June 6, 2024
۱۵مه ګڼه: طبیعي زېرمې (دویمه برخه)
دا برخه د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه د بحث دوام دی او هغه ژور جوړښتي، اقتصادي او مدیریتي خنډونه څېړي چې، ایا معدني شتمني به د هوساینې سرچینه وي که د بې ثباتۍ لامل؟ په دې ترڅ کې د هغو هیوادونو نړیوالې تجربې څېړل شوي چې خپلې سرچینې یې په بریالیتوب اداره کړي او د هغو چې د فساد، کمزورو بنسټونو او جګړو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. دا بحث د زیربناوو، شفافه قراردادونو، تخنیکي تخصص، محیطي مسؤلیت او ملي یووالي پر اهمیت ټینګار کوي ترڅو تر ځمکې لاندې شتمني په دوامداره پراختیا بدله شي. په پای کې، دا ټکی په ډاګه کوي چې یوازې طبیعي سرچینې د پرمختګ تضمین نه کوي؛ بلکې قوي ادارې، ستراتیژیک پلان جوړونه او حساب ورکونه د هیواد د اوږدمهاله ودې لپاره اړین شرایط دي.
Transcript

پنځلسم پودکاست
د افغانستان طبیعې زېرمې (دوېمه برخه)
سریزه (داود جنبش):
به یکی دیګر از پودکاست‌ها با رئیس جمهور محمد اشرف غنی خوش آمدید، من داود جنبش استم.
نن هم د تېرې ګڼې په ادامه، د افغانستان د طبیعي زېرمو ځینې پاتې اړخونه څېړو او د راتلونکي لپاره د تېرو تجربو ارزښت یادوو.
استاده! تاسې ته هم بیا هرکلی وایم، په خیر راغلئ، مننه چې تېره ګڼه کې مو د کانونو او د طبیعي زېرمو ځينې مهم اړخونه راسره وسپړل، دې کې به ان‌شاءالله چې [د] پای ټکی ورته کېږدو، تر هغو چې زموږ په وس کې وي.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم. زښته مننه له تاسې نه او تاوده سلامونه مې ټولو وطنوالو، خوېندو او ورونو ته، په هر ځای کې چې دي.
جنبش: مننه. بې له شکه چې دغه د کانونو پراختیا د طبیعي زېرمو او هایدروکاربني موادو مسئله ډېرې خپرونې غواړي، خو زه به هڅه وکړم چې لنډې، لنډې پوښتنې وکړم [چې] حد اقل هغه مهم اړخونه يې راشي. تېره ګڼه مو په دې پای ته ورسوله چې ستاسې تجربې، ستاسې سپارښتنې، ستاسې اخېستني د کانونو د مدیریت په برخه کې څه وې؟ زما هم په یاد دي چې د کانګو موضوع ته هم تاسې اشاره وکړه چې د الماسو له خاطره کله به په کې د شوروي پلویانو کودتا کوله، کله به د لوېدیځ پلویانو په کې جګړې راپیلولې، نو د دې نه داسې برېښي چې کانونه یا د ځمکې لاندې زېرمې حتماً د هوسايۍ او نېکمرغۍ معنی نه لري.
دکتور غني: بالکل، ځکه یو ملک چې نظم او نظام ونه لري او وحدت ونه لري او نقشه د لارې ونه لري، د نورو [د لاس] وسیله ګرځي. کانګو [کې] هغه وخت کې آلماس وو، اوس کوبالت دي. ډېرترین منابع د کوبالتو په کانګو کې پراته دي، اما له بدې مرغې نه بیا هم ورباندې یوه بزکشې روانه ده.
اوس ځکه چې د چاپېریال مسئله زښته جدي شوې ده، که غواړی د چاپېریال لپاره د تېلو نه ګټه پورته نه کړئ او د تېلو استعمال کم کړئ، باید برېښنا له لمر نه، له باد نه، له اوبو نه او دې نه راشي او دا ټول د برق مزي غواړي او په دې کې [باید په] زرهاو میلیارده ډالره پانګه واچول شي. اما هغه منابع چې اوس دې ته په کار دي هغسې هیوادونو کې دي چې له بدې مرغې نه يوه ډېره برخه يې سمه حکومتداري نه لري او خطر د دې دی چې بیا هغه شی چې خدای جل‌شانه دوی ته ورکړی چې په هغه باندې آبادي راشي، [برعکس] دوی کولای شي چې په ساده‌ګۍ باندې یا د فساد له نظر نه، یا له دې نه چې د نن ګټه وګوري او د سبا ګټه و نه ګوري، په هېڅ يې ورکړي.
جنبش: نام‌های از کشورها بردید که در طول صده‌ها و دوران مختلف نمونه‌های مدیریت موفق و غیر‌موفق کشور خود بودند، مخصوصاً در مسایل منابع، نمونۀ کنونی اش شاید ونزوئلا باشد که باوجود منابع سرشار نفتی، هنوز هم یکی از کشورهای فقیر قاره امریکا جنوبی است. تجارب مثبت و موفق را اګر به یاد شنونده‌ها بدهیم که سرمشق شود برای افغان ها.
دکتور غني: ونزوئلا موضوع عبرت است. امروز یکی از زیادترین مهاجرین خارج کشور از ونزوئلا در امریکای لاتین و در کشورهای دیګر است، خاصتاً در کولمبیا، بنابراین درس واضح است.
مثال ناروی را هم به حیث مثال بسیار مثبت و پیشګام برای ایجاد صندوق‌ها برای تان قبلاً ذکر کردم.
بوتسوانا در مدیریت آلماس خود یک کشور در افریقا است که ثبات آورده.
اندونیزیای فعلی از کشورهای است که به صورت موفق در حال ایجاد تحرک است و اندونیزیا بالآخره [به] یکی از مراکز عمده تحرک جهانی بدل شده [است].
امارات متحده عربی مخصوصاً دوبی که منابع کلیدی نداشت، موقعیت خود را استفاده کرد و ابعاد دیګری مدیریت را اینها توانستند که خود را به یک کشور که ابعاد مختلف پیشرفت امروز روی دست دارند و ثروت عظیم را برای نسل‌های آینده ایجاد کردند روی دست ګرفته [اند].
چیلی (شیلی) از نګاه مدیریت مس خود، هم دوره‌های مشکل دارد و هم دوره‌های بسیار خوب دارد. تجارب هر بخش از این قابل توجه است.
بناً باید هم نوع فلز را ببینید [و] هم جمع بندی واضح مدیریت منابع طبیعی را ببینید و از طرف دیګر نفت وګاز را هم انواع مدیریت و مقیاس این به صورت اساسی باید دیده شود.
نکته کلیدی در این است که تجربه هیچ کشور به تنهایی در یک کشور دیګر پیاده شده نمی تواند. باید ابعاد مختلف تجربه‌های موفق باهم تلفیق شود با شرایط خاص یک کشور، و در قسمت وطن عزیز ما افغانستان تطابق داده شود تا از یک تهداب مستحکم منزل به منزل و پله به پله ما بالا برویم.
جنبش: در این سال‌های ګذشته جنګ سالارها یکی از مشکلات عمده در قسمت استخراج معادن و منابع زیر زمینی بودند.
دکتور غني: مطلق، منابع عمده بدخشان را اګر ببینید یکی از مسایل عمده ناآرامی بدخشان متأسفانه موضوع لاجورد بوده [است]. در دوران جنګ‌های داخلی زمرد، یاقوت و منابع دیګر خاصتاً در ولسوالی‌های که در طول خط دیورند قرار داشته و ولسوالی‌های سرحدی ما یک قاچاق بسیار وسیع منابع طبیعی ما که بی رحمانه بود و ګروه‌های مختلف شورشی صد تا دو صد میلیون دالر در سال از این عایدات داشتند.
همچنین سوء استفاده از منابع ذغال سنګ، ریګ ساختمانی، ابعاد دیګر ساختمان، همه از این‌ها مشکلات بنیادی است و چون تا شرایط واضح امنیتی وجود نداشته باشد زیادتر از همه وضعیت امنیتی مانع سرمایه ګذاری بزرګ شد.
نکته که در قسمت معادن قابل توجه است، این است که حاصل سرمایه‌ګذاری بین ۵ سال تا ۵۰ سال را دربر میګیرد، نظر به حجم یک معادن، نظر به ابعاد از این و این ثبات میخواهد، ثبات پالیسی میخواهد، ثبات سیاسی میخواهد و نوع همکاری مشترک و از این جهت ابعاد قرارداد نهایت اساسی است، چون قرارداد است که نوع قواعد بازی را تشکیل می دهد و مدیریت از این ضرورت به یک سرمایه ګذاری واضح سر نهادهای که نظارت میکنند [و] نهادهای که سرمایه ګذاری را ایجاد میکنند.
از طرف دیګر تصمیم دیګری ما هم باید به صورت اساسی ګرفته شود که ظرفیت ملی چه رقم ایجاد شود؟ ما ضرورت واضح داریم که ظرفیت ملی را در قسمت تفحصات ایجاد کنیم تا بتوانیم بفهمیم که تمام منابع ما چیست؟ اما بعضی نقاط استند و بعضی ظرفیت‌ها استند که ضرورت به متخصصین دارند و در آن قسمت هم تجربه امارات [متحده عربی] یک تجربه موفق است. این‌ها شرکت‌های خود را ایجاد کردند که متخصصین خارجی به حیث کارمندان از اینها استخدام می شوند، عوض از اینکه صلاحیت را به این شرکت‌های بیرونی بدهند که پیش از اینها مسئول نیستند.
مسئله اعتماد که در سراج الاخبار مطرح شده بود، این یک مسئله بی‌اعتمادی دوامدار است، متل دارید که: (برادری میکنیم حساب در میان). در بخش مشارکت سرمایه‌ګذاری بین‌المللی اعتماد باید در طول زمان ایجاد شود و اساس مستحکم و واضح در قراردادهای حقوقی داشته باشد که قابل تطبیق باشد.
جنبش: هغه توضیحات چې تاسې تراوسه پورې ورکړل ما ځان سره یاد داشت اخیسته، زه کولای شم ۳ موارد یاد کړم: جنګسالاران، جګړه او نا‌ارامي؛ او د بشري ظرفیت نشتوالی چې زموږ د منابعو د موندنې او سپړنې کار کې يې خنډونه جوړول، نور هم په دغه برخه کې څه شی وو چې دا خنډ يې جوړاوه...؟
دکتور غني: هو معلومداره. لومړۍ برخه ټرانسپورټ ده، ځکه معادن درانه دي او درانه شیان ټرانسپورټي سیستمونو ته اړ دي، دلته بې له دې نه چې افغانستان د ریل په پټلۍ باندې پانګه واچوي او د ریل پټلۍ په ګډه له ګاونډیو هیوادو سره منځته راوړي، ستونزه نه حل کېږي. د همدې لپاره د ریل پټلۍ پروګرام لومړی وار د شیرعلی خان دوران کې دا مطرح شو، بیا به په زیربنا باندې په دې باندې په تفصیل وغږيږو، مګر دا ضروره ده. له بلې خوا نه د سړکونو ساتل دي، ځکه زموږ سړکونه په ډېر بې رحمانه توګه د لویو لاریو له [لوري] نه په تخریب کې دي.
جنبش: مزار شریف کې د حیرتان لور ته د ښار نه راوتی سړک فکر کوم د سکرو د لېږد له امله بېخي له منځه تللی و.
دکتور غني: بالکل هو، او دا د قندهار کابل سړک هم که ووینئ، نور هم که وګورئ [همداسې دي]. له پاکستان نه چې [د بار موټر] راتلل، د دوه یا څلور موټرو [بار] یې په يوه لارۍ کې اچوه، سړکونه جوړ شوي وو [له] ۸ تر ۱۰ ټنه پورې [لپاره، اما] ۵۰ تر ۱۰۰ ټنه [بار] لارۍ يې ورباندې وګرځولې او دا د فساد نتیجه وه، نو ټرانسپورټ یوه برخه ده.
دویمه برخه یې برق [یا] برېښنا ده. معادن انرژي غواړي او د دې لپاره د برېښنا موجودیت زښت ډېر ضرور دی، ځکه دا په سکارو باندې نشئ کولای، ځکه چې سکاره په پخپله نور نتایج لري [نو] ضروري ده چې برق وي.
درېیمه برخه یې دا ده چې دا ځمکې ته ضرورت لري او د ځمکې جنجال باید په واضح توګه [حل] وي، ځکه دلته هم جنګسالاران نور راغلل چې لويې دښتې يې تر خېټو لاندې واچولې، دولتي املاک يې ونیول، ابعاد د ځمکې ډېره مهمه برخه ده او بله برخه د اوبو ده.
جنبش: وبخښئ؛ ځمکه د دې لپاره چې وسایل پکې ودرېږي او شیان چې راوباسي...
دکتور غني: هو چې وسایل پکې ودرېږي، ځکه چې مخصوصاً نظر په ساحې پورې چې تړلې ده، معادن ته یو رقم ځمکه په کار ده، اما [د] تېلو او ګازو [برخه] کې ډېره پراخه اراضي مو په کار ده. په سلهاوو کیلومتره دا په کار ده چې هلته تفحصات وشي او معلوم شي، [ځکه] چې نه پوهېږئ واضح، هغه څاه چې کېندئ کومه يې ګټه پورته کوئ. د دې لپاره قانون د استملاک زښت ډېر ضرور دی او که قانون د استملاک په سمه توګه تطبیق نشي یا خلک [او] ځينې عناصر چې غواړي له خړو اوبو نه کبان ونیسي، استعمال کړي جنجالونه په دې کوي.
بله برخه يې د اوبو ده. د سیمنټو فابریکې دي یا دا نورې فابریکې دي [دا ټولې] اوبه غواړي. د دې په څنګ کې [چې] څه رقم عناصر د معادنو په استخراج کې استعمالېږي، دا خو کیمیاوي مواد دي چې ځینې یې سلهاو کاله او ځینې يې شاید زرهاو کاله راشي، نو ابعاد د دې ټول سره تړلي دي. دا يې حد اقل د زیربنا موارد دي.
بله برخه د قانون حاکمیت دی. که قانون روښانه نه وي، که د قانون په اساس قراردادونه رانشي، که قانون په واضح توګه تطبیق نشي، که واضح قانوني د ستونزو د حل لاره نه وي او هم له بلې خوا نه هر څومره چې لویه پانګه اچونه وي، منځ کې یې بین‌المللي حکمیت یوه حتمي موضوع ګرځي او که بین‌المللي حکمیت ته تاسې آماده‌ګي ونه نیسئ [مخ ته نه ځئ] دا [ټول یې] ابعاد دي. د اسلام په مبین دین کې قرارداد یو ډېر لوی اهمیت لري او پوهېږئ چې پور په شریعت کې مخکې له میراث نه راځي، اول باید پور تصفیه شي. وختې چې ګورئ چې څومره موده پانګه اچول په کار دي، څه وخت دا لومړني نتایج په [لاس] راځي، څو کاله لا هغه لومړنۍ پانګه راځي؟ دا ابعاد زښت ډېر دقیق دي او له دغه نظر نه علمي پانګه په کار ده.
بله برخه يې امنیت دی. هغه امنیت چې په افغانستان کې مخکې د ثور له کودتا نه و، هغه امنیت بې‌ساري امنیت و او موږ یې په ارزښت نه پوهېدو، اما هر معادن یا هرې څاه لپاره خاص امنیتي شرایط دي. د جمهوریت په دوران کې د ۲۰ نه تر ۳۰ ٪ فیصدو پورې او له دې نه ډېرتر امنیتي مصارف او امنیتي برخه مو... ځینې یې خاص بیا دا جنګسالاران وو چې بې امنیتي يې ایجادوله او بیا به يې خپل افراد استخدامول.
د دې په څنګ کې [بله موضوع] دا ده چې ټولنه، خلک، ولسونه چې شاوخوا د دې [کانونو] کې دي، دوی ته څه رقم خدمات وړاندې کېږي؟ د دوی څه رقم ګډون راځي؟ او په څه ترتیب راځي؟
د دې په څنګ کې هم دا موضوع ده چې معلومات څنګه شریکوئ؟ [او] په څه توګه معلومات څېړل کېږي؟ دلته واضح بین‌المللي اصول موجود دي چې هغه ته د معدن د شفافیت قرارداد وايي او منځ کې واضح معیارونه دي. یو وارې موږ محروم شوو، بیا مو واضح اقدامات وکړل چې بېرته دا خپل حیثیت وګټو، مګر وختې چې هر شی پټ وي او هېڅ شی ښکاره نه وي، خو معلومدار دا د اعتماد وړ نه ده.
بله برخه د دې پانګه ده. پانګه په څه رقم راوړئ؟ په څه شرایطو يې راوړئ؟ څنګه په پانګه‌اچونې باندې پوهېږئ چې دا خلک چې وړاندیز کوي [په] واقعي توګه خپل دي یا نه دي؟
بل پټ مشارکت دی. افغانستان کې قانون واضح و چې چارواکي، د پارلمان غړي یا دا... دوی نه شول کولای یا د کورنۍ غړي د دوی چې په دې برخو کې شریک اوسي، اما په پټه دوی شریک وو، بیا دا وتل. هغه د بې اعتبارۍ موجب ګرځي، نو دواړه خواو کې باید د کمپنۍ یا هغه هیواد چې پانګه اچوي، باید شهرت يې واضح وي چې تر څه حده پورې په فساد کې ښکیل دي؟ څنګه د فساد مخه نیسئ؟ او اعتبار يې څنګه دی؟
د دې په څنګ کې [باید] واضح وي چې بيمه څنګه اخلئ؟ ځکه که پانګه اچول کېږي او بیا قراداد ته ځئ، حکمیت او دې ته باید د بيمې شرایط ولرئ چې په هغه حالت کې...
جنبش: او بيمه پخپله هم ډېره ګرانه پرېوتله...
دکتور غني: بيمه ګرانه ده، اما په دې باندې باید پوه شئ او د همدې لپاره ده چې که سپماوی کوئ سپماوی په څه کې کوئ؟ هغه د ترتیب د ژوند باندې وي اما سپماوی په بشرې پانګه باندې ځان ته زهر اخېستل دي په لاسې توګه. که دې قراردادونو باندې ظرفیت د دې ونه لرئ او هغه رقم پانګه ایجاد نه کړئ، بیا هر وارې غولېږئ. نو حساب او کتاب په کار دی، په ډېرو ساده الفاظو باندې [يې ووایم] که د حساب توان ونه لرئ او د کتاب لاره مو زده نه وي، ځان غولوئ او بیا غولېږئ.
جنبش: آیا تمام از این موارد که شما اشاره کردید و چیزهای دیګری که شاید در اینجا نیامده باشند در نقشه راه که برای منابع زیر‌زمینی در زمان شما ساخته شد و فکر نکنم که به منصه اجرا آمده باشد، شامل شده بود یا خیر؟
دکتور غني: نکته اول این است که قسمت اول در منصه اجرا بود. پیش از وبای کووید یک قسمت سرمایه ګذاری‌ها صورت ګرفت سرمایه ګذاری‌های بزرګ دیګر خاصتاً در استرالیا ما در مذاکرات بودیم راجع به لیتیم ما در مذاکرات بودیم ابعاد دیګر و تمام این عوامل را من از نقشه راه نقل قول میکردم...
جنبش: یعنی این شامل همان نقشه راه بود.
دکتور غني: شامل نقشه راه بود، اما باز هم باید نقشه راه را ببینید، نقشه راه یک تهداب است، یک تهداب که با شرایط زمانی و مکانی باید تطابق داده باشد، مابین اش باید انعطاف باشد. نقشه راه از این خاطر است که باید بفهمیم که موانع ما چیست به صورت واضح؟ تا اولویت بندی کرده بتوانیم و به اساس آن بتوانیم مرحله بندی کنیم که در کدام مرحله به چه ترتیب، کدام نوع سرمایه ګذاری را خود ما انجام داده میتوانیم؟ با سرمایه ګذاری داخلی، چه نوع سرمایه ګذاری بین‌المللی کار داریم؟ و همه از این را به چه ترتیب جمع میکنیم؟ تا به یک برنامه واضح ایجاد رفاه برای قاطبه ملت افغانستان برای امروز و نسل‌های آینده به وجود بیاید. چون اساس ګفتار من این است که منابع طبیعی افغانستان امکان یک آینده مرفه را برای قاطبه ملت افغانستان فراهم کرده میتواند، اما باید یک انتخاب واضح صورت بګیرد که این منابع چه رقم مورد استفاده قرار بګیرد و همه چطور باید در رفع موانع با یکدیګر کمک کنیم و از ایجاد موانع جدید جلوګیری کنیم.
جنبش: خیر لږ به نور هم د دغه لارې نقشې په باره کې تم شوو، منابع مو دې ته څنګه راوستل، نقشه کې مو څنګه ځای پرځای کول، اساس يې څه شی وو او څنګه ثبتېدل؟
دکتور غني: اساس يې په دې باندې و، اوس د مثال په توګه وختې چې لومړۍ مسئلې زېربنا باندې غږيږئ، دا و چې ما د ریل په پټلۍ باندې په اساسي توګه تمرکز وکړ. اول په دې بریالی شوم چې زموږ ملګري مُلک ترکمنستان ته دا قناعت ورکړم چې په خپلو پیسو باندې [یې] د ریل پټلۍ هم آقینې ته راوستله هم حیرتان ته.
دویمه برخه دا وه چې د تاپي پروژه د تاپي په کورېدور باندې بدله شوه، که هغه کودتا نه وای نن به تاسې د دې شاهد وای چې تاپي به تر هلمنده پورې رسیدلې وای حد اقل تر فراه پورې او باید هرات ته په يو برخه کې رسيدلې وای.
د ازبکستان سره په دې باندې [بوخت] وو چې څنګه نقشه د ریل پټلۍ دا رقم ترتیب کړو چې د دې پرځای چې د سالنګ نه تېر شي چې ډېر ګران وو د صوف له درو نه راشي په بامیان، بامیان راشي په میدان وردګ، لوګر له یو برخې نه لاړ شي خوست ته، بل يې ننګرهار ته.
له بلې خوا نه لویه پروژه مو په دې باندې وه چې د ریل پټلۍ له حیرتان نه څنګه هرات ته ورسوو چې دا سیستمونه له یو خوا نه ترکمنستان سره او ایران سره وتړل شي او بل سیستم به معلومدار پاکستان سره تړي او تاجکستان سره هم په همدې ترتیب یوه ډېره لنډه لاره وه چې حیرتان او دې نه ترتیبېدل.
د برق د مزي په باره کې یو زر ۱۰۰۰ میګا واټه برق قرارداد مو ازبکستان سره تړلی و او دا په ډېره کمه موده کې [و]، ځکه چې لومړۍ مرحله کې مو دا په کار وه چې باید ننګرهار ته کافي مقدار برق ورسوئ چې د صنعتي ودې امکان یې و. هرات کې برق و ډېره پانګه له ننګرهار نه لاړله هرات ته. منابع د ننګرهار په بین‌المللي سویه دي، اما که انرژي نه وي دې ته وده نشئ ورکولی.
د عینک مس چې لوګر کې دی عین ترتیب دی یا د نړۍ په سویه باندې لوی‌ترین معدن د حاجي‌ګک د اوسپنې هره برخه د دې هم د زونونو په اساس باندې، هم د عمومې ضروریاتو په اساس باندې موږ ترتیباتو باندې کار کاوه چې ټرانسپورټ برخه څنګه خوندي شي او هم د برق برخه.
د ځمکې د مدیریت لپاره دا ټوله د اراضي اداره د ښار‌سازۍ سره يوځای شوله. یو واضح اصول دې برخه کې مطرح شول چې څنګه ټوله ځمکه په قانوني توګه تثبیت شي [او] ابعاد د دې واضح شي. د دې لپاره وو د ډیجېټل کېدو لوی پلان ما طرح کړ، د اګست د ۲۰۲۱ په ختم کې ټول معاشونه به په برقې توګه عملې کېدل، مرکزي بانک، وزارت مالیه او نورې ټولې ادارې دې باندې ... شوې وې. ۵ میلیونه نفرو ته برقې تذکره ورکړل شوې وه، تر ختم د کال به ۱۰ میلیونه کېدل. [دا ټول] ځکه [وو] تاسې باید معلومات او منابع ولرئ او دې ضرورت د دې درلود چې مرکزي احصایه له احصایې نه وګرځي [او] معلوماتي ادارې باندې بدله شي.
په همدې توګه [مو] د معادن د وزارت پراخه اصلاحات تر نظر لاندې ونیول چې څنګه قراردادونو کې واړه قراردادونه، منځني قراردادونه او لوی قراردادونو کې یو خوځښت راشي، د حقوقي له نظر نه.
بیا دا د اوبو مسئله هم لکه څنګه چې موږ او تاسې مخکې هم غږېدلي یوو، په دې باندې په اساسي توګه راغلي یوو چې د اوبو د خوندي کولو لاره به څه وي؟
[د] قراردادونو برخه کې یوه واضح شفافه لاره راغله او د دې لپاره چې یو نفر په کې خود مختاره نه وي عالي اقتصادي شورا، کابینې او نورو مواردو کې پارلمان ته دې برخه کې مراجعه وکړي.
نو هره برخه د دې زه په تفصیل درته تشریح کولای شم چې واضح اقدامات شوي وو، یو تهداب ايښودل شوی. حقوقي له نظر نه که په یاد مو وي موږ وکړای شول چې یوه لویه دعوه د مزار – هرات سړک چې له باغیس تېرېده د کمپنیو نه وګټو. دې دوه کاله ونيول او هغه قرارداد یو میلیون ډالر فی کیلو متر ته رسېده. په هغه وخت چې زه وزارت مالیه کې وم، ما په ۱۲۰ زره ډالرو جوړاوه، نو دلته موږ ظرفیت وښوده چې په واضح توګه موږ د دې توان لرو. د تدارکاتو په برخه کې واضح بدلون راغی، ظرفیت منځته راغی چې څنګه تدارکات په اساسي توګه وشي او د مذاکراتو برخې...
امنیت برخه معلومداره ستونزه وه چې له منځه لاړه نه، او لا ورسره مخامخ وو.
پخوانیو قراردادونو باندې ټولو باندې یو نظر راغی چې ټول يې ثبت شي په یو مرکز کې [او] ټول دا وګوري چې چاته څه ورکول شوي وو.
تضاد د منافعو په برخه کې یو غړي د کابینې او یو وکیل د پارلمان استعفی ورکړله چې وکولای شي خپل شخصي کارو پسې وګرځي. په عین حال کې هغه چارواکي د معادن په وزارت کې چې ورباندې تور و، څو نفرو باندې يې په جګه سویه باندې محکمې حکم وکړ او د محکمې حکم د تطبیق لاندې و، نو دا...
جنبش: پس این یک ساحه بسیار، بسیار وسیع بود؛ اولویت‌ها را چګونه تنظیم میکردید که از کجا شروع کنید چه چیزی در ردیف اول است، چه در ردیف بعدی وغیره...؟
دکتور غني: بلی، اولویت‌ها چند [قسم] بودند: یک در نکته اول این بود که معادن کوچک را با مردم عیار کنیم، عوض اینکه با مردم طرف قرار بګیرید. نکته اساسی این بود که عوض اینکه استخراج از اینها به قاچاق مبدل شود، مراکز پروسس را باید ایجاد کنید و تا که یک نمونه از این [شود] که بتوانیم سرمایه ګذاری را ایجاد کنیم.
نکته دوم اولویت این بود که منابع مرمر ما را که یکی از بزرګترین منابع ما است و تخمین این باز هم به چند صد میلیارد دالر میرسد و از نګاه ظرفیت خاصتاً معادن مرمر سفید هرات و مرمر سفید ننګرهار به سطح جهانی که بهترین معیار از این کرارای ایتالیا است قرار دارد.
قسمت دیګر اولویت این بود که چطور نفت و ګاز را قراردادهای که شده بود و کمپنی‌ها حاضر نبودند شرایط سرمایه ګذاری را پوره کنند، برای شان یک پیام واضح دادیم که این قطع می شود.
معادن متوسط نوع سرمایه ګذار ترتیب شده بود، طور مثال کمپنی بیات را تیلیفون افغان بیسیم در اختیار شان بود، سر تولید برق سرمایه‌ګذاری کرد و ګاز که از پیش آن استفاده نمی شد برای تولید برق مورد استفاده قرار ګرفت و حاصل از این را شرکت برشنا تعهد کرد که بتواند بخرد، ابعاد مختلف به همین رقم طبقه بندی می شد.
در قسمت سرمایه ګذاری سبز و ایجاد صنعت سبز با یکی از بزرګترین سرمایه ګذارهای آسترالیا در حال مذاکره بودیم.
جنبش: د دې لپاره خو حتماً اطلاعاتو ټولولو ته هم اړتیا وه او ادارې به بوختې وې، دغه بهیر هلته څنګه روان و؟ سره له دې چې تاسې وویل بشري ظرفیت دومره لوړ نه و.
دکتور غني: نه، دوه برخو [کې] باید فرق وکړئ: یوه دا ده څه چې موجود وو، دومره ظرفیت باید ولرئ چې دا په یوې برنامې باندې بدل کړئ. اهمیت د دې نقشې د لارې دا وه چې موږ ته يې وښودل چې باید څنګه له هرج و مرج نه ووځو [او] یوه واضح لاره تعقیب کړو. دې ته ظرفیت و او د دې ظرفیت استعمالول په کار وو. په همدې توګه ځینې شخصیتونه وو چې د افغانستان ویاړ دي په پولي‌تخنیک کې او په نورو برخو کې او ځینې نور افغانان وو چې لوړ تحصیلات يې کړي وو. زما یو ویاړ دا وو چې چا به چې دوکتورا په یوه برخه د معادن یا جیولوجۍ د افغانستان [کې] لیکله، ما شخصاً به ورسره کتل [د هغه] کتاب به مې لوسته او دوی د معادن د وزارت د مشاورینو په حیث باندې وټاکل شول. هم د پخوانی نسل چې لویه تجربه يې د روسیې او پخواني شوروي اتحاد له منابعو سره درلوده او له نویو [منابعو سره]، دغه ترکیب کې وو چې لاره برابرېدو ته وه، حرکت راته، مګر دا لیست مو چې ولیده، دا يې هم واضح کوله چې ځینو برخو کې مدارج په کار وو. په یو وخت کې مو دا ټول شي ته حرکت نه شو ورکولای. د مثال په توګه د آسترالیایی میلیاردر چې موږ د ۶۰ مُلکو نه ۶ ته رسیدلی وو، ښه‌والی يې دا و بیا هغه ظرفیت چې دوی راوړ، هغه ظرفیت په نړیوالې برخه کې و او خاصتاً دې سړي دومره چاپېریال سره مینه درلوده چې پس له دې نه چې میلیاردر شو، لاړ یوه دوکتورا یې واخېسته. د اعتبار مدارج دې خلکو سره په بل رقم ایجادېدل او د هغه ګرنټې دا وه چې په هغه رقم پانګې اچولو باندې شفافیت به دوه خوا و.
ظرفیت داسې شی نه دی جناب جنبش صاحب چې یوه ورځ کې راشي، ظرفیت په عمل کې زده کوئ، دا لکه د موټر چلول چې زده کوئ، لومړي وخت کې اعتماد نه لرئ، اما په مرور د زمان باندې تجربې سره [مخ ته ځئ]، بایسکل یا دې باندې...، او فضل د خدای افغانانو کې ما همیشه یو لوی استعداد لیدلی چې د لوستلو، د لیکلو، د زده کولو ظرفیت په کې شته که شرایط ورته سم ایجاد شي. جنجال مو دا دی او دا ډېر په غوڅ [ډول] سره وایم چې ډېر سخت ځانځاني یوو او خاصتاً په تشریفاتو باندې ډېر سخت اخته یوو. زما یو جنجال دا و او یوه برخه د وخت به مې په همدې تېرېدله چې دا ځوان متخصصین دومره تشریفاتي وو چې یو بل سره نه کېناستل. که ما ارګ کې نه وای غوښتي دوی به همېشه په دې [اخته] وو چې څوک باید [چا ته] ولاړ شي. په لحاظ د خدای او قرآن، وطن په څه حال کې دی او تاسې په څه باندې لګیا وئ، اوس به څه کوئ، اوس څوک درته دوه توته اهمیت درکوي!؟ دغه د اشرافیت کیسه باید زموږ له سره وځي، واقعاً یو بد مرض دی او دا هم پېښې د دې جنګسالارانو دي. ما یو جنګسالار لېدلی چې یو ډګروال خپله خولۍ له سره [لیرې] کړې او د ده بوټونه یې پرې پاک کړي دي په جومات کې. دا نه اسلام سره تړلې ده، نه زموږ ملي خصوصیاتو سره. دغه غرور جنجال دی، نو ضرور ده چې ظرفیت په دې توګه نظر کې ونیول شي چې څنګه يې په عمل کې ډېروئ او څنګه يې زده کوئ. اساس يې دا دی چې موږ یو بل ډېر بد عادت لرو زه غواړم په.... او موږ ټول په کې یوو، موږ ته ډېره سخته ده چې ووایو نه پوهېږو، د دې پر ځای چې ځواب د سوال درکړي، په دې باندې نه پوهېږم، سبا به ځان پوه کړم، خبره دا ده چې یو ځواب درکوي چې هماغه وخت کې يې له خېټې نه را ویستلی او که په هغه باندې سړی اعتماد وکړي د بې اعتمادۍ فضا راځي، نو ځینې مسایل هم یو عمق لري، ځکه چې یو بل سره آشنا نه وو او هر څوک چې یو بل چېرې يې تحصیل کړی وي او په دې خیال به و چې هماغه شی چې دوی زده کړي دي ټول واقعیتونه په هغه کې دي.
دغې برخې باندې زښته ډېره توجه په کار ده او د دې لپاره لاره چاره دا ده چې یو څو واضح انسټیټیوټونه یا ادارې د دې لپاره جوړې شي چې له مدیرانو نه نیولې تر معینانو او وزیرانو پورې ټول یو دريځ ته راشي، په اجماع راشي، یو مشترک فکر ته راشي، یو ګډ فکر ته راشي او نقشو د لارو باندې په عملي توګه راشي. ځکه نقشې د لارې خارجیان درته لېږي. بار، بار ماته نقشې راغلې دي چې یو میلیون ډالرو نه تر لس هاو میلیونه ډالر يې ورکړي دي، [خو] دوه توتو باندې نه ارزېده. یو وار مې په یاد دي وزارت مالیه کې مې یوه طرحه لوستله چې ومې کتله د ملګرو ملتونو لخوا راغلې وه. ما یووارې له [ځان سره] وویل چې ما خو چېرې مخکې دا [طرحه] لوستې ده، سړی دومره تنبل و [چې] طرحه په ویتنام باندې لیکل شوې وه، ده [یوازې] کټ (Cut) او پیست (Paste) کړې وه. دا رقم نه کېږي باید موږ په دې باندې پانګه واچوو چې خپلې راتلونکې طرحې څنګه برابروو؟ او بیا یې مهم‌ترینه خبره دا ده چې عمل پسې وګرځوو. زموږ وزارتونو کې یوه لویه ستونزه دا وه چې په مجرد به يې چې یو قرارداد قراردادې ته ورکړ بیا به د دوی کار نه و، [د] نظارت برخه کمزورې وه په ټولو وزارتونو کې او بې له دې نه چې د نظارت ترتیب برابر کړئ او سم نظارت [نه] وي، بیا یې بایلئ.
جنبش: تاسې مخکې د آسترالیايي پانګوال میلیاردر په برخه کې یوه لنډه اشاره وکړه، غواړم دلته پوښتنه وکړم چې په نړۍ کې رښتیا هم د مخصوصاً د فضولې موادو او هایدروکاربنې موادو په باره کې نظر په بدلېدو دی؟ فکر دا دی چې د دوی استفاده، د دوی کارونه اقلیم بدلوي او هوا تودوي. تلاش په نړۍ کې دا دی چې زرغونې انرژۍ خواته لاړ شي. تاسې هم په دې برخه کې یو څه پیل وکړ، یو څه پانګونه مو وکړه؟
دکتور غني: بلې هو، معلومداره. لومړی خبره دا وه چې ځنګلونو باندې چې وغږېدو تاسې ته هم ما وویلې په تېره خپرونه کې چې موږ دې باندې اخته وو چې څنګه یو میلیارد ونو باندې پانګه واچوو او د ناکامورا او د میاواکې سلسله او دا چې ما تاسې ته وړاندې کړه.
بله برخه يې همدا ډاکټر فاریس سره په واضح توګه [د] شنې انرژۍ معنی همدا وه چې د افغانستان له اوبو نه به انرژي تولید کېدله او دا د ۲۴۰۰۰ یا ۲۶۰۰۰ زره میګا واټه په حدود کې ده.
د دې په څنګ کې ده سره موږ مطالعات سر ته ورسول چې له ښې مرغې نه زموږ د لمر انرژي په زرهاو میګاواټو باندې امکانات شته.
بله خوا يې د باد [انرژي] وه، د بادو په برخه کې پخوانۍ صدر اعظمې د آلمان میرمن مېرکل نه ما غوښتنه وکړه چې زیمنس (Siemens) چې دې [برخه] کې پرمختللی شرکت وو موږ سره په [بادي انرژۍ] کې مرسته وکړي. زموږ د باد تخمین په حدود د ۷۰ زرو میګا واټه دی. د ایران باد ۱۰ زره [میګاواټه] دی. مګر زیمنس ښه والی دا و چې هم موږ سره، هم ایران سره يې ښې اړیکې درلودې او هم موږ کولای شوو، نو د شنې انرژۍ په برخه کې زما ټوله طرحه دا وه چې موږ کولای شوو د شنې انرژۍ یو لوی صادراتي مرکز په حیث باندې عرض اندام وکړو.
بله برخه یې دا وه چې دا شنه انرژي به زموږ معادن په شنه صنعت باندې بدل کړي، ځکه چې اساس د دې بیا هم انرژي ده او زموږ منابع زښت ډېر دي او د دې په څنګ ځمکې لاندې هم موږ د انرژي منابع لرو چې دې ته جیوترمل وايي او هغه کم له کمه په حدود د ۸۵۰۰ میګاواټو باندې [دی]. همدا دې چې تودې اوبه چينې چې وځي لکه په اندراب یا د هرات په اوبه کې یا نورو برخو د افغانستان کې دا چينې دي، بامیان کې هم چينې شته چې دا ټول زمینه د دې برابروی افغانستان د دې ظرفیت لري چې سره له دې چې د چاپېریال په ډېر لوی بدلون کې منفې بدلون کې اخته دی، په یو مثبت عنصر باندې وګرځي، اما دا ضرورت د دې لري چې موږ پوه شو.
بله خوا مو د دې دا ده چې شنې انرژۍ ته چاپېریال کې ډېري پيسې موجودې دي، مګر د دې طریقه هم بل رقم اقدامات غواړي او بل رقم طرحې غواړي چې موږ په دې کې نړیوال بانک سره، آسیایې بانک سره او اتحادیه د اروپا سره په خبرو کې وو.
جنبش: با توجه با آنچه شما تا این حال تشریح کردید می شود ګفت که این طرح‌ها یک اساس محکم است که می تواند درآینده روی آن دوباره کار شود، باوجود تغییرات سیاسی که رخ داده، یعنی این ارزش خود را حفظ کرده و می تواند اساس رشد بعدی کشور شود.
دکتور غني: ان شاء الله تعالی، چون نکته کلیدی دیدګاه من، یک قصه نوشیروان عادل را تشکیل می دهد. نوشیروان از یک قریه می ګذشت همرای سپاه خود، دید یک آدم را که پیر است و کمر اش خم است غرس نهال را میکند و نهال‌های که ۱۰ یا ۲۰ سال را می ګرفت، طرف از این فرد نګاه کرد و ګفت: بابا! چه غرس میکنی؟ تو خو ثمره اش [را] نخواهد دیدی. نفر طرف نوشیروان عادل دید وګفت: این درخت‌های دیګر میبینید حضور تان؟ ګفت: بلی میبینم. ګفت: اګر پدرهای من و پدر کلان‌های من مثل خودت فکر می کردند امروز این درختها وجود می داشت!؟ نوشیروان عادت داشت هر بار که یک چیزی خاص می شنید می ګفت زهی، باز خزانه دار اش طلا می داد، ګفت: زهی. پیر مرد باز طرف اش دید ګفت: سیل کنید از دیګران درخت شان ۲۰ سال می ګیرد حاصل می کند، از من در ۲۰ دقیقه حاصل داد، نوشیروان باز ګفت: زهی. نفر می خواست باز چیز بګوید، نوشیروان ګفت: تو مرا فقیر می سازی. ذهنیت ما باید این [طور] باشد.
من به حیث یک ریش سفید مملکت، به حیث یک خادم مملکت وظیفه ام این بود که تهداب ګذاری کنم و تهداب را بګذارم که آینده افغانستان را مصئون کند و در سخت‌ترین شرایط امید را از دست ندادیم، سر اُمید سرمایه ګذاری کردیم تا روایت بدل شود و نکته عظیم این بود که افغان‌ها باورمند شدند که ما یک آینده داشته میتوانیم به طرف رفاه رفته میتوانیم خود را مدیریت کرده میتوانیم. بنابراین امید من از این پودکاست‌ها این است که هدف را تعیین کنیم مثل ۲۰۴۷ و بعد از آن که به عمر ما تعلق نداشته باشد، به طرف تداوم ببینید که ما مسئول از این استیم. شما حتماً دیدید وقتیکه مردم از خاطر پروژه‌ها میخواستند بیجا کنند، می ګفتند: « زموږ هډوکې دلته دي» د دې په اهمیت باندې زه پوه شوم، ولې؟ ځکه هماغه هډوکې وو، که زموږ د اوبو نظام ته وګورئ، زموږ سیندونو ته وګورئ، ویالو ته وګورئ یا کلیو ته وګورئ خو همدغه د پلرونو. نيکونو، غور نيکونو سلسله باندې ده چې موږ ته میراث پاتې ده او نن باید موږ هم په دې باندې اخته اوسو چې راتلونکې نسلونو ته څه ږدو؟ او دا په ګډه کېږي. زه واقعاً په دې ایمان لرم که لاسونه سره یو کړو او زړونه سره یو کړو ډېر لوی کارونه افغانان کولای شي.
جنبش: او که اجازه وي دلته، وبخښئ تاسې خبره مو په یاد ساتئ، که څه هم دا نقل قول لږ اوږد دی خو بیا هم همدې موضوع سره رابطه لري، محمود طرزي بیا هم په خپله ورځپاڼه کې یوه اوږده مقاله په دې چې څنګه هیواد جوړ شي لیکلې ده، وايي چې: « مثلاً موږ حاصل خیزې ځمکې لرو، معدنونه لرو، دا لرو، دا لرو... خو بیا هم غریب یوو، نو لیکې چې داسې ده موږ ولې بې ماله، بې ثروته، بې کماله، بې صنعته پاتې یو؟ ولې د خپل هیواد له ځمکو، کانونو او نورو محصولاتو او معمولاتو له نږدې او لېري هیوادونو د لسمې برخې لسمې هومره ګټه هم پورته کولای نه شو؟ هغوی ګنې ۴ سترګې لري او موږ ۲، هغوی ګنې ۴ لاسه لري او موږ ۲، هغوی ګنې ۲ سرونه لري او موږ ۱، هغوی ګنې ۲ مغزونه لري او موږ ۱؟؛ نه، نه، هغوی چې څه لري موږ يې هم لرو،څنګه چې هغوی انسانان دي موږ هم انسانان یوو، نو بیا ولې موږ له ۱ اینچه ستنې نیولې د ټلیګراف تر ۱۰۰۰ کیلو مترې مزو پورې هر شي کې هغوی ته اړ یوو؟ موږ هم کر کوو او لا ځمکې مو د هغوی تر ځمکې ښېرازه او پیاوړې دي، خو زر افسوسه چې موږ له خپلو ځمکو د هغوی نیم هومره محصول هم ټولولی نه شوو. موږ هم سوداګري کوو نو ګټه يې څه چې وطن ته د فایدې پر ځای تاوان اړوو. موږ هم ډک کانونه لرو، خو نه يې پېژنو او نه لاس وروړلی شوو او که لاس مو ور وړ ویجاړوو يې، نو ځکه د هغه چا په خبره چې وايي ستاسې هیواد کې کانونه نشته قانع کېږو او يوې خوا ته ډډه لګوو. ای پوهن‌خوښو هېوادوالو! ای هم دینو او هم مذهبو، هم ملتو! وپوهېږئ چې دا بل څه نه دي، مګر زموږ د ناپوهۍ او ناخبرۍ او لټۍ او غافلۍ زېږنده ده». دغه نقل قول مې د دې لپاره ووایه چې غواړم له تاسې نه د هیواد د مشر د یوه سپین ږيرې د اکاډمیک شخصیت په توګه په دغه برخه کې د محمود طرزي دغې لیکنې او اشارې ته په پام سره ستاسې سپارښتنې واورم مثلاً سیاستوالو ته، عادي ولس ته، پوهانو ته څه په کار دي چې هیواد له دغه حالت نه راوباسې؟ او هماغسې چې موږ یو سر لرو نور يې هم لري، دغه سر نه سمه ګټه واخلو؟
دکتور غني: لومړۍ تر ټولو [مهمه] خبره جناب جنبش صاحب دا ده چې قیامت ومنئ، چې خدای جل شانه ته ځئ درنه حساب غواړي. موږ آخرت هېر کړی، خبره تمامه ورځ دعوه د اسلام کوو، په عمل کې مو کابل وران کړ، کعبې مکرمې کې قرارداد کوو، بېرته چې راځوو یو بل وژنو، دعوه د جهاد کوو [بیا] منځ کې جنګسالارانو باندې بدلېږو. اسلام دین د اصولو دین دی، د حقوقو دین دی، راځوو په دیکتاتورۍ یې بدلوو، دا لومړی خبره ده.
دویم د اسلام په اهمیت باندې پوه شئ لکه څنګه چې محمود طرزي ورباندې راځي او په تفصیل باندې راځي.
درېیم افغانستان تر ځان نه ګران ومنئ. که په دې راشئ چې که ځان نه وي جهان [دې] نه وي، دا ذهنیت په غلا باندې بدلېږي.
بل هماغسې چې د محمود طرزي یو کتاب راغی چې څه وکړو (چه باید کرد؟) چه باید کرد باندې باید لازمي اجماع ته راشوو او د دې معنی دا ده چې یو بل باید ومنوو، ملي وحدت باندې، زموږ قوت، زموږ په ښکلا باندې دی چې مختلفې ژبې لرو. هره ژبه مو د وصل ژبه ده او دا ټول ګلان دې په یو باغ کې، په یو ملي وحدت کې، یو بل باندې ولې.....، هره برخه د افغانستان د یوې امپراطوری مرکز و یا د یو مستقل دولت مرکز و په طول د تاریخ کې. خپل تاریخ باندې هم باید پوه شوو.
بله برخه دا ده چې ځان ۲۱ پېړۍ ته ورسوو، په ۲۱ پېړۍ کې څه مو په کار دي چې خوندې شئ، څنګه هره ورځ یوه برخه یا بله برخه مو د یو ګاونډي یا بل ګاونډي یا د یو هیواد یا بل هیواد وسیله ونه ګرځئ. وینه ودروئ. که یو بل ومنو یوه تګلاره راوړو، وینه درېږي، غیر له هغه نه وینه بیا تویېږي.
زه غواړم غاړه مې خلاصه کړم او نوې نسل ته مې واضح [پیغام] دا دی چې هغه ظرفیتونه پیدا کړئ، ولې وسیله د جنجال کېږئ؟ ولې جنګسالاران موو او مفلس سیاستمداران درنه سوء استفاده کوي؟ ولې وسیله د نفاق کېږئ؟ څه باندې مو دعوا ده؟ هو، که مقصد مو دا وي چې یو مو له بل نه بهتره يئ، دا د منلو وړ نه ده. ټول انسانان یئ، ټول مسلمانان یئ، اکثریت مطلق او ټول افغانان یئ، دې باندې باید نتیجې ته ورسېږئ.
د نظام مشروعیت په ولس پورې تړلی دی. دا له پاسه [اسمانه] نه راځي. بې له دې نه چې ولس د افغانستان یو نظام مشروع وګڼي، مشروعیت نشته. ولس د افغانستان باید حق ولري او له نړيوال نظر نه هم باید پوه شوو چې مشروعیت بې له ژوند له نورو هیوادو سره نه کېږي.
آخره خبره مې دا ده، آیا دې نتیجې ته رسېږو چې جوړول مو هدف دی؟ او هغه ظرفیت چې موږ غواړو د جوړولو ظرفیت دی؟ دا څه دي چې تمامه ورځ وایوو د تورې او د ټوپک نښانې مو دي؟ ولې د آبادی نښانو باندې نه راځوو؟ ولې جوړولو باندې نه راځو؟ ولې دا عظیم منابع چې خدای جل شانه راکړې دي د انسان د ښیګڼې لپاره، [دا نه یادوو؟] هر [څومره چې] د یوه ولس په حیث باندې ټول افغانان ښېګڼې ته ورسېږي [او] هوسايۍ ته ورسېږي، په هماغه اندازه په هغه خپل دین پسې هم ګرځي، خپل مذهب پسې هم ګرځي. [بیا] د دې خطر نشته چې نن مو خدای ناکرده دین په خطر کې وي یا داسې څه وي. دا د دین پوهه په کار ده، انسانیت په کار دی او خاصتاً ملي وحدت په کار دی چې په مخه لاړ شو او ان شاءالله تعالی دا کېږي.
د دې لپاره باید بېرته لاړ شو محمود طرزي ته [او] نورو متفکرینو ته چې زړه سوی يې درلود او تجربه [یې لرله]. بیا [باید] واضح کړو چې تاریخ نه تجربه واخلو چې دا ترخې تجربې تکرار نه کړو. په سولې باندې ما خپل ټول ژوند وقف کړ، راغلئ کودتا مو وکړه! ګټه مو څه وکړه؟ په بربادی باندې، په وینې تویولو باندې، په غچ اخېستلو باندې څه جوړېږي؟ موږ یو ډېر ښه رسم لرو جناب جنبش صاحب چې په وینه باندې تېږه ږدو. معنی يې دا ده چې وینه درېږي چې ټول خلک فکر وکړي، ټول خلک عقل سره په ځای کړي او ښیګڼې خوا ته لاړ شي. ضرورت د دې دی چې بدې خاطرې، جنایتونه او دا ټول نور شیان چې شوي دي، یو وارې يې سپین کړو او زړونه خلاص کړو چې مخکې لاړ شو نه دا چې بار، بار دا تاریخ تکرار کړو.
جنبش: ډېره مننه، بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی البته همانطور که بار، بار تکرار کردم مسئله منابع زیر زمینی افغانستان بسیار وسیع است، بخش‌های متعد دی دارد، ولی امیدوار استم که در این دو برنامه توانسته باشیم با آنچه که نیاز بود از شما بشنویم و توضیحات از شما داشته باشیم. امید که شنونده‌ها هم پسندیده باشند، بسیار تشکر، در همینجا این برنامه را به پایان میبرم.
دکتور غني: تشکر از جناب شما و باز هم تقاضای من از نسل جوان ما خاصتاً این است که این سرمایه به شما تعلق دارد. دانش را دستیاب کنید، دیدګاه تان را ایجاد کنید، دست با دست با هم بدهید و مدیریت تان را بدست بګیرید. این فرصت است طلایی باید از دست دا ده نشود و تشکر میکنم.
تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان.