July 3, 2025
قسمت ۳۹: هوانوردی (بخش اول)
این برنامه به تاریخچهٔ غنی و پیشرفت هوانوردی در افغانستان میپردازد، از استفادهٔ ابتدایی نظامی با بالونها و نخستین طیارهها در اوایل قرن بیستم تا آموزش نخستین پیلوتهای کشور و ساخت میدانهای هوایی زیر رهبری شاه امانالله خان. همچنین ایجاد قوای هوایی سلطنتی افغانستان، تأسیس شرکت هوایی آریانا افغان و توسعهٔ خطوط هوایی داخلی مانند شرکت باختر افغان و اهمیت استراتژیک هابهای اصلی مانند میدان هوایی بینالمللی قندهار، پایگاه هوایی بگرام و میدان هوایی بینالمللی کابل را بررسی میکند.
Transcript

جنبش: د درناویو او سلام په وړاندې کولو، اورېدونکي او مینه وال له ولسمشر محمد اشرف غني سره یوه بل پودکاست ته را بولم چې د ژوند لارې د لړۍ برخه ده. موضوع برنامه امروز پیشینه و نقش هوانوردی در زندگی معاصر است، من داود جنبش استم. دکتور غنی به شماره دیگر برنامه های «راه زندگی» خوش آمدید.
دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم. تشکر از جناب شما، و سلام و احترامات به شما، تمام هموطن ها و شنونده گان عزیز این پروگرام.
جنبش: ډېره مننه، کله چې د هوایي چلند خبره کوو، نو هرومرو باید هوایي بالونونو ته پام وکړو چې د نولسمې پېړۍ له دویمې نیمايي نه، صنعتي پرمختللیو هیوادونو ډېر د پوځي مقصدونو لپاره کارول. د شلمې پېړۍ د پيل په دا شاوخوا کې ابتدایي الوتکې راغلې چې –د سراج الاخبار د یوې مقالې په استناد ایوروپلان، اوروپلان، هوایي جهاز، په هوا خوځېدونکی موټر، طیاره او داسې نور وبلل شول. زما پوښتنه دا ده چې دا هم لکه بالونونه د همدغو پرمختللو صنعتي هیوادونو له خوا د پوځي مقصدونو لپاره را پيل شول، ولې د پوځي مقصدونو لپاره؟
دکتور غني: په زړه پورې دا ده چې عملي تجربه له علمي تجربې نه وړاندې وه، ځکه لا دا رقم د فزیک پوهه نه وه چې تشریحات ورکړي چې د علم په اساس څنگه انسان چې په زرهاو کلونو کې یې غوښتل چې پرواز وکړي، وکړی شي چې دا کار ترسره کړي، اما په عمل کې دا کار وشو او پس له هغه نه، علمي اساسات یې کېښودل شول، د نولسمې پېړۍ په پای کې او بیا خاصتاً شلمه پېړۍ، هغه پېړۍ ده چې هوا کې هم ملکي برخې نه او هم د نظامي برخې نه ډېر ستر پرمختگونه کېږي. لومړۍ خبره د بالون وه او پس له هغه نه امریکې کې د طیارو اساس کېښودل شو. لومړۍ نړیوالې جگړې نه مخکې، نظامي برخه کمزورې وه، یوازې په آخرو کلونو کې پياوړې شوله او امکانات د دې یې برابرول چې په جرمني باندې حملې وکړي او د جرمني له خوا په انگلستان باندې حملې وکړي.
جنبش: فکر میکنم در بین کشورهای اسلامی، امپراتوری عثمانی نخستین کشوری بود که بتواند طیارات را در همو ابتدای ایجادش به دست بیآورد، کمی پیش از آغاز جنگ اول جهانی، یکی از طیارات ترکی از استانبول به مصر، به پورت سعید میرسد و جالب اینست که در آنجا یکی از افغانها به نام (غلام نقشبند) –نمی دانم وظیفه اش چی بوده، حتماً باید یک شخصی با رسوخی بوده باشد، که اجازه می یابد که در جلسه ییکه به افتخار این پیلوت ها ترتیب شده بود حضور پیدا کند. این دو پیلوت (سالم بیگ) و (کمال بیگ) بودند و هر کس از او سوال میکرد. غلام نقشبند به سراج الاخبار نوشته است که من هم در این جلسه از آنها سوال کردم و گفتم که: آيا روزی خواهد رسید که شما در طیاره به افغانستان بروید؟ سالم بیگ جواب داد: ان‌شاءالله وقتی خواهد رسید که در طیاره به افغانستان برویم. این شماره سراج الاخبار دقیقاً به تاریخ ۱۰ می سال ۱۹۱۴، یعنی تقریباً ۲ ماه قبل از آغاز جنگ اول جهانی به نشر رسیده. سوال من اینست که نخستین پرواز بر فراز افغانستان چی وقت صورت گرفت؟
دکتور غنی: نخستین پرواز به صورت دقیق در ۲۴ می ۱۹۱۹ بعد از اعلان استقلال افغانستان در مسجد عیدگاه از طرف غازی امان الله خان، صورت گرفت. ارگ شاهی توسط یک طیاره انگلیس بمبارد شد. یک ذخیره برزگ باروت که در اینجا وجود داشت انفجار کرد. عجیب، موضوعی را که انگلیسها گزارش داده اند، این بود که خانمها از ارگ برآمدند، و وارخطایی بسیار زیاد در شهر کابل ایجاد شده بود، که از نگاه روحی تاثیرات داشت. و پیلوت انگلیسی ادعا کرده بود که به تنهایی خود می تواند جنگ را خاتمه بدهد. بعد از آن بر قوای افغان به صورت دوامدار انگلیسها بمبارد کردند، اما خستگی شان از جنگ، و تلفاتی که داشتند... . تلفات اینها در جنگ سوم افغان –انگلیس از شهدای ما کرده زیادتر بود. تخمین شهدای ما در حدود ‍۱۰۰۰ است، تخمین تلفات آنها زیادتر از ۱۵۰۰ است. بالآخره مسئله از نگاه سیاسی حل شد و استقلال افغانستان را قبول کردند. اما نکته دلچسب در این، عکس العمل اعلیحضرت امان الله خان است، که یک مکتوب به دربار انگلیس می فرستد و به ایشان یادآوری میکند که دولت انگلیس حملات جرمن ها را «وحشیانه» میخواند، و می گفت که این دور از تمدن است، و می گوید شما بر یک محل غیرنظامی –که مردم ملکی زن و مرد در آن زندگی میکردند، حمله کردید، و از این معلوم میشود که تمدن شما بر وحشت بنا شده و جز ایجاد وحشت هدف دیگری نداشتید.
جنبش:‌ جالبه ده، همدغه وخت کې د خپلواکۍ نه وروسته البته، یعنې جنگ چې خلاص شو، فکر کوم د امان الله خان ذهن کې به دغه گرځېدلي وي، ځکه زر یې اقدام وکړ چې بې الوتکو نه کېږي، که له هر بهرني غلیم سره مقابله کېږي باید هوایي ځواک ولرئ؛ نو ده فوراً په همدغو لومړنیو کلونو کې الوتکې ترلاسه کړې.
دکتور غني: په دقیقه کې توگه ۱۳۰۰ هجري کال کې امان الله خان لومړۍ ډله محصلین ایټالیې ته ولېږل چې پيلوټي او همدارنگه د طیارو انجنیري زده کړي. او د دوی لومړی فارغ التحصیل احسان خان نومېده او احسان خان ډېرو کلونو پورې –تر ۱۹۴۷ پورې چې دویمه نړیواله جگړه ختمه شوه، د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندان و. او په حقیقت کې اکثرو د اردو او د ملي اردو منسوبینو ده ته د هوایي قوې پلار ویل. موضوع ډېره دلچسبه ده، ځکه چې دی لاړ، خپل تحصیلات یې خلاص کړل، او بیا ۴ کاله پس ته د خپلواکۍ جشن و، چې د شېرپور په میدان کې هوا ته والوته. او خلکو ټولو ویل چې نه الوتکه د افغانستان ده او نه پیلوټ. نو پس له دې نه چې دی ښکته شو، یو افغان یې ځان سره اوچت کړ، بیا یې پرواز وکړ. پس له هغه نه دی چې ښکته شو، اعلیحضرت امان الله خان ده ته خپل شخصي موټر –چې یو فرانسوي موټر و هغه یې، ورته وباښه، نو اساس دلته کېښودل شو. لومړۍ الوتکې امان الله خان له ایټالیې نه واخیستلې او ایټالوي انجنیران راغلل افغانستان ته. د تخنیک اساس او د ترمیم اساس او خاصتاً د روزنې اساس همدلته کېښودل شو. او پس له هغه نه په دویمه مرحله کې طیارې له انگرېزانو نه واخیستل شوې او ځينې افغانان –خاصتاً عبدالرزاق خان چې پس ته د هوایي قواوو مشر و او بیا داود خان له مرحوم میوندوال سره د کودتا په تور په خپل جمهوریت کې حبس ته واچاوه، هلته لاړل. د عبدالرزاق خان په باره کې موږ اوس منظم یو سلسله گزارشونه، راپورونه د انگلستان له سفارت نه انگلستان ته لرو او وایي چې نه یوازې ډېر تکړه پيلوټ و، بلکې ډېر تکړه ښوونکی هم و. نو زموږ الوتکې دوه برخې شوې، یوه برخه له انگرېزانو نه واخیستل شوې، بله مو له ایټالیې نه ډېره برخه. د هغه په څنگ کې، یوه الوتکه مو له شوروي اتحاد نه هغه وخت کې واخیستله. او دا هم په زړه پورې ده چې څو الوتکې د افغانستان تاجرانو واخیستې. د افغانستان سوداگران وو چې د ملي روحیې له نظر نه یې څو الوتکې واخیستلې او امان الله خان ته یې ورکړې. له بدې مرغې نه الوتکې بیا –که اوسني اسناد سم وي، خوست باندې وچلېدې. هغه واقعه باندې چې ملای لنگ [گوډ ملا] په بغاوت باندې مشهوره ده او پس له هغه نه د صافیو په جگړه کې، د محمد هاشم خان په دوران کې چې داود خان هم په دې کې لوی رول درلوده، په صافیو باندې و.
جنبش: سلسله میدان ها باید از کابل شروع شده باشد و تنها میدان هوایی ما باید در کدام بخشی از کابل بوده، آیا خواجه رواش بود یا کدام بخش دیگر؟
دکتور غنی: میدان هوایی اول ما شیرپور بود. خواجه رواش بعدتر آمد چون در آنجا یک قسمت تپه ها وجود داشت و این تپه ها مسطح شد، و بدبختانه یکی از نتایج اش این بود که قولی که در اینجا وجود داشت –به سطح قول حشمت خان نبود، اما این ساحهء تر بود این ساحه را خشک ساختند و تمام این ساحه –که در یک بحث دیگر هم گفتیم در قسمت کابل، فضای کابل را تغییر داد، اما میدان های هوایی تنها در این بخش نبود، چون در جلال آباد هم ایجاد شده بود، در قندهار هم ترتیبات اولیه گرفته شد، در هرات هم و در مزار شریف هم. و خاصتاً در سالهای بعدی در زمستان تمرینات هوایی در جلال آباد صورت می گرفت. مگر نقطه ییکه دلچسب است، یک قسمت مشکلات اساسی تکراری بود.
جنبش: شنونده ها شاید تا حال که برنامه را تعقیب کردند، فهمیده باشند که در جهان و در افغانستان هوانوردی از بخش نظامی شروع شد ولی، به زودی درک کردند که می توانند از این وسیله برای انتقال افراد و اموال هم استفاده کنند. در افغانستان هوانوردی ملکی یا خطوط هوایی ملکی چی وقت شروع شد و توسط کی؟
دکتورغنی: نقطه دلچسب است، یکی از مهمترین طرق استفاده از طیاره ها برای انتقال خط بود. اگر یاد تان باشد، اوراق خاص طبع میشد که مابین پاکت چیزی نمی ماندید، که اینرا ایروگرام می گفتند و ارزانترین آن همین بود، و از همین جهت بود که انتقال پُسته قبل از اموال یک نکته عمده بود، از خاطریکه قیمتش زیاد بود. و قسمت دیگر که معلومدار تغییرات بسیار اساسی آورد در مسافرها بود، و این وقت گرفت، از خاطریکه پرواز در شرایط خاص هوایی انجام میشد و همیشه قابل اعتماد نمی بود و غیر از آن، مقدار تیلی که در یک طیاره موجود میبود و فاصله ییرا که طی میکرد اول ده ها کیلومتر و بعد از آن به صدها کیلومتر بود، نه هزارها کیلومتر. از این جهت، تا که طیاره های جت ایجاد شد، تعداد نقاطی که در آن باید توقف می کردید، نهایت زیاد بو و موفقیت های بسیار بزرگی که رخ داد، معلومدار این بود که بین امریکا و اروپا پرواز های مستقیم صورت گرفت. تمام این نقاط با هم می آیند که [بخش] مسافربری به تدریج رشد میکند، و در این حال اساسات تنظیم پروازهای هوایی صورت میگیرد و به صورت اساسی امکانات برابر میشوند. اگر سفر امان الله خان را به اروپا به طور مثال ببینیم، به هندوستان در طیاره نرفت و در داخل هندوستان هم به خط آهن سفر کرد و بعد از آن به کشتی سفر کرد و در اروپا هم قسمت زیاد سفرش که گزارش ها را می بینید، از راه زمین است. بعداً از آن است که این امکانت [پروازهای طولانی] میآیند. نکاتی که از نگاه بخش ملکی مطرح است، احسان خان در عین حال مسوول بخش ملکی بود، و قسمت زیاد مطالعات و پلان های اولیه را برای ایجاد بخش ملکی، خود احسان خان مطرح کرد. متاسفانه در سالهای جنگ دوم جهانی او مریض بود که بالآخره وفات کرد. در این حال بخشهایی که ایجاد شد، بخش تعلیمات داخلی در افغانستان، هم برای پرورش پیلوت ها، هم تخنیکر ها و هم عمله پرواز و اینها بود. در این بخش تا سال ۱۹۴۱ هم ایتالوی ها و هم انگلیس ها شامل بودند. در آن سال تمام ایتالوی ها مجبور شدند که افغانستان را ترک کنند، چون افغانستان بی طرفی خود را اعلان کرده بود، و پیشرفت اساسی بخش ملکی بعد از جنگ دوم جهانی صورت میگیرد.
جنبش: د دې لپاره چې اورېدونکو ته یو انځور وړاندې کړی شوو چې لومړنیو الوتکو څومره لار وهله، هماغه خبر بیا را اخلم چې مخکې مې اشاره وکړه د غلام نقشبند په برخه کې چې ترکي الوتکه وه له استانبول نه تر مصر، تر پورت سعیده پورې تلله. د ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې دا الوتکه له استانبول نه روانه شوې ده، په ایسکيشهر، قره حصار، قونیه، اولو قشله، اطه، حلب، حمس، بیروت، شام، قدس، العریش، پورت سعید، قاهره او سکندریه باندې تېره شوې ده او ښایي په هر دغه ښار کې ښکته شوې وي چې تېل واخلي، ځکه سراج الاخبار لیکي چې دا ټوله ۲۵۰۰ کیلومتره لار ده او په ۲۵ ساعتونو کې وهل شوې ده، نو معنی یې دا ده چې هرو سلو کیلومترو کې باید الوتکه کوزه شوې وي او دمه یې کړې وي. د ملکي هوایي چلند په صنعت کې لوی پرمختگ هغه وخت راغی چې جېټ الوتکې جوړې شوې چې په یو ځل یې ډېره لار وهلی شوه. په افغانستان کې د ملکي هوایي چلند پیل له آریانا سره تړلی دی، آریانا چا جوړه کړه؟ نوښت د چا و؟ او کله جوړه شوه؟
دکتور غني: لومړۍ خبره چې یاده کړو، امریکې او د هغې غربي متحدین او منطقې کې متحدین- مه هېروئ چې هم ترکیه، هم ایران، هم پاکستان د امریکې متحدین وو په امنیتي پیمانو کې، هم تر ۱۹۵۸ پورې عراق، ځکه چې بغداد پیمان یې ورته ویل او پاکستان په دوو کې و، هم سیتو او هم سینتو کې او هغه خوا ته ناټو پرته وه. نو امریکې غوښتل چې د شوروي اتحاد په مقابل کې یو کمربند ایجاد کړي چې ایروفلوت ونه کړی شي چې له دې ساحې نه ووځي.
جنبش: د شوروي اتحاد هوايي کرښه.
دکتور غني: هوایي برخه. او شوروي اتحاد غوښتل چې دا مات کړي، نو دوی ډېر وخت مخکې له نړیوالې جگړې نه هم دا طرحه وړاندې کړې وه چې شوروي نه، خاصتاً تاشکند نه الوتنې کابل ته وشي او اوله برخه به یې دا وي چې –دوی غوښتل هغه وخت که په یاد مو وي، دې ته یې دیپلوماتیک پوچ ویلې، یعنې دیپلوماتیک اسناد چې انتقالېدل دا به یوه خاص بکس کې وو او د یوه دیپلومات په لاس پورې به په زنځير باندې تړل کېدل چې تلل او راتلل وړل یې؛ دوی افغانستان ته د ډېرو لویو مرستو وړاندیز وکړ. بالعکس امریکاییانو یو بل شرکت، هوایي شرکت و چې ټرانس ایر وی نومېده، هغه ابتدایي بحثونه کړي وو چې څنگه له هرات نه ایران ته لاړ شي پروازونه او پس له هغه نه عربي هیوادونو او نورې باقي نړۍ ته. بیا روسان په هغه وخت کې، دوه کاله پس له دویمې نړیوالې جگړې نه دي، هغوی ډېر شدید احتجاج وکړ چې شمالي افغانستان کې د امریکاییانو حضور به دوی ځان ته خطر ومني. نتیجه بالآخره دا شوله چې په ۱۹۵۳ کې د آریانا شرکت اساس کېښودل شو. دې ته ۵۱ په سلو کې د افغانستان پانگه او برخه وه او ۴۹سلنه د پانام امریکایي شرکت چې هغه وخت کې د نړۍ ډېر لوی ستر شرکت و. او په دې اساس باندې هغه شی چې اوس Emirates یا نورو لویو شرکتونو کې گورئ چې استخدام د خارجیانو دی مگر په دا رقم سهمیه نه دی، ځکه چې هغه ټول د اماراتو د دوبۍ دی؛ دغه اساس کېښودل شو او آریانا په هغه ستندرد باندې جوړ شو چې امریکایي ستندرد و او طیارې یې واخیستل شولې. په هغې برخې کې هم د مثال په توگه، په ۱۹۶۶ کې چې زه لومړی وار امریکې ته مکتب لپاره لاړم، موږ اول تهران ته لاړو، بیا بیروت ته په آریانا کې، اما یوه شپه مو په تهران کې وکړله او دا معمول و او ستاسو که په یاد وي اکثر افغانان چې شرقي اروپا نه یا غربي اروپا نه د روسیې له لارې نه راتلل، مسکو نه به راغلل تاشکند ته او تاشکند کې به یې دمه وکړه او بیا پس له هغه نه به راغلل. نو د آریانا اساس ډېر ټینگ ایښودل شوی و، هغه وخت کې یې په منطقې کې ډېر اوچت نوم درلود.
جنبش: نه پوهېږم چې دا معلومات به دقیق وي که نه وي، ما اورېدلي وو چې دغه لوگو یې چې ده، د آریانا هوایي الوتنې دغه الوتکه، مرغۍ غوندې، وایي دا اعلیحضرت ظاهر شاه پخپله رسم کړې وه، زه نه پوهېږم څومره به دا دقیق وي.
دکتور غني: زه دقیق معلومات نه لرم مگر په دې باندې پوهېږم چې اعلیحضرت ظاهر شاه رسامۍ سره ډېر مینه درلوده او خاصتاً د ده یو منشي و اعتمادي نومېده، هغه له هغو آثارو نه چې د اعلیحضرت په کتابخانې کې وو او د بهزاد –زموږ مشهور رسام، د تیموري دربار د رسام، آثار وو، په هغه باندې په هغه سبک کې ځان یې وروزه. او ځيني آثار یې پریښي وو چې یو دوه یې ما اخیستي وو، شخصي نه مې اخیستي وو او د [ارگ] په نمره یک ماڼۍ کې وو.
جنبش: نو رسامۍ سره یې چې مینه درلوده احتمال ډېر دا دی چې دغه لوگو د آریانا دغه سمبول دې، ده جوړ کړی وي.
دکتور غني: احتمال یې شته، رسامۍ سره یې ډېره خاصه مینه درلوده او غیر له هغه نه، کتابتون کې یې چې بیا هم ما شخصاً پاک کړل او ټول مو بېرته مرتب کړل، په هنري برخه کې یې نړیوالو کتابونو سره مینه درلوده. د هند، د اروپا، د اسلامي نړۍ دې ټولو برخو کې یې واقعاً ډېر په دقت سره لوستي وو او ساتلي وو.
جنبش: به مسئله شرکت هوانوردی ملکی افغانستان آریانا بر میگردیم، ولی در همین وقت همزمان یا کمی بعدتر برای اتصال داخلی هم یک پرواز داخلی بنام باختر ایجاد شد، در این مورد بگوییم.
دکتور غنی: باختر بعداً است، باختر در سالهای آخر دهه دیموکراسی اعلیحضرت و ابتدای جمهوریت داود خان است و طرحش این بود که میدان های کوچک در نقاط مختلف افغانستان –خاصتاً نقاط کوهستانی ایجاد شوند و پرواز ها در اینجا صورت بگیرند. طور مثال، باز هم تجربه شخصی من بود، بی بی گل و من به بدخشان رفتیم که نقطه اول باختر به فیض آباد بود و بعد از آن به شغنان بود. و در شغنان –چون شغنان سرک نداشت، میدان هوایی بصورت بسیار دلچسب است که توسط بزها مسطح شده بود تا پرواز شود. این طیاره های بمباردیر Bombardier کانادایی بود که نشست بسیار آسان داشت و در اینجا دو انگیزه مهم بود: یک انگیزه در اینجا ایجاد توریزم بود که میدان هوایی بامیان شاهدش است، چون توریست ها به مقدار بسیار زیاد میآمدند و علاقه مند این بودند که بالای بند امیر و بامیان و نقاط دیگر پرواز کنند؛ و نقطه دیگر نقطه اتصال بود. باختر به این سلسله پروازهای حلقوی داشت که نقاط مختلف را با هم وصل کرده بود. و تاثیرش از این جهت، از نگاه رفت و آمد و همچنین انتقال موادیکه قیمتی بود، اما وزن بسیار زیاد نداشته باشد، چون وزن همیشه مطرح بود، در این بخش یک نقش مفید داشت.
جنبش: باختر هوایي الوتنو برخې ته بیا کله چې د یوویشتمې پېړۍ په پيل کې د هوایي چلند په احیاء غږېږو بیا به ورته راشوو، یوه مهمه مسئله په دې برخه کې د کندهار هوایي ډگر و او د دې جوړېدل په ځینو شرایطو او ځینو فورمولونو پورې تړل شوي وو چې غیرقابل بحث وو، ولې دغسې وه؟
دکتور غني: خبره په دې کې وه چې افغانستان یو پولنډي الاصله مشاور درلود، پولنډ نه وتلی و، پس له دې نه چې کمونیستانو پولنډ ونیوه. هغه په دې نظر کې و چې قندهار به یو تمځای شي د طیارو او دا مخکې له دې نه ده چې د جېټ طیارې [راشي]. که زموږ اولې طیارې وگورئ [د الوتنې واټن یې] یا ۳۰۰ کیلومتره و یا ۲۰۰ کیلومتره چې یو وخت کې تللی شو. او لکه مخکې چې تاسې وویل چې ۲۵۰۰ کیلومترو کې څو وارې عثمانیان تم شول. نو ده داود خان ته – چې مخکې معلومدار د قندهار والي او عسکري قوماندان په حیث دنده ترسره کړې وه، قناعت ورکړ چې قندهار دا ظرفیت لري. داود خان امریکاییانو ته وویل چې که د قندهار هوایي اډه جوړه نه کړئ، موږ یې درسره نه منوو، نو دوی مجبور شول. دوه بدلونونه راغلل: قندهار یې بېرته نسبتاً انزوا ته واچاوه؛ یو دا و چې جېټ طیارې راغللې او بل کوېټې کې پاکستانیانو لویه هوایي اډه جوړه کړه او پېښور کې یې مخکې له هغه نه جوړه کړې وه او د پېښور اډه امریکاییانو ځکه جوړه کړې وه او ډېره پانگه یې په کې اچولې وه چې له پېښور نه پټ جاسوسي پروازونه په شوروي اتحاد باندې کېدل.
جنبش: یوه B2 ډوله الوتکه یې هم شورویانو هماغه وخت –چې له دغه ځای نه پاڅېدلې وه، ویې غورځوله.
دکتور غني: امریکایي پیلوټ و په نامه د پاورز، چې ولوېده بیا شورویانو ژوندی ونیوه، څه وخت یې ونیوه څو چې بېرته یې امریکاییانو ته ورکړي. نو دغه نظر نه قندهار حاشیې ته لاړ، اما اساس یې ایښودل شوی و. اصلي مفکوره چې پس ته مطرح شوله یوویشتمه پېړۍ کې او اوس هم لا ژوندۍ ده، [دا ده چې] قندهار د افغانستان د هوایي برخې د صادراتو یو عمده مرکز وگرځي.
جنبش: یوه بله پوښتنه مې په همدې حساب لنډه دا ده چې ویل کېدل –ما اورېدلي د ځینو هوایي برخې متخصصینو نه چې قندهار مخکې له دې نه چې دوبۍ هب شي یا داسې مرکز شي نړیوال، د الوتنو لپاره، د امریکا په نظر کې دا و چې قندهار په دغسې یو مرکز باندې واړوي، زه نه پوهېږم څومره به دا سهي وي، یعنې ظرفیت یې لري، ځکه ځمکه یې ډېره پراخه ده، اما یو خو داخلي ناآرامۍ او سیاسي خبرې وې په افغانستان کې، که فکر کوئ چې دغه فرضیه سهي وي، نور کوم عوامل وو چې امریکا یې له دغه پلان نه واړوله؟
دکتور غني: عمده مسئله تاسې ورته اشاره وکړله، دا مه هېروئ چې وختې چې آریانا [هوایي شرکت] د لوی حیثیت او نوم خاوند و، د Emirate هوايي‌ شرکت لا منځ ته نه و راغلی. د دوبۍ مرحوم شېخ لومړۍ طیارې یې، دوه طیارې یې کرایه ونیولې، زموږ خپلې وې او ده په کرایه ونیولې او لومړۍ هوایي اډه یې چې جوړه کړه، ډېره ساده وه. هغه وخت کې واقعاً د دې امکان و چې افغانستان هغه حیثیت پيدا کړي چې پس ته دوبۍ پيدا کړ، ځکه چې دوبۍ له افغانستان نه څو لسیزې پس ته خپله وده پيل کړله. د امریکاییانو وضعیت معلومدار پس د داود خان له کودتا نه او خاصتاً پس د ثور له کودتا نه وگرځېده او دوی له ملکي ساحې نه ووتل او مطلق افغانستان ته یې د سترو ځواکونو د جنگ د میدان [په سترگه] وکتل، تر څو چې شوروي یې مات کړ. نو هغه وخت کې دا طرحې ټولې شاته ولوېدې او پس له هغې نه چې موږ داخلي جگړو او دې ته لاړلو، وضع بدله شوې وه او په پښو ونه درېدله، اما دا ظرفیت لا هم دې کې شته او وختې چې په ۲۰۴۷ باندې غږېږو کندهار او د افغانستان نورې هوایي اډې کېدای شي چې په اقتصادي برخې کې، په منطقې کې او بعضې مواردو کې په نړیوالې برخې کې اهم رول ولري.
جنبش: شنونده هاییکه تصاویر زمان ظاهر شاه را از شرکت هوایی آریانا دیده اند، حتماً تعجب خواهند کرد که چه سرویس عالی و چه خدمه و عمله بسیار مسلکی داشت. کمی در این مورد بگوییم که پرواز آریانا به کجاها صورت میگرفت؟ یک پروازش که در گت ویک لندن سقوط کرد توجه جهانی را جلب کرد، به این معنی که به لندن هم می آمد. به صورت کل به کدام جا ها و کدام نقاط دنیا سفر می کرد آریانای ما؟
دکتور غنی: آریانای ما پروازهای منظم داشت در منطقه، خاصتاً به هند پروازهای بسیار منظم داشت و پرواز آریانا به لندن اگر به یاد شما باشد، قسمت زیاد مسافرانی که زندگی خود را باختند اتباع هندوستان بودند، چون پرواز آریانا از پرواز شرکت های هندوستانی کرده هم ارزانتر بود و هم مورد اعتماد بود در آن وقت. متاسفانه این سقوط طیاره در گت ویک یک فاجعه بزرگ بود هم از نگاه حیثیتی و هم از نگاه مادی، چون بیمه این طیاره را به شرکت بیمه افغان داده بودند، بیمه بین المللی نداشت. پیلوت ما کفتان نوروز خوشبختانه زنده ماند، اما قسمت زیادی مسافرین شهید شدند یا زندگی خود را از دست دادند. در پهلوی این پروازهای منظم به بیروت بود. بیروت هب منطقه ای بود؛ پروازها به تهران بود؛ پروازها به فرانکفورت بود؛ و پروازهای دیگری که به تاشکند صورت میگرفت. لست کامل را ذکر نمیکنم، اما همه اینها موجب این میبود که آریانا یک وسیله وصل منطقه ای بود. و از بیروت تمام مسافرین باز به اروپا، آنهایکه مستقیم به جرمنی و انگلستان سفر نمی کردند و با آریانا دوام نمی دادند، می توانستند با باقی دنیا وصل شوند. آریانا نمایندگی بسیار منظم داشت، قراردادهای دوامدار داشت و ترتیب انسجام، خدمت و خدمات... آریانا طور مثال بیمه خاص خود را داشت. تمام افراد آریانا از نگاه تحصیل، مخصوصاً انجنیر ها، پیلوت ها، عمله پرواز، همه تعلیم دیده بودند. و نکته دیگر هم اینست که، طیاره ما که سقوط کرد، واقعاً نقاشی داخلی اش بسیار زیبا بود و برای افغان های نسل من الهام بخش بود، چون تمام طیاره از آثار باستانی افغانستان پُر بود از نقاط مختلف کشور از تمام کشور، در خود طیاره موجود بود، یعنی نقاشی بود که در دیزاین شامل بود، و افغان ها سرش افتخار میکردند، وقتیکه طیاره سقوط کرد، ما همه عزادار بودیم.
جنبش: تاسې لږ مخکې د شوروي اتحاد د ایروفلوت شرکت او د امریکایي پانام تر منځ په افغانستان کې د سیالیو یوه لنډه یادونه وکړه. همدلته یوه بله موضوع هم رایاده شوه زموږ د آریانا الوتکې د سقوط په تړاو چې د لندن په گت ویک کې د ۱۹۶۹ په جنورۍ کې ولوېده، هماغه وخت کې پرچم ورځپاڼې چې د شوروي اتحاد پلویانو نشروله، یوه مقاله خپره کړه، دقیق ټکي یې زما په یاد نه دي اما مفهوم یې دا و چې د افغانستان غوندې یوه بېوزلي هېواد ته په کار نه دي چې امریکایي تخنیک چې دومره مصئوون او مطمین هم نه دی په دومره ډېرو پیسو وپېري. یعنې اشاره یې دې ته وه چې ګواکې ښه به دا وي چې له شوروي اتحاد نه ټکنالوژي ترلاسه کړو. فکر کوئ همدغه لوېدنه د آریانا د عمومي سقوط پیل شو که نور عوامل یې درلودل؟
دکتور غني: نه، دې پېښې نه ووت، ځکه اساسات درست وو او د دې ظرفیت یې پیدا کړ چې په دې باندې غور وکړي او معلومدار دا مسئله د تخنیک نه وه، د هوا وه، هوا ډېره بده هوا وه، او زه هغه فضا کې هغې برخې ته نه ځم، ځکه چې حقوقي ابعاد لري، اما بوینگ په هغه وخت کې نړیوالې برخې کې قضاوت دا و چې د بوینگ ظرفیت په ملکي برخه کې له ایروفلوت نه اوچت و، اما دا زما ساحه نه ده، خو پرچم پرچم و! نو هر څه باندې دوی خاص خپل نظر درلود. سقوط پس د ثور له کودتا نه پيل شو، خاصتاً پس له دې نه چې د امریکې سفیر په کابل کې ووژل شو، د کابل په هوټل کې، پس له هغه نه Pan AM خپله برخه ۱ ډالر باندې په افغانستان باندې خرڅه کړه او خپل توأمیت یې ختم کړ او معلومدار هغوی په ډېره لویه کچه، امریکې د جنرال ضیاءالحق مرسته یې وکړله او له هغې لارې نه یې د مجاهدینو تنظیمونه تر تربیې لاندې ونیول؛ نو د آریانا د سقوط شروع له دې نه کېږي، ځکه اوس که ایران ته وگورئ د مثال په توگه، ځکه چې ایران کې کودتا یا دا نشته، اما مواد ور باندې بند دي. که له ابتدا نه د افغانستان هوایي ځواکونو ته وگورئ، پرزه جات زښت ډېر ضرور دي او همیشه موږ – د اعلیحضرت په دوران کې هم چې محمد هاشم خان صدراعظم و او پس له هغه نه شاه محمود خان، دغه وخت کې موږ طیارې له لاسه ورکولې، ځکه بعضې اوقات به پرزه جات په وخت نه رسېدل یا به تېل کافي نه وو یا به پیلوټان کافي نه وو روزل شوي، نو ټول د دې یو نظام دی، یو زنځیر دی. ایران کې ولسمشر یې چې سقوط وکړ، طیارې یې، [لامل یې] زاړه هلیکوپترونه وو چې په کلونو باندې ورته پرزه جات نه وو رسېدلي. د ولسمشر رئیسي کیسه درته یادومه. آریانا دغه مشکل سره مخامخ شو. بله برخه یې دا شوله چې هغه بنسټیزه اداره چې موجوده وه چې د هر چا دنده معلومه وه، رتبې یې معلومې وې او پرمختگ یې معلوم و، دا له منځه لاړل، اداره سیاسي شوله. او په سیاسي برخې کې، وختې چې یو تخنیکي کار سیاسي کوئ، قیمت یې ورکوئ. پس له دې نه چې د ډاکتر نجیب حکومت وپرځول شو، دې هوایي برخه کې په عموم توگه آریانا کې خاصتاً، سلها نفره مستریان د انجنیرانو په حیث وټاکل شول او ټولې برخې سیاسي تنظیمونو پورې ونښلېدې. آریانا [شرکت] له دې نه ونه ووت.
جنبش: بی ارتباط نخواهد بود که از یک آخرین اقدام رئیس جمهور محمد داود صحبت کنیم که طیاره DC 10 که یکی از طیارات پیشرفته جهان در آن زمان بود، این را برای آریانا خریداری کرد ولی بعد از ورود قوای شوروی به افغانستان نخستین کاری که حکومت تحت رهبری ببرک کارمل انجام داد، صدراعظم سلطان علی کشمند، این طیاره را به بسیار قیمت نازل به یک کشور دیگر فروخت و به این صورت آریانا را از یک طیاره بسیار مدرن و پیشرفته محروم ساخت.
جنبش: باز هم عرض من در اینست که، وقتیکه سر مسایل تخنیکی از یک دیدگاه سیاسی محدود دیده میشود قیمتش را کشور و مردم میدهد. در اکثر کشورهای رو به انکشاف و خصوصاً کشور ما یک احساس وجود دارد که این را وطن خواهی کاذب میگوییم، به این معنی که، عوض این که فکر کنیم که آیا واقعاً ظرفیت یک کار را داریم با کادرهای خود، ادعا میکنیم که داریم. و عوض اینکه یک پلان منظم را برای تربیه کادرهای ما بصورت اساسی بگیریم و نهادهایی را ایجاد کنیم که این بصورت دوامدار رشد کند، نهادها را از بین می بریم، و این یک نمونه اش است که یک طیاره ییکه واقعاً میتوانست آریانا را تداومش را حفظ کند بفروش رسانده میشود چون دیدگاه اینست. و معلومدار محدودیت های فکری و تعلیمی و تجربه محدود افرادیکه به کرسی های مهم دولتی میرسند، باید واقعاً مورد نظر گرفته شود. بعضی افراد دیدگاه هایی را دارند که بسیار وسیع است، تعلیم علمی یعنی پوهنتونی ندارند، اما تجربه و دیدگاه بسیار بزرگ دارند و بعضی بالعکس محدود استند و اگر یادتان باشد، عین افراد بودند که کتابهای انگلیسی را از کتابخانه کابل آتش زدند. معنی اش اینست که علم محدود است یا علم باید تنها به زبان روسی یا زبانهایی باشد که اینها استقبال میکنند، در حالیکه علم جهانیست و اگر این دیدگاه وجود نداشته باشد و هر کس بخواهد علم نو خود را ایجاد کند، عوض اینکه به تجارب جهانی در عین حال اتکا کند، خود را به قهقرا می برد.
جنبش: او په دې برخه کې لنډه یادونه وکړم، کله چې موږ محصلین وو په پخواني شوروي اتحاد کې د ډاکتر نجیب الله په وخت کې، د آریانا حیثیت دغومره ټيټ شوی و چې روسانو به ورته انشاالله ایرلاین وایه. معنی یې دا وه چې معلومه نه وه چې آیا را به شي که را به نه شي، تاسو به په میدان کې وخت تېراوه، لیکلي به وو، ټکټ به مو اخیستی و، مگر یو ځل به یې وویل چې آریانا نن نه راځي.
دکتور غنی: دا فاجعه ده نه، ځکه د کادرونو روزل، عرض مې وکړ چې د امان الله خان په دور کې ۱۳۰۰ هجري شمسي کال کې پيل شول. دا کادرونه هر یو یې لکه زنځیر غوندې په نورو پورې تړلي وو. اول ایټالیې کې وو، بیا انگلستان کې وو، شوروي اتحاد ته هم ولېږل شول، دا سلسله هر څومره چې ټینگېدله، هماغې برخې کې ترفیعگانې او دا هم وې، اما په عین حال کې لومړی اعتصاب هم هوایي قوې کې د شاه محمود خان په دوران کې وشو، ځکه یوې برخې پيلوټانو ته یې ترفیع ورکړې وه جشن کې –جشن کې معمول و، ستاسې که په یاد وي چې افسرانو ته ترفیع وه، نورو اعتصاب وکړ، ځکه خپل خپلوان یې پالل. او مثال یې هم بل دی، وختی چې احسان خان حق ته ورسېده، د ده ځای ناستی یې سردار اسدالله خان وټاکه او هغه د نادر خان خوریی و، د حبیب الله خان زوی و د نادر خان د خور نه، دا هم لکه داود خان غوندې په فرمان فرقه مشر شوی و او دې برخې کې یې قطعاً اطلاع نه درلودله او په عین حال کې یې دوه یا درې نورې دندې هم درلودې. نو دغسې خبرې له ابتدا نه تر آخره پورې او تراوسه پورې دوام لري او که دې ذهنیت نه ونه وځو، هغه شی چې واقعاً افغانستان په پښو درولی شي، شاته ځي.
جنبش: یک مسئله مهم دیگر در ارتباط به بخش هوانوردی ما اینست که تقریباً تمام میدان های هوایی ما ملکی و نظامی مشترک است، من در دیگر کشورها این را ندیده ام یا شاید اطلاعات من کافی نباشد، چرا چنین بود؟
دکتور غنی: نکته عمده اینست که قبل از کودتای ثور میدانهای ما تفکیک شده بود، یعنی میدان هوایی کابل بصورت اساسی ملکی بود، همچنین میدان هوایی قندهار و میدانهای دیگری که در ولایات بود مثل بامیان واری یا شغنان واری در بدخشان فیض آباد، مزارشریف وغیره، اساساً ملکی بودند و تحت مقررات ملکی اینها اداره میشدند و در این بخش از متخصصین ملل متحد که یک بخش خاص در آنوقت که آیکاو [ICAO] نام دارد استفاده شد و طرح اینها بود. و در عین حال میدان هوایی بگرام ایجاد شد که اساسش در دوران صدارت داود خان گذاشته شد، اما بصورت اساسی در دوران دهه دموکراسی اعلیحضرت تکمیل شد. در عین حال، معلومدار طیاره های نظامی از این جاها استفاده میکردند. نکته اساسی مشکل ما در قرن بیست و یک است، چون قوای بین المللی ییکه به افغانستان آمد، مراکز اینها، بعد از آن که نهادی بنام PRT یا تیم های انکشاف ولایتی ایجاد شد و ناتو مسوولیت گرفت، اکثریت اینها میدان های هوایی را مرکز خود ساختند. مثل جرمن ها در مزار شریف، ایتالوی ها در هرات، انگلیس ها، کانادایی ها و امریکایی در قندهار، امریکایی ها در بگرام و در کابل – در کابل کشورهای دیگری هم بود مثل ترک ها و اینها که بخش خاص است. جلال آباد مطلق، بدبختانه به میدان هوایی نظامی بدل شد، بخش ملکی اش مطلق مورد استفاده قرار نگرفت، معطل شد و ساحات دیگر میدان های کوچک نظامی بوجود آمد که پرواز هایی را که قوای بین الملی در این بخش وجود داشت بوجود بیآورد. میدان هوایی خوست که من شرف افتتاحش را داشتم، تنها میدان هوایی بود که مطلق ملکی بود. این خلاف مقررات بین المللی است، اما با درک شرایط خاص افغانستان نهادهای بین امللی موافقه کردند که میدان هوایی کابل را بحیث میدان هوایی بین المللی مورد قبول قرار بدهند.
جنبش: موږ تېره یوه خپرونه کې لنډه یوه یادونه کړې وه چې موږ په هلمند کې د نړۍ د سطحې یو ډېر لوی هوایي ډگر لرو چې دا هم په دې وروستیو کې، یعنې یوویشتمه پېړۍ کې د خارجي پوځي حضور په کلونو کې جوړ شوی دی. د دې نه مخکې بگرام د داود خان له وخته، حتی له هغه نه مخکې بیا د روسانو وخت کې فوق العاده ارزښت پيدا کړ، په داود خان باندې بمباري هم له همدغه هوایي ډگر نه وشوه، بیا مجاهدینو د خپلو منځیو شخړو په وخت کې...، حتی تراوسه پورې په امریکا کې چې کله سیاسي ناندرۍ کېږي د بگرام یادونه کېږي چې موږ پرېښوده، اوس یې چیناییانو ته ورکوي او داسې نورې خبرې... ولې بگرام دومره ارزښت لري؟
دکتور غني: د بگرام برخه دوه شیان دي: لومړی، دا یوازینی ځای نه و چې منځ کې یې لویه او پراخه هوايي اډه جوړه شي، لوگر یو بدیل و د سرخاب دښته. داود خان فیصله په دې وکړله چې دلته نظامي هوايي اډه جوړه کړي او لوگر کې ملکي لویه هوایي اډه جوړه کړي، دلیل یې څه و؟
د کابل غرونه ستونزمن دي، اوس له کمپیوټرونو او دې سره بدلون راغلی، اما دا واقعاً مهارت غواړي او خطرات په دې کې ډېر وو، نو لومړی دلیل دا و چې دا کابل کې خپله امکانات نشته له فزیکي نظره او د دې غرونو او دې له نظره، نو یو خوا نه بگرام مطرح دی او بل خوا نه د لوگر دښته مطرح وه، خپله د پلازمېنې په چوکاټ کې. او دا عجیبه ده، د بگرام په تاریخي اهمیت باندې یوه ورځ امریکاییان پوه نه شول، ځکه دا د کنشکا پلازمېنه وه او دومره تاریخي آثار چې بگرام کې پراته وو او خدای بښلي کهزاد په دې باندې ډېرې خاصې لیکنې کړې دي، له عجایبو نه و. او یوه اصطلاح وه چې ټولې لارې بغداد ته ځي، نیمې لارې بلخ و بگرام ته ځي. نو دا د یوه عظیم تمدن ځای و، پراخ امکانات یې درلودل. روسان چې راغلل د دوی مشاورین هلته موجود وو، داود خان یوه اساسي فیصله وکړله په ۱۹۵۵ کې چې د افغانستان تاریخ کې یې بدلون راوړ او هغه دا وه چې پس له دې نه چې د ده غوښتنه امریکاییانو نه، چې افغانستان ته نظامي تجهیزات ورکړي، ده ته «نه» وویل شول، ده روسانو ته مراجعه وکړه او چې بولگانین او خروشچف افغانستان ته راغلل، پس له هغه نه د افغانستان د افسرانو روزنه مطلق وگرځېدله شوروي خوا ته، او زموږ اکثریت مطلق پیلوټان پس له هغه نه هلته وروزل شول او مخکې د ثور له کودتا نه روسي مشاورین او د دوی کورنۍ بگرام کې موجود وو. او [د داود خان خلاف] کودتا ځکه بریالۍ شوله چې هوایي قوه تر ډېره حده پورې –دلته ځینې څه اختلاف دی د دوو جنرالانو په منځ کې چې دواړه قادر خان نومېدل، یو یې چې وزیر د دفاع شو او بل یې چې مشهور په قادر اکا و چې خپل کتاب یې لیکلی او پس ته د هوایي پوځونو لوی قوماندان و، اما د دوی مشترکه برخه دا ده چې د هوایي قوې اکثریت مطلق پيلوټان د کیڼو گوندونو پورې، خلق و پرچم پورې تړلي وو، اکثریت ادعا لري چې خلقیان وو. او چې برید وشو، دا برید به د ټانکونو چې ارگ ته راغلي وو او په داود خان باندې یې ډزې وکړلې، که هوایي قوه د ده څنگ کې نه وای او ارگ یې نه وای بمبارد کړی او د دوی مرسته یې نه وای کړې، دا کودتا به په قوي احتمال باندې ناکامه پاتې وه. نو له هغې ورځې نه د افغانستان ولس د بگرام منفي برخه لیدلې ده او پس له هغه نه په دوامداره توگه زموږ فضا د روسانو په دوران کې او بیا د امریکاییانو په دوران کې د لویو پروازونو او د بمباریو مرکز و.
جنبش: پس پیآمد استفاده از نیروهای هوایی در کشمش های سیاسی از جمله در کودتاها و مخصوصاً کودتای ثور برای افغانستان چیست؟
دکتور غنی: مهمترین نکته ایجاد فاجعه افغانستان کودتای ثور است، و این کودتا بدون نقش قوای هوایی افغانستان غیرممکن بود، چون تعداد تانک ها محدود بود و چالاکی میگویید آنرا یا درایت خاص، اسلم وطنجار قوماندان خود را قانع ساخت که تانک ها را حرکت بدهد و ۶۰۰ مرمی را بگیرد، چون اینها فکر میکردند که او از جهت محافظت [ارگ] میرود، در حالیکه این مبدل به محاصره ارگ شد، و اساس فاجعه افغانستان که بعداً پای قوای اتحاد شوروی به مقیاس بزرگ به این کشانیده شده و اینها فرصت را برابر کردند که انتقام ویتنام از اینها در افغانستان کشیده شود.
جنبش: فکر میکنید که آیا از دست رفتن کنترول فضای ما ناشی از همین حرکت بود که بعد از آن ما تا آخر نتوانستیم دوباره کنترول فضای خود را بدست بیآوریم؟
دکتور غنی: بلی، اساس از دست دادن فضای ما از همین دوران شروع میشود.
جنبش: و تا امروز ادامه دارد.
دکتور غنی: تا امروز ادامه دارد. یکی از نکات این در دوران حضور امریکایی ها در افغانستان این بود که بلندی پرواز محدود بود، و نتیجه اش چی بود؟ هر پروازی که از افغانستان به دوبی صورت میگرفت، در حدود ۳ تن زیادتر تیل مصرف میکرد. فضای ما یک منبع عمده یا چشمه عمده عایداتی ما بوده میتواند، مثلیکه در روی زمین کوریدورها دارید، در هوا هم کوریدورها موجود است. تعداد کوریدورهاییکه از افغانستان گذشته میتواند واقعاً قابل ملاحظه است. و این به یک چشمه مهم عایداتی بدل شده میتواند، اما وقتیکه در اینجا عملیات های دوامدار نظامی وجود داشته باشد، طیاره های ملکی معلومدار یکی، حذر میکنند و دوم فاصله بلند باید وجود داشته باشد تا بتوانند مصئون حرکت کنند و سوم تاسیسات قابل اعتماد باید در کشور وجود داشته باشد که اگر کدام حادثه غیرمترقبه در فضای افغانستان صورت بگیرد، طیاره ها بتوانند نشست کنند. و از این جهت است که اهمیت میدان هوایی شورابک، قندهار، کابل، بگرام، مزارشریف، همه اینها، خوست، حیثیت خاص به خود میگیرد، و این سلسله اگر با هم بصورت اساسی بسته شود، هم از نگاه وحدت ملی و ارتباطات داخلی و هم نقش افغانستان مثلیکه آریانا در یک مرحله بود، اما به مقیاس بزرگتر میتواند نقش بزرگتر داشته باشد.
جنبش: ډېره مننه ولسمشر محمد اشرف غني، تر دې ځایه موږ د هوایي چلند په ځینو تاریخي اړخونو باندې په عمومي ډول په نړۍ او افغانستان کې وغږېدو، اوس خو دې خپرونه کې نور وخت پاتې نه دی چې دا برخه ډېره وسپړو، نورې ډېرې خبرې په کې شته، هغه به بلې خپرونې ته پرېږدو، نو په همدی ځای له تاسې او گرانو اورېدونکو سره مخه ښه کوم، تر بلې خپرونې د خدای په امان.
دکتور غني: بیا هم زما نېکې هیلې او تاوده سلامونه، ټولو وطنوالو ته او ټولو اورېدونکو ته.
زنده باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان.