September 25, 2025
قسمت ۴۳: ایجاد دولت معاصر افغانستان
در این قسمت، ما تاریخ ۳۰۰ ساله افغانستان مدرن را بررسی کرده و ریشههای آن را از ظهور احمدشاه درانی در سال ۱۷۴۷ دنبال میکنیم. این گفتگو به بررسی پایههای سیاسی، نظامی و فرهنگی امپراتوری درانی، چالشهای جانشینی و نقش شخصیتهای کلیدی و قبایل در شکلدهی دولت میپردازد. با تکیه بر بافت تاریخی، از جمله دورههای پیشین تحت حاکمیت میرویسخان هوتک و مداخلات نادرشاه افشار، این قسمت چگونگی تأسیس دولت اولیه مدرن افغانستان، سیستمهای حکومتداری، ساختارهای اقتصادی و روابط دیپلوماتیک آن را برجسته کرده و درسهایی در مورد وحدت، رهبری و دولتسازی برای مخاطبان معاصر ارائه میدهد.
Transcript

جنبش: سلام او درناوي ټولو ته. له ولسمشر محمد اشرف غني سره د پودکاست یوې بلې گڼې ته ستړي مه شئ. این بار به پیشینه تشکیل دولت معاصر افغانستان که این رشته برنامه ها با عناوین و بخش های متنوع آن همه به سه صد سالگی آن اختصاص یافته است، می پردازیم. د تاریخ د پاڼو په دې لټون کې زما داود جنبش ملگرتیا وکړئ.
آقای دکتور غنی خیرمقدم و به برنامه خوش آمدید.
دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم، تشکر از جناب شما و سلام های گرمم را خدمت همه هموطنها، خواهرها و برادرهای عزیز ما، هم در وطن و هم در تمام اکناف دنیا تقدیم میکنم.
جنبش: د معاصر افغانستان ۳۰۰مه کلیزه لکه چې ومې ویل دا ټوله لړۍ مو هغې ته ځانگړې کړې، په ۲۰۴۷ میلادي کال یعنې شاوخوا ۲۲ کاله وروسته را رسېدونکې ده. په بله وینا موږ د ۱۷۴۷ کال خبره کوو چې احمدشاه بابا دراني په کې د یوې لویې امپراتورۍ بنسټ کېښود. خو له دغې نېټې نه او له دغې سترې پېښې نه نژدې ۳۸ کاله وړاندې په ۱۷۰۹کال کې لوی نیکه میرویس خان د صفوي نیواکگرو په شړلو خپل بومي حکومت په کندهار کې اعلان کړی و، وروسته یې زوی شاه محمود له دې نه هم وړاندې لاړ، اصفهان یې ونیوه او ټوله صفوي سلسله یې ړنگه کړه. ځوانو اورېدونکو ته به په زړه پورې وي چې وپوهېږي ولې موږ د معاصر افغان دولت جوړېدنه له ۱۷۰۹ یعنې د میرویس خان له قیام نه، نه را پيلووو، چې له ۱۷۴۷ نه یې پيلوو؟
دکتور غني: لومړی، میرویس نیکه د افغانستان له ډېرو سترو شخصیتونو نه دی او نوم به یې همېشه تلپاتې وي. خبره په دې کې ده چې د میرویس نیکه اولادې، خپله شاه محمود او شاه حسین او لور یې زینب بي بي او پس له هغه نه وراره یې شاه اشرف، اوسني ایران ته مخه وکړله او شاه اشرف او شاه محمود دواړه د ایران د پاچایانو په حیث گنل کېږي. له دې نظره، له قندهار او فراه نه پرته، هرات هم دوی ونه نیوه، ځکه چې هلته د ابدالیانو حکومت و او باقي افغانستان د دوی واک لاندې رانغی. او دویمه خبره چې له ټولو نه عمده ده، معلومدار دا ده چې هغه بنسټ چې میرویس نیکه کېښود، احمدشاه بابا تکمیل کړ، مگر منځ کې یوه ډېره لویه غمیزه وه چې هغه د نادرشاه افشار بریدونه وو او د هغه نتایج چې بې له دې نه موږ نه شوو کولای چې بنسټ ته په مستقیم ډول وگورو. درېیمه تر ټولو مهمه دا ده چې دا بنسټ چې احمدشاه بابا کېښود اول یې د شاهي نظام په حیث باندې ټول افغانستان کې ۶۷ کاله دوام وکړ، هرات کې یې ۹۱ کاله دوام وکړ او د شاهي نظام په حیث باندې یې ۲۲۶ کاله دوام وکړ او که د داود خان ۵ کاله ورسره یو کړئ، ۲۳۱ کاله یې دوام وکړ چې متداومه طریقه وه. منځ کې څو وارې افغانستان وپاشل شو، اما بېرته بیا په مرکزي هستې باندې بېرته ټول شو. دغه یې دلیل دی، اما دا په هېڅ توگه د دې معنی نه لري چې د میرویس نیکه نوم او هغه کارنامې یې چې کړي دي، به هېرېږي. ان‌شاءالله تعالی په راتلونکو [پودکاستونو کې] وختې چې شاته گورو، بیا به په میرویس نیکه باندې هم راشوو.
جنبش: ډېره به ښه شي، فکر کوم په دې ارزي چې موږ دغې دورې ته یوه ځانگړې کتنه وکړو. دولت هوتکي جایش را مستقیماً به دولت دراني نداد. در این میان یک وقفه ۹ ساله داریم که دوران تسلط مجدد فارسیان تحت قیادت نادر افشار بود. او با تصرف قندهار از شاه حسین هوتک در ۱۷۳۸ به حاکمیت این سلاله افغان پایان داد. این ۹ سال چی پيآمدهایی برای منطقه و کشور ما داشت؟
دکتور غني: نکته اول که عرض کنم، اولین سلسله ییرا که او ختم کرد، سلسله ابدالی ها بود، که برادر احمدشاه بابا ذوالفقار خان در هرات مستقل بود و تا ساحه مشهد را فتح کرده بود، نادر افشار اول هرات را گرفت بعد از محاصره ۹ ماهه و بعد از آن قندهار را گرفت. عواقب آن: یک، انتقال جبری اقوام افغانستان به امپراتوری افشار است. این یکی از بزرگترین انتقالات جبری در تاریخ ۳۰۰ ساله اخیر ماست. قبل از آن عباس اول صفوی هم یک سلسله انتقالات وسیع را انجام داده بود، اما نادر افشار طور مثال، غلزایی ها و ازبک های ما به تهران و مازنداران انتقال داده شدند. اکثریت قبایلی که بعداً به نام درانی یاد شدند و در اول به نام ابدالی یاد میشدند، به ساحه نیشاپور انتقال داده شدند و همچنین به مازنداران. بالعکس قبایل بختیاری به هرات انتقال داده شدند. از این جهت یک سلسله عظیم انتقالات را می بینید. بعد از آن اجازه داد نادر افشار که یک قسمت قبایل ابدالی دوباره به قندهار بیایند و زمین های قندهار را در بدل اینکه باید اینها یک تعداد سوار در بدل هر قولبه زمین به امپراتوری او بدهند، این اساسی است که اهمیت دارد. دوم، در محاصره ۹ ماهه هرات و محاصره یک ساله قندهار صدماتی که این به دو شهر بزرگ افغانستان آورد، غیرقابل باور است، چون محاصره طولانی بود. فراموش نکنید که پيمانی را که با بی بی زینب خواهر شاه حسین هوتکی امضا کرد که در بدل آن امان داده بود به شاه حسین و گفته بود که اخراج نمیشوند و انتقال داده نمیشوند، زیر پا گذاشت و شاه حسین در تبعید جان خود را از دست داد، و ما بعد از آن اثر این را که بر بی بی زینب چی واقع شد، نداریم. در عین حال از هر جایی که گذشت در دوران حرکت تا خیبر، هر جایی که مردم در مقابل او ایستاد شدند، به خونریزی بسیار شدید دست زد. نتایج آن در بعضی جا ها مثل فراه واری طور مثال، خیل هایی که مقاومت کردند تمام تعادل تغییر کرد. تنها در خیبر دو بار او باج داد، هم از این [خاطر] که از دره خیبر بگذرد و خاصتاً وقتیکه دوباره آمد با تخت مشهور طاووس و تمام غنیمت دیگری که از هندوستان گرفته بود دوباره آمد، مجبور شد که [در خیبر] باج بدهد. نادرشاه در آخر به مالیخولیا گرفتار شده بود. حتی چشم های فرزند خود را که ولیعهدش بود، کشید و به خونریزی بسیار شدید دست میزد. نکته عمده و از همه کرده مهمتر از نگاه تاریخ ما اینست که او در حدود ۱۶۰۰۰ سوار از افغانستان گرفت که یک قسمت زیاد آنها ابدالی های آن وقت بودند که از جمله احمد شاه بابا در جوانی جز این سوارها شد و به بخش خاص محافظت نادر کار میکردند. در داخل افغانستان دو نفر را مقرر کرد، که یکی از آنها نورمحمد خان علیزایی بود، که مسوول قندهار بود؛ و دوم عبدالغنی خان الکوزایی بود که مامای احمدشاه بابا بود و او جنرال منطقه تعیین شده بود. همچنین قبایل بلوچ و ازبک ما را جز عساکر خود گرفته بود و دوستی که بین احمدشاه بابا و سران ازبک و بلوچ ایجاد شد، یکی از عواقب مثبت و دوامدار آن در دوران شاهنشاهی احمدشاه بابا بود.
جنبش: هماغسې چې تاسې وویل نادرشاه افشار له هند نه، له غنایمو سره ستون شو چې په دې کې کوه نور مشهور الماس –چې اوس په برتانیه کې په سلطنتی دربار کې دی، د دې سره راستون شو او ۱۷۴۷ کې ووژل شو. له دې سره جوخت افغانان چې احمدشاه بابا هم په کې و، راستانه شول او خپل سلطنت یې جوړ کړ. آیا دا جوړېدنه تصادف و؟ که افغانانو دغه شي ته یو کار له مخکې نه پيل کړی و؟
دکتور غني: نه دا تصادف نه و. لومړی که نظر کې ونیسئ قندهار، سیستان، فراه، هرات –یوازې چې دې جنوب او جنوب غرب د افغانستان ته وگورو، د لویو دولتو پلازمېنې وې او د دې دولتونو خاطرې کم له کمه له ۲۴۰۰ کاله تر ۵۰۰۰ کاله دې ساحې کې دي؛ نو دولتداري په دوامداره توگه وه دلته او ښارونه مراکز وو. دویم، تیموري دولت د هرات له شاهرخ نه تر سلطان حسین بایقرا پورې هم صفوي امپراتوري، هم له هنري نظر نه تر ډېره حده پورې عثماني امپراتوري او خاصتاً د مغولو امپراتوري؛ او له ژبني نظر نه هم د ازبکانو امپراتوري، [دې ټولو] فکري اساس پرېښوده. درېیم، لودي او سوري دولتونه په هندوستان کې، بیا د دریا خان، خوشال خان او ایمل خان پاڅونونه، خاصتاً د میرویس نیکه او د هوتکیانو د سلسلې، دا ټول استناد دی. که خپله ابدالیانو ته وگورئ، سدوزي چې د سدو خان اولاده دي، سدو خان لومړی خان د ابدالیانو و چې اول عباس –چې ایرانیان ورته لوی عباس وایي، وټاکه. صفویانو یوازې دوه خانان ټاکلي وو: یو د ابدالیانو و او بل د توخیانو، قلات غلزايي کې؛ اما مغولو ډېر ټاکلي وو چې د خوشحال خان کورنۍ هم له هغه نه ده او نور دي. دلته یو خاص خصوصیت و چې سدوزي هم خانخېل وو او هم پیرخانه وه. د ټولو ابدالیانو منځ کې یو ډېر لوی دود و چې سدوزي چا نه وژل او ډېر په خاص احترام یې ورته کتل. او بل تر ملتانه پورې نیمه مستقل یا مستقل، ابدالیان پراته وو. هغه وخت کې ډېرتر یې ورته ترین ویل، سپین ترین او تور ترین. او د احمدشاه بابا غور نیکه چې شېرخان نومېده څو وارې خپل موقف یې بدل کړ له صفویانو نه مغولو ته لاړ او د اورنگزېب مکتوبونه موږ لرو چې هغه وخت کې ده سره او د ده له ورور سره غږېده، او بالآخره مستقل حکومت په هماغه وخت کې چې قندهار کې میرویس نیکه جوړوي، عبدالله خان دا په هرات کې جوړوي او عبدالله خان او زمان خان د کورنیو په منځ کې دا څو وارې بدلون راځي. د دې تهدابونه ډېر پاخه وو او مفکوره ډېره واضح وه چې افغانان هم د دې تاریخچه لري چې لوی دولتونه یې جوړ کړي دي او هم د دې ضرورت لري، ځکه دا فرصت برابر شو چې ټول یوې نسبي اجماع ته ورسېږي.
جنبش: شاید به همین علت بوده که احمدشاه بابای درانی خود را وارث سلسله سوری و لودی در هند می داند، مثلاً در یک قصیده مشهور اش می گوید (د فرید او د حمید دور به بیا شي) ‌که منظورش از فرید شیرشاه سوری است و حمید، حمید لودی. بهر حال، برخی ها ادعا دارند که جرگه شیر سرخ و پیر صابر شاه – که ما در تاریخ خوانده ایم با نصب خوشه گندم در دستار احمد شاه بابا او را پادشاه اعلان کرد، وجود حقیقی ندارد. واقعاً روند برگزیدن پادشاه چگونه پيش رفت؟
دکتور غنی: اگر تاریخ احمدشاهی را که از طرف [محمود]حسینی نگارش داده شده [بخوانید این واضح میشود]. این [نویسنده] به احتمال قوی از جام نیشاپور است و قسمی که خودش نوشته میکند او را خاصتاً احمدشاه بابا استخدام کرد، بعد از آن که نیشاپور را گرفت و مشهد را گرفت، تا به سبک نادرشاه که مهدی خان کتابی در آن باره نوشته کرده بود، تاریخ او را نوشته کند. صابر شاه در این کتاب شخصیت واقعی است. «مجذوب کابلی» [پیر صابرشاه] در دوران حکومتداری احمدشاه بابا چند بار به وساطت فرستاده شد تا که در یکی از وساطت ها شهید شد. در موجودیت صابر شاه باید شکی وجود نداشته باشد. دوم، نامه احمدشاه بابا به سلطان عثمانی که از آرشیف استانبول از طرف یک استاد فرانسوی به افغانها اهدا شد و بعد از آن در کابل از طرف انجمن تاریخ چاپ شد، یک سند نهایت عمده است. در این [سند] احمدشاه بابا توضیح میدهد که سران اقوام افغان با هم جمع شدند و نظر به اینکه خانواده اش یکی از بزرگترین یا مهمترین خانواده های منطقه و افغانها بودند، از او چند بار درخواست کردند و می گوید که در اول من رد کردم، چون من صوفی استم و میخواستم به خدمت دربار ایزدی قرار بگیرم و خود را وقف دین بسازم، باز مرا قناعت دادند که در شرایط فعلی دنیوی، عبادت در دنیا و دین باهم است. از صابرشاه مستقیماً نام نمی گیرد اما می گوید که شخصیت های بزرگ آمدند و خوشه گندم را [در دستارم گذاشتند]. خوشه گندم را هم حسینی، مورخ تاریخ احمدشاهی به وضاحت ذکر میکند. از این جهت من کلمه اجماع نسبی را ذکر کردم. آیا مقاومت وجود داشت و مقاومت ظاهر شد؟ صد فیصد! نورمحمد خان علیزی به مخالفت ایستاد و از بین برده شد. عبدالغنی خان الکوزی باجود اینکه مامای احمدشاه بابا بود به مخالفت ایستاد شد و از بین برده شد. چند خان ترین، بریچ و ماکو باز هم ایستاد شدند و این، به جنگ خاتمه یافت و اینها از بین برده شدند. همچنین اشرف خان که خان قلات بود، خان قلات غلزایی توخی به مخالفت ایستاد؛ و بارها بالای احمدشاه بابا سوء قصد شده. یکی از اینها قصه دلچسب دارد، چون فردی بود به نام عبدالرحمن خان که عبدالرحمن خان توپچی باشی بود و در جنگ پاني پت رشادت بسیار فوق العاده کرد. او در یک توطیه آمد با سه نفر دیگر، دو نفر اینها زیر فیل شدند، امر شده بود که هر سه شان کشته شوند، اما فیل او را با خرطوم خود گرفت و بالا برد و احمدشاه بابا او را بخشید و بعد از آن خدمات بسیار بزگ کرد. بنابرین تنش هایی که موجود بود، این تنش ها را نادیده گرفته نمی توانید. تحکیم آن کار بزرگ میخواست و در احمدشاه بابا این ظرفیت موجود بود، که این نقاط مختلف تنش را مدیریت کند. بدبختانه نواسه هایش این ظرفیت را نداشتند و می بینید که این تنش ها بالآخره به پاشیدن یک امپراتوری بزرگ مبدل شد.
جنبش: هو چې دغه موضوع ته لږ وروسته حتماً راځوو. ښه شوه چې دا روښانه شوه او ماخذونه یې راغلل چې د جرگې د جوړېدو، د اقوامو د نسبي اجماع او د غنمو د وږي ماخذونه څه شي، که چا غوښتل ورته مراجعه وکړي. دغه اجماع چې تاسې یاده کړه، دا نسبي اجماع، دې کې یوازې پښتانه قومونه وو، که د افغانستان نورو وگړو هم په کې گډون درلود؟
دکتور غني: بیا هم دوه برخې لري: یو، څوک موجود وو؟ او دویم، آیا په تصامیمو کې وو که نه؟ نصیرخان بلوڅ چې بلوڅو کې لوی‌ترین خان تېر شوی، موجود و او د احمدشاه بابا نژدې ملگری و. یو سلسله ازبک جنرالان چې بیا هم د ده همزولي وو، اما د دوی نومونه په تفصیل نشته، موجود وو. قزلباش مشران چې پس له دې نه د افغانستان په تاریخ کې ځلېږي، مخصوصاً نظامي برخې کې او بیا ملکي برخې کې، موجود وو. هزاره مشران همدارنگه موجود وو. آیا رایه یې ورکړله؟ دې برخې کې اسناد نشته، موږ قضاوت نشو کولای. او دا چې د ابدالي اقوامو نه پرته نور څومره خپله پښتانه هم موجود وو، دې باندې هم قضاوت نه شوو کولای.
جنبش: مخکې یادونه راغله چې هوتکیانو چې کله د فارس پاچایي ترلاسه کړه، ځانونه یې د فارس پاچایان وبلل، په داسې حال کې چې احمدشاه بابا د نادر افشار د وژل کېدو نه وروسته کندهار ته په را ستنېدو –چې کله جرگه وشوه او دی پاچا شو، ځان یې د خراسان پاچا وباله. فکر کوم دا به مهمه وي چې موږ ووایو او روښانه یې کړو چې خراسان څه شی و؟ کوم حدود یې درلودل؟ او د احمدشاه بابا د پاچایۍ حدود څه وو؟ په بابرنامه کې ظهیرالدین محمد بابر خراسان یوه محدوده سیمه ترسیموي چې د اوسني ایران ځینې ختیځې، د اوسني افغانستان ځينې لویدیځې او د اوسني ترکمنستان ځینې جنوبي سیمې په کې شاملېږي.
دکتور غني: دوه شیان سره بېل کړئ. یو د خراسان اصطلاح ده، د عربو په دوران کې خاصتاً د مامون په دورې کې، عباسي دورې کې، خراسان څلور عمده ښارونه درلودل او همېشه دا دي: بلخ او ټول شمال افغانستان؛ مرو د شاه‌جهان چې اوس په ترکمنستان کې پروت دی او هغه وخت کې ډېر آباد و؛ هرات؛ او آخري یې نیشاپور و تر فراه پورې، ځينې برخې سیستان او دې پورې. بیا یوه عمومي اصطلاح ده چې خراساني کلمه یې چې هندوستان کې استعمالوله دا نور ټول افغانستان په کې راته. دلته باید راشوو څه توضیحات ورکړو، دویمې برخې کې. لومړی د احمدشاه بابا نظام شاهنشاهي نظام و. د شاهنشاهي نظام معنی څه ده؟ لوی شاه واړه شاهان لري چې د ده تر نظر لاندې نیمه استقلال لري، اما د ده واکمني مني. شاهرخ چې د نادر افشار لمسی و، ده ورته دوه وارې پاچاهي وبښله په مشهد کې او نیشاپور کې، اما هرات کې نه. دویم، ده دوه وارې د مغول پاچا ته پاچاهي وبښله، يو وارې مخکې له پاني پت نه او مخصوصاً دویم وار پس له پاني پت نه. درېیم، مابت خان بلوڅ چې د نصیر خان بلوڅ مشر ورور و، لومړی د ده په مقابل کې ودرېده، دی یې بېرته منسوب کړ. یو وار آوازه شوې وه چې احمدشاه بابا ناروغه دی –چې ناروغه و، اما آوازه په دې کې وه چې دی حق ته رسېدلی او نصیر خان ودرېد او لښکرکشي یې شروع کړله، نو یو وار ډېر سخت د دوی منځ کې جنگ شو چې له قندهار نه لښکر لاړ او دی... مگر بېرته د نصیر خان مور قرآن شریف سره احمدشاه بابا ته راغله او احمدشاه بابا دی [نصیر خان] بېرته په قلات کې مقرر کړ. د سند امیران ټول احمدشاه بابا وټاکل. نه یوازې بلوچستان او سند کې، ملتان کې او پنجاب کې اکثره کورنۍ چې مختلف عنوانونه لري د راجا یا د خان یا د نواب یا دا، اکثریت د دوی عنوانونه احمدشاه بابا ورکړي دي. خیبرپښتونخوا کې خو بې له شکه دا موجود وو. که حدودو د امپراتورۍ ته گورئ، د عمان له بحیرې نه د هند تر بحیرې پورې، دا د ده حدود وو. شمال کې دی له آمو نه تېر نه شو، څو وارې هم چې له هغې خوا نه ځینې بریدونه وشول، ده وویل چې ازبکو سره زما ملگرتیا ده او وصیت یې هم دا و -که د الفنسټن روایت باندې باور وکړو چې دا یې لیکلي دي، چې دلته تاسې جگړه مه کوئ. بله برخه رسېدلې وه سرهند ته، کشمیر، پنجاب، اټکه پورې، دېره جات... دا ټول بنگشات، هغه وخت کې یې بنگشات ورته ویل چې خوست او دا ټوله ساحه [په کې راتلله] او دا ساحه یې د یوې معاهدې په اساس باندې د مغول امپراتورۍ ده سره ومنله او د هغه په بدل کې ده بېرته –ځکه ډيلی ده نیولی و، دا یې ورکړ. نو د ده امپراتوري یوه لویه امپراتوري وه. دا اکثره افغانانو خاصتاً ځوانانو به توجه دې ته نه وي گرځولي، د اتلسمې پېړۍ دویمې نیمایي کې افغانستان د احمدشاه بابا تر مشرۍ لاندې لوی ترین نظامي قوت د مرکزي آسیا، د ایران او د هندوستان و. دا آخري آسیایي اسلامي امپراتوري وه په دې وخت کې چې تشکیل شوله، ځکه عثماني امپراتوري په ضعف کې پرته وه، ورو او ورځ په ورځ ضعیفېدله له بدې مرغې نه؛ صفوي امپراتوري ماته وه، ایران کې داخلي جنگونه وو او آزاد خان غلځي د سلطنت دعوه درلودله؛ مرکزي آسیا په وړو خانیو باندې بدله شوې وه، یو لوی دولت یې نه درلود؛ هند کې مغول امپراتوري په زوال کې وه؛ نو دغه چوکاټ کې حدود د دې ډېر پراخ دي.
جنبش: خوب در قسمت نظامی احمدشاه بابا یک قوماندان، یک سپه ‌سالار بسیار ورزیده بود و تقریباً در همه جا پیروزی داشت، ولی آیا در اداره امور، در ایجاد یک سیستم مدیریتی دولتی همین قدر کامیاب و موفق بود؟
دکتور غنی: باز هم این چند بعد دارد: نکته اول، احمدشاه بابا توانست یک قوت عظیم مخفی، اما متشتت را که در بین رقابت های کوچک به صورت دوامدار مصروف بود و نفاق داخلی اش همیشه موجب این میشود که یک قدرت بیرونی بالای شان حاکم شود، به یک قوت مرکزی بدل کرد. و در این باید ببینید که یک وحدت سرتاسری، اما خاصتاً (له کندهاره تر اټکه)، چیزی که خوشحال خان پشتش چشم درد بود، او به وجود آورد. دوم، ظرفیت انتقالات او غیرقابل باور است. تا صد هزار سوار را که در جنگ پانی پت تا همین حدود رسیده، اما بار بار میبینم که ۱۲ هزار تا ۲۵ هزار در جنگ های مختلف او است. فکر کنید که تنها ترتیبات فراهم کردن اسب، خوراکه، پوشاک به چی اندازه مدیریت میخواهد! در پهلوی این، توپخانه او و خاصتاً توپ های کوچک به نام «زنبورک» یاد میشود که در پشت شتر گذاشته میشد و این یک تحرک عظیم را به وجود آورد که در جنگ پانی پت از دلایل عمده موفقیت او بود. این بخش دیگرش است. قسمت دیگر اداره مالیات است. تخمین اینست که مالیات او در حدود ۳ کرور (۳۰ میلیون) روپیه بود. حال به انسجام میآییم. نظام احمدشاه بابا نظام دیکتاتوری نبود، برخلاف نظام صفوی یا نظام عثمانی وغیره یک تعادل خاص بین مرکز و صلاحیت های محلی از یک طرف، مگر خاصتاً تعادل بین وزیر اعظم و خوانین ایجاد شده بود. و سوم، تمام قوت های قبایل مختلف را یکجا کرد که این تعادل ظرفیت بسیار خاص میخواست.
جنبش: موږ کوم اسناد، ارقام له تېر نه لرو، داخلي یا خارجي چې وښيي چې دغه وخت کې د وگړو اقتصادي ژوند څنگه و؟ تجارتي روابط له سیمې او منطقې سره څه وو؟
دکتور غني: څو رقمه اسناد لرو: یو سند چې بیا هم د انگلستان له ارشیف نه مو پيدا کړ. د الفنستن کتاب اکثره افغانان پېژني او که نه یې پېژني باید ویې لولي. خدای بښلي پوهاند کاکړ دا وژباړه پښتو کې او زه فکر کوم چې شاید دري کې هم موجود وي.
جنبش: دري کې هم شته، نوم یې تبدیل کړی افغانانو په نامه چاپ شوی «افغانان».
دکتور غني: افغانان، دغه یو ډېر عمده اثر دی. الفنسټن لومړی سفیر و چې د شاه شجاع دربار ته راغی، شاه شجاع هغه وخت پېښور کې و او الفنسټن کابل ته رانغی، مگر ده یو ډېر منظم ټیم درلوده او هغه ټیم څېړنې وکړې او د دوی منځ کې یو نفر و چې ریچرډ سټارچي نومېده، هغه خاص گزارش په عوایدو او تجارت باندې لیکلی. دا شی ما پيدا کړی، اوس ما سره خوندي دی او زما استناد په دې برخه کې دی. دویم، په آخري څو کالو کې له ښې مرغې نه د افغانستان او مرکزي آسیا او هندوستان او دې... په باره کې په تجارت باندې څو ډېر ښه کتابونه لیکل شوي دي او دا ښيي چې دا تجارتي نظام څومره پراخ و او څه حدود یې درلودل. درېیمه برخه عزیزالدین وکیلي فوفلزایي لومړي لاس اسناد درلودل او دا یې په څو کتابو کې - تیمورشاه دُراني، دُرة الزمان په باره کې او بالآخره په احمدشاه بابا باندې یې هم لیکنې کړې وې چې اصلي اسناد یې دي. او آخري یې د ملي آرشیف اسناد دي چې یوه برخه یې ما کتلي دي او هلته موږ پوهېدلای شوو چې ابعاد څه دي. مهم ترین اسناد چې له بدې مرغې نه تراوسه پورې ښکاره نه دي اما موجود دي، په شکارپور کې دي، په سند کې. اوس به زه تاسې ته لږ څه ووایم چې ولې؟ د دراني امپراتورۍ بانکداري د شکارپور د هندوانو په لاس کې وه او د دوی شتمني دغه د شکارپور هندانو په ډېرو ځایونو کې ترې پانگه واچوله او پس له دې نه چې دراني امپراتوري له منځه لاړله او د سکهانو حکومت جوړ شو، دوی لاړل امرتسر ته. بل، که وگورئ څو د ودونو سندونه دي، د مثال په توگه ۶ منه سره زر او سپین زر په کې دي، هم د هلک او هم د جنۍ لپاره. او هرې لویې کورنۍ به چې واده کاوه، دوی ته به یې بېل کور جوړاوه. بله برخه چې دې کې گورئ، ځکه چې یوه ډېره عظیمه پانگه راغلله، دا په جایدادو ولگېدله. د مثال په توگه، وختې چې پس ته تیمورشاه کابل ته راځي دا ټول جایداد په پیسو اخیستل شوی. د انتقالاتو له نظر نه که گورئ، وختې چې قندهار نه احمدشاه بابا خوځېږي او اکثر د ده لښکرکشۍ د کابل له لارې نه کېږي. څو میاشتې یې جلال‌آباد کې تېرې کړلې چې ټول د خیبرپښتونخوا قبایل سره یو ځای کړی. دغه ټول څه چې شرقي برخه د امپراتورۍ وه، ده په نغدو اخیستل، ځینې به یې د مالیاتو په بدل کې وو او دې برخه کې په کارېزو باندې ډېره لویه پانگه واچول شوه. او خاصتاً باندیني تجارت کې له مرکزي آسیا نه نیولې تر ایرانه پورې او نورو ځایونو پورې. د تقاضا مرکز قندهار او بیا کابل و. ډېرې لویې پیسې دې وخت کې راغللې چې دا پيسې په حرکت کې وې. تر یو وخته پورې چې دراني امپراتوري په اوج کې وه دا موجودې وې، پس له هغه نه بیا یو ډېر سخت اقتصادي رکود راغی.
جنبش: در قسمت روابط دیپلوماتیک سوال مهم اینست که امپراتوری صفوی و در کنارش عثمانی ها حداقل در این منطقه روابط دیپلوماتیک و تبادله سفرا داشتند، ما مثلاً گزارش کشیش پولندی را در مورد ورود افغانها به اصفهان داریم که بسیار یک سند مهم تاریخی است. چرا احمدشاه بابا نتوانست یا نخواست که روابط دیپلوماتیک را حد اقل در همین منطقه با کشورها برقرار کند؟
دکتور غنی: روابط داشت بالعکس جناب جنش صاحب، منتهی به اسناد توجه دقیق نکردید. مخلص خان سفیر فوق العاده او در دربار هند بود و از طرف هند باز هم سفیر خاص برایش آمد. در یکی از وقایعی را که حسینی گزارش میدهد از غزنی تا کابل در معیتش بود. دوم، با پادشاه بخارا روابط نزدیک موجود بود و مذاکرات شد. خانجان خان جنرال بسیار مشهور افغانستان چند بار به ترکستان رفت، البته خاصتاً وزیر شاه ولی خان که خرقه شریف را آورد، مذاکرات دوامدار موجود بود؛ و بالآخره نامه ییکه به سلطان عثمانی نوشته شده از همه دلچسب تر است. چون در اینجا احمدشاه بابا درخواست اهدای زمین را در مدینه منوره میکند که یک مسجد بزرگ در آنجا ایجاد کند، و همچنین استاد خلیلی مرحوم وقتی که سفیر افغانستان در عربستان سعودی بود، کاروانسرایی را که برای حجاج، احمد شاه بابا در مکه معظمه جور کرده بود، کشف کرد که در یک سنگ نوشته شده بود و این را در یک محکمه ثابت کرد که هنوز هم اساس آن است، این هنوز هم در محاکم سعودی در جریان است و شاید چند صد میلیون دالر قیمت داشته باشد فعلاً. و همچنین اسنادی موجود بود که بر دروازه مکه معظمه، خاص از طلا یک دروازه ساخته بود که البته بعد از ایجاد حرکت وهابی در عربستان سعودی تمام ظواهر را از بین بردند. از این جهت من زیادتر فکر میکنم که قضاوت ما بر این بوده که به اسناد اولیه دسترسی نداشتیم و ضرورت این است که ان‌شاءالله تعالی خاصتاً در هند، در شکارپور –چون مرکز تجارتی بود [اسنادی را تثبیت و به دست آورده بتوانیم]. و از طرف دیگر فراموش نکنیم که احمدشاه بابا هم ارمنی ها را که عیسوی مذهب بودند و از ایران فرار آمده بودند، در افغانستان جا داد و بعد از آن تیمور شاه اینها را در بالاحصار جا داد، و همچنین یک قسمت یهودها را که از ایران آمدند در تجارت نقش داشتند. بناءً یک دید ارتباطی با این شبکه های تجارتی، خاصتاً که از اقلیت های مذهبی ساخته شده بود، وجود داشت و همه اینها در چارچوب اقتصادی شامل بودند و بعضی از اینها در عین حال در مناسبات دیپلوماسی.
جنبش: من صرف میخواستم اشاره داشته باشم به تأسیس سفارت خانه ها، چون طرزی در سراج الاخبار یک جا نوشته، کلمات دقیقش این نیست، می گوید من وقتی که از افغانها می پرسم که چرا ما روابط دیپلوماتیک و سفارت خانه یی با کشورها نداریم، می گوید یکی از خان ها برایم گفت که: از دست انگلیسها که نزدیکترین است به بینی رسیدیم، اگر با کُل شان روابط میداشتیم خدا میداند حال ما چی میشد. من منظورم اینست که آیا از نظر سایکالوژیک و روانی افغان ها طرفدار این نبودند که خارجی ها را به عنوان سفیر بپذیرند یا عوامل دیگری بوده؟
دکتور غنی: نخیر، چون اگر سفیر نمی پذیرفتیم، چرا الفنستن را پذیرفتیم؟ الفنتسن نماینده خاص انگلیس بود و در آن وقت چرا آمد؟ از ترس اینکه شاه شجاع با ناپلیون اتحاد نکند! و اگر ناپلیون فرصت زیادتر میداشت، به احتمال قوی سفیر روان میکرد. ما بارها با دولت عثمانی روابط نزدیک داشتیم، در دربار امیر شیرعلی خان حاضر بودند، و بعد از آن، باوجودیکه انگلیسها روابط خارجی افغانستان را زیر کنترول داشتند، امیر حبیب الله خان پذیرفت شان، مثلی که هئیت المانی را پذیرفت. ما احساس کمتری نداشتیم و خاصتاً راجع به دوران احمدشاه بابا قضاوت های قرن بیست و قرن نوزده خود را نکنیم. انگلیس ها را چند صد سال گرفت تا امپراتوری خود را در هندوستان اعلام کند. احمد شاه بابا با محض گرفتن دهلی خود را شاهنشاه اعلان کرد، به وضاحت در نامه خود به سلطان عثمانی نوشته میکند که نوزده پادشاه افغان در هندوستان حکومت کرده اند و نامهای یک سلسله آنها را به صورت خاص یاد میکند. اینجا حافظه تاریخی ییکه احمدشاه بابا، میرویس خان و خوشحال خان، هر سه شان از پیشش نمایندگی میکنند و از طرف دیگر دریا خان و همچنین خانواده پیر روشان، یک سلسله دوامدار موجود است که عقده کمتری وجود نداشت.
جنبش: د ځینو شخصیتونو یادونه تاسې مخکې وکړله، که اورېدونکو ته ور یاده کړو چې په دغه دوره کې د احمدشاهي د شاهنشاهۍ په دوره کې، مهم شخصیتونه څوک وو؟ په کومو قومونو پورې یې اړه درلوده؟ او کوم مثبت یا منفي نقشونه یې لوبولي دي؟
دکتور غني: خانجان خان لوی جنرال و، نور جنرالان دي، عبدالله خان دیوان بیگي، نواب خان او نور. اما دا د ویلو خبره ده چې تاریخ احمدشاهي کې د [بارکزي] حاجي جمال خان ذکر زښت ډېر کم دی، هېڅ نشته. نور بارکزي مشران شته. عبدالصمد خان د هشنغر لوی شخصیت دی او هم کشمیر کې وټاکل شو، اول پېښور کې وټاکل شو. اخوندزاده محمد عمر ټوله ساحه د پېښور او قبایلي ساحه یې ټوله کړله. حبیب الله خان مومند، د مومندو خان هم د سرهند مشر و. هغه نفر چې مهم دي، دوه ورونه دي چې دولتشاهي دي، په قوي احتمال باندې دوی ازبک وو- ملا ادریس او ملا فیض الله. ملا ادریس په آخر کې د احمدشاه بابا په سلطنت کې د شاه ولي خان په عوض وزیر وټاکل شو. او بیا ملا فیض الله د تیمور شاه، لومړی یې استاد و په پنجاب کې چې دی پاچا و او پس له هغه نه د ده په سلطنت کې هرکاره و، ټول اختیار د ده و. درویش علي خان هزاره، سنی هزاره د هرات دي چې چهار ایماقو باندې داخل کېږي، شل کاله بیگلربیگي یا والي د هرات و. او نور قزلباش شخصیتونه، ټول ذکر شوي دي د جنرالانو په حیث باندې. تاجک، غلځي، نور اقوام، ایماق دا ټول ذکر شوي دي چې په مختلفو جگړو کې شامل وو. د کابل شخصیتونه، تاجکان او نور زموږ ورونه، ذکر یې شته. بلوڅانو کې خاصتاً نصیر خان لوی شخصیتونه وو او د دوی تېروتنې هم غیر له دې نه چې خپله د احمدشاه بابا په شخصیت باندې حملات وي، ده وبښل. د ده وراره لقمان خان چې د ذوالفقار خان زوی و، له ټولو نه یې ډېرتر ده ته اهمیت ورکړی و، خان دوران لقب یې ورکړی و. هغه جگ شو –احمد شاه بابا په هندوستان کې و، طغیان یې وکړ او پس له هغه نه یې سزا ورکړله. له یوې خوا نه گورئ چې څومره د ده [احمدشاه بابا] گذشت و. دلته شخصیت ته یې راځوو. غلام جیلاني خان جلالي چې د [علي احمد] جلالي صاحب پلار دی، لیکلي وو چې احمد شاه بابا هم سکندر و هم پخپله ارسطو و. د رفتار له نظر نه، د حوصلې له نظر نه، دی زښت ډېر سلطان بهلول لودي ته ورته دی؛ او د تدبیر له نظر نه زښت ډېر شیرشاه سوري ته. قندهار ښار یې چې جوړاوه، سره له دې چې له ټولو نه مقتدر شخصیت د جنوبي او مرکزي آسیا و، څو څو وارې ځینو قومونو ځمکه ور نه کړله. بل دا و چې یو انډول یې درلوده، په دې باندې چې څنگه تدبیر ولري او کومو حالاتو کې له قوت نه کار واخلي. دغه انډول زښت ډېر مهم و چې نظام یې سره ټولاوه.
جنبش: و احمدشاه بابا به حساب معیارهای کنونی اگر ببینیم بسیار جوان فوت کرده، یعنی تقریباً از پنجاه گذشته بود که به مرض سرطان –به حساب نوشته های برخی از مورخین، وفات کرد. محمود الحسینی که قبلاً شما به او اشاره داشتید مولف تاریخ احمدشاهی و برخی از مورخین دیگر می گویند که، در زندگی خود گفته بود که جایش را باید تیمور، فرزندش که والی هرات بود بگیرد، ولی هنوز جنازه اش به خاک سپرده نشده بود که بین تیمور و بین برادر دیگرش –که در این مورد هم اختلاف وجود دارد که کدام اینها بزرگتر بوده، سلیمان مجادله و مشاجره به میان آمد و گویا مسئله وراثت به جنجال کشید. چرا این مسئله در زندگی احمدشاه بابا حل نشد؟
دکتور غنی: دلیل عمده اش وزیر شاه ولی خان است. وزیر شاه ولی خان را خداوند جل شانه یک زبان داده بود که همه زیر تاثیرش می رفتند. اگر نامه احمدشاه بابا را به سلطان عثمانی ببینید، چندین باز از شهامتش و از مدیریتش و اینها نام گرفته، اما حسینی ذکر میکند که بین تیمورشاه و شاه ولی خان مناسبات بیحد خراب شده بود. حال میآییم سر خود تیمور شاه. تیمور شاه را دو بار احمدشاه بابا لقب شاه داد. بار اول در پنجاب که سردار جانخان را به حیث مربی اش تعیین کرد و میخواست که در پنجاب یک حکومت مستقل بیاید، که تحت اداره پسرش باشد. بار دوم لقب پادشاه را در هرات برایش میدهد. بنابرین در هیچ جایی ذکر این نه آمده که به سلیمان یا اولاد دیگر خود احمدشاه بابا لقب پادشاه داده باشد. و بین تیمور شاه و شاه ولی خان سر مسئله بیگلربیگی دروېش علی خان هزاره جنجال پیش میشود، چون بار بار دروېش علی خان ابراز بغاوت میکند و یک بار پس به مرو شاه جهان میرود با اقوام خود و شاه ولی خان بار بار مدافع او میشود، و ضمانتش را میکند، تا بالآخره تیمور شاه او را بندی میکند. و چون شهزاده سلیمان داماد شاه ولی خان بود، اکثریت خوانین دیگر هم همرایش رقابت داشتند چون او نامدار همه بود، زمینه یک تصادم فراهم شد. و وقتیکه تیمور شاه میخواست به عیادت احمدشاه بابا در توبه بیاید در کوه توبه، شاه ولی خان مانع او شد. و وقتیکه اعلان کرد که سلیمان پادشاهی دارد، شاه ولی خان به این قادر نشد، با تمام تماس هایی که داشت، که یا از قوت عسکری تیمور شاه جلوگری کند و یا از نفوذ بین سردارها و بدبختانه این، مبدل به آن شد که خودش و دو پسرش اعدام شوند و پسر دیگر او تمام دوران تیمور شاه را به عبادت تیر کرد، به نام حافظ مشهور بود، شیر محمد خان. باز که زمان شاه پادشاه میشود دوباره او را وزیر مقرر میکند. این سلسله که بین شاه و خاندان شاهی و وزیر اعظم از یک طرف و خوانین عمده، یکی از تضاد هایی است که احمدشاه بابا تعادلش را نگه کرده بود، بدبختانه در دوره های بعدی این فاجعه های سرتاسری به بار آورد.
جنبش: د سلطنت په څوکۍ باندې رقابتونه او د ورونو او تربورونو ترمنځ جنگونه وروسته هم څېړو، ځکه چې دا د افغانستان د زوال په مهمو عواملو کې راځي، دا بحث به وروسته اوږد کړو، اوس به لږ د احمدشاه بابا په کلتوري شخصیت باندې تم شوو، ځکه چې دی د نورو اوصافو ترڅنگ او د ستر پاچاتوب ترڅنگ یو شاعر هم و او یو دیوان یې ما د ازبکستان د علومو اکاډیمۍ د ختیځ پېژندنې انستتیوت کې لیدلی و چې نړۍ کې یوازینۍ نسخه ده چې د ده د پاچا کېدو د زمانې نه مخکې دورې، یعنې د ځوانۍ د دورې شعرونه هم په کې دي. ځوانان به د احمدشاه بابا له نورو شعرونو سره بلد وي، دا یو یې ډېر مشهور دی چې:

تاته راشمه زړگی زما فارغ شي
بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه

د ډيلي تخت هېرومه چې را یاد شي
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

د شخصیت د دې برخې په اړه یې نور څه معلومات شته؟
دکتور غني: دري کې یې هم اشعار وو. تیمور شاه هم شاعر و او شاه شجاع هم شاعر و، دیوانونه یې شته، نو سلسله روانه وه د ده په کورنۍ کې، او دا مه هېروئ چې بي بي زرغونه خپله شاعره وه، لکه چې نازو انا شاعره وه...
جنبش: د احمد شاه بابا مور.
دکتور غني: د احمدشاه بابا مور، ما مخکې وویل د دې لپاره چې دې برخې باندې پوه شوو، باید د تیموري هرات تاثیر په ټولې منطقې کې وگورو، لکه چې گورئ تاریخ د احمدشاهي په دري لیکل شوی. همدارنگه یوه شهنامه ده چې هغه شهنامه په پښتو لیکل شوې چې خاصتاً د پاني پت د جنگ ټول گزارش دی او لوی علماء زموږ، نه یوازې هغه مې چې ذکر کړل –ملا ادریس او ملا فیض الله، له ټولو اقوامو د افغانستان نه وو. له قندهار نه هم وو، هرات نه هم وو، بلخ نه هم وو، قندز نه هم وو او دا. شمال د افغانستان کې اتالیقې کورنۍ په مختلفو ځایونو کې، قندز کې یا بلخ کې یا شبرغان یا دې... کې د دې ټولو یادونه شوې.
جنبش: د تصوف په برخه کې هم د احمدشاه بابا ونډه په خپل ځای ده، د یوه صوفي پاچا په توگه مشهور و. سلطنت یا شاهنشاهي احمدشاه بابا ۲۶ سال دوام کرد، در آخر برنامه اگر یک جمع بندی کنیم که درس های عمده حاکمیت ۲۶ ساله احمدشاه بابای درانی چی بود؟ جوان ها از آن چی میتوانند بیاموزند؟ و زمامدارهای کنونی و بعدی افغانستان از این چی میتوانند بیاموزند؟
دکتور غنی: قبل از این بگویم، ما دو فاجعه داشتیم که: یک میرویس نیکه و دوم احمدشاه بابا هر دو در ۵۰ سالگی به راه حق رفتند. تهداب گذاشتند، فرصت آن را نداشتند که تهداب را تحکیم کنند. بنابرین ضرور است که این بخش را بدانیم. نکته اول ظرفیت وحدت است. احمدشاه بابا ثابت کرد که ظرفیت وحدت در مردم ما وجود دارد، و وقتیکه مردم ما به اتفاق بیایند و یک شالوده وجود داشته باشد، کارهای بسیار بزرگ را انجام داده میتوانند. نکته دوم اینست که معلوم شد که نظام های شاهی نتوانستند که یک نقطه اساسی را که [مساله] جانشینی بود حل کند. و این در تمام نظام های اسلامی بدبختانه این مشکل بود. ما هیچ بار به صورت اساسی این مشکل را نتوانستیم حل کنیم. استعداد را میراثی دانسته نمی توانید و یکی از دلایل عمده تضاد بین پادشاه ها و وزیرها اینست که یک تعادل در نقش اینها نیامد. در انگلستان این تعادل آمد، در نقاط دیگر اروپا هم این تعادل نیامد، در روسیه نیامد، در المان نیامد، اما ضرورت واضح است که یک درس در این موجود باشد که نظام های میراثی جوابگو نیستند، نظام های مردمی به کار است و در اینجا شیوه نظام های جرگه یی ما یک راه عمده ای است. نکته سوم صلاحیت ها است. چی نوع صلاحیت ها بین مرکز و ولایات باید موجود باشد و به چی شیوه. چون بار بار افراد در ولایات وقتیکه به حیث والی رفتند و زیاد ماندند، در فکر آن شدند که از حکومت مرکزی جدا شوند یا طغیان کنند و یا راه های دیگری را پيدا کنند. بخش دیگرش اینست که مرکزیت سیاسی بدون ایجاد مرکزیت اقتصادی نهایت مشکل است. ما بار بار در طول تاریخ چندهزار ساله خود توانستیم مرکزیت نظامی را ایجاد کنیم یا حتی اداری را، اما چون خاک ما نهایت پیچیده است، یک سیستم انتقالی دریایی وغیره نداریم که همه کشور را با هم وصل کند. و نکته بعدی من اینست که تهداب گذاری، آبادی و باز حفاظت نظام بار بار مشکل بود. آنهاییکه تهداب گذاشتند مثلیکه در اول اشاره کردم، مثل میرویس خان و احمدشاه بابا، خداوند برایش این عمر را عطا نکرد که این را به تحکیم برسانند. و افرادیکه بعد از اینها آمدند، این ظرفیت تحکیم را نداشتند و نسل های بعد از آنها که آمدند ظرفیت محافظت آن را نداشتند. بناءً ضرورت اینست که با تشکیل خاص و تنوع خاص که مثل یک باغ است که در افغانستان وجود دارد، ما تمام این ابعاد را با هم یکجا کنیم و ترکیبی را به وجود بیآوریم که گمشده اصلی ما را که ثبات است - ثبات سیاسی، ثبات فکری، تداوم منطقی، اداری و اقتصادی، همه با هم یکجا شوند. چون وقتیکه از اوج امپراتوری پنجاه سال بعد از مرگ احمدشاه بابا می بینیم، باز می بینید که چی فجایع به وجود آمد، و تمام اینها نکاتی بود که نفاق، خودسری، بې توجهی، عدم تعهد و خاصتاً از همه مهمتر [نبود] قواعد واضح بازی... سیاست مثل همه چیز یک بازی به کار دارد، آیا این بازی منظم است؟ یا دوامدار یک بزکشی است؟ این ضرورت واضح است و این درس هایی است که باید همه سرش فکر کنند. استعداد وجود دارد، این ظرفیت مخفی نهایت عمده است، اما ملوک الطوایفی یا قدرت طلبی شخصی یا مرکزیت بیحد یا عدم مرکزیت بیحد همیشه نسخه ناکامی بود.
جنبش: ډېره مننه، زه هیله من یم چې یو څه روښانه شوي وي چې ولې موږ د افغانستان د معاصر دولت د جوړېدو ۳۰۰مه کلیزه چې په ۲۰۴۷ کې را رسېدونکې ده، دومره مهمه بولو او دا ټوله لړۍ مو هغې ته بېله کړې ده، دا خپرونه چې دا اوس راغله او خپرېږي او دغه راز راتلونکې خپرونې به متنونه یې له اضافي موادو سره که خدای کول د جلا رسالو په توگه چاپ کړو او اورېدونکو او مینه والو ته به یې وړاندې کړو چې استفاده ترې وکړي، دلته د خپرونې حوصله همدومره وه، دا به بشپړه کړو. راتلونکې خپرونه کې به په دې وغږېږو چې د زوال او د احمدشاهي امپراتورۍ او دولت د ړنگېدو عوامل څه وو؟ څنگه دا زمینه جوړېده؟ نو تر هغې چې دغې خپرونې ته راځوو، تاسې گران اورېدونکي او ولسمشر محمد اشرف غني تاسې په لوی څښتن سپارم، په درناوي.
دکتور غني: خدای مو ساته، ټول افغانستان او افغانان دې ساتي او د اسلام جهان دې ساتي.
تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.

تاته راشمه زړگی زما فارغ شي
بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه

د ډيلي تخت هېرومه چې را یاد شي
زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

د شخصیت د دې برخې په اړه یې نور څه معلومات شته؟
دکتور غني: دري کې یې هم اشعار وو. تیمور شاه هم شاعر و او شاه شجاع هم شاعر و، دیوانونه یې شته، نو سلسله روانه وه د ده په کورنۍ کې، او دا مه هېروئ چې بي بي زرغونه خپله شاعره وه، لکه چې نازو انا شاعره وه...
جنبش: د احمد شاه بابا مور.
دکتور غني: د احمدشاه بابا مور، ما مخکې وویل د دې لپاره چې دې برخې باندې پوه شوو، باید د تیموري هرات تاثیر په ټولې منطقې کې وگورو، لکه چې گورئ تاریخ د احمدشاهي په دري لیکل شوی. همدارنگه یوه شهنامه ده چې هغه شهنامه په پښتو لیکل شوې چې خاصتاً د پاني پت د جنگ ټول گزارش دی او لوی علماء زموږ، نه یوازې هغه مې چې ذکر کړل –ملا ادریس او ملا فیض الله، له ټولو اقوامو د افغانستان نه وو. له قندهار نه هم وو، هرات نه هم وو، بلخ نه هم وو، قندز نه هم وو او دا. شمال د افغانستان کې اتالیقې کورنۍ په مختلفو ځایونو کې، قندز کې یا بلخ کې یا شبرغان یا دې... کې د دې ټولو یادونه شوې.
جنبش: د تصوف په برخه کې هم د احمدشاه بابا ونډه په خپل ځای ده، د یوه صوفي پاچا په توگه مشهور و. سلطنت یا شاهنشاهي احمدشاه بابا ۲۶ سال دوام کرد، در آخر برنامه اگر یک جمع بندی کنیم که درس های عمده حاکمیت ۲۶ ساله احمدشاه بابای درانی چی بود؟ جوان ها از آن چی میتوانند بیاموزند؟ و زمامدارهای کنونی و بعدی افغانستان از این چی میتوانند بیاموزند؟
دکتور غنی: قبل از این بگویم، ما دو فاجعه داشتیم که: یک میرویس نیکه و دوم احمدشاه بابا هر دو در ۵۰ سالگی به راه حق رفتند. تهداب گذاشتند، فرصت آن را نداشتند که تهداب را تحکیم کنند. بنابرین ضرور است که این بخش را بدانیم. نکته اول ظرفیت وحدت است. احمدشاه بابا ثابت کرد که ظرفیت وحدت در مردم ما وجود دارد، و وقتیکه مردم ما به اتفاق بیایند و یک شالوده وجود داشته باشد، کارهای بسیار بزرگ را انجام داده میتوانند. نکته دوم اینست که معلوم شد که نظام های شاهی نتوانستند که یک نقطه اساسی را که [مساله] جانشینی بود حل کند. و این در تمام نظام های اسلامی بدبختانه این مشکل بود. ما هیچ بار به صورت اساسی این مشکل را نتوانستیم حل کنیم. استعداد را میراثی دانسته نمی توانید و یکی از دلایل عمده تضاد بین پادشاه ها و وزیرها اینست که یک تعادل در نقش اینها نیامد. در انگلستان این تعادل آمد، در نقاط دیگر اروپا هم این تعادل نیامد، در روسیه نیامد، در المان نیامد، اما ضرورت واضح است که یک درس در این موجود باشد که نظام های میراثی جوابگو نیستند، نظام های مردمی به کار است و در اینجا شیوه نظام های جرگه یی ما یک راه عمده ای است. نکته سوم صلاحیت ها است. چی نوع صلاحیت ها بین مرکز و ولایات باید موجود باشد و به چی شیوه. چون بار بار افراد در ولایات وقتیکه به حیث والی رفتند و زیاد ماندند، در فکر آن شدند که از حکومت مرکزی جدا شوند یا طغیان کنند و یا راه های دیگری را پيدا کنند. بخش دیگرش اینست که مرکزیت سیاسی بدون ایجاد مرکزیت اقتصادی نهایت مشکل است. ما بار بار در طول تاریخ چندهزار ساله خود توانستیم مرکزیت نظامی را ایجاد کنیم یا حتی اداری را، اما چون خاک ما نهایت پیچیده است، یک سیستم انتقالی دریایی وغیره نداریم که همه کشور را با هم وصل کند. و نکته بعدی من اینست که تهداب گذاری، آبادی و باز حفاظت نظام بار بار مشکل بود. آنهاییکه تهداب گذاشتند مثلیکه در اول اشاره کردم، مثل میرویس خان و احمدشاه بابا، خداوند برایش این عمر را عطا نکرد که این را به تحکیم برسانند. و افرادیکه بعد از اینها آمدند، این ظرفیت تحکیم را نداشتند و نسل های بعد از آنها که آمدند ظرفیت محافظت آن را نداشتند. بناءً ضرورت اینست که با تشکیل خاص و تنوع خاص که مثل یک باغ است که در افغانستان وجود دارد، ما تمام این ابعاد را با هم یکجا کنیم و ترکیبی را به وجود بیآوریم که گمشده اصلی ما را که ثبات است - ثبات سیاسی، ثبات فکری، تداوم منطقی، اداری و اقتصادی، همه با هم یکجا شوند. چون وقتیکه از اوج امپراتوری پنجاه سال بعد از مرگ احمدشاه بابا می بینیم، باز می بینید که چی فجایع به وجود آمد، و تمام اینها نکاتی بود که نفاق، خودسری، بې توجهی، عدم تعهد و خاصتاً از همه مهمتر [نبود] قواعد واضح بازی... سیاست مثل همه چیز یک بازی به کار دارد، آیا این بازی منظم است؟ یا دوامدار یک بزکشی است؟ این ضرورت واضح است و این درس هایی است که باید همه سرش فکر کنند. استعداد وجود دارد، این ظرفیت مخفی نهایت عمده است، اما ملوک الطوایفی یا قدرت طلبی شخصی یا مرکزیت بیحد یا عدم مرکزیت بیحد همیشه نسخه ناکامی بود.
جنبش: ډېره مننه، زه هیله من یم چې یو څه روښانه شوي وي چې ولې موږ د افغانستان د معاصر دولت د جوړېدو ۳۰۰مه کلیزه چې په ۲۰۴۷ کې را رسېدونکې ده، دومره مهمه بولو او دا ټوله لړۍ مو هغې ته بېله کړې ده، دا خپرونه چې دا اوس راغله او خپرېږي او دغه راز راتلونکې خپرونې به متنونه یې له اضافي موادو سره که خدای کول د جلا رسالو په توگه چاپ کړو او اورېدونکو او مینه والو ته به یې وړاندې کړو چې استفاده ترې وکړي، دلته د خپرونې حوصله همدومره وه، دا به بشپړه کړو. راتلونکې خپرونه کې به په دې وغږېږو چې د زوال او د احمدشاهي امپراتورۍ او دولت د ړنگېدو عوامل څه وو؟ څنگه دا زمینه جوړېده؟ نو تر هغې چې دغې خپرونې ته راځوو، تاسې گران اورېدونکي او ولسمشر محمد اشرف غني تاسې په لوی څښتن سپارم، په درناوي.
دکتور غني: خدای مو ساته، ټول افغانستان او افغانان دې ساتي او د اسلام جهان دې ساتي.
تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.