August 22, 2024
۲۰مه ګڼه: انساني پانګه (لومړۍ برخه)
دا خپرونه د بشري پانګې مفهوم سپړي او پر دې تمرکز کوي چې څنګه شخصي ځانګړتیاوې، پوهه، تجربه او تخنیکي مهارتونه، افراد او ټولنه جوړوي. په دې کې د زده کړې رول، عملي تجربه او کلتوري ارزښتونه د اوږدمهاله پرمختیا په وده کې ارزول کیږي؛ همدارنګه د سیمه ییزو دودونو او نړیوالې پوهې ترمنځ پر توازن ټینګار کیږي.
Transcript

بشري پانګه «لومړۍ برخه»
داود جنبش: ټولو اورېدونکو او د پودکاستونو د دې لړۍ مینوالو ته درناوی وړاندې کوم. په دې خپرونه کې ولسمشر محمد اشرف غني د هیواد د ارزښتونو، وړتیاو او پياوړتیاو په اړه خپل اندونه او نظرونه شریکوي. این برنامه را من داود جنبش اجراء میکنم و تشکر از شما که تا ایلحال با ما استید. ډاکتر صاحب غني خپلې خپرونې ته ستړي مه شئ.
دوکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم، له تاسې نه مننه او له ټولو اورېدونکو او وطنوالو نه مننه او ټولو وطنوالو ته، خوېندو او ورونو ته زما تاوده سلامونه.
داود جنبش: مخکې موږ د پېړیو په اوږدو کې تمدني میراث لنډ وکوت، اورېدونکي ورسره بلد دي، حافظه کې به یې پاتې وي. اوس لاره دې ته جوړه شوې چې د دغه میراث په اساس باندې، کومې وړتیاوې چې راجوړېږي، هغه وڅېړو او د دغو وړتیاو یوه مهمه برخه یا بېلګه هغه څه دي، چې یوازې د انسان له وجود سره مخامخ رابطه لري او اوسنیو اصطلاحاتو کې ورته بشري پانګه وایي. غوښتل مې په دې وپوهېږم چې له دې نه منظور څه دی؟ یوازې انسان دی، که د هغه زده‌کړې دي؟ تخصص دی یا دواړه دي، یا نور څه دي؟
دوکتور غني: لومړی د ارتباط د پخواني بحث باندې، انساني پانګه هغه خویونه، لیدلوری او عادتونه دي، چې انسان ته د ښه او بد تشخیص او په ټولنې کې د همغږۍ او ګډ ژوند امکان برابروي. په دویمه معنی کې، هغه پوهې او تجربې دي چې د هغه په اساس یو انسان په خپل اقتصادي نظام کې، سیاسي نظام کې او ټولنیز نظام کې، ګډون کوي. او درېیمه برخه یې هغه تخنیکي پوهې دي، چې د بشریت په یو خاص پړاو کې، شرایطو ضروري کړي دي او یو ملک او یو هیواد باید د هغه په اساس باندې، ځان سنبال کړي؛ نو ترکیب دی. او هدف دا نه دی چې تنها د مثال په توګه، یو انجنیر یا ډاکتر یا ژبپوه روزئ، بلکې زموږ په شرایطو باندې باید دا هم یو مسلمان او یو افغان وي چې په خپله تمدني پانګې باندې او په خپل ملي وحدت باندې نظر ولري او د هغه لپاره، خپل ټول ولس د خپل ځان یوه برخه وګڼي او ځان د خپل ولس یوه برخه وګڼي.
داود جنبش: غواړم دغه برخه لږ څه اوېدونکو ته نوره هم روښانه شي، انسان پخپله پانګه ده، بې له دې چې تحصیل وکړي که نه؟ او که تحصیل مهم دی، د دغې پانګې په جوړولو کې یې ونډه څومره ده؟
دوکتور غني : انسان د فرد په حیث باندې او د خدایﷻ د مخلوق په حیث باندې، خپله یوه پانګه ده او ټول قراني آیات او زموږ لوی تمدن په دې باندې درېدلي دي. او دلته یوازې مقصد نران نه دي، مېرمنې [هم] دي. دومره احادیث او دومره بحث چې په مېرمنو باندې قرانکریم کې شوی، په بل دین کې نشته، نو لومړی معیار انسان دی.
دویم د انسان پوهه، يوازې په تعلیم پورې تړلې نه ده. دلته تجربه ده، حس د بیان دی، فهم دی، قضاوت دی او له ټولو نه، د تعهد خبره ده. زموږ ډېر مشران دي چې د ټولنې په جوړښت کې ډېره عمده برخه لري، اما مکتبي سواد نه لري. دوی یوه ستره بشري پانګه ده، ځکه چې د مشکلاتو په حل کې، د ټولنې د نظام په تداوم کې، او یو بل سره د همکارۍ د شرایطو برابرولو کې، ستر رول لري.
تخنیکي برخه چې تعلیم دی، ځکه لازمي ده چې دا که ټکنالوجي ده، که معاصر علوم دي... دا ټول اوس د دې د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره او د یوې ټولنې د هوسایۍ لپاره، ضروري شوي دي، اما دا د انساني ارزښتنونو په چوکاټ کې دي، نه دا چې دا ارزښتونه سرچپه کړي، او انسان چې د خدای ﷻ مخلوق دی او اشرف‌المخلوقات دی په نورو مخلوقاتو کې، بیا په یوه وسیله باندې بدل شي.
داود جنبش: بیاید یک کمی مکث بر تعلیم و تحصیل، حداقل به عنوان یک بخش از این پروسه، داشته باشیم. فکر میکنید تعلیم و تحصیل یک روند یک جانبه است؟ چند جانبه است؟ یا چند بُعدی است؟ به این معنی که در بعض جاه‌ها تعبیر این است که از معلم به متعلم یعنی از تهیه کننده دانش به ګیرنده دانش میرود، ایا سرچپه از این هم صدق میکند؟
دوکتور غنی: من فکر میکنم که این نظریه که، تعلیم یک‌جانبه است، یکی از میراث های بد قرن نوزده است. به این معنی، که باوجود دولت های مرکزی بسیار قوی در اروپا، و بعض در تشکیل بیوروکراسی ها، تاکيد سر یک نوع خاص دانش صورت ګرفت. دانش شبکه یی، که اساس دانش را در قرون ګذشته، خاصتاً در عصر طلایی اسلام تشکیل میداد و همچنین تمدن های دیګر و بعضاً امروز باز هم در قرن بیست‌ویک دانش نه تنها از نګاه انترنیت که شبکه است، بلکه به صورت عموم دوباره به شکل شبکه یی بدل شده، معنی وسیع تر و چند جانبه تر را میدهد. محور فرد تنها نیست. اګر از دیدګاه فرد ببینیم، فرد بدون جامعه یک چیز مجزی است، و بنابر این به وحشت بدل میشود، اما در ماحول یک جامعه تجربه، افهام و تفهیم، قضاوت، تعهد، ایمان و عقیده یک زندګی مشترک، مطلق لازم و ملزوم یک دیګر استند. تعلیم به ذات خود موجب قضاوت خوب نمیشود. تجربه است که تعلیم را تعمیم میدهد و مبدل به دانش میکند، که بر اساس از ان قضاوت ابعاد مختلف را مدنظر ګرفته بتواند و هدفمند باشد. از این جهت، ضرورت اساسی ما سر این است، که نظام های تعلیمی ما و تحصیلی ما، باید متعلم محور و محصل محور باشد. اداره یک وسیله است، نه هدف. اګر هدف ایجاد سرمایه بشری باشد، بنابرین باید وسیله تابع هدف باشد و از این جهت، هر چه متعلمین و محصلین ما در زندګی اقتصادی، اجتماعی و سیاسی به شکل منسجم سهم داشته باشند و از نزدیک ببینند و فکر خود را رشد و نمو بدهند، به همان اندازه موجب قضاوت بهتر و همکاری بیشتر شده میتواند.
داود جنبش: البته بعداً فرصت ان‌شاءالله پيدا خواهد شد که بخش‌های مختلف از این، از جمله نقش تجربه و مسایل از این قبیل را بيشتر بررسی کنیم. تر کومه چې ماته څرک لګېدلی شي استاده، زموږ ښوونځی جومات و او زموږ ښوونکی یا معلم ملا و، پېړیو کې همداسې خبره وه، حتی زما خپله په یادېږي کله چې زه لومړی ځل مکتب ته لاړم جومات و هغه؛ ولې وروسته د دواړو لار بېله شوه او دواړه ظاهراً په تقابل کې راغلل، دې کې هغه موثر عوامل څه وو چې کار وشو؟
دوکتور غني: لومړی له دې نه چې دویمې برخې د پوښتنې ته راشوو چې ولې بېل شول؟ د افغانستان معاصر ملي کلتور تر ډېره حده پورې، د مدارسو د فارغانو نتیجه ده. ملک الشعرا قاري او ملک الشعرا بیتاب ته که وګورو، په ادب کې او نورو ډېر نومونه دي؛ که مولوي صاحب احمد جان خان الکوزي نه تر الفت صاحب، بینوا صاحب او نورو ادبي ستورو ته وګورو؛ که په تاریخ کې فیض محمد کاتب او حبیبي صاحب او استاد غبار، استاد رشاد او نورو ته وګورو؛ دا ټول د مدارسو فارغ‌التحصیلان وو. دوی وو چې ملي نظریات یې وړاندې کړل او زموږ د ژبو په بدلون کې یې ډېر ستر رول یې درلود.
دویمې برخې کې هم که وګورو چې تر ۱۹۷۰ او ۷۸ پورې، د ثور کودتا پورې، موږ داسې څهرې لرو لکه ډاکتر صاحب روان فرهادي، پوهاند بهاالدین مجروح او موسی شفیق صاحب، چې د عنعنوي جومات تحصیل او عالی‌ترین اسلامي او غربي تحصیل یې سره یوځای کړل او داسې اثار یې ولیکل چې واقعاً پېړیو کې به ان‌شا‌ءالله تعالی دوام وکړي.
بله برخه دا ده چې باید دا نظر کې ونیسو، چې د مکتب فضا اسلامي او ملي وه. عقاید په هغه دوران کې چې زه ابتدایي مکتب کې وم یا ثانوي کې او بیا لیسې کې، یوه ډېره مهمه برخه وه او هم ملي فرهنګ. بدلون کوم وخت کې راغی؟ یو عمده د بدلون عامل، د ثور کودتا وه او د هغه نتایج وو؛ اما په څنګ کې دوه حرکتونه شروع شول، چې یو ایران خوا ته زموږ د یو قسمت وګړو تګ و، چې د ایران په مذهبي حلقو کې، خاصتاً قُم کې، مشهد کې او نورو ځایو کې وروزل شول او دویم پاکستان ته، همدغه رقم د پاکستان مدرسو کې یې ګډون و. دا چې یو ویالې غوندې و، د لوی مهاجرت په دوران کې، زموږ د مقدس جهاد په دوران کې، په یوه سیلاب باندې بدل شو. او ځکه چې امکانات د عصري درسونو همزمان د مدرسو، افغان مهاجرینو ته برابر شوي نه وو، او خاصتاً زښت ډېر خنډونه په منځ کې وو، سلها زره افغانان په دې کې وروزل شول او نتیجه د دې، بېرته دا شوله چې دا واټن پراخ شو او په یوه سیاسي واټن باندې بدل شو. ځکه د نصاب په جوړولو او دې کې، دلته خاصه توجه ونه شوله.
او بله برخه د دې دا وه، چې کیفیت د کمیت سیوري لاندې لاړ. احصائیه به تکرارېده چې دومره میلیونه پېغلې او ځوانان په مکاتبو کې دي، اما د دوی سویې باندې او دا چې واقعاً څو فیصده د دې، د لومړني سواد خاوند وو، هغه باندې کافي توجه نه وه شوې؛ نو ځکه دا واټن په یوه سیاسي واټن باندې بدل شو، چې له یو خوا نه د دې په ځای چې دواړه د یو بل متمم وګڼي، او هغه تعریف د بشري پانګې چې ما په ابتدا کې تاسې ته وړاندې کړ، چې خویونه دي، عادتونه دي، صفتونه دي، ظرفیتونه دي، تجارب و دا... دي؛ دا په دې بدل شو چې هغه شی چې موږ ورته د ګیدړ قباله وایو، د ګیدړ په قبالې باندې بدله شوه او له بلې خوا نه دا شبکې او د دې تاثیرات سره یو نه شول.
داود جنبش: دا هم ډېر لوی بحث دی نورې پوښتنې کېدای شي، خو د دې لپاره چې نورې پوښتنې لرمه، نو همدلته به دا پرېږدو. مخکې په عمومي ډول په تېرو خپرونو کې وغږېدو چې اسلام ښایي، د ادیانو په منځ کې واحد دین وي، چې پرلپسې په زده‌کړو باندې ټينګار کوي، پرلپسې! او د زده‌کړو مخالفت یې نه دی کړی، حتی د علم په غوړولو کې یې خپله فوق‌العاده ونډه درلودلې ده. دغو لارښونو زموږ په کادرونو باندې په افغانستان کې مثلاً تاسې باندې، د پوهې د مدارجو په لټولو کې څه اغېز کړی؟
دوکتور غني: دا مه هېروئ چې لومړۍ جمله، د خدای جل‌شانه د حضرت جبرائیل له خوا، حضرت محمدﷺ ته وه، چې «د رب په نامه دې ولوله». دا ټینګار دوامدار دی. ماته خاصتاً حدیث نبوي چې د علم پسې چین ته لاړ شه، هلته چین ډېر لرې ښکارېده او لرې و او د همدې په اساس باندې، زما برداشت دا و چې هېڅوک ځان ته عالم نه شي ويلی، مدارج دي. او د نړۍ کتاب یو خلاص کتاب دی چې د لوستلو طریقه یې باید سړی زده‌ کړي. زه ډېرې برخې د نړۍ کې وګرځېدم، او دلیل مې دا و چې په خپلو سترګو وګورم، کتنه وکړم، ولولم او بیا یې وسنجوم او ارتباط یې بېرته خپل وطن سره [وکړم]. ما هېڅ وخت هېر نه کړل چې، افغان یم او مسلمان یم. زموږ تمدن خاصتاً په هغه طلایي دورې کې، ځان باندې ډېر لوی اعتماد درلوده، نو ځکه پخواني ادیان مې خپل وګڼل او ټول لوی تمدنونه یې، په یو تلفیق کې راوستل. دغه لیدلوری که موږ ولرو، موږ له عقدې نه وځوو.
د ۱۹مې پېړۍ او ۲۰مې پېړۍ بد میراث موږ ته، او اوس ۲۱ مې پېړۍ کې، دا دی چې، هغه باورمندي مو چې په ځان باندې درلوده، د یوه اسلامي تمدن په حیث باندې، کمزورې شوې او دا باید بېرته قوت ونیسي، چې موږ په قران شریف په احکامو باندې او په روایت باندې، په واضح توګه پوه شوو. موږ یې آیات اورو، اما ټولې فلسفې باندې یې بحث کم دی، ځکه دا ټول دویم لاس، درېیم لاس، څلورم لاس روایت په اساس باندې، بیا له یو عینک نه لیدل کېږي او دا [پوهه] ضرور ده، ځکه د خدای جل‌شانه هدایت دی چې باید قران شریف باندې پوه شئ، دا د ټولو کایناتو سِرونه پکې پراته دي.
او بل، علم محدود نه دی، همیشه باید ځان سنبال کړو او وختې چې نوي فنونه، نوې طریقې یا نوې ټکنالوجۍ راځي، دا طبیعي ده چې ځان ور باندې پوه کړو. نو اساس یې لرو، لیدلوری د تاریخي له نظر نه لرو، اوس باید بېرته په هماغه باور باندې چې چینایانو ځان بېرته عیار کړی، چې خپل تمدن باندې باورمن دي، اما نړۍ کې په ستر بدلون باندې دي؛ یا هندوستان؛ اسلامي نړۍ کې، اندونیزیا او مالیزیا او امارات او نور ځایونه دي، په هغه طریق باندې مخکې لاړ شوو.
داود جنبش: تشکر استاد، یکی دو سوال را میخواهم در مورد تحصیلات عالی در این جا داشته باشم، که همین روند تکمیل شود. تاثیر محیط اکادمیک بر تعیین جهت حرکت در بخش تحصیل چیست؟ مثلاً تجربه شما از زمان تدريس در پوهنځی ادبیات پوهنتون کابل در این زمینه چه بود؟
دوکتور غني: ماحول اکادمیک یا محیط اکادمیک تاثیر نهایت زیاد دارد، چون این ماحول یک تاثیر دوامدار سر ذهن میګذارد. تجربه شخصی من در آن دوران این است، که مهمترین اموزګارهای من د قسمت افغانستان‌شناسی، محصلین جوانی بودند که سالانه من شرف خدمت به انها، به حیث استاد مشاور داشتم. چون اینها در آن وقت یک تیزس نوشته میکردند، در کمک کردن به ترتیب از این، من افغانستان را به قسمی شناختم، غیر ممکن بود که به طریق دیګر [بشناسم]. و در ظرف دو سال، یک شبکه زیادتر از چهار صد معلمین در کشور موجود بود، که من به صورت دوامدار در رفت آمد با اینها بودم، و هر سال تعداد از این ها زیادتر میشد. اما نقطه دیګر از این، این است که آماده‌ګی های که و توانایی های که باید در یک محیط اکادمیک موجود باشد و اخلاق اکادمیک، که یک اخلاق صبر و حوصله و تفاهم است؛ نهایت ضروری است و موجودیت از این در شرایط مختلف، در ابعاد مختلف تغییر کرده. در دوران ییکه در پوهنتون کابل، من به حیث یک استاد نهایت جوان شرف خدمت داشتم، محیط به مراتب مساعدتر بود، تا وقت ییکه من به حیث رئیس پوهنتون کابل، دوباره به محیط پوهنتون رفتم.
داود جنبش: زما خپله د محصلۍ تجربه او يو څه موده د استاد د اسیستانت تجربه دا ده چې، دغه چاپېریال درسي ستړی‌کوونکی و، مثلاً استاد به راغی زموږ، نهه میاشتې مسلسل به یې یو کتاب په لاس کې و، نوټ به یې ورکاوه، موږ به لیکه. بیا دغه میراث ماته راپاتې شو، ما تقریباً دغسې یو کار کړی دی. دغه سیستم ستاسې له نظره، د بشري پانګې جوړولو ته جوړ و؟ یعنې یوه تعلیمي کال ته، نهو میاشتو ته دغسې خسته‌کوونکي، ستړي کوونکي کار ته اړتیا وه که نه؟

دوکتور غني: نه، نه وه بالکل! دلیل [د دې] چې زه دا محصلین خپل استادان ګڼم، ځکه وختې چې زه راغلم، اول، اجازه ده چې یوه کیسه درته وکړم؟
داود جنبش: مهرباني وکړئ.
دوکتور غني: لومړی درس زما د فلسفې و. ما لوستې وه فلسفه معلومدار، مګر څنګ کې ما انسان پېژنده لوستې وه. زه لاړم صنف ته، نو زښت ډېر زحمت مې ایستلی و، ابعاد مې تشریح کړل او معلومدار ما نوټونه نه درلودل، لکه نورو غوندې. په آخر د صنف کې ټول چپ وو، هېڅ برخه یې وانخیسته، نو ما وویل خبره څه ده؟ څو نفره جګ شول ویل یې: تاسې ټول راغلي یئ، موږ ته په نورو خبرو باندې غږېږئ، ولې هېڅوک دې ته تیار نه دی چې موږ ته په دې وطن باندې وغږېږي؟ ما ویل سمه ده. زه چې سبا راغلم، لومړۍ پوښتنه مې دا وه چې د اوړو قیمت څومره دي؟ هلته دوه برخې وې: یو برخه هغه محصلین وو چې له اطرافو نه راغلي وو، له ولایاتو نه، ولسواليو دې نه... او یوه برخه دا وو خاصتاً مېرمنې، پېغلې چې له کابل نه راغلې وې، کابلیانو راباندې وخندل، چې موږ ادبیاتو پوهنځي کې وو [موږ ته یې څه چې] د وړو قیمت څه دی. اطرافي محصلین یوواري را ژوندي شول. د دغه په اساس باندې ما د افغانستان پېژندنې بحثونه شروع کړل. دا ډېر په زړه پوری وو او د دې لپاره چې موږ وکړی شوو لیکنې وکړو، پوهېږئ جنبش صاحب موږ چې څه شي نه شروع وکړله؟ د جملې نه، پاراګراف نه او بیا د یوې مقالې نه.
داود جنبش: دغه برخه زموږ ډېره کمزورې وه.
دوکتور غني: دغه برخې کمزورې وې، ځکه ترتیب دا شوی و چې نوټونه [یې ورکول]. او له بدې‌مرغې نه چې زه کابل ریاست ته راغلم، هماغه نوټونه چې زموږ په دوران کې په هغه استادانو درس ورکاوه، لا یا هماغو استادانو خپله تدریس کاوه یا د دوی شاګردانو د هغو نوټونو ته دوام ورکاوه. دا د بشري پانګې موجودول نه وو، دا یې محو کول وو. زموږ په پوهنتوني درسونو کې خاصتاً په بشري علومو کې، او سیاسي علومو کې چې د حقوقو فاکولته او دا و... دا ډېر زیانمن وو، اما بله برخه دا وه چې هغه دوران کې، لا هم د انجنیرۍ پوهنځی، د کرنې پوهنځی او ننګرهار کې د طب پوهنځی یا کابل کې د طب پوهنځي، لوړ معیارونه یې درلودل؛ نو دواړو برخو باندې باید په تفصیل وغږېږو.
داود جنبش: تاسې د پوهنتون د ریاست خبره وکړه، چاپېریال بېخي د هغه وخت نه چې تاسې استاد وئ، اوښتی و، محیط ترینګلی شوی و، په اصطلاح متشنج و. په هغه برخې به یې نه غږېږو، خو حتماً به دا پوښتنه راځي چې، تاسې د دغه تدریسي سیستم د اصلاح لپاره څه وکړل؟ یو شی چې ما اورېدلي، وایي چې تاسې ځینې طرحې جوړې کړې وې، مثلاً د ‌ذینفعې حکومتوالۍ په نامه باندې، د دې طرحې مقصد څه و؟ او نورې کومې طرحې که مو درلودې لطفاً یې راته ووایاست.
دوکتور غني: بلې په سترګو. لومړی، ماحول مطلق بدل و، چې واضح یې یو مثال درکړم، پوهنتون نه دروازه درلوده نه دېوالونه. او واقعاً لیوني سپي او چرسیان او قماربازان د منطقې، ټول کابل پوهنتون باندې راټول شوي وو او څوک ګرځېدای نه شوو. [کومه] طریقه چې ما شروع کړله، ځکه ذینفع حکومتداري باندې راځو، زه په ژمي کې مقرر شوم، نو ټول ژمی ما استادانو سره په مشورې باندې تېر کړ. ځکه مخکې له هغه نه به ټول راتلل د پوهنتون د ریاست دفتر ته. بالعکس ما د لومړۍ ورځې نه ټولو ته اعلان وکړ چې زه به هر پوهنځي ته او هر دیپارتمنت ته بېل راشم. ټولو سره مې وکتل. بیا مې ټول استادان نظر په رشتې باندې او نظر د تحصیل په درجې باندې، د لیسانس خاوندان، د ماسترۍ خاوندان، د دکتورا خاوندان، دا ټولو سره ولیدل او ټول هدف د دې برخو دا و چې، پنځه لومړیتوبونه د استادانو له نظر نه وګورو. او مجردې چې په پسرلي کې محصلینو تشریف راوړ، هغه وخت په حدود د لس زره نفره وو، ما دا بحث ټولو محصلینو سره پېل کړ او دې تقریباً شپږ میاشتې دوام وکړ، هره ورځ به مو حدوداً څلور سوه نفره لیدل. او ترتیب دا و چې دوی به په مېزو باندې شل شل نفره کېناستل، یو ساعت لپاره او پس له هغه نه به له هر مېز نه یو نفر استازی پنځه دقیقې غږېده، بیا لومړیتوبونه وو. په دغه باندې د پوهنتون فضا ټوله شوه او نتیجه یې دا شوله چې عالي شورا په دې لومړیتوبونو کار وکړ او یوه غوښتنه د دوی دا وه چې پوهنتون د دېوال څښتن شي. په دې اساس باندې، پوهنتون ټول شو او زما ریاست د پوهنتون کې عالي شورا فیصله کړې وه، که څوک پوهنتون منځ کې وجنګږېږي له یو بل سره، [هغوی به] طردېږي. دوه نفرو دا کار وکړ، هر څه چې په ما باندې فشار راغی او عالي شورا ته دې خدای خیر ورکړي ودرېدو، پس له هغه نه د پوهنتون فضا بدله شوه.
همدغه رقم د کابل لیلیه له سلاح نه له اسلحې نه او له زور نه تصفیه شوله. یوه عمومي فضا د باورمندۍ راغلله، ځکه هر وار چې به یو لومړیتوب نتیجې ته رسېده، ما بېرته ګزارش ورکاوه.
بله برخه چې بنیادي تغییرات وو، څو برخې وې چې وړاندېزونه وشول، اما له بدې مرغې نه، د حکومت لخوا ونه منل شو. یو دا و چې تشکیل باندې چې هم پوهنځي دي هم دیپارتمنتونه، یوه کره کتنه وشي، ځکه هم پوهنځي هم دیپارتمنتونه په سلیقې باندې جوړ شوي وو. او دویم، د پخواني میراث و، د یوه لیدلوري نتیجه وه چې هغه شرایط بدل شوي وو، څلوېښت کاله بعد.
دویم یې دا و چې باید یو مالي اساس وي، وړاندیز زما ډېر ساده و چې پوهنتون په یوې تصدۍ باندې بدل شي، ځکه ډېر، خاصتاً تخنیکي استادان د پوهنتون، تلل باندنيو موسسؤ ته، هم انجیوګانو ته، هم بین المللي موسسؤ سره یې بعد له وخت نه کار کاوه، د دې په ځای چې د پوهنتون په منځ کې اوسي. او شاګردانو خاصتاً لیلیې کې دوه ورځې یا درې ورځې دوی د خټو کار کاوه او د دې امکان و ډېر په آسانه باندې، چې کابل پوهنتون په کال کې پنځه میلیونه له پیل نه او تر شل میلیون ډالره پورې وګټي.
بله اساسي برخه دا وه چې، ما غوښتل چې یو صفري کال، یو عمومي کال منځته راشي چې د هغه اساس باندې سویه چې د محصلینو له مختلفو ولایاتو نه، ولسوالیو نه او خاصتاً د جنګ او د مهاجرت په شرایطو کې وو، موږ یو عمومي اساساتو باندې نتیجې ته ورسېږو، او پس له هغه نه ما غوښتل چې د دې په ځای چې یوازې د ابتدا د شلمې پېړۍ تقسیمات وشي، د انجنیري مثال په توګه، ځای چې اقتصاد یې په څنګ کې پوه شي، یا په لیکولو باندې، لوستلو دې باندې، په ژبو دې باندې پوه شي؛ چې نصاب کې ځينې عمومي تغییرات راشي چې موږ وکړی شوو د ملي وحدت او د دې احساس، چې ټول د یو افغانستان وګړې یوو او حقوق لرو، اما عین حال کې وجایب لرو؛ د دې ترتیبات وو. د دې ټول اساسات په هماغه دورې کې ټول شول، ځينې یې پسته عملي شول، اما ځينې یې عملي نه شول.
داود جنبش: خوب مخصوصاً وقت ییکه مسئله به محصلین ما رابطه میګیرد، در کدام قسمت تحصیل ما و محصل ما نسبت به تحصیل و محصل خارجی یا از کشور های دیګر برتری دارد و در کدام جا پای این سیستم ما می لنګد؟
دوکتور غني: اګر محصلین ییرا که در صنف اول پوهنتون تشریف می آورند، از نزدیک مطالعه کنند، چند خصوصیات بسیار بارز را پیدا میکنید. خصوصیت اول از این است، که یک عطش بسیار عظیم برای تحصیل و ارتقای فکری وجود دارد. خارجی های که در پوهنتون کابل برای لکچر دادن ویا هم بحث می آمدند، تعجب میکردند که تا چه اندازه محصیلین افغان قوت طرح سوالات بنیادی را داشتند، و هم اداب از این را.
دوم ظرفیت کار جمعی بود. مشوره ییرا که من در پوهنتون کابل انجام دادم، اګر در پوهنتون جانز هاپکنز یا کولمبیا یا هارورد یا برکلی که من در بعضی از این ها تدریس کردیم، در برکلی و جانز هاپکنز و در هارورد پروګرام های تحقیقی و اینها داشتم، و در کولمبیا فارغ التحصیل اش استم؛ ده ها میلیون دالر به کار میبود، اما تمام از این را در پوهنتون کابل، من تنها با یک نفر مشاور ام انجام دادم. و این یک نتیجه از این بود، که محصیلن واقعاً میخواستند سهم بګیرند و در کار جمعی این محصلین بینظیر بودند. و قسمت دیګر از این فکر مستقل است. اکثریت افغانها و خاصتاً در ان دوران، اولین افراد خانواده خود بودند، که به تحصیلات عالی می آمدند، اما فکر از اینها واقعاً ناب بود. فکر بسیار سازنده داشتند و میتوانستند تحصیل کنند، چون نتیجه یک نظام خشک نبودند و به علاقه خاص به پوهنتون تشریف می آوردند.
این حالی موانع را ببینید. تقاعد در نظام تحصیلی افغانستان از بین رفته بود و نه تنها از بین رفته بود، بلکه یک نظامی ایجاد شده بود که به سیستم های خانوادګی مبدل شده بود. شیوه تدریس مشکلات بنیادی داشت. این سال ۲۰۰۵ است، حتی در پوهنځی انجنیری کابل کتاب وجود نداشت، و خود پوهنځی انجنیری، هربار که باران می شد یا برف می شد، زیر آب می بود. حداقل این زیربنا وجود نداشت. رشته‌بندی به اساس اولویت های ملی نتظیم نشده بود، و مشکل بنیادی دیګر در این بود، و عام تر شد بدبختانه، که کمیت بر کیفیت ترجیح داده شد. یکباره ګی یک رسم بوجود آمد، که در هر ولایت افغانستان یک پوهنتون موجود باشد، و این به حیث امتیاز تلقی شد. ضرورت واضح است، اما اګر کیفیت را قربانی کنید، این خدمت نیست.
در پهلوی از این، پراکندګی تحصیلات خصوصی بود، که به ده ها پوهنتون به نام «پوهنتون» اجازه داده شد، اما ظرفیت بررسی و توجه به کیفیت باز هم نبود. مخصوصاً در بخش طب، بطور مثال در یک منزل خصوص یک پوهنځی طبی را اجازه میدادند.
نقطه دیګر کشمکش های هویتی و کشاندن محصلین به برخورد های سیاسی کوچک، که قطعاً از نګاه آینده شان بی معنی بود؛ بناً اګر جمع بندی کنیم: در صنف اول یک استعداد خارق‌العاده را در بین جوانان میبینید، در صنف چهارم فیصدی که استعداد شان حفظ شده، به عقده یا دید محدود مبدل نشده، بدبختانه کم بود؛ و این مشکل بنیادی بود که ما به آن دچار بودیم و هنوز هم بدبختانه با آن دچار استیم.
داود جنبش: یوه لنډه اشاره دې رشته بندیو دغو مسایلو ته وشوه، غوښتل مې دې برخې کې لږ ډېر پاتې شوو، ځکه چې زما خپله تجربه د پوهنتون کې د زده‌کړو او وروسته د تدریس دا ده چې، مخصوصاً د روسانو له راتګ نه وروسته، ادبیاتو پوهنځی یې درې څلورو برخو باندې ووېشه، ادبیات شوو، جغرافیه یې جيولوجۍ سره یو ځای کړه، ځمک پېژندنه شوه، تاریخ او نور یې راوستل علوم اجتماعي یې کړل، علومې اجتماعي یې بیا تقسیم کړل، ژورنالیزم یې ترې را وویسته؛ بیا په ژورنالیزم کې مثلاً، زموږ یو استاد په امریکا کې کتابداري لوستلې وه او کتابدارۍ ته هېڅ پوهنځی نه و، هغه یې راوسته ژورنالیزم کې یې استاد کړ. دا ده پوهنځيو وېشنه او د دیپارتمنتونو وېشنه، په افغانستان کې د کادري سیاسیت د جوړولو لپاره څومره ګټور وو؟ یعنې کادرونه یې روزلی شوو که نه؟
دوکتور غني: نه، بالعکس! زما ټول وړاندیز د هماغه په یو کال ختم کې دا و چې، دا ټول سلیقوي برخوردونه لرې شي، او تعداد د پوهنځیو محدود شي او پوهنځیو منځ کې دې باید همکاري راشي. هر ديپارتمنت، جنبش صاحب تاسې به په خپلو سترګو به لیدلي وي، په یو ملوک الطوایفی باندې بدل شوی و. د مثال په توګه بهترین یو نفر به یا افغان به راغی، له تحصیلاتو سره، اما ځکه چې باید دا د دیپارتمنت له لارې نه راغلي وای، یو واري به یې مخه نیول کېده. او رشته‌بندي اساس یې غلط ایښودل شوی، او یو هجوم و د مثال په توګه په حقوقو باندې، ولې؟ او نتیجه د دې څه وه؟ هغه کتابونه مو که لیدلي وای، ټول زاړه وو او د حاکمیت د قانون له نظر نه، څارنوال به راغی د حقوقو له پوهنځي نه؛ قاضی به راغی د شرعیاتو له پوهنځي نه؛ په حال کې باید دا یو سره وای. او ابعاد د دې په ټولو برخو کې وینئ.
بله دا وه چې، ځکه چې قانون اساسي کې دا وو چې وزیران او دا و باید شهادتنامه ولري، ساختګي شهادتنامو جوړولو او دا... په یو بل رسم باندې شول، یا د ماستریو د دوکتوراګانو ورکول. ایا موږ واقعاً د دې ظرفیت درلوده چې دوکتورا ورکړو؟ هره برخه د دې حساب غواړي، ځکه که میزان نه وي، که تله نه وي او په واضح توګه پوه نه شئ چې دا د څه لپاره روزئ، [ګټه نه رسوي].
بله برخه زښته ډېره اساسي ده جناب جنبش صاحب، فلسفه د پوهنتون په دې وه چې دوی به لاړ شي ادارې ته، دوی به مامورین شي، په حال کې چې باید فلسفه د پوهنتون په دې بدل شي چې دوی څنګه اقتصادي وده راولي؟ او دولتي خدمات څرنګه په موثرترینه توګه دوی اجرا کوي؟ نه دا چې دوی په یو فشار باندې بدل شي چې هره ورځ د مامورینو تعداد ډېر شي. او بل واقعاً څه رقم ظرفیت په کار دی؟ زه بیا هم یو مثال درکوم، انجنیري پوهنځي کې، اکثریت د محصلینو غوښته چې ساختمان ولولي، دې ته تیار نه وو چې برق په رشتې کې درس ولولي، اما ګورئ چې افغانستان ته برق څومره حیاتي دی، اما څومره ورته سپک کتل کېدل. یا کرنې ته... او بل که ادارې ته ځئ، د اداري ظرفیتونو ضرورت څه دی؟ او په څه توګه؟ په څه مدارجو باندې ځئ؟ او ټول اداري نظامونه په تجربې باندې استوار دي، یوازې په تحصیل باندې استوار نه دي؛ نو دلته ضرور ده چې دا ټول سره وکتل شي، اما دا ټول له بدې مرغې نه، یو بل نه بېل وو او بېل وساتل شول.
نو نتیجه ګیري مو باید دا وي، چې زموږ لوړو تحصیلاتو باندې یوه اصولي کره‌کتنه په کار ده، چې راتلونکي خوا ته وګوري او محصل‌محوره شي. او استادنو ته هغه زمینه برابره شي، چې په واقعي توګه هم په عملي کارونو کې شریک شي او هم پوهنتوني محیط کې د ګډو اخلاقو او یو تړون پر اساس باندې، یو بل سره په افهام و تفهیم ورسېږي. داسې استادان هم ما لیدلي دي چې تیږې یې راخیستې وې یا خښتې یې اخیستې وې او په دهلیزو کې د یو بل په سرونو باندې یې وهلي وو، نو دوی به د اخلاقو څه مثال شوي وای محصلینو ته؟
داود جنبش: یکی دو سوال هم کوتاه در این بخش از برنامه، در مورد تیوری های آموزشي؛ فکر میکنید که با توجه به ان چه که قبلاً شما ګفتید، [بین] دانش نظری یعنی Knowledge و دانش عملی یعنی Know how چه رابطه ی باید وجود داشته باشد؟
دوکتور غني : رابطه باید اساسی، بنیادی و بر اساس احترام متقابله باشد. مثال بسیار زنده اش زراعت است یا آبیاری. درس تخنیکی یکه یک متخصص زراعت ما در پوهنځی میخواند، یا یک انجنیر آبیاری ما، با دانش عملی یکه در طول قرن ها زارع ما یا میراب ما داشت، باید در تلفیق باشد. من به یادم است، که وقت ییکه قصر دارالامان را دوباره احیا میکردیم، این نسل سوم کسانیکه پدر کلان هایشان این قصر را ساخته بودند، انجنیران را می آموختند که چطور سنګ های مرمر را نصب کنند، چون آن تجربه عملی بود و این دو لازم و ملزوم یک دیګر استند. از این جهت من سخت طرفدار تعلیمات تخنیکی استم و هم طرفدار تعلیمات تخنیکی، در ضمن تحصیلات استم. یکی از پیشنهاد‌های من این بود که در پوهنتون کابل محصلین و استادان مشترکاً کمپنی‌های را ایجاد کنند، که ما بتوانیم حفظ و مراقبت تعمیرات دولتی و اینها را انجام بدهیم و سیستم مشورتی را [به میان بیاورم]، چون در این بخش با تجربه عملی با دید عملی تعلیمات نظری، یک بُعد مطلق دیګری را پیدا میکند. قضاوت نتیجه تجربه است، و اشتباه یک نقطه طبیعی است، چون انسان کامل نیست. از این جهت، از اشتباهات است که قضاوت خوب ایجاد میشود و تصامیم به صورت [درست] ګرفته میشود، و درک وسعت پیدا میکند.
و از این جهت هم است، مسئله را که در ابتدا هم شما ذکر کردید، مشکل تنها در بین ایجاد فاصله بین مسجد و مکتب نیست، بین تعلیم یافته و تفکیک تعلیم یافته و غیر تعلیم یافته است. کلمه روشنفکر را من همرایش یک مشکل جدی دارم، معنی اش چیست؟ حس تفاوت طلبی؟ ایا همین روشنفکر‌های ما نبودند که باعث فجایع شدند، از نګاه دیدګاه محدود خود، فکر شان در کجا روشن بود؟ احترام به دانش فرهنګی ما، و تعهد بر ایجاد ثبات و رفاه، باید اصولی باشد که ما را با هم مرتبط بسازد. هر قریه افغانستان را ببینید، یک ریش‌سفید اش، یک کس که مورد احترام است، بیست سال یا سی سال ګرفته که احترام را کمایی کند، در یک روز از دست داده میتواند، اما سال میګرید. و این تجربه ای است و این دانش ای است، دانش عملی است، که این را باید در نظر ګرفته بتواند. و این دانش عملی است که بار ها موجب نجات قریه ها، یا خانواده ها یا ګروه های وسیع‌تر از این مملکت شده. و دانش نظری ما مشکلات جدی داشته و اګر سر این نقطه تلخ اعتراف نکنیم، و حدود دانش نظری را به صورت اساسی نسجیم، آینده نګر بوده نمی توانیم، و درس عبرتی را که از تاریخ باید بیآموزیم، به صورت درست نه خواهد آموختیم.
داود جنبش:بلې، استاده نړۍ په شدت سره پر مخ روانه ده او موږ یا ځای پر ځای ولاړ یوو، یا شاته ځو. مثلاً ما د ډاکټرانو ځينې نظریې چې په کابل کې اورېدلي دي، د معاصر طب سره چې نړۍ ورسره سر و کار لري، یا د انجینرۍ برخه کې، یا په نورو ټولو برخو کې، زموږ او د دوی ترمنځ، د نړۍ ترمنځ، پېړۍ پېړۍ واټن دی او دا لا ډېرېږي؛ فکر کوئ داسې تجربې د نړۍ شته چې سره د دې وروسته پاتې‌والي یې موږ یې راخیستلی شوو او تطبیقولی شوو؟
دوکتور غني: لومړۍ خبره بالکل، زه تاسې سره هم‌نظره یم په ډېر قوت سره، چې موږ په ځای درېدلی نشوو. په ځای درېدل معنی یې په ډېر چټکۍ سره شاته تګ دی، ځکه اوسنی تحصلي نظام، د اوس او د راتلونکي ضرورتونه، پوره کولای نشي.
دویم، هو، قوي مثالونه شته که لومړي او دویم صنعتي انقلاب ته وګورئ، المان ډېر بېرته پاتې و. سکندنیویا چې نن ډېر پرمختګ لري، که د نولسمې پېړۍ ابتدا ته وګورئ، مخصوصاً هغه لوی انګرېز اقتصاددان او فیلسوف جان استوارت میل آثار په سکندنیویايي ممالکو باندې ولولئ، له اوسنۍ افریقې نه، له بدترین وضعیت نه یې، وضعیت بدتر و. اما دوی په پښو ودرېدل. او المان لومړی مملکت و چې تحصیل یې په یو مسؤلیت باندې بدل کړ. هلته مسؤل دي چې درس ولولي او بشري پانګه دوی په پښو ودروله. شرقي آسیا، سنګاپور نه نیولې تر چینه پورې، دا عجیبه ده، که ۱۹۹۰ ته وګورئ، ټول چین کې نه یوازې کمپیوټرونه نه وو، دا د حساب ماشینونه بې حده کم وو.
داود جنبش: روسیه هم دغسې وه.
دوکتور غني: بالکل.
داود جنبش: روسیه هم دغسې وه.
دوکتور غني: او ما چین کې له ۱۹۹۱ نه تر ۱۹۹۶ پورې، زه یو درېیمه برخه د چین باندې ګرځېدلی یم، اما په یو چټکي بدل شوو او نن ګورئ چې چينايي کمپنۍ د کمپیوټر په برخې کې یا خاصتاً اوس مصنوعي پوهې باندې څومره پرمختګ کړی. هند چې ورباندې نخرې کېدلې چې دوی، دونیم فیصد نه په کال کې، امکان نه لري چې مخکې لاړ شي، ځان یې له ۱۹۸۰ نه، د بدلون په مسیر کې راوړ او نن ګورئ چې یو چټکوالی لري چې ټولې نړۍ کې بېساري دی. مسلمانو هیوادونو ته چې اندونیزیا او مالیزیا ته وګورئ، دواړه په ډېره عظیمه توګه، خاصتاً اندونیزیا په دې اواخرو کې، په یوه بین‌المللي قدرت باندې بدل شوی؛ نو ضروري ده چې په دې باندې پوه شئ چې امکان د بدلون شته. جنوبي کوریا یې یو ډېر لوی مثال د بشري د پانګې د تاثیراتو او دا... دی، ځکه جنوبي کوریا ډېر کم طبیعي منابع او ډېر لږ صنعتي منابع یې درلودل، وختې چې د شمالي کوریا نه بېل شو؛ اما دوی په یوې منسجمې طرحې باندې، واقعاً داسې پرمختګ وکړ. او بیا ویتنام ته ګورئ، ما ویتنام کې هم کار کړی. لومړی وار چې ۱۹۹۴ کې لاړم چې نړیوال بانک دوی کې شامل شول، بېوزلي دومره ډېره وه چې حد او حدود یې نه درلودل، اما نن ویتنام په یو عظیم اقتصادي قوت باندې بدل شوی؛ نو واضح درسونه شته، خبره د دې ده چې له دې ټولو نه باید نتایج واخیستل شي او بیا یې په خپلو شرایطو باندې تطبیق کړو.
داود جنبش: بلی، و من از نظریات شما میدانم که شما به افغانستان‌شناسی یک ارزشی خاص قائل استید، در صورتیکه توصیه این باشد که، ما مثل کشور ها ییکه با وجود عقب ماندګی یک مسیر بسیار طولانی را، در یک مدت بسیار کوتاه پيمودند، از ان استفاده کنیم؛ در عین حال باید کشور خود را هم درست بشناسیم، چګونه تعادل بین افغانستان شناسی و هم ګرفتن تجارب جهانی ایجاد کنیم؟
دوکتور غنی: چګونګی اش سر این است جناب جنبش صاحب، که در قدم اول، یک تحلیل جهت تغییرات علمی، تکنالوژی، اقتصادی و سیاسی دنیا را ضرورت داریم. و در قدم دوم شناخت همسایه های خود را؛ این یک ضرورت است، اما در پهلوی از این پيش‌‌شرط واضح از این قسمی که شما ګفتید، شناخت واضح افغانستان است و هدف تمام از این پودکاست های ما و شما این است، که باید یک تحلیل روشن از خزاین پنهان افغانستان، فرصت های موجود و چالش های موجود داشته باشیم، که به اولویت بندی برسیم. و موضوع سوم ما این است، که یک اجماع لازمی را، برای ایجاد یک روند آینده، که موجب تامین مشروعیت ملی، منطقوی، اسلامی و جهانی باشد ضرورت داریم؛ و بعد از ان با تاکید بر وحدت ملی، انسجام یک اراده قوی ملی برای تامین اهداف ۳۰۰ سالګی افغانستان به کار است. چون این تعادل است و در تعادل ضرورت این است، که هر افغان، هر متخصص افغان، هر کارمند افغان، و هر شهروند افغان، یک حداقل شناخت مشترک را داشته باشد، تا از برداشت های منفی و دیدګاهای کوتاه و بسته، بر اساس این که، همه ما لازم و ملزوم یکدیګر استیم، و زندګی یک بخش ما بدون بخش دیګر امکان پذیر نیست؛ به یک نتیجه واضح برای ایجاد ثبات و رفاه و بستن کمر ملی، برای تامین این اهداف به نتیجه برسیم.
داود جنبش: تاسې ۳۰۰ مه کلیزه د افغانستان یاده کړه. ۲۰۴۷م کال کې، زه فکر کوم چې دا خپرونه د بشري پانګې دوېمې برخې ته هم غځوو، په دې اړه به دوې پوښتنې ولرم، یوه به اوس وکړمه یوه به هغې خپرونې کې چې بله ورځ به خپرېږي ولرم. دلته په لوړو زده‌کړو په دې وغږېدو، دغه ۲۰۴۷ کال ته د چمتوالي لپاره، په لړ کې یې د افغانستان عالي تحصیلات، لوړ تحصیلات څنګه تبدیل شي؟ څنګه واوړي چې افغانستان له دغه پلوه د نړۍ سیال کړي؟
دوکتور غني: لوړ تحصیلات باید په دې توګه واوړي، چې لومړی څه مو په کار دي؟ د دې لپاره چې افغانستان هوسا شي، لومړي ګامونه څه دي؟ دویم او درېیم ګامونه؟ په درې مرحلو کې.
دویم بین‌المللي تجاربو نه څه ګټه اخیستلی شئ؟ او په کومو رشتو کې یا شقونو باندې، باید زور واچول شي؟ چې د دې ظرفیت پيدا شي د مثال په توګه؛ ایا دا پټه خزانه، د افغانستان کانونه، د رشوت او فساد له لارې نه تباه کوئ؟ او په ارزانه یې خرڅوئ؟ چې څو جیبونه په کې ډک شي یا دا چې په یو شین صنعتي افغانستان یې بدلوئ؟ چې څو سوه کاله پس له هغه نه خلکو ته روزي ورسوئ.
او بل کیفیت، کیفیت، کیفیت خبره ده، نه د کمیت. هر چېرې سلیقوي رفتارونه نه شي کېدی. کوم پوهنځي مو په کار دي؟ او د دې لپاره چې مساوات وي، د زونونو په سطحه باندې، د مختلفو رشتو مرکزیت تامیندلی شي؛ اما دا په واضح توګه باید ووایو، چې هر پوهنتون، هر شي باندې تمرکز نه شي کولای.
بله یې دا ده، مخکې مې هم تاسې ته عرض کړی، ډيجیټل کېدل ضرورت دی، د ډيجیټل کېدلو بنیادي زیربنا څنګه ده؟ او پس له هغه نه، څنګه په هغه اساس باندې راځئ چې نور اهداف عملي شي؟ او خاصتاً د بودیجې، د عوایدو د مصارفو په برخه کې، ایا لومړیتوب دا دی چې بیا یو سیاسي کادر یا کادرونه، یا سیاسي چې په سیاسي ملحوظاتو باندې - مقصد مې واړه سیاسي ملحوظات دي- ټاکل شوي دي او حداقل توان د دې نه لري چې ځان ته مرسته وکړي، تر چې ولس ته مرسته وکړي؛ په هغه باندې مصارف کوئ؟ یا واقعاً حکومت په وسیله د دې بدلېږي چې توان ولري او خدماتو ته برابر شي؟
او بله برخه یې دا ده چې اقتصادي، حد اقل ۹ فیصده او تر ۲۰ فیصدو په کال کې وده ممکنه ده، دلته باید فکر منسجم شي او دا بې د لوړو تحصیلاتو نه، نشي کېدی.
داود جنبش: ډېره مننه استاده او ګرانو اورېدونکو، د بشري پانګې په اړه د پودکاست دا لومړۍ برخه همدلته بشپړوو. ژمنه مې وکړه چې بله به یې په راتلونکو ورځو کې ولرو، او اوس د دې وخت رارسېدلی چې هم له تاسې سره خدای په اماني وکړم او هم له خپل ګران مېلمه سره. ولسمشر محمد اشرف غني ستاسې له ګډون نه په دې خپرونې کې ډېره مننه.
دوکتور غني: ډېره مننه، یوه خبره په آخر کې به وکړم، چې لوړ تحصیلات بیا هم د قضاوت ځای نه شي نیولی او هغه افراد چې د قضاوت خاوند دي، باید لوړ تحصیلات ځان ته خطر ونه بولي. دا په ګډه کېدلای شي، یو لازمې اجماع کې د دواړو ګډون ضرور دی. تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.