ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
October 23, 2025
۴۵مه ګڼه: د امپراتورۍ د پاشل کېدو درسونه
دا برخه د تیمور شاه دراني له مړینې وروسته د افغانستان د سیاسي ټوټه ټوټه کېدو د زیاتوالي، د اشرافو ترمنځ سیالیو، د (پاینده خېلو) وروڼو عروج او د مرکزي واک تدریجي پاشل کېدو باندې تمرکز کوي. په دې کې څېړل کېږي چې څنګه داخلي واکمني مبارزې، د ځای ناستیتوب پر سر شخړې، اقتصادي زوال او بدلیدونکي سیمه ییز شرایط—د بریتانیا، روسیې، قاجار او سیکانو د نفوذ د پراخېدو په ترڅ کې—په نولسمه پېړۍ کې د هېواد بڼه بدله کړه. ورسره جوخت، دا برخه د بهرني تیري په شېبو کې د ولسي یووالي پر ټینګښت رڼا اچوي او د حکومتولۍ، عدالت او ملي یووالي د اوږد مهاله درسونو په اړه فکر کوي.
۴۵مه ګڼه: د امپراتورۍ د پاشل کېدو درسونه
Transcript
پنځه څلوېښتم پودکاست
جنبش: با سلام همه شنوندگان را به شماره دیگر پودکاست با رئیس جمهور زیر نام «راه زندگی» خوش آمدید میگویم. در این شماره بحث تاریخ را با بررسی عوامل نفاق و تشتت در افغانستان بعد از تیمورشاه درانی ادامه میدهیم.
زه داود جنبش یم، ستاسې کوربه. دکتور محمد اشرف غني، خپرونې ته ستړي مه شئ.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم، ډېره مننه، زما تاوده سلامونه ټولو وطنوالو ته، ټولو خویندو او ورونو ته، افغانستان کې او ټولې نړۍ کې.
دکتور غني: د تیمور شاه اولاد په نفاق کې و او شاه محمود چې د سلطان محمود په نامه باندې هغه وخت کې یادېده، هرات کې نیمه مستقل حکومت درلوده او زمان شاه دی وباښه او پرې یې ښوده چې هرات کې اوسي، ځکه چې د محمود مور وساطت وکړ د دوی منځ کې. د شاه محمود مور د پاینده خان خور وه، نو په دې اساس باندې وزیر فتح خان –چې پس ته ډېر نامتو شو، د ده د ماما زوی و. دی چې لاړ شاه محمود ته، د شاه محمود ملا یې وتړله، دی یې راوړ، په تخت یې کېناوه. شاه محمود یو وار بیا پاچاهي له لاسه ورکړله، شاه شجاع د شاه زمان ورور یې پر ځای راغی، اما دویم وار یې دا بیا راوړ. په دغه اساس کې، خاصتاً په دویمې دورې کې، د شاه محمود انځور چې عایشې دراني نه مو لیدلی او خارجي منابعو نه –خاصتاً د الفنسټن [د کابل سلطنت بیان] مشهور کتاب نه، عیاش سړی و. بالعکس وزیر فتح خان او ورونو یې قوت په لاس کې واخیسته، خاصتاً د ده ورور سردار محمد عظیم خان ته کشمیر ورکړل شو او نور ورونه یې په نورو ځایونو کې مقرر شول. لکه چې پخوانیو وزیرانو –وزیر شاه ولي خان نه نیولې تر نورو پورې قوت په لاس کې اخیستی و، فتح خان له ټولو نه ډېرتر قوت په لاس کې واخیست. او وختې چې کامران، شهزاده کامران په هرات کې وزیر فتح خان مړ کړ –او دا په ډېره فجیع طریقه ده ځکه چې هر سردار یې په دې مجبور کړ چې دی په چاړه ووهي، ورونه جگ شول او شاه محمود په قوت سره راغی، چې دوی سره په کابل باندې جگړه وکړي، مگر په دوکې یې مات کړ او نیمه شپه وتښتېده. نو دوی راغلل او یو واري قوت یې تر لاس کې کړ، اما د دې په ځای چې شهنشاهي نظام ټینگ کړي او په خپل منځ کې په یوه مشر باندې موافقه وکړي، بالعکس وطن یې په خپل منځ کې –لکه چې شخصي جایداد وي، ویې ویشه.
جنبش: یعنی که سلطان محمود یا بعداً شاه محمود دو بار سلطنت کرده، یک بار پس از آن که برادران خود را شکست داد، توسط نیروهای خود مستقیماً کوتاه به پادشاهي رسید، بعد که سقوط کرد پسران ماما او را دوباره آوردند. از این معلوم میشود که حاکم اصلی هم باید پسران ماما بوده باشند؟
دکتور غنی: ما اسناد دست اول متاسفانه از دوره شاه محمود جز اشعار سوزان عایشه درانی، نداریم. اما چیزیکه در فولکلور ما باقی مانده و همچنین اسناد بیرونی از او حکایت میکند، اینست که این آدم واقعاً یک آدم عیاش بود و توجه اصلی به حکومتداری نداشت. و بالعکس [وزیر] فتح خان دو چهره دارد، که یک چهره اش یک فرد مدبر است و خاصتاً در سیاست و جمع نمودن حلقه ها و توطیه های مختلف مهارت خاص داشت و از طرف دیگر فرد بی باک و نهایت شجاع بود، او قوت را بدست گرفت. و در این ضمن کامران، پسر شاه محمود که یک حسادت خاص مقابل وزیر فتح خان پيدا کرده بود و این هم یک سلسله دوامدار دارد، از تیمورشاه از زمان شاهزاده گی اش گرفته تا کامران، در هرات یک حادثه عزت را –که دوست محمد خان که برادر کوچک فتح محمد خان بود، در آن وقت خواهر او را دست انداخته بود در فتح هرات، و خواهر برای او مسئله ننگ را پيش کرد و تصمیم گرفت که وزیر فتح خان را از بین ببرد. این هم سلسله از گذشته داشت، اما با این فرق که دربار و خانواده احمدشاه بابا تسلط خود را سر نظام از دست داده بودند و به محض اینکه وزیر فتح خان کشته میشود، برادرهایش یک حرکت وسیع را به راه می اندازند و سلسله شاهی احمدشاهی را ختم میکنند.
جنبش: پاینده خېلو ورونو د قدرت په وخت کې چې هیواد یې په خپل منځ کې سره تقسیم کړی و، تاسې مخکې اشاره وکړله، د دوی لویه تېروتنه څه وه؟ یعنې دوی څه وکړل یا یې څه ونه کړل چې وروسته یې ډېر خطرناک عواقب وزېږول؟
دکتور غني: لومړۍ خبره دا ده، زه تاسې نه غوښتنه کوم چې یو سند دی چې ډېر اوږد نه دی چې، دوی څنگه د دې پر ځای چې یو منسجم نظام په خپل لاس کې ونیسي او د یوه ورور په مشرۍ باندې نتیجې ته ورسېږي، [د دې پر ځای یې] لکه شخصي جایداد چې وي، امپراتوري یې خپلو منځونو کې ووېشله. که لطفاً دا ولولئ بیا به زه توضیحات درکړم چې نور یې څه وکړل.
جنبش: په دې متن کې چې د ملي ارشیف سند دی راغلی: «چون در این وقت به تاریخ عشره اول شهر ربیع الثانی سال ۱۲۴۲ بود، که بعد از منازعه و مناقشه که مابین ما برادران به ظهور رسید و شهر دارالسطنة کابل را سردار دوست محمد خان تسخیر نموده، همه برادران و برادر زاده ها به جهت اصلاح و اتفاق و خیر خاندان مجتمع شده، به جهت انتظام امور دولت و استحکام بنیاد سلسله خود ها، صلاح بر همین کردیم که ملک کوهات و هنگو و توابعات آنرا نواب عبدالصمد خان متصرف باشد. و ملک پشاور و هشتنغر و خالصه جات وغیره متعلقات آنجا را سردار یار محمد خان، سردار سلطان محمد خان و سردار سعید محمد خان و سردار پير محمد خان متصرف باشند. و ملک دارالسطنة کابل و کوهدامن و خالصه جات و توابعات آنرا سردار دوست محمد خان و سردار امیر محمد خان متصرف باشند. و مالیات و معاملات طایفه غلجایی و دارالسطنة کابل را نواب عبدالجبار خان متصرف باشد. و ملک جلال آباد و تاجک لغمان را نواب محمد زمان خان و برادارن او متصرف باشد. و ملک لوگر و چرخ و تاجکه و میدان و غوربند و خالصه لوگر را سردار حبیب الله خان و سردار محمد اکرم خان و برادران او متصرف باشند.
دکتور غني: او د هغې په سر کې هم معلومدار د قندهار برخه د قندهار ورونو ته ورکول شوې ده.
جنبش: چې هغه د دغو ورونو په منځ کې یوه بېله کوچنۍ ډله وه.
دکتور غني: یوه بېله کوچنۍ [ډله ده]، نور پنځه ورونه دي چې له یوې موره دي. گورئ دلته د افغانستان موجودیت، د یوه شاهي نظام موجودیت یا د یوه سلطنتي نظام موجودیت ټول ړنگېږي او ورونو په یو بل پسې دومره کودتاگانې کړې دي او دومره توطیې یې یو بل باندې کړې دي، هر یو د بل د وژلو سلسله نیولې. او بیا دوی ډېر سخت قسمونه په قرآن شریف باندې کوي، د دې سند په ختم کې، اما سره د دې هم دوی له توطیې نه یوه ورځ ونه گرځېدل. نو نتیجه څه شوله؟ لومړی د افغانستان جنگي قوت سخت کمزوری شو. د دې نتیجه لومړۍ څه وه؟ پېښور او دېره جات مو لاسه ورکړل، همدارنگه بلوچستان او سندهـ او هاخوا ته خراسان مو له لاسه ورکړ. دویم، یوه لویه اقتصادي کمزوري راغله، دا ټول ډېر سخت بډای وو، خاصتاً سردار محمد عظیم خان چې د کشمیر نایب الحکومه و او راغلی و کابل کې د مشر ورور په حیث باندې، شاید په هغه دوران کې د نړۍ له بډایانو نه وي. د دورې په ختم کې دوی هر یو په پنځوس زرو روپیو پسې او یو لک روپیو پسې حیران دي. درېیم، سیاسي اقتدار د افغانستان چې انگرېزانو ورته په قدر کتل، قاجار ورنه ډارېدل او عثمانی دولت ورته په قدر کتل، دا ټول له منځه لاړل. اوس دا بدلېږي په وړو حکومتونو باندې. او له بلې خوا بېرته دې ورونو کې، سره له دې تقسیماتو هم اتحاد نه راځي او هر یو، یو بل پسې په توطیو کې دي چې نتیجه یې په ډېره واضح توگه تاسو په پېښور کې گورئ چې یوه ډله د ورونو، خاصتاً سلطان محمد خان ځی رنجیت سنگهـ ته، د دې په ځای چې دوست محمد خان سره ودرېږي. او همدارنگه سلها وارې هغه شی چې دري کې ورته (نیرنگ) وایي، دا بار بار د دوی منځ کې کېږي. نو د دې پر ځای چې دغه دوران کې چې یوې ملي هستې ته ضرورت و او یوه قوت ته ضرورت و، قوت پاشل کېږي. هغه شی چې احمدشاه بابا ټول کړی و، اوس ټول پاشل کېږي.
جنبش: لنډه یادونه وکړم چې محمود طرزي سره له دې چې زموږ د روښانفکري نهضت په مشرانو کې راځي او په مخکښانو کې راځي، کله چې د خپل نیکه سردار کهندل خان یادونه کوي...
دکتور غني: رحمدل خان!
جنبش: د رحمدل خان، په قندهار کې په افسوس سره وایي چې یو حالت راغی که نه، دوی دا منطقه ځان سره ساتلی شوه. یعنې دغسې یو ذهنیت موجود و چې کومه ډله د ورونو په کوم ځای کې چې ده هغه قدرت باید له دوی سره پاتې شي، که له لاسه یې وځي، طوفان دی او بحران دی.
دکتور غني: او د قندهار ورونو قاجار ته منډې وکړلې، په عین حال کې انگرېز سره هم مذاکراتو کې وو او رنجیت سنگهـ سره هم مذاکراتو کې وو.
جنبش: و سوال اساسی در اینجا –که البته از دوران مکتب به یادم است، یکی از استادهای تاریخ پرسیده بودند در آن وقت که در بین این برادرهای متعدد و از مادران مختلف بالآخره سردار دوست محمد خان تفوق حاصل کرد و امیر کشور شد و سایر برادران آهسته آهسته کنار زده شدند. سوال استاد این بود که چرا سردار دوست محمد خان که نه پسر ارشد بود و نه از نگاه مادری پایه قوی داشت، چون به خانواده قزلباش تعلق داشت، چطور او توانست که سایرین را زیر بگیرد و خودش بحیث امیر ظهور بکند؟ میخواهم پاسخ این سوال را در این برنامه بعد از ده ها از شما بشنوم.
دکتور غنی: نکته اول اینست که قزلباش یک قوت نظامی منسجم و در عین حال یک قوت اقتصادی منسجم در شهر کابل بود. این باید به هیچ صورت کم گرفته نشود، چون با انتقال پایتخت به کابل وضعیت به صورت بنیادی تغییر کرده بود و قزلباش بنام قوه خاصه دربار یاد میشد. از این جهت نقش مادر دوست محمد خان که از خانم های خاص سردار پاینده خان بود، نقش مهم بود، نقش دومی نبود. دوم، با مرگ سردار محمد عظیم خان، که هم قوت اقتصادی بزرگ داشت و هم قوت نظامی قوی، میدان خالی شد. سوم، دو دسته قوی برادرها که بنام برادرهای قندهار و برادرهای پشاور یاد میشوند، ترجیح دادند که قوت خود را متمرکز بسازند در قندهار و در پشاور. این عوامل یک طرف است. قسمت دیگرش اینست که اکثراً فراموش شده، در زمان شاه محمود، دوست محمد خان حاکم کوهدامن و کوهستان بود و توانست در آن مرحله هم امنیت را ایجاد کند و هم یک اساس ارتباطات وسیع از راه ازدواج ها و همچنین ایجاد چیزیکه -زیادتر بنام حزب امروز  شاید گرفته شود، اما در آنوقت شبکه یک کلمه بهتر است، این را ایجاد کند. قسمت دیگرش نهایت مهم است. بعد ازینکه او به کابل میآید، طرح انصاف و عدالت را گرفت. تمام امور را خودش توجه داشت و یک اصطلاح در کابل عام شده بود که، آیا دوست محمد مرده که عدالت نیست؟ در کوچکترین چیز. و مدیریت بسیار قوی را ایجاد کرد و تمام مراسم درباری را لغو کرد. برادر های قندهاریش بالعکس، اگر گزارش مشهور رالنسن –افسر انگلیس که سه سال مسوول سیاسی قندهار بود در حمله اول انگلیس بر افغانستان، مورد اعتبار قرار بگیرد، برادرهای [قندهار] مطلق تشکیل قبایلی را که احمدشاه بابا اساسش را گذاشته بود ضعیف ساختند و همچنین توجه شان به مسایل مردمی نهایت کم بود. و نکته آخرش اعلان امارت است و دلیل اینکه اعلان امارت کرد، از خاطر این بود که باید در مقابل حمله سکهـ بر پشاور –که حمله دومی آنها سر جلال آباد تنظیم شده بود، اعلان جهاد کرد. در آن وقت کلمه غزا بود و غزا و جهاد بدون یک امیر صورت گرفته نمیتوانست، لقب امیر المومنین را اتخاذ کرد که بعدا از آن تا دوران امان الله خان پادشاه های افغانستان بنام امیر یاد میشوند. اساس مالی را هم –باوجودیکه به مراتب ضعیف تر شده، از نگاه تجارت بین المللی و از نگاه امکاناتی که در ساحه ولایت کابل بزرگ –که ولایت های لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزنی، میدان وردک، پروان، پنجشیر، کاپیسا، اساس قوت آن گذاشته شد. و همچنین اولین تشکیل قوه پياده را به اساس تشکیلی که سکهـ ها در پنجاب گذاشته بودند، دو نفر میگذارد: یکې وزیر یار محمد خان در هرات و دوم دوست محمد خان در کابل. وزیر یار محمد خان بعد از آنکه قدرت را در هرات بعد از حمله قاچار بدست میگیرد، زود وفات میکند، اما دوست محمد خان بعد از جنگ اول انگلیس، عمر کافی برایش باقی میماند که بالآخره افغانستان کنونی را دوباره به یک سلطنت مرکزی بدل میکند.
جنبش: ډېرې خبرې شته، ښایي ځينې اورېدونکي ووایي چې دومره زر ولې پرې تېر شوي یاست، خو د وخت محدودیت ته په پام سره موږ مجبور یوو چې پوښتنې را لنډې کړو. د تیمور شاه زامنو یو بل سره وخوړل، هغې باندې وغږېدو. د پاینده خان زامنو یا پاینده خېلو یو بل سره وخوړل، په پای کې دوست محمد خان بریالی شو، دغه پاتې جغرافیه یې وژغورله. د دغو اختلافونو او تشتت په منځ کې –کله چې سړی ځیر شي تاریخي اسنادو ته وگوري، یو ملي وفاق هم گورو، ولس یو موټی دی او د دوی دا یو موټی والی د پردیو د یرغل په وخت کې خورا جوت برېښېدلی دی. د دغه وفاق او د دغه تړون او ولسي پیوستون مزی او ريښه چېرته وه؟
دکتور غني: په دې کې وه چې وطن په ولس باندې گران و او دی. یوه اصطلاح ده زموږ او ستاسو منځ کې چې دلته زموږ د پلرونو هډوکي دي. دا مه هېروئ چې د ولس ریښې خاورې سره، دې وطن سره ډېرې پراخې دي او ډېرې ژورې دي. او هر وارې چې تېری شوی او پاس هغه خلکو باندې چې د قوت واګې یې په لاس کې درلودې یا زور واکان وو، سرداران وو یا پادشاهان وو چې دوی ماته کړې، ولس درېدلی، نوې مشرتابه یې ایجاده کړې او یو بل ته یې لاس ورکړی.
جنبش: ډېر لوی قیمت یې هم پرې کړی دی.
دکتور غني: او لوی قیمت یې ورکړې او لویې قربانۍ یې ورکړي. څو مثاله یې په خلص توگه درته ووایم: هرات باندې چې قاجار حکومت تېری وکړ، [د هغوی په مقابل کې ودرېدل] دا یوه ستره قهرماني وه. یعنې که نن زموږ لیکوال وي او خاصتاً د فلمونو جوړوونکي [او کار پرې وکړي]، دا یوه ملي حماسه وه. هراتیانو کفنونه په ځان کول او له ښاره به وتل. څه په دوی باندې ونه شول! له ښې مرغې نه موږ د روسانو د یوه جنرال یادداشتونه لرو، کتاب یې لرو چې پښتو کې ژباړل شوی دی او دا درښيي. او په همدې حال کې تاسې گورئ چې زموږ صوفي طبقې څنگه له بلخ نه او شمال د افغانستان نه لس زره سپاره راغلل، د خواجه سلطان ولي تر مشرۍ لاندې او قاجارو سره یې ډېره ټينگه مجادله وکړله. او د اداره چیانو له نظر نه گورئ چې یو شخصیت لکه وزیر یار محمد خان الکوزي غوندې درېږي، ځکه چې انگرېزانو خو ځان ته کیسه جوړه کړې وه، دا یې ټوله په یوه انگرېز افسر باندې چې پاټینگر نومېده، په هغه ختمه کړې چې دی د هرات اتل و، اتل وزیر یار محمد خان و او اصلي اتل د هرات خلک و. غزني ته گورئ، غزني کې یې انگرېزان مجبور کړل چې تسلیمي ورکړي. او ډېر عمده انگرېز افسران چې پس ته ډېر نامتو افسران په هندوستان کې کېږي، غزني کې بندیان وو. کابل ته گورئ، دا ملي پاڅون چې په کابل کې وشو او –معلومدار مقصد مې لوی کابل دی چې کوهدامن، کوهستان، ننگرهار، لغمان دا ټول په کې دخیل وو، سل کاله دا رقم حرکت ونه شو د انگرېزانو مقابل کې، انگرېزانو داسې ماته ونه کړله. او دا په زړه پورې ده. ۱۸۴۲ کال کې دوی [دلته] ماته وکړه، ۱۹۴۲ کال کې انگرېزانو د جاپانیانو په مقابل کې په سینگاپور کې ماته وکړله. دغه دوه ماتې د دوی په تاریخ کې پاتې شوې دي او د دوی په تاریخي حافظې کې پاتې شوې دي چې انگرېزان یې نه هېروي، مگر زموږ اتلان هېر شوي مو دي. او یا خیبر ته گورئ په دې دوران کې چې بېرته یې د انگرېز مخه ونیوله. او دا چې ۱۶ زره انگرېز عسکر راځي او یو نفر ورنه ژوندی وځي چې د جگدلک او پخواني لته بند لارې باندې تېرېږي، هېڅ وخت دا رقم نتیجه یې نه وه نیولې او دا خبر د دوی د ورکېدو چې د انگرېز نایب السطنة ته ورسېده، سکته یې وکړله، ویل یې په هماغو شپږو ساعتو کې دی لس کاله عمر یې زهیر شو. دا هغه حماسې دي چې ولس جوړې کړې دي. دویم برید کې هم دغسې حماسې دي، نو وفاق ملي و، مگر پس له هغه، هر بریالیتوب نه پس له هغه گورئ چې ملي مشران صحنې نه ایستل کېږي او ځينې په ډېر بد وضعیت وژل کېږي، یا بندي خانې کې مري یا ترور کېږي یا دا. نو د ولس خبره ډېره اصلي خبره ده، نفاق په ولس کې نه و، نفاق په هغو افرادو کې و چې د مشرۍ دعوه یې درلودله، اما د مشرۍ خوی و خاصیت او توان یې نه درلود.
