December 5, 2024
۲۷مه ګڼه: د پنځو لویو ښارونو لپاره ستراتیژیک پلانونه
دا خپرونه د افغانستان د پنځو مهمو ښارونو — مزارشریف، هرات، کندهار، خوست او جلالاباد — لپاره ستراتیژیک پرمختیایي پلانونه څیړي، چې موخه یې د دغو ښارونو بدلول په عصري او د ۲۱مې پیړۍ له اړتیاوو سره سمو مرکزونو باندې دي، په داسې حال کې چې د هغوی تاریخي او کلتوري هویت هم خوندي پاتې شي؛ په دې بحث کې بنسټیزه پراختیا، د اوبو او چاپیریال مدیریت، د کاري فرصتونو رامنځته کول، ښاري حکومتولي، ترانزیتي اړیکې او د خصوصي پانګونې رول د اصلي محورونو په توګه شاربل کیږي او د تمویل پر ستراتیژیو او پلي کېدو پر وړاندې پرنګونو هم رڼا اچوي.
Transcript

جنبش: سلام او درناوي، تاسې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاستو لړۍ اورئ، چې نن په کې د افغانستان د ښارونو اوسني حالت ته، له ځینو نورو اړخونو کتنه کوو. این برنامه‌ها از سلسله «راه زندگی» است که، در آن بخش‌های مختلف حیات ملی ما در گذشته، امروز و فردا مورد بحث قرار میگیرد.
د ژوند لارې خپرونې زه داود جنبش چمتو او وړاندې کوم. ښاغلی ولسمشر یوې بلې گڼې ته هر کله راشئ.
دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم، ډېره مننه، زما سلامونه تاسې ته او ټولو وطنوالو ته او اورېدونکو ته، هر گوټ د نړۍ کې چې دي او خاصتاً چې وطن کې دي.
جنبش: ډېره مننه، تېره خپرونه کې تاسې یادونه کړې وه چې د ۶ ښارونو د ژوندانه بېلابېلو اړخونو ته مو ځانگړې طرحې او پلانونه جوړ کړي دي. اورېدونکو ته زه ور یاده کړم چې دا ښارونه: مزارشریف، هرات، قندهار، خوست، جلال‌آباد او کابل دي. د افغانستان د ښارونو پر دې اوسني وضعیت دې دویمه خپرونه کې به، له ژمنې سره سم د دغو پلانو په ځینو مهمو اړخونو خبرې وکړو، خو تر هغه وړاندې غواړم راته ووایاست چې ولې ښار‌جوړولو وزارت د دغو طرحو لپاره د ښارونو شمېر هغسې چې تاسې ټاکلی و، یعنې لوړ و، ۶ ته را ټيټ کړ؟ وزارت ستاسې له اجازې پرته څنگه دا کار وکړ او ولې یې وکړ؟
دکتور غنی: څو دلایل دي: یو، دوی او نړیوال بانک په دې نتیجې کې ورسېدل چې پیسې محدودې دي، نو ۵ ښارونو ته یې راوستل، د دې پر ځای چې قندز، بامیان، لښکرگاه او غزنی هم شامل اوسي؛ دویم، دوی ډېرتر په عنعنوي ماستر پلان باندې باورمنده وو؛ درېیم، په عمومه توگه وزارتونو کې یو تعلل موجود و چې ولایاتو ته لاړ شي، او دوی غوښتل چې کابل کې متمرکز اوسي، نو د دې نظر نه راشه درشه له ولایاتو سره، ټولو وزارتونو کې یوه ستونزه وه؛ او آخري یې دا وه چې دوی فکر کاوه چې مثبت جهت نه چې د دې پنځو ښارونو پلانونو په برابرولو باندې به دوی طریقې باندې غاوره شي، او خپله به وکړی چې د دې نورو ښارونو ترتیب ونیسي او یا په یوې بلې پروژې باندې، دویمې مرحلې کې پنځو نور ښارونو یا لسو نورو ښارونو ته ورسېږي.
جنبش: ډېر ښه، نو اوس که لنډ د ښارونو لپاره په دغو طرحو باندې چې اشاره مو ورته کړه، راته تم شئ، ښاري طرحې له کومو برخو جوړې وې؟
دکتور غني: مختلفو اساسو باندې باید وگورو. اول، لید څه و؟ لید دا و چې د یویشتمې پېړۍ ښارونه باید جوړ شي، او دا معنی دا ده، چې هم د شلمې او نولسمې پېړۍ مثبته تجربه نظر کې نیسئ او هم له محدودیتو نه یې تېرېږئ. د دې لپاره عمومي توگه پلانگذاري ضرور ده، ماستر پلان ډېر محدودیت درلود. دویم اصل د دی چې اوس باید په دغه ستراتيژيک چوکاټ کې ولسونه گډون ولري. د ښار اوسېدونکي باید پوه شي چې ښاري بنسټ څنگه ایښودل کېږي، او دوی باید خپله گټه په دې کې وگوري، او خپله وده وگوري، مېرمنې، ځوانان، سپین‌ ږیري او ټول اقشار او خاصتاً اقتصادي فعالیت. درېیمه برخه یې دا ده چې دا باید زموږ تاریخي میراث باندې استوار وي، او زموږ فرهنگي ماحول ته وگوري، او د توریزم یا سیلانیانو د تگ راتگ لپاره هم د ملک داخل کې، هم منطقې کې او نړیوالي کې. څلورمه برخه یې دا وه چې باید آبرومند کار او دوامدار کار لپاره باید امکانات برابر شي. او پنځم یې دا دی چې، غوره حکومتداري او شفافه پلانگذاري به خلکو سره شریکېږي چې پوه شئ د مثال په توگه چې کومو مناطقو کې باید څه رقم پرمختگ وشي. هغه منطقه چې صنعتي ده څنگه باید پر مخ لاړه شي، هغه چې تجارتي ده، او هغه چې خلک په کې ژوند کوي او ترتیبات دي او لکه چې مخکې مې وویل، دا انکشافي کورېدورونه ښار منځ کې، او بیا ښار په هرې ساحې کې، ناحیې څنگه مدیریت کېږي؛ او بل، هر ښار خپل ولایت سره، زون سره، او باقي افغانستان او پلازمېنې کابل سره څنگه وصلېږي.
جنبش: یعنی هدف این بود که، با تطبیق این طرح‌ها شهرهای افغانستان به شکلی و به طوری مدرن شوند که از یک طرف سازگاری داشته باشد با شرایط قرن بیست و یک؛ و از سوی دیگر متکی باشد به اساسات تاریخی و باستانی خود ما. این طرح‌ها را بیاید، مشخص در مورد شش شهری که انتخاب شده بود، تطبیق بدهیم، مثلاً د مورد مزار شریف چی چیزی را میخواستید انجام بدهید و از کجا آغاز کنید؟
دکتور غنی: توسعه مزارشریف روی دو سناریو استوار بود، سناریو اول این بود که اگر وضعیت فعلی، که غیر پلان شده بود، دوام کند به یکی از بدترین شهرهای دنیا بدل خواهد شد. و سناریو دوم این بود که چگونه انکشاف عیار شود، که به یک شهر قرن بیست و یکم، و یک شهری که همسری کرده بتواند با شهرهای آسیای مرکزی حداقل، عیار شود. به این اساس طبقه بندي قسمت اول این بود، که خطرات به صورت واضح تشخیص شود. من خاصتاً در قسمت آب، ساحات سبز، و ساحات تَر ما، مثل قول حشمت خان واری، که مردم کابل با این آشنا استند، مزار و باقی ولایات ما این واضح تشخیص شود. قسمت دوم این بود که از توسعه غیرپلانی چطور ممانعت صورت بگیرد، و از طرف دیگر توسعه شهری پلانی که، موجب جایداد شرعی برای تمام شهروندان شود، به چی ترتیب صورت بگیرد؛ و بالآخره ساحات زراعتی به چی رقم حفظ و توسعه پیدا کند، و همچنین تقویه مالداری، صنعت و تجارت، مزار شریف به یکی از شهرهای عمده ترانسپورتی و ترانزیتی ما مورد نظر گرفته شد.
جنبش: بخش‌های دیگر، برنامه هاییکه بود در مورد مزارشریف بعداً به اش می پردازیم، اگر اجازه باشد همین معیارها را بیاید به هرات تطبیق کنیم، ببینیم که هرات از نظر توسعه با مزارشریف مثلاً چگونه مقایسه شده میتوانست.
دکتور غنی: نکته اول در قسمت هرات اینست که، یک تاریخچه واضح ماسترپلان دارد. اولین ماسترپلان هرات در سال ۱۹۳۶ توسط آلمانی‌ها ترتیب شده بود، بعداً ماستر پلان ۱۹۶۳ است، و چند پلان دیگر در قرن ۲۱ از طرف وزارت است. از این جهت، یک قسمت تهداب‌های وجود داشت، که هم باید به آن تهداب‌ها که مرکز شهر خاصتاً مورد توجه قرار می گرفت، در حفاظت مرکز شهر و نوع سرمایه‌گذاری در مرکز شهر، که سابقه عمده تاریخی شهر را از بین نبرد، چی رقم حفاظت شود. نکته دوم این بود که کوریدورهای انکشافی از یک طرف هرات-اسلام قلعه از طرف دیگر هرات-تورغندی، و سوم هرات – میدان هوایی، باز هم پلانگذاری شدند. برای هر ساحه این طرح‌های مشخص طبق عناوین یکه قبلاً ذکر کردم آماده شد، و از توسعه شهر در نقاطی که خاصتاً منابع آبی شهر را مورد خطر قرار میداد مثل مزارشریف واری، پیشنهاد جلوگیریست. ساحه خاص تاریخی را، که هرات بینظیر است محافظتش و همچنین خاصتاً ایجاد کمربند شهری که بتواند ترانزیت را جهت بدهد، تشویق پلان‌های انکشافی واضح، که مردم بتوانند با اطمینان سرمایه‌گذاری کنند، و سرمایه شان در آینده مورد خطر نباشد، همه در این گنجانیده شده.
جنبش: دې نه معلومېږي چې ټول ښارونه د پرمختیا یا توسعې له پلوه سره یو ډول نه وو، ځانگړتیاوې وې، ځینو پخوا هم پلانونه درلود، ځینو ته باید په ځينو برخو کې حداقل نوي جوړ شوي وای. داسې لاندې ښکته راشوو د هرات نه، مثلاً په قندهار کې د پرمختیا بنسټ څه و، توپيرونه یې له دغو دوو نورو ښارونو سره څه وو؟
دکتور غنی: بیا هم، لومړۍ خبره دا ده چې د قندهار ماستر پلانونه د داود خان د جمهوریت په دورې کې ایښودل شوي وو. او مخکې له هغه نه، احمدشاه بابا د قندهار د مرکز اساس په ډېره منظمه توگه ایښی و، چې مرکز د قندهار دی، چې څلور لوی سرکونه وو، او ټولې فرعي کوڅې له دې لوی سرک نه وې، او مرکز کې شاهي بازار و چې له بدې مرغې نه خطر کې لوېدلی و. نو یوه برخه دلته دا وه چې څنگه بېرته د احمدشاه بابا پلان ژوندی کړو، او په هغې کې ښې مرغې نه، موږ د ده کور پیدا کړ، او هغه مو دولت ته واخیسته. بله دا وه، چې ماستر پلان په ۲۰۱۲ کې د عینو مېنې ساحه یې د ماستر پلان په چوکاټ کې راوړله، او هلته لویه پانگه اچول شوې ده. درېیمه برخه دا وه چې په ۲۰۱۹ز کې، د هوایي هډې خوا ته د یوه کورېډور طرحه منځ ته راغلله، او هلته ډېره پراخه ځمکه ده؛ نو د دې په اساس باندې، خبره په دې کې وه، چې بیا څنگه له غیرپلاني پرمختگ نه مخه ونیسوو او څنگه مخکې لاړ شوو. او دلته د توسعې جهت شمال شرق خوا ته وټاکل شو. په دې اساس باندې، عین مطالب په ډېر تفصیل سره برابر شوي دي، د دې امکانات برابروي چې قندهار بیا، د معاصر افغانستان د موسس په افتخار باندې خپل تاریخي حیثیت تر لاسه راوړي، او هم د افغانستان د یو لوی ښار او د افغانستان د سیاسي زړه په حیث باندې بېرته عرض د وجود وکړي.
جنبش: کله چې زه، دغه لیست کې خوست ښار هم شته، دې ته گورم، په نولسمه پېړۍ کې یا کېدای شي له هغه نه مخکې هم، خوست د یوه مهم ځای په توگه په اسنادو کې راغلی، په داسې حال کې چې د گردېز نوم ډېر لږ دی، اما زما ځواني د گردیز د ولایتي مرکز په حیث باندې را تېره شوه، یعنې هغه ماته په یاد دی. خوست د یوې لویې ولسوالۍ په توگه دی، پېژندل کېږي. په ۱۹۸۰یمو کې دا ولایت شو او مرکز ته یې پام وشو. اوس چې زه نوی تللی وم، خوست په ډېرو ډېرو ښو ښارونو کې د افغانستان راځي د ودانیو، سړکونو د دې له پلوه، ستاسې طرحې ورته څه وې؟
دکتور غنی: لومړۍ خبره دا ده چې، تاریخي نظر نه په نظر کې ونیسئ چې خوست داسې یو ښار و چې د دې شاوخوا قبایل او د خوست هندوان سره یو ځای شول او اساس د خوست یې پرېښود، او د خوست امنیت اربکیانو نیوه، په ډېر منظمه توگه. یعنې دلته هم د ښار ضرورت، هم د تجارت د ودې لپاره د هندانو خوندي کول، او هم د دې امنیت په ولسي توگه نیول، اساس و. خوست ډېرې بدې ورځې هم ما لیدلي دي. خوست پس له دې نه چې د ډاکتر نجیب حکومت، خوست کې سقوط وکړ، خوست چور شو او خدای دې هغه ورځ نه درښيي. او بیا هم ما د خوست ډېرې ښې ورځې لیدلي دي، خاصتا ًچې هوایي هډه مې پرانیستله او خوستوال په دې باندې خوشحاله شول. خوست خصوصیت په دې کې دی چې دلته د مرکز د ښار وده زښت ډېر امکانات لري جناب جنبش صیب. برخلاف د قندهار و هرات و کابل چې مرکز باندې ډېرې نارواگانې شوې دي، د خوست مرکز د انکشاف زمینه لري، دا یې یوه برخه ده. دویم، خوست مرکز کې د ځنگلو موجودیت یوه لویه پانگه ده او د دې لپاره، داخلي او بین‌المللي توریزم لپاره دا ډېره خاصه زمینه برابرېږي؛ نو تپې یې دي، بیا یې چې غرونو ته رسېږئ او غرو ته رسېږئ او د دې طبیعي ښکلا ده. همدارقم نوې هوایي هډه نه یوازې د خوست لپاره بلکې، د بنو خلک راتلل د خوست نه؛ او دا زمینه د دې برابروي چې دوه خوا د کرښې ولسونه یو بل سره راشه درشه ورسي، او له بلې خوا نه د شیخ زید پوهنتون دی. ستاسو به په یاد وي او تاسې به شاعران او لیکوال او دا پېژنئ، خوست نن د افغانستان یو فرهنگي مرکز دی، او د دې ودې لپاره دا ټول ترتیبات ما برابر کړل، چې د خوست مرکز باندې څنگه پانگه واچول شي، د خوست شنه ساحه څنگه حفظه شي، اوبو ترتیباب ... دا یې څنگه [کېږي] چې بیا [پرې] راشوو. اما خاصتاً کورېدور د ودې چې د خوست - گردېز کورېدور دی، دې باندې پانگه اچول په کار وو، او خپله دننه د خوست ښار کې د ناحیو وده او دلته د زونونو برابرول ... خوست کې هم پیسې شته او دې باندې پوه شئ چې د خوستوالو پيسې، شرعي پیسې دي چې په خلیج او اماراتو او عربستان او دې کې یې گټلي. او دوی له ښې مرغې نه خوست ته ډېره مینه لري، لکه چې نور افغانان یې لري، او غواړي چې خوست آباد کړي، نو دا آبادي ما غوښتله چې ډېره پراخه کړم، او خاصتاً د دې زمینه برابره شي چې بنو‌وال او نور خلک ټول دې خوا ته خوست ته د رڼا مرکز وگوري. او یوه طرحه مو دا وه چې خوست ته به برق ورسوو، او له دې خوا نه د کرښې نه به، هغه خوا د کرښې ته برق ورکړو.
جنبش: مننه، همداسې لږ به وړاندې لاړ شوو جلال‌آباد خوا ته، جلال‌آباد تاریخي ښار دی. زما په یاد دي چې سخته تودوخه به وه، هغه وخت کې د شوروي اتحاد ځینې پروژې وې، دا فارمونه یې شاوخوا جوړ کړل او ما هلته ښوونځی لوسته، دې په کې ډېر بدلونونه دغو پروژو راوستل. په دې وروستیو کې د چاپېریال له پلوه په ډېرو بدو ښارونو کې راته، البته په چاپېریال به لږ وروسته وغږېږو، خو د پرمختیا لپاره یې ستاسې پلانونه څه وو؟
دکتور غنی: لومړۍ خبره دا ده چې، بیا هم ۱۹۷۰ کې د جلال‌آباد ښاري ماسترپلان برابر شوی و، او بیا ۲۰۱۲ کې، اما دلته لومړۍ ستونزه همدا و چې انکشاف بې له پلانونو نه شوی و، او هر خوا ته. نو لومړۍ خبره مې دا وه چې څنگه جلال‌آباد ښار پېښور سره سیالي وکړي، او ان‌شاءالله تعالی د ترتیباتو له نظر نه داسې یوه ښار باندې بدل شي چې په منطقې کې ښکلی ښار وي او دا ټول امکانات په جلال‌آباد کې شته. د هغه لپاره لازمه وه چې یو حلقوي سرک یا Bypass جلال‌آباد کې جوړ شي، ځکه فعلي د ترانزیت تگ و راتگ لکه چې په هرات کې دی او قندهار کې دی، زښت خلکو ته ستونزه برابره کړې ده. دویم، د کابل سیند نه ننگرهار کې د سیلانیانو لپاره او د ننگرهاریانو لپاره کافي گټه نه ده اخیستل شوې. زما یوه طرحه دا وه چې له درونټې نه د بهسودو پله پورې او پس له هغه نه، یو خاص د سپورت او د تفریحاتو یو کورېدو جوړ شي او یو بل پُل هم د ننگرهار پوهنتون نه، هغه خوا پله ته وصل شي، چې دا ساحه پراخه کړي او ولسوالیانې سره [ونښلي]. نو ولسوالیانې مو د ښار په چوکاټ کې راوړلې او دلته مو یو ښار چې هم صنعتي اساس ولري هم ترانزیتي او تجارتي اساس ولري، او ننگرهار د پوهنتون نه چې د افغانستان دویم پوهنتون دی، دې باندې پانگه اچول او تاریخي له نظر نه، د لویو باغو ساتنه. جلال‌آباد له هغو ښارونو نه دی چې فضل د خدای د کونړ د سیند او د کابل سیند د یو ځای کېدو نه، امکانات د دې لري چې موږ د اوبو ترتیبات ولرو، مگر د هغه په علاوه، ان له سپین غر نه تر ښاره پورې ما ترتیبات د دې نیولي وو چې کانالونه راشي. او هغه شی چې تاسې وویل، ما هم خپل کوچنیوالی په دوامداره توگه ننگرهار کې تېر کړی او جلال‌آباد کې. د کانال پروژې د ننگرهار هوا بدله کړه، او د جلال‌آباد هوا یې په خاصه توگه بدله کړه. نو د جلال‌آباد شاوخوا شنه کول، او د ځنگلو بیا رغول امکان لری، او ننگرهار دې کې په عامه توگه او جلال‌آباد په خاصه توگه مساعد شرایط لري.
جنبش: کابل را این لست مستثنی میسازیم، یک برنامه خاص فکر کنم می ارزد که در مورد کابل داشته باشیم. می پردازیم به پروژه‌های اساسی یکه که زندگی و جوامع این شهرها را تغییر میداد، از جمله مثلاً پروژه هاییکه میتوانست کار ایجاد کند، منزل و مسکن برای باشنده‌ها ایجاد کند، در این مورد بر هر شهر یک مکث کوتاه میکنیم، بیاید اول باز از مزارشریف شروع کنیم.
دکتور غنی: به صورت عمومی تخمین سرمایه‌گذاری مقدماتی برای این ۵ شهر، ۲۱۸۸ میلیون دالر است، که این جمله پلانگذاری به سه مرحله گذاشته شده، پروژه‌هاییکه بین ۵۰۰ هزار دالر و ۱۰ میلیون دالر است، پروژه‌هاییکه بین ۱۰ میلیون و ۳۰ میلیون است، پروژه‌هاییکه بین ۳۱ میلیون و ۱۰۰ میلیون است، و پروژه‌هاییکه از ۱۰۰ میلیون دالر زیادتر است. پلان پیشنهادی برای مزار شریف ۷۵۶ میلیون دالر سرمایه‌گذاری بود. ۱۲ پروژه که قیمت مجموعی این به ۴۲٫۳ میلیون دالر میرسد، در صنف اول، یعنی پروژه‌های ۵۰۰ می آید. بعد از ان ۲ پروژه بین ۱۰ تا ۲۵ میلیون دالر است، پروژه‌های باقی مانده بین ۳۱ تا ۱۰۰ میلیون دالر، ۲ پروژه است، و ۵ پروژه دیگر هم بین ۳۱ و ۱۰۰ میلیون دالر است، و یک پروژه ۴۰۰ میلیون دالر است. از این جهت وقتیکه سر طبقه‌بندی کار و مسکن می آیم، نقطه اول جناب جنبش صاحب اینست، که ایجاد کار و مسکن از سرمایه‌گذاری کرده زیادتر عقل و تدبیر میخواهد. به این معنی، وقتیکه حکومتداری ضعیف باشد، مردم مجبور به ایجاد ساحات غیرپلانی میشوند، در وقتیکه حکومتداری منسجم باشد، و کار با مردم صورت بگیرد، سرمایه‌گذاری مردم خودش موجب زیادترین ایجاد کار میشود. از این جهت، پروژه‌هاییکه در بخش اول بین ۵۰۰ هزار تا ۱۰ میلیون دالر است، نهایت نتایج زود‌رس دارد. طور مثال ایجاد مراکز شهری برای فعالیت‌های اقتصادی زنها، ایجاد مراکز صادراتی برای صادرات زراعتی، پروسس وغیره. زیاد سرمایه‌گذاری را خود مردم انجام میدهد. موضوعی که مردم به تنهایی این را انجام داده نمی توانند، موضوع زیربنا است، و در قسمت زیربنا بعدً آمده میتوانیم که خاصتاً در مورد آب، فاضلاب، آب اشامیدنی از یک طرف؛ و پروژه‌های ترانسپورتی از طرف دیگر، قیمت‌ترین پروژه ها است، چی رقم ترتیبات گرفته بود.
جنبش: حتماً در هر مورد شهرهای ما مسایل مشترک دارند، ويژه‌گی ها و خصوصیت های خاص خود را هم دارند. در هرات مثلاً از نظر پروژه‌ها تمرکز بر چی بود؟
دکتور غنی: در هرات پلان پیشنهادی ما تا ۷۰۰ میلیون دالر بود. موضوع بدرفت و ترانزیت قیمتی‌ترین پروژه‌ها بود، چون ترانزیت شهری هم در هرات، هم در مزارشریف پروژه های بود که ۳۰۰ تا ۴۵۰ میلیون دالر بود. موضوعات دیگر، موضوعات بدرفت است و فاضلاب، که هم از نگاه محیط زیستی، هم از نگاه شرایط صحی وغیره موضوعات عمده است. پروژه‌هاییکه بین ۳۱ و ۱۰۰ میلیون دالر بود، تمرکز قسمت زیاد این سر آب اشامیدنی ست، و ایجاد فارم‌های تولید برق، که در هر دو، هم مزار هم هرات، امکان تولید برق آفتابی یا برق بادی، در هرات برق بادی و در مزار برق آفتابی. پروژه‌هاییکه خاصتاً تمرکز داشتیم و بین ۵۰۰ هزار و ۱۰ میلیون دالر بود، محیط زیست است، احیای پروژه های دور دریای هریرود است، مثلیکه پیشتر از جلال‌آباد ذکر کردم، دریای هریرود چطور به یک ساحه وسیع تفریحی وغیره [تبدیل شود]، چون مردم خودجوش میروند، و پُل مالان یک از میراث‌های بزرگ تاریخی ماست. مرکز شهر، حفاظت از این؛ نکته کلیدی اینست که، کانال‌های که حداقل ۸۰۰ سال سابقه دارد، چطور حفظ شود و ترتیب مدیریت هریرود به صورت اساسی صورت بگیرد، و بعد از کویدورهای توسعه‌یی بود. و هر بخش از این، راه من برای سرمایه‌گذاری واضح بر ایجاد شهرک‌ها و هم ساحات صنعتی فراهم میکرد تا به اساس این امکانات برابر شود. فراموش نکنید، زمانی بود که مشهد یک شهرک خورد بود که هرات به حیث جواهر شهرهای آسیای مرکزی یاد میشد و نیشاپور که پسان در حاشیه رفت، یک شهر موازی به این بود. بناً در هرات ما امکانات این را می دیدیم، خاصتاً با پروژه تاپی که هرات به مرکز چند کوریدور و مرکز تلاقی چند کوریدور بزرگ مبدل شد، و از این جهت یک شهر واقعاً قرن بیست و یک با ریشه های عمیق، خاصتاً در دوره تیموری ما، و ایجاد و تقویه آن میراث تیموری ما، در شرط فعلی قرن بیست و یکم.
جنبش: د کوم رقم نه چې د دې ښارونو د ودې او پرمختیا لپاره تاسې یاد کړ، که ما درست اخیستی وي، څه باندې ۲ میلیارده ډالر، ټولو پنځو ښارونو لپاره راتلل، تراوسه ما واورېدل چې ۷۰۰ میلیونه د هرات لپاره وو او ۷۰۰ میلیونه د مزارشریف لپاره وو، دې نورو لپاره، مثلاً قندهار لپاره پانگه څومره وه؟
دکتور غنی: قندهار لپاره ۳۴۵ میلیونه وو، او دلیل د دې دا دی چې دا ټوله پانگه په دې ښارونو باندې نه وه، د مثال په توگه لوی سرکونه چې قندهار ته رسېدلي وو، او له قندهار نه هرات ته رسېدلي وو، دې باندې باندې معلومدار سلها میلیونه ډالره پانگه اچول شوې وه، یا بندونو باندې، یا برېښنا باندې، هغه بیل وو. دا خاصتاً په ښاري ودې باندې ده او د ښار په زېربنا باندې او ډېرترینه برخه یې په زېربنا باندې ده او زېربنا برخې کې هم د مثال په توگه، هغه پروژې چې د چټکو سرویسونو لپاره وه، دا دولتي پانگه اچونه نه وه، دا د خصوصي پانگې اچولو لپاره زمینه برابرول وو. او ډېرتره برخه د پانگې په کورېدورو باندې او دې مراکزو باندې بېرته د خصوصي سکتور له خوا کېده. دا تخمین گډ دی، نو قندهار کې د ۳۴۵ میلیونه ډالرو پانگې اچول دي چې په ۳ برخو کې وېشل شوي دي.
د مثال په توگه، د ښځو مرکز ۳۴ میلیونو نه تر ۷۵ میلیونو ډالرو. د سولري برېښنا پروژه وه، ۵۰ تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو، مگر دا پروژه د خصوصي سکتور له خوا ور باندې پانگه واچول شوه. بدرفت او د کانولونو جوړول ۹۰ تر ۱۰۰ میلیونو ډالر وو. حلقوي سرک ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالره و. دا یې هغه باقي برخه وه، ځکه چې یوه برخه د دې مخکې شوې وه. ۷۰ میلیونه ډالر د څښاک اوبو باندې وو، او دا غیر له دې نه دی چې دهلې ته ما څو سوه میلیونه ډالره بېل ایښي وو، د هغې حساب په دې کې نه و. او مرکزي اساس یې ۱۲ پروژې وې چې د ښار په مرکز او په اطرافو باندې و او دلته هم بیا د کار زمینه وه، او د ودې زمینه وه، او لکه چې مخکې مې وویل، مرکز د ښار په دې باندې و چې موږ بېرته د احمد‌شاه بابا خاطره ژوندۍ کړو او خلک په پښو د دې په شاوخوا کې وگرځي او شاهي بازار، د خرقې مبارک او د احمدشاه بابا هدیرې او د ده کور سره چې یو لوی نعمت دی چې پاتې شوی، دا ټول خلک وگوري، او د نارنج کلا نه او نورو برخو نه او د میرویس خان کلا په دې کې شامله وه چې دا ټول افتخارات به خوندي شي او ژوندي شي.
جنبش: و اینک باز می رسیم به خوست، از مقدار پولی که بر این پروژه‌ها در این شش شهر اختصاص یافته بود یا پنج شهر، شاید مقدار زیادی برای خوست نمانده باشد، چی پروژه‌های را در اینجا در نظر داشتید؟
دکتور غنی: در اینجا دو نکته قابل ذکر است، ایجاد میدان هوایی خوست در این حساب گنجانیده نشده، نه طرحی را که برای ایجاد تاسیسات بسیار وسیع برای غلام خان داشتیم، یا سرک‌های دیگر، یا خط آهن که مورد نظر ما بود، که خط آهن باید به خوست وصل شود. یا طرح‌های دیگری که خاصتاً سر جلغوزه و احیای جنگلات به صورت وسیع جغلوزه در سه ولایت: پکتیکا، پکتیا و خوست داشتیم، جدا بود. برای خوست طرح پیشنهادی ابتدایی ۱۲۱ میلیون، قسمیکه ذکر کردم مرکز خوست فرصت انکشاف نهایت زیاد دارد، و خوستوال آماده سرمایه‌گذاری بسیار بزرگ در این زمینه بودند. و مردم خوست به تحصیل یک علاقه نهایت زیاد داشتند، امکاناتی را که مردم خوست برای پوهنتون شیخ زاید فراهم کردند، یا برای دسترسی شاگردها به کُتب درسی، بی نظیر است و قابل ستایش است، مثل نقاط دیگر افغانستان، مگر در اینجا هم صورت گرفته و در اینجا واقعاً بی‌نظیر است. خصوصیت خوست باز هم در اینست، که شهر در یک ساحه است که، اطرافش امکان جنگلات است، اما مشکل اساسی اش مشکل آب است. از این جهت، هر قطره آب در خوست ضرورت به حفاظت دارد، و این طرح‌ها، دا طرحې په دې باندې ټول درېدلي دي چې خوستوالو ته څنگه اوبه په اساسي توگه راشي، څنگه انکشافي کورېدو راشي، او څنگه شرایط د ژوند او خاصتاً هرې ناحیې د خوست لپاره بېل ترتیبات نیول شوي دي، چې په دې اساس باندې مرکز کې وده د یوه ترانزیتي، تجارتي، صنعتي او زراعتي ښار مرکز په حیث باندې، او یو ښار چې په عین حال کې اوس د کلتوري له نظر نه، یو مطرح ښار دی، د دې پرمختگ باندې څنگه پانگه واچوو.
جنبش: او وروستی ښار په دې لیست کې حتماً هماغسې چې اورېدونکي به حدس وهلی شي جلال‌آباد دی، دې لپاره اساسي پروژې څه وې، او څومره پیسې ورته بېلې شوې وې؟
دکتور غنی: ۲۶۶ میلیونه ډالره د جلال‌آباد ښار ته نظر کې نیول شوي وو. ډېرترینه برخه د دې پروژو چې ۱۹۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي، سرکونو باندې وې او د برق د تولید لپاره. ځکه چې له بدې مرغې نه ننگرهار دوامدار برق نه درلوده، او د دې لپاره صنعتي وده یې پاتې وه. ما ټول زور په دې باندې اچولی و چې ننگرهار ته باید برق ورسېږي، یوه برخه یې چې حصارشاهي صنعتي پارک لپاره و، د ۴۰ میگاواټو برق نظر کې و، ۴۰ میلیونو ډالرو [په لگښت]. بل اوبه دي، د کونړ اوبه د څښاک لپاره او هم نورو برخو لپاره، او بیا د بدرفت. د کونړ د اوبو انسجام په حدود د ۵۷ میلیونه ډالره وو، او د بدرفت اوبو تقریباً ۵۵ میلیونه ډالره و. نورې پروژې ۱۴ پروژې وې چې ۴۸ میلیونه ډالره کېدل، او دا ۵۰۰ زره ډالرو نه تر ۱۰ میلیونه ډالر وو چې زر نتایج ورکړي. او دلته هم تاریخي آثار دي، هم کلتوري برخه ده، هم د ښار ښکلا ده، او هم د دې لپاره چې څنگه د ودې شرایط په واضح توگه په دا رقم وټاکل شي چې غیرپلاني پرمختگ نه مخنیوی وشي. دا ټول په یو اساسي چوکاټ باندې راغلي وو او زه هیله‌مند وم چې واقعاً ننگرهار بېرته د ټول افغانستان د ژمي پایتخت باندې بیا بدل شي. او خوست هم عین امکان د دې درلود ځکه ننگرهار سره ټول افغانان بلد وو، خاصتاً د کابل خلک، اما د خوست په ښکلا باندې بلد نه وو. نو دواړو کې مو هدف دا و چې له نورو ځایونو د افغانستان نه هم خلک ژمي کې دې دوو ښارونو ته راشي او وکړی شي چې دې نه برخه واخلي، لکه چې اوړي کې بامیان و غزني و پغمان او نورو ځایونو ته تلل.
جنبش: دغه څه باندې ۲ میلیارده ډالره چې د دغو پروژو لپاره تاسې یاد کړل، دا پيدا شوي وو، که یوازې د کاغذ په مخ وو؟
دکتور غنی: نه، کاغذ مخ کې نه وو، ځکه چې ما امکانات د دې برابر کړي وو چې د دې په اساس باندې هم نړیوال بانک نه، هم زموږ خپلې بودیجې نه او له اتحادیه اروپا نه، او نورو سره چې موږ ته یې پیسې په دې راکولې چې موږ ځينې اصلاحات وکړو او د هغه په بدل کې یې پیسې راکولې، او خاصتاً د دې لپاره چې د پانگوالو لپاره څنگه زمینه برابره کړو او ولس څنگه په دې کې دخیل کړو چې شرعي اصولي جایداد چې مصئون او د اعتماد وړ وي، د دوی په لاس راشي. په دې ترتیب باندې، دا پيسې دومره پيسې نه دي، او خاصتاً که امنیتي شرايط مثبت وي، او بل اوسني تخنیکي امکاناتو سره زما نظر دا دی چې قیمت د دې ۳۰٪ تر ۵۰٪ کمېدی شي.
جنبش: تاسې یو ځل یادونه کړې وه، کومې پیسې چې مثلاً بهرنۍ موسسې لگوي یا یې انجیوگانې لگوي، گټه یې تر هغو چې خپله افغانان یې ولگوي او د افغانستان ملي بودیجې ته راشي، ډېره کمه ده.
دکتور غنی: د هماغه لپاره، د ملگرو ملتونو ښاري پلان نه زه ډېر ناراضه یم، او هم د USAID پروژه او نورو نه. له هغه نه ۸۰٪ بېرته ځي امریکایانو ته، او په نامه زموږ دي. او هغه بل کې دا ظرفیت نه و چې یو لیدلوری ولري او په قدر وگوري د دې ښارونو تاریخ ته. یوازی یې شی دا و چې هو، غیرپلانگذاري شوې ده، د دې لپاره چې حداقل شرایط بدل کړو. دا خلکو ته په کمه کتل دي. او ماته دا د منلو وړ نه وو، اما بله برخه دا ده، که پیسې بودیجې ته راځي، باید بودیجه په اساسي توگه مدیریت شي، او وزارتونه او ولایتونه باید په کار واچول شي. جنجال دا و چې اکثریت دولتي اداره په ولس باندې باور وه، او ظرفیت هغه رقم نه و راغلی [چې په کار و]، ځکه ظرفیت بې له دې نه چې کار خپله وکړئ، ظرفیت داسې په هوا کې نه دی، ظرفیت د کار په چوکاټ کې پيدا کېږي، او د نسلونو په تدوام کې؛ نو ضرور وه چې خلک وروزل شي. عمده‌ترینه برخه زموږ چې پیسې سمې ولگوو، د ولس گډون او د مسلکي خلکو روزل دي، چې ولس سره، د ولس په نبض پوه شي او ولس سره گام په گام مخکې لاړ شي.
جنبش: او مخکې د دې نه چې د دغو ښارونو نورو برخو ته ور تېر شوو، یوه لنډه پوښتنه مې دا ده چې دغه ۵ ښارونه چې تراوسه موږ پرې غږېږو، دا یا په نړیواله پوله باندې پراته دي منځنۍ آسیا او ایران سره او یا د ډیورنډ په لیکه دي، چې دا یې ځینې نور مشخصات را زېږوي، ځینې ځانگړتیاوې یې را پيدا کوي، د دوی د ودې او پرمختیا په برخه کې دې مسئلې ته هم پام شوی و؟
دکتور غنی: هو، مطلق! زما هدف دا و چې هر ښار د افغانستان چې په سرحد یا د ډیورنډ په کرښې باندې پروت دی، باید په یو ترانزیتي او یو فرهنگي مرکز باندې بدل شي او په صنعتي مرکز باندې بدل شي. مزار د مثال په توگه له یو خوا نه حیرتان پورې تړلی، له بلې خوا نه آقینې بندر ته، او غیر له هغه نه حلقوي سرک باندې. هرات هم ترکمنستان سره تورغونډۍ، له هغه خوا نه اسلام قلعه سره، او د تاپي کورېدور. تاپي ته ما د یوه نوي هلمند سیند په حیث کتل، یعنې چې بېرته دا ټوله ساحه له تورغونډۍ نه تر سپين بولدکه پورې په یو اساسي لوی انکشافي کورېدور باندې بدلېده. قندهار یو عظیم تاریخي حیثیت لري، د بولدک نه نیولې د هلمند حدود ته، او بېرته کابل سره وصل دی. خوست له لارې نه بېرته کابل ته ۲۰۰ کیلومتره نږدې‌تره دی. کوهاټ؟؟ و دې نه که تېر شئ، او په دې لارې راشئ، بلې خوا نه ننگرهار ته چې څو لارې لري، خیبر لاره یوازې لار نه ده، د کونړ لاره اهم شته، هغه خوا ته د گوشتې لاره هم شته، ما غوښتل چې دا ټولې لارې بېرته ژوندۍ شي، او له بلې خوا نه لوی کورېډورونه د برق د انتقال وو، چې کاسا یې یوه برخه وه او تاپي. برق داخل د افغانستان کې له گاز نه موږ تولیدوی شو، او په عین حال کې موږ له دې گاز نه صنعتي وده کولای شوه او کورونه او دا هم تودولی شوو. ټول نور ښارونه چې یو گاونډي هیواد سره سرحد لري او یا ډیورنډ په کرښې باندې دي، د دې موقعیت لري چې وده وکړي. او دا وده ما غوښتل چې ټولو ښارونو لپاره او ټولو ولایاتو لپاره برابره شي.
جنبش: و یک خصوصیت دیگر این شهرهای ما اینست که آثار بسیار مشهور جهانی دارند. شما در یکی از برنامه‌ها از مدرسه بها‌‌‌ءالدین ولد، پدر مولانا جلال‌الدین محمد بلخي یادآوری کردید به عنوان مثال. میخواهم بفهمم که طرح شما برای مزار شریف و آثار باستانی این چی بود که یک جاذبه قوی شود برای جلب جهان‌گردها؟
دکتور غنی: ولایات شمال و شمال شرق افغانستان را باید از نگاه چهار دوره تمدنی ما ببینید، و از این جهت امکان توریزم را، و زمینه تولید آثار هنری بسیار خاص را در هر مرحله برابر میکند. زردشت در بلخ تبلیغ کرد، در بلخ مرد، لهراسپ در بلخ مرد، اسکندر در بلخ جشن گرفت و نزدیک‌ترین دوست خود را به قتل رساند، جانشین‌های این در بلخ بودند. تمام فاتحین بزرگ جهان به شمول چنگیز خان از بلخ گذشتند. بعضی آثار خوب گذاشتند، بعضی خرابی آوردند. نُه‌گبند، مسجد نُه‌گنبد دوران عباسی بی‌نظیر است، و مدارس دیگر، و رواق‌های دیگری که در بلخ وجود دارد، نوع کاشی بلخ را من میخواستم دوباره احیا کنم، کاشی هرات و بلخ را، و در تمام افغانستان دوباره این را رواج بدهم. از طرف دیگر، قبل از مراحل تاریخی که اسناد کتبی داریم از این، طلا‌تپه شبرغان یکی از مهم‌ترین جای‌های عصر برنج است. و عصر برنج ما، یکی از عصرهای است که در شمال افغانستان بی‌نظیر است. همچنین سمنگان، تخت رستم، بنابرین دیدگاه من از نگاه توریزم یک دیدگاه وسیع بود که از بدخشان گرفته تا قندز و بغلان که مراکز کنشکا بزرگ بود، تا سمنگان و این طرف بلخ، شبرغان، میمنه، سرپل. از نگاه توریزم ما می توانستیم که حرکت کاروان‌ها را در راه ابریشم دوباره تمثیل کنیم. ان نوع توریزم خاص است. شهنامه را اگر ببینید، یک قسمت زیاد شهنامه در افغانستان رخ میدهد. جلال‌الدین بلخی را می توانیم در بلخ دوباره تمثیل کنیم، به حیث یک طفل در مدرسه پدرش. و میراث فرهنگی بلخ و، بخارا و بغداد را، با هم با باقی افغانستان می توانید تمثیل کنید. یعنی امکان تجلیل آثار تاریخی بلخ به صورت عموم و مزارشریف بی‌سابقه است و امکانات همه‌جانبه را فراهم میکند. چشم بینا، گوش شنوا و عقل تدبیری کار دارد.
جنبش: و در همین مورد کوتاه بگویم که وقتی در این آوآخر حمله بر جهان‌گردان خارجی در بامیان صورت گرفت، یکی از سخنگوهای نیمه دوم حکومت شما گفت که در افغانستان چیست که خارجی‌ها میروند و میخواهند بازدید بکنند.
دکتور غنی: ما بدبختانه از جهت مهاجرت و زجر جنگ دوامدار از خود بیگانه شدیم. جواب من اینست، به ریشه تان، به اصل تان توجه کنید. نسل دوم و سوم تان شاید دوباره خواهد آمدند سر عین چیزیکه شما توهین میکنید، انها ان‌شا‌ءالله تعالی افتخار خواهد کردند.
جنبش: په همدې حساب د هرات ځای د لرغونتوب له پلوه ښايي په سیمه کې بې‌ساری وي، هم د آثارو له پلوه، هم د یوې لویې امپراتورۍ مرکز و چې دا آثار زیات له هماغه وخت نه او له هغې نه مخکې او وروسته را پاتې دي.
دکتور غنی: هرات تیموري دوران نه شروع شوی نه دی، اما د تیموري دورې خاصیت دا دی چې پس له دې نه چې چنگېز خان او پس له هغه نه امیر تیمور ډېرې لویې خرابي‌گانې وکړې؛ شاهرخ او گوهرشاد بېگم واقعاً هرات باندې یې پانگه واچوله، او دا یې د آسیا په نگین باندې بدل کړ. هرات له تیموري دورې نه تر اوسه پورې ۸ وارې تخریب شوی، ۸ وارې! او بیا بیا بیا ژوندی شوی. وختې چې ایرانیانو حمله وکړله، ښار دې ته ورسېد چې ډوډۍ چاته پاتې نه وه او کفن سره وتل، اما ښار یې وساته، او افغانستان یې وساته. نو د دې لپاره ضرور ده چې د هرات په لرغوني تاریخ باندې واقعاً خلک ځان پوه کړي. وختې چې سکندر دلته راغی، هرات یو عظیم ښار و. تاریخي آثار یې زښت ډېر دي او زما یو وړاندیز دا دی چې بلخ کې، هرات کې، قندهار کې، کابل کې، ننگرهار کې، نورو ښارو کې، په شمول د خوست و گردیز کې، غزني کې، موږ باید د لرغون‌پېژندونکي او د حفریاتو پارکونه ولرو. ځکه چې آثار د ځمکې لاندې لا هم شته، او وختې چې دا آثار وموندل شي، او په واضح توگه موږ پوه شوو، بیا په خپل عمق باندې پوهېږو. او هرات کې د دې امکانات بې‌حد ډېر دي، او یو وارې که تاپي ان‌شاءالله تعالی عملي شي، د دې امکانات شته چې هرات لومړی ښار د افغانستان وي چې ۳ د اوسپنې پټلۍ په کې وصل شي، له ترکمنستان نه، له ایران نه او له ازبکستان نه. له بدې مرغې نه د چابهار په اوسنۍ پروژې کې بیا تغییرات راغلل، هند او ایران نتیجې ته رسېدلي، اما جهت یې وگرځاوه، د دې پر ځای چې نیمروز خوا ته لاړ شي، له چابهار نه به لاړ شي، بندرعباس خوا ته. اما هرات دا امکانات لري او نور ښارونه د افغانستان هم دا امکانات لري، نو ضرور ده چې موږ توجه وکړو.
جنبش: قندهار خپل ځای او خپل نوم لري، صرف نظر له نورو شیانو نه، د معاصر افغانستان لومړنی پایتخت هم و.
دکتور غنی: او لا هم، دا نه ده چې د افغانستان لومړنی پایتخت و، قندهار د افغانستان یو سیاسي زړه دی، قندهار نبض دی، د افغانستان نبض باندې تاثیر لري، دې باندې باید ټول پوه شي، هره برخه د افغانستان [مهمه ده]، اما قندهار یو وزن لري او وزن باندې یې باید پوه شوو. او دلته، کم له کمه ۴۰ زره کاله انسانان د قندهار په شاوخوا کې اوسېدلي دي او د ارغنداب او ترنک او ارغستان پس‌ته هغه خوا ته هلمند کې، دا ټول یو تمدن دی، یو ډېر پراخ تمدن دی. او دلته ځینې غارونه دي چې بې‌‌ساري دي، له بدې مرغې نه اکثره حتی خلک د قندهار له دې نه خبر نه دي. په قندهار کې هم د امیر شیرعلي خان تر دورانه پورې د سرو زرو کانونه وو. نو هم د تاریخي مدنیت له نظر نه، ډېر اهمیت لري او هم د معادنو. او د قندهار باغونه او د قندهاریانو خوش‌خويي چې خاص ترتیب د راشې درشې باید نظر کې ونیول شي.
جنبش: دا ټولې ځانگړتیاوې د دې ښارونو استاده په دې حساب یادوو چې ستاسو په طرحو کې د دغو آثارو بیا رغول او په داسې ډول جوړول چې سیلانیانو ته یې کتل آسان وي، او خوندي وي، ورته راشي. په دغو درېیو ښارونو کې خلک بلد دي چې څه لرو، د خوست په لرغونو ځانگړتیاو باندې به ښايي ډېر خلک نه پوهېږي تراوسه پورې.
دکتور غنی: بالکل، د میرزکې نه چې پکتیا کې ده، اما ډېر نږدې خوست کې ده، خاص لرغوني بودایي آثار پيدا شول، ځکه دلته یوه چینه وه او هغې چینې کې به خلکو سکې اچولې. خوست باندې ځکه خبر نه یوو چې: لومړی، تاریخي کیندنې نه دي شوې؛ دویمه یې دا ده چې خوست واقعاً په خاورو برابر شوی و. هغه جگړې چې په خوست کې وشولې، ډېر سخت تاریخي آثار یې له منځه یوړل، اما د دې په څنگ کې طبیعي ښکلا د خوست، د خوست ځنگلونه، د خوست تپې، د خوست غرونه او دا ... دا ټول هغه رقم ښاېست لري چې هغه خلک چې پغمان سره بلد دي، د دې لپاره چې سوړ دی؛ خوست یوه تودوخه لري او د خوست ژمی بې‌ساري ژمی دی. نو د هغه نظر نه هم موږ خوست ته باید وگورو، له یو خوا نه باید تحقیقات وکړو، اما له بلې خوا نه د خوست اوسنی متحرک ولس باید وپېژنو. خوست پوهنتون په تحرک کې دی، د خوست شاعران دي، د خوست لیکوال دي، او دا ټول نن نه یوازې خوست ته، بلکې د پښتو ادب ته، او دواړه خوا د کرښې ته د رڼا لپاره، د هوسایۍ پیام او پيغام لري.
جنبش: په جلال‌آباد کې هم که لنډ د لرغونتیا له پلوه تم شوو، هډه زموږ په دې پودکاستونو کې څو ځل یاده شوه، په آثارو کې هم راغلې، نور داسې ځایونه چې نړیوال سیالانیان ورته راشي، خپله هیوادوال ورته ورشي، ویې گوري، دې ته څه پام شوی و؟
دکتور غنی: یوه خبره چې ضروره ده، موږ باید بېرته د بودايي د دورې نقشه جوړه کړو، او له ښې مرغې نه، له نولسمې پېړۍ نه موږ ژوندي شاهدان لرو چې دا ټوله سلسله، له خیبر نه، له پېښور نه او یا راولپنډۍ نه، ټکسیلا نه، دې خوا ته پورې تر کابل او دې پورې، د بودایي عمده مراکز څه وو او په ننگرهار کې دا بې‌حد ډېر وو. بلې خوا نه، که د مغل دورې ته راشوو، دوه لوی باغونه دي: یو چارباغ دی چې بیا د گېلاني صاحب کورنۍ ته امیر عبدالرحمن خان وباښه، بې‌ساري دی؛ او بل په خوگیاڼیو کې مېملې باغ دی. دا باغونه واقعاً بې‌ساري دي، ما په مېملې باندې هم کار شروع کړی و، او خپله مرکز کې، د جلال‌آباد قصر باندې، ما کار شروع کړ او معلومدار د امان‌الله خان په مقبرې باندې، مختلفو دورو له نظر نه دا لیدی شئ. سیلانیانو باندې راغلئ، مهم‌ترینه خبره دا ده چې یوازې باندنیو سیلانیانو ته ونه گورو، دا ضرور ده د ملي وحدت لپاره چې ټول افغانان، افغانستان وپېژني. له باندني نظر نه هم، زما نظر په دې کې دی چې وختې چې مشروعیت وي او امنیت او ثبات موجود وي، څو میلیونه سیلانیان په کال کې راتلی شي. یوازې له چین نه په آسانه پورې یو میلیون نفر راتلی شي، اما هغه خاص شرایط غواړي او دا ښارونه د دې زمینه برابرولی شي، ځکه هره شپه چې یو سیلانی په یوه ښار کې تېروي، د ودې امکانات برابروي. او دا خپله په څنگ د اقتصادي امکاناتو، د فرهنگي پېژندنې او د وطن د انځور په بدلون کې، مهمه برخه ادا کولای شي.
جنبش: و یک بخش مهم دیگری که، البته مسایل زیاد است، ولی چیزیکه میتوانیم روی از آن صحبت کنیم، و حتمی است باید صحبت کنیم، مسایل محیط زیستی و تأمین آب بود که چند بار در این برنامه‌ها تذکر هم یافت؛ بیاید از مزار شریف شروع کنیم، ولایت بلخ در نزدیکی یک دریای بسیار مشهور منطقه، آمو دریا قرار دارد، ولی ما استفاده کم میکنیم، مسئله تأمین آب هم برای نوشیدن و هم برای زراعت و همچنان مسایل محیط زیستی در شهر مزار شریف و ولایت بلخ چگونه حل میشد؟
دکتور غنی: نقطه اول مدیریت هجده نهر است، و از این جهت ساحه البرز مارمل یک ساحه اساسی است، و اگر این آب خدای ناکرده از بین برود، آینده مزار شریف سخت در خطر است. بنابرین تأمین این ساحه سبز و حفاظت این به حیث یک ساحه زراعتی و ساحه تر؛ ساحه‌های تر را که یاد میکنیم احیای از اینها نهایت مشکل است، اما از نگاه محیط زیست اهمیت خاط دارد. از نگاه مسایل دیگری که میگوید، نکته اول اینست که یک قسمت آب‌های ما، خاصتاً در خُلم زیر زمین غیب میشود. تمام آب‌های سیلاب ما باید در تمام ولایات افغانستان مورد مدیریت قرار بگیرد، این بند‌های خاکی میخواهد، چین در این بخش تجربه بسیار زیاد دارد. متاسفانه همکارهای ما در اول متوجه نبودند، اما ضرورت اینست که سیل‌برها مدیریت شوند. نکته دوم اینست که آب باید تزریق شود دوباره. آب زیرزمینی دو نوع است: یکی که دوامدار است، آب جاریست، یکی که محدود است، و در این زمینه ضرورت واضح است چاه‌های عمیق مورد مدیریت قرار بگیرد. این چاه‌ها تمام اصول قوانین و اصول شرعی مدیریت آب را زیر پا گذاشته. بدرفت را هم باید مدیریت کنیم، آب آشامیدنی را خاصتاً باید مورد توجه قرار بدهیم و آب زراعتی را. تقسیم آب بر اساس عادلانه و بر اساس یک دیدگاه درازمدت بین آب آشامیدنی شهری، آب زراعتی، آب برای معادن که سمنت و انواع از این؛ و تولید برق. حداقل چهار بخش این نکاتی استند که توجه واضح میخواهد، معلومدار خوشیپه یکی از اقدامات بزرگ ما بود.
جنبش: در این قسمت من میخواستم سوال هم بکنم که قوشتیپه یا خوشتیپه بخش این برنامه‌های محیط زیستی شما بود، یا آن شامل مسایل کُلی اقتصادی میشد؟
دکتور غنی: هم مسایل کُلی اقتصادی بود، هم محیط زیست بود، چون از نگاه تاریخی اگر ببینید، زون شمال پُر از جنگلات بود. بادغیس جنگلاتش به اندازه وسیع بود که حیوانات درنده در ان وجود داشت، و هم ساحه قندز و اینها، این جنگلات پُر بود. محیط زیست در خوشتیپه در همه نگاه بود، خاصتاً از نگاه تثبیت حق ما، در آب ما. ما در بین ۳۰ تا ۴۰٪ آب آمو را تولید میکنیم، و در معاهدات که بین خود در غیاب افغانستان، در دوران اتحاد شوروی و بعد از ان جمهوریت‌های مستقل انجام دادند، به افغانستان سهم نداده بودند. این عادلانه نیست و خلاف قوانین بین‌المللی است.
جنبش: اگر توجه را تغییر بدهیم به شهر هرات، مسایل کُلی محیط زیستی و مشکلات آبی در آنجا چی بود، چگونه با دیگر شهرها میتوانست مقایسه شود؟
دکتور غنی: آب آشامیدنی هرات در حالت بحرانی است. هریرود خصوصیات خاص دارد، که مابینش چشمه‌های است که آب را به صورت دوامدار تولید میکند، اما مقدار فشاری که سر هریرود آمده نهایت زیاد است. از این جهت، اقدام اول من به حیث رئیس جمهور تکمیل کردن بند سلما بود. یادم نخواهد رفت، که هراتی‌ها در آن روز مرا گفتند که فکر نمیکردند که افغانستان صاحب یک رئیس جمهوری شود که، جرئت این را داشته باشد و تعهد این را داشته باشد که بند سلما را تکمیل کند. بند دوستی افغانستان و هندوستان! و بند پاشدان بند دوم بود. سلسله بندهای ما سر هریرود ضرور است، که ما مدیریت کنیم. نکته کلیدی سر تعریف هریرود است، ایا هریرود یک دریای فصلی است یا یک دریای دوامدار است؟ از نگاه تاریخ هریرود یک دریای فصلی بوده که بعدا به تجن مبدل میشود. بندی را که ایرنی‌ها و ترکمن‌ها آباد کردند تنها سر هریرود بود، در حالیکه یک ساحه دیگر، یکی از معاونین –اگر یادم باشد خوشرود یاد است یا نام شبیه به این دارد، آن را مدنظر نگرفتند. این جز مذاکرات ما است همرای ایران. یکی از مباحث پنج‌گانه ما همرای ایران سر آب است. و حوزه به صورت آساسی دیده شود، چیزیکه همسایه ایرانی ما انجام داده اینست که معاونین هریرود را، که دوباره به خاک افغانستان می آیند، اینها بند ساختند، و همچنین تالاب‌های ما را، خاصتاً در فراه و نیمروز خشک کردند. زمینه به صورت اساسی اینست که اگر به حیث حوزه دریایی تعریف میشود، باید تمام معاونین دوباره مورد نظر گرفته شوند، بعضی بندهاییکه آباد شده، دوباره باز شوند، تا تقسیم عادلانه باشد. از این جهت موضوع آب هرات یکی از مسایل عمده است، و در این مورد توجه نهایت خاص است که سیستم آبیاری تغییر کند. و سلما را آبش ذخیره شد، اما شیوه استفاده اش به شکل که من میخواستم، بدبختانه صورت نگرفت، حداقل ۲۰ تا ۴۰ هزار هکتار دیگر باید آبیاری میشد. اما در ان بخش همکاری بین وزارت‌ها ضعیف بود، و نوع تقسیم آب و استفاده این را، که هم مزارع موجوده را، و هم چگونه زمینه بعدی این را فراهم کند، انجام نداد. ناگفته نماند که بند سلما خودش به یکی از دیدنی ترین نقاط توریستی افغانستان مبدل شده میتواند. یکی از اولین مرغ‌هاییکه دوباره رجعت کرده به بند سلما، قو بود، که بی‌نظیر است. و این ساحه امکان سبز شدن تمام اطراف بند سلما را دارد و برای ۵۰ کیلومتر، دریا تا غور میرود و علاوه بر از ان، چشت شریف ساحه است که یکی از مهمترین معادن مرمر ما را دارد.
جنبش: این مسایل همه اش بررسی شده بود و شامل طرح‌ها بود؟
دکتور غنی: بلی مطلق!
جنبش: خوب، اوس به لاړ شوو قندهار ته، په قندهار کې د چاپېریال او د اوبو مسئله څنگه ده؟ فکر کوم هلته به هم مشکلات ډېر وي.
دکتور غنی: بالکل، خبره په اوبو کې په دومداره توگه په دې کې ده چې څه کوئ؟ دهله زوړ بند دی، او له خاورو نه ډک شوی دی. دهلې باندې ما پيسې پيدا کړلې، له بدې مرغې نه په وزارت او په ولایت کې جدي مشکلات وو چې هغه خلک چې بې‌ځایه کېدل، د دې مسئله یې حل نه کړله او نتیجې ته ونه رسېدل. نو له هغه نظر نه د قندهار اوبه، بې د دهلې د بند له بیارغونې نه، ستونزو سره مخ دي.
جنبش: وبښئ، تاسې د بې‌ځایه کېدونکو موضوع یاده کړه، غوښتل مو دا بند وران کړئ بل جوړ کړئ چې په نتیجه کې خلک بې‌ځایه کېدل که څه مو غوښتل؟
دکتور غني، نه نه، دیوال د بند اوچتېده، د دې په اوچتېدو کې ځینې خلک بې‌ځایه کېدل او د دې ترتیب باید په واضح توگه نیول شوی وی. د ښار جوړونې وزارت کې دغه ظرفیت نه و، ځکه چې د اراضي اداره له ښارجوړونې سره راغله او باید دې ادارې کې دا ظرفیت وی، مگر دا ظرفیت پيدا نه شو. دې کې ما پنځه کاله نړیوال بانک کې تجربه درلودله، مگر له بدې مرغې نه، دا ونه شو، چې په سم وخت کې وشي. خلک بې‌ځایه کېږي، اما باید په اصولو باندې ورسره نتیجې ته ورسېږئ چې بدیل ورکړئ، او د ژوند شرایط یې بدل کړئ، او دا توجه غواړي، دغه توجه نه وه، نو له هغه نظر نه د قندهار اوبه خوندي نه شوې په هغه وخت کې، او پیسې پاتې وې، مصرف نه شولې. دویمه یې، که اوبه ولرئ باید شبکو باندې بدلې شي، د څښاک د اوبو په شبکو باندې بدلې شي. بله برخه یې دا ده چې د بدرفت اوبو ځای ونیسئ، عادلانه ترتیب باندې. قندهار کې هره ویاله، له لویې ویالې نه نیولې تر نورو پورې او بیا د ارغنداب، ترنک، ارغستان، دا ټولې برخې خاص مدیریت په کار دی، او دغې برخې کې امنیتي شرایطو ستونزې ایجادې کړلې، او سیاسي مخالفینو خپل د کورونو د رغونې مخه ونیوله، او داسې اقدامات یې وکړل چې د هغه په نتیجه کې، خلک محروم پاتې شول. او اوس ټول بار په دوی باندې دی، چې هغه کارونه یې چې مخه ونیوله، اوس دې یې ثابته کړي چې دوی یې د جوړولو امکان لري او د جوړولو توان لري.
جنبش: لنډ به په خوست باندې هم تم شوو، تر کومه چې زما اخیستنه د ده دې وروستي سفر نه، له چاپېریالي پلوه ښايي دومره بد موقف کې نه وي، بد دریځ کې نه وي، اما د اوبو مشکل به حتماً لوی وي.
دکتور غنی: د اوبو مشکل اساسی دی، اما د چاپېریال مسئله کې باید خوستوالو نه مننه وکړئ. د خوست ولس دی چې چاپېریال یې ساتلی دی، که نه ځینو بانفوذه خلک پښې لوڅې کړې وې چې د خوست تپې هم لاندې کړي او د خوست ځنگلونه هم ووهي. او ځینې یې به دې چل کې وو د مثال په توگه چې لاړ شي، یو سند راوړي چې یوې دښتې کې په مزار کې یا دې کې لس جریبه ځمکه له لاسه ورکړې، او خوست کې یې بدیل ورکړي، په حال کې چې هغه لس جریبه په دښتې کې، قیمت به یې ۲ فیصده د قیمت د خوست د ځمکې نه وي؛ خوستوالو د دې مخه ونیوله او زه له دوی نه واقعاً منندوی یم. د اوبو ستونزه بنیادي ده، د هغه لپاره د موجوده سیندونو او د موجوده اوبو د مدیریت لپاره ما خاصې طرحې وړاندې کړې دي، او دغه طرحې باید زر تر زره تطبیق شي، ځکه خوست هغه موقعیت کې دی خاصتاً، چې موږ د باران اوبه باید خوندي کړو. خوست لا هم د مونسون د هندوستان د قارې نه برخمن دی، اما وختې چې باران راځي یو واري راځي او زر تر زره [ختمېږي]، هغه وخت هم ما خوست کې په سترگو لیدلي دي چې ښاغلي او اغلې ټول منډې کوي وختې چې باران راشي چې زر تر زره یې خوندي کړي؛ اما منظم ترتیب د دې نه لرو. او د دې ساتنې لپاره خاص واړه ترتیبات په کار دي، بند اصطلاح بل شی دی، ځکه دې ته هندوستان کې ټانک وایي، یو ترتیب چې اوبه ذخیره شي او خوندي شي. او بل د دې لگېدل او استعمال کول دي، دا ټول نظر کې نیول شوي دي، او خوست ان‌شاءالله تعالی خوندي کېدای شي.
جنبش: جلال‌آباد مو یاد کړ چې د کابل او کونړ سیند ته نږدې ننگرهار ولایت پروت دی، د اوبو له پلوه ښایي موقف یې ښه وي، خو چاپېریال یې ډېر خراب شوی دی.
دکتور غني: چاپېریال یې ډېر خراب شوی، ځکه هغه ننگرهار چې زما د کوچنیوالي او د ځوانۍ په وخت کې و، او اوسنی ننگرهار، سره زښت ډېر فرق لري. که غواړئ د ننگرهار په تاریخي برخه کې پوه شئ او چاپېریال باندې، زما وړاندیز دا دی چې د رشتین صاحب خاطرات ولولئ. رشتین صاحب یو عادت درلود چې دا خپل سفرونه یې لیکل. او مخکې له دې نه چې د بهسودو پُل جوړ شي، دا یوه عظیمه ساحه وه. او که ستاسې په یاد وي، د قصر نه لاندې دا ساحه، لمده ساحه وه. هغه وخت کې دا د ماستر پلان په چوکاټ کې موږ د د دې لمدو ساحو په قدر باندې پوه نه شوو، هم ننگرهار، هم کابل او نورو ځایونو کې مو وچه کړله. نو اوس یوه برخه زما دا وه چې د کابل په سیند باندې یو څو کیلومترو کې د سیلاني یو کورېډور جوړ کړو. او له بلې خوا نه دلته، لکه چې مخکې مې وویل، لوی‌ترینې پروژې د ننگرهار د اوبو او د برق وې. دا برق بې له ملي شبکو نه و، او د بین‌المللي د انتقال د شبکو نه و. که ننگرهار کې څو سوه میگاواټه برق موجود وي، د جلال‌آباد وده او د ننگرهار وده به په واضح توگه وگورئ، ځکه چې هم خلک مالي پانگه لري او هم بشري پانگه ډېره اوچته ده، مگر د برق نشتون کې د معادنو نه نیولې تر کرنې او دې پورې، عظیم مشکلات دي، نو د دې ترتیب زښت ډېر ضرور دی.
جنبش: نسخه‌های اصلی این برنامه‌ها و این پلان‌ها که برای شهرهای شش‌گانه افغانستان در زمان شما تهیه شده بود در کجا است؟ و چقدر زود –اگر شرایط مساعد شود، میتواند تطبیق شود؟
دکتور غنی: نسخه‌ها هم در افغانستان وجود دارد، و هم همه نزد ما وجود دارد، و بعد این برنامه در ویب‌سایت گذاشته خواهد شد. از نگاه تطبیق به مشروعیت ضرورت است. زیادترین بخش از این، سرمایه‌ مادی نیست، سرمایه اجتماعی است. با مردم باید از نزدیک کار شود، تمام ابعاد این توسعه داده شود، و در عین حال، باید کسانیکه جایداد شان از خاطر توسعه این کوریدور های شهری مورد استملاک قرار میگیرد، حق ویتو نداشته باشد، اما حق جایداد جدید و شرایط مساعد داشته باشد. و این به صورت واضح امکان‌پذیر است. جاپانی‌ها در این طرق بسیار خاص را ایجاد کردند، که بی‌نظیر است در دنیا. دولت جاپان برای استملاک پول نمی دهد، خود مردم موافق میکند که کسانیکه جایداد شان استملاک میشود و کسانیکه جایداد شان قیمتش بسیار بالا میرود، به یک موافقه میرسند و به تقسیم دوگانه ای میرود. و در هرات به نام عقب نشین یاد کردند، و بعض کوریدورهای هرات یک مثال بسیار موفق اینست، چون مردم درک کردند که در توسعه سرک‌های بسیار عمده مفاد زیاد دارد، بنابرین موافقه کردند. این طرح‌ها موجود است، زود تطبیق شده میتواند، از نگاه امکانات بین‌المللی بدون مشروعیت صورت گرفته نمی‌ تواند. بدون مشروعیت بین‌المللی، یک دولت در افغانستان جلب ان رقم همکاری ییکه ضرور است و تعهد شده بود در سال ۲۰۲۰، وابسته به مشروعیت است.
جنبش: له هغه وخت نه چې دا پروگرامونه جوړ شوو، یو څو کاله دغه دی تېر شوي دي، فکر کوئ چې په هماغه بڼه د تطبیق وړ دي، که ځینو نورو مسئلو ته په پام سره کېدای شي په کې بدلون راشي، لکه مثلاً موږ په دغو پودکاستونو کې، د افغانستان ۳۰۰مې کلیزې ته د چمتووالي یادونه بیا بیا وکړه چې په ۲۰۴۷ کې را رسېږي، فکر کوئ دې ته په پام سره د بدلونونو اړتیا په کې شته که نه؟
دوکتور غنی: دوه برخې لري: یوه برخه یو عمومي چوکاټ دی او طبقه‌بندي ده، چې عاجل اقدامات، لنډمهال اقدامات، منځ‌مهال اقدامات څنگه کېدای شي؟ له بلې خوا نه، له یو خوا نه امکانات ډېر شوي، له بلې خوا نه خطرات ډېر شوي. امکانات څنگه ډېر شوي؟ هغه اوسني پرمختگ سره، چې مصنوعي عقل سره یا ځیرکتیا سره، شوی دی، ضرورت بین‌المللی متخصصینو ته ډېر کم شوی. که په دې باندې په اساسي توگه موږ پوه شوو، ځکه ټول دا عمومي پلانونه په مشخصو انجنیري پروگرامونو باندې بدل کېدلو ته ضرورت لري، او دغه کار ورځ په ورځ آسانېږي؛ نو اوس بین‌الملي متخصصینو ته ضرورت نشته او ځینې ابعاد دي چې مطلق، انسان ته ضرورت نشته، لکه د حساب واضح سنجول یا دا. بله برخه یې دا ده چې ټول ښارونه د افغانستان د دې پر ځای چې یو په یو لا ړ شئ، کولای شوو چې دا د ۱۰۰۰ ښارونو طرحه په واضح توگه، په یوواري وار وگورو او که په هغه لوی مقیاس باندې یې وکړئ، دا قیمتونه کمېږي، ځکه په یو ملي اشر باندې بدلېږي. له بلې خوا نه خطرات دي، ځکه پرمختگ د دې پر ځای چې د پلان په اساس باندې وشي، په شخصي نظریاتو باندې استوار دی، او په فردي طریقه باندې او په غیرعلمي طریقو باندې، او په دې باندې خبر نه یوو چې دولتي جایداد باندې څه پېښېږي، څومره فکر مصئون دی، څومره عقل مصئون دی، څومره جایداد مصئون دی. او له ټولو نه مهمه خبره دا ده چې ایا د افغانستان پانگوال په عامه توگه او خاصتاً د افغانستان ولس، دې ته تیار دی چې پانگه واچوي که نه؟ د اعتماد فضا که ژوندۍ شي، طرحې زر عملي کېدای شي، که د اعتماد فضا نه وي، بیا ستونزې دي.
جنبش: دا خپرونه اوږده هم شوه، بله به چې د ښارونو په اړه ده کابل ته ځانگړې کړو، لنډ که راته ووایاست چې ایا د دغه ښار لپاره هم عمومې طرحې همدا دي که جزیاتو یې فرق درلود؟
دکتور غني: جزیاتو یې فرق درلود، ځکه چې کابل کې موږ لومړی له کورېډورو نه شروع وکړله، بیا عمومي چوکاټ ته ورسېدو. او بل غیر له هغه نه، کابل پنځه میلیونه نفوسه وو، نو له هغه نظر نه، نور ښارونه چې سره یو ځای کړئ، نور لوی ښارونه، دا یو کابل ته رسېدل، د هغه لپاره نور شرایط وو. او بل، کابل سره مو خاص مینه درلوده، او امکان د دې و چې ځینو ابعادو باندې یې ډېرتر فکر وشي. او په خاصه توگه باندې دا، لکه چې تاسې ذکر وکړ، د افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې لپاره باید موږ فکر وکړو چې څنگه کابل غواړو. یو وختې شاعرانو، سترو لیکوالو په کابل باندې قصیدې لیکلې او تعریف یې کاوه. هغه رقم کابل، یو انځور د کابل باید نظر کې ونیسو، او د هغه لپاره هم د کابل بیارغونه په کار ده، هم د کابل کوچني کول په کار دي، ځکه په دا رقم چې نور ښارونه ټول د کابل تر شعاع لاندې راشي، دا نه عقل مني او نه د تطبیق وړ ده، ځکه د کابل ستونزې هم ډېرې دي، اما فرصتونه یې هم ډېر دي، نو په هغه اساس باندې به موږ او تاسې ان‌شاءالله په کابل باندې په يوې ځانگړې مرکې باندې وغږېږو.
جنبش: ډېره مننه، په همدې ژمنې به د افغانستان د ښارونو پر اوسني وضعیت، دا دویمه خپرونه بشپړه کړو، له اورېدونکو مننه کوو چې تر دې گړۍ راسره دي، او بې له شکه به یې د خپل هیواد د ژوندانه د بېلابېلو اړخونو په اړه، د لومړني لاس ډېرې خبرې په لومړي ځل اورېدلې وي، دا لړۍ به غځوو. ولسمشر محمد اشرف غني تاسې ته په دې پراخو بحثونو کې د وخت موندنې او گډون مننه وایم، کور مو ودان، تر بیا.
دکتور غنی: مننه له تاسې نه، زنده‌باد افغانستان، یشه سین افغانستان، تل دې وي افغانستان.