داکتر اشرف غنی
داکتر اشرف غنی
May 22, 2025
قسمت ۳۷: سرک‌ها و شاهراه‌ها (بخش اول)‌
این قسمت به بررسی تکامل سرک‌ها از زمان‌های باستان تا عصر حاضر می‌پردازد. این بحث، مسیرهای تجارتی اولیه از جمله راه ابریشم را پوشش داده و برجسته می‌سازد که چگونه حکمرانانی چون امپراتور شیرشاه سوری و امپراتور اکبر شبکه‌های سرک‌سازی را برای اهداف تجارتی، نظامی و اداری (به ویژه شاهراه بزرگ یا Grand Trunk Road) شکل دادند. در ادامه، به نوآوری‌های تکنالوژیکی مانند قیر (اسفالټ)، کانکریت و ماشین‌آلات مدرن که باعث انقلاب در سرک‌سازی شد، و همچنین نقش شاهراه‌ها در اتصال شهرها و شکل‌دهی جوامع پرداخته می‌شود. همچنان اثرات اجتماعی، فرهنگی و محیط‌زیستی، چالش‌هایی مانند استملاک زمین و گذار به سوی زیربناهای پایدار، از جمله وسایط برقی مورد بررسی قرار می‌گیرد.
قسمت ۳۷: سرک‌ها و شاهراه‌ها (بخش اول)‌
Transcript
جنبش: اورېدونکو او له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستو مینه والو، یوې بلې خپرونې ته ستړي مه شئ! کوربه مو زه داود جنبش یم. امروز در بحث زیربنا به سابقه جاده سازی در جهان و افغانستان می پردازیم.
ښاغلی ولسمشر خپرونې ته ستړي مه شئ.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم، ډېره مننه، زما تاوده سلامونه تاسې او ټولو وطنوالو ته.
جنبش: کور ودان، ژوندي اوسئ او د ټولو په استازۍ علیکم السلام. لکه چې ومې ویل نن د زیربناوو برخه کې واټونو باندې غږېږو. دا هم یوه ډېره مهمه برخه ده، لومړۍ پوښتنه مې دا ده چې مخکې له دې نه چې موټر راشي او دا عصري واټونه جوړ شي پراخ، بشر لارې خو درلودې، موږ په دې باندې یو ځل غږېدلي یوو، خو دا مثلاً څومره پلنې وې، پراخې وې او څومره اوږدې وې؟
دکتور غني: ډېره مننه، د اوږدوالي له نظر نه زرها کلیومتره وو، ځکه که لوی ترینې لارې وگورئ، د ورېښمو لاره وه چې چین، هند، منځنی ختیځ یې تر رومه پورې، یعنې اوسنۍ ایټالیې پورې، دا یې ټول سره ونښلول. مخکې له هغه نه لویې شاهراه گانې وې چې څلور زره کاله مخکې آسوري امپراتوري وه او هغه لاره رسېدلې وه افغانستان ته. د هخامنشي دوران نه هم موږ کافي اسناد لرو چې قندهار کې د مثال په توگه هخامنشي دورې کې دا چې مخکې له دې نه چې مقدوني سکندر راشي، یو ډېر منظم د لارې تگ راتگ موجود و. همدغسې هندوستان کې همزمان مقدوني سکندر سره د چندراگوپتا امپراتوري وه چې تر کابله رسېدلې وه او بیا کابل سکندر هغه ته خوشې کړ، د کابل لویه ساحه، دا هم لاره وه. چین کې هم پس له دې نه لویې لارې منځ ته راغللې. د دې په جوړولو کې توپير و، ځکه چې پاسه یا اوچته لاره ورته وایي، د روم لاره وه چې دوه خواوو د سړک نه به یې مواد ټولول منځ کې به یې اچول، ځکه یې ورته Highway ویل، یعنې پاس لاره. او د هغه ترتیب منظم و تقریباً تر ۳ مترو پورې یا ډېرتر تر همدې حدودو پورې و. عمده توپير په دې کې دی چې چېرې گاډۍ وې او چېرې اوښان وو. په عامه توگه منځني ختیځ او هندوستان کې اوښان وو. په روم کې گاډۍ وې. اما اصلي خبره دا ده چې تر نولسمې پېړۍ پورې په اساسي توگه سړکونه پراخ نه دي، دا پس له نولسمې پېړۍ نه دي چې سړکونه لومړي وخت کې راځي، اما پس له هغه نه چې د رېل پټلۍ پیلېږي او په ډېر شدت مخکې ځي، تقریباً شپېته کاله بیا سړکونه درېږي. او دا د نولسمې پېړۍ په پای او د شملې پېړۍ له ابتدا نه ده چې سړکونه په اساسي توگه پيلېږي.