جنبش: و به شنونده ها این را هم یادآوری کنیم که حماسه هرات که شما به آن اشاره کردید، در شعر «سپينه» بسیار بسیار به صراحت و بسیار به یک قوت خاص آمده که استاد بینوا در کتاب خود در مورد خانمها آن را آورده. ما یادآوری کرده ایم در یکی از برنامه های گذشته، در کنار عایشه دراني. میخواهم در اینجا بپرسم که غیر از این دو خانم بسیار بسیار قوی و شاعر قوی، در این دوران ما دیگر شخصیت های زن داریم که تبارز کرده باشد؟
دکتور غنی: بالکل، مادر وزیر فتح خان بنام «لویه ادې» هنوز هم شهرت بسیار وسیع در هلمند دارد و گرشک قلعه اش بود، از زنهای معتبر آن دوران است. خانم سردار محمد عظیم خان و همچنین خانم وزیر یار محمد خان که بعد از فوت هر کدام اینها در حوادث سیاسی مملکت درخشیدند، یک خانم بسیار برجسته از بهسود است، خواهر هزاره ما که خانم میر یزدان بخش بهسود بود و برخورد او با امیر دوست محمد خان –که شوهرش را بندی کرده بود، قابل ذکر است. این خانم همیشه کالای مردانه میپوشید و در جنگ سهیم بود. دوست محمد او را اخطار داد، خانم را، که من مجازاتت میکنم. گفتش: آیا آداب اسلامی و شعور افغانی را نداری که با یک زن مصادف میشوی؟ و با مهارت خاص توانست که شوهر خود را از بندی خانه دوست محمد خان نجات بدهد. مادر عبدالرحمن خان بی بی مروارید که حالی نامش را بالآخره ما توانستیم پيدا کنیم، از زنهای برجسته ای بود که در جنگهای داخلی بعد از فوت امیر دوست محمد خان نقش عمده داشت و پول زیاد در اختیار داشت. و در این ضمن خواهر امیر دوست محمد خان در حمله اول انگلیس یک نقش نهایت عمده هم در تمویل و هم در تشجیع مجاهدین داشت. از یک طرف برای شان پول روان کرد، چون زیورات خود را فروخت و از طرف دیگر برای شان چادر روان کرد، که اگر قوت این را ندارید، اعتراف کنید که زنهای افغان پیش شوند. خانم دوم امیر شیرعلی خان همچنین در حوادث داخلی افغانستان نقش نهایت عمده داشت، چون تاکید سر این داشت که پسر کوچکش عبدالله جان –که بعداً فوت کرد در سن خورد، ولیعهد شود و این موجب آن شد که پسر برجسته اش محمد یعقوب خان –که بعداً از خاطر معاهده ننگین گندمک بسیار بدنام شده، چندین سال به حبس برود. در حالیکه در تسخیر مجدد کابل و بر تخت نشاندن پدر خود، او نقش اساسی بازی کرده بود. این تنها از یک سلسله خانم های برجسته آن دوران یاد کرده میتوانیم، امید است با اسنادی نو ی که بدست میآید و تحقیقات نوی که صورت میگیرد، نقش اساسی زنهای افغان در این قرن و قرون قبل از آن که پیشتر هم صحبت کردیم واضح تر و روشن تر شود، چون این همیشه جز عنعنه ما بوده.
جنبش: استاد بېنوا همدغلته چې تاسې د عبدالله جان د مور یادونه وکړله، د امیر شیرعلي خان د مېرمنې، په باره کې لیکي چې امیر شیر علي خان پرې مئین و گویا او ویل یې چې که هغه دنیا کې ماته خدای پاک حوره راکوي ورته وایم چې حوره نه غواړم، د ولیعهد مور غواړم.
دکتور غني: اما توپير د ده او عبدالرحمن خان دا و چې عبدالرحمن خان هم په خپلې مېرمنې بي بي حلیمه باندې مئین و، متل و چې: «ټول افغانستان له امیر عبدالرحمن خان نه ډارېږي او دی له بي بي حلیمې نه.» مگر برخلاف د هغه څه چې امیر شیرعلي خان وکړل، ده دا کار ونه کړ او خپل مشر زوی ته یې د ځایناستي امکانات برابر کړل. مینه یو شی دی  ملک سره مینه بل شی دی. هغه څوک چې خپل وطن سره مینه لري باید خپله شخصي مینه پښو لاندې کړي.
جنبش: دقیقاً، زموږ دغه ملي اختلاف، دغه گډوډي، دغه فتور چې تقریباً په دوو خپرونو کې پرې غږېږو، په عین حال کې یوې عجبې نندارې او ډرامې سره ملگری شوی دی چې په تاریخ کې یې د لویې لوبې نوم اخیستی دی، چې دا د روس او انگرېز، د دوو زورورو امپراتوریو ترمنځ د افغانستان ایسارېدل دي. لویه لوبه یا بازی بزرگ یا Great Game  بیا بیا یادېږي، دا څه شی و او څنگه پيل شو؟
دکتور غني: لویه لوبه په دې باندې راغلله چې د اتلسمې پېړۍ په ختم کې، لوی اقتصادي قوت د نړۍ لا هم آسیا وه. تقریباً تر ۶۰ فیصده اقتصادي تولید د نړۍ په هند و چین او عثماني امپراتورۍ کې و. او دا مه هېروئ چې عثماني امپراتوري په یوه ډېره برخه د بالکان او دې باندې حاکمه وه. یونان لا د دې امپراتورۍ برخه وه. په نولسمې پېړۍ کې استعماري قوت د اروپا نړیوال کېږي چې په پیل کې په هندوستان کې دی. مه هېروئ چې چین باندې دوی برید وکړ، د دې لپاره چې د چین حکومت نه غوښتل چې نور تریاک وارد کړي او خلک یې تریاکو باندې اخته شي. نن په ټوله نړۍ کې انگرېزان له ټولو نه ډېرتر وایي چې باید تریاک ودرول شي او هیرویین او افیوم، په داسې حال کې چې دوی نولسمه پېړۍ کې د دې لوی تاجران وو او چین یې مجبور کړ. په هر حال، یو بدلون راځي آسیا کې، دوه لوی قوتونه ورځ په ورځ پياوړي کېږي چې یو د انگرېز امپراتوري ده په هندوستان کې او دویم د روسانو امپراتوري ده او دواړه په ډېره چټکتیا، د هند امپراتوري شمال خوا ته راځي او د روس امپراتوري جنوب خوا ته راځي. تر څو چې ۱۸۸۰ ته رسېږئ، یو واري د دوی منځ کې دا مسئله مطرح کېږي چې باید سرحدونه چېرې وي؟ مگر مخکې له هغه نه دې لویې لوبې کې چې پیلېږي، اول د ناپلیون زور دی اروپا کې، ځکه ناپلیون غوښتل چې هندوستان باندې په گډه له روسانو سره تېری وکړي او د همدې لپاره دی ایران ته هم هئیت لېږي او نورو ځایونو ته هم. په دغه سلسله کې یو واري دا نقشې بدلېږي چې مخکې له هغه نه یو آسیایي نظام دی، په ختم د دې کې اروپایي قوتونه دي او دوی دي چې فیصلې کوي. خبره په دې کې وه چې انگرېزان مخکې [پر افغانستان] له لومړي تېري نه، په دې فکر کې شول چې روسان به راشي او ټوله مرکزي آسیا به لاندې کړي. او دوی سره له دې چې افغانستان سره یې کومه کرښه نه درلودله او لا د سکهـ پياوړی حکومت د دوی منځ کې و، وړاندې شول. اصلي موخه مرکزي آسیا نیول وو. پس د افغانستان له ماتې نه دوی نژدې څلوېښت کاله فکر کوي چې افغانستان زهر دی او باید مخکې لاړ نه شي. او هغه بیا په ۱۸۷۹ کې بدلېږي چې د پرمختگ پالیسي یا Forward Policy ورته وايي. روسان په دوامداره توگه مخکې راځي، نو دلته اصلي څېرې د روسانو له خوا جنرال کاوفمن دی چې تاشکند یې مرکز ونیوه او د ټولې مرکزي آسیا نایب السطنة و او پس له هغه نه د ده ځایناستي دي. یوه نتیجه دا وه چې وختې چې ۱۸۵۷ کې د هندوستان ولس جگ شو او بیا د مغول د سلطنت بیرغ یې جگ کړ، انگرېزانو په ډېر وحشت سره، په ډېرې توندۍ سره زرها نفره ووژل. او [افغانستان سره د] دویمې جگړې هدف دا و چې کم له کمه هندوکش –چې دوی ورته خپل طبیعي سرحد ویل، دې ته باید ورسېږي او دلته موخه دا وه چې افغانستان د یوه حکومت په حیث باندې او د یوه ولس په حیث باندې ختم کړي. قندهار بیل شي، آماده وو چې هرات فارس ته خوشې کړي، هلته یې نوم ایران نه و فارس و. شمال پرېږدي روسانو ته او هندوکش د دوی سرحد شي. کونړ بېل کړي. یعنې غوښتل یې چې محلي حکومتونه جوړ کړي او یو کوچنی د کابل حکومت وي. دا لویه لوبه ده او بیا د دې منځ کې وړې لوبې دي او په انگستان کې د دې نتیجې ته لیدلی شئ چې دوه وارې د انگلستان حکومت د افغانستان د جگړې پر اساس ماتېږي او ځای یې بل [گوند] نیسي او د هغې نتیجه دا وي چې بیا یوه مرحله د صبر راځي. له بدې مرغې نه هغو څلوېښت کالو کې چې انگرېزان ډارېدل چې بیا مخکې را نه شي، زموږ د نفاق دوره وه او له هغه نه موږ ونه کړای شو چې یو لوی قوت جوړ کړو چې دوی له هغه سره نتیجې ته ورسېږي او بالعکس دوی په دې راغلل چې امیر شیرعلي خان مات کړي او دویم برید وکړي.
جنبش: در اینجا مناسب خواهد بود که از دو شخصیت هر چند کوچک در این بازی بزرگ: یکی اییان ویتکیویتس از سوی روسیه و دیگری الکساندر برنز از طرف انگلیسها یادآوری کنیم. هر دوی شان به افغانستان آمدند. هر دوی شان در جستجوی این بودند که طرفداری امیر دوست محمد خان را به طرف روسیه یا انگلیس جلب کنند، و هر دوی شان در همان سن جوانی در جریان همین بازی بزرگ از بین رفتند.
دکتور غنی: ویتکیویتس اصلاً از افسرهای پولندی بود که در دربار زار روسیه یک موقف گرفت، او فرستاده شد، اسناد ابهام دارد که ایا بعدً خودکشی کرد یا اینکه کشتندش. خوشبختانه [محمد طاهر] کاڼی صاحب در این بخش تحقیقات کرده و خاطرات او را –مخصوصاً خاطرات او را راجع به بخارا ترجمه کرده. اما یک شخص مبهم باقی میماند، چون روسها در زمانیکه او در کابل بود دوباره روابط شان با انگلیسها بهبود پیدا میکند و از آن جهت هر وعده ییکه او به امیر دوست محمد خان داده بود زیر پا گذاشته میشود، و عین چیز بدبختانه همرای امیر شیرعلی خان هم تکرار میشود. برنز نفر دومیست که بار اول بحیث نماینده تجارتی دولت انگلستان میآید و شهرت را به این پیدا میکند که کتاب سفرنامه خود را نوشته میکند. این دورانیست شنونده های عزیز که سفرنامه ها در انگلستان اوج میگیرد، وقتی که او پس به لندن میرود از چهره های مشهور لندن میشود از خاطر خاطرات کابل و بخارا و اینها. در عین حال اسناد دیگری را که او نوشته کرده تفصیلی است، در یک قسمت این اسناد انگلیسها دست میزنند و این اسناد را تحریف میکنند که شخصیت دوست محمد خان را بسیار منفی نشان بدهد. سی سال بعد یا چهل سال بعد اسناد اصلی را نشر میکنند. بناءً ضرورت اینست که ما شخصیت دوست محمد خان را درست حلاجی کنیم و تنها از نگاه برنز و خاصتاً منشی او موهن لال که یک کشمیری بود، نبینیم. چون چیزی فحشی نیست و بدو ردی نیست که موهن لال به امیر دوست محمد خان و خواهرش راجع نکند. چون اینها کسانی بودند که این چیزیکه امروز بدبختانه نهایت اوج گرفته  که تبلیغات منفی است، يکی از اولین این تبلیغات متوجه امیر دوست محمد خان خاصتاً و متوجه افغانها بصورت عام است.
جنبش: هر دوی این جاسوس ها به اصطلاح و این فرستاده ها در جوانی مردند همانطور که شما گفتید ویتکیویتس در سانکت پیتربرگ در یک هوتل مرده یافته شد و در حالیکه برنز را در جریان جنگ اول افغانها در شهر کهنه [کابل] از بین بردند.
جنبش: په دغه وخت کې سیمه هم چټکه بدلېږي، په فارس کې قاجاري سلسله برلاسې کېږي او سرتاسري واک ترلاسه کوي او پنجاب کې سکهان د اروپاییانو په مرسته په یوه قوي نظامي قوت باندې بدلېږي. د شمال له خوا افغانستان ته ورو ورو څاري روسیه را لنډېږي، په را لنډېدو ده یعنې زموږ د تشتت په دغه دوران کې نوي قوتونه په دغه سیمه کې را برسېره کېږي.
دکتور غني: بالکل، له ټولو نه عمده قوت چې موږ ته یې دوامدار نتایج پریښي دي د سکهانو عروج و، ځکه د پاینده خېلو ورونو په جگړو کې موږ لومړی کشمیر له لاسه ورکړ او د هغه په څنگ کې د اټک کلا مو له لاسه ورکړله. د اټک کلا د دوی یو رقیب چې بامیزی نومېده، د عطا محمد خان بارکزي وروو و، په یو لک روپۍ په رنجیت سنگهـ باندې خرڅه کړه. او بیا د پاینده خېلو د پېښور سردارانو ټولو د سکهانو حکومت ومانه، د دې پر ځای چې له دوست محمد خان سره یو ځای شي. بیا شاه شجاع چې بېرته انگرېزان او سکهان راولي، دا یې ومنل سکهانو سره چې پېښور به د دوی وي. سره له دې چې سکهانو یوازې د ښار منځ کې قوت درلود او ډېر ولس باندې یې قوت نه درلود، او دلته هم په زړه پورې ده چې سکهانو پېښور کې یو ایټالوی والي ټاکلی و. دغه د ډيورنډ کرښه چې موږ ته پاتې ده، د دغې نتیجه ده چې موږ ووېشل شوو او یو دوامدار تغییر راځي. دویمه برخه کې د بخارا، خوقند او د خیوا خانان دي، چې په دې دوران کې خاصتاً بخارا یو قوت و او د افغانستان په مسایلو کې بار بار مطرح و. او سین جیانگ کې –چې پس ته یې ورته چینایي ترکستان ویلې، مسلمان شخصیتونه وو، خاصتاً یعقوب بېگ چې هغه له بدخشان او دې سره یې ډېر ستر تجارتي روابط درلودل، کشمیر همدغه رقم. په دې دوران کې دی چې گلاب سنگهـ خپله سلسله هلته ټینگوي، لاهور نه وځي او د کشمیر جنجالونه هم چې د هندوستان او پاکستان منځ کې د جگړو لامل گرځېدلي وو، دغه وخت کې اساس یې راځي. قاجار د ایران په داخلي جگړې کې بریالي کېږي او دا مه هېروئ چې د ایران د پاچاهۍ یو کاندید آزاد خان غلځی و چې دی یې بایلي، مگر په دې برخه کې هم یو برخه افغانان لا هلته مطرح وو او نتیجه د دې څه شوله؟ خراسان او یوه برخه د سیستان بالآخره بېلېږي. د هرات اتلولي چې سپینې مېرمنې یې ستاینه کړې ده، هغه حماسه پاتې کېږي، هرات پاتې کېږي، مگر خاصتاً زموږ د اوبو مسئله له دغه وخته پاتې ده، ځکه امیر شیرعلي خان د انگرېزانو حاکمیت مني او گولدشمېد سرحد د اوبو په منځ کې ټاکي چې دا  د سرحد د ټاکلو له نظره هم په څلور کتابه کفر دی. نتایج یې موږ ته گران تمام شوي دي. هر څومره چې قاجار ماتې کوي د روسانو مقابل کې، په هماغه اندازه یې اشتها ډېرېږي چې خراسان ته، قندهار ته، کابل ته او بلوچستان ته حتی تر سندهـ پورې په بله سترگه وگوري، مگر نه بریالي کېږي. بله یې پخپله د روسانو حضور دی چې ورو ورو مخکې ځي او په قوت باندې بدلېږي چې اول د فارس امپراتوري په قفقاز کې ماتوي، گرجستان و آذرباییجان او دا نور... یو په یو له دې نه بېلېږي او د روسيې د زاري امپراتورۍ او پس له هغه نه د شوروي اتحاد برخه کېږی، تر څو چې شوروي اتحاد ماتېږي. نو گورئ چې سیمه ډېر سخت په بدلون کې ده او وختې چې نورو ځایونو کې د قوت هستې جوړېږي او هم له اداري نظر نه، هم د نظامي له نظر نه او علمي نظر نه بدلونونه راوړي، موږ په داخلي جگړو کې یوو او په خپل نفاق کې یوو او په دې کې ورځ په ورځ کمزوري کېږو چې استثنی یې هماغه د امیر شیرعلي خان دویمه حکمراني ده، مگر هغه بیا انگرېزانو ماته کړه.
جنبش: اگر تصویر کلی آسیا را در در این زمان استعمار که از طرف قدرت های مختلف به پیش برده میشد، ندهیم این بحث تکمیل نمیشود. آسیا، کشورهای دیگر آسیایی هم وضع بهتر از ما نداشتند یا به طور مستقیم یا غیر مستقیم تحت یکی از این کشورها بودند.
دکتور غنی: هندوستان را ببینید، یک کمپنی، نه دولت حاکم هندوستان میشود تا ۱۸۵۷ و بعد از آن ویکتوریا امپراتوریس و ملکه هندوستان اعلان میشود. یعنی در ابتدای قرن نوزده این کمپنی انگلیسی در فکر اینست که چطور با قوت امپراتوری احمدشاهی به موافقه برسد. سی سال بعد از آن که الفنتستن میآید، اینها حمله میکنند، هفتاد سال بعد از آن میخواهند که هویت افغانستان را مطلق در حمله دوم خلاص کنند. و پنجاب که یک حکومت مستقل است و در حال قوت گرفتن است، همسری میکند از نگاه نظامی محو میشود. یک حکومت بعد از دیگری که دارای قوت محلی بوده –از تیپو سلطان گرفته تا حکومت سکهـ از بین رفت. دوم چین است، احوالش را ببینید. چین ضرورت به هیچ نوع واردات از اروپا نداشت، بالعکس اروپا بزرگترین خریدار چای چین و همچنین چینی و تولیدات دیگر ابریشم و اینهای شان بود. چین به زوال میرود و جنگ های تریاک اینها را مجبور میکند که شرایط سخت را بپذیرند، در حدود ۱۴۰ سال زوال چین را شاهد استیم و بعد از آن انزوای چین را. امپراتوری عثمانی روز به روز کمزورتر میشود و اولین چیزی که از پیشش گرفته میشود مصر است. اروپایی ها قادر به این میشوند که مالیات امپراتوری عثمانی را زیر دست خود بگیرند، از خاطر قروض. فرانسه میرود افریقای شمالی را به مستعمره بدل میکند و همچنین طرف ویتنام و هند و چین. در ختم قرن نوزده افریقا بین تمام قوت های اروپایی در کنفرانس ۱۸۸۵ برلین تقسیم میشود. کلمه ساحات نفوذ از اینجا میآید. و فراموش نکنید که در این مرحله تمام ممالک عربی رسماً زیر کنترول دولت امپراتوری عثمانی بودند که یک به یک از آن جدا میشوند. و حکومت امپراتوری برتانیا از خاطر اینکه به هندوستان برسد –چون همه اینها از راه کشتی بود، قوت خود را در خلیج و در تمام امتداد آن بحیره سرخ و خلیج قایم میکند و نقاط دیگر را یا به مستعمره مستقیم یا غیرمستقیم مبدل میکند. ایران به مرور زمان در طول قرن نوزده به دو ساحه نفوذ انگلیس و روس مبدل میشود که جنوب ایران به ساحه نفوذ انگلیس مبدل میشود و شمال به ساحه روس. افسرهای روسی استند که همرای ایران راساً در حمله به هرات سهم میگیرند، بناءً یک عصریست که خاصتاً از دیدگاه تمدن درخشان عباسی ما، به یک عصر زوال از نگاه جهان اسلام تعبیر میشود.
جنبش: دا خو د اسلامي هیوادونو، اسلامي ټولنو سیاسي او نظامي حالت و، په بطن کې یې نور څه هم روان وو؟ نور څه په کې وینو په دغه پړاو کې؟
دکتور غني: د حکومتونو کمزوري مې درته وویله، بله خوا د دې یو ډېر لوی حرکت د اصلاحاتو دی، چې عثماني امپراتورۍ کې ورته تنظیمات وايي. له ۱۸۶۰ نه پیلېږي او په مصر کې دا د محمد علي حکومت دی، دغلته دی چې سید جمال الدین افغانی فکر او د تجدد فکر چې محمد عبده د ده ملگری او شاگرد چې پس ته  د مصر مفتي کېږي، دې کې ستر رول لري. قفقاز کې شیخ شمېل چې بیا هم د نقشبندی له سلسلې نه دی یو عظیم حرکت د روسانو په مقابل کې جوړوي چې آثار یې تر ننه پورې گورئ او دا له تاریخي نظر نه یو ډېر لوی حرکت دی. په الجزایر کې  امیر عبدالقادر دی چې د ده مبارزې عظیمې مبارزې دي او بېرته بیا پس له هغه نه دی راځي دمشق ته. په دې دوران کې دی چې مصر، چې هغه کې د قلم نسبي آزادي ده د عرب د نوي کېدو یا د عربي ناسیونالیزم اساس دغه وخت کې په مصر کې ایښودل کېږي. همدا وخت دی چې د عباسي دورې تاریخ په ډېره خاصه توگه ژوندی کېږي. په هند کې سید احمد شاه بریلوي د خاص اهمیت وړ دی، ځکه یوې تېرې خپرونه کې هم ما شاید د دې ذکر کړی وي چې د بنگال او پنجاب او نورو ایالتونو مسلمانانو استازي راځي او خپل راتلونکی پښتنو قبایلو سره گوري، ځکه دې نتیجې ته رسېږي چې یوازې دې قبایلو سره دا خاص عواطف او قوت شته چې انگلستان مات کړي. شرقي او غربي اروپا کې هم اسلامي حرکتونه دي چې په تفصیل ور باندې نه راځوو او سوډان کې د مهدي حرکت یو ستر حرکت دی چې خرطوم له انگرېزانو نه نیسي او دا هم په دې دورې کې دی. او خپله افغانستان کې دا مه هېروئ چې ترکیب د ملا مشک عالم –چې مرکز یې اندړو کې و، او جنرال محمد جان خان وردگ، د هراتي پوځ لویه او ستره کارنامه په میوند کې، او کابل کې لارډ رابرټس محاصره په عاشورا کې؛ دا د عاشورا ورځ وه او د انگرېز استازي دا اسناد لیکلي دي چې جوپه جوپه غازیان کوهدامن او کوهستان نه، میدان وردگ نه، لوگر نه، هاخوا ته تر لغمان او ننگرهار او دې نه راتلل او یوه اوونۍ مخکې له دې نه رابرټس په کابل کې گرځېده په آس باندې، د کابل مشران یې په دار وځړول، او ټولو ته یې ویل چې هیڅوک ما نه شي ماتولای، یوه اوونۍ پس ته دوی ټول شېرپور کې په محاصرې کې وو، او پس د میوند له ماتې نه وو چې دوی ومنله چې حکومت عبدالرحمن خان ته پرېږدي. نو دا کارنامې هم شته، دلته یو عظیم فکري حرکت دی، اما نتیجه یې څه ده؟ یوه نتیجه یې دا ده چې که ۱۸۳۸ ته وگورئ، ځکه موږ اسناد لرو له مسان نه، یو انگرېز لیکوال و چې ډېر وخت یې په کابل کې تېر کړی، زموږ اخلاق، زموږ مدنیت او خاصتاً ډېر پراخ اسلامي لید، تواضع، اخلاق او دا خاص وو، له چا نه مو ډار نه درلود. خارجیان مو منل چې مېلمانه دي یا راغلي دي، پس له دې نه زموږ ذهنیت بدلېږي. د ۱۸۸۰ کابل مطلق یوه کرکه پيدا کړله ټولو خارجیانو ته او دا په ټول افغانستان او خیبرپښتونخوا کې ده او په دې متل بدله شوه چې: که یو انگرېز راشي پوښتنه کوي، دویم انگرېز راځي تجارت ته، پس له هغه نه یوه ډله راځي چې ملک باندې خېټه واچوي؛ نو نتیجه دا ده که دا اول انگرېز راځي ویې وژنئ او ځان ورنه خوشې کړئ چې دا پس ته را نه شي. دغه ذهنیت بیا څلوېښت کاله نور نیسې چې یو اعتدال ته راشي. نو د ذهنیتونو په گرځولو کې نولسمې پېړۍ یو عظیم تاثیر موږ باندې ایښی دی، سره له دې چې نه موږ د انگرېزانو په مقابل کې شاید یوازینی هیواد اوسو چې عقده مو نه درلودله، په ختم د نولسمې پېړۍ کې، ځکه دواړه وارې دوی ماته وکړه او بیا موږ استقلال وگاټه، مگر زموږ په فکري زېربنا کې یو عظیم تغییر راغی.
دکتور غنی: قسمت اول اینست که عشق به وطن و عقیده اسلامی ما به شکلی با هم عجین شده، که از هم دیگر جدا نمیشود. این جدا نشدنی است و همیشه بارها من ذکر کرده ام که مسلمان بودیم، مسلمان استیم و تا ابد مسلمان خواهیم بود. این را باید همه ما اساس قرار بدهیم و این معنی این را دارد که از نگاه تاریخی ما قوت خاص داشتیم، ضرورت به درس از بیرونی ها نداریم در این قسمت. تنها باید تاریخ عمیق خود را درک کنیم و همیشه این نکته قوت ما بوده. در عین حال احساسات عمیق ملی ما تحت حاشیه یا تحت سایه قوت های بیرونی قرار گرفته نمیتواند. هر کسی که یک طرف این معادله را یا یک طرف این سکه را دیده و طرف دیگرش را ندیده، اشتباه کرده. قسمت دوم، سوال عمده تان، این یکی از دوره های نهایت دشوار ماست. تنها دوره مشابه اش که شدیدتر بود، دوره بعد از حمله چنگیز خان بود، که یک تمدن عظیم ما از بین رفت، و نکته سوم همان دوره ی است که شما ذکر کردید که تجاوز روس و نتایجش است. اما بین این هفتاد سال باید بین دو دوره تفکیک کنید. اول اینست که وقتیکه نظام شهنشاهی احمدشاهی را سقوط میدهند افغانستان هنوز هم پول زیاد، سرمایه کلان، قوت نظامی، حیثیت سیاسی داشت، در حالیکه در سال ۱۸۳۸ به یک ملوک الطوایفی و قدرتهای محلی بدل شده بود که همیشه در تضاد بودند و هر کدام اینها همیشه حاضر به معامله بودند و هیچ نوع اعتماد بین اینها وجود نداشت. با اینکه بارها سر قرآن شریف تعهد کردند، همیشه تعهد های خود را زیر پا گذاشته اند. به همان اندازه که اسلام دین مبین ما در بین مردم ما محکم بود، به همان اندازه قشر حاکمه ما از نگاه اعتماد مورد شک و تردید مردم بودند. دوره دوم می بینید که در ۱۸۴۲ دوست محمد خان دوباره میآید به قوت در کابل، در ۱۸۶۳ هرات را از بردارزاده خود سلطان احمد خان میگیرد و هر دو کاکا و برادرزاده به زودی وفات میکنند، اول برادر زاده و بعد کاکا، و در ظرف ۲ سال، مرکزیتی را که امیر دوست محمد خان با صد تلاش و ریختن خون و جان و مال مردم بوجود آورده بود، پسرانش در ظرف دو سال این را از بین میبرد. و این واقعاً یکی از حالاتیست که مردم بار بار قیمت میدهند و تمام تجارت به رکود میرود، سرمایه گذاری [از بین میرود] و یک قسمت از پسرهای او جان خود را از دست میدهند، قسمت های دیگرش مال خود را، و در این دوره هیچ نوع حرف قابل اعتماد نیست، بارها یکی دیگر را خیانت میکنند و تنها افرادی بسیار کم استند، تنها از یک سردار در این دوران یاد میشود که حرفش نسبتاً مورد اعتماد قرار گرفته میشد و امیر شیرعلی خان در دوره دوم خود اصلاحاتی را میآورد و بالآخره تمرکز میکند سر نوع حکومتداری که صدراعظم است، کابینه است، انسجام اردو است، اشتراک از خانواده سلطنتی می برآید، نظام مالیاتی تغییر میکند. به اینکه قبل از این هر یک از برادرهای او قوت مستقل این را داشت که مالیات را جمع آوری کند، یعنی یک قسمت اصلاحات اساسی است که صورت میگیرد. راجع به مناسبات  بین المللی افغانستان فکر میشود، اولین روزنامه نشر میشود. نکته اساسی ییرا که اکثر مورخین و اینهای ما فراموش کردند چون اسناد کم بود –خوشبختانه من یک قسمت اسناد زیاد را بدست آورده ام که این دوره روشن تر شده، اما قسمت زیادی کارهای را که عبدالرحمن خان انجام داد، بدون تهدابی که امیر شیرعلی خان گذاشته بود، امکان پذیر نبود. فرق در این بود که امیر شیرعلی خان به تدریج پیش میرفت و با مشوره و یک نوع حکومتداری که زیادتر افراد در آن سهم داشتند و هدفمند تر بود و از عبدالرحمن خان یک نوع دیکتاتوری خاص بود. اما نکته ییکه قابل ذکر است، نفاق ما، عدم استعداد ما در این که موضوع جانشینی را بصورت اساسی حل کنیم. هیچوقت کمبود ظرفیت افراد برجسته نبوده، همیشه مشکل در این بوده که قوانین بازی قسمی نبود که مردم در رأس قرار بگیرند، و عمده ترین موضوع که تا حدی در حکومت دوست محمد خان مطرح شده بود که انصاف و عدل است، هدف قرار بگیرد، و روحیه اسلامی ییرا که در آن حسابدهی، به بیت المال توجه، به مسکین، به یتیم، به فقیر توجه به اینکه بارها خداوند جل علی شانه در قرآن شریف هدایت داده، اینها در حاشیه میرود و یک نوع خودپرستی و پول پرستی رایج میشود که همه چیزهای دیگر زیر پا گذاشته میشود، و قیمت این نوع ذهنیت را همیشه مردم ما داده است.
جنبش: د افغانستان په تاریخ باندې آثار چې پخپله په هیواد کې موجود دي او افغانانو –په تېره هغو چې بهرنیو ژبو ته یې لاسرسی نه درلود، ورسره بلد دي، مثلاً احمدشاهي تاریخ دی، سراج التواریخ دی، د غبار تاریخ دی، د فرهنگ تاریخ دی، د حبیبي صاحب کتابونه دي، د کهزاد صاحب او نور... تاسې اشاره وکړه چې نوي اسناد لرئ او د هغو په رڼا کې موږ دا بحثونه کوو، د دغو اطلاعاتو چې موږ یې وړاندې کوو، په دې بحثونو کې، څومره یې د هغو افغاني منابعو نه دي او څومره یې له دغو نویو اسنادو نه دي چې تاسې ترلاسه کړي.
دکتور غني: دواړه خواوې دي، ځکه له ښې مرغې نه ځينې اسناد دي، لکه دا موافقت نامه چې د دې ورونو منځ کې وشوله، د پاینده خېلو ورونو منځ کې، چې زموږ ملي ارشیف کې دي او هغه اسناد چې هم د ارگ په ارشیف کې دي او ملي ارشیف کې دي اوس د دې امکانات برابروي چې څېړونکي واقعاً تحقیقات وکړي. خاصتاً په شلمې پېړۍ باندې دواړو ارشیفونو کې ډېر مواد شته، له بدې مرغې نه زموږ ډېر تاریخي اسناد د امیر حبیب الله خان په دوران کې یو اور ولگېده چې زښت ډېر اسناد یې [وسوځول]. د سراج التواریخ د درېیم ټوک، څلورم او پنځم ټوک اهمیت په دې کی دی چې، ملا فیض محمد ځکه ځان ته کاتب وایي چې ده د دې اسنادو خلص لیکه. د ده ډېر مواد چې ما پرتله کړل له ملي ارشیف سره، بیا په دې پوهېږئ چې دا رسمي اسناد وو. د ده خاص خپل نظریات بل رقم دي. د مثال په توگه هغه څه یې چې د امیر حبیب الله کلکاني په دوران کې لیکلي دي، بیا د ده خپل ذهنیت ښکاره کوي، تر ډېره حده پورې او هلته گورئ چې ډېر سخت قضاوتونه لري په اشخاصو باندې؛ نو د سراج التواریخ درېیم ټوک، څلورم ټوک دا په اسنادو باندې استوار دي او آخري برخه د دویم، اول او دویم ټوک د سراج التواریخ، لومړی وار و چې یوه منظمه کرونولوژي راغلله، له هغه نظره د اهمیت وړ دی، اما باندیني اسناد نه وو او دا منابع ټول باید له سره وکتل شي. استاد غبار او استاد فرهنگ هم پلویان لري او هم منتقدین لري. خبره په دې کې ده چې دواړو سره هغه اسناد چې اوس د انگریزانو او روسانو او ایرانیانو له خوا خپاره شوي دي –ایرانیان چې د فارس ځای نیسي، دا موجود نه وو، او هم د تاریخ لیکنې طریقو کې تغییر راغلی. استاد حبیبي یوه برخه په همدې کې راځي. استاد رښتیا هم د نولسمې پېړۍ تاریخ لیکلی او استاد کهزاد یو ډېر خاص اهمیت لري، ځکه زموږ د لرغونې تاریخ لیکنې باندې داسې بیا شخصیت نه دی پيدا شوی، او واقعاً د ده لیکنې ډېرې پراخې او ډېرې عمیقې وې، ځکه چې ټولو ژبو باندې پوهېده، نورو استادانو مو محدودیتونه درلودل. دوی ډېر د قدر وړ خلک دي، ځکه په هغه دوران کې ما د دې فرصت درلوده چې په ځوانۍ کې دې ټولو سره وغږېدم. دوی واقعاً یو سند پسې به یا یو کتاب پسې به اوونۍ تېرولې چې ورسېږي یوه ولایت د افغانستان ته په سختو شرایطو کې، اسناد ترلاسه کړي، نو باید ډېر ورته په قدر وگورئ، اما په عین حال کې اوس چې نوي اسناد راغلي او نوې طریقې د څېړنې راغلې دي، دلته ضرور ده چې بیا کره کتنه وشي. تاریخ همېشه په بدلون کې دی، ځکه چې زموږ ذهنیتونه بدلېږي او زموږ پوښتنې بدلېږي. افغانانو کې همېشه یو ذهنیت پیدا شوی و چې که اوس غواړئ په واقعیت باندې پوه شئ دا د انگرېز اسناد پيدا کړئ، یا روس ته وگورئ یا دې ته، هو ضرور ده چې دا اسناد موږ وگورو، مگر خپل چاڼ که ونه لرئ یا غلبېل ونه لرئ، دا اسناد د ډېر تعصب نتیجه ده. د مثال په توگه، څه نه دي چې دوی امیر دوست محمد خان پسې د بدنامۍ لپاره نه وو لیکلي، یا امیر شیرعلي خان پسې، په داسې حال کې چې وختې چې اسنادو ته گورئ لومړي لاس اسنادو ته گورئ، گورئ چې یو بل انځور وځي. دا نه ده چې دا [واکمن] فرشتې وې، نه وې! اما دا چې هغه رقم انگریزان یې تور معرفي کوي، دا هم نه و. زه یو مثال درکوم. وزیر اکبر خان ته دوی ډېر سخت بد وايي، دویم نسل او درېیم نسل د انگرېزانو، اما که لومړي نسل ته وگورئ، هغه خلک، هغه افسران لکه نیکولسن غوندې، جان نیکولسن د دوی یو مشهور جنرال و چې بیا په ۱۸۵۷ کې په ډيلي کې ووژل شو. دی بندي و غزني کې، بیا راځي کابل ته. همدارقم جورج لارنس د لارډ لارنس مشر ورور او دوی وایي چې د آدابو د معاشرت له نظر نه، د اخلاقو له نظر نه او د مېلمه پالنې له نظر نه؛ او د ځوانۍ نظر نه او د کالیو له نظر نه او د ښایست د نظر نه دا رقم –ځکه چې دوی کلمه د Gentleman استعمالوي، یعنې دا رقم جنټلمین خلک موږ نه دي لیدلي. پس ته چې بیا راځئ شل کاله پس ته، ټول وایي دوی وحشیان دي، یا دا بد عمل لري دا بد عمل؛ دغلته هم ضرورت یوه چاڼ ته دی، ځکه وختې چې تعصب مطرح کېږي، ځینې زموږ څېړونکي دغه قضاوتونه بدلوي، په دې باندې چې یوه خوا وگوري او بله خوا ونه گوري. يار محمد خان الکوزی د هرات اتل، څه نه دي چې د فارس او د انگرېزانو له خوا نه یې په مقابل کې نه دي لیکل شوي، اما  د سپینې په اشعارو کې بیا یو بل شخصیت گورئ، دغه ضرور ده. بل، اسناد بېحد ډېر دي او خاصتاً څه چې پاکستان کې لیکل شوي یا هندوستان کې، له بدې مرغې نه تاریخ لیکنه په دې بدله شوې چې د دغو قضاوتونو تکرار وي. دا یوه خاصه دوره د تاریخ وه، باید چاڼ یې کړئ، بېرته یې ټول کړئ او په دې باندې پوه شئ چې څه درسونه په کار دي؟ څه عوامل د دې باعث شول چې موږ ضربه ووینو؟ خوږ شوو، دردونه ووینو، او نتایج یې تېر کړو؛ او څه عوامل وو چې په دې یې بریالي کړو چې دوی مات کړو، اما تاوان یې ورکړو؟
دکتور غنی: دو دوره با هم فرق دارد، ما یک سلطنت بزرگ را از بین بردیم، سرمایه سیاس اش را، سرمایه فرهنگی اش را، سرمایه نظامی اش را، با تقسیم به ملوک الطوایفی بین یک خانواده و هرات اگر بگیریم، بین دو خانواده، از دست دادیم.  بنابرین در ابتدا ثروتمند بودیم، قوتمند بودیم و دارای حیثیت بودیم. ۳۰ سال بعد از آمدن الفنتستن به هیچ بدل شده بودیم. به افراد پراکنده که دست گدایی را برای حمایت خود به هر کس دراز میکرد. نه مذهب مطرح بود، نه دین مطرح بود، نه احساسات مطرح بود، تنها منافع مطرح بود؛ و بالعکس حاضر نبودند که دست اتحاد بدهند. وقتیکه مردم هرات به آن قهرمانی ایستاد شده بودند، سردارهای قندهار اولادهای خود را به دربار قاجار  روان میکردند و در صف قاجار ایستاد میشدند، یا در همکاری با رنجیت سنگهـ، برادرها در مقابل یک دیگر. این یک بحث است. دومش موضوع جانشینی را که بارها سرش آمدیم. دوست محمد خان از تجاربی که بین پسرهای تیمور شاه واقع شده بود درسی نگرفت و نتوانست موضوع جانشینی را در حیات خود حل کند، چون پسرهای خود را ولایت های مستقل داد، و قوت نظامی مستقل و اینها باز هم نتوانستند به یک موافقه برسند، و این بار صدمه ییرا که وارد کردند از یک ملکی که نو جان گرفته بود، این را پس، هم سرمایه را از بین بردند، هم قوت را از بین بردند و مقدار صدمه ییرا که رساندند بیحد بود، و در تمام این حوادث ثبات به بی ثباتی بدل شد، اعتبار به بی اعتباری بدل شد، وفاق به نفاق بدل شد، و قیمت را کی داد؟ قیمت را مردم ما!
دکتور غني: مننه تاسې نه او ټولو اورېدونکو نه او ټولو وطنوالو نه. زنده باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان.
شریک کړئ: