November 6, 2025
قسمت ۴۶: جنگ اول انگلیس - افغان
این قسمت به بررسی علل، جریان و پیامدهای جنگ اول افغان و انگلیس در بستر بحران گستردهتر فروپاشی سیاسی در افغانستانِ قرن نوزدهم میپردازد. این برنامه اهداف استراتژیک بریتانیا در آسیای مرکزی، بازگشت شاه شجاع به قدرت، فروپاشی مقاومت در شهرهای کلیدی، نقش قیامهای مردمی و در نهایت شکست و خروج بریتانیا را مورد مطالعه قرار میدهد. این بحث همچنین بر بازگشت دوست محمد خان به قدرت، مبارزات داخلی پس از آن و تنشهای ژئوپلیتیک در حال تغییر که زمینهساز رویاروییهای مجدد در اواخر قرن شد، تأمل میکند.
Transcript

جنبش: له ولسمشر سره پر بېلابېلو مسألو یوه بل بنډار ته ستړي مه شئ. دا د ژوند لارې لړۍ ده. مېلمه به نن بیا د افغانستان د تاریخ پر یوه بل څپرکي راته تم شي. زه داود جنبش یم او تاسې ټولو ته په سلام هرکلی وایم.
دکتور محمد اشرف غنی به شماره دیگر پودکاست از سلسله «راه زندگی» خوش آمدید.
دکتور غنی: بسم الرحمن الرحیم، تشکر از جناب شما و تمام شنونده ها و تمام هموطنها در هر جاییکه تشریف دارند.
جنبش: تشکر به اجازه شما بحث تاریخ افغانستان را –که از چند شماره به این طرف ادامه دارد، ادامه میدهیم.
تشتت و پراکنده گی ییکه در برنامه گذشته آن را مفصل تشریح کردیم، راه را به مداخله آشکار و پنهان خارجی هموار کرد که اوج آن تجاوز مسلحانه نیرومندترین قدرت نظامی آن وقت –یعنی بریتانیای کبیر، به کشور ما بود. این تجاوز در قرن نوزده ۲ بار تکرار شده. اگر به ترتیب پیش برویم، انگلیسها از تجاوز اول چی میخواستند؟ مستعمره ساختن افغانستان یا چیز دیگر؟
دکتور غنی: هدف چند چیز بود: هدف بزرگ آماده گی برای تسلط بر آسیای مرکزی بود. از آن جهت اینها میخواستند قبل از این که روسها پیشرفت بسیار سریع داشته باشند، اینها بتوانند در آسیای مرکزی به حیث بازیگر اساسی جلوه کنند. هدف دومی این بود که به جای یک سلسله حکومت های پراکنده محلی یک حکومت منسجم در افغانستان داشته باشند که تحت قیومیت اینها باشد، اما منظم باشد و با داشتن یک سفیر و قوه کوچک نظامی مثل ولایاتی که تابع اینها در هندوستان و نقاط دیگر جهان بودند، بتوانند این را اداره کنند. و سومی اش این بود که یک قوه خاص را –مثلیکه در نقاط دیگر هندوستان قوای محلی را استخدام کردند و بعد به قوت این قوه های محلی پيشرفت های دیگر کردند، از این قوه استخدام کردند و؛ و آخرین نکته اش این بود که باوجودیکه دولت سکهـ موجود بود، اما چون رنجیت سنگهـ در این وقت میمیرد، و مجادله بین سردارهای سکهـ رخ میدهد، هدف شان اینست که بتوانند از دو طرف پنجاب را –که ساحه حکومتداری او بود، تحت تسلط خود بیآورد.
جنبش: د دغه برید لپاره د انگرېزانو پلمه واک ته د پخواني پاچا شاه شجاع رسول و چې هغه له خپل ورور شاه زمان سره په لودهیانه کې ژوند کاوه. دی یې راووست، له خپلو قواوو سره د سندهـ او بلوچستان له لارې کندهار ته، د ده زوی تیمور د نورو ځواکونو په ملگرتیا د پېښور له لارې راغی، دغو ځواکونو د انگرېزانو، تقریباً په چټکۍ سره – یو لنډ مقاومت د غزني که په پام کې ونه نیسو، په چټکۍ سره د افغانستان دغه برخې لاندې کړې. کندهار یې لاندې کړ، شاه شجاع ته یې اول کې وسپاره، بیا فوراً راغلل کابل ته. څنگه دوی بې مقاومته دغه بری ترلاسه کړ؟
دکتور غني: څو شیان نظر کې ونیسئ. لومړی، یوازې یوولس کاله د پاینده خېلو له حکومتدارۍ نه تېرېدل، ځکه شاه محمود مشروع پاچا گڼل کېده او دوی ته د غاصبینو په حیث باندې کتل کېدل. دویم، د پېښور سرداران د سکهانو نوکر شوي وو، نوکران وو او پېښور کې دوی خپل مشروعیت بایللی و، هم د پېښور سردارانو هم د دېره جاتو. درېیم، په قندهار کې د قندهار ورونه، د قندهار د سردارانو په نامه چې یادېږي، احمدشاهي تشکیلات یې ټوټه ټوټه کړي وو. تراوسه موږ افغان اسناد نه لرو، مگر ډېر یو تفصیلي گزارش له هماغه وخته په دې قبایلو باندې د یوه نامتو انگرېز لیکوال نه –چې درې کاله یې په قندهار کې تېر کړي وو، لرو؛ ټول یې له ځانه ستړي کړي وو او ځکه دوی مخکې راغلل او خپله دوست محمد خان هم لا واک یې نه و ټینگ کړی. یوازینی دلیل چې ده د امیر لقب ځان ته واخیسته، ځکه چې -تېرې خپرونې کې مو وویل، چې سکهانو سره مخامخ شي او د هغوی مخه ونیسي چې جلال آباد ونه نیسي، مگر په دې نه و بریالی شوی چې دوی له پېښوره وباسي. نو دلته لومړی یو بحران و د مشروعیت. دویم، سرداران او خانان لا په دې فکر کې وو چې احمدشاهي نظام کې ژوند پاتې دی او شاه شجاع په نوم پاچا نه دی، بلکې په واقعي توگه به د قوت واگې په لاس کې ولري او بېرته به احمدشاهي برم ژوندی کړي، نو ځکه د ده هرکلی وشو. دا چې دوست محمد خان میدان پرېښود، یو دلیل یې دا و چې پلویان یې ونه لیدل.
جنبش: بلی و سوال بعدی من راجع به نقشی که دوست محمد خان به عنوان حاکم و امیر افغانستان در آن وقت بازی کرد بود که، وقتیکه انگلیسها آمدند به کابل رسیدند او خارج شد از افغانستان رفت به ماورا‌ءلنهر. نقش کُلی او در این دوران، تا که انگلیسها می برآیند چی بود؟
دکتور غنی: در قسمت اول محاسبه دوست محمد خان سر این بود که در غزنی –که یکی از پسرانش غلام حیدر خان برادر وزیر اکبر خان مشهور مسوول بود، خواهند توانست که مقاومت کنند؛ اما یکی ار سردارهای دیگر از برادرزاده های او خیانت کرد و توانست راه مخفی ییرا به انگلیسها نشان بدهد. بر اثر آن دروازه بالاحصار غزنی را با ماین پراندند و غزنی را چور کردند. این یک چور عام است و اسناد انگلیسی واضح است که اینها غنیمت را بین خود تقسیم کردند. بعد از آن در ارغندی کوشش کرد که مقاومت دوم را ایجاد کند، موفق نشد. بعد از آن رفت به بخارا، اما در بخارا خودش و خانواده اش، همه محبوس شدند، و تنها توسط یک تاجر افغان او به مهارت خود را میکشد از بندی خانه و تنها میآید در شمالی کابل یک مقاومت نو را ایجاد میکند، اما بعد از آن بی اعتبار میشود. میآید پیش مکناتن - نماینده فوق العاده انگلیس در دربار شاه شجاع و مسوول روابط خارجی انگلیس در هندوستان. [دوست محمد خان] نه تنها تسلیم میشود بلکه دست مکناتن را [می بوسد] و بعد از آن خودش و خانواده اش تبعید میشوند. غیر از اکبر خان، از اولاد او دیگر در صحنه کسی نبود، تمام اولادهای دیگرش همراهش در تبعید در هندوستان بودند.
جنبش: سوال مهم هم همین است که وقتیکه برگشت از بند امیر بخارا به شمال افغانستان آمد، مخصوصاً در کوهدامن غازی های زیادی به دورش جمع شدند ولی چرا ناگهان خود را تسلیم کرد. بسیاری ها همین سوال را میپرسند، پاسخش را در اسناد انگلیسی داریم؟
دکتور غنی: بلی ها، دلیل عمده اش بی اعتباری اش بود، چون به نظرش انگلیسها [در بین قوای او] رخنه کرده بودند و در فکر این بود که شاید یک قسمت از اطرافی هایش او را تسلیم [به انگلیس] کند. اینکه تا چی حد واقعیت است یا نیست نکته دیگر است، اما بی [اعتمادی] اش واضح بود چون تنها با دو سوار –اگر حافظه ام بجا باشد، آمد و تسلیمی داد. قسمت تسلیمی اش به مکناتن واضح است، چون مکناتن تعجب کرد، گفت امیر آمده؟ گفت امیر با قوت آمده؟ گفتند، نی، تنها آمده، و نتیجه گیری اش همین بود که دیگر مقاومت کرده نمی تواند.
جنبش: د دغه پړاو یو نوی کتاب برتانویانو په دې وروستیو کې لیکلی (Return of the King)، د پاچا را ستنېدنه، څومره په دې کې راټول شوي اسناد سم دي؟ او بله پوښتنه مې دا ده، په هغو نورو اسنادو کې د چې د برتانیا له آرشیفونو نه تاسې ترلاسه کړي، یو سند چې ما ولیده هغه د غزني نه، د سلطان محمود له قبر نه د یوې دروازې وړل دي چې گواکې دا د سومنات دروازه وه او سلطان محمود غزنوي له هند نه غلا کړې وه، راوړې یې وه، اوس یې دوی بېرته هند ته ستنوي.
دکتور غنی: بالکل، سل فیصده، ځکه دوی غوښتل چې د مسلمانانو او هندوانو منځ کې تفرقه راوړي او ځکه دا دروازه یې وویستله، اما اکثریت د هندوانو دا ونه منله په هغه وخت کې، مگر د سلطان محمود مقبرې ته دوی سپکاوی وکړ. او بل شی دلته په زړه پورې دی، ځکه چې یو ډېر نامتو لیکوال په نامه د ایتن [Richard Eaton] یو ډېر ښه کتاب لیکلی. په پېړیو کې هېڅ نوع خاطره د سومنات د هندوانو په منځ کې نه وه. تېری شوی و، مگر هندوانو یو بل باندې هم چې تېرې کاوه هغه بوتان او دا به یې ویستل، نو د هندوانو منځ کې دا خاطره نه وه، دا خاطره انگرېزانو ژوندۍ کړه د دې سومنات له دروازو سره، ځکه چې خپله واکداري یې ډېره په جنجال کې ولیدله او مخصوصاً پس له دې نه یې چې ماته وکړله په افغانستان کې، موضوع یې لا پورته کړه. هېڅ نوع اسناد په دې باندې نه وو او نه د افغان اسنادو [کې] څه لیکل شوي وو، نه خپله د هندوستان د هندانو یا نورو له خوا. دا د نولسمې پېړۍ مطلب دی.
جنبش: اول جنگ، تفصیلات یې ډېر زیات دي، که په ټولو باندې تم شوو ډېر وخت به ونیسي، خو هغه اصلي کوچ یې دا دي چې د انگرېزانو په بشپړې ماتې پای ته ورسېد، یوازې، تېره خپرونه کې هم اشاره راغله، ډاکتر براېډن ژوندی جلال آباد ته ورسېده، بیا انگرېزانو نور عسکر را ولېږل د غچ په نامه، غچ یې واخیسته، دوی تباه شول، موږ څه ترلاسه کړل؟
دکتور غني: افغانستان وساتل شو، مگر راتلونکو یوویشت کالو کې موږ کورنۍ جگړې ته لاړو. یوویشت کاله مو دوامداره جگړه ولیدله، او پس له هغه نه مو بیا د دوست محمد خان د زامنو په منځ کې شپږ کاله نوره جگړه ولیدله. سندهـ، کشمیر، پېښور، دېره جات او ملتان مو په بنیادي توگه له لاسه ورکړل. د ملي مشرانو او دوست محمد خان منځ کې تضاد اوج ته ورسېد. او دلته یوازې دا نه وو چې ملي مشران، د ده او وزیر اکبر خان په منځ کې تضاد دې حد ته رسېدلی و چې دوست محمد خان چنداول ته پناه یووړله. او پس له هغه نه خپله دوست محمد خان باندې شک و چې خپل قهرمان زوی، اتل زوی وزیر اکبر خان ته یې زهر ورکړي دي، چې هغه خدای جل شانه ورباندې پوهېږي. نو له دې نظر نه موږ خپل وطن وگاټه مگر جلال آباد یې وسېځه، غزنی یې چور کړ، استالف یې وسېځه او چور یې کړ. د کابل لوی بازار چارچته، دا یې هم چور کړ او هم یې وسېځه. ځینې خلک فکر کوي چې انگرېزان متمدن وو، یا یې د متمدنو خلکو په حیث باندې موږ سره رفتار کړی، دا محض چټیات دي. دوی هېڅ نوع توپير نه درلود له نورو نه، له آسیایي قواوو نه. په هماغه چور اخته وو او هېڅ نوع عزت او اعتبار د دوی په خبرو کې هم نه و او د دوی په رفتار کې هم نه و، اما د دوی بایللو سل کاله وخت ونیوه، یعنې ۱۹۴۲ کې چې بیا سنگاپور کې دوی د جاپانیانو په مقابل کې داسې ماته وکړله. او دې خبرې د ټولو انگرېزانو ذهنیت د افغانستان پر وړاندې جوړ کړی، په شمول د دې کتاب (Return of the King). ځکه اسناد، معلومدار انگرېز اسناد دي او ذهنیت انگرېز دی، نو چاڼ په کار دی. افغانان باید دې اسنادو ته په ډېر دقت او په ډېر ځیر سره باید وگوري. او بله دا ده چې اکثریت اسناد چې انگلیسانو پس له دې ماتې نه خپاره کړل، منځ کې یې تحریف شوی و، او بیا تقریباً څلوېښت کاله یې ونیول یا پنځوس کاله چې پس له هغه نه هغه اصلي اسناد بې له تحریف نه خپاره کړي. دا ماته یوازې د انگرېزانو ماته نه وه، روسانو او دې ټولو له دې ماتې نه ډېر سخت ټکان ولید، او دا د دې عامل وگرځېد چې د هندوستان لوی انقلاب ۱۸۵۷دریځ د انگرېزانو مقابل کې وشي او همدارنگه د روسانو مقابل کې د امام شمیل او نور حرکتونه چې راځي په دې ټولو کې د افغانانو نوم په ډېره اوچته توگه مطرح شو. او یو عزت او اعتبار و او د دې دلیل و چې د هندوستان مسلمانان راغلل، خاصتاً قبایلو کې په خیبرپښتونخوا کې او نورو قبایلو کې راغلل چې ځای ونیسي، ځکه چې دوی فکر کاوه چې یوازې په دې افغانانو کې دا قوت شته چې ودرېږي او په واقعي توگه د انگرېزانو د پرمختگ مخه ونیسي.
جنبش: و بر شاه شجاع چی آمد؟ در برخی اسناد آمده که او میخواست به طرف جلال آباد برود، در راه، از بالاحصار تا سیاه سنگ که میرفت کشته شد، چی میخواست؟ کجا میرفت؟
دکتور غنی: اسناد افغان واضح است که بزرگهای ما، خوانین، سردارها و زعمای ملی ما میخواستند که شاه شجاع شخصاً جهاد را – غزا را که در آن وقت کلمه غزا عام تر است، رهبری کند در مقابل انگلیسها [علیه نیروهای تازه وارد شان در جلال آباد]. و او از بالاحصار حرکت می کند که به سیاه سنگ برود و در اینجا هم اسناد ضرورت به نگرش دوباره دارد، از جهت اینکه، بعد از آن این آدم به اندازه منفور شده که هیچ نوع قضاوت تاریخی که عادلانه باشد مطرح نمیشود، چون در این وقت او ترور میشود، بعد از ترورش به یک شخص بدنام که واقعاً هیچ نوع افتخار ندارد. اما در اینجا ضرورت واضح است که دیده شود که آیا واقعاً او اراده این را داشت که با مجاهدین یکجا شود و برای مجادله به طرف جلال آباد برود یا واقعاً تعلل میکرد؟ سراج التواریخ و کتابهای دیگر ما زیادتر به این نظر دومی بوده.
جنبش: من تا این اوآخر نمیدانستم که جنازه شاه شجاع را به کجا بردند. در این دهه اخیر فهمیدم که او هم در کنار پدر خود تیمور شاه در هدیره تیمور شاهی دفن است.
دکتور غنی: بلی ها، وقتیکه ما با همرای [بنیاد] آغا خان به موافقه رسیدیم که کرزی صاحب همرای شان اولین قرارداد فرهنگی را امضا کرد، یکی از نکاتی را که من پیشنهاد کردم این بود که این مقبره تیمور شاه تکمیل شود، چون یکی از آثاری بود که دهها دهه از قرن زیادتر تکمیل نشده بود و همچنین بنای تاریخی قلعه اختیارالدین در هرات.
جنبش: بیا وروسته څه وشول؟ موږ د مکتب په تاریخ کې لوستلي وو چې امیر دوست محمد خان خپل زوی وزیر اکبر خان ته خپلې عینکې یا سترگۍ او د نصوارو ډبلی را واستاوه چې ورته ووایي دی ژوندی دی. وروسته څه پېښ شول؟ امیر څنگه بیا راستون شو؟ څنگه یې واک بېرته تأمین شو؟
دکتور غني: دا [له انګرېزانو سره د وتلو] د موافقې برخه وه، ځکه یوه معاهده لاسلیک شوې وه خپله مکناټن سره، مخکې له دې نه چې دی ووژل شو او په هغه کې د دوست محمد خان د بېرته راتگ ترتیبات نیول شوي وو او انگلیسانو یوازې دا غوښتل چې بېرته زر ووځي، ځکه دې ضربې ۳۷کاله ونیول چې بیا په حال راشي دوی او بیا د تېري اراده وکړي. او هغه خلک چې واک ته ورسېدل د انگلیس په دستگاه کې، پس له دې نه یې افغانستان ته په دې [سترگه] کتل چې دا زهر دي او ځکه دوی نه غوښتل چې مخکې راشي. بېرته د ده په راتگ باندې تضادونه نوي شول. له یوې خوا نه دده او د ملي مشرانو منځ کې او اکثریت مشران چې ژوندي پاتې شوي وو ده یا بندیان کړل یا یې له صحنې لرې کړل، له امین الله خان لوگري نه نیولې تر نورو پورې. دویم، اصلي قوت په دې دوره کې د ده په لاس کې نه و، وزیر اکبر خان نه معلومدار موږ اتل جوړ کړی چې دی، اما وزیر اکبر خان هغه وخت راغی چې ملي پاڅون په خپل قوت کې و او دې ملي پاڅون دی ومانه او په دې ترتیب باندې بېرته د امیر دوست محمد خان راتگ. مهمترینه خبره دا وه چې پس د انگرېز د برید نه، دوست محمد خان –چې پخوا له برید نه ورته ډېره برخه خلکو د غاصب په حیث باندې کتل، د مشروعیت خاوند شو. او پس له هغه نه یې نوم د «امیر کبیر» وگاټه، ځکه د ده په دوران کې افغانستان بېرته د یوه مرکزي دولت څښتن شو. د ده خور –چې نوم یې له بدې مرغې نه تراوسه پورې ماته معلوم نه دی شاید په نورو اسنادو کې ووځي، ډېر ستر رول ولوباوه چې هم ملي مشرانو ته یې په کابل او کوهدامن او دې کې پیسې ولېږلې او هم یې پېغور ور ولېږه چې د څادر پېغور و چې زموږ دود کې سخت پېغور دی مشرانو ته. خور یې مطرح وه، ځکه چې نران یې د دې کورنۍ بندي کړي وو، مگر مېرمنې پاتې وې او دویم وار چې دوی [انګرېزان] راغلل ډېر سخت متوجه وو چې د امیر شیرعلي خان د کورنۍ د مېرمنو مخه ونیسي چې په سیاست کې گډون ونه کړي.
جنبش: همانطور که شما اشاره کردید، قهرمان اصلی تمام این معرکه ها مردم افغانستان بودند، تنها رهبری میخواست و اینها وارد جنگ میشدند و با قربانی های عظیمی کشور خود را نجات میدادند. فولکلور ما در این زمان و ادبیات مردمی ما در این زمان انعکاسگر همین احساسات است چون، میگوید وقتیکه شاه شجاع پادشاه شد، در کتابهای مکتب باز هم این را خوانده بودیم که سکه زد بنام خود، شعری سروده بود و شعری در این سکه آمده بود که: سکه زد بر سیم و زر روشن تر از خورشید و ماه – نور چشم دُر دُران شاه شجاع الملک شاه. باز میگویند مردم در کوچه و بازار میگفتند که : سکه زد بر سیم و طلا شاه شجاع ارمنی – نور چشم لات و برنس خاک پای کمپنی. که از برنس منظور شان الکساندر برنز بود و از لات همان وایسرای یا نایب الحکومه اوکلند در هند بود. بصورت کُل بازیگران اصلی این جنگ در بین زن و مرد افغان کی ها استند، از کی ها نام برده میتوانیم؟
دکتور غنی: اول از مردم عام خود باید نام بگیریم که گمنام ماندند. اما اینها قهرمان های اصلی ما استند. از اشخاصیکه قابل ذکر استند: میرمسجدی خان از کاپیسا؛ امین الله خان لوگری که لقب نایب را پيدا کرد در این وقت؛ عبدالله خان اچکزی که اولین کسی بود که سر برنز فیصله حمله را داد؛ میرواعظ یکی از رهبرهای مذهبی کابل که نقش برجسته داشت؛ وزیر اکبر خان خودش، بچه کاکایش سلطان جان که پسان حاکم مستقل هرات میشود؛ محمدشاه خان بابکرخېل که مناسبات بسیار نزدیک با وزیر اکبر خان داشت، و قلعه او بود که افسرهای انگلیس و خاصتاً خانم هایشان –که لیدی سیل خانم یکی از جنرالهای اینها بود خاطرات خود را در این نوشته کرده، اینها در اینجا بودند و بعد از او در بامیان.
جنبش: د راه کابل – جلال‌آباد گروگان گرفته شده بودند به دست افغانها اسیر بودند.
دکتور غنی: بلی، تمام قبایلی که از قندهار تا کابل و از پشاور تا کابل بودند در این سهم بسیار وسیع داشتند، مخصوصاً در از بین بردن راه کهنه کابل (راه لته بند) که به دره مرگ عساکر انگلیس مبدل میشود. مولوی عبدالشکور حیثیت صدراعظم شاه شجاع را در مرحله اول داشت چون عالم خاندانی او بود؛ خود شخص شاه شجاع؛ و یک قسمت سردار هایی از خانواده پاینده خیل استند که در این مرحله باز هم نواب زمان خان، شجاع الدوله وغیره که حرکات زیاد را انجام میدهند و یکی از اینها شاه شجاع را ترور میکند.
جنبش: څلوېښت کاله یې ونیول چې انگرېزان بیا دا زړه وکړي چې افغانستان ته عسکر ولېږي. په دغو څلوېښت کلونو کې دوی تقریباً افغانستان هېر کړی و او یا یې کرکه ترې درلوده. په دغو نزدې څلورو لسیزو کې د افغانستان خپل کورني حالات څنگه وو؟
دکتور غني: تاسو استادان د ژورنالیزم یئ، غواړئ چې دا عدد تکمیل وي، ۴۰ وي؛ په حقیقت کې ۳۷ کاله دي، مگر ۴۰ منم.
جنبش: هو، ما یې هغه کُلي شمېره وویله.
دکتور غني: بالکل، بالکل. موږ دې ۳۷ کالو کې لومړی ۲۱ کاله د دوست محمد خان؛ بیا ۶ کاله د شېرعلي خان –چې منځ کې دی [شېرعلي خان] کابل بایلي او دوه ورونه یې محمد افضل او محمد اعظم خان د پاچایۍ اعلان کوي او منل کېږي، سره د دې چې دی هرات هم ساتي او شمال د افغانستان هم. یعنې جگړې دوامدارې وې او دې جگړو کې زموږ ډېره پانگه –هم انساني پانگه او هم مالي پانگه لاړله او ولس ډېر زیانونه ولیدل. دویم، د فارس قاجار په ۱۸۵۶ کال کې، دویم برید په هرات باندې وکړ او هرات یې ټوټه ټوټه کړ. که سړی له حقه تېر نه شي، د انگرېزانو تېری د دوی په بندر [خارک] باندې و چې دوی یې مجبور کړل چې بېرته ووځي؛ اما اصلي مېړانه د هرات د ولس وه، مگر قیمت یې زښت ډېر اوچت و. دویمه برخه یې دا ده چې د امیر دوست محمد خان زامن په دوو کالو کې، څه مرکزیت چې ده ټول کړی و او څه خزانې چې ده ټولې کړې وې، په دوه کالو کې یې تباه کړل. یو بل یې ووژل. د دوی په جگړو کې هېڅ نوع فضا د اطمینان، اعتبار یا دا موجوده نه وه. لسها وارې یې خپل قسمونه وگرځول. دغلته گورئ چې عقاید ډېر زښت کمزوري شوي او باورمندي کمه ده او دوی د یو بل د توطئو او وژلو فکرونه وکړل او دې کې دا نه وو چې سکه یا اندر [مېرني] وي. د شېرعلي خان بدترینه جگړه خپل سکه ورور محمد امین خان سره په کندهار کې وه، چې هم د ده زوی او هم ورور یې ووژل شول. مگر پس له هغه نه موږ راځوو د امیرشېرعلي خان دورې ته چې لس کاله د تحکیم د یوه مرکزي حکومت ده او داسې یو حکومت دی چې حیثیت و عزت لري. یوه ډېره منظمه اردو جوړه شوه چې تقریباً ۶۰ زره کسانو ته رسېدلې وه. پياده نظام په اساسي توگه راغی. کابینه منسجمه شوه. دا لومړی وار دی له احمدشاهي نظام نه تر هغه وخته پورې چې د صدراعظم او پاچا منځ کې ټکر رانغی. سید نورمحمد شاه چې د پشین د سیدانو نه و، صدراعظم و. دولت کې سپه سالار قزلباش و. وزیر د خارجه او وزیر د داخله غلځي خانان وو. حکومت کې یو عمومي اشتراک دی. دربار په دري کې دی، اما پښتو ته هم لومړی وار دی چې توجه کېږي. شمس النهار [ورځپاڼه] خپرېږي. عمده ترین کار د شېرعلي خان دا و چې خپلې ټولې کورنۍ ته یې نغد معاشونه ورکړل، نه دا چې دوی ته جاگیر ورکړي. نو یو سلسله اصلاحات راغلي او دا اصلاحات په بنیادي توگه ورو ورو ټینگېږي. منځ کې یې معلومدار ستونزې شته، هغې نه زه نه تېرېږم، مگر یو حرکت و او انگریزي اسناد چې وگورئ، دا ټول وایي چې تر ده پوه نفر په دې وخت کې نه او قوت او اراده د دې یې درلوده چې اصلاحات راوړي او د شېرپور اساس یې کېښوده او هلته یې ترتیب نیولی و چې له بالاحصار نه لاړ شي او بي بي مهرو [غونډۍ] باندې نوي قصرونه جوړ کړي او دا. بله برخه د دې دا ده چې لومړی وار د افغانستان یو سرحد ټاکل کېږي او هغه له سیستان سره، قاجاري دولت سره، د انگرېزانو په حکمیت باندې د گولدشمېد خط تعیینیږي او دغه ده چې د هلمند د اوبو ستونزه موږ ته پيدا کوي. سل کاله یې ونیول تر څو چې خدای بښلي [محمد موسی] شفیق دا مساله په حقوقي توگه حل کړي، ځکه له گولدشمېد نه بدتر حکم شاید ډېر لږ په دنیا کې تېر شوی وي. سرحد یې د اوبو په منځ کې وټاکه. دلته خپله انگرېزان – یو بل انگرېز دی سایکس چې د ډيورنډ بیوگرافي یې لیکلې او نور آثار یې لیکلي، وایي چې دی د ایران د سیستان د علم خان چې پس ته لمسی یې د ایران صدراعظم و، له هغه نه ډارېده او شاید پيسې یې اخیستې وي. بل په ۱۸۷۲ کال کې امیر شېرعلي خان د آمو سیند روسانو سره [پوله] مني او ډېره برخه چې پس ته راغلله د عبدالرحمن خان په دوران کې، د روسانو ټینگار په دې کې و چې دا منل شوی سرحد دی او د هماغه په اساس ده چې پس ته دا کرښه د شمال چې ټاکل کېږي، په همدې اساس باندې ده. سره له دې نه چې په هغه کې امیر عبدالرحمن خان په اول کې مقاومت وکړ، اما پس له هغه نه یې ومنله.
جنبش: در آواخر دهه سي قرن نوزده، انگلیسها به بهانه آوردن شاه مخلوع شاه شجاع به افغانستان، حمله نظامی کردند. بهانه شان در حمله دوم در آواخر دهه هفتاد قرن نوزده چی بود؟
دکتور غنی: بهانه شان این بود که امیر شیرعلی خان سفیر روس را قبول کرده، باید بصورت عاجل یک هئیت انگلیس را قبول کند. وقتیکه امیرشیرعلی خان این را قبول نکرد، فوراً حمله کردند. نکته اساسی تغییر ذهنیت است. بعد از این چهار دهه انگلیسها به کلانترین قوت نظامی دنیا مبدل شده بودند، در اوج قوت خود بودند و میگفتند که در امپراتوری ما آفتاب غروب نمیکند. خط آهن، کانال سوئیز، تلگراف، سرکسازی ... اینها آمده بود و بر این اساس، ذهنیت اینها حالی مطلق گشته بود به یک ذهنیت نژاد پرست. و بعد از طرح داروین –چیزیکه به نام دارونیزم اجتماعی یاد میشود، اینها مردم را طبقه بندی کردند: وحشی؛ بربری، نیمه متمدن، متمدن. و ما را بربری میگفتند یا نیمه متمدن. به کل جهان اسلام به همین نظر می دیدند و فکر میکردند که تنها قوت های اروپایی استند که با هم دیگر همسری کرده میتوانند، و از این جهت، حرکت شان سر این بود که سرحدی را –که بنام سرحد علمی خود یا سرحد طبیعی خود یاد میکردند، این را کجا پیدا کنند و این سرحد را اینها در هندوکش می دیدند. از این جهت لارد لایتن که مثال برجسته این نوع طرز فکر میشود، نایب السطنة هندوستان میشود و بصورت واضح میگوید که بین دو قدرت بزرگ اروپایی یک قدرت آسیایی قابل تحمل نیست، بنابرین باید این محو شود و حمله میکند. و در این بخش، از بخش اول، اهداف شان نهایت متفاوت است و اگر به آن موفق میشدند، امروز افغانستان وجود نمیداشت.
جنبش: کور مو ودان ولسمشر محمد اشرف غني. په دې خپرونه کې مو تر دې ځایه – اورېدونکو ته وریاده کړم چې پر افغانستان د انګرېزانو د لومړي تېري دلایل او عواقب وڅېړل چې دواړو لورو ته په کې لوی زیانونه واوښتل. د لومړۍ جګړې په پای کې امیر دوست محمد خان چې له انګرېزانو سره په هند کې بندي و، راخلاصېږي، کابل ته راځي او د شړېدلي دولت په بیا کوشېرولو بوختېږي. د پاچایۍ لومړي کلونه یې له خپلو وروڼو، ورېرونو او تربرونو سره په کورنیو شخړو اوړي چې په واک باندې سره اخته وو، خو ورو ورو هغوی یا ماتوي، یا فراروي او یا یې تابع کوي او په نتیجه کې د هېواد بېلابېلې برخې له مرکز سره تړي. وروستۍ لویه فتحه یې له کابل سره د هرات بیا یوځای کول و چې هماغلته هم، امیر دوست محمد خان د ساه لنډۍ په ناروغۍ مري او د خواجه عبدالله انصار په زیارت کې خاورو ته سپارل کېږي. تر دې وروسته د ۱۸۶۰مو کلونو په اوږدو کې دده د زامنو ترمنځ بیا د واک پر سر جنګونه پېښېږي تر هغو چې یو زوی یې شېرعلي خان چې مشر هم نه و، پر نورو برلاسی کېږي او یو منظم مرکزي حکومت جوړوي. ددې خپرونې په یوه برخه کې یادونه وشوه چې تقریباً لس کاله امیر شېرعلي خان په آرامۍ حکومت وکړ خو د ۱۸۷۰مو په وروستیو کې ځينې داسې پېښې وشوې چې انګرېزانو ته یې بیا پلمه په لاس ورکړه چې پر افغانستان راپرېوځي. په دغو پلمو کې هماغلته یادونه راغله چې یوه، د سیستان په برخه کې د دوی منځګړیتوب و چې په دغه منځګړیتوب کې زموږ د خاورې، په سیستان کې زموږ د خاورې یوه برخه او د هلمند په اوبو کې حق فارسیانو ته ورکړ شو او په دې سره امیر شېرعلي خان له انګرېزانو نه خوابدی شو، د دوی د نیتونو په اړه یې شک پیدا کړ او ګواکې، یا د انګرېزي مورخینو له نظره یې ورو ورو ځان روسیې ته نژدې کړ. نوي اسناد ښیي چې پر افغانستان د انګرېزانو د برید په پلمو کې یوه لویه پلمه داوه چې ولې امیر شېرعلي خان روسانو ته نژدې شو او کېدای شي [کابل ته] د هغوی [د پلاوي راتګ] برتانوي هند ته ستونزې جوړې کړي، نو ځکه راغلل چې مخه یې ونیسي. خو دا چې ولې امیر شېرعلي خان خوابدی شو، خوابدي یې څومره ژوره وه، په اسنادو کې تر کومې اندازې ددې څرک لګېدلی شي. مخکې له دې نه چې د افغان او انګلیس دویمه جګړه وڅېړو، دغه موضوعګانې به په بله خپرونه کې وڅېړو. نو تر هغو تاسې ولسمشر محمد اشرف غني او ګران اورېدونکي په لوی خدای سپارم. تر بلې خپرونې.
غني: تشکر از جناب شما و از تمام شنونده های ما، خواهرها و برادرهای عزیز ما. امید است که در داخل کشور و هر جاییکه استند، آرام باشند.
زنده باد افغانستان
یشه سین افغانستان
تل دې وي افغانستان