July 18, 2024
۱۸مه ګڼه: تمدني پانګه (لومړۍ برخه)
دا بحث د تمدني شتمنۍ مفهوم سپړي او په ډاګه کوي چې څنګه پوهې، عقیدې، کلتور او فکري تبادلې یو متحرک او اغیزمن اسلامي تمدن جوړ کړی و، په ځانګړې توګه د تاریخي خراسان په سیمه کې. په دې کې د علمي، فلسفي او تعلیمي لاسته راوړنو بنسټونه څیړل کیږي او په دې ټینګار کیږي چې تلپاتې پرمختګ له قوي بنسټونو، د پوهانو له شبکو او زده کړې ته له ژورې ژمنتیا څخه رامنځته شوی دی. په نهایت کې، دا بحث دغه میراث د یوې داسې سرچینې په توګه وړاندې کوي چې د یو باوري او پر پوهې ولاړ راتلونکي جوړولو لپاره لیدلوری او الهام بښي.
Transcript

تمدني شتمني
داود جنبش: السلام علیکم، له ولسمشر محمد اشرف‌غني سره د پودکاستونو د لړۍ دې نوې خپرونې ته هر کله راشئ، خوش آمدید، خوش کليپ سیس. من داود جنبش استم.
دوکتور غنی به شما هم سلام و امیدوار استم که صحت و سر حال باشید.
دوکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم، تشکر از جناب شما و [به] همه هموطنان خواهران و برادران عزیز احترامات تقدیم میکنم.
داود جنبش: استاده غوښتل مې دا خپرونه ستاسې د یوې تېرې یادونې په اکتفا، بشري پانګې او د هغې ارزښت ته ځانګړې کړم، خو څرنګه چې دا پانګه په اصولو کې په یوه بنسټ راجوړېږي او چې څو دغه بنسټ لومړی ونه پېژنو، د بشري پانګې سپړل او پېژندل به یې ګران وي، نو ځکه که اجازه وي لومړۍ پوښتنه به مې په دې خپرونه کې په همدغه تړاو وي او د مذهب او پوهې د رابطې نه به یې شروع کړو. ستاسې له نظره دا دوه، په تېره بیا کله چې خبره بیا د اسلام رامنځته کېږي، یو د بل متمم دي که متضاد؟
دوکتور غني: ډېره مننه، نړیوال عالمان په دې نظر اوس رسېدلي دي چې فرهنګي پوهې ته، یا که په پراخ نظر ورته وګورئ، [د] تمدني پوهې اساساتو باندې باید پوه شوو، ځکه بې له دې، نه احساساتو باندې پوهېږئ [او] نه منطق او عقل باندې. هر تمدن خپل خاص احساسات لري [او] همدغه رقم خپل خاص منطق، اصول او لومړیتوبونه لري. اسلام مبین دین ته چې راشو له ابتدا نه، اول امر چې زموږ سپېڅلي پیغمبر ﷺ ته شوی، لوستل دي. د خدای په نامه ولوله او موږ ته یې کتاب لېږلی، قران شریف کتاب دی، قرائت ، اقره، قراء تاثیر د دې څه شو؟ عربان یا نیمګړی سواد یې درلود یا بې سواده وو او دوی د یو عظیم نړیوال تمدن بانیان شول. حدیث مبارک چې وايي علم پسې وګرځه له زانګو نه تر ګوره پورې، دا اساس دی او هغه شی چې موږ ته پاتې دی زموږ د زرین اسلامي لومړیو پېړیو نه، بې له دې نه موږ خپل ځان نه شو پېژندلي. زه غواړم تنها دوه کوچني مثالونه درکړم بیا به په تفصیل لاړ شو، ډېرو مسلمانو هیوادونو کې یو رسم و چې ماشوم به د ۴ کالو ۴ میاشتو او ۴ ورځو شو، یوه مېلمستیا به [جوړه] شوه او ابتدا به یې له همدې لومړۍ سوره نه کوله چې نازل شوې وه. له هغه نه پس خبره په دې باندې وه چې څنګه علم پسې وګرځي. دا خبره چې که علم په چین کې هم وي ورپسې وګرځه، اساس د دې شو چې تقریباً ټول لوی مسلمان عالمان علم پسې ګرځېدلي دي کلونه کلونه او هېڅ ځای یې نه دی پرېښی. او بل چې تر مرګه پورې علم پسې وګرځي . لوی‌ترین مثال یې د علم د هغه نابغې دی چې موږ افتخار لرو چې په غزني کې [یې] ډېرترین اثار ولیکل او هلته خښ دی، ابوریحان البیروني دی. دی د مرګ په بستر کې و یو فقهي عالم ورته راغی، ابوریحان ورته وویل چې د یو فقهي مسئلې ځواب راکړه، هغه ورته وویل ته ناروغ یې خدای ﷻ ته به په څو لحظو کې ځې. وایي مخکې له دې نه چې په دې مسئلې باندې پوه شم نغواړم چې د خدای ﷻ حضور ته لاړشم. نو د علم مقام د اسلام دین کې ډېر اوچت دی.
لومړیو پېړیو کې په دې باندې زښت ډېر کار شوی او اساسات د یو پراخ نړیوال تمدن ايښودل شوي دي. پس ته هغه دورانو کې چې فتور راغلی یا مشکلات راغلي دي، بېرته یوه مراجعه دې اصولو ته شوې. اما هغو وختو کې چې بحران راغلی بیا دا په هغه نشئ تړلی. خاصتاً چې تورې شپې راغلې په اسلامي نړۍ باندې مسلمانان یې له خپلو ډېرو ژورو ريښو نه بېل کړل او هغه پوهه چې ضرور وه ونه شوه. له ښې مرغې نه اوس په دې شلو کالو کې اسلام پېژندنې کې ژور بدلونونه راغلي او هیله ده چې ټول دا جدي ونیسي.
داود جنبش: به این معنی که شما میخواهید بګوئید که اسلام مشوق علم و عالم و مجدی یک تفکر جدید بود. در این صورت بیائید یک کمی هم مکث بر ابعاد این تفکر بصورت بسیار کوتاه در مسیر تاریخ داشته باشیم.
دوکتور غنی: نکته اول تان مطلق به جای است،اسلام دین علم است، عالم مقامی داشته که یک قصه کوچک را برای تان بګویم: یک عالم نابینا بود در یک مجلس میزبانش دستش را شست، تشکر کرد، می فهمید میزبانش کی بود؟ خلیفه عباسی‌هارون الرشید بود. بناً ضرور است که این پدیده شوم را که منسوب داشتن که اسلام مخالف علم است از سر بیرون کنیم. هر کسیکه قران شریف را شرف قرئت اش را داشته یا احادیث نبوی را سرش غور کرده یا تمدن اموی یا خاصتاً تمدن عباسی را تعقیب کرده، باید این اتهام را قبول نکند و به اساساتیکه واقعاً قرن‌ها ګرفت تاکید کند و خود را آشنا بسازد.
سر سوال تان بیایم، ابعاد ذیل خاصتاً مهم است: اول علم حدیث است، علم حدیث دو قرن بعد از رحلت پيغمبر ﷺ بصورت اساسی شکل ګرفت و چند قرن دیګر ګرفت که تحکیم شود و علم حدیث بدون تاریخ صورت ګرفته نمی توانست. بناء بر این اسناد، بررسی اسناد سلسله نقل یک علم بزرګ است که خاصتاً در بغداد و بعد از ان در خراسان بزرګ که بخارا یکی از اجزایش بود، و بعد از ان به مکتب‌های بسیار مهم حدیث بدل شد.
دوم ادب است، ادب اسلامی زبان عربی را مبدل کرد از یک زبان تقریری به یکی از مهم ترین لسان‌های تحریری و این به علم قران شریف ضروری بود، چون بدون درک عربی امکان پذیر نبود.
بخش سومش حکمت است، منطق، استدلال تفسیر، متون و تعبیر از این و نقش فکر و بعد از ان خاصتاً علم تاریخ که برجسته‌ترین شخصیت اش ابن خلدون [است]، اما یک اساس بسیار وسعی در طول قرون داشته [است]. در این ضمن نقش تالیف و ترجمه هر دویش نهایت مهم بود، و در پهلوی از این علوم طبی است که بعداً سرش صحبت کرده میتوانیم. شروع در عصر اموی شد اما در عصر اموی در اول زبان اداره عربی نبود، چون دمشق یکی از ولایت‌های امپراتوری روم بود و بغداد که بعداً پایتخت‌های عباسی‌ها شد، یکی از ولایت‌های ساسانی بود. مهمترین تغییرات و تحکیم تمام از این ابعاد در عصر عباسی صورت ګرفت. نتیجه تمام از این اینست که یک تمدن که سواد در این عام بود و در بازار‌های بزرګ شهر‌های اسلامی صد‌ها کتابفروشی وجود داشت و یک تعداد کتابخانه‌های بینظری در تمام جهان اسلامی در نتیجه از این بوجود امد که یک ذخیره عظیم تاریخی بود که متاسفانه یک قسمت زیاد از این از بین رفته. اما چیزییکه وجود دارد و فعلاً به حیث متون اولیه مورد تحقیق قرار میګرفته، کاملاً برداشتی جهانی و برداشت خود مسلمانان را راجع به این عصر در حال تغییر دادن است.
داود جنبش: نو دا خو هغه تاریخی میراث دی چې د نړۍ ټول مسلمانان راسره پکې په یو ډول یا بل ډول شریک دي، زموږ د خپلې تمدني حوزې پخواني خراسان حالت تر اسلام دمخه څنګه و؟ دلته تفکر مثلا د انساني علومو په برخه کې یا په نورو برخو کې په کوم پړاو کې و؟ څه حالت یې درلود؟
دوکتور غني: د خراسان ټولنه باسواده ټولنه وه، هغه وخت کې چې عربستان په جاهلیت کې و، زموږ ټولنه په اوج د ترقۍ کې وه او د دې لپاره ځينو ټکو ته ضرورت دی. ځکه که هغو ادیانو ته چې په خراسان کې مخکې د اسلام له راتګ نه دلته پراته وو یو نظر وګورو، ټولو متون درلوده. زردشتی دین یو دین و چې واحد خالق ته یې باور درلود، په بهشت او جهنم باندې قایل وو، ژوند پس له مرګ نه [یې منه] او [د] ورځې [یې] پنځه وارې لمونځونه کول. زند او پازند د اوستا متن دا یو اساس و.
پس له هغه نه که یوناني دورې ته وګورئ. یوناني دورې کې خاصتاً هغه اثار چې ای خانم نه وتلي دي، ای خانم په قندوز کې دی، په یوې تپې باندې پروت دی. یوه لویه اکاډمي چې هلته ټول د یونان د فیلسوفانو او د نورو لیکوالو درسونه پکې تدریس کېدل، موجود و.
بله خوا بودایي مذهب ته وګورئ د ګندهارا تمدن ته. ننګرهار کې د مثال په توګه لوی پوهنتونونو، د دې څنګ کې موږ هم عیسوي مذهب درلود، هم یهودي او هند او چین سره ډېرې لوې اړیکې درلودې.
نو چې نتیجه یې وګورئ تورفان یو ځای دی په سین جیانګ چې هلته هوا ډېره وچه ده او زرها اسناد په شلمې پېړۍ کې پيدا شول چې ښيي دې خلکو سواد درلود او لوی تجارتونه یې درلودل.
او که بودایي مذهب ته وګورئ، له ننګرهار او پکتیا نه تر قندهاره پورې او دې خواته بامیانو ته،‌هاخواته تر بلخه پورې او بیا چین ته له دې لارې نه تګ یې [کېده]. هره ستوپه په عین حال کې د متونو ځای و او د تجارت ځای و په دې کې او دا ټول تجارت په لیکلي توګه کېده، نو دا یوازې لیکل او لوستل د علم لپاره نه وو، ترڅنګ کې یې تجارت لپاره هم وو.
بل ترجمې دي، په دې ټولو ادیانو کې ترجمې وې. دا عجیبه خبره ده، مګر سوریاني ژبه په شمال د افغانستان کې له یوناني ژبې سره حاکمه وه. د دې بله نتیجه دا وه چې موږ لیکلي قوانین درلودل هم سیاسي قوانین او هم خاصتاً د تجاراتو او معاملاتو په برخه کې.
داود جنبش: چې اورېدونکو ته یې یو څه روښانه کړو، تاسې دا یادونې د هغه پړاو په اړه کوئ چې لا اسلام نه و راغلی؟
دوکتور غني : د اسلام نه وړاندې د تمدن په پيړیو کې. بله برخه یې چې زښته ډېره مهمه ده ګرامر دی، لیکلي ګرامرونه موجود ول. پانیني یو له لوی‌ترینو د ګرامرونو لیکوالو نه و چې د اباسین برخه کې [یې] کور و او ریاضیاتو کې زښت پرمختګ و.
نو ځکه کله چې اسلام دین ولس ومانه هغه ظرفیتونو یې چې درلودل دا یې ټول په کار واچوه. یوه نتیجه دا ده چې په علم حدیث کې شپږ عمده د حدیثو مجموعې دي، پنځه یې د خراسان هغه وخت کې مرکزي اسیا هم په کې شامله وه، [د] دې عالمانو له خوا ترتیب شوي. ځکه دا ظرفیتونه یې چې مخکې درلودل، د اسلام په مشرف کېدو کې دوی په کار واچول او همدغه رقم ترجمو کې ډېره لویه برخه هم پخپله په خراسان کې هم په بغداد او نورو برخو د اسلامي امپراتورۍ کې درلود.
داود جنبش: تاسې د ریاضیاتو یوه لنډه غوندې یادونه وکړه او دا مو وویل چې ځینو ځایونو کې موجود وو، وده یې هم درلوده، تفصیل یې مثلاً څه دی ؟ ریاضیات او طبیعي علوم په هغه معنی چې اوس یې پېژنو همدغسې وو که دا یې یوه ډېره ابتدایي بڼه وه ؟
دوکتور غني: ریاضیات تدریسېدل دلته یو منظم نظام موجود و ځکه چې تجارت، خاصتاً د ورېښمو تجارت، د کاغذ تجارت دا نورو ټول د تجارت ابعادو ته چې وګورئ دا خو په حساب تړلي دي.
دویمه برخه د اوبو نظام دی، افغانستان کې او باقي مرکزي آسیا کې د اوبو یو عظیم نظام و چې یاغي اوبه یې، تندې اوبه لیونۍ اوبه یې ایسارې کړې. نجوم دلته ډېر پرمختګ کړې و ځکه نجوم باندې لوی کاروانونه هم ګرځېدل.
داود جنبش: اورېدونکو ته وښيوو، چې دا ستوری پېژندنه وه.
دوکتور غني: بلې بلې د ستورو پېژندنه وه او دې څنګ کې جنتري‌ګانې وې. لوی‌ترین تحلیل د جنتریو په نړۍ کې په یولسمې پېړۍ کې ابوریحان البیروني وکړ او ابتدا یې د زردشتي حساب نه و. ځکه چې هلته هر میاشتې ۳۰ ورځې درلودې. یوه کلمه په جنتریو کې په زړه پورې ده، هیله ده چې اورېدونکو ته هم دلچسپه وي. کال و میاشت په طبیعت باندې درېدلي دي، مګر اونۍ په طبیعت کې نشته دا مطلق یو فرهنګي دریځ دی.
روغتیا کې لویه قصه ده اشوکا، چې ډېر لوی جنګیالی و، په زره‌ها نفر یې ووژل او پس له هغه نه بودایي شو. وختې چې اوسني افغانستان ته راغی زوی یې ناجوړه و د سترګو مرض یې درلود او ټولو ورته ویل چې دی به ړوند شي، یو بلخي طبیب ده ته د شفا ورکړله او ده د دې لپاره یو لوی معبد جوړ کړ.
مهندسي، هندسه او مثلثات پیژندل شوي و . خبره په دې کې ده چې دغه اساس په عباسي دورې کې هم په بغداد کې او هم په خراسان کې زښته ډېره وده وکړله.
چین بل خواته ده، ځکه چین خپل ډېر لوی تمدن لري اما ۵۰۰ کله اروپایي تمدن له دې نه پورونه اخیستل او دا یې ټول ترجمه کول او په پیړو کې غربي پوهنتونو کې د دې اسلامي علماو نومونه او حتی مجسمې یې جوړې کړې وې.
داود جنبش: به نظر میرسد که علما‌و و دانشمندان که به این ترتیب یک امتزاج را از دانش کهن را از حوزه خود و دانش جدید اسلامي به وجود اورده بودند در عین حال سبب ایجاد یک ګنجینه عظیم فرهنګی هم شدند که تنها منحصر به خراسان نماند، مخصوصاً تعداد از این علما و دانشمندان نقش کلیدی در ارتقای دانش در دوران عباسی بازی کردند.
دوکتور غنی: مطلق، قبل از اینکه سر نقش علماء بیایم باید نقش نظامی خراسان را، و همچنین نقش اداری خراسان را در ایجاد و تحکیم دولتی عباسی تشریح کنیم. بدون ابو مسلم خراسانی انقلاب عباسی غیر ممکن بود. این سپاه خراسانی بود که اموی‌هارا شکست داد، اما بدبختانه خلیفه عباسی خیانت کرد و ابو مسلم را به قتل رساند، اما خاندان برمک یکی از عمده ترین پایګاه دولت عباسی را ګذاشت. شهر بغداد تحت نقشه یحیی برمکی اباد شد، که یک شهر ګرد بود.
در دور دوم، مامون باز هم به شمشیر خراسانیان تحت قومانده طاهر فوشنجی که از هرات بود ، نه تنها بغداد را ګرفت چندین سال هنوز هم مامون در پایتخت خود به مرو بود و طاهر امپراتوری را از بغداد اداره می کرد. بعد از ان خراسان بزرګ شد، قسمت‌های زیادی از آسیا فعلی را ګرفت و طاهر به حیث والی مستقل از این تعیین شد و روز ییکه اعلان استقلال کرد، در حقیقت که نام خلیفه را از خود دور کرد و هم از سکه، وفات کرد، اما پسرش را به حیث جانشین اش تعیین کردن که این شروع حکومت‌های مستقل دوباره در خراسان است. یکی از پسر‌های از این عبدالله بن طاهر از اولین افرادی بود که تعلیم مجانی را در خراسان رواج کرد که اولین بار بود که به این سطح سر تعلیم توجه شد که بعداً سر از ان خواهد آمدیم.
در علم حدیث و قران شریف و معلومدار فقه علماء این منطقه نقش اساسی و بزرګ ایفاء کردند، چند نام را قبلا ذکر کردم بعداً هم خواهیم آمد.
در ساحات علمی یکی از شخصیت‌های که نهایت مهم بود و حالا تنها در این سال‌های آخر دوباره توجه برایش جلب شده ابو زید بلخی است، که نه تنها داکتر بسیار مهم بود بلکه در روحیات توجه خاص دارد و بعض مردم اساس ګذار روحیات تلقی اش کردند و در عین حال در علم حدیث دست بسیار بزرګ داشت و در جغرافیه اولین نقشه‌ها را، نقشه‌های جغرافیه را هم ایجاد کرد.
خوارزمی اساس الجبر را ګذاشت، کلمه لوګاریتم از ترجمه لاتین اثار اش ګرفته شده و کلمه الجبر را استعمال کرد و اهمیت کتاب از این سر الجبر این است که یک معادله است.
در انجینری باز هم نقش بسیار بزرګ است. تحت نظر خلیفه مامون یک هئیت بسیار بزرګ که خوارزمی یک نقش اساسی در این داشت، زمین را اندازه ګرفته، همچنین زمان را اندازه ګرفته و به اندازه دقیق بودند- و این آخرش نقش خیام بود- که طول سال که تعیین کردن به اندازه دقیق است که تنها به اعشاریه در قرن بیست تغییر کرده [است].
همچنین در علم طب تغییرات نهایت زیاد، عملیات‌های سنګ کرده صورت میګرفت. در فزیک همچنین. تحقیقات آخر ثابت میسازد که یک پیشرفت خاص در سه امپراتوری‌های اسلامی موجود بود که: امپراتوری اموی در اسپانیه بود خاصتاً در غرناطه؛ امپراتوری فاطمی در مصر؛ و امپراتوری عباسی، اما در پهلوی از این باید بیبینم که تنها مرکز امپراتوری از نګاه فکری و علمی معلومدار بغداد بود، اما خراسان دوره عباسی بی حد تمدن درخشان داشت. یکی از عمده ترین ولایات هم از نګاه سهم اقتصادی اما خاصتاً از نګاه سیاسی بود. و از همین جهت بود که توجه خاص برایش می شد و پیشرفت از این تا حمله مغل چشمګیر بود .
داود جنبش: دا کوم نومونه چې تاسې تر اوسه پورې یاد کړل چې حتی په ځينو برخو کې جراحۍ کې پرمختګ راغلی و، هندسه و مثلثات په یوه لوړ پړاو کې و، فزیک وده کړې وه او داسې نور... نو دا زده‌کړې خو هرومرو له جومات او مدرسې نه بهر په کوم ځای کې کېدلې، که نه د جومات برخه وه ؟ او که داسې نه وه جومات کې نه کېدې، دا تفکیک د ښوونځې یا مکتب او مدرسې او جومات کله رامنځته شو؟ او ولې موږ اوس دواړه په تقابل کې وینو؟
دوکتور غني : لومړۍ خبره دا ده چې په عباسي دورې کې ټولو لویو ښارونو کې لوی روغتونونه موجود وو او د روغتیا تدریس په عملي توګه دې روغتونو کې کېدل. همدارنګه سل کاله د ترجمې یو مرکز و دارالحکمه [یا بیت‌الحکمه] چې دې کې د ټولې نړۍ اثار په ډېر اساسي توګه ترجمه کېدل. اول یوه غلط انتباه دا وه چې یوناني نه چې اثار ترجمه شول مسلمانان او عربان یوازې یوه وسیله وو، یوناني اثار خو په اروپا کې نه وو، منځنیو پېړیو کې اروپا تیاره کې وه حتی دا اثار یې چې چا لوستل، سېځل به یې، شخص به یې اور ته اچاوه نه یوازې کتابونه. اوس په دې ټول پوهېږي چې دلته وده وه، انکشاف و او دا اثار چې وژباړل شول تفسیر سره یې وژباړل شول.
داود جنبش: یعنې کلیسا په اروپا کې د پوهې د پرمختګ مخه نیوله، داسې حال کې چې جومات او مدرسې لاره ورته وتړله؟
دوکتور غني: بالکل، جومات او مدرسه ټول ډېر پراخ وو، مکتب ډېره وده وکړله او دلته یو له لوی‌ترینو مکتبو نه بغداد کې بیا هم اساس یې یو بل بلخې ايښي و، دلته یو مصري عالم دی چې زه ورباندې اتکا کوم شلبي نومېږي، په اندونیزیایي کې یې هم کتابونه لیکلي، عربي کې هم، په انګریزي کې هم. مکتب د لوست لپاره و، کتاب به یې ورته ویلې په اول کې. مکتب په عمومي صورت کې اوس عربي کې دفتر ته وایي، مکتب ته نه وایي. په لومړي وخت کې خلکو ډېر احتیاط کاوه چې جوماتونو ته کوچنیان رانشي، د دې لپاره چې د دوی بې احترامي ونه کړي او په لوبو باندې بوخت نه شي. مګر ډېر زر جوماتونه په مراکزو د پوهې باندې بدل شوو. هر جومات کې به جامع جوماتونو تاسې ته معلومه ده چې هر لوی ښار کې باید کم له کمه یو جامع جومات و او بیا تعداد د دې ډېر پراخ شو وختې چې ښارونه لوی شول محلاتو کې به هم جوماتونه وو. هر جومات کې به رواقونه وو او رواق معنی دا وه چې خاصې برخې وې او هلته به یو مذهب تدریس کېده. په عین زمان کې به درې یا څلور مذاهب شافعي، حنبلي، حنفي دا به هم زمان استادان یې کېناستل او دا حلقې وې درسي حلقې وې. متعلمین د معلمینو، استادانو پسې ګرځېدل او دا نه وه چې یوازې یو استاد سره درس ووایي، دوی به همیشه په تګ راتګ کې وو او خاصتاً هغوی چې حدیثونه ټولول. ځینې پنځه کاله، لس کاله، شل کاله په سفرونو باندې تېر کړي دي چې هغو استادانو پسې وګرځي چې نوم یې درلود. دغه سلسله تر نولسمې او شلمې پېړۍ پورې موږ سره وه. که له یو کلي نه یو ذهین شاګرد مو لیدلی وی هغه به له کلي نه ولسوالۍ ته تللو له ولسوالۍ نه ولایت له ولایت نه مرکز ته، پس له هغه نه به یا هندوستان ته تللو ، عراق ته تللو او بالاخره هغه چې دېر خاص استعدادونه یې درلودل مکې معظمې یا مدینې منورې ته تلل، کلونه به یې هلته تېر کړل بیا به بېرته راغلل، دا یوه سلسله وه. مدرسې کې بنیادي بدلون سلجوقي دورې کې راغی، د دوی لومړی وزیر نظام الملک نومېده او نظام الملک اساسي بدلون راوړ، خراسان نه دا پېل شو نیشاپور، هرات و بلخ لومړۍ برخه د دې وه او بیا ټول بغداد او ټوله اسلامي نړۍ کې د مدرسو اساس پرېښودل شو. حساب په دې کې و چې هرې مدرسې یو وقف درلوده او په منظمه توګه استادان هلته کېناستل، په دوامداره توګه د دوی ټولو ضروریاتو ته توجه کېدله.
بله برخه هم دا وګورئ مخکې د دې مدرسو له ایجاد نه، اکثرو علماو مفته درس ورکوه، دا یې شرم باله چې له حکومت نه پیسې ومني یا منصب ومني. امام ابو حنیفه د قاضی القضات منصب یې ونه مانه. خلیفه دی بندي کړ اما د ونه منل، نو دا یې اول اساس دی چې په اساسي توګه مدرسې د نظام الملک له خوا جوړېږي او دا نظام پاتې کېږي تر د مغلو حملې [پورې].
دویمې مرحلې کې بیا عثماني امپراتورۍ کې، صفوي امپراتورۍ کې، تیموري امپراتورۍ کې، مغل امپراتورۍ کې او د ازبکو امپراتورۍ کې هر یو بیل ترتیبات د مدارسو د انسجام او د تقویې لپاره غواړي. خاصتاً پس له دې نه چې ایران چې سني و اکثریت یې د صفوي امپراتورۍ په جوړېدو باندې خپل مذهب یې رسمي په شیعه توګه وګرځاوه او عثماني امپراتورۍ سره په جنګ راغلل، مګر هغه جنګ یې بایلوده، سني نظام او شیعه نظام په اساسي توګه بېلتون له دې وخت نه راغی، او هر یو یوه بېله طریقه یې تعقیب کړله.
داود جنبش: ایا در این روند روشنګری و تنویر مربوط به صده‌های اول اسلام تنها مرد‌ها را میبینم یا در کدام بخش از این زن‌ها هم نقشی بازی کرده اند؟
دوکتور غنی: خوشبختانه زن‌های مسلمان حضور بزرګ داشته [است]. من باز هم به اتکا به داکتر احمدی شلبی چند نکته را خدمت تان تقدیم میکنم. شروع از این از شروع اسلام است و به اساس آثاری بلازوری که یکی از علمای بزرګ است در اغاز اسلام این‌ها ذکر میکنند که ۵ بی بی‌های عرب خواندن و نوشتن را میدانستند و ۱۷ نفر مرد. بی بی حفصه دختر حضرت عمر (رض)، ام کلثوم دختر عقبه، بی بی عایشه، کریمه دختر مقداد ، شفا دختر عبدالله و .... را ذکر میکند. حضرت محمد ﷺ هدایت دادند تا تعلیمات بی بی حفصه دوام پیدا کند و بی‌بی عایشه و ام سلماء هر دویشان خواندن میتوانستند [اما] نوشتن نمی توانستند.
در ابعاد بعدی بر اساس معلومات که جمع شده ۱۵۴۳ حدیث دان زن از قرن‌های ابتدایی قرن‌های اولیه اسلام تثبیت شده است. بعضی از این‌ها به اندازه افراد برجسته بودند بعضی از بزرګترین دانشمندان مثل خطیب بغدادی شاګرد کریمه دختر احمدی مروزی بود. این بی‌بی کریمه صحیح بخاری را به خطیب تفسیر و شرحه کرد و همچنین استادهای بی شماره دیګری استند که در اسپانیه، اسپانیه اسلامی تفصیل از این‌ها آمده است که جمع این پودکاست شامل کرده میتواینم.
زن‌های در عین حال در ساحه نظامی فعال بودند، نقش واضح داشتند، تثبیت واضح تاریخی وجود دارد که یک زن در مسجد با حضرت عمر در یک قسمت حقوقی بحث داشت و در اخر از این حضرت عمر (رض) با تواضع که داشت ګفت تو درست میګوی، تعبیر تو مره قناعت داد. محتسب یکی شهر‌های عمده در زمان حضرت عمر (رض) یک زن بود.
در طول تاریخ زن‌های مسلمان اګر در مناصب عالی پسر‌ها، شوهر‌ها و یا برادران شان قرار داشتند سواد می اموختند، شعر میګفتند [و] در ابعاد دیګری اشتراک داشتند، اما خاصتاً نکته از نګاه امروز مهم است این نقش محدثین است که باز هم ضرور است که بدانیم که ۱۵۴۳ زن محدث که نام‌های شان در کتب تاریخی ثبت است و این چیزی نیست که جدید باشد و یا از نګاه فیشن باشد از خاطر اقای شلبی ده‌ها دهه قبل نوشته شده است .
داود جنبش: د دې دورې په ډېرو غوره اثارو کې چې د ډېرو خوښېږي او زما هم خوښېږي، سړی یونلیکونه یا سفرنامې یادولی شي او دا سفرنامې د یو تن نه دي، د دوو نه دي، ډېرې زیاتې دي، ډېر غټ نومونه ورسره تړلي دي. په افغانستان کې چې کوم نوم د سفرنامې په حساب زیات یادېږي هغه ابن بطوطه دی، د دې علت څه دی؟
دوکتور غني: یو اهمیت یې په دې کې دی چې معلومدار له افغانستانه تېر شوی و، د پروان ذکر لري نور ځایونه... هر چېرې چې تللو د قضاء منصب یې اجراء کاوه. شمال د افریقې نه نیولې تر سیلونه پورې، تاسې ګورئ چې څومره یو منظم تمدن و. قاضي کېدل خو آسان کار نه دی، اما ده قضاوت کوه. دې ټولو سفرونو کې معلومدار ځينې ستونزې وې، اما په عمومي توګه هر چېرې ده سره په قدر او عزت رفتار شوی. دغه سلسله روانه وه او قران شریف کې مسافر باندې ډېره خاصه توجه ده او زر‌ها نفره چې په دې قافلو کې تلل و راتلل، ورسره علماو حرکت کاوه او لارې کې ټول لوی خاندانونه یا کاروان سرای‌ګان یا جوماتونه چې موجود وو، د دې لپاره و چې د دوی هرکلی وکړي. نو دا یو تمدن دی چې دایم په راشه درشه کې و او د ابن بطوطه سفرنامه دغه هم و په ډېره اساسي توګه ښیي چې ځکه که په دې باندې سړی پوه نه شي، نه پوهېږي چې څنګه دا تمدن خپور شو او د دې تمدن په خپرېدو کې خاصتاً شرقي آسیا کې، چین کې، اندونیزیا کې، مالیزیا کې دا تجار و، دا زموږ سوداګران و چې [دین یې یوړ]، هلته په تورې باندې نه دی تللی او صوفي طریقې وې چې د اسلام په خپرېدو کې خاصتاً پس د مغلو له حملې نه یو ډېر ستر او بارز نقش دوی ادا کړ، نو دغه ابعاد دي چې په دې سفرنامو کې ښکاري.
داود جنبش: یعنې موږ خپل هیواد د ابن بطوطه له سترګو د هغه یونلیک یا سفرنامه کې موندلی شوو، دا یې ارزښت دی. نام دیګری در این رابطه در همین بخش سفر‌ها و سفرنامه‌ها که بسیار مشهور است، البته باز هم از مغرب اسلامی ابن خلدون است که سفری را از ان سر دنیا آغاز کرد آمد به مصر، در الازهر استاد شد، قاضي شد و غیره این شخصیت‌های بزرګ نظیر ابن بطوطه، ابن خلدون، ابن عربی و سائرین این‌ها شخصیت‌های منفردی بخش‌های از جامعه اسلامی بودند؟ یا اینکه بخش از یک روند کلی روشنګری و تمدن از جمله تمدن غربی هم می باشند؟
دوکتو غنی: خلص اول سر ابن خلدون، بعد از ان سر بخش دوم سوال تان میایم. ابن خلدون علم تاریخ را بصورت مقایسوی به اوج رساند و باز هم چند صدسال ګرفت که از نګاه علمی اصول تاریخ نویسی به شکل که ابن‌خلدون مطرح کرده بود، به نام‌های مختلف مثل جامعه شناسی و بشر شناسی و تاریخ نویسی معاصر این‌ها... دوباره روی دست ګرفته شود. این یکی از شخصیت‌های است که به سطح جهانی هنوز هم مطرح است. من هر چند سال بعد باز هم ابن خلدون را میخوانم و خاصتاً تاریخ نویسی ییکه راجع به ابن خلدون صورت ګرفته، نقش بسیار اساسی دارد چون نشان میدهد که یک دیدګاه وسیع تمدنی و عروج و نزول تمدن‌ها به چه شکل صورت ګرفته؟ و یک فردی که یک تجربه عظیم داشت در جمله دیګر کار‌ها برای نجات دمشق همرای امیرتیمور مذاکره کرد، اما مهمترین کارش صدارت دوره تونس اش نبود، بلکه نوشتن [کتاب] مقدمه و باقی تاریخ است و کل از این در دوران نظربندی بود در یک قلعه نسبتاً محبوس بود و در او دوران توانست مقدمه را به انجام برساند.
در بخش دوم سوال تان نکته کلیدی این است که اګر یک نابغه می بود، دو نابغه می بود یا سه نابغه می بود یا ده تا می بود، باز می ګفتند که این‌ها از نوادر استند، اما وقتیکه یک سلسله تولید نوابغ را می بینید مشابه به این است که امروز جائزه نوبل را در ابیات، یا در ریاضیات، یا در فزیک یا در طب کدام کشور‌ها می ګیرند؟ و این مشابه از این است. این افرادی بود که اګر در او روز‌ها و در او قرن‌ها جایزه نوبل می بود این‌ها افراد می بود که در صدر از این قرار می ګرفتند. بنابر این ضرورت از این است که اینها به حیث محصول چند قرن سرمایه ګذاری در ایجاد یک تمدن وسیع خود را هم از نګاه دینی مورث بر حق تمام ادیان که باور به خداوند واحد دارند میګیرد، و ختم نبوت را اعلان میکنند و در عین حال خود را وارث تمام تمدن‌های دنیایی می دانند. تاریخ نویسی اسلام تاریخ نویسی جهانی است و هیچ نوع عقده در قسمت دست آورد‌های تمدن‌های دیګر نداشت و خاصتاً اصول ترجمه و تحقیق و ارتباطات را که روی دست ګرفت از نګاه یک دیدګاهی جهانی. بناً این افراد نوابغ فردی نبودند جزء یک تمدن وسیع بودند که بر اساس تهداب‌های بسیار منظم علمی و فنی و اساساً باور واضح هم به این دنیا و هم به آخرت این‌ها الهام ګرفته بودند و تمام از این‌ها و یک قسمت زیاد از این‌ها در ارتباطات با هم یا با اثار بودند و در این بخش میخواهم که با یک مثال خورد ختم کنم، علاقه به کتاب، کتاب بهترین مونس خوانده شده است و یک خلیفه عباسی بود که قاصد روان کرد که یکی از علماء در حضورش بیاید. این عالم در بین نتیجه ګیری از یک کتاب بود و معذرت خواست، ګفت به خلیفه بګوید مهمان دارم، خلیفه عصبی شد و ګفت این را حاضر کنید، این را که حاضر کردن ګفت مهمان‌هایت کی بود؟ ګفت مهمان‌های من [را] شاید زنده بدانی یا مرده اما پیش من این‌ها نهایت با ارزش بودند بنابر این خدمت رسیده نتوانستم. خلیفه فهمید ګفت در کتاب مصروف بودی؟ ګفت بلی، ګفت بخشیدمت می فهمم که درک ات چه است. این نوع تمدن ما بود. کتابخانه‌های عظیم که وجود داشت در تمام خراسان خاصتاً و در بغداد و تمام امپراتوری‌های فاطمی و اموی و عباسی بینظر بود و بد بختانه ای بدبختی بزرګ است که یک قسمت زیاد از این اثار از بین رفته [است].
داود جنبش: استاده که د نومونو لیست را وسپړو، نو شاید لسګونه خپرونې ورته بس نه شي، خو یو څو مهم نومونه نور دي چې غواړم په هغې باندې ستاسې نظره ولرمه او اوریدونکو ته هم د دوی کارونه، د دوی ونډه په دغه لوی فرهنګي میراث کې یو څه روښانه کړو، خو دلته به ونه شي زه فکر کوم بلې ته به یې وغځوو، خو د دې خپرونې په پای کې غواړم دغه عمومي پوښتنه را مطرح کړم چې یو څوک به پوښتي چې دا تېرې زمانو زړې خبرې ولې راته کوئ؟ په دې نوي عصر کې مخصوصاً افغانانو لپاره د دې ارزښت څه دی؟
دوکتور غني: لومړۍ خبره دا ده، مسلمانان له بدې مرغې نه له اتلسمې پېړۍ نه تر ننه پورې یوه عقده لري د نورو تمدنونو په مقابل کې، خاصتاً اروپایي او غربي تمدن. د اسلامي تمدن پېژندنه موږ ته دا اساس راکوي چې له دې عقدې نه راووځو. د یو لوی تمدن میراث‌خوار یئ، ځان وپيژنئ. هېڅ رقم عقدې ته ضرورت نشته. هغه وخت کې هغوی له موږ نه پور اخیسته، اوس له نورو خلکو نه پور اخیستی شوو.
دویم، هغه لید چې مسلمانانو درلوده که عقديي لید وای نو تاسې فکر کوئ، که [یې] ویلای نه یونان او روم پسې نه ګرځم، ساساني امپراتوري پسې نه ګرځم، چین پسې نه ګرځم، هند پسې نه ګرځم ، خراسان پسې نه ګرځم... ټول شي خپله تولیدو او هېڅ بل چا باندې رای نه وهم، یوازې په تورې باندې مې نیولې، نو دا تمدن به و؟ دا به یې میراث و؟ لیکل، لوستل، منطق، استدلال، یو بل منل، یو بل سره په یو جومات کې کېناستل په مختلفو برخو کې روایتو باندې راغلل او ادب، د استدلال ادب، د قضاوت ادب، یو مهمترین کتاب زموږ «ادب القاضي» نومېږي. د ادب کلمه اساسي ده، اداب جمع ده، دا تنها په ادبیاتو باندې نه ده، دا د ژوند لاره ده او احساسات په دې منطق کې راځي . نن د اسلام په نامه څه ناروا روان دي، اساس یې چا ایښی؟ څومره متون دوی لوستي؟ څومره لومړي متنونه سره آشنا دي؟ او بلې خوا نه افغانستان، هر افغان په دې باندې باید پوه شي چې یوه برخه د وجود یې تړلې ده په دغه تمدن پورې، لوی‌ترینه برخه ده دې ارتباطاتو یې د اسلامي نړۍ سره ده. دا یوازې درته وختې چې سفر کوئ بیا ښکاري چې یو بل مسلمان محصل یا استاد یا چارواکی یا هر څه یې چې نوم بولئ، وګورئ، مشترکه ژبه پیدا کوئ. هغوی به شاید په بله ژبه باندې وغږېږي اما د اساسي سمبولونو نظر نه، د ګډ تاریخ د نظر نه. نو غواړئ چې ځان د تقریباً اوس کم پاتې دي چې دوه میلیارده مسلمانانو ته ورسېږو ځان بېل کړئ یا ځان ورسره یو کړئ؟
بل، د تمدنونو مرکز وئ. د خراسان خبره څه ده ؟ خراسان ځکه دومره ستر رول ولوبوه چې د ټولو تمدنو مرکز و، دا نه ده چې یوازې څلور لاری و، خپله د څلور لاری تمدن و. نن بیا هم که یویشتمې پیړۍ باندې راځئ، ۲۰۴۷ کې به اسلامي خراسان به مو هدف وي چې هغه ژوندی کړئ یا دا چې تورې تیارې ته وګورو؟ ژوند که منئ دې برخې باندې باید پوه شئ چې د عظیمې فرهنګي پانګې، تمدني پانګې میراث لرئ، که په قدر باندې یې پوه شوو او دې نه داسې ګټه واخلو چې هم د ولس خیر پکې وي او هم د خدای ﷻ رضا پکې وي.
داود جنبش: ډېره مننه استاده، ډېره مننه کور مو ودان دا بحث که پیچلی دی زما له نظره خوندور هم دی، فکر کوم چې ښه به وي بله خپرونې کې هم ولرو، هماغسې چې مې مخکې وویل ځینو نورو نومونو باندې به تم شو عمومي اخیستې به راوباسو او که دا مرسته په مجموع کې وکړئ شو لکه هماغسې چې تاسې وویل چې د حقارت د هغې عقدې نه چې له پېړیو راپاتې ده موږ ټول د افغان ملت او بیا په ګډه اسلامي امت په توګه له هغې نه راووځو، په ځان باندې وویاړو، په خپل تېر باندې افتخار وکړو دا به لږ تر لږه یوه بریا وي.
بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی از حضور تان در این برنامه وقت اختصاص یافته یی ما به پایان رسید تا برنامه دیګر شما وشنونده‌ګان عزیز را به خداوند ﷻ می سپارم.
دوکتور غنی: تشکر از شما و تمام شنونده ګان.
یشه سن افغانستان زنده باد افغانستان تل دې وي افغانستان.