جنبش: شما از برخی از امپراتوری های دوران قدیم نام بردید ولی به صورت کُل نقش کدام اینها در ایجاد راه ها و به اصطلاح آن زمان شاهراه های بزرگ بین قاره ها و بین کشورها نقش عمده داشتند؟
دکتور غنی: شاید عمده ترین آن در زمان باستان شاهراه ابریشم باشد که همه شهرها را با هم وصل کرد. از نگاه قرون وسطی یعنی قرن شانزده یکی از عمده ترین راه ساز های جهان شیرشاه سوری بود که اساس راه بزرگ که بین بنگال فعلی –که بین بنگال در هندوستان و بنگله دیش وجود دارد، تا کابل ایجاد کرد و در دو طرف آن، هم کارونسرا ها بود و هم درختهای زیاد. و در کاروانسرا ها شیرشاه خاصتاً ترتیبات پذیرایی کاروان ها را و مخصوصاً ایجاد سهولت ها برای علما، برای فقرا و کسان بی بضاعت را در طول این راه فراهم کرده بود. اکبر امپراتور هند، ترتیبی را که شیرشاه گذاشته بود تعقیب کرد. و از این جهت، این راه است که بعداً راه بزرگ هندوستان را که به نام Grand Trunk Road یاد میشود، انگلیس ها بر اساس ترتیب شیرشاه و اکبر گذاشتند و یکی از نتایج آنها خاصتاً در دوره اکبر وسعت دادن کوتل خیبر بود که پیش از آن این راه اساسی نبود، راه از کنر و سوات و باجور تیر میشد. و طرف دیگر معلومدار راهیست که از غزنی به طرف کُرمه و به طرف وزیرستان و بنو تیر میشد.
جنبش: برای شنونده هایی که با تاریخ نیم قاره هند و افغانستان –مخصوصاً جوان ها آشنایی زیاد نداشته باشند، یک توضیح بدهیم که شیرشاه سوری از پادشاهان بزرگ افغان در هند بود که همایون فرزند بابر را شکست داد و پادشاهی را از آنها گرفت اما خودش در یک انفجاری در قلعه کالنجر کشته شد و همایون بعد از کشته شدن وی برگشت و امپراتوری مغلی هند بعد از آن ادامه پيدا کرد. استاده په دې حساب نظامي ضرورتونو هم د لارو په پرانیستلو او اوږدولو او پراخولو کې ونډه درلودلې ده، دا څومره لویه وه دا ونډه؟
دکتور غني: بالکل، ځکه دا سر تر پایه د دې چې وگورئ لکه د مثال په توگه، د احمد شاه بابا لښکرکشۍ که هندوستان ته وگورئ. دا خو ساده کار نه و چې زرها سپرو او پلیو ته ډوډۍ برابره شي. د دې لپاره یو ډېر منظم ترتیبات وو، د ټولې لارې په حدودو کې، او د افغانستان او اوسنۍ خیبرپښتونخوا په شاوخوا کې دې ټولو ته ده پيسې ورکولې، دا په مفته نه وو، اما یوه برخه د دې مالیات وه. د عسکري له نظر نه لارې زښتې ډېرې مهمې دي او پلونه، ځکه چې خاصتاً چې تېرېږئ له سیندونو، تاسې ته به معلومه وه، تاسې به حتماً په کوچنیوالي کې له جلال آباد نه کونړ ته په جالې کې تللي یئ؟
جنبش: بلې.
دکتور غني: چې مخکې له دې نه چې د بهسودو پُل جوړ شي. او دا یو عظیم شی و، خاصتاً که موټر مو په جالې کې له یوې خوا د سیند نه بلې خوا د سیند ته ووړ، دې باندې اطمینان نه و چې څه کېږي، ځکه چې زموږ عمده سیندونو کې کښتۍ نه چلېږي، آمو کې البته ... په ترمذ کې خلک یې په دې طریقه وړل چې جاله به یې په آسونو باندې تړله، آسونو به لامبو کوله، هاخوا به تلل؛ نو د عسکري له نظر نه دا زښته ډېره مهمه ده، او خاصتاً د خیبرپښتونخوا په ساحې کې چې انگرېزانو چې تمه جوړه کړله، مخصوصاً دویمې برخې د نولسمې پېړۍ کې، د دوی ټول ترکیز په دې باندې و چې لارې پرانیزي او د رېل پټلۍ راوړي. کوهاټ ته یې د رېل پټلۍ راوړله، لنډي کوتل ته یې د رېل پټلۍ راوړله، چمن ته یې د ریل پټلۍ راوړه. ځکه هر وارې، لومړی د دوی تېري په افغانستان باندې او دویم تېری، دا په اوښانو باندې انتقالات کېدل او قیمت یې بې حده اوچت و؛ نو ځکه دوی سړکونه وسیله د استعمار گڼله، اما په خیبر کې لکه د پخوانیو امپراتوري گانو مجبور شوو چې اپریدیو ته، مومندو ته، خاصتاً دې دوو قومو ته او نورو ته امتیازات وټاکي. یعنې د دوی هغه امتیازات چې دُراني امپراتورۍ کې او پس له هغه نه امیر دوست محمد خان او امیر شیرعلي خان او دوی ټاکلي وو، دوی دوام ورکړ. دوی په دې ونه توانېدل چې دا لاره بې له دې نه چې فیس ورکړي، خلاصه وساتي.
جنبش: د احمد شاه بابا د سفرونو په اړه لنډه یادونه وکړم چې په تاریخ احمدشاهي کې له اباسین نه د احمدشاه بابا د لښکر د تېرېدو یو نکل مفصل راغلی چې دی ورته ناست دی او پوځ په اباسین باندې هغې خوا اوړي. انگیزه اصلی برای ایجاد شاهراه های معاصر، شاهراه های بزرگ چی بود؟ تنها ایجاد موتر بود و یا انگیزه های دیگری هم وجود داشت؟
دکتور غنی: عجیب است که شروع انگیزه از بایسکل شد، چون بایسکل قبل از موتر به وجود آمد و سرک ها در قسمت عمده، عمدتاً در داخل شهرها وجود داشتند. و تمدنی که اولین سرک های منسجم را ایجاد کرد، تمدن موهنجودارو در حوزه سند و اباسین یعنی که در انگلیسی نامش را Indus میگویند، در این حوزه بود. در تمام این شهرها جاده های منظم در داخل شهر داشتند و اینها از قیر هم استفاده میکردند، اما به صورت ابتدایی. بعد از ایجاد موتر فشار خاص سر این ایجاد شد که سرک ها ایجاد شوند و از طرف دیگر در هندوستان قسمی که قبلاً ذکر کردم خاصتاً در ساحه خیبرپښتونخوا و ساحه بلوچستان ایجاد این سرک ها از خاطر انتقالات نظامی یک هدف برزگش بود و انتقالات نظامی در سر تا سر قرن بیست یکی از انگیزه های عمده ایجاد سرک ها بود.
جنبش: نو بیا چې کله موټر راغی استاد، لویې لارې پراخې شوې او ډېرې هم شوې، هر هیواد په دغه پړاو کې، زما پوښتنه دا ده چې خپله تگلاره د سرک جوړولو لپاره درلوده که یو بل سره همکاریانې وې چې سړکونه څنگه جوړ شي؟
دکتور غني: تخنیکي له نظر نه لومړي پرمختگونه درېیو هیوادونو کې وشول. یو یې فرانسه وه چې د اتلسمې پېړۍ په ختم کې یې د سړکونو د انجنیرۍ څانگه خلاصه کړله. بیا انگلستان و، خاصتاً سکاټلنډ چې دې کې مخکې لاړ او درېیم یې امریکا وه. پس له هغه نه بیا نور راځي چې جرمني پس ته دی چې ډېرتر په شلمې پېړۍ کې دی. د انجنیرۍ له نظر نه دا دواړه مخکې ځي، اما اصلي خبره په دې کې وه چې کوم مواد استعمال شي. له یوې خوا نه سمنټ و، له بلې خوا قیر و. په قیر کې امریکا وړاندې شوه، په سمنټو کې اروپا وړاندې شوه، بیا بېرته دغلته دواړو خواوو نه ترتیبات راځي او معلومات په گډه شروع کېږي او دا هم وه چې کومې طریقې باندې خپله د سړک بستر ایجاد شي او دلته هم ډېرې تجربې وې تر څو چې خاصتاً ها سړی چې نوم یې Macadam نومېده او لومړۍ برخه کې سړکونو ته یې Macadamized ویلی. دې سړي یوه طریقه راوړله چې بیا اساس د اوسنیو سړکونو یې کېښوده، ځکه چې یوه عمده خبره په دې کې ده چې څنگه د سړک په شاو خوا کې زابرونه او دا جوړ کړي، یعنې تجربې وې، دا تجربې مشترکې شولې، اما له بلې خوا نه د دولت برخه د نولسمې پېړۍ په پای کې او د شملې پېړۍ په پيل کې کمزورې وه. اکثره دا لوی سړکونه د خصوصي سکتور له خوا راغلل هم امریکې کې او هم اروپا کې، او بیا هندوستان کې دولت په دې کې ننووت، ځکه چې مخکې مې تاسې ته وویل چې نظامي هم برخه یې وه او بیا په المان کې د اوتوبان یا د لویو سرکونو مفکوره اول د وایمر په جمهوریت کې کېښودل شوه او بیا د هتلر په دوران کې واقعاً ډېره پراخه شوله، زرهاو کیلومترو ته ورسېده. او په امریکې کې د دولت برخه، یعنې د فدرال دولت برخه په ۱۹۵۴ کال کې په اساسي توگه پيلېږي او پس له هغه نه نورو هیوادونو کې د دولت برخه ورځ په ورځ ډېرېږي. شوروي اتحاد کې معلومدار دا خصوصي سکتور پس د روسیې له انقلاب نه، نه و، دا ټوله دولتي برخه وه او هلته هم جمهوریتونو اختصاص پیدا کاوه او د ازبکستان جمهوریت په ټول شوروي اتحاد کې وتلی شهرت درلود، د دې لپاره چې لویو سړکونو کې تخصص پیدا کړي او له سایبریا نه نیولې تر مسکو پورې دې سړکونو کې دوی ډېره لویه برخه درلوده.
جنبش: و در سلسله ایجاد تکنالوژی سرک سازی می توانیم از یک تغییر عمده تکنالوژیک نام ببریم که از ریشه سرک سازی را تغییر داد؟
دکتور غنی: بلی، موضوع قیر است و موضوع سمنت است، که این دو، با هم دو موادیست با سنگ و ریگ، اما ریگ خاص است، هر ریگ برای قیر ازش استفاده شده نمی تواند. این نیست که از هر صحرا برویم و ریگ را جمع کنیم، خصوصیات ریگ مشخص است با نوع سنگ و خوشبختانه افغانستان در این بخش ذخایر زیاد دارد، اما ضرورت واضح است که نوع آن تشخیص شود. و قسمت دیگر ایجاد ماشینری است، چون ماشینری از یک طرف برای هموار ساختن و بعد از آن بلدوزر و وسایط قیر است. از طرف دیگر ایجاد تونل های بزرگ است که در اروپا از کوه های بزرگ مثل آلپ و پيرنی وغیره تیر میشود و در چین، آسیای مرکزی و تمام نقاط دیگر در امریکای لاتین این تونل ها یک نقش بسیار خاص را بازی میکند، در ایتالیا، در فرانسه، در سویس... . این ابعادی است که انجنیری سرک سازی را به صورت اساسی در نیمه دوم قرن بیست تغییر داد و به پا ایستاد کرد و خاصتاً عمده ترین تحولی را که ما می بینیم، اول در چین بود که در سالی ۱۰ هزار کیلومتر سرک ساختند، بعد از دهه نود، و فعلاً در هندوستان است که یکی از بزرگترین پروگرام های سرک سازی به صورت عموم در هندوستان دوام دارد و تحت کار است.
جنبش: د لارې د جوړولو په باره کې او د هوارولو په باره کې د قیر او سیمنټو یادونه وشوه فقط لنډ –که څه هم ډېره به تخنیکي وي خو نه پوهېږم که اورېدونکو ته یې لږه روښانه کړو په زړه پورې به وي چې قیر څنگه وپېژندل شو چې سړک کې ترې کار اخیستلی شي، ځکه دا خو د تېلو پاتې شوني دي، چا وپېژندل؟ کله وپېژندل شول؟ په دې باره کې هم که لږ معلومات ورکړو اورېدونکو ته.
دکتور غني: زر وارې، قیر معلوم و خلکو ته  د مثال په توگه د موهنجودارو په تمدن کې قیر پېژندل شوی و او ورنه یې گټه اخیستله.، همدارقم په آذرباییجان کې قیر معلوم و، زرها کاله. او قیر جنگي برخې کې استعمالېده، اما عمده ترین بدلون دې کې د نیویارک د کولمبیا پوهنتون –چې له ښې مرغې نه زه یې هم فارغ التحصیل یم او نور افغانان هم دي، دلته یو انجنیر و چې دغه لاره یې برابره کړله چې له قیر نه څنگه استفاده وشي او په لویه توگه، او د هغه په اساس باندې امریکې کې اساس د قیر سړکونو کېښودل شو چې له دې نه بیا نورو ځایونو ته خپاره شول.
جنبش: و در عین حال جاده ها امروز تنها جاده نیست، علاوه از اینکه شما سفر می کنید در امتداد راه بازرگانی و تجارت عمده هم جریان می داشته باشد، شما استراحت می کنید و در عین حال کافه ها و مغازه های مختلفی هم وجود دارد. در کنار این تسهیلات خدمت رسانی از جمله فروش تیل وغیره و در این اواخر مسایل چارج کردن موترهای برقی و اینها هم است و در کنار آن مسایل ایمنی و مصئونیتی راه است که راننده ها چگونه مصئون باشند که تا پایان راه با حوادثی رو به رو نشوند، به این مسایل چه وقت توجه شد؟
دکتور غنی: شروع معلومدار از ایجاد موتر است که هر چی سرعت موتر انکشاف پيدا کرد، به همان اندازه احتمالات تصادم بالا شد. حتماً شنونده های تان اطلاع دارند که تلفاتی که امریکا سالانه از جاده میدهد از تمام تلفات شان از جنگ ویتنام زیادتر است. یعنې تلفات فوق العاده زیاد است اما بدبختانه مورد توجه نیست. از این جهت، تعیین سرعت حرکت در شاهراه ها یک قدم عمده است. در المان هنوز هم یک قسمت اوتوبان وجود دارد، البته کم شده رفته اما هنوز هم مابینش تعیین سرعت نیست، و از این خاطر یک سرعت فوق العاده در آن وجود دارد. ترتیب آن ترافیک جاده ها را به وجود آورد که بتوانند مورد توجه قرار بدهند، که شخص متخلف را جزا بدهند و یکی از راه های آن جریمه است، اما عمده ترین وسیله اش اینست که شخص متخلف بعد از چند اختلاف یا اختلاف جدي لاینسس خود را از دست میدهد، يا برای یک مدت معین یا به صورت دوامدار. از نگاه تسهیلات، معلومدار ایجاد جاده ها نتایج عمده هم سر توزیع نفوس داشته، هم سر انکشاف شهرهای کوچک، متوسط و بزرگ، چون شهرهاییکه در وسط این راه های انتقالات بزرگ قرار داشتند انکشاف سریع و همه جانبه کردند و شهرهاییکه مخصوصاً از نگاه مواد غذایی وغیره در این مرکز قرار داشتند و یا از بنادر به شهرهای بزرگ، نوع این جاده ها تاثیرات همه جانبه داشته و در طول جاده به صورت عمومی بین بیست یا چهل کیلومتر عموماً یک قسمت تسهیلات وجود داشته میباشد، که در آن امکانات استراحت است و مخصوصاً دسترسی به مواد غذایی، تیل وغیره وجود دارد، اما معلومدار یا در داخل شهرها وجود دارد که از شهرها میگذرید و در آن شهرها یا قراء دسترسی به مواد داشته می باشید، یا اینکه امکانات خاص در مسافه زیادتر وجود میداشته باشد، مخصوصاً در وسط امریکا در تکزاس و اینها که قرار شته باشید، فاصله ها زیادتر است، در حدود شصت کیلومتر و اینها می باشد.
جنبش: او اوس به هم یو څه د لویو لارو جوړولو ټولنیزو او نورو عواقبو باندې لږ تم شوو چې څه تاثیرات یې ودرلودل. سړکونو د تاریخ په اوږدو کې په ښاري او کلیوالو سیمو څه اغېز کړی؟ یو څه اشاره راغله، اما که لږ یې نور هم وسپړو چې د سړک راتگ ټولنه څنگه تبدیله کړه؟
دکتور غني: لومړۍ خبره دا ده چې د انسان لید ته یې تغییر ورکړ.  زه به یو مثال درکړم. زما پلرنۍ خوا له لوگر نه ده، یو کلی مو څلوېښت کلومتره دی او بل کلی مو پنځه څلوېښت کیلومتره له کابل نه لرې دی. په گاډۍ کې چې تللو، دا ټول کلي په دې څلوېښت یا پنځه څلوېښت کیلومتره حدودو کې موږ یو په یو پېژندل، راشه درشه وه، ځکه که گاډۍ به خرابه شوله یو چېرې به پاتې شوئ. موټر چې راغی دې منځ کې نه درېدئ، یو واري به کلي ته رسېدئ او ارتباطات مو هلته وو، نو پوهېږئ چې سلسله څنگه ده؟ وختې چې که په ورځې اوسط د کاروانونو شل کیلومتره مو حرکت کړی وای او دیارلس ورځې یې نیولې چې پېښور ته ورسېږئ. پوهېدئ چې د دې ټولې لارې په امتداد کې ټولنیزو روابطو ته مو ضرورت درلوده، کاروانسرای گان وو، یا باغونه وو، یا کلي وو، پس له دې چې سړک راځي، خبره په دې کې ده چې د سړک لاره کوم خوا ته ځي؟ هغه کلي چې د لویو سړکونو په لارو کې راغلل یا ښارگوټي چې وو، د ودې امکانات یې برابر شول. هغه ښارونه او کلي او دا چې پخوانیو کارواني لارو نه پاتې شول او د دې لویو لارو په حاشیو کې پاتې شول، انزوا ته لاړل.
جنبش: و یکی از شاخص های تسریع جاده سازی پایان جنگ دوم جهانی بود. اینکه بعد از جنگ این روند به شدت تسریع یافت، عواقب اجتماعی و اقتصادی آن برای کشورها و مخصوصاً آنهاییکه درگیر در جنگ بودند چی بود؟
دکتور غنی: نقطه اول ایالات متحده امریکا است و انتخاب رئیس جمهور آیزنهاور است به حیث رئیس جمهور امریکا. آیزنهاور در زمانیکه تورن یا جگ تورن بود از شرق امریکا به غرب امریکا در چارچوب ماموریت نظامی خود سفر کرده بود و دشواری این راه را دیده بود. این از یک طرف، از طرف دیگر امریکا بعد از بحران بسیار شدید اقتصادی ۱۹۲۹، بعد از جنگ دوم جهانی به ثروتمند ترین کشور دنیا بدل شد. و در آن وقت، ظرفیت اینکه موتر قابل اسطاعت شود، یعنی خریداری موتر قابل استطاعت شود برای میلیون ها امریکایی فراهم شد و فشار اجتماعی بود که سرکها زیاد شود. بنابرین یک پروگرام عمده حکومت فدرال به وجود آمد که شاهراه ها را ایجاد کند و پول آن را از راه مالیه سر تیل تأمین کردند در قسمت اول و این مبدل به یک شبکه تقریباً ۴۵ هزار میل شد. شرق و غرب امریکا، شمال و جنوب امریکا مطلق با هم وصل شد. از این جهت این شاهراه ها نکته اولش است، اما نتایج مثبت و منفی آن را هم ببینید. نتایج مثبتش معلومدار ایجاد یک سرعت عظیم انکشاف است و ایجاد شهرک ها خارج شهرهای بزرگ است، که این را امکان پذیر میسازد که از این شهرک ها به شهرهای بزرگ یک ساعته یا دو ساعته سفر کنید و خانواده ها در آنجا باشند، چون مسکن هم، بعد از جنگ دوم جهانی بود که مسکن قابل استطاعت شد و یکی از قوانین امریکا که خاص بود راجع به سرمایه بشری این بود که هر کسی را که در جنگ دوم جهانی جنگ کرده بود فرصت آن را برایش فراهم کردند که در پوهنتون ها شامل شوند، و این یک تغییر عظیم در جامعه امریکا به وجود آورد، و این طبقه متوسط امریکا نتیجه آن تغییرات است. نتایج منفی اش چیست؟ نکته اول اینست که خط آهن به حاشیه رفت. قبل از آن نکته کلیدی ارتباط خط آهن بود. موتر –خاصتاً لاری های بزرگ، مطرح شد و نتیجه آن تیل یک نکته کلیدی امنیت ملی امریکا گردید، که اول تیل داخلی اش است. ارتباطات عمده امریکا و سیاست خارجی اش خاصتاً در جنوب غرب آسیا که اینها به نام شرق میانه یاد میکنند، نتیجه این اعتیاد به موتر و تیل است. چون کنترول تیل هم در اینجا و پیش از آن در امریکای لاتین و نقاط دیگر، مگر خاصتاً در جنوب غرب آسیا یکی از مسایل عمده ستراتیژيک امریکا میشود. قسمت دیگرش تاثیرات محیط زیست است، که منفي است. هوا به صورت اساسی مورد فشار قرار گرفته میشود و امروز نوع استفاه از این یکی از نکات عمده است که کره زمین سخت در حال گرم شدن است و تغییر اقلیم را به صورت بنیادی می بینید، که ابعاد آن تا تغییر باد، تا تغییر آب و هوا، تا شیوه برف و باران و اینها، همه تغییر کرده و زیادترین بخش آن در قسمت اول معلومدار از امریکا می آمد و بعد از انکشاف عظیمی که در چین آمد، در ۳۰ سال آخر از طرف چین است.
جنبش: او همدا سبب دی چې په نړۍ کې برقي موټر تقریباً لومړیتوبونو ته راځي او ټول هیوادونه هڅه کوي چې ځان له تېلو نه خلاص کړي. حتی د لندن ښاروال تر ډېره پورې دا لوی بسونه چې د لندن لوی بسونه مشهور دي په دنیا کې، دا یې، ډېر یې برقي بڼې ته اړولي دي. فکر کوئ راتلونکي کې کېدای شي چې دغسې هیوادونه لکه زموږ هم په پای کې بالآخره د تېلو له مصرف نه خلاص شي او برقي گاډو خوا ته ولاړ شي؟
دکتور غني: راتلونکی همدا دی، ځکه چې اوس له ټولو نه پرمختللی هیواد په دې کې چین دی او د چین نبض د آسیا نبض ټاکي، او نن خبرې ډېرې د امریکې په برخې کې دي، اما چین واقعاً ملا تړلې او د دې لپاره که خلاص بازار وي چین سره رقابت به ډېر ستونزمن وي، ځکه چې چین فیصله کړې او د هغوی نظام داسې نظام دی چې یو وارې چې لومړیتوب وټاکي ظرفیت د عمل یې زښت ډېر دی. امریکې کې بالعکس، پيسې زښتې ډېرې دي او تصامیم نیول کېدای شي، اما ترتیب د اقدام و دا یې... ځکه چې خصوصي سکتور نه او ډېرو نورو محلي دولتونو او دې نه تېرېږي، هلته ستونزمنه ده. اما دلته یو واضح جهت موجود دی. له بلې خوا نه، د تېلو فاتحه دومره زر نشئ نیولای، ځکه چې لا هم له بدې مرغې نه هم ډېر لوی شرکتونه او هم ډېرې خاصې گټې موجودې دي چې د تېلو مصرف ته دوام ورکوي. او مخصوصاً پس له دې نه چې اروپا له هغې عمده طرحې نه چې د کووېډ د بلا په دوران کې یې راوړې وه، چې باید شین صنعت خوا ته لاړ شي، نن یې شا ور گرځولې. جرمني کې مو دا حرکت ولیده، انگلستان کې مو ځينې شیان ولیدل چې پخواني حکومت کنسل کړل، له منځه یې یووړل. نو دلته یوه گډوډي موجوده ده، اما بشر د بشر په حیث باندې باید یوه فیصله وکړي چې جهت کوم خوا ته ځي او د هر هیواد مسوولیت به کوم خوا ته وي.
جنبش: به نحوی اشاره یی به نقش استعمار انگلیس در نیم قاره هند و در اطراف کشور ما و آن طرف اش استعمار روسیه و بعد از آن اتحاد شوروی صحبت شد در این مورد، ولی به صورت کل در جهان، استعمار و کشورهای استعمارگر چی نقشی در تمدید جاده ها و سرک ها در جهان داشتند؟
دکتور غنی: دو بخش است: یکی بخش اقتصادی آن است که به کدام مواد اینها ضرورت داشتند. طور مثال بعد از آن که انگلستان فیصله کرد که گندم خود را از بازار جهانی خریداری کند یک بازار جهانی گندم به وجود آمد، و انتقالات آن از محل تولید تا مصرف که شهر لندن بود و یکی از عمده ترین مصرف کننده ها بود؛ یکی از عظیم ترین سرمایه گذاری ها را سر جاده ها، سر کشتی ها و سر خطوط آهن به وجود آورد. همین رقم تولید زغال سنگ است. بخش دیگر آن که آسیای مرکزی را گفتید تولید پنبه است. جنگ داخلي امریکا یکی از نقطه های عطف است در بازار پنبه، چون قبل از آن با جنوب امریکا کسی رقابت کرده نمی توانست، و تولید اینها در حدود ۵ میلیارد پاو بود یا پاوند، این به ۵ میلیون پایین آمد. و از آن خاطر یک حرکت عظیم شروع شد که هم در هندوستان پنبه بیاورند و خاصتاً روسیه که نو صنعت نساجی را به وجود آورده بود طرف آسیای مرکز رخ کرد و شما به چشم سر دیدید که جمهوریت های آسیای مرکزی، خاصتاً ازبکستان تنها به تولید پنبه محدود شده بودند. و از طرف دیگر – باید این نکته را ببینیم، کشورهایی استند که نوع ارتباط شان از راه دریاست، یعنی سواحل دارند. قسمت عمده سرکها در آن بخش از نگاه سیستم استعماری اینست که از نقاط تولید چگونه به سواحل برسند و بعد از آن کشتی ها باشند. بخش دیگر کشورهاییست که در خشکه محاط استند یا ساحه بسیار وسیع خشکه دارند. اروپای مرکزی از این نظر به طرف خط آهن و طرف جاده ها رفت و خاصتاً اتحاد شوروی سابق و بعد از آن روسیه فدرال فعلی از کشورهایی استند که سرمایه گذاری بسیار بزرگ سر سرک دارند. و چین و هند هم، هر دو خاصه اینست که باوجودیکه هر دوی شان سواحل دریایی دارند قسمت عمده ساحه اینها از نگاه داخلی ایجاب سرک سازی را میکند و این دو کشور پر نفوس ترین جهان یک سرمایه گذاری عظیم را سر سرک ها روی دست گرفتند، که بخشی از آن از سوابق استعماری و نیمه استعماریست که نیمه استعماری دوران چین را میگوییم، اما قسمت عمده آن تحت نظر دولتهای ملی شان انجام شد و هنوز هم در حال انجام گرفتن است.
جنبش: او سرکونه چې تېروئ یو څه به په دښتو کې وي، اما ځینې وخت د خلکو په ځمکو، د خلکو په کورونو او دې باندې راځي او د استملاک موضوع –البته د افغانستان برخه کې به بیا علیحده پرې وغږېږو، په جهان کې، هر ځای کې باید یوه ستونزه وي، هر هیواد ورته جلا تگلارې لري؟ دا څنگه حل کېږي؟
دکتور غني: لومړۍ خبره مو دا ده چې دغه یو لوی ترین عامل دی چې ولې ځينې سړکونه په چټکۍ نه شي آبادېدلی. لومړی قانون چې د ځمکو د استملاک لپاره انگرېزانو منځ ته راوړ هندوستان کې و، له هندوستان نه دوی ځان ته یووړ. او نمونه یې که غواړئ په انگلستان کې په واضح توگه وگورئ د رېل پټلۍ ده چې د چینل له لاندې فرانسې سره ونښتله. د دې استملاک له ټولو نه ډېرتر قیمته و. جنوبي کوریا کې تر ۴۰٪ قیمت د یوې لویې لارې په استملاک کې تېرېده. چین کې هم ډېرترینه ستونزه لا هم په همدې استملاک کې ده. بله خوا یې هم چې تاسې وگورئ، جاپان یوه ډېره خاصه سلسله د استملاک لري او هغه دا ده چې که سړک تېرېږي یا که نوی ښارگوټی ایجادېږي یا دا ده، ټول خلک چې په دې کې یا مثبته گټه وړي یا منفي گټه وړي، دوی سره کېنوي، وایي تاسې نتیجې ته ورسېږئ چې، هغه جایداد چې پاتې کېږي، بېرته یې خپل منځ کې ووېشئ او له دې نظر نه جاپان دې کې ډېر سخت بریالی دی، یو عظیم مثال د دې دی او دا د خلکو کېنول یو خاص هنر دی، هر چېرې نه پيدا کېږي. همېشه ځينې افراد پيدا کېږي چې د خپل نیم جریب لپاره یا څو بسوو لپاره یا دې لپاره یوه لویه پروژه دروي. سنگاپور کې ټول –یو دلیل چې سنگاپور ډېر وړاندې لاړ دا و چې ټوله ځمکه یې دولتي اعلان کړله او خاص قیمت نه ورکوي. یو قیمت و او په هماغه اساس باندې دوی دا ټوله خپله ښاري وده منځ ته راوړله. نورو ځایونو کې له بده مرغه لکه لاټري غوندې ده، چې له یوې برخې نه هغه خلک چې د سړکونو له پراخېدو نه گټه پورته کوي د جایداد قیمت یې آسمان ته رسېږي، او هغه نور چې بایللې یې ده بېوزلۍ ته اخته کېږي. امریکې کې هم استملاک ستونزمن دی، ځکه دې ټولو هیوادونو کې خبره په دې کې ده چې د قانون له نظر نه د استملاک حق دولتونه لري. دا حق ورته دی، دې ته –که ډېره مبالغه ونه شي، چې دولتونه هم د انسان د وژلو حق لري د جرایمو لپاره، فرق یې په دې کی دی چې دلته جرم نشته، عامه منفعت په کار دی. اما ستونزه چېرې ده؟ د عامه منفعت تعریف څنگه کوئ؟ او څنگه د خلکو حقوق بېرته خوندي کوئ؟ قانون وایي عموماً چې باید دوی ته عادلانه بیه ورکړل شي، اما د عادلانه بیې تعیینول خاصتاً د هندوستان په چوکاټ کې، که اسنادو ته مراجعه وکړئ، ولس چې خپل منځ کې معاملې کوي، د دې لپاره چې مالیه کمه وښيي، قیمتونه کم ښکاره کوي او سبا چې بېرته راځي چې د دوی املاک استملاک کېږي بالعکس، نو بیا اعتصابونه او دا پيلېږي. د دې لپاره، ټولې آسیا کې دا یوه ستره ستونزه ده، نن اروپا کې هم دا ستونزه ده، ځکه یو وارې چې دا لویې لارې راځي، ژوند بدلېږي او یوې خوا ته د لارې یا بلې خوا ته د لارې، دا نتایج لري. دا ټولو ځایونو کې یوه ستونزه ده او د اجتماعي عدالت له نظر نه که دې ته خاصه توجه ونه شي د دې عواقب همیشه دا دي چې ځنډ کېږي. انگلستان کې دا ټول سړکونه ډېر په بطي توگه حرکت کوي او یو عمده دلیل یې همدا دی.
جنبش: لنډ که د سړکونو او واټونو د پراخېدو په کلتوري اغېز باندې هم وغږېږو، د خلکو راشه درشه په یو بل ډول باندې اوړي. سیمې سره نژدې کېږي. په عمومي ډول په جهان کې د دغسې نښلېدو کلتوري اغېز څه و په هیوادونو او ټولنو باندې؟
جنبش: یک مسئله دیگر، آینده جاده ها و سرکها است، شما گفتید وقتیکه توجه به جاده سازی و راه موتر رو زیاد شد، در مقابلش توجه به راه آهن کاهش یافت. فکر میکنید این توجه به سرک سازی کماکان در سالها و ده های آینده به همین شکل باقی می ماند یا تغییراتی در این به وجود خواهد آمد و جایش را یک چیزی دیگر خواهد گرفت؟
دکتور غنی: نکته اول خدمت تان عرض کنم، نظر من راجع به امریکا بود، که در امریکا خطوط آهن به حاشیه رفت. در اروپا هنوز هم توجه به خطوط آهن دوام داشت در این دهه ها و دیدید که موجب GTV خطوط ریل بسیار سریع گشت، و همچنین ارتباط انگلستان و فرانسه. در اتحاد جماهر شوروی سابق هم شما حتماً به یاد تان است که وقتیکه در مسکو تحصیل می کردید راه سایبریا را هر شب در تلویزیون مسکو نمایش میدادند که چند کیلومتر دیگر پيشرفت کرده. و در چین هم همزمان خطوط آهن و شاهراه ها پیش رفت. در هندوستان مسئله مثل امریکا واری شد، که سرمایه گذاری به مراتب کوچکتر سر سلسله خطوط آهنی که اینها به میراث گرفته بودند، صورت گرفت. فعلاً اطلاع دقیق دارم که یک پروگرام بسیار وسیع سرک سازی جریان دارد. در پاکستان هم تا یک اندازه تجدید سرمایه گذاری سر خطوط آهن شان شد، اما خطوط آهن شان فرسوده است. و سیستمی که اینها برای شان به میراث رسیده بود فاقد حفظ و مراقبت اساسی و در قرن بیست امپراتوری انگلیسی سرش سرمایه گذاری نشده بود. بخش دیگرش اینست که سرکها حفظ و مراقبت کار دارد و وقتیکه حفظ و مراقبت صورت نگیرد وضعیت آن بسیار زود به خرابی میرود و عمده ترین نقطه اش اینست که کنترول وزن به چی گونه میشود؟ این سرکها برای چند تُن ساخته شده و نوع استفاده از این به چی شکل است؟ تمام این ابعاد جهت هم اقتصادی آن را باید در نظر بگیرید. قیمت حفظ و مراقبت... امروز یکی از عمده ترین ابعادش حفظ و مراقبت است. چون اگر حفظ و مراقبت به صورت دوامدار صورت نگیرد، هر چه در این بخش عدم توجه زیادتر باشد به همان اندازه هر سال قیمت آن به مراتب زیادتر میشود. و نکته دیگر آن، فساد در بخش زیربنا و سرک سازی به صورت عمومی در جهان زیاد است و راه هایی که از فساد باید جلوگیری شود و محیط زیست را که نکته کلیدی دیگرش است، مد نظر گرفته شود. اما اینکه مطلق از استفاده شاهراه ها برآییم، در شرایط فعلی اقتصادی جهانی تقریباً غیرممکن است در دهه های آینده، اما قسمیکه شما قبلاً ذکر کردید، ایجاد موترها، سرویس ها و لاری هایی که با برق مجهز باشند یک جهت قضیه است، اما نکته دیگرش اینست که مقداری برقی که باز ضرورت است یا باید منابع نو مثل آفتاب، باد و اگر جیوترمل و راه های دیگر آن باشد که فیوژن میگویندش یا انرژی اتومی، اگر آن وجود نداشته باشد باز هم نکته به این میرود که تولید برق از کجا صورت میگیرد؟ چقدر آب وجود دارد؟ چقدر شیوه های استفاده دوامدار از انرژی آفتاب و باد و اینها وجود دارد؟ این نکاتی است که تکنالوژی سخت در تغییر است، این که تا چی اندازه سرعت ایجاد راه های بدیل سرک سازی و شیوه های استفاده از آن ایجاد شده میتواند، قابل پیش بینی در این مرحله نیست.
جنبش: ډېره مننه ولسمشر محمد اشرف غني، زما پوښتنې په عمومي ډول په جهان کې د لارو او واټونو د سابقې او اوسني حالت په اړه همدومره وې. بله گڼه به هماغسې چې خپرونه کې مو یادونه وکړه دا به ټوله افغانستان ته بېله کړو، تاریخ به یې وگورو، اوسنی حال به یې وگورو، نو تر هغو پورې تاسې او گران اورېدونکي په خدای سپارم، تر بیا.
دکتور غني: تشکر از جناب شما و همه شنونده های عزیز و هموطن های گرامی. زنده باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان.
اشتراک: