ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني

د باچا خان میراث: سوله، ښوونه روزنه، او ټولنیز ریفورم

د باچا خان میراث: سوله، ښوونه روزنه، او ټولنیز ریفورم

د خان عبدالغفار خان (باچا خان) د ٢٨م تلین په مناسبت پیغام

مهم ټکي: 

  • عدم تشدد: د کسات او بدل پرېښودل او د عدالت لپاره د سولې لاره غوره کول.
  • ښوونه او روزنه: د جهل ماتولو او پرمختګ لپاره د علم او پوهې خپرول.
  • ټولنیز خدمت: د عملي کار او خدمت له لارې د ټولنې اصلاح او سمون.
  • یووالی: له قومي او سمتي تعصبونو پورته په ګډه درېدل.
  • د نجونو تعلیم: د نجونو د زده کړو او په ټولنیز ژوند کې د هغوی د ونډې ملاتړ.
  • بیداري او اصلاح: د مثبت بدلون په لور د ټولنې راویښول.
  • اخلاقي مشري: د تواضع، صبر او سرښندنې له لارې د ولس رهبري.
  • د هېواد سوله ییزه ودانول: د ورورګلوۍ او اتفاق له لارې د یوې قوي ټولنې جوړول.

 

بسم الله الرحمن الرحیم

په جلال آباد کې د فخرِ افغان باچا خان د تلین غونډې ته راټولو شویو عزیزانو! السلام علیکم!

تر هر څه اول د باچا خان د تلین په مناسبت او په تېرو ورځو کې په باچا خان پوهنتون کې د قتل عام په مناسبت خپله غمشرازي څرګندوم. باچا خان د خپل جهد وجهد په پيل کې یو مهم کار دا وکړ چې په اشنغر کې یې د اتمانزو د آزاد ښوونځي بنسټ کېښود. دی ان سل کاله پخوا دې حقیقت ته رسېدلی و چې په اوسنۍ زمانه کې کامیابي د علم او معارف له خپرولو پرته ممکنه نه ده. هغوی چې د ده د وفات په نېټه یې په باچا خان پوهنتون کې وینې وبهولې، هغه کسان وو چې په خلکو یې بیداري او ترقي نه لورېدله او د علم د خپرېدو په وجه په وېره کې وو، خو د خوشحالۍ ځای دی چې دنیا بدله شوې ده. نور نو که د چا خوښه وي او که نه، علم خپرېږي او د جهل څپې ماتېږي. په افغانستان کې موږ پنځلس کاله پخوا یوازې نهه لکه زده کوونکي لرل خو اوس د زده کوونکو شمېر د هغه وخت په نسبت تر لس برابره هم زیات شوی دی. پنځلس کاله پخوا په افغانستان کې د نجونو تعلیم جرم بلل کېده خو اوس په میلیونونو نجونې ښوونځیو ته ځي او علم حاصلوي.

باچا خان د دې سیمې د یوې زماني په تاریخ کې نه یوازې د نوي علم د ترویج یو مخکښ او سرلاری و، بلکې د ټولنې د اصلاح او سمون په کابو ټولو مهمو برخو کې د ده هڅې او اقدامات د هېرېدو نه دي. زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې داسې کسان شته چې په خوارۍ، مزدوری، شرمېږي او دا ورته بده ښکاري چې جارو راواخلي، کوڅه پاکه کړي؛ یا بېل راواخلي او پټي ته اوبه ورکړي. باچا خان ډېر پخوا لا د ټولنې په دې ناروغۍ پوهېدلی او پخپله به یې له خپلو ملګرو سره کوڅې جارو کولې، پلونه او سړکونه یې جوړول او یا مثلا، د دې لپاره چې خلک پاکې اوبه ولري، د کوهیانو په کیندلو کې یې برخه اخیسته.

د کسات او بدل اخیستلو ناوړه دود زموږ د ټولنې یوه بله لویه کمزوري ده چې دغه عیب ته باچا خان تر بل هر چا ښه متوجه شو او په خپلو تحریرونو او تقریرونو کې یې خلک وپوهول چې د ظلم په مقابل کې ظلم کول، د خدای لاره نه ده.

که چېرته په پښتني ټولنه کې د ښځو د حقونو او په اجتماعي ژوند کې ښځو ته د ونډې ورکولو تاریخ لیکل کېږي، نو یقیناً چې دغه تاریخ به د باچا خان له ذکره پرته نیمګړی وي.

هغه نقش چې باچا خان د هند براعظمګي په آزادي کې درلود، له هېچا پټ نه دی. دی یو تاریخ ساز انسان و او نه یوازې پښتانه بلکې د جنوبي اسیا ټول ولسونه یې د خدمت او ایثار پوروړي دي. لکه څنګه چې د باچا خان مبارزه ډېره عظیمه وه، دغه راز د ده د مبارزې طریقه هم عظیمه وه. ده د خپل جد وجهد لپاره د عدم تشدد طریقه انتخاب کړه او دا هغه صراط مستقیم دی چې په حقانیت او سموالي باندې یې د وخت په تېرېدو سره باور او یقین زیات شوی دی.

باچا خان د افغانستان په معاصر تاریخ کې لومړنی لیډر و چې د ظاهر شاه بابا د ډموکراسۍ په زمانه کې ښار په ښار، ولایت په ولایت او ولسوالي په ولسوالي وګرځېد او خلکو ته یې د عدم تشدد، ملي وحدت او ورورګلوي پیغامونه ورسول. ده د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلکو ته وویل چې په خپلو او قبیلو مه ویشل کېږئ، سره یو لاس شئ او د یو افغان په حیث خپل وطن اباد کړئ. الله تعالی دې جنتونه ورپه نصیب کړي او زموږ خلکو ته دې دا توفیق راکړي چې د سولې، د عدم تشدد، د اتفاق، د ولسواکۍ، د ټولنې د اصلاح او د ترقي لپاره د باچا خان ارمانونه پوره کړای شو. آمین یا رب العالمین