په ولایتي کچه اقتصادي وده او د حکومتولۍ پیاوړتیا
(کندهار ته د سفر، او له ولسي خلکو او چارواکو سره د لیدنو پر مهال وینا)
کلیدي ټکي:
- شهیدانو ته درناوی: د شهیدانو له کورنیو سره غمرازي او د هغوی نښه کول او ملاتړ.
- ولسي یووالی: د خلکو د پيوستون، اتحاد او په چارو کې د فعال ګډون ستاینه.
- د امنیتي ځواکونو مننه: د پولیسو، اردو او ملي امنیت د هڅو او لاسته راوړنو یادونه.
- اقتصادي تمرکز: پر بیارغونه، پرمختګ او محلي اقتصاد باندې ټینګار.
- د ښځو ونډه: په ټولنه او دولتي ادارو کې د ښځو د رول او لاسته راوړنو ستاینه.
- د چارواکو خدمتونه: له ولایتي، ښاروالۍ او د ګمرک له مسوولینو څخه مننه.
- د زده کړو ښه والی: د پوهنتونونو د وضعیت د سمون او علمي پروګرامونو د پیاوړتیا ژمنه.
- د ځوانانو ګډون: په پریکړو کې د ځوانانو شاملول او د دوی نظریاتو ته ارزښت ورکول.
١٤ دلو ١٣٩٤
ډېرو قدرمنو ماماګانو [خندا]، ماماګان خو په خوریینو ډېر مهربانه وي. لاس ور باندې کشوي او معلومدار، خوریونه یې هم احترام ساتي، تر ټولو لومړی ډېره مننه!
اول د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم. خدای ﷻ دې یې له غم لرې لري، خدای ﷻ دې شهیدانو ته جنت ورکړي او د دوی په کورنیو پسې به ګرځو. د هرې کورنۍ لېست اخیستل شوی او له هغوی سره به په برابره توګه مرسته کېږي.
دویم، زه غواړم مننه وکړم. اول د لوی کندهار له معظم ولس نه چې همېشه مو د دې وطن شمله جګه ساتلې ده او دا چې اوس په اتفاق غږېږئ، له دې نه په ټول افغانستان کې لوړه خبره نشته. زه ستاسې له اتحاد او اتفاق مننه کوم. په ټولو امورو کې ستاسې له فعال ګډون مننه.
دویم، له دې امله مننه کوم چې د والي صاحب قدر مو وکړ، هر څوک چې د والي صاحب قدر کوي، زما قدر کوي. کور مو ودان! خدای ﷻ مو بریالي ساته!
درېیم، امنیه قومندان، د قول اردو قومندان او د ملي امنیت رئیس نه هم تاسې مننه وکړه، کور مو ودان! او له دوی مننه چې نن په کندهار کې امنیت اوله موضوع نه ده.
زه ډېر خوښ یم چې ستاسې ٩٥ سلنه بحث په اقتصاد و، په بیارغونې و. خدای ﷻ دې داسې وضعیت راولي چې په ټول افغانستان کې همداسې مشکلات راسره مطرح کړئ چې په ګډه یې انشاءالله تعالی حل کړو.
له مېرمنو او زموږ له خوېندو مننه کوم چې په سختو شرایطو کې مو لویې لاس ته راوړنې لرلې دي او دا چې د کندهار په ښاروالۍ کې مو ډېره ونډه اخیستې، پرون کابل ته هم راغلې وې، وغږېدې، د زړه له کومې مننه!
د کندهار ټولو وکیل صاحبانو، سناتور صاحبانو او د کندهار ښاروالۍ نه هم مننه کوم. د کندهار ښاروالۍ د والي صاحب تر نظر لاندې په لږ وخت کې ډېرې لاس ته راوړنې لرلې دي.
د ګمرک له رئیس صاحب نه هم مننه کوم. واقعاً کندهار لومړی مقام وکاټه. ما له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې مرسته وکړي او ستاسې له مرستې مننه.
دویم، د مکاتبو لیلیې دي چې ځای ورته برابر شي. دې طرحو ته به انکشاف ورکوو. تاسې هم خپل خاص نظریات راکړئ چې څنګه انډول برابر کړو؟
د پوهنتون په برخه کې مو واضح مشکلات دي، بل وار چې راغلم زه ډاکتر صاحب قیومي خان سره راولم. ډاکتر صاحب قیومي¹ زموږ له ډېرو لویو سرمایو دی. په کالیفورنیا د د دولتي پوهنتون رئیس و، استعفا یې وکړه، دلته راغلی له موږ سره کار کوي او په دې برخه کې بهترین نظریات لري. اما پوهنتون په یوه ورځ کې نه شئ اصلاح کولای. په دې برخه کې به په اساسي توګه کار کوو، وړاندې به ځوو.
د ځوانانو نظرونه؛ اول له ټولو ځوانانو مننه. همېشه زه له تاسې مننه کوم، ځکه چې یو سپین ږیری مو ځوان کړ او هر وار چې تاسې ګورم بېرته زما د کار په ورځو کې یو دوه ساعته ډېرېږي. پنځه مې چې ماته شوه، اتو ساعتونو ته رسېدلی وم، ټولو خلکو فکر کاوه چې زه مړ یم. اوس بېرته شپږسو ساعتونو ته رسېدلی یم، کار کوم او دا هم ستاسې له برکته...