ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
September 11, 2025
۴۲مه ګڼه: بندرونه (دویمه برخه)
دا ګڼه د افغانستان پر بندرونو او سوداګریزو دهلیزونو بحث کوي، چې په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ له وروستیو څخه د شوروي له ماتې وروسته او د طالبانو تر دورو پورې د هغو پر تاریخ، ننګونو او پرمختګونو تمرکز کوي. دا څېړنه ښيي چې څنګه د لسیزو جګړو، د جنګسالارانو واکمنۍ او سیاسي بې ثباتۍ د ګمرکونو، سوداګریزو لارو او د بندرونو فعالیتونه ګډوډ کړل. په دې بحث کې د ګمرکونو د مرکزي کولو، د بندرونو د زیربناوو عصري کولو، د سیمه ییز ټرانزیټ ښه کولو او د نړۍ په سوداګریزو شبکو کې د افغانستان د شاملولو هڅې هم روښانه شوې دي. دا برخه پر تاریخي خنډونو او همدارنګه تر ۲۰۴۷ کال پورې د هېواد د اقتصادي موقف او ستراتیژیک اتصال د پیاوړتیا لپاره پر اوږد مهاله پلانونو ټینګار کوي.
۴۲مه ګڼه: بندرونه (دویمه برخه)
Transcript
جنبش: د افغانستان د بندرونو په اړه یوې بلې خپرونې ته ستړي مه شئ.
مقطع زمانی ییرا که در باره آن اینجا امروز صحبت میکنیم مصادف است با تعیین سرحدات شمالی و غربی ما و تحمیل خط دیورند بر افغانستان که دسترسی کشور به بنادر بحری را سد نمود.
د ژوند لارې لړۍ مېلمه او ویناوال د پخوا په څېر ولسمشر محمد اشرف غني دی، زه هم داود جنبش یم، تاسې ټولو او ښاغلي غني ته –چې راسره مخامخ دی، په سلام او درنایو هرکلی وایم، ستړي مه شئ.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم، ډېره مننه، زما تاوده سلامونه او د مینې نه ډکې هیلې ټولو وطنوالو ته هر چېرې چې دي.
جنبش: ډېره مننه، د هغوی په استازیتوب هم علیکم السلام. تېره خپرونه کې د افغانستان د بندرونو په لنډ تاریخ باندې، همدغه زماني مقطع چې موږ وښوده په دې کې تېر شوو. دا گڼه به که ستاسې اجازه وي د شلمې پېړۍ له وروستۍ لسیزې نه را پيل کړو، مخصوصاً هغه وخت چې شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل او شوروي پلوه حکومت هم په کابل کې ړنگ شو. دا د هېواد په تاریخ کې ډېره تیاره دوره ده چې خدای دې یې بیا نه راولي. په بندرونو په دغه وخت کې څه راغلل؟
دکتور غني: که غواړئ چې یو ډېر واضح انځور ولرئ، خاصتاً شمال او شرق د افغانستان نه، د ښاغلي [اسدالله] ولوالجي کتابونه ولولئ. مقصد څه دی دې کتابونو کې؟ سل کاله دولت جوړونه روانه وه، د شوروي پلوي حکومت په ړنگېدو دغه لاره معکوسه شوه، جنگسالارۍ خوا ته، زورواکۍ خوا ته [ولاړه. تر دغه وخته]، خاصتاً شیرخان بندر، حیرتان او توره غونډۍ ډک او مالامال وو. توره غونډۍ کې هرات کې نسبي نظم و، لویې پکتیا کې هم او لوی ننگرهار کې هم، مگر شمال کې خاصتاً لومړۍ برخه کې دا اول وبښل شول او بیا یو عمومي چور روان شو چې ټول تاسیسات له منځه لاړل، وران شول او همدا رقم پس ته توره غونډۍ کې هم څه تاسیسات نه وو پاتې وختې چې ما ولیدل په خپلو سترگو، دا ټول یې له منځه وړي وو. دویمه خبره دا ده چې معلومدار، مرکز له منځه لاړ او وختې چې مرکزیت له منځه لاړ شي، هرې خوا ته یوه خاصه خودمختاري وه. په دې چوکاټ کې حساب و کتاب معلوم نه و، هېڅ بانک کې یې څه دارایي نه وه پریښې، بانکونو باندې هم خاص امرونه کېدل. وزارت مالیې ته لاړم څوکۍ نه وې، څوکۍ او مېزونه نه وو. هغه ځای کې چې اسناد ساتل کېدل، ماران او لړمان وو. د کابل هغه ورځې دې خدای بیا چا ته نه ښکاره کوي. ځکه خبره په دې کې وه چې ټول شیان لاړل تشدد خوا ته. قندهار کې څه وشول! شمال شرق ولایتونو کې څه وشول! شمال ولایتونو کې څه وشول! مرکز کې څه وشول! داسې یوه دنیا راغلې وه چې د هر چا جگړه وه بل چا سره او پس له هغه نه بیا هم معلومدار دوامداره جگړه چې د طالبانو د خوځښت او د شمال اتحاد په منځ کې وشوله، د دې ټول تاوان ولس ورکړ او نتیجه یې دا وه چې څومره خلک مهاجر شول. او بله نتیجه یې دا وه چې ډېر زر د افغانانو شهرت خاصتاً پاکستان کې دومره سپک شو چې حد و اندازه یې نه درلودله. یو وخت یې چې ورباندې ویاړ کاوه، دا یې په سپکوالي [یادول] او د سپکوالي کلمات استعمالېدل.
