داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی
متن سخنرانی ملت سازی

تکریم قربانی و پاسداری از میراث حشمت خلیل کرزی

تکریم قربانی و پاسداری از میراث حشمت خلیل کرزی

سخنرانی در مراسم بزرگداشت دومین سالگرد شهادت حشمت خان خلیل کرزی - ارگ

نکات اساسی: 

  • شهادت و قربانی: ادای احترام به شجاعت، مِـندگی و ایثار حشمت خان.
  • تعهد به آرمان‌ها: تلاش برای تحقق چشم‌انداز و اهداف والای این شهید.
  • الهام‌بخشی نسلی: برجسته ساختن میراث اخلاقی و آموزشی این خانواده.
  • وحدت ملی: تحکیم اتحاد و غلبه بر تفرقه‌ها و نفاق.
  • شجاعت و صداقت: ایستادگی استوار با صداقت و جرئت در برابر چالش‌ها.
  • خدمت به مردم: اولویت دادن به رفاه عامه فراتر از منافع شخصی.
  • صلح و ثبات: قرار دادن صلح پایدار به عنوان هدف غایی ملت.
  • بزرگداشت میراث: زنده نگهداشتن یاد و تداوم بخشیدن به ارزش‌های شهید.

 

۲۱ اسد ۱۳۹۵

بسم الله الرحمن الرحیم

ملي مشر جلالتماب کرزي صاحب، جلالتماب ډاکټر صاحب عبدالله، قاضي القضات صاحب، د سولې عالي شورا مشر جناب پير صاحب، جناب مسلمیار صاحب، د ملي شورا او د مشرانو جرګې استازو او مشرانو، جناب کشاف صاحب، ټولو سیاسي مشرانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، جناب حکمت خان کرزی، عطاالله خان او د شهید حشمت خان کورنۍ!

ښه راغلاست! خوش آمدید! خوش کیلدی‌نگ!

نن موږ دلته د دې لپاره نه یوو راټول شوي چې یوازې غمشریکي وکړو، بلکې نن ځکه راټول شوي یوو چې ژمنه وکړو چې په دې وطن کې د شهید خان آرمانونه پوره کېږي، په مېړانې او د زمري په جرئت یې قرباني ومنله، څو ورځې مخکې له دې چې شهید شي، امنيتي مسوولین یې ورغلل او ورته یې وویل چې توطئه ده، دښمنان راځي، دروازه وتړه، د خلکو تالاشي پیل کړه، خو ده وویل: زه سر ورکوم، خو تالاشي نه منم.

زه د خان صاحب په باره کې اول وایم چې خاني څه ده؟ ولې ورته خان وايي؟ که غواړئ چې حشمت خان درک کړئ، د خوشحال خان دستارنامه او بازنامه ولولئ، خاني په یارانه ده، خاني په خپل ده، خان شهید پسې به هره ورځ ټول ولس روان و، ځکه داسې کورنۍ کې روزل شوی و، داسې مکتب کې روزل شوی و چې ولس ته یې ژمنه تر ټولو اوچته وه.

د هغه محترمې مور ماته وویل: کله به چې دهقانانو غنم راوړل، ده به ویل غنم دې زما کور کې حرام وي، ټول به یې بېرته ووبښل. دا یې سخاوت و او دغه سخاوت دی چې نن به موږ او تاسې له یو بل سره را ټول کړي. له کرز نه ده بېرته کلا جوړه کړه او پوهېږئ چې د چا سره یې لوبې کولې؟ له زمري سره، (شېرا) د ده خاص زمری و، د ده په غم کې د غم په ټغر ناست و، نور څوک شېرا ته نه شوو ورتللی، شېرا به راغی، سر به یې د خان په غېږ کې کېښود. وروسته له دې چې دی شهید شو، آس یې یې اوربشې نه خوړلې. د خان لاس هم حیوان او هم انسان ته ورسېده، مګر د خان لاس له ټولو ډېر غریب، بیوزله او بې قدرته سړي ته ور رسېده.

ده هېڅکله ځان له ولس نه اوچت نه ګاڼه، لاس یې له ولس نه بېل نه ګاڼه، دا درس جناب حاجي صاحب دین محمد خان په دود او دستور باندې یو کتاب لیکلی چې شاید هغه پخپله هم ور باندې وغږېږي، هغه کې شته، اما زه فکر کوم جناب حاجي صاحب [حاجي دین محمد ته اشاره] چې د خان ژوند او د ده خاني، هغه خاني چې پر ولس باندې وه او زموږ په دود و دستور کې واقعي ولواکي ده، درېدلي وه. نو دا یې یوه برخه ده چې موږ نن هم پرې ویاړو او هم ژمنه کوو چې دې لارې ته به دوام ورکړو.

د خان د ژوند بله برخه روزل وو. زه افتخار لرم چې د ده لورې او د ده زوی د ډېر لوی استعداد خاوندان دي، یوې لور یې یو شعر لیکلی، د ټولو متحده عربي اماراتو په رقابت کې یې اول مقام و ګټه او پوهېږئ د څه باره کې دی؟ وايي موږ ټول له وطن سره د لیوني په څېر مینه لرو، ولې له هیواد سره د لیوني په څېر مینه کوو؟ ځکه چې موږ په دې وطن مین یوو. له وطن سره چې خان کومه مینه درلوده، د ده د لور له ژبې ټولې دنیا ته رسیدلې ده. دا مینه ده، ده ټول افغانستان ته دا پیغام ورکړ چې پر دې وطن وینه ورکړي، په دې شعر کې وايي: "زه د ماشيندارو د ګولیو لاندې لویه شوې یم، او دا بازي ګڼم، افغان خپل زړه له لاسه نه ورکوي! اما یوازې دا نه ده چې په شعر کې خپل جرئت څرګندوي، په مکتبونو کې دوی ټول اول نومره دي او دا د خان صاحب درس دی.

جناب ډاکټر صاحب وردګ یې ډېر ملګری و، ورسره کېناسته او د همدې لپاره زما په پلارني کلي کې به یو مکتب د خان شهید په نامه وي او زه به یې شخصاً مصارف ورکوم. شهید خان د خانی مکتب له خپل شهید پلار او شهید تره نه زده کړ، اول ځل د خلیل خان کيسې ما له خپل پلار او نیکه واورېدې، ځکه دوی په بندي خانه کې سره یو ځای وو.

خلیل خان خاص طبیعت درلود. اول طبیعت یې دا و چې د جناب ملي زعیم۱ د پلار، شهید عبدالاحد خان مطلق تابع و، یوه ورځ هم چا په پلچرخي کې ونه لیدل چې خلیل خان ته امر وشي. یوه کلمه به چې معین صاحب شهید وویله، دوی به ورسره منله.

دویم: خاصې جامې یې ایجاد کړې وې چې بل چا نه درلودې، د ځان یو خاص کمیس او پرتوګ او چې واقعاً اوس موډ شوې او شهید خان هماغه کالي اغوستل. که شهید خلیل خان د جرئت او مېړانې درس ورکړ، شهید عبدالاحد خان د تدبیر درس ورکړ.

پوهېږئ چې شهید عبدالاحد خان همېشه په کندهار کې انتخابات ګټلي، اما جایداد یې نه درلود. د دوی عزت په پېریو کې له دې امله و چې مشرې یې منل شوې او شهید خان هم په دغه مکتب کې و، ځان یې ولایتي شورا ته کاندید کړ، ځکه بې په ډېر لوی اکثریت ټاکنې و ګټلې او باور یې و دا چې نن یوازې زموږ دودیزه خاني کار نه کوي، باید عصري سیاست ته هم دننه شوو چې په دې طریقه ور باندې ټول ولس را ټول شو. کله چې زه کندهار ته لاړم، پوهېږئ چې څه پېښ شول؟ سټډیوم ته یې ټول خلک را غوښتي وو، وروسته له دې چې جلسه خلاصه شوه، ټولو ته یې په هوټلونو کې ډوډۍ ورکړه. مننه خان صاحب، خدای ﷻ د اروا ښاده وساته.

بل خاصیت یې له حکمت خان سره یوه خاصه لیونی مینه وه او د خپل ورور لپاره همېشه سپر و. ده ټینګ باور درلود چې په حکمت خان کې دا استعداد شته چې مخ ته لاړ شي، نو د حکمت خان درد یو برابر نه دی، یوازې د یو ورور نه، بلکې د ټولې کورنۍ درد ورسره و. په کومه ورځ چې ډاکټر صاحب عبدالله او زه دواړه د دعا لپاره کرز ته لاړو، موږ د دې تاثیر په حکمت‌خان باندې ولید. تاسې وینئ ډېر قوي بني آدم دی، په فضل د خدای ﷻ. اما په هغه ورځو کې څلورو نفرو ته ضرورت و چې حرکت ورکړي، مګر د خان درس بېرته حکمت خان ته دا جرئت، دا متانت او دا تعهد ورکړ چې د افغانستان لپاره خدمت وکړي او له خدمت کولو یې مننه.

زموږ د اوسني نظام اساس جناب جمهوررئیس صاحب کرزي ایښی، موږ ټول د کرزي صاحب مدیون او فرمانبردار یوو. یو وار مې چې درته جمهوررئیس وویل اوس درته ملي مشر وایوو. کرزي صاحب دې ولس ته ډېر شیان ور ښودلي. په ځانګړې توګه یې ماته یو درس راکړی، د حوصلي درس!

عجب وختونه وو... زه د مالیې وزیر وم، له کندهار نه چې تاجران راغلي وو - اجازه ده رئیس صاحب چې څه کیسه یې وکړم [له پخواني جمهور رئیس اجازه غوښتل] ویل یې چې: «رئیس صاحب موږ ته دا امر راکړه، دا د چپ لاس موټر یې واردول. کرزي صاحب ورته وویلې وو: «لاړ شئ ډاکټر [اشرف غني] ته، ماته یې همېشه عزت راکړی، پر ما یې ډېر مرحمت کړی. هغوی ورته ویلي وو: «نه، هغه نه یوازې دا (اشرف غني) کار نه کوي، بلکې خوشکه هم راسره کوي.» مګر له کومې ورځې چې په همدې تالار کې دا د (جمهوري ریاست) امانت کرزي صاحب ماته را تسلیم کړ، په غوږ کې یې راته وویل چې: «هغه ورځې دې تېرې شوې.» او دا درس موږ خپل کړی، ځکه د ولس مختلفې سلیقې دي، مختلف تاریخونه دي، مختلف عقاید دي، اما زموږ او ستاسې باور، باور مشترک ما برابری هر افغان با یک افغان دیگر است، عقیده مشترک ما این است که وحدت ملی ما هیچ وقت خدشه‌دار نمی‌شود، و در مقابل این جنگ تحمیل‌شده، پیروز می‌شویم. آرمان صلح تنها آرمان خان شهید نیست، اولین و آخرین آرمان همه ما و این ملت، صلح پایدار است. او ضروره ده چې بیا هم زموږ یووالی او زموږ اتفاق ټول په ځای وي، څو موږ وکولای شوو دا آرمانونه ترسره کړو.

خان صاحب زما تن او وجود و، ما دوه وارې واقعاً په ژوند کې جټکه خوړلې، ځکه موږ او تاسې ټول له غم سره آشنا یوو: یو چې زه کله ځوان وم، زما دوه ترونه د غزني په لاره شهیدان شول، پس له څل وېښت کالو چې لا هم هره ورځ په هر لمانځه کې دعا کوم، هغوی مې یادېږي. دویم د خان شهید شهادت و، واقعاً یې وځورولم، ولې؟ ځکه زما باور دا و چې دی به ما په ګور سپاري، نه دا چې زه دی په ګور وسپارم.

کومو اشخاصو چې دا شوم کار وکړ، هغوی پوهېدل چې د خان په موجودیت کې، افغانستان هغو آرمانونو خوا ته ورځي چې موږ او تاسې ټول پرې باور لرو. نو اوس پر موږ او تاسې ټولو لازمه ده چې بیا ژمنه وکړو چې دی به نه هېروو او د ده آرمانونه به نه هېروو. دی به همېشه زموږ په وطن کې د ولس شهید وي، ځکه د شهیدانو ټول آرمانونه باید په لاس راشي. بیا هم ټولو ته تسلیت وایم، له ټولو مننه کوم، له پخواني جمهور رئیس کرزي صاحب خاصه مننه چې تشریف یې راوړ، موږ ته یې همېشه هدایت کړی او خان شهید ته یې هدایت کړی، خدای ﷻ مو په خیر وساته.

یشه سین افغانستان!
زنده باد افغانستان!
تل دې وي افغانستان!