تقویت حکومتداری و رشد اقتصادی در سطح ولایات
(بیانیه در جریان سفر به کندهار و دیدار با مردم و مسئولین)
نکات کلیدی:
- ادای احترام به شهدا: ابراز تسلیت و تعهد به حمایت دوامدار از خانوادههای شهدا.
- وحدت شهروندی: قدردانی از انسجام عامه، اتحاد و مشارکت فعال مردم در امور.
- تمجید از نیروهای امنیتی: شناسایی و تقدیر از خدمات پولیس، اردو و امنیت ملی.
- تمرکز اقتصادی: تأکید بر بازسازی، انکشاف و تقویت اقتصاد محلی.
- مشارکت زنان: تمجید از نقش برازنده و دستاوردهای زنان در عرصههای مختلف.
- قدردانی از مسئولین: سپاسگزاری از خدمات مقامات ولایتی، شاروالی و مسئولین گمرک.
- بهبود نظام آموزشی: تعهد به ارتقای ظرفیت پوهنتونها و برنامههای اکادمیک.
- سهمگیری جوانان: تشویق جوانان به مشارکت در نظام و ارزشدهی به دیدگاههای آنان.
١٤ دلو ١٣٩٤
ډېرو قدرمنو ماماګانو [خندا]، ماماګان خو په خوریینو ډېر مهربانه وي. لاس ور باندې کشوي او معلومدار، خوریونه یې هم احترام ساتي، تر ټولو لومړی ډېره مننه!
اول د ټولو شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم. خدای ﷻ دې یې له غم لرې لري، خدای ﷻ دې شهیدانو ته جنت ورکړي او د دوی په کورنیو پسې به ګرځو. د هرې کورنۍ لېست اخیستل شوی او له هغوی سره به په برابره توګه مرسته کېږي.
دویم، زه غواړم مننه وکړم. اول د لوی کندهار له معظم ولس نه چې همېشه مو د دې وطن شمله جګه ساتلې ده او دا چې اوس په اتفاق غږېږئ، له دې نه په ټول افغانستان کې لوړه خبره نشته. زه ستاسې له اتحاد او اتفاق مننه کوم. په ټولو امورو کې ستاسې له فعال ګډون مننه.
دویم، له دې امله مننه کوم چې د والي صاحب قدر مو وکړ، هر څوک چې د والي صاحب قدر کوي، زما قدر کوي. کور مو ودان! خدای ﷻ مو بریالي ساته!
درېیم، امنیه قومندان، د قول اردو قومندان او د ملي امنیت رئیس نه هم تاسې مننه وکړه، کور مو ودان! او له دوی مننه چې نن په کندهار کې امنیت اوله موضوع نه ده.
زه ډېر خوښ یم چې ستاسې ٩٥ سلنه بحث په اقتصاد و، په بیارغونې و. خدای ﷻ دې داسې وضعیت راولي چې په ټول افغانستان کې همداسې مشکلات راسره مطرح کړئ چې په ګډه یې انشاءالله تعالی حل کړو.
له مېرمنو او زموږ له خوېندو مننه کوم چې په سختو شرایطو کې مو لویې لاس ته راوړنې لرلې دي او دا چې د کندهار په ښاروالۍ کې مو ډېره ونډه اخیستې، پرون کابل ته هم راغلې وې، وغږېدې، د زړه له کومې مننه!
د کندهار ټولو وکیل صاحبانو، سناتور صاحبانو او د کندهار ښاروالۍ نه هم مننه کوم. د کندهار ښاروالۍ د والي صاحب تر نظر لاندې په لږ وخت کې ډېرې لاس ته راوړنې لرلې دي.
د ګمرک له رئیس صاحب نه هم مننه کوم. واقعاً کندهار لومړی مقام وکاټه. ما له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې وه چې په دې برخه کې مرسته وکړي او ستاسې له مرستې مننه.
دویم، د مکاتبو لیلیې دي چې ځای ورته برابر شي. دې طرحو ته به انکشاف ورکوو. تاسې هم خپل خاص نظریات راکړئ چې څنګه انډول برابر کړو؟
د پوهنتون په برخه کې مو واضح مشکلات دي، بل وار چې راغلم زه ډاکتر صاحب قیومي خان سره راولم. ډاکتر صاحب قیومي¹ زموږ له ډېرو لویو سرمایو دی. په کالیفورنیا د د دولتي پوهنتون رئیس و، استعفا یې وکړه، دلته راغلی له موږ سره کار کوي او په دې برخه کې بهترین نظریات لري. اما پوهنتون په یوه ورځ کې نه شئ اصلاح کولای. په دې برخه کې به په اساسي توګه کار کوو، وړاندې به ځوو.
د ځوانانو نظرونه؛ اول له ټولو ځوانانو مننه. همېشه زه له تاسې مننه کوم، ځکه چې یو سپین ږیری مو ځوان کړ او هر وار چې تاسې ګورم بېرته زما د کار په ورځو کې یو دوه ساعته ډېرېږي. پنځه مې چې ماته شوه، اتو ساعتونو ته رسېدلی وم، ټولو خلکو فکر کاوه چې زه مړ یم. اوس بېرته شپږسو ساعتونو ته رسېدلی یم، کار کوم او دا هم ستاسې له برکته...