ډاکټر اشرف غني
ډاکټر اشرف غني
April 24, 2025
۳۵مه ګڼه:‌ مخابرات (لومړۍ برخه)
دغه برخه د اړیکو د ټیکنالوژۍ تکامل څیړي؛ له لومړنیو اشارو نیولې تر ټیلګراف، ټلیفون، راډیو او د نن ورځې انټرنیټ پورې. همدارنګه دا بحث کوي چې هر پړاو څنګه ټولنه، حکومتولي او ژورنالیزم بدل کړی دی. دا خپرونه د ډیجیټل دور فرصتونه او ګواښونه هم ارزوي، چې په کې نړیوال اتصال، سایبري بریدونه او په یوه مخ پر ودې تړلې نړۍ کې ناسم معلومات (ډیس‌انفارمیشن) شامل دي.
۳۵مه ګڼه:‌ مخابرات (لومړۍ برخه)
Transcript
جنبش: جوړ پخیر، ستړي مه شئ، څنگه یاست؟ د همدې پوښتنو ځواب و چې انسانان یې د تماس وسایلو جوړولو ته اړ کړل. دغه وسایل په افغانستان کې مخابرات بولي او همدا نن زموږ د نوبتي پودکاست موضوع ده له ولسمشر محمد اشرف غني سره. این برنامه نیز ادامه بحث زیربنا در افغانستان است. من داود جنبش استم. استاد محترم به برنامه دیگر خوش آمدید.
دوکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم، سلام و احترامات به جناب شما و تمام هموطنان و خاصتاً شنونده های عزیز این پودکاست ها در هر نقطه کشور و دنیا که تشریف داشته باشند.
جنبش: بسیار تشکر، استاده کله چې ما دغې خپرونې ته چمتووالی کاوه، ماته د ژورنالیزم د پوهنځي د لومړۍ ورځې هغه درس را یاد شو چې استاد راغی او وار د واره یې پوښتنه وکړه چې څه نوې زړې؟ چی گپهاست؟ اوس غوښتل ووایي چې له نویو او زړو نه خبرېدل د انسان طبیعي غریزه ده او همدې غریضې دې لپاره چې ارضا شي، انسان یې اړ کړ چې وسایل جوړ کړي او د دغو وسایلو په نتیجه کې ژورنالیزم راغی.
دکتور غني: هو بالکل، له کابل نه د مثال په توگه تر پکتیا او خوسته پورې ټولو غرونو باندې د اور د لوگي یو لوی سیستم و. دا له اسلام نه مخکې موجود و او آثار د دې لا هم په دې غرو کې کتلی شئ. جارچیان هم ډېره لویه سابقه لري چې وتل به او په جار به یې اعلان کاوه او دا اعلانونه خاصتاً چې څه وخت اختر دی. پس له هغه نه چې توپ راغی د توپ لگول وو. مگر د دې په څنگ کې موږ نورې طریقې درلودې، یوې له دې ته به یې چاپار ویلې، خاصتاً د مغلي امپراتورۍ په دوران کې خپل اوج ته رسېدلی و، مگر پخوا له هغه نه یې هم ډېره لویه سابقه درلوده، نورو امپراتوریانو کې؛ په دې معنی چې سپاره خاص برابر شوي وو له یو ځای، یوې امپراتورۍ نه یا یوه ایالت نه یا بل ځای ته تلل او هرو شلو کیلومترو کې په اوسط پورې به دوی ته نور آسان آماده وو او دوی به آس بدلاوه چې ډېر مهم پيغامونه به یې [رسول]. مگر ټولو منځ د دې کې که وگورئ آوازه زښته ډېره وه، په دې معنی چې یو شی به چې یو چېرې پېښېده او د دې خبر به بل چېرې رسېده،  میاشتې یې نیولې. د مثال په توگه وختې چې د هندوستان ولس په ۱۸۵۷ز کې وخوځېده او د انگرېز واکدارۍ ته یې چیلنج ورکړ،   ۵۷ ورځې یې ونیولې چې دا خبر د دې انگلستان ته ورسېږي. داخل د هندوستان کې د تلگراف مزی راغلی و مگر ټول هندوستان کې نه و او لا انگلستان سره و؛ نو په دغسې احوالو کې تصامیم بل رقم نیول کېدل او خاصتاً دیپلوماسي بل رقم وه. سفیرانو سره زښت ډېر صلاحیت و، همدارقم که والیانو ته وگورئ یا عسکري جنرالاتو دې منځ کې، دوی د ډېر صلاحیت خاوند وو، ځکه چې زر معلومات نه رسېدل او دا ټول په دې وسایلو سره بدل شول.
جنبش: یوه خاطره به لنډه ووایم مخکې له دې نه چې بله پوښتنه وکړم، زما پلار خو افسر و په کمکي خیبر کې دا تورخم ته نږدې قطعه کې یې چې وظیفه درلود، موږ کوچنیان وو،  ورسره به وو، دوی په دا شاوخوا باندې شپږ پوستې درلودې سره د دې چې پوځ کې مخابره وه، اما دغو پوستو ته یې – یعنې امکان یې نه درلود چې هرې پوستې ته مخابره ورکړي، نو د شپې په ۹ بجو به تورم غږېده او له هرې پوستې نه به څراغ راوته چې یعنې خیریت دی. کومې پوستې به چې څراغ را ونه ویست، معنی یې دا وه چې کومه پېښه شوې ده، یعنې دغسې رمزي نښې هم وې د عسکرو په منځ کې.
دکتور غني: د دې په څنگ کې هم [نورې لارې وې]، ځکه چې عبدالرحمن خان په افغانستان کې د جاسوسۍ یو ډېر سخت سیستم چې روسي امپراتورۍ کې رواج و، هغه یې ټولو ځایونو کې پلی کړ او مشرانو یې د دربار یا خوانینو یا دوی یې د دې اجازه نه درلوده چې خپل نوکران یا حاضرباشان یا دا له خپلو مجالسو نه وباسي، او اکثر سیاستمداران په رمز غږېدل. او د همدې لپاره هم ده چې سانسور دوامدار و، په لیکنو کې به ستاسې په یاد وي، ټول شیان مخکې له دې چې افغانستان کې خپاره شي، لومړی له سانسور نه تېرېدل. او که په یاد مو وي د مرحوم غبار په کتاب باندې چې بینوا صیب وزیر د اطلاعاتو او کلتور و، د مرحوم میوندوال په دوران کې هغه اجازه د خپرېدو ورکړله، مگر حکومت چې بدل شو دا یې بند کړ. او پس له هغه نه به پوهنتون کې او لیسو کې ځوانانو دا په لاسونو کاپي کاوه او کاپي گانې به یې ورکولې یو بل ته.
جنبش: پس این جریان بسیار بطی تبادله اطلاعات بین انسانها و بین جوامع بالآخره با ایجاد تلگراف به شکل انقلابی و بنیادی تغییر کرد.
دکتور غنی: عمده ترین تاثیر او از نگاه نظامی در دوران جنگ داخلی امریکا بود، چون بار اول بود که رئیس جمهور امریکا لنکن مستقیماً با تمام قومندان های عسکری خود در ارتباط بود و جنگ را مدیریت کرد. و در عین حال وقتیکه تار تلگراف شرق و غرب امریکا را با هم وصل کرد، والی وقت کالیفورنیا اعلان کرد که حالی وحدت امریکا تأمین شد. لنکن –باز هم اگر اشاره از لنکن کنیم، اعتماد این را نداشت که دوره دوم انتخابات را خواهد برد، اما در همان روز برایش اطلاع رسید از طرف جنرال عمده اش که شهر اتلانتا را فتح کرده و شهر را سوختانده و این موجب او شد که حکومتی که در جنوب امریکا اعلان شده بود به ختم برسد و جنگ داخلی بالآخره بعد از چند ماه به پایان برسد. و هم از نگاه تجارت ماه ها میگرفت که بفهمید که یک قطاری را که روان کردید یعنی مقصد من از – در او وقت خط آهن هنوز نیست، قبل از خط آهن است که موادی را که روان کردید یا معاملاتی که باید صورت بگیرد یا انتقال پول را، ماه ها وقت کار داشت و حالی به ساعتها رسید. اما معلومدار، نکته ییرا که در نظر بگیریم ۱۰ کلمه در اول در تلگراف بود، و از این جهت رمزی را که شما گفتید کلمه مورس که به طور عام به تمام لهجه ها بدل شد نام یک پروفیسور بود که اولین بار بین شهر واشنگټن دی سی پایتخت امریکا و شهر بالتیور که نزدیکش است، در این بار اول او تلگراف را عملي ثابت کرد، اما اکثریت مجلس سنای امریکا مطلق بی باور بودند می گفتند این چی فایده دارد؟ به مرور زمان دیدند که در ظرف ۱۰ سال –این در ۱۸۴۴ بود، در ۱۸۵۴ هزارها میل به وجود آمده بود، و بعد از او در کُل دنیا هم روی زمین و هم زیر زمین تار تلگراف به وجود آمد، یعنی یک انقلاب عظیم بود، اما فراموش نکنید که تعداد مردمی که به او دسترسی داشتند کم بود. تنها به مرور زمان بود که وسعت پیدا کرد و سرمایه گذاری بزرگ هم از طرف سرمایه گذاری خصوصی را خواست و هم خاصتاً از طرف دولتها.
جنبش: و به شنونده های جوان مخصوصاً یادآوری کنیم که تلگراف هر کلمه اش باید قیمت پرداخته میشد در بدلش و قیمت بود، هر کس توانایی فرستادن تلگراف تلگرام را نداشتند از همین خاطر بود که تاثیر اش بالای ژورنالیزم این بود که خبرنگار باوجود اینکه وسیله سریع را بدست آورد، اما بخاطر اینکه قیمت را پایین نگه کند و همچنان پیش از اینکه رابطه قطع شود پیامش برسد، سیستم هرم معکوس را ایجاد کرد، یعنی مهمترین گپ را باید در آغاز میگفت و بعد از او اگر وقت میبود و پول میبود سایر مطالب را مخابره میکرد.
دکتور غنی: از همین جهت است که نوع انتقال خبرها شکل خاص را به خود گرفت و یک زبان خاصی – شما استاد اش استید معلومدار متخصص اش استید، به وجود آمد که بیسار پُرگویی مابین اش نباشد به صورت اختصار باید خبر انتقال داده شود و بعد از او کسانی را که خبر را گرفتند سرش تبصره میکند.
جنبش: کوتاه در این مورد هم بگویید که تا چی وقت نقش مهم داشت؟ چون به یادم است مهمترین خبرهای رسمی ما در افغانستان در زمان های مختلف این بود که به مناسبت فلان چیز تلگرام تبرکیه مخابره شده است یا طیاره فلان رئیس دولت از فراز کشور میگذشت به رئیس دولت ما پیام فرستاده، در این موارد از تلگراف استفاده میشد حتماً، تا چه وقت این یک وسیله بسیار مهم ماند؟
دکتور غنی: به صورت اساسی تا دهه ۱۹۶۰ است، بعد از او چون تیلیفون هم وسیعتر میشود و هم می آید، اما حتی تا سالهای ۱۹۸۰ هم تلگراف فرستاده میشد، تنها در ختم دهه ۱۹۸۰ است که تلگراف به صورت اساسی قطع میشود و دیگر ضرورت به او باقی نمی ماند. و از نگاه ساختاری تلگراف جز سیستم پُسته بود، پُست و تلگراف و تیلیفون این را میگفتند که باز نام مخابرات سرش گذاشته شد.
جنبش: ټيلیفون اشاره راغله چې دا هم ایجاد شو په همدغه لړ کې اما لسیزې یې ونیولې چې له ټلگراف نه وروسته بیا ټيلیفون راشي، دې څه تاثیر وکړ په ټولنو باندې؟
دکتور غنی:  لومړی وگورئ که یو دفتر نه بل دفتر ته ځئ، څومره وخت نیسی؟ او عین عمارت کې که له یوه منزل نه بل منزل ته ځئ، څومره وخت نیسي؟ په [داسې] حال کې چې وختې ټيلیفون جگوئ ډېر زر یو بل سره غږېدای شئ. او غیر له هغه نه، یو ولایت نه بل ولایت ته د یوه مملکت وگورئ او بیا خاصتاً له یو مملکت نه بل مملکت وگورئ. که د یو ملک سفیر په لرې یو بل ملک کې پروت دی او لیک لېږي، لیک څومره وخت نیسي تر څو [هلته رسېږي]. هلته یې کوریر ویلې که کوریریان تلل د باندنیو چارو د وزارت له خوا، روسیې ته او نورو ځایونو ته او دوی به یو خاصې پُستې وړلې چې دا شفر یې درلوده او دا، دغه ټول وسیله ټيلیفون وگرځوله. غیر له هغه نه که انسانانو ته گورئ، یو لوی ښار کې له کابل غوندې یا هرات غوندې یا مزار کې یا قندهار کې یا بل ځای کې، که د دې ښار نه یو ځوان باندې دی، له خپل ولایت نه د باندې دی، کورنۍ یې په دې شک کې ده چې روغ دی که روغ نه دی، باید یو سړی تللی وای چې د ده پوښتنه وکړي، خاصتاً که دی پخواني دوران کې په اردو کې وای، یا مزدورکاري یې کوله یا حکومت کې یې کار درلوده، کابل یا دا کې. په [داسې] حال کې وخت چې ټيلیفون وي احوال څومره زر اخیستی شئ. زه لومړی په شپاړس کلنۍ کې لاړم امریکې ته په دولتي سکالرشپ باندې او پس له هغه نه پنځه کاله بیروت کې وم، زما په یاد نه دي چې په هغو شپږو کالو کې ما کابل ته ټيلیفون کړی وي، ځکه ډېر گران و، اما ممکن و. که خدای ناکرده کومه پېښه شوې وای، امکان د دې و چې ټيلیفون کې سړی خبر واخلي، مگر ډېر گران و او پس له هغه نه اوس گورئ چې دا دومره آسانتیا په کې راغلې او دومره ارزان شوی دی په ټيلیفون کې واقعیت کې اکثریت ډېره آسانه ده چې په گړیو، په ساعتونو باندې له افغانستان نه نړۍ سره وغږېږئ، تر دې چې داخل د افغانستان کې وغږېږئ او قیمت قیمت وي، نو دغه آسانتیاوې چې راغلې دي، دا ټولې موجب د دې کېږي چې د خلکو راشه درشه، له یو بل نه احوال اخیستل، سره د دې چې فزیکي فاصله به ډېره وي، د دوو ملگرو منځ کې یا د کورنۍ د غړو منځ کې، له یو بل نه په ورځني توگه دوی کولای شي چې خبر واخلي. اما دا رقم آسانتیاوې ډېرتر په ختم د شلمې پېړۍ کې او د یوویشتمې پېړۍ کې دي. مخکې له هغې نه سره د دې چې وسایل وو، لاسرسی ورته گران و.
جنبش: بیا به هم د خپل مسلک په حساب یادونه وکړم چې د ټیلیفون په راتگ سره هغه څه چې موږ ورته بېړنی خبر وایوو دود شو، ځکه چې خبریال کولای شوو د پېښې له ځای نه مخامخ په ټيلیفون باندې ریپورټ ورکړي. زموږ اورېدونکو ته به په زړه پورې وي چې د ۱۹۱۱ز کال په دسمبر کې د سراج الاخبار پنځمه گڼه کې لومړنی ټيلیفوني خبر نشر شوی دی، زه به یې دلته لنډ ولولم، چې زموږ یوازینۍ ورځپاڼه وه، وايي:
«ټیلیفوني خبر جلال آباد د سر څارونکي له خوا، کابل مدیر او سر محرر ته؛
لوړ اعلیحضرت او لوړو پرتموالو شهزادگانو او د حضور یو شمېر ځانگړو کارکوونکو د یکشنبې په ورځ د لیندۍ ۱۳مه د شپږو موټرو په سپرلۍ د هماغې ورځې په اوږدو کې جلال آباد ته تشریف راوړ. په کابل کې موټر ته د ختلو ساعت د گهیځ ۷:۲۴ دقیقې، پر لاره دمه ۶ دقیقې، ټوله لاره ۶ ساعته او ۵۶ دقیقې؛ یعنې د ورځې تر نیمایي وروسته په ۲ بجو او ۲۶ دقیقو د جلال آباد شاهي باغ ته ورسېدل.»
دا خبر ورته د لیندۍ په ۱۳مه مخابره شوی او گڼه بیا په سبا یې د لیندۍ په ۱۴مه خپره شوې ده، یعنې دغومره زموږ په کار کې، سره د دې چې موږ ډېر وروسته پاتې هم وو، چټکتیا راغله.
دکتور غني: ځکه چې تاسې ذکر وکړ، هره گڼه د سراج الاخبار کې باندني خبرونه هم دي چې مصر نه یا امپراتوري عثماني نه هندوستان نه او خاصتاً اسلامي نړۍ نه، لیبیا نه، دې نه [راتلل]؛ نو واقعاً ټيلیفون په دې کې لوی بدلون راوړ. او دا خبر چې تاسې ورکړ، معلومدار تاسې استاد یئ او دا برخه مو ژباړلې په پښتو باندې، بیا هم محمود طرزي لیکي چې دې وخت کې د امیر حبیب الله خان په دوران کې جلال آباد، لغمان، جبل السراج او پغمان ټول ارگ د کابل سره وتړل شول او داخل د ملک کې هم ټولې دولتي ادارې ارگ سره د ټيلیفون په وسیله وصل شوې.
جنبش: شما یک اشاره کوتاه به لین ها یا سیم های تلگراف داشتید یعنی که تلگراف و تیلیفون در آغاز هر دو از سیم استفاده میکرد. زیرساخت ها و زیربناهای این دو وسیله به عنوان نخستین وسایل مدرن مخابراتی با هم چی شباهت ها و چی تفاوت های داشت؟
دکتور غنی: ساخت لین های تلگراف به سرعت بسیار خاص به وجود آمد، چون نسبتاً آسانتر از انتقال لین های تیلفون بود؛ و دوم، مشابهت اینست که لین های تلگراف اساس مسیرهای لین های تیلیفون را هم گذاشت. در هر دو این نقش دولت ها مهم بود و اساس اش در اکثر کشورها سیاستی بود که دولت ها برای ایجاد شبکه های خط آهن گرفته بوده. به این معنی که امتیازات خاص در قسمت زمین و در قسمت تقویه و همچنین در ایجاد شرکت های خصوصی و همچنین نهادهای دولتی به وجود آوردند و سرمایه گذاری بخش دیگر او بود. نکته بعدی اش آنست که هردوی آن در قسمت کیبل های بسیار بزرگ تحت بحر با هم یکجا میشوند. کیبل های تحت بهر هنوز هم برای شبکه های عصری ییکه ما امروز قرار داریم و شبکه های انترنتی، تمامش با این کیبل های زیر بحر ارتباط دارد و در قرن بیست و یک پس میایم به این که شبکه های فایبر نوری یک جز اساسی او میشود و مقدار سرمایه گذاری ییکه در این صورت گرفت به پول امروزه به صدها میلیارد دالر میرسد.
جنبش: په دې لړ کې یو بل شی، یوه بله وسیله «ټلکس» نومېږي، زه خپله هم کله چې مسکو کې وم د تحصیل له خلاصولو نه وروسته په ۱۹۹۳ز کال کې له دې سره بلد شوم او هغه دفتر کې مې چې کار کاوه، د هماغه ځای نه مې د هغه دفتر مقر ته چې په بل هیواد کې و خبرونه استول. یعنې یو نفر دا کار کاوه، ضرورت نه و چې زه تللی وای، متن مې لیکلی وای، ټلگرافچي ته مې ورکړی وای، هغوی استولی وای. ما پخپله دلته لکه د ټایپ ماشین گوتې پرې وهلې او هلته د دوی په مرکز کې هماغه متن چې ما لیکه دوی ترلاسه کاوه، د دې لپاره چې اورېدونکو ته یې ور وپېژنو، د ټېلکس، ټلگراف او ټیلیفون گډوالی او بېلوالی په کوم ځای کې دی؟
دکتور غني: خاصیت د ټېلکس دا و چې تاسې کولای شول چې ټول شی ټایپ کړئ مورس کوډ باندې تړلی نه و، سره د دې چې قیمتونه یې جگ وو، اما بیا مجبور نه وئ چې پوسته خانې ته لاړ شئ، دا یې یوه خاصه ممایزه وه. او دویم دا و چې د خصوصي مناسباتو منځ کې سانسور نه، نه تېرېدل، ځکه که تلگراف ته وگورئ، ټول تلگراف به له تلگرافچي نه تېرېده او لومړۍ برخه کې تر څو چې بین المللي قوانین منځ ته راغلل، هر ملک خپل خاص اسرار درلودل او خاص رموز یې درلودل. ټېلکس وسیله د دې وه چې یوه دفتر نه بل دفتر ته چې لرې ځای کې به هم وئ، ډېر زر یو بل سره غږېدلای شوئ او بېرته به مو ځواب اخیسته، ځکه که ټلگراف مو لېږه، باید ټلگراف مو لیکلی وای، ټلگراف مو وړی وای دولتي ټلگراف خانې ته، خصوصي شرکتونو ته او له هغه ځای نه به مو لېږه، بیا به مو بېرته دې ته صبر کاوه چې له هغه خوا نه ځواب راشي. شاید ۲۴ ساعته به یې نیول یا ۱۰ ساعته یې نیول یا ۲ ورځې یې نیولې. ټېلکس کې یعنې په دوامداره توگه یو بل سره غږېدئ، ځکه چې ټېلکس مو چې له دې خوا نه لېږه، له هغه خوا نه به یې ځواب راته، ځکه چې هره دقیقه ډېره گرانه ده او د تصامیمو له نظر نه ډېر بااهمیته دی په تجارتي موادو کې او قیمتو او دې کې، ډېر زر نتیجې ته رسېدلای شوئ.
جنبش: گمام اغلب اینست که نخستین بار روزنامه امریکایی New York advocate پیشبینی کرد در ۱۱ اپریل ۱۹۵۳ که زمانی خواهد رسید که مردم، افراد تیلیفون های کوچک داشته باشند و در جیب خود انتقال بدهند، البته در او وقت مردم باور نمی کردند و امروز این به یک واقعیت تبدیل شده، به نظر شما تعمیم تکنالوژی مخابراتی موبایل در جامعه و به این افراد، با این سرعت و با این وسعت چی تاثیری بر جامعه انسانی گذاشت؟
دکتور غنی: کلمه انقلاب بعض اوقات به صورت غلو ازش استفاده میشود، اما ایجاد بیسیم واقعاً یک انقلاب به وجود آورد، چون نکته اولش اینست که تیلیفون را عام ساخت، امروز چند میلیارد انسان دسترسی به تیلیفون بیسیم دارد. معلومدار هنوز هم بین کشورهای که دارای بیسیم استند و انانیکه فاقد بیسیم استند یک فاصله است و این فاصله بدبختانه عمیق تر میشود، اما نوع ارتباط را به صورت بنیادی تغییر داد. یکی از مثالهای این که در تمام کتابها ذکر میشود مسئله ماهی گیرها در هندوستان است. اینها در ساحل همیشه نمی دانستند که ماهی را که از اقیانوس گرفته اند به کدام قیمت بفروشند، چون بازارهای مختلف میبود. وقتیکه بیسیم بدست اینها رسید، اینها فوراً می دانستند که قیمت کجاست و زندگی شان به صورت اساسی تغییر کرد. از این جهت، این تنها یک مثال است. اهمیت اش را در این دیده می توانید که مردم به صورت عموم خانواده ها، جوان ها، خانم ها، اقشار مختلف جامعه تأکید سر این داشتند که بیسیم را خریداری کنند و قیمت او را در بودجه ماهانه خود ترجیح بدهند. وقتیکه یک خانواده بودیجه محدود خانواده گی داشته باشد چطور میتواند دو یا سه تیلیفون را در عین زما تأمین کند. اما اهمیت گرفتن معلومات دقیق و سریع از یک دیگر موجب این شد که اینها بودجه خود را عیار کنند و بر اساس او بتوانند ترجیح بدهند که دارای تیلیفون باشند. یعنی واقعاً یک تغییر بنیادی در نوع ارتباطات انسانها با همدیگر به وجود آمد.
جنبش: د دغومره پراخو مخابرو او وسایل او امکاناتو د تنظیم لپاره قوانینو ته اړتیا وه په نړۍ کې او موږ یې لرو اوس، دنیا د دغې برخې د تنظیم قوانین لري اوس چې ټول هیوادونه، هغه چې غړي یې دي باید تطبیق یې کړي. دا له کله نه پيل شو او دا قوانین څوک وضع کوي او څوک یې څاري؟
جنبش: بخاطر اینکه حق رادیو و تلویزیون هم ادا شود، یک کمی مکث کنیم در اینجا کې در این سلسله نخست رادیو به وجود آمد و بعداً تلویزیون ایجاد شد که فکر میشد که با ایجاد تلویزیون مجله و روزنامه و مطبوعات چاپی از بین میرود که نشد، یعنی هر وسیله ییکه ایجاد شد، به تعقیب اش یک وسیله دیگری که آمد بازار او را نه تنها از بین نبرد بلکی هر کدامش خود را با شرایط جدید عیار ساخت.
دکتور غنی: رادیو وسیله ارتباط سرتاسری را برابر کرد.  رادیو خاصتاً تاثیرات سیاسی فوق العاده داشت، چون ارتباطات دولتها با مردم شان پیام دهی به آنها و خبردهی به آنها از راه رادیو یک حیثیت عمده داشت. دو مثال متفاوت آن، یکی رئیس جمهور روزولت که تنها رئیس جمهور امریکا است که چهار بار انتخاب شده بود، استعمال رادیو از طرف او بود و یک پروگرام خاص رادیویی داشت به نام «صحبت در پهلوی بخاری» و شخص دیگر مخالف او به ترتیب بالعکس در اروپا هتلر بود که نطق او از راه رادیو پخش میشد و در او دوره نازیزم و فاشیزم نوع استفاده از رادیو دو بدیل عمده اش را در این دیده میتواند و در انگلستان خاصتاً نطق های چرچل را در انسجام مردم انگلستان به حیث یک وسیله دیگر دیده میتوانید.
جنبش: او بي بي سي هم د یوې امپراتورۍ د وسیلې په توگه په لومړي ځل رامنځته شوه او نوم یې همدا و چې امپراتورۍ بهرنی سرویس دی، هغه ورلډ سرویس چې ورته وایي.
دکتور غنی: بالکل او بي بي سي دومره اهمیت پیدا کړی و، زه یو مثال درکړم، زه بیروت کې وم چې د ۱۹۷۳ عربانو لومړی وار د اسرائیل په مقابل کې په لومړۍ مرحله کې مصر و سوریه بریالي شول، دا یې لومړی وار و چې نسبي بریالي شوي وو، دا خبر به ټولو بي بي سي کې اورېده، مگر په څنگ د دې کې زه استاد سره مې کېناستلی وم او راته یې وویل: پوهېږې د بي بي سي اهمیت څومره دی د ښار منځ کې؟ ما ویل نه استاد! ویل یې: ویل یې پرون یو ټکان راغی ښار کې، زلزله غوندې وه، نو وایي زما ملگري ټوپ وکړ چې دا بي بي سي ولگوئ چې دا زلزله ده که نه ده؟
جنبش: د فکرونو دا انحصار په افغانستان کې هم و، ځکه چې نور وسایل نه وو، خلکو به ویل وگورئ چې بي بي سي په دې اړه څه وایي.
دکتور غني: بالکل، ماته خاصتاً معلومدار چیشي ده، ځکه چې تاسې ما سره مصاحبې کړې دي چې زما غږ افغانانو پېژنده ځکه چې زه بي بي سي کې غږېدم، څوارس کاله یا پنځلس کاله به تاسې ما سره مرکې کولې او له هغه نظر نه زما غږ تر وطنوالو آشنا و.
جنبش: د راډيو یو منفي اړخ هم په افغانستان کې لنډ پرې راشوو چې دا زموږ هیواد د شلمې پېړۍ په دویمې نیمايي کې چې کله کودتاگانې راغلې ډېر پام یې په راډیو او مخابراتو باندې و، هر چا به چې د راډیو او مخابراتو مرکز ونیوه، د کودتا د هغه بریالۍ بلل کېدله.
دکتور غني: یوازې افغانستان کې نه وو. د افغانستان کودتا کې خو پوهېږئ چې یو کتاب لیکل شوی و، نوم یې «کودتا» و او داود خان دا کتاب غوښتی و، نو دا کتابي کودتا وه. بالکل د دې کتاب طریقه یې [تطبیق کړه]، اما بدترین تاثیر د راډيو په رووندا [هیواد] کې و، ځکه رادیو وسیله د دې شوله چې د رووندا خلک یو بل ووژني او دې خلکو ته چې وگورئ هوتي او توتسي یو بل نه قطعاً توپير نه لري، اما د بلجیم حکومت د دوی منځ کې توپير راوړ  او ویل یې تاسې مختلفې قبیلې یئ، یو بل سره [ یې واړول] دا نو هماغه تقسیم و، حکومت وکړه او تقسیم وکړه، او راډیو نه ځیني منفور شخصیتونه ووتل، دلته یو قتل عام راغی او د دې وسیله همدا راډیو وه. نو ضروره ده چې ټول ولسونه او خاصتاً زموږ ولس پوه شي په دې باندې چې هر معلومات ثقه نه دي، هرې خبرې کې واقعیت نشته او اوس خاصتاً په دې دوران کې زښت ډېر پام په کار دی، مخکې له دې نه چې څوک باور وکړي چې واقعیتونه څه دي.
جنبش: بلی و جهان به سرعت، به سرعت بسیار سرسام آور در تغییر است، وسایل جدید و جدیدتری هر روز ایجاد میشود، اصلاحاتی در او می آید و انترنت از کجا به کجا رسید و شاید سرانجام به کجا برسد. وقتیکه برودبند برای نخستین بار معرفی شد، با خدمات انترنت سریع، از آنجا شروع کنیم، چی تاثیری بر جامعه بشری گذاشت؟
دکتور غنی: ما در یک عصری زندگی میکنیم که تنها شباهت اش به دو دهه آخر قرن نوزده و شروع قرن بیست است که همه چیز در سرعت در تغییر بود؛ خط آهن، کشتی ها، تیلیفون، تلگراف، رادیو، وغیره وغیره همه اینها به وجود آمد و مناسبات بشری به شدت در تغییر بود. سرعتی که امروز در تکنالوژی به وجود آمده سرعت او چهار دهه را ضرب هزار یا ده هزار یا بیست هزار کنید. تمام ابعاد زندگی بشری به یک صورت فوق العاده در تغییر است و از این جهت تمام انسان ها گیچ استند. در دنیا یک ابهام بزرگ راجع به آینده است و خاصتاً راجع به ۱۰ سال آینده، چون در این ۱۰ سال همه چیز از نگاه مناسبات اقتصادی، اجتماعی، سیاسی وغیره یک تغییر بسیار سریع را تجربه خواهد کردند، و او کشورهای که به اجماع میرسند به جهت او که خود را چطور عیار کنند، و به چی ترتیب از این تغییرات و تحولات استفاده مثبت کنند، به پیش خواهد رفتند و آنهای که خود را عیار نمی کند بدبختانه به عقب خواهد ماندند، و نتایج منفی و مثبت این تغییرات و ابعاد مختلف اینها واضح نیست، دقت نهایت زیاد به کار دارد.
جنبش: او دا چې وایي مخابراتو دغه نوې ټکنالوجۍ نړۍ په یوه کلي اړولې، دا ښه کار شوی که نه دی؟
دکتور غني: ښه کار او بد کار نه اوس وځوو، اوس خبره په دې کې ده چې آیا بشري ټولنه د بشري ټولنې په حیث باندې دې ته چمتو ده چې یو بل سره په منطق وغږېږي او پوه شي چې یو بدلون دی چې هېڅوک یوازې نه پرېږدي. له بدې مرغې نه دا بدلون په ټکنالوجۍ کې په داسې ماحول کې پېښ شوی، چې نړۍ کې د قوت مراکز په ډېرېدو کې دي او قوانین دې، اصول د دې چې څنگه یو بل سره راشه درشه وکړي، په ماتېدو کې دي. هغه نظم چې پس له دویمې نړیوالې جگړې نه راغی،  هغه نظم کې امریکا اصلي قوت و او پس له هغه نه چې دوی اتومي بم په جاپان باندې واچاوه، یوازینی اتومي قدرت و، پس له هغه نه شوروي اتحاد دویم قوت باندې راغی او سوړ جنگ کې نړۍ دوه قطبه شوله. پس د شوروي له اضمحلال نه نړۍ کې یو قوت و، پس له دې نه چې امریکا په عراق باندې یرغل وکړ او دا... هغه مرحله تېره شوې، نن نړۍ کې مختلف قوتونه دي او دا څوک بېرته په یو قوت باندې نه شي بدلولای، یا دوه قطبو باندې. اما دا چې تگلاره باید څه وي او په اصولو باندې څنگه نتیجې ته ورسېږي چې ټول یو بل سره وغږېږي، هغه باندې نه دي. بله برخه دا ده چې چاپېریال ثابت نه دی، نن تاسې کوم ځای د نړۍ کې په دې باندې ډاډ ورکولای شئ چې سبا به هوا څه وي یا به کوم موسم کې تغییر وي یا چېرې به سیل راشي یا چېرې به وچکالي وي، چاپېریال به یو ډېر سخت بدلون کې دی، له بلې خوا نه ټکنالوجي چې راغلې ده، له بدې مرغې نه دا ټکنالوجي به زښت ډېر خلک بېکاره کړي. میلیونها نفره چې د شلمې پېړۍ په ټکنالوجۍ باندې بلد شوي وو او کارونه یې زده کړي وو، هغه کارونه به ځای یې ماشینونه ونیسي. دې خلکو ته به سړی څنگه ډوډۍ ورکوي؟ دوی ته به څنگه خاصتاً د عزت کار پیدا کوي؟ دغه ټول سوالونه دي چې اوس بې ځوابه دي. ابهام ځکه دی چې پوښتنې واضح دي، ځوابونه یې لا واضح نه دي. نن بېرته جگړه گورئ، روسیه او اوکراین ته گوره یا د اسرائیلو اعمالو ته گورئ. هغه څه بشري ارزښتونو باندې چې پخوا غږېدئ، کومه ورځ نه ده چې پښو لاندې نه کېږي. او د اعتماد فضا ماته شوې ده، د بین المللي اعتماد فضا نشته، د بې اعتمادۍ فضا ده، هېڅوک په هیچا باندې اعتماد نه لري، اما غیر له دې نه چې په دې راتلونکې لسیزې کې بېرته اصولو باندې نتیجې ته ورسېږو، ابعاد به یې شاید منفي تر وی تر مثبت ترو ته اما هیله من یم چې یوې تگلارې باندې او اصولو باندې زر نتیجې ته ورسېږو. یوه نړۍ ده، داسې نه شئ کولای چې هر څوک ووایي چې مم زر ما ټوله زما د هغې امکانات نشته، که هغې نتیجې ته په عقلاني صورت وگورئ نړۍ به یوې خوا ته لاړه شي اما په دې مرحله کې هېڅوک نه شي ویلای چې کوم جهت ته به لاړ شوو مثبت جهت ته به لاړ شوو که منفي جهت ته؟ هغه شی چې واضح دی، ټکنالوجي په ډېر قوت باندې په بدلون کې ده او د دې مدیریت په اوسنۍ حکومتدارۍ کې ډېر ستونزمن دی.
جنبش: اگر به صورت کُل تکنالوژی کهنه مخابراتی را با تکنالوجی جدید مخابراتی مقایسه کنیم، از نظر زیرساخت ها و زیربناها تا چه حدی با هم شباهت و مغایرت دارد؟
دکتور غنی: شباهت در اینست که شبکه های بزرگ تیلیفون خاصتاً در روی زمین و تحت بحر، اینها وسیعتر شده. سرعت حالی ضرورت این را دارد که این کیبل ها به صورت دوامدار با هم ارتباط پیدا کند، شبکه های مختلف هنوز وجود دارد و هر کشوری که بتواند طور مثال یک دقیقه در مراودات بین المللی کاهش بیاورد میتواند موجب کمایی صدها میلیون دالر یا میلیاردها دالر برای شبکه عمومی شود. از این جهت، نوع سرمایه گذاری ییکه در این صورت می گیرد، امروز به میلیارد نیست به تریلیون است، و کم از کم پیش بینی اینست که در ده سال آینده این شبکه های زیربنایی ضرورت به ۳۰ تا ۷۰ تریلیون سرمایه گذاری کار دارد. یک قسمت زیادترین این سرمایه گذاری در آسیا صورت می گیرد، و تغییر عمده ییکه به مقایسه گذشته است، امریکای شمالی در نتیجه سرمایه گذاری ییکه سر زیرساختها شد به بزرگترین قوت اقتصادی دنیا بدل شد. در شروع این تغییرات امریکا هنوز از نگاه اقتصادی یک کشور نبود، نقاط مختلف و ایالات مختلف بود و بعد از او جنگ داخلی و اینها را تجربه کرد. امروز آسیا متحرک ترین براعظم دنیا است. و از این جهت است که امریکا تمرکز خاصش سر این بود که چطور خود را از شرق میانه یا آسیای جنوب غربی بر آید و تمرکز سر اقیانوس پاسفیک داشته باشد و اروپا خود را چطور دوباره عیار کند. نکته دیگر در اینست که شبکه ییکه از چین می آید به حیث بزرگترین سرمایه گذار زیربنا امروز چین است و آسیای شرقی است که از نگاه مواصلات کوریای جنوبی در صدر قرار دارد، در بین کشورهای پیشرفته. نوع ارتباط شبکه چین با اروپا از یک طرف است، با آسیای جنوبی یک طرف است و در این ما یک نقشی برای افغانستان می بینیم و باید به صورت اساسی سر او فکر کنیم که چطور به حیث نقطه اتصال باشیم، مثل که سر خط آهن صحبت کردیم. فرق در اینست که حالا، د شرایط فعلی تمرکز تنها سر زیرساخت نیست، سر زیرساخت های سبز است. باید نوع زیرساختی را که به وجود می آوریم با تغییرات اقلیم هماهنگ باشد، با تغییرات محیط زیست، چون غیر از او زیربنا یکی از عوامل عمده گرم شدن اقلیم است. و این باز موضوع معادن را مطرح میکند خاصتاً مس و آهن و کوبالت وغیره را که این دوباره منابع کشورهای که در حال انکشاف استند در معرض خطر و چور قرار میدهد. نکته دیگرش اینست که کی سر کی جاسوسی میکند در ارتباطاتش و در اینجا هم یک مجادله سرتاسری بین قوت های بزرگ وجود دارد که بتوانند یا شبکه های خوص خود را ایجاد کند، چون وقتیکه تعزیرات اقتصادی گذاشت میشود، زیادترین تغزیرات اقتصادی توسط همین، باز هم تکنالوژی معلوماتی صورت میگیرد، که کی با کی معامله کرده؟ به چی ترتیب؟ و سیستم سویفت SWIFT را حتماً نامش را شنیدید، که انتقالات بانکی از راه او صورت میگیرد، وقتیکه امریکا سر یک کشور تعزیر می آورد، نکته کلیدی اش از راه همین انتقالات بانکی است. چون  کمپنی ها را اخطار میدهند که بعد از این مناسبات شان با بانکها قطع میشود و این چیزی است که باز هیچ کمپنی بزرگ نمی تواند خود را از بانک ها جدا دانسته باشد. بنابرین از یک طرف تمرکز معلومات است، از طرف دیگر تیت شدن معلومات است، و نکته سوم، بعد سوم آنست که معلومات غلط و معلومات غلط به صورت عمدی، معلومات تخریبی همه آن امکان پذیر شد. در حالیکه در تیلیفون و شبکه های تلگراف به این مقیاس و به این پيمانه این غیرممکن بود.
جنبش: پای کې مې پوښتنه په همدغه حساب دغه ده چې نړۍ سره ونښتله، ډېری کارونه آسان شول، هغه کارونه به چې ساعتونه یا حتی ورځې یې غوښتلې تاسې یې د یوه سویچ په کېکاږلو باندې په هماغه شېبه کې کولای شئ، ټکټ اخیستلی شئ، الوتکه کې چیک او په اصطلاح کولای شئ، بگاژ ورکولای شئ، مغازو نه شیان اخیستلی شئ، او دا چې الوتکې او دا نور سیستمونه څنگه تنظیمېږي دا ټول؛ خو عیب یې دا دی چې یو خطر هم رامنځته شوی دی چې یو نفر کولای شي دا ټوله دنیا فلج کړي یا یوه برخه یې فلج کړي لکه یوه تجربه چې په دا تېرو میاشتو کې رامنځته شوه. دغو خطرونو ته په کتو، فکر کوئ څومره د جهان دا اوسنی مخابراتي سیستم له گواښ سره مخامخ دی؟
جنبش: ډېره زیاته مننه ولسمشر محمد اشرف غني، د مخابراتو او ارتباطاتو په عمومیاتو ځينې څرگندونې وشوې، ځينې معلومات وړاندې شوو، نورې هم کېدلای شي، خو د دې خپرونې وخت بشپړ شو، بله کې به چې هغه هم د مخابراتو په اړه ده، د افغانستان زموږ د گران هیواد مخابراتو تاریخ او اوسني حالت باندې تم شوو، نو تر هغې تاسې او گران اورېدونکي په خدای سپارم. تر بیا!
دکتور غني: مننه له تاسې نه، زنده باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان او زما سلامونه او احترامات ټولو وطنوالو ته.
۴۳:۲۵
شریک کړئ: