصت و یکم سوره مبارکه انفال، هیچ جوابی ندارند که گفته است: «اگر طرف مقابلتان به صلح گرایید، شما هم به آن بگرایید». در اینجا معلوم میشود که ادعای چه کسانی در پیروی از رهنمودهای قرآن مجید، ادعای بجا و از چه کسانی ادعای دروغین است. به یاد داشته باشند، وقتی ما به تکرار از آنان دعوت به صلح کردهایم، و آنان جوابِ ردّ دادهاند، هر خونی که در این کشور میریزد، چه از این طرف و چه از آن طرف، مسؤولیتش به گردن آنان است. ما خواهان جنگ نبودیم و اکنون هم اصراری بر تداوم آن نداریم. رسالت نیروهای دفاعی و امنیتی ما حمایت و دفاع برحق از مردم ما در مقابل جنگ ظالمانهای است که بر آنان تحمیل شده است. ما به همین دلیل به این نیروها افتخار میکنیم و آنان را شالوده نظام ملی خود میدانیم.
قدرمنو وطنوالو!
له حزب اسلامي افغانستان سره د سولې دغه موافقه خپل ممیزات لري. د دې موافقې او دغو هڅو یوه ځانګړنه دا وه چې کاملا بینالافغاني هڅې وې. دا وطن د جرګو وطن دی او د جرګو مقصد دا نه وي چې جنګونه جوړ کړي، بلکې د جنګونو او اختلافونو د حل کولو لپاره جرګې جوړېږي. دې موافقې ثابته کړه چې مونږ که څوک پرېږدي، نو په خپل وطن کې په سوله او امن کې ژوند کولای شو. ما له هماغه پیله ویلي دي چې مونږ له پاکستان نه سوله نه غواړو بلکې له پاکستان سره سوله غواړو. دا خبره مې ځکه کوله چې مونږ کولای شو چې په خپل منځ کې سولې او روغې جوړې ته ورسېږو.
د سولې د دغو هڅو او خبرو اترو بل خصوصیت دا و چې په کابل کې، د افغانستان په زړه کې تر سره شوې. کابل زموږ ټولو مشترک کور او د مشترک تاریخ د ویاړونو مرکز دی. د ویاړ او افتخار د دغسې خبرو لپاره کابل تر ټولو مناسب ځای و او دی.
له حزب اسلامي سره د سولې د موافقې یو ډېر مهم خصوصیت دا و او دا دی چې د افغانستان اساسي قانون پکې د محور حیثیت درلود. په دې موافقه لیک کې داسې هیڅ ټکی نشته چې د افغانستان له اساسي قانون سره خدای ناکده په ټکر کې وي. زه د دې موافقې په تطبیق باندې ځکه باور لرم چې د اساسي قانون په چوکاټ کې او د اساسي قانون له غوښتنو او ارزښتونو سره کاملا هماهنګه ده. اساسي قانون زموږ ملي وثیقه او زموږ د ملت د اجماع او اتفاق اصلي محور دی. موږ په افتخار سره وایوو چې زموږ اساسي قانون د ټولې سیمې په سطحه یو داسې حقوقي سند دی چې د اسلام د مبین دین ارزښتونو ته پکې تر بل هر اساسي قانون زیاته او پوره توجه شوې ده. دا شعار چې هیڅ افغان تر بل افغان زیات یا کم نه دی، په حقیقت کې زموږ د اساسي قانون له متن او روحیې څخه الهام اخلي.
زموږ اساسي قانون د افغانستان خلکو ته حق ورکوي چې د عمومي انتخاباتو له لارې د قدرت انتقال تر سره شي، نه د جنګ او خونریزي له لارې. زموږ اساسي قانون ټولو وطنوالو ته که هغوی ښځې دي، یا نارینه، د کار، تعلیم، سیاسي فعالیت او د خپل نظر د بیان حق ورکوي او د هیواد د ټولو اوسېدونکو اساسي حقونه تضمینوي. که هر څوک هر سیاسي مشکل لري، د هغه د حل کولو لپاره سیاسي لارې چارې موجودې دي. ځکه خو وایم چې د سولې دغه موافقه چې د افغانستان اساسي قانون پکې محوري حیثیت لري، د تطبیق وړ ده او سر له همدې شیبې به یې د تطبیق په لور اقدامات پیل کېږي.
سوله اجماع ده، سولې باندې ملي اجماع ده، سوله په نفاق باندې نه بدلېږي، وحدت کامل وحدت په ملي وحدت حکومت کې په سولې باندې ده او د ملت اجماع ده، راشئ، چې انرژي په دې واچوو چې څنګه یې تطبیقوو، څنګه مقصد ته رسېږو.
برادران و خواهران گرامی!
ما نشان دادیم که برای صلح، هم اراده، هم صلاحیت، و هم کفایت داریم. هیچ روند صلحی به سادگی به پیش نمیرود، و مذاکرات صلح در هیچ جایی بدون دشواری نیست. اما جایی که اراده قاطع وجود داشته باشد، صلح به تحقق میرسد. در صلحی که حزب اسلامی با دولت افغانستان به انجام رساند، هر دو طرف نشان دادند که در اراده خود برای فرو نشاندن آتش جنگ در کشور صادق و مصمم هستند. ما هر دو طرف به ارزشهای اسلامی باور داریم، و میخواهیم که این ارزشها از راه فعالیتهای صلحآمیز سیاسی و مدنی تحقق پیدا کند؛ این همان جهاد اکبری است که امروز جامعه ما به آن ضرورت اشد دارد. کشورها نه با جنگ و ناآرامی، بلکه با زندگی مسالمتآمیز، با فعالیتهای سیاسی و با مشارکت همگانی به پیشرفت میرسند. دو سه نسل از ما شاهدِ جنگ، درگیرِ جنگ، و یا قربانی جنگ بوده است، و اکنون حق نسل نو و نسلهای آینده این کشور است که شاهد آرامش و رفاه باشند. افغانستان شدیداً نیازمند گذار از مرحله جنگ به مرحله فعالیتهای سیاسی است. سرنوشت مردم ما نباید همیشه با تفنگ و سلاح گرم گره خورده باشد، بلکه باید قوام زندگی اجتماعی ما را فعالیتهای نهادمند سیاسی تشکیل بدهد. بهایی که ما در جنگ کنونی میپردازیم بهای سنگینی است، و من خود را نسبت به هر خونی که در این سرزمین ریخته میشود، مسؤول میدانم، و وظیفه دارم نهایت تلاش خود را به کار ببندم که تا حد امکان از آن جلوگیری و برای آوردن صلح تلاش کنم. قربانیهای مردم ما در ۳۸ سال گذشته بسیار سنگین بوده، و پس از برقراری صلح ابعاد دیگر خسارهی عظیمی که این ملت متقبل شده است، آشکار خواهد شد.
برای هر صلحی لازم است که هر یک از دو طرف آن، قربانیهایی بدهد و گذشتهایی بکند، و این، بهایِ طبیعیِ هر صلح موفق و پایدار است. اما صلح ما نه تصمیمی عجولانه و نه اقدامی صرفاً احساسی، بلکه بر مبنای اصول مشخصی بوده است که در قانون اساسی ما تجسم یافته است. قانون اساسی افغانستان مبنای اجماع ملی ماست، و تعهد به اصول آن ضمانتی است که به همه نگرانیها انشاالله پایان میدهد، زیرا حقوق و وجایب همه اقشار جامعه را به خوبی واضح ساخته و تضمین کرده است. قانون اساسی ما حافظ تأمین عدالت است، و میکانیزمهای رسیدگی به حقوق قربانیان جنگ را نشان داده است. اما به یاد داشته باشیم که برای پیاده ساختن همهجانبهی قانون، باید اول ما به صلح برسیم، زیرا تداوم جنگ سبب تضعیف حاکمیت قانون و تلف شدن حقوق مردم میگردد. مذاکرات صلح بر این اساس مبتنی بود که دستاوردهای پانزده سال گذشتهی مردم ما که با رنج و قربانی فراوانی به دست آمده است، حفاظت شود. تا فرزندان ما، پسر و دختر، فرصت تعلیم و تحصیل داشته باشند، تا جوانان ما، زن و مرد، زمینهی سهم گرفتن در بنای آینده خود و کشور را خود را پیدا کنند، تا خانوادههای ما کانون آرامش باشند، تا تاجران ما امکان سرمایهگذاری و فعالیت اقتصادی داشته باشند، تا افغانستان در مسیر انکشاف و پیشرفتی قرار بگیرد که سزاوار آن است و علمای کرام ما همیشه رهنمای ما باشند.
ما به همکاران بینالمللی خود اطمینان میدهیم که مبارزه ما با تروریزم، این خطر مشترکی که در قدم نخست تهدیدی برای جهان اسلام و سپس برای تمام دنیا است، ادامه خواهد یافت، و در جبهه مشترکی که قرار داریم، افغانستان همچنان مسؤولیت خود را برای مهار، سرکوب و شکست این پدیدهی ویرانگر که هیچ نوع ارتباطی با مردم افغانستان ندارد، تا به آخر ادا خواهد کرد. ما بر خلاف کسانی در منطقه که تروریزم را ابزار استراتیژیک خود میدانند، ارادهی قاطع داریم که رویکرد سازندگیمحور، صلحمحور، و انکشافمحور را مثل گذشته ادامه بدهیم، چنان که تا کنون نیز گامهای مهمی در این راستا برداشتهایم، و روابط نیک ما با کشورهای منطقه و جهان شاهد این واقعیت است.
ما از قشر سیاسی کشور و نیز از همکاران بینالمللی افغانستان تقاضا داریم که با همکاری در تطبیق و تداوم این روند، و با استفاده از این تجربه، کمک کنند تا راه پیوستن دیگر گروههای مسلح به روند صلح هموار شود. میخواهیم کمک کنند که بعد از تجربه سالهای طولانی جنگ، فرهنگ صلح، عدالتخواهی، دگرپذیری و قبول یکدیگر را ایجاد و تقویت کنیم، چیزی که هم با تعالیم دینی ما و هم با عنعنههای ملی ما انطباق دارد.
ما از نهادهای مدنی، احزاب سیاسی و فعالان اجتماعی سپاسگزاریم که در جریان مذاکرات، با گشودن باب گفتگوهای جدی در این باره، و نیز مطرح کردن نگرانیهای خود، در رسانهها و شبکههای اجتماعی، و نیز در گفتگوهای رودررو با من و همکارانم، هم به غنای مذاکرات کمک کردند و هم دموکراسی جوان ما را به تصویر کشیدند، و نشان دادند که چگونه در جامعهای باز همهی نظرات جای بروز مییابد و فرصت مشارکت همگانی در تصامیم فراهم میشود. در نظامهای دموکراتیک، بر خلاف جوامع بسته و نظامهای دیکتاتوری، مذاکره و توافق نه با یک فرد، بلکه با کلیت نظام، که ملت و دولت در آن سهیم هستند، صورت میگیرد، و این چیزی بود که ما آن را به خوبی نشان دادیم.
دلته غواړم یوې بلې مهمې نکتې ته اشاره وکړم او هغه د مهاجرو د راستنېدو موضوع ده. د مهاجرو راستنېدل تر بل هر وخت چټک شوي دي او اټکل کېږي چې په راتلونکي کال کې به دغه لړۍ نوره هم چټکه شي. زموږ ټولو مشترکه وظیفه دا ده چې د خپلو مهاجرو د مشکلاتو د اوارولو لپاره تلاش وکړو. ما په ځلونو ویلي دي چې زموږ ټولنه بې مهاجرو نیمګړې ټولنه ده. موږ به هغه وخت بشپړ یو چې مهاجر خپل وطن ته راشي. د مهاجرو راتګ یو لوی امید او د خوشحالي خبره ده خو د هغوی د ستونزو د اوارولو لپاره باید خپل مسولیتونه هېر نه کړو.
موږ باید خپله ډوډۍ له خپلو عزیزانو سره چې وطن ته راستنېږي، نیمه کړو او د دوی د مشکلاتو په حل کولو کې برخه واخلو. دوی ته د افغانستان اساسي قانون، د نورو ټولو افغانانو په څېر، حق ورکړای چې په خپل هیواد کې واوسي او د عزت او خوشحالي ژوند وکړي.
من از همه ملت عزیز خود تشکر میکنم که از روند صلح به گرمی استقبال کردند و ما را در رسیدن به این هدف ارزشمند یاری دادند. امیدوارم این روز سر آغاز پیشرفتهای بیشتر در فرو خواباندن آتش جنگ و به میان آوردن صلح سرتاسری باشد و بتوانیم با کمک همدیگر ویرانههای جنگ را به آبادی تبدیل کنیم و فرزندان ما با سرافرازی در جهان آینده حضور یابند و نقش سازنده را ایفا کنند.
زنده باد افغانستان،
تل دی وی افغانستان،
یشه سن افغانستان!