January 16, 2025
۳۰مه ګڼه: جوماتونه او اوقاف
دا برخه په افغانستان کې د جګړو او مالي محدودیتونو سربېره، د جمهوریت پر مهال د نویو جوماتونو پر جوړولو او د تاریخي جوماتونو پر بیارغونه متمرکزه ده. په دې بحث کې څېړل کېږي چې ولې د جوماتونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړل شوی، څنګه په معماري ډیزاینونو کې له دودیزو تېموري او سیمه ییزو سبکونو څخه ګټه اخیستل شوې، او د ښځو د ګډون لپاره کوم تدابیر نیول شوي دي. همدارنګه، په دې کې د کابل د عیدګاه جومات او د هرات د جامع جومات په څېر د سترو تاریخي جوماتونو ساتنه، د دیني وقفي املاکو (اوقافو) مدیریت، او د عقیدې، ټولنیز ژوند او تاریخي حافظې د مرکزونو په توګه د جوماتونو پراخ کلتوري او ملي اهمیت څېړل کېږي.
Transcript

جوماتونه
جنبش: په سلام او درناویو یو ځل بیا د خپلو ټولو اورېدونکو هرکلی کوم. دا ځل په افغانستان کې د لرغونو او تاریخي میراثونو او نویو بناگانو د جوړولو او بیارغولو موضوع غوره شوې چې کار یې له جگړو سره سره یو مهال په منډه روان شو، خو په معلومو دلایلو بشپړتابه ته ونه رسېده.
این سلسله برنامه‌های «د ژوند لاره- راه زندگی» با رئیس جمهور محمد اشرف غني است که من داود جنبش اجراء میکنم. ښاغلی ولسمشر خپلې خپرونې ته ستړي مه شئ.
دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم. ډېره مننه. ټولو وطنوالو ته، خوېندو ته، ورونو ته، ځوانانو ته، مشرانو ته، افغانستان کې او دباندې هر چېرې چې دي، زما تاوده سلامونه او احترامات.
جنبش: مننه، په سریزه کې خو مې موضوع روښانه کړه، نو هغه کارونه چې په تېره لسیزه کې د افغانستان د لرغونو او تاریخي میراثونو د خوندیتابه لپاره شوي ډېر اړخونه لري، که حوصله مو وه، یو څو خپرونې به ورته بېلې کړو، خو غواړم لومړی په جوماتونو تم شوو؛ هم یې ترمیم باندې وغږېږو د پخوانیو جوماتونو او هم د نویو هغو په جوړولو باندې چې شمېر یې کم نه و. افغانستان د نړۍ په کچه ډېر مشهور او اوڅار لرغوني آثار لري چې که نومونه یې واخلم او آبدات، ډېر وخت به ونیسي، خو تاسې د مرمت کار لومړی له جوماتونو پیل کړ، ولې؟
دکتور غني: مننه زښته ډېره. جوماتونه ځکه چې، جومات زموږ د عقایدو له نظر نه، د خدای کور دی؛ او د انساني له نظر نه یوه اسلامي ټولنه کې د ژوند مرکز دی. دا یو عظیم ټولنیز بنسټ دی، چې هلته خاصتاً د جمعې مبارک لمونځ کې ټول جهان د اسلام سره تړل کېږي. نو ځکه د دې تاثیر او ابعاد له هرې برخې نه سخت ډېر باارزښته دي، او ما غوښتل چې د ولس غوښتنې ته عملي جنبه ورکړم. هر ولایت ته چې زه لاړم او خوېندو او ورونو سره وغږېدم، د دوی یوه غوښتنه دا وه خاصتاً هغه ولایتونو کې چې جامع جوماتونه یې نه درلودل، چې مبارک جوماتونه جوړ شي په سمه طریقه او زموږ لرغوني جوماتونه ترمیم شي. نو ځکه له یو خوا نه دا زموږ وجیبه ده؛ دویم، زموږ ډېر لرغوني آثار زموږ جوماتونو کې دي؛ درېیم، دولس غوښتنه وه؛ او څلورم، یوه وسیله د دې وه چې ولس او دولت په یوه صف کې ودرېږي او ولس وگوري چې دولت د دوی خدمتگار دی او هغه غوښتنه چې دوی کوي، هغه ته عملي جنبه ورکوي.
جنبش: اسلام کې د جومات ځای مشخص دی او تاسې په دې وروستیو کې، د اسلام ډېرو سپېڅلو ځایونو ته یو ځلي بیا لاړئ چې په هغې کې لومړنی جومات چې نبوي جومات دی، هغه مو هم ولیده. غواړم په دې باندې پوه شوم چې په دغو پرلپسې پېړیو کې، په سوونو کلونو کې چې د اسلام راتگ نه تېر شوي دي، په اسلام کې د جومات هغه اصلي ماهیت په بېلابېلو هیوادونو کې چې اسلام ور رسېدلی، د کلتوري اغېز لاندې یې تغییر کړی.
دکتور غنی: دا ثابته ده، هم د مهندسۍ له نظر نه ثابته ده، ځکه چې یو بنیادي شکل چې اول جومات چې حضرت محمد (ص) جوړ کړ، هغه اسلام کې لومړی جومات دی، اما لومړی اساسي جومات زموږ د عقیدې په اساس باندې، کعبه شریفه ده. ځکه کعبه شریفه زموږ د عقیدې په اساس باندې حضرت ادم (ع) جوړه کړه، بیا د نوح (ع) د توپان په دوران کې آسمان ته پورته شوه، بیا حضرت ابراهیم (ع) ته خدای جل‌شانه امر وکړ، نو د هغه ترتیب برابر دی. په مدینې منوره کې حضرت محمد (ص) خپلې اوښې ته وویلې چې اوښه ماموره ده چې دا ځای پيدا کړي او زه قبا جومات کې ومه. او حرمین شریفین او د دې څنگ کې درېیم حرم زموږ چې مسجد اقصی دی چې د مسلمانانو لومړۍ قبله وه، دا درې جوماته خاص اهمیت لري، او مسجد د بیت المقدس مسجد د اقصی نقشې ته چې وگورئ، دغه نقشه عملي شوې ده، ثابته ده او ابعاد د دې زښت ډېر تشریحات لري، خاصتاً ابن عربي او نورو صوفیانو هم په دې باره کې مختلف ابعاد یې تشریح کړي دي. مکه معظمه او مدینه منوره هر مسلمان باندې یوه خاصه اغېزه لري، هلته د اسلام وحدت گورئ. تور، سپین، زېړ، سور... دا ټول راځي او ټول په مساواتو کې دي. مېرمنې او ښاغلي ټول عبادت کوي او نظم د دې، عجیب نظم دی. ځکه زرها نفره بې له دې نه چې عسکر وگورئ، یا پولیس وگورئ، په خودجوشه توگه دا نظم ساتي. او که له پاس نه یې وگورئ، سپينو گلانو غوندې ښکارېږي. دلته یو ثبات شته، مگر دا چې په څنگ د لمونځ تعبیر کې، صوفي طریقې دي یا مختلف مذهبونه دي او د مذهبونو منځ کې هم نورې فرقې دي، له هغه نظر نه تعبیر گرځېدی شي، اما اساس د عقیدې او شکل ثابت پاتې شوی.
جنبش: دقیقا تاریخ مساجد در کشور ما، در خراسان قدیم و افغانستان امروز چیست؟ مثلاً حدس من اینست که، شاید اولین مسجدافغانستان را اعراب وقتی که دین اسلام را به افغانستان میرساندند، ساخته باشد، درس است؟
دکتور غنی: باستان‌شناسی ما به اندازه پیش رفته نکرده، که ما بتوانیم به صورت قطعی این بُعد را وضاحت بدهیم، و همچنین آثار تاریخي را باید دوباره ببینیم، که تمام آثار اولیه ییکه راجع به خراسان از طرف فاتحین عرب نوشته شده و بعداً تعبیر شده، چیست؟ تا حدی که من اطلاع دارم، اولین مساجد ما باید در هرات و بلخ آباد شده باشند، چون اولین فاتحین عرب در زمان حضرت عثمان (رض) آمدند و تمدن اسلامي را اساسش را گذاشتند و بعد از بر نقاط مختلف افغانستان تعبیر شد. مسجد پل خشتي، عقیده عام ما اینست که از طرفی، در دوره اموی اساسش گذاشته شده. بخشی را که به وضاحت میفهمیم و آثار اش خوشبختانه موجود است و یکی از اینها، نه تنها از نگاه اهمیت اش در افغانستان، بلکی از نگاه اسلام، مسجد «نه گبند» بلخ است. مساجد عمده بلخ در دوران عباسی با نقش که خاصتاً دو خاندان بزرگ برمکی و طاهری افغانستان در دربارهای عباسی داشتند، از آثار بسیار بزرگ است. و «نه گبند» یادم است که رئیس پوهنځی باستان‌شناسی ایران در دوران داود خان آمده بودو رئیس پوهنتون شان، من در جمله مهمانداران شان بودم، و اینها با ما شریک کردند که در تمام ایران از دوره عباسی اثر مشابه با «نه گنبد» بلخ نیست. چون هنوز هم این پا بر جا بود، اما معلومدار بعد از حمله چنگیز خان مساجد بزرگ ما در سرتاسر افغانستان صدمات بسیار زیاد دید که بعداً در ابعاد بعدی دوباره اعمار میشوند. اما متاسفانه با سوختن غزنی هم یک قسمت مساجد بسیار بزرگ ما از بین رفت، اما در دوره های مختلف، خاصتاً مسجد جامع هرات، هم آثار دوره سلجوقی هنوز هم از این باقی مانده، باوجود انکه اساسات عمده این و چیزییکه باقی مانده، از دوره تیموریست.
جنبش: البته، مساجد برعلاوه ارزش مذهبی، همانطور که شما اشاره داشتید از نظر قدامت تاریخی و باستان‌شناسی هم ارزش دارد وقتی که به آبدات و آثار باستانی می پردازیم، ان‌شاءالله فرصت خواهد بود که بر مساجد قدیمی هم صحبت کنیم. دلته مې غوښتل ستاسې د جمهوري ریاست په دوره کې چې کوم نوي جوماتونه جوړ شوو، په هغه باندې لږ تم شوو. یو شمېر یې ما خپله ولیدل، د یو شمېر مې تصویرونه ولیدل، ښاېسته ډيزاینونه وو او پاخه جوماتونه وو، او په ځینو ځایونو کې مثلاً فراه او نورستان کې یې بیخي د هغو سیمو څهره بدله کړله، یو ډول د تمرکز او ټولېدو یو ځای پيدا شو، خو پوښتنه دا وه چې په داسې حال کې، یعنې تاسې دا کارونه په داسې حال کې کول چې جگړه هم توده وه او ډېر مصارف په جگړې راتلل، ولې بیا مو هم، او فقر هم و، بیا مو هم د جوماتونو جوړولو باندې لاس پورې کړ او دغه تعمیرونه چې ما ولیدل په لږو پیسو نه کېږي، ولې مو دومره لگښت کاوه په دې باندې، په داسې حال کې چې ملت په فقر کې و او جنگ هم و؟
دکتور غني: څو خبرې مهمې دي چې جنبش صیب: لومړی، ما مصارف ډېر کم کړل، دا پیسې له کوم ځای نه پيدا شوې؟ دا پیسې د سپماوي د تدارکاتو نه پيدا شوې! او شاید د ولس په یاد وي، چې ما سلها ساعته په تدارکاتو باندې تېر کړل چې مصارف لږ کړم او د فساد مخه ونیسم او دا ټولې پیسې چې پیدا شولې، د دې سپماوي نه وې. دویم، د تخمین له نظر نه، ۱۱۹۲ جوماتونه تکمیل شوي وو، دا د وزارت حج و اوقاف احصائیه وه؛ او د دې په څنگ کې، دا هغه جوماتونه وو چې د یو پروگرام په اساس باندې چې واحد عملياتي له خوا پلي کېدل او نقشه او ډيزاین او د دې ترتیب، ټول د ډېر سخت نظارت لاندې وو، ځکه دا تکمیل شول. دویم، مخکې مې هم اشاره وکړله، دا د ولس غوښتنه وه. یو ولسمشر د ولس خدمتگار دی او که د ولس غوښتنه دا وي چې جوماتونو کې لومړیتوب راشي، دا ضروري ده. بله برخه لکه چې تاسې خپله وویل، جومات یو بُعد نه لري، جومات د ټولنې مرکز دی او د ټولېدلو مرکز دی. سلها کاله مخکې له دې نه چې دا مفکوره د ریفرینډم، رای‌گیري او دا راشي، هر جمعه خطبې سره په حقیقت یوه رای گیري وه. له بلې خوا نه، ولس غوښتل چې ټول شي او د دې څنگ کې د ټولو جوماتونو کې دوه منزله نظر کې نیول شوي وو چې یو منزل خاص خوېندو ته اختصاص ورکړل شوی و. ځکه، تاسې نه پوهېږم څومره تېر کړي دي، مگر ما دومره وخت کوچنیوالي او ځوانۍ کې، په دعاگانو کې خاصتاً شاه دوشمشیره ولي جومات کې او مسجد حاجي یعقوب او مسجد عیدگاه کې تېر کړي چې بې‌شماره دي. دا مرگ کې او ژوند کې زموږ مرکزونه دي. نو ځکه ضرور وه چې دې ته لومړیتوب ورکړل شي او دا لومړیتوب هم په ډېر کمو پيسو [ورکول شو]. که د څلورو سرکونو فساد نظر کې ونیسئ، هغه فساد د څلورو لویو لارو، له دې ټولو جوماتونو نه ډېرتر و. یا د برق پروژې نظر ته ونیسئ. نو وختې چې سپماوی کوئ او د فساد مخه نیسئ او یوه واضح طریقه د تطبیق منځ ته راوړئ، چې قراردادیان مسئول وي او د یوه منسجم لاس لاندې کار کړي او نظارت لاندې وي، دا تطبیقېدی شي.
جنبش: شما اشاره داشتید که یک بخشی یا یک طبقه یی مساجد حتماً برای خانم ها مدنظر گرفته میشد، به این حساب این تنها برای مردها نبود. برخی از این مساجد به این شکل یا تمام نقشه‌های نو را که عملی کردید، در دو طبقه بود که یک طبقه اش برای خانم‌ها باشد؟
دکتور غنی: تمام مساجد باید دو طبقه میبود، و این شرط با تمام هوطنان به صورت واضح گذاشته شده بود، که راه منزل دوم جدا باشد یا روزهای خاص اختصاص داده شود. چون همه ما که مراسم فاتحه را تیر کردیم، می بینیم که فشار سر خانمها به چه اندازه زیاد است، که در خانه این مراسم را انجام بدهند، و مسجد شریف این جای را فراهم کرد و از طرف دیگر، خواهران ما علاقه نهایت زیاد به مسایل دینی داشتند، و کُتب ضروری و اسناد ضروری در این بخش برایشان تهیه میشد، که مساجد خاصتاً یک بخش مساجد برای اینها اختصاص داشت، و زمینه را فراهم میکرد که بتوانند با هم جمع شوند و باهم هم عبادت را انجام بدهند و هم در پهلوی این ابعاد زندگی اجتماعی خود را سرش مشوره کنند.
جنبش: احصائیه دقیق است که این پروژه تا چه حدی تطبیق شد؟ یعنی چند مسجد ساخته شد و چند تا از این هنوز هم زیر کار بود؟
دکتور غنی: حداقل ۹۵۹ مسجد تکمیل شد، از جمله ۱۱۹۲ مسجدی که زیر طرح بود، و در سال ۱۴۰۰ باید ۳۱ مسجد دیگر تکمیل میشد و ۱۷ مسجد نو سرش کار آغاز میشد. این یک پروگرام مسنجم بود که باید دوام پيدا میکرد، که بدبختانه سلسله قطع شد، اما ضرورت این از نگاه ابعاد زندگی ما ضروریست، اما این نکته هم باید واضح شود که مسجد مبارک نه سر زمین غصب ساخته میشود نه با پول حرام! پول باید حرام نباشد و محل مسجد باید غصب نباشد، بنابرین ضرورت واضح است که این ابعاد مورد نظر گرفته شوند.
جنبش: دغه نقشې یو ډول وې؟ طرحې یې، ډیزاینونه یې څنگه تهیه کېدل؟ پخوانۍ معماري په پام کې نیول کېده، که نوي سبکونه وو؟
دکتور غني: پخوانۍ معیاري یې اساس و، زموږ هدف دا و چې تر حد د امکان پورې تیموري سبک ته لاړ شوو چې زموږ آخري سبک و، ځکه چې عبدالرحمن خان ډېر وخت په مرکزي آسیا کې تېر کړی و. هغه جوماتونه او نور آبدات چې ده جوړ کړل هغه اکثراً په دې سبک کې وو. مگر اقلیمي شرایط باید نظر کی نیول شوي وای، نو څو رقمه وو. څو رقمه نقشې وې، چې نظر په دې چې هوا توده ده، یا هوا سړه ده، گرمسیر او سردسیر په اساس باندې، او د مختلفو ولایاتو په شرایطو باندې دا جوړېدل. عمومي اساس باندې ستندرد وه چې څومره اندازه وي، څومره ترتیبات یې وي، اما دې کې یو انعطاف موجود و چې شرایطو سره انطباق ورکړل شي.
جنبش: تاسې ځينې ولیدل؟ افتتاح کې مو گډون وکړ، که دا فرصت جوړ نه شو؟
دکتور غني: بلې! نه، ومې وکړل شول. ځینې مې وکړی شول، هر ولایت ته چې تلم، نوي جوماتونه به مې کتل، مگر تعداد سخت ډېر و او د دې لپاره چې ماتل نه شي، او خاصتاً پس له دې نه چې د کوېډ وبا راغلله، نو هغه برخه کې زما ټول شی دا و چې، دا د ولس د خدمت لپاره ده، باید دې ته ماتل نه شي چې زه یې د پرانیستې مراسمو کې گډون وکړم. اما هغه جومات چې ما شخصاً پرانیسته، د دلکشا [ماڼۍ] په باغ کې جومات و چې اساس یې طالبانو ایښی و او چا تکمیل کړی نه و، بدحالت کې و. دا په یو ډېر منسجم او ښاېسته جومات باندې بدل شو چې د ارگ مراسم او دعاگانې هلته کېدې. دې نه زه ډېر خوښ یم چې دا افتخار ما درلوده چې دا خپله پرانیزم او همدارنگه ځیني تاریخي جوماتونه چې تکمیل شول، هغو کې هم ما گډون وکړ.
جنبش: در بین این مساجدی که در افتتاح مجدد اش و یا بعد از ترمیم‌کاری اش شما افتتاح کردید، مسجد عیدگاه بود، یادم است. در این اواخر که من کابل رفتم، از نزدیک مسجد عیدگاه را دوباره دیدم، به یک منطقه یی بسیار زیبای، سرسبزی، بسیار خوبی تبدیل شده، همان ساحه مسجد، و زیباتر شده از قبل. روی مرمتکاری آثار باستانی از جمله مساجد بعداً صحبت خواهد کردیم، ولی در برخی جا‌ها مثلاً در کابل سرعت عجیبی داشت، با سرعت پیش میرفت. در برخی جاهها مثلاً مسجد جامع هرات به یک باره‌گی تکمیل نشد و فکر کنم برای چندین سال برنامه ریزی شده بود، چرا؟
دکتور غنی: نظر به پیچیدگی معماری تعلق دارد. متاسفانه، نیت نیک، اما عدم دانش؛ بام‌های مسجد جامع هرات را به شکلی ترمیم کرده بودند که مانع تنفس دیوارها میشد. و اگر اقدام اساسی نمیکردیم چند سال کُلش خدای ناکرده سقوط میکرد. از این جهت ضرورت واضح بود که هر رواق، هر بخش، به صورت منسجم اول مستند شود، و تکمیل مسجد جامع هرات پنج سال در نظر بود. این مسئله حرکت تنها در کابل نبود. اگر تالار حضرت جامی را در هرات ببینید، به زودترین فرصت احیای مجدد شد، و از بهترین مرمر چشت شریف آباد شد. وقتیکه رئیس جمهور محترم ترکمنستان و صدراعظم پاکستان تشریف آوردند برای افتتاح تاپی، این تالار امکان این را دارد که چهار رئیس دولت را یا صدراعظم ها را با هم، همزمان استقبال کند. مسئله آثار تاریخی فرق دارد، طور مثال، در کابل ترمیم مسجد جامع شاه دوشمشیره ولی که مادر غازی امان الله خان بنا کرد، در حدود ۲۴۰۰ عکس کار داشت، ابعاد مختلف این. از این جهت اول مستند سازی به کار است و بعد از ان به ترتیب پیش رفتار. خوشبختانه مسجد جامع شاه دو شمشیره ولی، مسجد جامع پل خشتی، و مسجد جامع عیدگاه؛ همه تکمیل شد. مسجد جامع پل خشتی در خطر سخت انهدام بود، از خاطری که ستون‌ها به شکلی ساخته شده بود که چت را به صورت دوامدار اینها نمی توانستند تحمل کنند، و خوشبختانه دو تن از همصنفیان من که تجارهای بسیار بزرگ شدند بعداً در کانادا و شرق میانه، تشریف آوردند و این را به صورت اساسی دیدند.
مسجد عیدگاه خاصتاً برای مردم کابلی که از نسل من استند، مثل من واری خاطرات خواهد داشتند. تا وقتیکه من فکر می دوازه ساله یا سیزده ساله شدم، مرحوم اعلیحضرت همیشه برای ادای نماز عید به مسجد عیدگاه می آمد و من حداقل از دوران طفلی ام به یادم است، دو بار در مراسم اشتراک کردیم. اما صحن مسجد عیدگاه به یک سرک قیر مبدل شده بود تا اراکین دولت با موتر خود تا رواق بیایند. از طرف دیگر یک بمی که انداخته شد سر محصلین حربی ما.
جنبش: کورس آ بود فکر کنم.
دکتور غنی: کورس آ بود به نزدیک، تمام ورسی ها و ابعاد دیگر را خراب کرده بود، حالا یک جاییست که پس زمینه را برای تمام همشهری های ما فراهم کرده، و امید است که ازش به صورت دوامدار استفاده کنند.
جنبش: او د دې جومات یو بل تاریخي ارزښت دا هم دی چې د افغانستان د خپلواکۍ اعلامیه، پاچا امان الله خان همدلته، د دغه جومات له زینو نه اورولې وه. نو له دې پلوه هم باید افغانان ورته په درنه سترگه وگوري. بله پوښتنه مې په دې باره کې دا ده چې جوماتونه چې تاسې دا نوي جوړول، ولایتونه مو وسنجول؟ چې کوم ولایت لوی دی، هلته څه ډول جومات راشي، یا څو جوماتونه هلته راشي؟ کوم ولایت وروسته پاتې دی یا کوم ولایت اصلاً جومات نه لري دغومره لوی چې هغه ته یې ورکړو، که نور معیارونه مو په پام کې نیول؟
دکتور غنی: اول، د غازي امان الله خان اعلان د استقلال د افغانستان او د هغه عملي کول موږ ته یوه لویه ډېره پانگه او خاطره ده. او دا چې د عیدگاه له جومات نه وشو، دا باید یوازې د همدې لپاره د ده احترام په ټولو باندې واجب دی. اما آثار یې له هغه نه په مراتبو ډېرتر دي او تاریخي خاطرات په کې دي، نو زه هیله‌من یم چې ټول ولس په دې باندې ځان پوه کړي او دا خاطرات درانه وساتي. زما لومړی معیار دا و چې هغه ولایت چې جامع جومات نه لري، باید په لومړیتوب کې اوسي. ځکه د دوی غوښتنه وه او دې ټولو ځایونو کې ولس لومړني اقدامات کړي وو، اما د دې توان یې نه درلود چې په کافي توگه دا برابر شي، نو هغه لومړیتوب و. پس له هغه نه معیارونه معلومدار د نفوسو دا وو چې دا ټوله زمینه برابره شي او سهولتونه برابر شي. له بدې مرغې نه، تاسې پوهېږئ چې زه اسنادو سره نه یم راغلی، اسنادو ته که مراجعه وشي دا ټول به په روښانه توگه خلکو ته معلوم شي.
جنبش: در قسمت اعمار یک سوال بسیار ضمنی کوتاه اینست که در برخی ولایات ما برادران و خواهران اهل تشیع اکثریت دارند، ایا این تفاوت مذهبی هم در نظر گرفته شده بود در اعمار مساجد؟
دکتور غنی: معلومدار، چون تمام مردم افغانستان از نگاه قانون اساسی مساوی به هم استند، و مذهب جعفری مورد احترام ماست. همزمان امام جعفر و امام ابوحنیفه در ماحول بغداد عباسی با هم مراوده داشتند و شاگردهای شان به یکی دیگر به صورت دوامدار در بحث و تفاهم بودند. و زمینه ضروری اینست که مذاهب مختلف اسلام مورد احترام قرار بگیرد و حقوق مساوی مردم عملی شوند.
جنبش: جوماتونه یا مسجدونه په تاریخي لحاظ له خپلو شتمنیو سره، اوقافو سره تړلي وي. ایا د نویو مساجدو په جوړولو کې هم دغه برخه په پام کې نیول شوې وه، که دغه د اوقافو او مساجدو رابطه نوره پرې شوې ده؟
دکتور غنی: زښته ډېره مهمه پوښتنه مو وکړله. دی باندې ان‌شاءالله تعالی پس ته هم راځوو، که فرصت برابر شو. اوقاف زموږ په تاریخ کې او په اسلامي تاریخ کې ټولې اسلامي نړۍ کې، د ډېر خاص اهمیت خاوند دي. د دې لپاره چې وضاحت راشي، دولتي ځمکه په وقف باندې نه شي بدلېدی، د شریعت له نظر نه. ځمکه باید یا زرخریده وي، شخصي جایداد وي، یا مړه ځمکه وي، موات چې ورته وایي، چې بیا د اوبو په لگولو باندې آباده شي او په وقف بدله شي. د مزارشریف چې یو لویترین زموږ له اوقافو نه و، سلطان حسین بایقرا هجده نهر یې ورته وویست چې زرها جریبه ځمکه په دې باندې تړلې وه. د عبدالرحمن خان پنځم کال د حکومت کې، اوقافو خپله تاریخي خاصه بڼه درلودله، چې خاصو کورنیو د دې مسئولیت درلوده او د وقفنامو په اساس باندې دا چلېده. که خصوصي وو، د مثال په توگه ملکه گوهرشاد سخت ډېر اوقاف جوړ کړي وو. او بل یو لوی ترین صوفي د نقشبندي د طریقې چې خواجه احرار، خواجه عبیدالله احرار نومېده، هغه شتمن‌ترین شخصیت د مرکزي آسیا و، او اوقاف، وقفنامې د دې د روسانو په دوران کې، شوروي په دوران کې خپرې شوې دي، نو خاص اساسات یې درلودل. وقف عموماً د یوه جومات او یا مدرسې لپاره وقف کېده. د وقف خصوصیت دا دی چې وقف نه ماتېږي. دې ته په عربي کې محبوس وایي، یعنې حبس دی. په شمالي افریقې کې خاصتاً دا کلمه استعمالېږي. اول عثماني امپراتورۍ کې په نولسمې پېړۍ کې، بیا د عبدالرحمن خان په پنځم کال کې، اوقافو مدیریت خپله عبدالرحمن خان په لاس واخیسته. دلیل یې دا و چې ځینې دا کورنۍ یې وغوښتلې، او ورته یې وویل چې، خاصتاً مثال یې چې واضح دی، د روضې شریفې مثال دی، چې متوالیان یې وغوښتل، ویل یې ما خوب لیدلی و چې حضرت علي (ک.م) ما باندې په قهر دی. ویل یې ولې درباندې په قهر و؟ ویل یې چې خدمت یې درست نه کېږي. نو مدیریت ده ترلاسه کړ او اوقاف دولتي شول، لا هم اوقاف پاتې دي، اما ضرورت د دې چې ما لیده، باید یوه برخه د حفظ و مراقبت او د علماو د ژوند تمویل، د اوقافو د مدیریت نه راشي. له بدې مرغې نه د اوقافو جایداد هم یو قسمت افرادو چور کړل، دا باید بېرته خوندي شي او له بلې خوا نه د اوقافو جایدادو مدیریت په یوه واضح اساس باندې نه دی کېښودل شوی. درېیم دا دی چې هغه قانون، مسوده د قانون د اوقافو چې برابره شوې وه، قطعاً د شرعي اساس د اوقافو سره سمه نه وه. ځکه کومه مسوده چې دوی جوړه کړې وه، په دې کې یې غوښتل چې هر وقف باید د دولت له خوا اداره شي. دا د تاریخي له نظر نه شرعي احکامو سره سمه نه وه. واقف حق د دې لري چې اصول برابر کړي، اما نیت باید واضح شي. نو دغه تغییر چې عبدالرحمن خان، او عثماني دولت او پس له هغه نه ایرانیانو او نورو راوړ، خاصتاً په لوی هندوستان کې انگرېزانو د اوقافو سلسله ماته کړه، تر ډېره حده پورې. پس له لوی انقلاب د ۱۸۵۷ نه، علما بې له یوې مادي منبع شول او د جوماتونو حفظ و مراقب او دا له مشکلاتو سره برابر شو. نو ما غوښتل، زما طرحه دا وه چې دا باید درې برخې وي. یوه برخه باید د ټولنې له خوا راشي. ځکه ستاسې په یاد به وي، چې افغانستان کې دا رسم و چې د جومات ډوډۍ به ټولو کورنیو په نوبت ورکولې. دلته ضروره ده چې بیا یو واضح اساس راشي چې د اعانې شکل ولري او په منظمه توگه وي. دویمه برخه د امکاناتو برابرول، د ژوند، د کور او د اساسي برخه د دې، باید د دولت له خوا راشي. او درېیمه برخه چې مهمترینه برخه ده باید د اوقافو له جایدادو نه راشي او د نویو اوقافو د لارې نه چې ولس د عقیدې له نظر نه ځمکې او جایدادونه او نورې منابع د تمویل وقف کړي، ځکه که نظر کې ونیسئ، په دا شل کاله د جمهوریت کې حداقل له ۶۰ زره جوماتونو نه ډېرتر ولس جوړ کړل. ولس لېواله و چې جوماتونه کړي او د هغه ترتیب خپله ولس نیوه. نو ضرورت د دې دا و چې د وړو جوماتونو، منځنیو جوماتونو او لویو جوماتونو یوه منسجمه طریقه وي چې ټول خلک په دې باندې پوه شي چې دا په سمه توگه مدیریت کېږي او حفظ و مراقبت او ساتنه او پالنه یې کېږي.
جنبش: به خاطر اینکه این مسئله بسیار روشن شود. ایا ملا امامان، و روحانیون، و خدمه و عمله و فعاله مساجدی که جدیداً اعمار شد، صدها مسجد، از اوقاف تمویل میشد یا طرح این بود که یک بخشی از مصارف از اینها و همچنان از حفظ و مراقبت تعمیرهای جدید از بودجه دولت تمویل شود.
دکتور غنی: دو بُعد داشتیم: کار اولی را که من کردم به یاد علمای کرام خواهد باشد، علما در وزارت حج و اوقاف اجیر بودند، قبل از گرفتن مسئولیت من. من اینها را به مامورین دوامدار دولت مبدل کردم و هر سال د دوران مسئولیت من، تعدا علمای کرام، بست‌های شان، در وزارت حج و اوقاف محترم، در حال ازدیاد بود. یک قسمت این بست‌ها برای این مساجد جدید اختصاص داده شده بود. اما طرح بنیادی من این بود که تنها این را دولت به عهده گرفته نمیتواند، در پهلویش باید جامعه، خاصتاً محله که در ان مساجد قرار دارند، یا در ولسوالی‌ها، تمام ولسوالی، باید سهم خود را ادا کنند. بخش دیگرش از نگاه مدیریت سالم اوقاف صورت بگیرد، تا همه از این مثل یک زنجیر منسجم واری با هم بسته شوند.
تاسې یوه تېره خپرونه کې وویل چې یوه هیله یوه، یوه آرزو مو چې نیمګړې پاتې شوې ده، هغه دا ده چې غوښتل مو په بالاحصار کې یو جومات جوړ کړئ، یا یې احیاء کړئ ځکه چې دا تاریخ جومات و، موجود و او وران شوی دی. په دې اړه راته ویلی شئ چې دا څه ډول جومات و؟ او څنګه وران شو؟

دکتور غني: یو انگریز جنرال و چې ټولې ماڼۍ د بالاحصار یې ړنگې کړلې. دا له تاریخي نظر نه سمه نه ده چې بالاحصار ټولې ماڼۍ په هغه انفجار کې چې د باروتو لوی انفجار و، په هغه کې له منځه لاړې. انگرېزانو په لاسي ارادې باندې، ډېرې لویې ماڼۍ ړنگې کړې او هغه یې هوارې کړلې. دې انگرېز جنرال ویلي وو چې یو وخت به افغانان په پښو ودرېږي او دا ځای به بېرته جوړ کړي، مگر تر هغه وخته پورې به دوی ته دا پېغور همېشه پروت وي چې موږ ړنگ کړ. دا هم مه هېروئ چې دوه وارې دوی د کابل بازارونه چور کړل، هم لومړۍ جگړې کې، هم دویمې جگړې کې او ویې سوځول. ما ډېره هڅه وکړله چې هغه جومات چې د تیمور شاه له دوران نه په بالاحصار کې و، اساس یې پيدا کړو. ځکه چې ما غوښتل چې په هماغه نقشې باندې یې برابر کړو ځکه چې د قصرونو نقشه وه، اما د جومات ځای مو پيدا نه کړ. او بله هیله مې دا وه چې، که دا ونه شي نو د شېردروازې [غره] په سر باندې، زما طرحه دا وه چې شېردروازې سر کې مو یو سرک جوړوه، چې تر باغ د بابره پورې لاړ شي چې ټول د کابل خلک وکړی شي وگرځي او که تاسې نه یئ تللي، د کابل هوا هلته بېحده ښاېسته هوا ده.
جنبش: زه تر نیمايي ورغلی یم.
دکتور غني: زه یې ټوله برخه کې تللی یم، څو وارې؛ نو دغه مې یوه هیله وه، چې نه ده ترسره شوې. نو هیله ده چې یوه ورځ د کابل ښاریان بیا یا په بالاحصار کې، یا د شېردروازې د غره په سر کې، د یوه ښکلي جومات اساس کېږدي او له هغه جومات نه ټول کابل ولیدل شي، او ټول د کابل ولس په کې لمونځونه وکړي.
جنبش: مننه، دا هیله دې ستاسې او د ملت پوره شي. زه چې کابل ته په دغه سفر کې تللی وم، د بالاحصار په دغه کې چې تاسې یادونه وکړه، ایراني لرغونپوهانو کیندنې کولې، افغان لرغونپوهان هم ورسره وو. اتفاقاً ما دغه پوښتنه وکړله چې مثلاً د شاه شجاع قصر چېرته و هلته چې دی په عکس کې لیدل کېږي؟ مسجد چېرته و؟ بارکونه چېرته وو؟ هغه انگرېز استازی چې زموږ تاریخ کې یې کیوناري بولي، هغه چېرته ووژل شو؟ دوی ته دقیق تر دغه وخته نه وو معلوم، هیله ده چې د دغو کیندنو په نتیجه کې د جومات دقیق ځای هم پيدا شي او بیا تصمیم ونیول شي چې همغلته دا جومات چې تاسې یادونه وکړه، د یوه تاریخي پېغور په توگه پاتې دی، دا همالته جوړ شي.
دکتور غني: له ښې مرغې نه، عکسونه موجود دي د ماڼیو؛ د ماڼیو برخه کې که دوی ورباندې نه پوهېږي، دا ده چې شاید دوی کافي زیار نه وي ویستلی، دا ما پیدا کړي وو، ټول. [هغه] برخه چې لازمي ده، د جومات پیدا کول دي چې کوم ځای کې و؟ په څه ترتیب باندې و؟ له بلې خوا نه، دا هم ما پیدا کړل چې د بابر له دوران نه، دوه ډېرې ښاېسته تابلوگانې دي چې د بالاحصار منظره ورکوي، په تکمیل توگه؛ او عکسونه هم دي او خاطرات هم دي. نو ډېره برخه په لندن کې پراته دي چېرې چې تاسې یئ. لرغونپوهانو ډېرتر په دېوالو او دې باندې زور اچولی و، نو په آخري دورې کې دوی ډېر لکه چې مینه‌وال نه وو. بالاحصار، دا لازمي ده چې هخامنشي دورې نه هم آثار پيدا شوي دي دلته، خاصتاً د بودايي دورې په وخت کې حداقل څلوېښت ستوپې د کابل په شاوخوا کې وې. مرنجان تپې کې هم دا پیدا شوې وې، چمن حضوري کې هم دا پيدا شوې وې. د کابل کلیزې ته چې سالنامه یې ورته ویلې وگورئ، یو قسمت لیکنې خاصتاً په دې باندې شوې دي چې وختې چې تپه د مرنجان کې تحقیقات کېدل او یو بل انگرېز عسکر و چې تښتېدلی و، تقریباً شپږ کاله یې په کابل کې تېر کړل، د امیر دوست محمد خان په لومړۍ دوره کې، ده ته اجازه ورکول شوه چې کیندنه وکړي په شېردروازې کې، او خاصې کوټې یې پيدا کړلې. یوازې دا نه وو چې آثار پيدا کړي. نو دا ساحه ډېره قیمتي ساحه ده. هیله ده چې هم یوه برخه یې بېرته ودانه شي او بله برخه یې د لرغون‌پېژندنې په یوه دایمي پارک باندې بدله شي.
جنبش: ډېره مننه استاده. د جوماتونو دا بحث هم په زړه پورې په دې دی چې، تر ما تاسې ته ډېره ښه معلومه ده، ډېر گرځېدلي یاست، خو هغه کوم هیوادونه اسلامي چې ما لیدلي دي، د هغوی تر ټولو ښه ځایونه، مشهور ځایونه؛ او په ډېرو ځایونو کې لکه تونس او مصر کې چې ما لیدلي دي، د توریستانو د سیلانیانو د جذب ځایونه هم پخواني او نوي جوماتونه دي چې ډېر ښاېسته جوړ شوي دي. دې برخې کې، د دې پروگرام په پای کې مې پوښتنه دا ده چې موږ د افغانستان ۳۰۰مې کلیزې ته دا پروگرامونه اختصاص کړي دي او ورته باید تیاری هم ونیول شي، چې تقریباً دوه نیمې لسیزې وروسته راتلونکی دی. فکر نه کوئ چې د نورو ډېرو ښاېسته ودانیو ترڅنگ چې ښايي، یا یادگارونو ترڅنگ چې دغې کلیزې لپاره جوړ شي مخصوص؛ یو داسې جومات هم جوړ شي په کابل کې چې د پراختیا، معمارۍ د سبک او ښکلا له نظره، د کابل څهره بېخي واړوي او دا وقف شي دې ۳۰۰مې کلیزې د معاصر افغانستان ته؟
دکتور غني: بالکل، ځکه ما کلونه، حداقل پنځوس کاله دي چې دې باندې ما څېړنې کړې دي، اموي جومات نه د دمشق نه؛ د قرطبه جومات نه چې اموي دویمه امپراتوري په اسپانیا کې وه چې ملک عبدالرحمن جوړ کړه؛ همدارنگه شاهي جومات د لاهور یا اگرې کې چې آباد دي؛ د الازهر جومات، د ابن طولون جومات او نور جوماتونه، تونس کې تاسې ذکر وکړ، تر تمبکتو پورې؛ او په اواخرو کې د اندونیزیا د جاکارتا چې یو له لویترینو جوماتو نه دی؛ د فیصل جومات په اسلام اباد کې چې بیا له مهندسي د نظر نه د ډېرو ښاېسته [جوماتونو قطار کې دی] او خاصتاً د شیخ زید جومات په ابوظبي کې، ځکه خصوصیت د دې جومات په دې کې دی، چې تقریباً ټولو لرغونو جوماتونو ابعاد په یو جومات کې راغلي دي. په کال کې اوس پنځه میلیونه خلک یې وگوري. د هغو نورو جوماتونو په څنگ کې چې ما باندې یې ډېر خاص اثر درلودلی، د سمرقند لوی جومات دی او مدرسې دي چې ریگستان باندې مشهورې دي. د امیر تېمور له دوران نه پاتې دي او زموږ د دوست هیواد د ازبکستان د تاریخي میراثونو ستره برخه ده. دې برخه کې هم ډېره زمینه د دې شته چې موږ یو بل سره همکاري وکړو لکه چې عین تیموري سبک په دواړو مملکتو کې حاکم دی او د مغل سبک له دې سبک نه وتلی. په [داسې] حال کې چې صفوي سبک او بیا د عثماني سبکونه فرق لري. خاصتاً افغانستان هغه تیږې لري، هم نیمه قیمتي، هم قیمتي او زموږ مرمر، په یو حساب باندې موږ کم له کم نه، څلوېښت رنگه مرمر لرو چې ټول بېساري دي، خاصتاً هغه سپین د چشت شریف چې اوس ځینو نورو ځایونو کې هم په پيدا کېدو کې دي او نور ابعاد دي. یو جومات چې وکړی شي د افغانستان عقیده، تاریخي عظمت او د راتلونکي نظر او تگلاره؛ ټولو ته انعکاس ورکړي د ۳۰۰مې کلیزې لپاره زه فکر کوم یو ډېر مناسب نظر دی او هیله‌من یم چې افغان ولس په دې برابر شي چې دا رقم یو یادگار راتلونکو نسلونو ته په میراث پرېږدي.
جنبش: بسیار تشکر آقای رئیس جمهور از حضور تان در این برنامه که در مورد اعمار مساجد جدید در افغانستان، و مرمت و ترمیم کاری مساجد قدیم و باستانی صحبت کردید و اشتراک کردید. ډېره مننه. ژوندي اوسئ.
دکتور غني: خدای مو ساته، له تاسو نه مننه او له ټولو اورېدونکو نه مننه، تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده‌باد افغانستان.