June 20, 2024
قسمت ۱۶: تکنالوژی معلوماتی (بخش اول)
این بخش بررسی میکند که چگونه تحول دیجیتال میتواند باعث تقویت حکومتداری، شفافیت و رشد اقتصادی در افغانستان شود. در این قسمت، توسعه دولت الکترونیک (e-governance)، سیستمهای هویت دیجیتال، پرداختهای الکترونیکی و پایگاههای دادههای یکپارچه عمومی مورد بحث قرار میگیرد. همچنین به چالشهایی نظیر زیرساختهای ضعیف، ظرفیتهای محدود تخنیکي و مقاومتهای اداری پرداخته شده است. این گفتگو نشان میدهد که تکنالوژی — زمانی که با پاسخگویی و برنامهریزی استراتژیک همراه باشد — میتواند فساد را کاهش داده، خدمات عامه را بهبود بخشد و از توسعه پایدار ملی در درازمدت حمایت کند.
Transcript

شپاړسم پودکاست
ټکنالوجي او معلوماتي ټکنالوجي
جنبش: دا له ډاکتر محمد اشرف غني سره یو بل پودکاست دی چې تاسې ټول ورته ستړي مه شئ. د تېرې خپرونې په دوام لا هم په ټکنالوجۍ او مدیریت غږېږو. این سلسله را با من داود جنبش دنبال کنید.
استاده بیا ستړي مه شئ، هماغسې مو چې په تېره خپرونه کې ژمنه کړې وه، له هماغه ځای نه چې هغه مو ودروله، را پیل به یې کړو.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم. ډېره مننه، خدای مو په خیر ساته او خدای دې ټول وطنوال په خیر ساتي.
جنبش: مننه چې اورېدونکو ته ور یاده کړم ځکه یو څه وخت به تېر شوی وي چې، موږ په دې غږېدو چې معلوماتي ټکنالوجي افغانستان ته، البته په ټوله نړۍ کې نوې ده او افغانستان چې په جګړو کې و بیا ورته بېخي نوې وه او کله چې ۲۰۰۱ کې نوی یو حالت رامنځته شو چې باید ټول شیان بېرته له سره ورغږېږي، دغه برخه هم را پيل شوه او تاسې په کې استاده مستقیماً دخیل شوئ، خنډونه یې څه وو؟ زما پوښتنه دا وه، تاسې وویل چې په بله خپرونه کې به یې بیا له دې نه را پيل کړو. چا خنډونه جوړول؟ یا اصلاً کوم خنډونه وو؟ او څنګه لرې شوو؟
دکتور غني: ډېره مننه، خنډونه دې برخو کې وو: یو، د ملګرو ملتونو د موسسو له خوا؛ دویم، د امریکې د اداراتو او خاصتاً د امریکې د اردو له خوا؛ درېیم، غیردولتي بنسټونو له خوا؛ او څلورم [د] دولتي اداراتو له خوا.
جنبش: یعنې درېیو یې د خارجیانو پورې اړه درلوده او یو یې داخل مملکت پورې؟
دکتور غني: بالکل، هر یو باندې غواړئ چې معلومات درکړم.
جنبش: اورېدونکو ته به په زړه پورې وي چې مثلاً [د] امریکا پوځ ولې خنډونه جوړول؟ ملګرو ملتونو ولې؟ او نادولتي موسسو یا غیردولتي موسسو ولې جوړول؟
دکتور غني: اصلي خبره په دې کې ده چې ملګرو ملتونو ته موږ وړاندیز وکړ په ۲۰۰۲ کال کې چې انتخابات باید الکترونیک اساس ولري، کمپیوټري اساس ولري، او موږ حساب کړی و چې که هغه دوران کې ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالره پانګه واچوو او ټول بهادار اسناد، تذکره او پاسپورت هم په دې کې راتلل، پس له ۳ کالو نه به دا په ګټې راتلل. دوی دا مطلق منفي کړله او په کلونو باندې [یې] انتخابات په لاسي سیستمونو باندې عملي کړل. دا ټول جنجال د انتخاباتو له دغه ځای نه [را]وتلی.
جنبش: یعنې که هغه وخت کې دا مشکل حل شوی وی، دا وروستي مشکلات به مو نه درلودی.
دکتور غني: موږ به نه درلودلی. له بدې مرغې نه ملګري ملتونه د منابعو په برخه کې د افغانستان د دولت رقیبان دي. مالیې وزارت کې ما دوی باندې ټينګ اصول ایښي وو او موخه مې دا وه [چې] یو واحد [د] ملګرو ملتونو بنسټ جوړ شوي چې موږ سره کار وکړي او له تخنیکي نظره، له بدې مرغې نه دوی پوهه نه لري.
جنبش: وبښئ هغه منابع چې نړیوالو تخصیص کول دوی یې رقابت کاوه چې یوه برخه یا ډېره برخه یې ملګري ملتونه ترلاسه کړي؟
دکتور غني: ډېره برخه یې [ترلاسه کړي]. په لومړۍ برخه کې د توکیو په کنفرانس کې ټوله برخه، ۹۰٪ نه ډېرتر برخه دوی ته لاړه، دوی او انیجوګانو ته. دولت د افغانستان مخکې له دې نه چې زه مسوولیت اول د انسجام د بین‌المللي ادارې او بیا وزارت مالیې واخلمه، څه یې نه درلودل. ټولې پیسې دوی ته لاړلې او ډېرترین منابع تر اخره پورې دوی ته تللې دي او غیردولتي بنسټونو ته تللي دي. کم‌ترینه برخه د دولت بودیجې ته راغلې [ده]. دې باندې باید وطنوال پوه شي او خاصتاً بین‌المللي ټولنه [هم باید] په دې پوه شي ځکه دوی ادعا لري چې افغانستان ته میلیاردها ډالر راغلي، اکثریت د دې پيسو د دوی له خوا لګېدلې دي او دوی باید حساب راکړي. ما له دوی نه د دې حساب غوښته.
جنبش: او دوی یې بېرته زیاته برخه په معاشونو کې اخیستي.
دکتور غني: معاشونو باندې او بې‌ځایه مصارفو باندې. زه په سلها دلایله د دوی د خپلو اسنادو له خوا د ملګرو ملتونو د اسنادو له خوا درکولای شم، خاصتاً د کوېډ د بلا په دوران کې. دوی پیسې ولګولې. هرې برخې د ملګرو متلونو بېل کمپیوټري پروګرامونه درلودل او سلها میلیونه ډالر یې مصرف کړل چې سیستمونه جوړ کړي، اما دا نه ولس د افغانستان ته پاتې شول، نه دولت د افغانستان ته.
جنبش: کوتاه اګر در مورد مشکلات که از طرف اردوی ایالات متحده امریکا ایجاد میشد در این زمینه صحبت کنید.
دکتور غني: دو بخش داشت: یک، در ظرف تقریباً ۱۵ سال اردوی امریکا قادر به این نشد که اسناد واضح موجودیت پولیس و اردو را به صورت قابل اطمینان تهیه کند. از سال ۲۰۰۷ به بعد که ببینید، هر سال اینها می ګویند که در سال اینده فراهم میشود تا سال ۲۰۲۳ یکی فراهم نشد. مشکل تنها در افغانستان نیست. من پس خود سیستم وزارت دفاع امریکا را مطالعه کردیم، اسناد زیاد در این قرار دارد، اینها عین مشکل را دارد. وزارت دفاع امریکا در سال ۲۰۲۲ که اخرین بررسی شده بود هنوز نمی فهمید که چند تا قراردادی دارد، چون اینها سیستم‌های پراګنده کمپيوتری دارد. سیستم‌های اینها بر اساس سیستم‌های قبلی که به دست قلم و کاغذ انجام میشد، انجام ګرفته [است]. چیز دوم که صورت ګرفت اینها زیادتر از یک میلیارد دالر را اختصاص دادن به این که بودیجه وزارت دفاع و داخله منظم ترتیب شود و به یک شرکت این را اجاره دادند. تا اخر سیستم بودیجوي وزارت داخله و دفاع بر اساس کاغذ استوار بود، نه بر اساس سیستم‌های کمپيوتری. بنابرین نوع مصارف، قسمت زیاد این معلومدار معاشات [بود که] شفافیت نداشت. در وزارت داخله ما قطعاً نمی فهمیدیم که واقعاً چند نفر پولیس وجود دارد. اسنادی داریم واضح که چهار رقم معاش می ګرفتند. در خارج بودند اما جز منسوبین وزارت داخله حساب می شدند. سیستم های مواز مشکلات جدی دارد. پس که به مثال های موفق دیجیتل سازی برویم، این مشکل به صورت واضح برای تان تشریح داده میشود که راه‌های چیست؟ ام از این جهت بود که مصارف فوق العاده بزرګ صورت می ګرفت، اما قسمت عمده این پس به ان شرکت‌ها می رفت که جز قراردادی‌های وزارت دفاع امریکا و اداره کمک‌های بین‌المللی امریکا بودند.
جنبش: د افغانستان خپلو داخلي مشکلاتو باندې به وغږېږو، خو لږ وروسته. د دې نه مخکې غواړم تاسې نه د یوې مهمې پروژې په باره کې نور معلومات وغواړم چې هغه د برقي تذکرې دودول او خپرول او وېشل وو. خنډونو باندې یې نه غږېږو چې څومره سیاسي مخالفتونه رامنځته شول، ولې رامنځته شول؟ دغه بهیر تاسې لومړیتوب ته راوست، پیل مو کړ او یو ځای ته مو ورساوه، ولې [یې] درته لومړیتوب درلوده؟
دکتور غني: لومړیتوب ځکه دی جنبش صیب چې باید هر افغان وکړی شي چې خپل هویت ثبت کړي [او] د تذکرې په اساس باندې نور معاملات تر سره ورسوي. د نن ژوند، د یویشتمې پېړۍ ژوند بې له دقیقو محاسبو نه، نشئ کولای، ځکه چې برقي تذکره ولرئ چې خدای ناکرده زلزله راځي یا سېلاب راځي یا بل ترتیب راځي، تاسې کولای شئ چې افراد معلوم کړئ [او] ورته په مستقیمه توګه امکانات برابر کړئ. دا وخت چې ټيلیفون سره وتړئ پيسې مستقیم نفر ته ځي. د دې پر ځای چې یوه لویه دستګاه د ادارې ولرئ او د نظارت و دا... په مستقیمه توګه پرداختونه کېدای شي.
بل، معاملات کمپیوټر کېدل، ډیجیټل کېدل، په دې معنی چې برقي تذکره د دې اساس دی. که مالیه ورکوئ، که د ګمرک پیسې ورکوئ، مګر مخصوصاً که پاسپورت اخلئ، که نوره راشه درشه کوئ، دا ټول درته معلوم دي. موږ پنځه میلیونو ته رسېدلي وو، که دا لړۍ په هماغه قوت باندې چې موږ مدیریت کاوه، دوام یې کړی وی، ۱۰ میلیونو ته به د ۲۰۲۱ کال په ختم کې رسېدی.
یو عمده دلیل ماته دا و چې د کوېډ د بلا په دوران کې ۹۰٪ افغانو کورنیو ته ما مرستې ورسولې. بهترینه لاره د مرستو د رسولو دا ده چې نغدې پیسې ورته ورسوئ، ځکه چې بازار په افغانستان کې کار کوي، اما دا هم ډېره ضروري ده چې مېرمنو ته پيسې ورسوئ، ځکه د کورنۍ مدیریت د ژوند د مېرمنو په غاړه دی. که د هغوی په لاس کې پیسې نه وي، هغه ډوډۍ او نور ضروریات چې ضروري دي شاته لوېږي. [دا ځکه چې] ښاغلي دې کې لږ څه بې‌پروا دي. وخت چې خپل نور ضروریات نظر کې ونیسي، توجه یې په دایمي توګه نه وي.
بل، د نفوس تقسیم دی [او] په نفوس باندې پوهېدل. موږ تخمین سره سروکار لرو. اخري ارقام اوس ۴۰ میلیونه او څو نفوس تخمین شوی، له هوا نه تخمین شوی. په ځمکه کې څه دي؟ هر څوک یوه ادعا لري او اکثره دا ادعاګانې بې اساسه دي چې فلاني ولایت کې دومره نفوس نشته یا دومره [دی].
جنبش: زیات یې په سیاسي ملحوظاتو دي نبست عیني [واقعیتونو ته].
دکتور غني: سیاسي ملحوظاتو باندې دي او دا باید سیاسي ملحوظاتو باندې نه وي. د مثال په توګه، د نفوس سروې د افغانستان په اساس د داود خان د دوران سروې چې ثبت نفوس هغه شروع کړې وه، اما پای ته ونه رسېده، اما پای ته ونه رسېده د کودتا برخې نه. بیا ۱۹۷۹ کې دوی بې له دې نه چې دا تکمیل کړي، نتایج یې اعلان کړل. بیا په یو فورمول باندې راغلل، مګر هغه فورمول کې هم ځینې ولایات لکه زابل، پکتیکا، دایکندي او یو بل ولایت و [دا په شمېر کې] نه وو نیول شوي. دا رقم څنګه برنامې جوړوئ؟ څنګه استناد کوئ؟
له سیاسي نظره خنډونه وو او داسې وضعیت و جناب جنبش صیب چې د ویلو نه دي. دا رقم ژبه [او] دا رقم بې ادبي د منلو وړ نه وه. اما په لاسي د دې [پروسې] مخنیوی کېده. خبره د دې نه وه چې قومونه ثبت شي. دا مطلق اختیاري وه چې یو څوک حق د دې لري چې ووایي کوم قوم باندې تړلی یا نه دی تړلی او یا لیکلی شي چې «افغان». اما ضرور وه چې موږ دقیقې احصائیې باندې ورسېږو. دلیل یې څه دی؟ په بودیجه کې دا ټول ارقام د احصائیه مرکزي اساس کېښودل کېږي او هغه دقیقه نه وه.
جنبش: تاسو د قومونو یادونه وکړله، لنډ ډېر لنډ که راته ووایاست ځینې ادعاګانې وې چې ځينې د احصائیې مامورین د خلکو قومونه بې له دې چې مخصوصاً هغه څوک چې سواد نه لري اړوي یې، یوه ته یو قوم لیکي د خپلې غوښتنې له مخې او د خپلې خوښې له مخې بل ته بل. دغه شیان تاسې ته اطلاع یې رسېدلې وه؟
دکتور غني: خبره د احصائیه مرکزي نه وه، خبره د ځینو جنګسالارانو وه چې خلک یې مجبوره کړل چې نور اقوام ولیکي، په لاسي لاس باندې او دا اسناد موجود دي. خلکو نه پوښتنه وکړئ.
جنبش: یعنې د دوی د خوښې خلاف یا د عینیت خلاف په بل قوم پورې [تړل کېدل]؟
دکتور غني: د عینیت خلاف [و]. ادعا یې درلوده چې ځينې خلک مجبوره کړي. د مثاأ په توګه، ایماق یې نه غوښتل چې د ایماق په نامه ثبت شي. ټول ایماق اقوامو غوښتل چې ځان ایماق ولیکي، اما ځينې یې مجبورول خو یوه خوا ته یا بل خوا ته. که قوم خپل څوک ټاکي، خپله دې باید حق د دې ولري. دا یوازې دې کې نه وه. د ۲۰۱۴ ختم پورې اردو د امریکا اسناد یې ټولول په اقوامو باندې چې وزارت دفاع او وزارت داخلې کې د اقوامو په اساس ګډون څومره دی او دا اسناد اعتبار وړ نه وو. هلته بیا بالعکس وو چې خپل هویت کې بدلون راوړي چې احصائیې کې یې تثبیت کړي. نو ضرور ده چې دا شیان غیرسیاسي شي. یو افغانستان باندې تړلي یوو او خدای جل شانه ویلي دي چې په اقوامو یې وېشلي یوو. زما بیا اساس [او] معیار هغه درې اکثریتونه دي: ځوانان، مېرمنې او بېوزله. په هغه رقم که وګورئ اکثریت د افغانستان ټولېږي، مګر خلکو باندې پوه شئ چې کومې ژبې باندې غږېږي، ځان په کوم قوم باندې تړلي بولي او څوک یې باید هویت په زوره بدل نه کړي.
بل، د نفوس له لارې باید وضاحت ولرو چې هر ولایت کې، هرې ولسوالۍ کې، هر ښار کې نفوس څومره دی چې د هغه په اساس باندې عادلانه تقسیمات وشي. عادلانه معیار یوازې نفوس نه دی، باید دا هم نظر کې ونیسئ چې وده څومره ده او څنګه متوازنې ودې ته رسېږئ. په دې کې فورمول ته رسېږئ.
جنبش: خوب در طول برنامه به بخش‌های دیګری از مشکلات و چالش‌های که وجود داشت به ان می پردازیم ولی یک چالش عمده، یک مشکل عمده این بود که ادارات دولتی افغانستان به هر علت که بوده از پروګرامهای مختلف کمپيوتری استفاده می کردند. فکر می کنم این کار شما را باید بسیار به مشکل رو به رو ساخته باشد؟
دکتور غني: مطلق! ببینید در وزارت محترم معارف، احصائیه تعداد مکاتب و تعداد معلمین هیچ وقت با هم سر نخورد. احصائیه را که اینها داشتند و تعداد کسانیکه معاش می ګرفتند. احصائیه را که اینها داشتند ما دوباره بررسی کردیم با سروی وزارت انکشاف دهات. مکاتب که وجود داشت در جدول وزارت معارف نبود [و] مکاتب که وجود نداشت، در جدول وجود داشت. اګر چهره پولیس پروګرام سرتاسری ملی وجود نداشته باشد و در عین حال از وزارت معارف چطور می فهمید که یک نفر دو معاش نمی ګیرد یا سه معاش نمی ګیرد؟ این یک موضوع.
در وزارت محترم فواید عامه هر بار که من ګزارش سرکها را می خواستم حداقل سه هفته به کار بود و هر بار که اینها ګزارش را می اوردند ۵۰ تا ۶۰ مابین اش می بود، چون شیوه نظارت شان مطلق پراکنده بود [و] اراکین بالاربته وزارت این را نمی خواندند.
قسمت دیګر این، این فرهنګ عمومی است و تنها به افغانستان نیست، در سرتاسر ادارات دولت امریکا و هم به سطح فدرال که اپلکیشن های مختلف در طول زمانهای مختلف ایجاد شده و اینها با هم صحبت نمی کند. بزرګترین این مشکل در خود وزارت مالیه بود. بودجه با خزاین یک پروګرام منظم نبود. کار یک رئیس جمهور پالیسي سازی است، برنامه سازی باید تخنیکی باشد. بدبختانه برای کشور این ظرفیت نبود [و] خوشبختانه من در این تجربه داشتم. اما اسناد و شواهد را که من به کار داشتم، قیامت بود. وقتیکه به ولایات می رفتیم، تشکیل یک ولایت افغانستان در ۲۰۱۴ که مسوولیت به من انتقال پیدا کرد، از تشکیل تمام دولت دوران داود خان کرده بلندتر بود و نامهای مختلف ګذاشتند. از طرف دیګر مسوولیت کاری حداقل [بود]. یک ریاست فواید عامه یک ولایت چه می کرد؟ در حالیکه کُل کار را اینها می خواستند از طرف قراردادی ها انجام بدهند. بنابرین یک مشکل اساسی در این بود که نه تنها به سطح ملی پروګرام ها با هم وفق داده نشده بود و ارتباط مستقیم نداشت که از ان معلومات را که امکان پذیر بود بګیرید، بلکه در داخل یک وزارت هم. نکته کلیدی [این است که] زیربناء فکری ما هنوز بر روی قلم و کاغذ استوار بود. کمپیوتر یک وسیله بود از خاطر این که بعض اسناد را با این نوشته کنند. این فرق اساسی است بین کمپیوتری ساختن یک شیوه اداری که بر اساس قلم و کاغذ استوار است؛ و ترتیب دوباره یا دیزاین اساسی یک نظام اداری بر اساس ظرفیت تکنالوژی معلوماتی.
جنبش: یعنی از کمپيوتر به عنوان ماشین تايپ استفاده می کردند به جای اینکه یک سیستم باشد؟
دکتور غنی: مطلق! معلومات اساس مدیریت را تشکیل نمی دهد چون با شکل ائتلاف که وجود داشت مجبور بودید تحمل کنید. از خاطر ثبات سیاسی که نرویم به یک مجادله مسلحانه که تهدید اش به صورت دوامدار وجود داشت. مجبور بودیم اصلاحات را به صورت تدریجی عملی کنیم نه به صورت امکان پذیر.
جنبش: نړیوالو موسسو سره رابطه څنګه وه؟ یعنې هغوی عین ژبه باندې د ټکنالوجۍ له تاسې سره غږېدل که هغوی بیخي بله ژبه درلوده؟
دکتور غني: ستونزه په دې کې ده جناب جنبش صیب چې بیا هم، هم نړیوال بانک [او] هم آسیایي بانک، په هغه شي باندې چې ما دا دوه نیم کاله زده کړي دي او د کوېډ په دوران کې زده کړل ځکه چې زه مجبور شوم چې مدیریت په خپل لاس باندې وکړم، نو په دې پوه نه وم؛ د ملګرو ملتونو اسنادو ته ګورئ، Human Development Report [یا] د انساني ودې ګزارش. د دوی تفتیش ته چې وګورئ، د دوی اسناد د باور وړ نه دي. اما هیچا د تفتیش ګزارش نه دی لوستی. ما دا ټول ګزارشونه لوستي دي. نه د نړیوال بانک [او] نه د آسیايي بانک یوه منظمه ستراتيژي ډیجیټلي د دوی درلوده. پاکستان ته که وګورئ د مثال په توګه، پاکستان څومره پوروړی دی. که د دوی سیستم ته وګورئ، ۴ مختلف کمپيوټري پروګرامونه دي چې په آخر کې بیا په لاس او په کاغذ د یوه دفتر له خوا ټولېږي او دا اسناد د اعتبار وړ نه دي. نو دا ستونزه بین‌المللي ده. دغې لپاره ده چې اوس ځینې ډېر ښه نشرات شوي دي او ځينې څېړنې په واضح توګه شوې دي چې دا دولتي ظرفیت غواړي. له بلې خوا یو موډ راغلی خاصتاً په امریکې کې چې دا شیان باید خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکول شي. نړیوال بانک هم د قراردادیانو له خوا اقدامات کوي، آسیايي بانک [او] نور هم. بې له دې نه چې د ډیجیټلي دولت په اهمیت باندې پوه شوو او ډيجیټلي دولت خوا ته لاړ شوو، دا ستونزه نه حل کېږي. دا په دې [پورې] تړلې نه ده چې یو چاته متخصص ووایئ، ځکه یو پروګرام لیکل یې زده کړي دي. د ډيجیټل جوړولو برنامه تګلاره مطلق بل رقم توان او بل رقم تمرکز غواړي.
جنبش: نو دې لپاره چې دا عادي اورېدونکي په کلیو او ولسوالیو کې په دې پوه شي، دغه ډیجیټلي دولت او حکومت او اداره، معنی یې څه ده دقیقاً؟ یعنې کوم شي کې بدلون راځي؟
دکتور غني: د خلکو په ژوند کې. هره معامله مو چې دولت سره کېږي په آسانتیا کېږي. د ټيلیفون لارې نه هم کېږي، د برقي تذکرې له لارې نه هم کېږي او دولت به تاسې ته حساب درکوي. دولت خو د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې ځان وچلوي. د دولت معنی دا ده چې ولس ته خدمت وکړي. شفافیت راځي، د دولت مصارف کمېږي او خدماتو باندې تمرکز راځي. ځکه یو ډېره برخه د دولت مصارف په دې باندې راځي چې خلکو ته معاش ورکوي. [که] کم معاش ورکوئ هغوی راځي فساد خوا ته. د مثال په توګه، که یو ګمرک ته راځئ یا د مالیې دفتر ته راځئ، ډیجیټل کېدل درته په واضح توګه ښيي چې حساب مو څه دی؟
بلې خوا ته جایداد [دی]. شرعي جایداد په اساسي توګه یو واري تنظیمېږي چې ټول اسناد د جایداد ختم شي، نه د چا هره محکمې کې مو وزغلوي. بارها هره برخه د ژوند کې بدلون راځي.
هوا مثلاً، په یوه برخه کې لکه کابل غوندې، موږ چې څېړنه وکړله، دا لوی تعمیرونه او اپارتمانونه بدترین مصرف د سکارو او حتی د ټایرونو د دوی له خوا کېده. دغه شیان ټول کنترول لاندې راځي.
حساب و کتاب چې د اسلام مبین دین اساس دی او یوه خدمتګاره اداره په کار ده، دغه خلکو ته برابرېږي.
بل امکانات دي، د مثال په توګه، زموږ انځور دا دی چې یو فزیکي مکتب ته اړتیا ده چې ماشومان وروزي، اما که دولت ډيجیټلي شي، جومات کې – شپېته تر اتیا زره کم له کمه جوماتونه لرو- دا ټول مراکز دي. کلاګانې، کورونه، هر ځای کې چې لس نفره یا شل نفره ماشومان وي، د تحصیلاتو زمینه ورته برابرېدی شي. معلم کمبود لرو، [د] استادانو کمبود لرو. په بنیادي توګه بهترین استادان د ماشوم په خدمت کې راځي ډیجیټلي کېدو کې.
روغتیا [په] برخه [کې]، تشخیصاتو کې، [د] کرنې برخې کې؛ د هوا او د خاورې؛ او د اوبو او د خاورې خصوصیاتو باندې، ټول امکانات برابرېږي.
تعمیرات، څلورم صنعتي انقلاب سره، هغه کورونه چې په دوو کالو کې جوړېدل [اوس] په دوو اونیو کې جوړېدی شي.
دې خوا ته ځوو چې څنګه خپلې اوبه ولګوو له ځمکې سره، له انسان سره. خپل ځنګلونه څنګه وساتو؟
معلومات مو څه دي؟ معلومات یو بل سره شریکېږي. که یو څوک په مرکزي افغانستان کې یا په جنوبي افغانستان کې یا شمال شرق کې یا شمال کې یو زون کې، سر و کال ورته معلومېږي چې څومره لګېدلي دي؟ دلایل یې څه دي؟ ولې په دې برخه کې پانګه اچول کېږي؟ [او] دلیل یې څه دی؟ د دې پر ځای چې راشئ یو کلنه بودجه جوړه کړئ، پنځه کلنه بودجه جوړولی شئ، که حوادث راځي په ډېره آسانه توګه بېرته د ولس په خدمت کې کېښودل کېږي.
جنبش: پس دیجیتل سازی به معنی این نیست که شما یک کاغذ را بګیرید، سکین کنید یا تصویر ان را بګیرید و وارد کمپیوتر کنید، این یک روند بسیار پیچیده و طولانی است.
دکتور غنی: از نګاه روند پیچیده است اما طولانی نیست. به شرطیکه ما دانش پالیسی سازی را اختیار کنیم و اولویت ما خدمت باشد. مشکل ما باز هم من خدمت تان دوباره میایم، غرور بیجا است. اګر دوران طفلی و جوانی ما نادر بود به این بود که ما با یک دیدګاه بسیار وسیع ملی تربیه شده بودیم و احساس برتری را نداشتیم. از خاطریکه اګر تحصیل می کنیم باید بادار شویم. حس ما از نګاه ذهنیت بسیار فراخ دیدګاه ملی که از محمود طرزی و دیګران دوام دارد، این بود که افغانستان ضرورت به خدمتګذار دارد. با ان ذهنیت تغییرات آمده می تواند و پروګرام دیجیتل سازی را که خود افغانها به وجود آوردند و عملی کردند نشان داد که در ان مرحله در حدود ۶۰۰ افغان با هم کار کردند و پروګرام را عملی کردند. اما باز هم مثال برای تان می دهم که سکتور خصوصی بین‌المللی را طرح اش چه بود که من مانع شدم. آمده بودند، یک کشور دوست حاضر بود با ما کمک کند در این قسمت و یک متخصص آمد از یکی از کشورهای آسیای شرقی که پیشتاز بود. می فهمید پیشنهاد اش چه بود؟ ۶۰۰ میلیون دالر ما مصرف کنیم که باز هم اپلکیشن های مشخص را برای اینها ترتیب کنند. در حالیکه، تحقیقات را که من انجام دادیم تمام این چیزهای پیشنهادی به ۶ میلیون دالر انجام شده می توانست. البته من پیشنهاد شان را قبول نکردم، اما اګر احساس کنند که فهم ندارید، این طریقه پیشنهاد است. در این بخش صله رحم وجود ندارد از طرف سکتور خصوصی. تنها منفعت است و منفعت آنی. اګر احمق پیدا کنند، احمق پولی را خوش دارند.
جنبش: د ډيجیټل کولو پروسې یوه بله برخه دا ده چې تاسې په داسې یوه ټولنه کې چې له بده مرغه هم جنګ ځپلې وه او هم د دغو جنګونو او نورو عواملو له لاسه وروسته پاتې وه. تاسې د دغې پروسې پیل را وکړ او غوښتل مو چې دلته یې عملي کړئ، ډيجیټلي دولت رامنځته کړئ [او] خدمات واړوئ، تمه مو څه وه؟ اټکل مو څه و چې په دغو شرایطو کې څومره وخت کې دا پروسه [او] دغه بهیر بریالی کولای شئ او عامولی شئ؟
دکتور غني: اوله برخه یې چې د اساساتو [وه]، له ۳ کالو نه یې ډېرتر په کار نه وو. ځکه هغه برخه کې دومره ظرفیت راغلی و د بشري پانګې له خوا چې زموږ ځوانانو پروګرامونه لیکلی شول. دلته یو توپير دی، هغه پروګرامونه چې خپله یې لیکئ او بله دا چې څه له بازار نه اخلئ یا په څه ترتیب باندې یې کوئ، دا اوس په ډېره پراخه پیمانه دی. د مثلاً په توګه، دا شی چې د ورېځ (Cloud) په نامه یادېږي، ورېځ کې زښت ډېر امکانات شته چې په ډېر لږ قیمت باندې یې تاسې واخلئ، مګر اساس یې دا دی چې یو شرکت نه یې وا نه خلئ، دوه یا درې شرکتونه سره یو کړئ چې خپل استناد ولري.
جنبش: منظور مو (Cloud)؟ هغه شی چې تخنیکي اصطلاح ده؟ کله چې هلته د اسنادو او معلوماتو زېرمه کولو یو بې‌ساری او پراخ میدان موجود وي.
دکتور غنی: دا ټولې درته څرګندوي چې څه رقم وشي. بله برخه د پانګې اچولو ده. ستونزه په دې کې ده د هر وزارت، د هرې ادارې، د هر ولایت، د هرې ولسوالۍ نظام بدل کړئ او خلک په دې وروزئ چې معلوماتي ټکنالوجۍ سره اشنا وي. یو ځوان چې دولس کاله مکتب یې لوستی [په دې] شرط چې سم مکتب یې لوستی وي او په الجبر، ریاضیاتو، فزیک او دې .... کې او خاصتاً مګر الجبر کې ظرفیت ولري، په شپږو میاشتو کې دا کمپونه دي خاص دوی ته پروګرام لیکلو زمینه برابرولی شي. دا ډېر ګران کار نه دی. له بلې خوا نه هندوستان کې یو عظیم ظرفیت و، موږ ته یې وړاندیز کړی و چې قیمت یې په میلیاردها ډالرو ارزېده، مګر زموږ ستونزه د وزارتونو دا وه چې هغه شی چې نغدې پیسې په کې نه راتلې، د دوی مینه به [ورسره] ډېره لږه شوه. نو امکانات وو، مګر بله برخه یې چې ضروري ده، له ابتدایي زده‌کړو نه تر لوړو زده‌کړو پورې دې کې به بنسټیز بدلون راشي [او] هم ادارې کې. هغه له پنځه تر لس کاله یې په کار وو.
جنبش: یعنی اګر به حساب فیصدی بګویم، هم در سکتور خصوصی و هم در بخش دولتی مثلاً چند فیصد پیش رفته بودیم؟
دکتور غنی: فیصدی بسیار مشکل است. از این جهت تا در ختم ۲۰۲۱ نمی رسیدیم که ۲ میلیون دوکاندارها و تمام سیستم پرداخت ها، بانک مرکزی و اینها به یک شیوه نمی امد [نمیشد]. معنی دیجیتل‌سازی پرداخت از طرف بانک نیست، باید در حقیقت تیلیفون هر افغان به حساب بانکی اش بدل میشد و این [روند] ایستاد شد. اهمیت دیجیتل سازی در این است که به صورت تهدابی موضوع فساد اداری و موضوع ارتباط دولت و ملت را با هم تغییر میداد.
جنبش: ببخشید همین را اګر توضیح کنید. یعنی ضرورت به ګشودن حساب بانکی نبود، خود همی شماره تیلیفون یک حساب میشد؟
دکتور غنی: همین تیلیفون تان به حساب بانک بدل میشد. اساس ما – و این تجربه بسیار موفق در چین است- من یک قصه برای تان می کنم: در چین یکی از شهرهای بزرګ اش دو نفر از قریه آمده بودند که دزدی کنند. رفتند در یک دوکان اما در دوکان هیچ نوع پول نبود. از خاطریکه در چین تمام معاملات پرداخت چه تکسی باشد چه دوکانداری، کُل اش از راه تیلیفون صورت می ګرفت. چین پیش قدم بود. مثل که در افریقا تیلیفون وسیله پرداخت بود. ضرورت است بدانید که یک حرکت سریع در حال انجام بود اما چون در یک نکته انعطاف باشید فیصد را تعیین کرده نمی توانید تا از ان نکته انعطاف نګذرید.
جنبش: بلی
دکتور غني: پول فزیکی در معاملات با دولت از بین می رفت و تیلیفون هر شخص در عین حال مثل پول جیب اش واری بود که در جیب اش نقد باش، همان تیلیفون خود را نشان میداد تیلیفون ثبت می کرد.
جنبش: این اغاز شده بود یا در حال اغاز شدن بود؟
دکتور غنی: در اول سپتمبر ۲۰۲۱ این عملی میشد. کُل ترتیبات اش ګرفته شده بود. کُل حساب بانکها، بانک مرکزی، حسابات بین بانک مرکزی و وزارت مالیه برای پرداخت ها اینها کلُ اش ترتیب شده بود.
جنبش: این شبیه ان چه بود که Apple pay می ګویند که شما تیلیفون تان را به یک Reader به یک ماشین می گیرید و ان هر مقدار پول را که شما می خواهید یا انجا چارج شده است از تیلیفون شما و وضع میشود و به حساب انها میرود.
دکتور غنی: به حساب همان است اما چین از این کرده هم پیشرفته تر است. چین واقعاً پیشرفت بسیار زیاد دارد. و ما تلفیق تجربه های کشورهای زیادی را مورد ګرفته بودیم. عمده‌ترین از این، این بود که بار اول تمام این از طرف افغان انجام [داده] میشد.
جنبش: وبښئ، دغه برخې کې یوه بله پوښتنه دا ده، په لویدیځ کې چې کله دغسې مهم شیان راځي او د چین لاس په کې ښکېل وي، دې سره شکونه راځي چې دوی به دا زموږ ټول معلومات [او] دا ټوله ډېټا یوسي چې موږ څومره مامورین لرو؟ څوک څومره معاش لري؟ کوم ځای کې څه شی لرو؟ اوبه مو څنګه دي؟ وغیره... دغه اندېښنه تاسې سره هم وه؟
دکتور غني: چې واضح شي، موږ چین باندې اتکا نه درلوده. عمده ټکی ټول دا و چې دغه پروګرام په مطلقه توګه سر تر پایه د افغانانو له خوا ترتیب شوی و او عملي شوی و. موږ لکه چې مخکې مې وویل چې د یوه ملګري ملک سره په مذاکرې کې وو چې راسره مرسته وکړي اما هغه متخصص چې هغوی [را]ولېږه زما خوښ نه شو. ځکه د هغه وړاندیزونه هغه ته پیسې پیدا کولو [لپاره] وو، نه موږ ته. موږ خپله د دې ظرفیت پیدا کړی او اساس دغه و. بلې خوا نه دا چې زموږ د مامورینو تعداد څه دی؟ او دا [مسئله] ده، [نو] دا کوم ملي اسرار نه دي، بالعکس باید دا ټول واضح شي چې ولس پوه شي چې څوک، څوک دي؟ ایا ظرفیت د دې لري؟ [او] په څه توګه استخدام شوي دي؟ له بلې خوا باید دې باندې اقدام وشي [چې] په راتلونکي کې، څه رقم اداره مو په کار ده؟ فعاله اداره مو په کار ده؟ یا دا چې وسیله د دې وي چې خپلو خپلوانو ته مو معاشونه ورکوئ؟ څومره بېسواده خلک مقرر شوي دي. یو تخنیک وزارت کې، لکه وزارت د فواید عامه کې [داسې] خلک د انجنیر په حیث ټاکل شوي وو چې تخنیک ثانوي یې هم نه و لوستی. آریانا [هوايي شرکت] کې د انجینر په حیث [داسې خلک] ټاکل شوي وو چې دوکانداران وو. یا قراردادي د وزارت داخله منځ کې یو کال قراردادي و بل کار برید جنرال مقرر شوی و. دغلته شفافیت په کار دی چې ولس په واقعي توګه پوه شي. دغه اسناد اسرار نه دي، بالعکس دا د ولس حق دی چې پوه شي چې څوک په کومې ادارې کې دي؟ کوم یې اسناد دي؟ [تاسې وګورئ] څومره شهادتنامې واخیستل شوې په پیسو باندې. څومره مصنوعي شهادتنامې دي. کلمه د ډاکتر او انجنیر څومره خلک استعمالوي بې له دې نه چې طب پوهنځی یې تکمیل کړی وي یا د انجینرۍ پوهنځی یې لوستی وي. دا خو تشریفاتي القاب نه دي. ما په عمر کې ځان ته پوهاند ونه ویلې په افغانستان کې ځکه د افغانستان د ادارې مراحل ما طی نه کړل سره له دې چې غرب کې زه پروفیسور وم. یو اصول باید موجود وي. یو اصول باید موجود وي. د چین برخه یوازې نه ده، اما نن په دې پوه شئ چې داسې اسرار نشته چې د امریکې د انټرنېټ له سیستمه تېر شي چې امریکایان ورباندې خبر نه وي. یو آخري کتاب وتلی دی «پټه امپراتوري»، دا د زېربنا امپراتوري درته ښيي او په عین حال کې هغه شی چې له مصنوعي اقمارو (سټلایټونو) نه ګوري، بېحده ډېر دي. شفافیت اساس دی او که غواړئ چې واقعاً ملي اسرار موجود وي باید ملي وحدت موجود وي. د کابینې له منځه به یې ټيلیفونونه کول ټلویزیونو ته او اخبارو ته چې تخریب وکړي. که یو ملي لیدلوری موجود نه وي او همیشه قصه په دې باندې وي چې زما برخه څه ده؟ او زه د دې لپاره دولت ته راځم چې له غوا نه شیدې واخلو. دا بیا نه په دین برابره ده، نه په ملت برابره ده او نه په اخلاقو برابره [خبره] ده. دا ډیجیټل کېدل لاره ده، ځکه بېرته راځئ یوه خدمتګار دولت ته چې اصلي موخه وي باید.
جنبش: و تاثیر وبای کرونا بر این روند چه بود؟ مثلاً تجارب شخصی ما در اینجا این بود که بسیاری از همکارهای ما کار را از خانه شروع کردند، جلسات به شکل مجازی آغاز شد. تاثیر کرونا بر روند کار شما چه بود؟
دکتور غنی: بار اول بود که جلسات کابینه به صورت مجازی شد. بخش دیګری خوبی اش این بود که باور اول بود که توانستیم تمام والی‌های کشور را در جلسات کابینه شامل بسازیم. همچنان جلسات من هم به والیان، هم به قومندانان قوله اردو ها، قومندانان امنیه و مسوولین ولایتی به صورت مجازی صورت ګرفت. قیود را من سر خود عملی می کردم. اما در ادارات ما بدبختانه قیود به ان شکل عمل نمیشد.
جنبش: منظور تان جلوګیری از سرایت بیشتر مرض [کرونا] بود؟
دکتور غنی: جلوګیری از سرایت بیشتر بود. جلسات را، جلسات فزیکی را ما در فضا باز انجام میدادیم. وبا کرونا موجب این شد که پروسه دیجیتل سازی در جهان شاید پنج چند یا ده چند سرعت یافته باشد. این هم نکات بسیار مثبت داشت، چون خصوصاً در کشورهای که پیشتاز بودند اینها توانستند خدمات را ارایه کنند. اما قسمت دیګرش این بود که در بیکار سازی یک قسمت اقشار هم، قسمیکه قبلاً برای تان ذکر کردم، یک قسمت خدمات دیجیتل سازی شد که دوباره پس به شکل عنعنوی اش برګشت نخواهد کرد. یک بحث اساسی حالا بالای این است که پروسه دیجیتل سازی چطور ممد کاریابی شود نه تنها موجب بیکاری.
جنبش: لنډ که دلته راته ووایاست، کومه برخه کې ډېر پرمختګ راغی د ډیجیټل کولو مسئلې ته په پام سره د افغانستان؟
دکتور غني: افغانستان کې دا اساس ایښودل شوی و، چې پس له دې نه ودرول شو. اساسي خبره دا ده او دلیل د دې برنامې دا و چې موږ باید بېرته ډيجیټل کېدل، نه کمپيوټري کول، بلکې ډيجیټل کېدلو باندې په اساسي توګه راشوو [او] هغه تهداب مو چې ایښی و، هغو پرمختګونو سره چې دا دوه نیم کاله په نړۍ کې شوي دي سره یو ځای کړو او په واقعي توګه په دې نتیجې کې ورسېږو چې په ډيجیټل کېدو کې رمز د چټکتیا دی. که بېړنی پرمختګ غواړو ۲۰۴۷ خوا ته، [نو] باید دغه باندې تمرکز وکړو ځکه ټول ابعاد د زېربنا، معادنو، د ځنګلانو او دا... بېرته په دې باندې راځي. په دې اساس باندې ژوند ته یو عظیم بدلون راوستی شئ. د تدریجي مرګ پر ځای یوه عظیمه ملي اراده منځ ته راتللی شي چې پرمختګ وکړو.
جنبش: همدلته لنډ که راته دا هم ووایاست خو یو څه د لګښت او پیسو موضوع یې تاسې ځای ځای یاده کړه، خو په مجموع کې دغه بهیر د ټکنالوجۍ د نوې ټکنالوجۍ د ډيجیټل کولو او دا پیسې غواړي، ځینو ځایونو کې کېدای شي ډېرې وغواړې؛ [نو ایا] ارزانې او آسانه لارې یې هم شته؟
دکتور غني: بالکل، مګر دا ضرور ده چې په دې برخه کې هم ووایو چې څومره زموږ ځوانې پېغلې ووتلې او د هرات د روباتیک ټیم یوه نمونه یې ده. بل د برلین تخنیکي پوهنتون کې د افغانستان مېرمنو ماستريانې او دکتوراګانې واخیستلې او همدغه رنګ د کابل پوهنتون پولي‌تخنیک کې او نورو برخو کې. یعنې واقعاً د افغانستان پېغلې، مېرمنې او ځوانان ډېر ځلېدلي دي. همدارنګه چې هېر مې نه شي په هندوستان او نورو ملکونو کې، استونیا او نورو ځایونو کې یې هم درسونه ویلي دي.
لومړۍ خبره مو په ځواب کې دا ووایم چې ډېرې پيسې ضایع شولې، خاصتاً د موازي اداراتو له خوا، د ملګرو ملتونو له خوا، د امریکې د دولت له خوا او د غیردولتي بنسټونو له خوا. غیردولتي بنسټونه د مثال توګه دې باندې حاضر نه شول تر آخره پورې چې موږ ته حساب راکړي چې څه پیسې یې مصرف کړي. یوه بودجه دوی جوړه نه کړله او قطعاً یې ګزارش نه دی ورکړی ولس ته [او] نه ملګرو ملتونو [ورکړی].
جنبش: او تاسې هم څه نه شوو کولای ورسره؟
دکتور غني: ما بار بار ورسره [بحث کړی]. دې آخر کې زه مجبور ومه، تهدید کړي مې وو چې باسم مو. په دې زه تیار وم چې د ملګرو ملتونو موسسې له افغانستانه وباسم. اما د دولت په تقسیم کې هر یو بل تلل فلاني خان او فلاني خان ته او بیا به هغوی راتلل چې دی د خارجیانو مخالف دی. هغه کمپاین چې زما [په] مقابل کې د ملګرو ملتونو موسسو له خوا او غیردولتي موسسو له خوا وشو، بې‌ساري و. ځکه ما حساب غوښت. بل [دا چې] زه یې نه شوم غولولی. اکثریت د دې خلکو د نړیوال بانک په دروازه کې به نه شوو ننوتلی، اما افغانستان ته چې راغلي وو، ځانونه یې متخصصین بلل. قانون واضح و چې باید له افغانستان سره مشوره وشي، اما تر ۲۰۱۴ پورې دوی ته داسې بیا امکانات ورکړل شول چې بیا د دوی ټولول ډېر سخت وو. نړیوال قوتونه ځکه چې په موازي مذاکراتو کې راغلي وو غوښتل یې چې دوی وساتي. طریقې شته، د مثال په توګه، اکثر سیستمونه چې بېل دي اوس نوې لارې پیدا شوي دي چې دی شي ته چې Legacy systems یا میراثي‌سیستمونه وایي، نوې طریقې [او] نوي پروګرامونه لیکل کېدای شي چې دا سره وتړي، اما مهم‌ترینه برخه دا ده چې دلته باید د دولت منځ کې او پوهنتونونو کې، دوایرو کې او خصوصي سکتور د افغانستان کې باید دا ظرفیت راوړئ. ګران به په دې وي که [په] دوامداره توګه تاسې لاړ شئ [او] ووایئ [چې] موږ خو مصرف کوونکي یوو موږ تولید خوا ته نه ځوو. خبره بیا هم په دې کې ده، که تولید خوا ته لاړ شئ دا په لومړۍ برخه کې یو اندازه پانګه غواړي، اما دوامداره پانګه ده. بیا لکه [د] یوه ګرامر غوندې، یوې ژبې غوندې [ده]. یوې ژبې باندې چې پوه شئ هغه ژبه استعمالولی شئ، هره ورځ بیا ورباندې پانګه نه اچوئ، اما که ژبه زده نه کړئ او ټکنالوجۍ باندې په اساسي توګه پانګه وا نه چوئ، بیا دا ګرانه ده، ځکه همېشه به یې نور کوي. نو که موږ یې خپله وکړو [ارزانه راځي]، لکه که دا قوشتیپه مو په قراردادي شرکتونو جوړ کړی وی سل چنده به ډېرتر تمامه شوې وی. یا د دارالامان ماڼۍ یا د پغمان ماڼۍ یا جوماتونه یا دا نور. ضرور ده چې سپما باندې په بنیادي توګه فکر وکړئ، دغه ټکنالوجي‌ګانې، دغه لاره د ډيجیټل کېدو، د سپما لاره ده. بیا پیسې مو په تحرک کې راځي، ځکه هر څومره یې چې په هوښياره توګه مصرف کړئ، په هماغه اندازه زر ورنه نتیجه اخلئ [او] د ولس باور راځي چې تاسې دا کار تر سره رسولی شئ. نه [دا چې] د دې پرځای قراردادونه د پردې شاته چاته ورکړل شي یا څوک یې په زوره واخلي او بیا ټوله خبره په دې وي چې څنګه قرارداد سر ته ونه رسوي.
جنبش: و در این بخش بېجا نخواهد بود که یک کمی مکث کوتاهی هم بر هوش مصنوعی داشته باشیم. امروز هم از یک انقلاب دیګر ګویا صحبت می کنند که شاید همه چیز را تغییر بدهد.
دکتور غنی: مطلق، این یکی از عمده‌ترین تغییراتی است که در تاریخ به وجود امده. یکی از وجیبه های که انسان را از حیوان تشخیص می کند نطق است [یا] حرف زدن [و] فکر، اما امروز بار اول است که ماشین قادر به این شده که فکر کند. نتایج این نهایت مهم است، ابعاد بسیار مهم دارد، بدبختانه یک اقلیت بسیار کوچک در جهان تصمیم ګیر است و اکثریت مطلق به یک صورت یا صورت دیګر از این تصامیم متاثر میشوند، اما امروز چون نهادهای بین‌المللی در ضعف مطلق قرار دارند، نهادهای مثل ملل متحد و اینها واری، فکری که ضرور است و ابعاد این در داخل بحث است، اما قانونګذار کسانی که قانون ګذاری میکند در این بخش اکثریت خود شان ابعاد این را به صورت اساسی نمی فهمند. یک قسمت کتابهای نهایت مهم در این بخش آمده، خصوصاً از خود MIT که یکی از مراکز این است و نکات دیګر جهان که جهت استفاده از این به چه صورت در خدمت اکثریت مردم جهان، کارګرها، افراد خانواده‌ها، ممالک رو به انکشاف وغیره و همچنین در مدیریت محیط زیست صورت بګیرد. چون با این سرعت که هوا در حال ګرم شدن است و اقلیم در حال تغییر است، این تغییرات می تواند واقعاً یک فاجعه ایجاد کنند. استفاده از این به صورت مثبت می تواند دنیا را با هم ارتباط بدهد و به همکاری بدل شود اما سوء استفاده از این فاصله را به مراتب عمیق‌تر کرده می تواند و یک قسمت کشورها خدای ناخواسته به فقر دایمی و فاقه دوامدار دچار خواهد شدند [اما] یک قسمت دیګر به اوج ترقی خواهد رسیدند.
جنبش: ډېره مننه، وروستیو شېبو ته راغلي یوو البته ما وویل چې دا بحث هم ډېر پراخ دی، ډېرې خبرې غواړي همدغه مصنوعي هوش یا ځیرکتیا برخه کې یو عالم پوښتنې شته دی. په لوېديځو پلازمېنو کې په دې اړه سرمشریزې کېږي چې څنګه د دې راتلونکو خطرونو مخنیوی وکړي، خو دلته به ځای نه وي، خو په دې آخر کې غواړم یوه عمومي پوښتنه وکړم چې موږ دغه ټول بحث ساتلی مو دی یوې خاصې نېټې ته او هغه ۲۰۴۷ کال دی چې افغانستان به په کې، معاصر افغانستان به په کې ۳۰۰ کلن شي. دغې مهمې نېټې ته په چمتووالي کې ستاسې له نظره د ډيجیټلي کېدو ونډه او ارزښت څه دی؟ او څه کېدلای شي؟
دکتور غني: لومړیتوب، لومړیتوب، لومړیتوب! [له] لومړي صنعتي انقلاب نه محروم وو، دویم صنعتي انقلاب نه محروم وو، درېیم صنعتي انقلاب نه محروم وو، که غواړئ چې د ۲۰۰ کالو جبیره وکړو، باید څلورم صنعتي انقلاب باندې پانګه واچوو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا ده چې وخت ضایع نه کړو، لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک، متحد، یو افغانستان غواړو. د هغه رقم هدف پلي کولو لپاره دغه رقم پانګه اچونه په کار ده. په دې اساس باندې د قران‌شریف امر دی چې آثار د کایناتو درته ښکاره کېږي. ټکنالوجي د طبیعت په آثارو باندې ولاړه ده. څلوېښت کاله مخکې به لیتیمو څه ارزښت درلوده؟ نن حیاتي ارزښت لري. نو په دې نظر باندې باید موږ په خپلو ټولو منابعو باندې پوه شوو، معلومات مو دقیق وي او لاره چې ټاکو، تګلاره مو چې وټاکله چې: څنګه افغانستان؟ کوم رنګ افغانستان په ۲۰۴۷ کې غواړو؟ بیا ټوله انرژي، ټول امکانات [راټولولو]، ملا تړو په ګډه چې دلته ورسېږو او هغه بیا امکان لري. بیا به یو افغانستان وي چې ان‌شاءالله تعالی [د] نړۍ سیالي وکړي.
جنبش: ډېره مننه، بحث به همدلته پای ته ورسوو، دغه برخه؛ البته زموږ پودکاستونه به روان وي، تاسې ته کورودانی وایم ولسمشر محمد اشرف غني او اورېدونکو نه هم مننه چې تر دغې شېبې له موږ سره دي. تر هغې چې بیا بله خپرونه کې ستاسو خدمت ته راځو زه خدای په اماني کوم.
دکتور غني: کور مو ودان، احترام مې، نېکې هیلې مې او سلامونه مې ټولو خوېندو او ورونو ته، ټولو وطنوالو ته. تل دې وي افغانستان، زنده‌باد افغانستان، یشه سین افغانستان.