جنبش: آیا بندری را در همین مرحله سراغ داریم یا ثبت شده که به عنوان گذرگاه های ترانزیت و تجارت وظیفه خود را کماکان ادامه داده باشد؟
دکتور غنی: در اینجا چند نکته را باید در نظر بگیرید: بصورت نسبی هرات از یک جنگ عمده داخلی فارغ بود و طالبها به زودی هرات را تسلط پيدا کردند. در عین حال در ننگرهار جنگ واضح صورت نگرفت. از این جهت، نوع تجارتی که دوام داشت صادرات دوباره بود. به این معنی که در افغانستان واردات صورت میگرفت و قانونی میبود، اینها دوباره به پاکستان صادر میشد و پاکستان از خطری که در آن  احساس میکرد زیاده از ۲۰ قلم را ممنوع قرار داده بود و مشکلات نهایت زیاد را در راهش ایجاد میکرد. مگر موضوع اساسی در اینجا قاچاق مواد مخدر است، که دو راه عمده بود: یکی راه شمال است که بالآخره در دهه دوم قرن ۲۱، تخمینش در حدود ۳۰ میلیارد دالر از طرف موسسه ملل متحد [بود] که موظف آنست و دیگر راه جنوبی بود که تخمین آن به ۵۰ میلیارد دالر رسیده بود، که البته این قیمت در اروپا است. و از این جهت قاچاقبرهای عمده اروپا در مواد مخدره تا گلو در این شامل بودند. راه قاچاق شمال به روسیه میرسید و به چین و از طرف جنوب به ایران و از راه بلوچستان تا افریقا و بعد از آن به آسیای شرقی و اروپا و اینها. قسمت دیگر معادن ماست، مخصوصاً از زمرد شروع کنید که [جنگ داخلی توسط آن] تمویل میشد. نکته دیگری که دوام داشت چاپ پول بود. روسها بدون اینکه کدام سرمایه خاص را اختصاص بدهند، گروه های طرفدار خود را از راه چاپ پول تمویل میکردند و این به کانتینر ها می آمد.
جنبش: نه پوهېږم چې نور هیوادونه به زموږ په هیواد کې، سوداگرۍ کې مصروف وو که نه، د گډوډیو په دغه حالت کې یوازینی هېواد چې موږ یې اسناد لرو رسمي چې په افغانستان کې یا د افغانستان له لارې په سوداگرۍ او ترانزیت باندې بوخت وو، پاکستان و. نصیرالله بابر د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر و. هماغه وخت کې یې بي بي سي ته –چې ما په کې کار کاوه، ویلي وو چې زموږ مالونه د کندهار له لارې منځنۍ آسیا ته تلل، وسله والو پرې برید وکړ، بیا د مدرسو شاگردان راغلل، زموږ کاروانونه یې مصئون هغه ځای ته ورسول او داسې ویل کېږي چې همدا د طالبانو د تحریک پیل و. نورې داسې بېلگې هم لرو چې نورو هیوادونو دې د گډوډۍ په دغه حالت کې زموږ هیواد د ترانزیت لپاره استعمال کړی وي؟
دکتور غني: هیوادونه هم شته، مگر خاصتاً افراد شته او کمپنۍ دي. دوه لویې کمپنۍ وې، د تېلو کمپنۍ، د گاز کمپنۍ. یوه یې یونیکال نومېده، بله یې دلتا نومېده. یوې سره ډاکتر زلمی خلیلزاد مشاور و، دویمې سره چارلي سنتوس – چې مخکې له هغه نه د ملگرو ملتونو د خاص استازي معاون و. دوی غوښتل چې له ترکمنستان نه پاکستان ته پایپ لاینونه جوړ کړي. دا خبره د پاکستان له خوا مطرح شوله او اولې مرحلې کې دا دوه کمپنۍ د امریکاییانو په مرسته زښتې ډېرې استوارې وې او که مصاحبې د هغه دوران د ډاکتر خلیلزاد وگورئ، ده له دې نه دفاع کوله چې طالبانو ثبات راوړی او دوی بدلون کې دي او باید امریکا دوی سره راشه درشه ولري. پس د شوروي اتحاد له ړنگېدو نه مرکزي آسیا هم مستقله شوې وه، خپل استقلال یې نیولای و، دا موضوع چې د مرکزي آسیا گاز او تېل څنگه جنوبي آسیا ته انتقال شي، نصیرالله بابر او د پاکستان د هغه دوران حکومت ته یوه اساسي موضوع وه. تنها پس ته چې هغه کمپنۍ په دې نتیجې ورسېدې چې اوس د دې امکان نشته، دا موضوع کمزورې شوه.
جنبش: په نتیجه کې د طالبانو نه د امریکا او لویدیځ مخ هم واوښته. در بخش قبلی یک شمه ای از آنچه در اقتصاد کشور و در بنادر ما بصورت مشخص بعد از سقوط حکومت طرفدار شوروی در افغانستان میگذشت، صحبتی شد و یک تصویری را شنونده ها دارند، ولی اگر حالا مشخص تر بیاییم بعد از اینکه امارت اول طالبان سقوط کرد و شما در اداره انتقالی به عنوان وزیر مالیه وارد حکومت شدید، عضو حکومت شدید و مسوولیت مستقیم بنادر و گمرک ها و مسایلی از این قبیل به شما تعلق گرفت. از آنچه که در ذهن تان به عنوان خاطره های آن دوران باقی مانده، صحبت کنید.
دکتور غنی: نکته اول اینست که حکومت مرکزی فاقد عواید بود. عواید در گمرک های عمده کشور خصوصی شده بود. لویه جرگه اضطراری که به حیث وزیر مالیه انتخاب مرا صحه گذاشت، نماینده های ملت بصورت واضح اجماع را ظاهر کردند که یک دولت مرکزی فعال و خدمتگار میخواهد. عواید ما در اول از ۲۰۰ میلیون دالر [در سال] کمتر بود و من مجبور بودم که هم کمک های بین المللی را جذب کنم [و هم روی عواید ملی کار کنم]. اما فراموش نکنید که در آن دوران ایالات متحده امریکا کمترین علاقه داشت که آینده افغانستان را تمویل کند و در طول این دوران بود که جامعه جهانی را در کنفرانس برلین در ۲۰۰۴ قناعت دادم که ۸٬۲ میلیارد دالر را برای ۵ سال آینده تعهد کند و بصورت عمومی دوباره سر ۲۶ میلیارد دالر ما صحبت کنیم که نکات بعدی است. یکی از نکات کلیدی مرکزیت اینست که باید تمام مامورین دولت را بتوانید معاش بدهید و معاش را به وقت بدهید. و این، بدون اینکه گمرکات کشور –که خواسته مردم بود، مرکزی شود، راه دیگر نداشت. برای ایجاد این، اجماع به کار بود و یکی از خاطرات اول من اینست که تمام والی های ولایاتی را که گمرکات داشتند کرزی صاحب به کابل خواست، اما ۳ روز اینها را ندید و این یک تاثیر فوق العاده سر شان گذاشت چون روز به روز تشویش آنها زیادتر میشد که در همان وقت فرمان عزل شان را شاید صادر کند. بعد از این، اینها را در جلسه شورای امنیت خواست و یک تصویب واضح شورای امنیت شد که همه شان مابینش امضا کردند که مالیات مرکزی میشود و دیگر اینها صلاحیت های خاص به نامهای مختلف برای خود گذاشته نمیتوانند که اصول و مقررات دولت را کنار بگذارند. این معلومدار، از نگاه مشروعیت نکته کلیدی بود که فیصله وجود داشته باشد، اما مثال چه را شنده اید که موشها از یک پشک ترس داشتند و یک موش پيشنهاد کرده بود که بهترین راه اینست که اگر در گردنش زنگوله بیاندازیم. باز یک موش پیر گفته بود که کی در گردنش زنگوله می اندازد؟!
در این وقت به من احوال روان کرد یکی از والی ها که حال که در کابل امضا کردیم، اگر جرئت دارید بیایید این را در ولایت عملی کنید. اولین اقدام من این بود که برایشان نشان بدهم که من این را میتوانم عملی کنم. و طریق عملی کردنش صحبت با مردم در مساجد جامع بود. در مسجد جامع هرات خاطره واضح منست و در آن جلسه من فلسفه اساسی حکومتداری در دین مبین اسلام را که یک اولی الامر است [تشریح دادم]. وقتیکه یک اولی الامر مشروع وجود داشته باشد، کسی خود را امیر گفته نمیتواند. و وقتیکه می برآمدم، واسکت مرا از عقب با کارد بریدند. اما نکته دیگر هم بسیار دلچسب بود و این شاید از بدترین خاطرات من باشد. والی صاحب می برآمد، بوتهایش کمی خاک پُر شده بود، یک دگروال که دریشی نظامی به تنش بود، کلاه خود را از سر خود برداشت و بوتهای والی صاحب را همرای کلاه خود پاک کرد.
جنبش: که این یک توهین بزرگ به مسلک نظامی هم بود.
دکتور غنی: نه تنها به مسلک نظامی، بلکه به تمام اساسات دین مبین ماست. این رقم وضعیت برای تان نشان داده میتواند که فرق دیدگاه چقدر بود و فضای ترسی که وجود داشت در این ولایات تا چی اندازه بود. اما نکته دیگرش هم اینست که کسانی که قدرتمند بودند یا بنام زوردار معرفی میشدند -کلمه «جنگسالارها» را بعضی ها استفاه میکنند، در عین حال می فهمیدند که مشکل بنیادی مشروعیت دارند و گذشته شان را مردم فراموش نکرده اند. از این جهت من توانستم در کوتاه ترین مدت گمرکات را مرکزی بسازم و طرحی را که داشتیم [عملی کنیم]، متاسفانه بعد از آن آقای خلیلزاد به حیث سفیر ایالات متحده امریکا به کرزی صاحب مشوره داد و هر دوی شان به نتیجه رسیدند که باید این زورمندها را در حکومت مرکزی بیآورند و یکی از شرطهایش این بود که من در وزارت مالیه نمانم، برای من پیشنهاد کردند که به وزارت معادن بیایم، من قبول نکردم و [گفتم] من چون برای خدمت به افغانستان آمده ام، اگر ریاست پوهنتون کابل را برایم اهدا کرده میتوانید خوب، غیر از آن من حاضر نیستم در حکومت کار کنم. یعنی سه بدیل واضح آینده افغانستان وجود داشت: یکی این که یک دولت خدمتگار و یک دولت انکشافی بوجود بیآید، که بتوانند آلام تمام این دردهای چند دهه را دوا کند؛ دوم، یک حکومت مافیایی روی کار میآید که یک عده معدود سرمایه دار میشوند؛ و سوم، اینست که از بحران به بحران خواهند رفت. و بدبختانه دیدید که پیشنهادی که به عمل آمد اصلاحات اساسی و یک دیدگاه اساسی انکشافی کنار گذاشته شد. و در آن جمله قدرت این زورمندها مخصوصاً بعد از انتخابات پارلمان و دادن امکانات وسیع به اعضای پارلمان به شبکه های خاص شخصی مبدل شد.
جنبش: که اشتباه ونه کړم، یعنې تاسې دلته دا وویل چې شروع مو له هراته وکړه او د هرات ترڅنگ بلخ.... پوښتنه مې دا ده چې بلخ کې هم قندهار کې هم، ننگرهار کې هم زورور واکمن وو.
دکتور غني: قندهار ته هم لاړم، جلال آباد ته هم لاړم، پس له هرات نه، ځکه چې اصلي خبره هلته وه، هلته نغدې پیسې وې، تر آخري لحظاتو پورې خلکو باور نه شو کولای چې دا پيسې به کابل ته انتقال شي. شل میلیونه ډالره ما انتقال کړل، د هغه وخت د واشنگټن پوسټ او نیویارک ټایمز په مقالو کې یې گزارش لیدلی شئ چې مساله څه وه او په څه ترتیب باندې مو دا وکړل. دې نورو ځایونو کې نغدې پيسې نه وې، ډېرتر دا وو چې څنگه اصول ترلاسه واخلو. بله خاطره مې دا ده چې د کود و برق فابریکې ته لاړم بلخ کې، خلکو ته چا معاش نه و ورکړی. فابریکې تولید کاوه، کود یې تولیداوه، اما دا ټول په شخصي توگه خرڅېدل او پیسې به څو محدودو خلکو ته لاړې. رئیس د فابریکې مې چې ولید، ورته مې وویل څلرویشت ساعتو کې به یا ټولو ته معاش ورکوې یا به دې له پښې نه ځوړند کړم. څلرویشت ساعتو کې یې ټولو ته معاش ورکړ. بښنه غواړم، مگر دا دغه رقم خلک وو چې په دا رقم ژبه پوهېدل. او همدارقم د حیرتان په بندرگاه کې یا نورو ځایونو کې به مې خلک لیدل چې ذره یې سر په دې نه خلاصېده –چې قندهارۍ اصطلاح استعماله کړم، اما ټول یې گمرک کې [مقرر] کړي وو. بله خاطره مې دا ده چې د یوه وزیر باډیگارډ راغی راته، ویل یې که دا د ننگرهار گمرک راکړې. ما وویل ته څه کاره یې؟ ویل یې خو زه یې باډیگارډ یم. ما ویل گمرک به څنگه چلوې؟ ویل یې شته، بیا به خلک ونیسم. دغه ذهنیت و. د مالیې وزارت کې ښې طالع مې درلودې چې یو ډېر پياوړی ټیم و چې واقعاً ملي لید یې درلوده او په دې باندې مئین وو او کتابونه یې جوړ کړي وو په دې اړه، چې څنگه دا [وطن] په پښو ودرېږي او په څه طریق له تعرفې نه نیولې تر د خلکو روزل، تر د یوې اکاډيمۍ جوړول ... دا ټول برابر شوي وو، مگر معلومدار، دوو کالو کې دا کافي نه وو چې دا ټول عملي شي او د دې لپاره چې دا ټول تاسیسات په پښو ودرېږي، هغه ته هم موږ امکانات برابر کړي وو، مگر وختې چې سیاسي وضعیت بلې خوا ته لاړ او موافقه وشوله د امریکاییانو او کرزي صاحب منځ کې چې باید حکومت ته دا خلک راوړل شي او وزارتونه دوی ته وسپارل شي او پس له هغه نه په هماغه طریقه باندې د دوی افراد په ولایاتو کې وټاکل شي، نو لاره بلې خوا ته لاړه.
جنبش: در این مورد سوالات فوق العاده زیاد است که متاسفانه به علت کمبود وقت نمیتوانم همه را بپرسم ولی خوب یک تصویر را شنونده ها حتماً یافته اند که آغاز از کجا شد و به چی دلیل آن آغازی که شاید میتوانست به یک انجام بسیار خوب برسد ادامه نیافت. ما چون دوران بعد از سقوط امارت طالبها را صحبت میکنیم، سوال دیگر من اینست که در همین دوران، یعنی در همین ۲۰ سال، یکی دو بندر دیگر هم ساخته شد، آیا برنامه های کُلی در مورد بنادر بر خط دیورند و بر سرحدات ما در شمال و غرب چه بود؟
دکتور غنی: اول این بود که نیمروز را، خاصتاً شهر زرنج را ما به پا ایستاد کردیم به حیث یک نمونه واضح که در عین حال خطر این بود و یک قسمت توطیه ها و پروپاگند واضح بود که این از خاطر اینست که اهمیت هرات را ما پایین بیآوریم، که بالعکس شما دیدید که با افتتاح تورغندی، کوریدور لاجورد و راه های دیگر، اهمیت هرات دو چند شد و سه چند، با طرح خط آهن و اینها ییکه داشتیم. همچنین در نیم شب من به [بندر] غلام خان رفتم در خوست و تاسیساتش را دیدم و امکانات غلام خان نهایت زیاد بود از جهتی که کابل - کراچی را چند صد کیلومتر راهش را نزدیکتر میسازد. یک قسمت زیاد ولایات ما در شمال و جنوب و جنوب غرب با ممالک همجوار سرحد داریم یا ولایات ما که بالای خط دیورند واقع استند، ظرفیت ترانزیتی را دارد. از این جهت، عرض من به شما و تمام مردم افغانستان اینست که موضوع گمرک را در چارچوب ترانزیتی شدن افغانستان ببینید. این را تنها در چارچوب واردات افغانستان نبینید یا حتی در چارچوب صادرات افغانستان. یکی از عمده ترین دلایلی که ما باید سر زیربنای گمرکات خود سرمایه گذاری کنیم و راه های تردد را زیادتر بسیازیم، اینست که افغانستان با موقعیت خود در قلب آسیا میتواند از ترانزیت پنج یا ده چند گمرکات عاید داشته باشد. اگر از نگاه گمرکات ببینید یک نوع سرمایه گذاری است، ما اگر از نگاه ترانزیت اینرا ببینید و ترانزیت بین المللی و بین المنطقوي را در این نظر ببینید، باز دیدگاه ما نهایت تغییر میکند و از این جهت تنها در ننگرهار طور مثال، تورخم مطرح نیست، پهلوی آن هم مومندره مطرح است که راه را به طریق دیگر تغییر داده میتواند. راه کنر باید دوباره به قسمت عنعنوی اش  -که از راه سوات ارتباط داشت زنده شود. به طرف بدخشان، هم از نگاه ارتباط بین چین و آسیای جنوبی طرف دیگر ببینیم. پکتیا، پکتیکا، خوست، زابل و هلمند هم از نگاه ارتباط با بنادر عمده پاکستان و ایران در خلیج و از طرف دیگر بحیره کسپین حال مطلق یکی از نقاط کلیدی است برای ما. و از آن جهت نه تنها آذرباییجان بلکه جورجیا و از راه آذرباییجان ترکیه و اینها از راه زمین همه مطرح است. و از طرف دیگر آسیای مرکزی تا روسیه و مهمترین بازار دیگر ما چین و باز کوریدور آبی ییکه از این جهت ایجاد شده میتواند به هندوستان، این نقاطی است که موقعیت ما را به شکلی مطرح میکند که سرمایه گذاری بزرگ و امکانات کار و کاریابی و تحرک اقتصادی در این زیادتر شود.
جنبش: یو ځای چې همدغو کلونو کې رسنیو ډېر یاداوه بهرامچه ده، فکر کوم چې په هلمند ولایت کې دی او یادونه کېده چې له دې لارې نه ډېر مواد چې زیات یې قاچاق دي او زیات یې د وسلو او نشه يي توکو قاچاق دی، وسله وال هم پرې اوړي را اوړي، دا یادونه کېدله. د بهرامچې قانوني حیثیت څه دی؟ یعنې دا یو وخت کې، کوم وخت  بندر و که نوې لاره د قاچاق لپاره جوړه شوې؟
دکتور غني: نه، دا د قاچاق له لارې نه ده، لکه چې قلات نظر یا ځينې نور ځایونه دي ایران سره. د بهرامچې اهمیت په دې کې دی چې نزدې ترینه لاره ده گوادر [بندر] ته او له دې نظر نه کېدای شي چې یوه عمده مشروع لاره وی، او یوازې قاچاق د مخدره موادو او دا نه و، زموږ رخام هم قاچاق کېدل، ځکه چې خدای جل شانه موږ ته مرمر او رخام کې یو ظرفیت راکړی چې شاید ۲۰۰ یا ۳۰۰ کاله نور موږ وکړای شوو چې صادرات ولرو. دا هم له دې ځای نه کېدل. اوس باید بهرامچې ته د نوي نظر نه وگورئ او که په تېرې برخې کې مو په یاد وي، [هلته] د احمدشاه بابا د دوران ارتباطات چې څنگه بلوچستان او سندهـ د افغانستان برخه وه هغه وخت کې، اما  د اقتصادي لارې نه خاص ارتباطات وو او بلوچستان بنادرو نه گټه اخیستل کېده. د بلوچستان راتلونکی افغانستان سره تړلی، ځکه چې سندهـ یې رقیب دی، سندهـ خپل بنادر لري، هلته تاسیسات موجود دي او دا ټوله پانگه چې چینایانو په گوادر کې واچوله بې له نه چې افغانستان سره او له هغه لارې نه مرکزي آسیا سره وصل شي، له هغه نه گټه نه شي پورته کېدای. او بل دې ته هم وگورئ، هلمند کې ډېره پانگه اچول شوې او هلمند ډېر خاص ظرفیت لري، ځکه هلمند کې د ځمکې جایداد، لوی جایدادونه دي. د هلمند طرحه امریکاییانو د کالیفورنیا له ایالت نه راوړله او دلته یې پلې کړله. نو دلته هغه امکانات شته چې دا ټوله ساحه: هلمند، نیمروز، هرات، قندهار کولای شي چې د ایران –چې یو ډېر لوی واردوونکی د زراعتي توکو دی، یوه ډېره برخه [د اړتیاوو] برابره کړي او خاصتاً هغه ذخیره د مرمرو او دا چې شته په هلمند کې، ټول خلیج کې [بازار لری] او غیر له هغه ترکمنستان تر آذرباییجان. مه هېروئ، د هرات خاصتاً د چشت شریف مرمر هغو بهترینو سپینو مرمرو د ایټالیې سره سیالي کوي او موږ ته ښه موضوع دا ده چې ایټالیې کې دا ذخایر ختمېدو کې دي. نو دې برخو نه که دا وگورئ، دلته یو راتلونکی دی چې واقعاً باید یو بل خوا ته وگورئ چې هغه ځایونه چې په دې کلونو کې له بدې مرغې نه د قاچاقو د سلاح او د نشه يي توکو لپاره استعمالېدل دا مشروع ترانزیت لپاره بین المنطقوي او بیا بین المللي برخو کې زښت ډېر گټور کېدای شي.
جنبش: در مورد تجهیز بنادر کمی صحبت شد در برنامه گذشته، حال میخواهم مشخص تر بپرسم که برای قرن ها، بارگیری ما و تخلیه اموال ما همیشه فزیکی بوده، مردمی که در آنجا کار میکردند، افرادی که کار میکردند این را یا بار میکردند یا تخلیه میکردند. از این نگاه چی تغییراتی در بنادر پیش آمد و همچنان از نظر اینکه سهولت پيدا شود در صدور تعرفه ها و محصول کردن اموال وغیره یعنی از نظر وسایل معاصر ثبت اجناس، چی تغییراتی در بندرهای ما پیش آمد؟
دکتور غنی: نکته اول این بود که در قانون گمرکات تغییر بنیادی آمد وقتیکه من شرف خدمت بحیث وزیر مالیه را داشتم. تمام تعرفه تغییر کرد، محدود شد، چون وقتیکه تعرفه بسیار طویل و عریض باشد قضاوت را به مامور میگذارد و در مابینش قاچاق و اینها میآید. بدبختانه بعد از اینکه تغییر آمد برای سالها آن تعرفه را اجراء نکردند. از این جهت، چندین سال گرفت که تعرفه ییکه بر اساس قانون گمرک آمده بود عملی شود، چون دستهای دیگر وجود داشت و در اینجا نکته کلیدی جناب جنبش صاحب اینست که بین تجارت و سرمایه گذاری باید تفکیک کنید. ما تجربه چند هزار ساله تجارت را داریم، اما از سرمایه گذاری ما بصورت اساسی مثلی که در برنامه های پیشتر برای تان گفته ام، تنها دوره آقای زابلی بود که از گمرکات به حیث وسیله سرمایه گذاری استفاده شد، چون دولت خاندان نادرشاه، اینها مالیات را از دست دادند. مالیات تغییر نکرد، مالیات بر زمین و مالیات بر مواشی. مالیات بر مواشی بخشیده شد بعد از یک سال بد که سال خشکسالی بود و مالیات بر زمین تغییر نکرد. از این جهت اتکای دولت سر عواید گمرکات بود تا اینکه [استخراج] گاز شمال ایجاد شد که آن تقریباً ۱۰ ٪ عواید را بدست میآورد. اساس مالی را از این خاطر آقای زابلی با ایجاد انحصارات تأمین کرد، اما بصورت تدریجی آن طرح تطبیق نشد. بعد از آن که کمک های بین المللی آمد اتکا سر گمرکات به حیث یک واحد واضح است. هر چه اتکای یک کشور سر گمرکات زیادتر باشد، به همان اندازه آسیب پذیر است. از این جهت است که من بین ترانزیت و گمرکات تفکیک میکنم. یکی از تغییرات عمده ییکه بوجود آمد، معلومدار سرمایه گذاری سر بندر حیرتان بود و ایجاد خط آهن. این همرایش در قسمت تغییراتی که پیشتر گفتید، از نگاه امکانات تکنالوژی انتقال را به خط آهن که دو نوع بود: یکی از اینها خطوط آهن خصوصی ایجاد شده بود که تاسیساتی که در حیرتان بوجود آمد و قسمت دیگرش تاسیسات خط آهنی بود که به شهر مزار شریف خاتمه [می یافت]. اما مدیریت آن را بدست یک شرکت ازبکی داده بودند، [برای این] که این ظرفیت بدست افغانها بیآید، همیشه به کار شکنی مواجه بود. بخش اساسی ما –بعد از اینکه مسوولیت ریاست جمهوری به من رسید، مخصوصاً در دو سال اخیر، سر این بود که چطور تمام پرداخت ها را هم در گمرکات و هم در معاملات بین دولت دیجیتلی کنیم. از این جهت ایجاد تذکره برقی یک شرط اساسی بود و اگر به یاد تان باشد مقابل این هم کار شکنی های بسیار زیاد صورت گرفت و پروپاگند. در شروع ماه سپتمبر ۲۰۲۱ این طرح عملی میشد، ۵ میلیون نفر برای شان تذکره برقی توزیع شده بود تا ختم سال ۲۰۲۱ برای ۱۰ میلیون نفر [میرسید.] و غیر از آن زیاده از یک میلیون دوکاندار در این سیستم وصل میشدند که بانکهای ما به این ترتیب بیآیند. پرداخت ها همیشه به مشکل بود و معاشات را هم دیدید، که معاشات بصورت برقی نبود. از این جهت، با مشکلات امنیتی ییکه ما داشتیم از یک طرف، مگر مخصوصاً دولت در حقیقت خصوصی شده بود و چون نیم دولت، کابینه مربوط به اشخاصی بود که مدافع امتیازات خود بودند و مقابل هر اقدام اصلاحی موقف میگرفتند، سرعت حرکت به پیمانه ای نبود که بتواند به آن سرعت لازمه تمام اینها را پیاده کند. باوجود این هم تغییرات زیاد آمد و موضوع جمع کردن عواید ما تقریباً دو چند شد و بصورت اساسی در حال تغییر بود که ما بتوانیم هم نوع عواید را تغییر بدهیم و از آن جهت در سیستم مالیه اصلاحات بوجود آمد، اما مشکلات اساسی باقی مانده بود. و نکته دیگر را فراموش نکنید، هر سال، در پنج سال آخر مسوولیت من، ما در حدود ۲۰ ٪ عواید ملی خود را از خاطر تخریبات طالبها و مخالفین سیاسی دیگر از دست میدادیم.
جنبش: موږ یو ځل یوه بله خپرونه کې هم خبرې کړې وې چې هیوادونه د اورگاډي د پټلۍ یا د اورگاډو بیل گیجونه یا اندازې لري، دغه جلا والی ته چې مثلاً شمال کې د روسیې سیستم کارېږي، لویدیځ کې ایران خپل سیستم لري شاید پاکستان خپل ولري، دغو ته په پام سره، کوم ترتیبات زموږ په کوم بندر کې د عملي کېدو په حال کې وو چې د گیجونو دغه بدلون ته دغه بندرونه آماده شي چې موږ وکولای شوو په آسانۍ باندې اور گاډي هیواد نه تېر کړو؟
دکتور غني: موږ څلور نوع گیجونو سره په گاونډیو هیوادونو کې راشه درشه لرو. اول روسي گیج دی چې ټوله مرکزي آسیا تر اوکراین او دې پورې په دې باندې تړلي او د پخواني شوروي اتحاد ټول جمهوریتونه په دې گیج کې دي. له حیرتان نه تر مزار شریفه هم همدا گیج دی. ازبکستان او تاجکستان او ترکمنستان او قزاقستان، قرغیزستان سره هم چې په دې باندې غږېدو بالآخره زموږ نتیجه دا وه چې دغه گیج به ازبکستان له پاکستان سره وتړي. دویم گیج چې کار لاندې و او د ایران له خوا پيسې یې ورکول کېدلې، د خواف – هرات پروژه وه چې پرمختگ وشو، د هرات ښار ته نه وه رسېدلې، دا گیج بین المللي گیج دی او د دې لپاره باید یو ځای ولرئ چې دا دوه گیجه څنگه سره تړل کېږی. زموږ ټوله طرحه دا وه چې د دوو گیجونو د [تعویض] بهترین ځای به هرات وي. دلته له ۲۰۰ تر ۴۰۰ جریبو ځمکه مو په کار ده. د هرات اوسني گمرک د دې ظرفیت نه درلود، ځکه چې ښار ته نزدې و او نتیجه یې څه وه؟ یوازې ۸ ساعته د شپې له خوا لاریو حرکت کولای شو. نو ضرور وه چې دا گمرک بدل شي او هرات باندې مو ډېره لویه پانگه اچولې وه، په نورو ځایونو کې. گمرکاتو ته که د پخوا له نظر نه وگورئ څو کوټې او څو ځایونه وو یا تمځایونه وو. په اوسنۍ لاره د گمرک نقشه کول لکه د هوایي اډې نقشه کول دي او د دې لپاره هغه شرکت چې موږ او تاسې ور باندې غږېدلي یوو چې زموږ د شپږو ښارونو نقشه یې جوړه کړله، د نړیوال بانک له خوا دوی سره نتیجې ته رسېدلي وو چې دوی زموږ د گمرکاتو نقشې وکړي، ځکه باید یو پوخ اساس یې ایښودل شوی وای چې څو لسیزې دوام وکړي او دلته به بیا راشوو چې د دې معیارونه څه دي. له بلې خوا نه قندهار کې چمن سره پانگه اچول په دې پکار دي چې چمن ته موږ رسېږو او باید ورسېږو. هاخوا ته باید پاکستان دې ته حاضر شي چې هغه رېل پټلۍ باندې پانگه واچوي، اما عمده ترینه خبره په دې کې دا ده چې، که پاکستان سره موږ غږېږو باید په کراچۍ کې په اساسي توگه بدلون راشي. او زموږ بدیل وړاندیز دا و چې باید د قاسم بندر [ته ورسېږو]. هلته که لاړ شوو، ځکه چې زموږ واردات له کراچۍ نه له یوې خوا نه سیاسي چلند ورسره کېږي او له بلې خوا نه د فساد مساله ده. زموږ داسې واردات هم وو، د هلمند تاسیسات یې یوه نمونه ده چې پنځه کاله یا لس کاله په کراچۍ کې پاتې وو او هلته هم هره ورځ چې پاتې کېدل، هغه [څه] چې ډیمرج ورته وایي هغه یې خوړ. که بین المنطقوي او بین المللي ترانزیت باندې راځوو، بې له روښانه او د اعتبار وړ موافقتنامو نه دا نشي کېدای. او ځکه ما شرط ایښي و چې که دوی غواړي چې مرکزي آسیا ته ورسېږي موږ باید د بین المللي اصولو په اساس باندې له یوې خوا نه هندوستان ته لاره د ترانزیت ولرو او له بلې خوا نه امکانات د دې ولرو چې موږ ته د اوسپنې پټلۍ انتقالات برابر کړي. د دوی لارې راتلې – تر څو چې موږ ور باندې محدودیت کېښود، اما زموږ لارۍ یې نه پرېښودلې چې کراچۍ ته لاړې شي. نو د مساوات خبره ده، ځکه چې یا دولت په دولت روابط شته یا نشته. مرکزي آسیا په مفته نشئ ورکولای، په بدل کې یې باید واضح امتیازات واخلئ، چې زموږ ملي گټو او همدغه رنگ مشترکو گټو ته رسېدای شوو، اما دا یواړخیزه نه شي کېدای.
جنبش: با توجه به همین پاراگراف اخیر پاسخ تان، انتباه در افغانستان –غالباً چیزی را که من می شنیدم، این بود که کشورهای همسایه در بنادر حق به اصطلاح (ویتو) دارند. هر وقتی که خواستند دروازه ها را می بندند، هر وقتی خواستند از خاک ما استفاده میکنند، برعکس ما هیچ صلاحیت نداریم. مثلاً در بندر حیرتان پُل دوستی به دست جانب ازبکی است. در تورخم و سپين بولدک پاکستان کنترول میکند و شاید هم در غرب ایران، چرا چنین است؟
دکتور غنی: در نظر داشته باشید که بعد از ایجاد مناسباتی که ما با آسیای مرکزی بوجود آوردیم، راه آسیای مرکزی به روی ما بسته نشد هیچوقت. و مثال بسیار زنده اش فاجعه کووید است. در دوران کووید یک روز نه قزاقستان، نه ازبکستان، نه ترکمنستان بنادر خود را به روی ما بسته نه کردند. چون در اینجا اساس یک احترام متقابله و منافع متقابله به صورت واضح گذاشته شد بود. با آسیای مرکزی مناسباتی را که ما بوجود آوردیم و ارتباطی را که هزارها سال با آسیای مرکزی داشتیم، اما بعد از ایجاد تعرفه امپراتوری زاری در ۱۸۹۸ تضعیف شده بود، دوباره زنده کردیم. دوم، ایران در دوران کووید تنها در حدود یک ماه، که کووید در اوج بود، سر بندر محدودیت ها وضع کرد و از این جهت بود که گندم کمکی هندوستان هزارها تُن از راه ایران انتقال داده شد و اینجا هم منافع مشترک بود. کشوری که همیشه از ترانزیت بدبختانه استفاده سیاسی کرده، پاکستان بود. از دوران صدارت داود خان شروع که مجبور به استعفی اش شد و بالآخره میانجی گری شاه ایران بود که ترانزیت را دوباره باز کرد و دوران های مختلف. و همچنین این فصلی است. هر بار که ما موسم صادرات میوه جات خود را داشته باشیم، خاصتاً انگور ما را [دروازه ها را می بندند]. از این جهت است که ما باید به یک موافقه واضح برسیم و حال افغانستان در یک موقعیتی است که تعادل را ایجاد کرده میتواند، چون ما به یک کشور مرتبط نیستیم. این کوریدورهایی که ایجاد شده، موجب این میشود که ما با همه امکان روابط مثبت داشته باشیم، بدون اینکه تحت سلطه یکی شان باشیم. از همین خاطر است که تأکید دوامدار من سر اینست که به طرف موقعیت افغانستان به حیث یک سرمایه طلایی ببینید، که امکان این را فراهم میکند که به یک کشور عمده ترانزیتی بدل شویم. و در ترانزیت سرعت حرکت و اعتماد و سرمایه گذاری همه جانبه از همه جهت ها به نفع هر کشور است. و مثال زنده اش را در برخورد با ترکمنستان و ازبکستان دیده میتوانید. اول خط آهن را هم به آقینه هم به توره غندی، کشور دوست ما ترکمنستان به پول خود ترتیب داد و هم تاسیساتی را که در ترمذ بوجود آمده، و یک تاسیسات نهایت وسیع است، ازبکستان در اختیار ما قرار میداد که بتوانیم به قیمت بسیار ارزان از اینها استفاده کنیم و یک قسمت مواد زراعتی خود را پروسس کنیم و از اینجا گمرکات تا روسیه به یک صورت انجام داده میشد. و هم تسهیلاتی را که قزاقستان و ازبکستان هر دویشان در انتقال گندم برای ما بوجود آوردند بر اساس منافع مشترک بوجود آمده بود. راه دیگری که ما سرش کار کرده میتوانیم یک کوریدور زمینی و دریایی به چین است که شاید ارزانترین کوریدور ما در آینده صورت بگیرد و مهمترینش اینست که خط آهن پنج کشور که زیر بحث بود، آن هم از نکات عمده است. پهلوی این، تنها گمرکات را دیده نمی توانید، ترانزیت گاز، تیل، برق کُل اینها در جز ترانزیت میآید. و هم میدانهای هوایی بزرگی را که فعلاً به حیث یک سرمایه گذاری داریم، این را به حیث نقاط کلیدی دیده میتوانید و این مناسبات ما را با همسایه ها بصورت اساسی تغییر داده میتواند. اگر پاکستان بخواهد که از همه اینها محروم باشد باز میتواند بصورت دوامدار استفاده سیاسی کند، در غیر آن همه به یک چارچوب همکاری اقتصادی رسیده میتوانیم، که بتوانیم همه ازش استفاده کنیم و استفاده مثبت باشد. خاصتاً مناسبات تاریخی ما با خیبر پښتونخوا و بلوچستان قسمی است که ارتباطات را بصورت اساسی بر اساس نفع مشترک تأمین کرده میتوانیم.
جنبش: که زه سم پوه شوی یم، یعنې تر هغو پورې چې افغانستان په سیاسي – اقتصادي او نورو ډگرونو کې پياوړی دریځ ونه مومي، کېدای شي گاونډيان له گمرکونو او بندرونو نه دغسې یوه استفاده وکړي او دا که افغانستان مختلفې لارې خلاصې کړي له دغه انحصار نه به راووځي. دلته مې یوه لنډه پوښتنه دا ده – که څه هم تېره خپرونه کې دې باندې هم لږ وغږېدو، هغه د سراج الاخبار مثال مو چې راوړ د سمرقندي ملا چې دې خوا راغلی و، مالونه یې ترې شکولي وو. گمرکونه، بندرونه داسې وي لکه شیریني او خواږه چې هر ځای کې مچان وي ورته راټولېږي، یعنې فساد په کې شته، په دا ټولو دورو کې، آن ستاسې تر دورې پورې، د گمرکونو فساد په کُلي ډول ورک نه شو، یعنې په اصطلاح ولې په دې شیرینۍ باندې دا امکان پيدا نه شو چې یو څادر، یوه جالۍ وغوړېږي چې مچان پرې کې نه ني؟
دکتور غني: بالکل، خبره مو ډېره مهمه ده جنبش صاحب او خبره په دې کې ده چې باید وگورئ چې څه رقم حکومت ما ته په میراث راغی! که موږ هغه طرحې –چې ما د مالیې د وزارت په دوران کې وړاندې کړې وې، [عملي کړې وای]، نتیجه به ډېره بلې خوا وه، مگر د سفیر خلیلزاد په مشورې باندې دوی هغې طرحې ته ورسېدل چې نوم یې هم ډېر واضح (د جنگسالارانو طرحه) وه او هغه دا وه چې څنگه جنگسالاران راوړي حکومت ته او حکومت یې دوی ته وسپاره. څه توقع مو درلوده؟ او بې له هغه نه روابطو د پارلمان ته گورئ او بیا ولایتي شوراگانې دې کې راغلې او بیا پولیس. د کورنیو چارو وزارت فساد بې حده و او دا ما هر وار خپل دوران د مسوولیت کې ویلي دي. د کورنیو چارو وزارت نه فاسد تر وزارت شاید منطقې که نه وي. بل، هوايي ځواک د افغانستان نه، د جنرال فلینت مصاحبه چې اوس خپره شوې ده – ځکه چې واشنگټن پوسټ وکړای شو چې دا سري اسناد په لاس راوړي، په واضح توگه وایي چې هوایي ځواک په قاچاق د مواد مخدره کې دخیل شوی و. وختې چې اساساتو ته راځئ، ۲۰۰۲ کې، انتقالي دورې کې دا فرصت و چې ډېر ټينگ تهداب کېږدئ او هر وارې نور پوړونه ور باندې کېږدئ، اما وختې چې تهداب کوږ شو، دې دوام وکړ او حداقل ٪۵۰  د افغانستان د گمرکاتو عواید فساد کې تلل او زورواکانو لاس کې او نورو او د لارو منځ کې هم معلومدار، هم پولیس په کې شامل وو او هم طالبان او نور. ځکه له یو خوا نه قراردادونه وو چې انتقالاتو لپاره ورکړل شول او د دې پر ځای چې دولتي انتقالات تقویه شي، خصوصي شرکتونو ته ورکړل شول او دا ټول هغه یو راپور دی چې د امریکې د کانگرس له خوا لیکل شوی و په نامه د Warlord Incorporate چې ښيي څنگه ټول قندهار – کابل لارې کې فساد په څه پیمانې ورسېد او بیا دا څومره پراخ شو. ځکه موږ باید په اساسي توگه بېرته دې ته راشوو. د ملي ځواک معنی څه ده؟ ملي ځواک معنی دا ده چې قوانین تطبیقېږي او په یو رقم تطبیقېږي، نه دا چې مختلف نرخونه وي او په افرادو پورې تړلي وي او تر څو چې ملي ځواک منځ ته را نه وړئ، گاونډیان درباندې پیاوړي دي. هغه خبره چې د تعجب وړ ده، دا ده چې سره د دې ټولو مشکلاتو باندې موږ څومره پرمختگ وکړ او څنگه یو لیدلوری مو راوړ چې مرکزي آسیا ته قناعت ورکړو، ایران ته قناعت ورکړو، چین سره او حتی روسیې سره په خبرو کې اوسو، آذرباییجان او دې سره چې لارې برابرې کړو. بیا هم وایم، بې له دې نه چې افغانستان په یوه اساسي صادروونکي هیواد باندې بدل شي، هوسایي نه راځي. یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي وو په صادراتو کې، پنځو میلیاردو امکان درلود، په پنځو کالو کې. او اوس هم که ۲۰۴۷ ته گورو باید بېرته په دې باندې راشوو چې څنگه د خپل ولس هوسایۍ ته گورو او څنگه هغسې تهدابونه جوړوو چې هغه باندې په راتلونکو سلو کلو کې نوره وده وشي. کوریا په دې کې یو ډېر لوی مثال دی. له کوریا نه ځپل شوی ملک پس له دویمې نړیوالې جگړې نه –ځکه چې لویه جگړه هلته وشوله، موجود نه و، او نن د هغوی پرمختگ غوندې، په هغه چټکۍ یې چې کړی، بل مثال نشته. نو طرحې په کار دي او د هغه تطبیق په کار دی.
جنبش: یک تصویری از عواید بندری ما –اگر ارقام دقیق هم نباشد بصورت کُل به شنونده ها بدهیم که باوجود اینکه شما گفتید که حداقل ۵۰ در صد عواید حیف و میل میشد، جنگسالارها و دیگرها میبردند، باقی مانده آن در عواید ملی کشور چه نقشی داشت؟ تا چه حدی ازین مدرک میآمد؟
جنبش: او چې دا خپرونه په همدغه وروستۍ جمله باندې راټوله کړو چې تر ۲۰۴۷ کاله پورې په دغو شلو یا څو ویشتو کلونو کې بندرونه او دغه گمرکی تاسیسات چې په سرحدي نقطو او ډيورنډ کرښه باندې دي، دا هم د تسهیلاتو او امکاناتو له پلوه او هم د بشري او تخنیکي تسهیل او تجهیز له پلوه، څنگه اصلاح شي چې افغانستان لږ تر لږه دغه سیمه کې د هیوادونو سیال کړي؟
جنبش: بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی از اشتراک تان در این برنامه. تا برنامه دیگر که موضوعات دیگر را مطرح خواهیم کرد، با شما و با شنونده های عزیز در همین جا خدا حافظی میکنم. تا بعد.
دکتور غنی: تشکر از جناب شما، سلام های گرم و احتراماتم به هموطنها در هر جاییکه تشریف دارند، به خواهرها و برادرهای عزیزم، خاصتاً به جوانها و اطفال ما.
زنده باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان.
شریک کړئ: