January 2, 2025
قست ۲۹: مرور تاریخی شهر کابل (بخش دوم)
این قسمت به تحول کابل با تمرکز بر بازسازی بناهای تاریخی مانند قصر دارالامان، مسجد شاه دوشمشیره، بالاحصار و باغهای کلیدی، در کنار احیای فضاهای سبز مانند باغ علمگنج و باغ بابر میپردازد. این بحث تلاشهای برنامهریزی شهری را برای پیوند دوباره شهر از طریق دهلیزها، پیادهراهها و مراکز فرهنگی، با تلفیق معماری تاریخی و کارکردهای مدرن برجسته میکند. همچنین، این گفتگو شامل مدیریت آب، بازسازی جویهای تاریخی و ذخایر آب، و ایجاد فضاهای عمومی فراگیر برای تفریح و فعالیتهای فرهنگی است. در کل، این قسمت بر ایجاد تعادل میان میراث غنی تاریخی کابل و توسعه شهری معاصر تأکید دارد تا شهر را برای ساکنان آن کاربردی و قابل دسترس سازد.
Transcript

د کابل پرون، نن او راتلونکی «دویمه برخه»
جنبش: سلام او درناوي ټولو اورېدونکو او د پودکاستونو د دې لړۍ مینه‌والو ته، د تېرې خپرونې په تعقیب نن بیا د اوسني کابل لپاره د خپل مېلمه پر طرحو او نظریو غږېږو. این سلسله‌ برنامه‌ها را با رئیس جمهور محمد اشرف غنی من داود جنبش اجراء میکنم.
داکتر صیب غني ستاسې او اورېدونکو د روغتیا په هیله، اول ستړي مه شي او بیا د خبرو بلنه درکوم، مهرباني وکړئ.
دکتور غنی: بسم الله الرحمن الرحیم. زښته ډېره مننه جنبش صاحب له تاسې نه، زما سلامونه او احترامات ټولو اورېدونکو ته او ټولو وطنوالو ته، څوک چې وطن کې دي او څوک چې د باندې دي.
جنبش: تېره خپرونه کې، د اورېدونکو به په یاد وي موږ په کابل وغږېدو، خو په تاریخ یې وغږېدو او هلته بیا بیا دا موضوع یاده شوه چې د تاریخ په اوږدو کې کابل ښار له بده مرغه هم د بهرنیانو د بریدونو پر مهال او هم د خپلمنځي شخړو په مهال ډېرې بدې ورځې لیدلې دي، وېجاړ شوی دی، خو دا وروستۍ ویجاړې یې چې په دا تېره نیمه پېړۍ کې راغلي دا بېخي زموږ د سترگو په وړاندې هم دي او ډېرې ژورې او هر اړخیزې هم دي. د ۲۰۰۱ کال نه وروسته، چې نړیوالې ټولنې مداخله وکړه په افغانستان کې، بیارغونه په چټک ډول باندې راغله، مخکې له دې نه چې د کابل په اړه ستاسې په طرحو باندې وغږېږو او ستاسې نظر واورم، دغه بیارغونه زما له نظره خو یې د کابل تاریخي بڼه واړوله، غواړم تاسې یې راته ووایاست چې کابل ښه شوی که خراب شوی؟
دکتور غني: کابل ولس ته سلامونه، ولس خپله ونډه ادا کړې، نن یو نسبتاً آباد کابل لرو، له هغه وېجاړ کابل نه چې د بامیان د غلغلې ښار غوندې او چنگیزي هرات و بلخ و نورو برخو ته ورته و، نن نسبتاً یو آباد ښار لري، اما کابل باندې په سپک نظر کتل شوي، ډېره پانگه چې ولس په کې واچوله، په چوکاټ د یو کابل چې یویشتمې پېړۍ ته له یو خوا برابر وي او له بلې خوا کابل تاریخ ته قدر و عزت ورکړي، ونه شو. بنیادي ستونزې یې ډېرې شولې، ولس تیار و، باندنیو موسسو خاصتاً د ملگرو ملتونو هغه برخه چې په ښار جوړونې باندې اخته ده او نورو کې د دې ظرفیت نه و. او له بدې مرغې نه د ځمکو مافیا او نورو مافیاگانو قوت په لاس کې واخیسته او د کابل بڼه یې داسې بدله کړله چې هم ښه جهات لري او هم زښتې ډېرې ستونزې په کې دي.
جنبش: بې له شکه کابل ښه شوی دی، مثلاً موږ تېره خپرونه کې تاسې هم خپل د سترگو لیدلی حال ووایه چې د پېړۍ په سر کې کابل څنگه و او وروسته بیا څنگه شو، خو کابل یوه تاریخي د معمارۍ بڼه درلوده، اوس هغه نه دی. کله چې تاسې د جمهوري ریاست د تصدۍ مسئولیت ترلاسه کړ، تاسې اصلي پام په بیارغاونه د تېرو میراثونو په بیارغاونه باندې وکړ، دارالامان ماڼۍ یې ډېر ښه مثال دی، په پغمان کې قصرونه یې مثال دی چې په دې به لږ وروسته وغږېږو مثلاً جبل السراج او نور... خو پيل مو له جوماتونو نه وکړ، مشهور جوماتونه هم لري کابل، ولې مو جوماتونه اول را پيلول؟
دکتور غنی: ځکه جومات هم د خدای کور دی او هم د ولس د یو ځای کېدو ځای دی، او زموږ دا جوماتونه تاریخي میراث و، ځکه ما له نه شروع وکړله چې خلک پوه شي. مخکې له دې نه چې زه ولسمشر شم د ښار مختلفو جوماتو ته د لمونځ لپاره تلم او واقعاً سړی شرمېده چې دا زموږ تاریخي جوماتونه په څه حالت کې وو. ځکه دې باندې مو کار شروع کړ او سره له دې چې زښت ډېر منفي پروپاگندونه وو، خلکو ته مو ثابته کړله چې دا جوماتونه په ډېره اوچته سطحه باندې بېرته آبادېدی شي. هغه جومات چې پاتې شو، د بالاحصار جومات و چې په نامه د شاه جومات یادېده او تیمور شاه او زمان شاه ورباندې ډېره پانگه اچولې وه، مگر پس ته وران شو او هیله‌من وم چې هغه جومات خلاص کړم، مگر هغې هیلې ته ونه رسېدم.
جنبش: په دغو جوماتونو کې چې ورغېدل موږ یوه جلا خپرونه هم لرو، په هغې کې به اورېدونکي تفصیل واوري، ډېرې ښاېسته ودانۍ دي کله چې بهرنیان راځي افغانستان ته مثلاً د شاه‌ دوشمشېره کې دغه ودانۍ بیخي یوه نمونه ده، همدغه ډول ځینې یې تاریخي ارزښت لري لکه عیدگاه جومات چې د افغانستان د استقلال اعلان له هغه ځای نه شوی و. به هر حال، کابل در عین حال –کابل تاریخی منظور من است، در عیان حال باغستان بود که در برنامه گذشته نامهای بعضی از آن باغهای مشهور برده شد و اشاره‌های به آن صورت گرفت، مانند باغ عمومی در نزدیکی مقبره تیمور شاه، باغ علم گنج از سمت ده افغانان به طرف دهمزنگ، باغ علی مردان خان در آخر جاده میوند وغیره... ایا برنامه‌های بود که چهره کابل را با احیای مجدد این باغ‌ها تغییر بدهد و این میراث گذشته را دوباره زنده بسازد؟
دکتور غنی: از اولین کارهایکه در دوران مشاوریت رئیس جمهور کرزی که هنوز رئیس جمهور نشده بودم، در حکومت موقت بود، قراردادی را با نهاد فرهنگی آغا خان امضا کردیم که باغ بابر، باغ چهلستون و مقبره تیمور شاه را تکمیل کنند و در عین حال در هرات و نقاط دیگری بود. مهمترین طرح ما ایجاد باغ کابل بود که تمام پلان آن تهیه شده و در طول دریای کابل مخصوصاً در قسمت چمچه مست به این طرف، این ساحه تا پُل ارتن و بعد از او دوام آن به یک ساحه عظیم یک باغ جدید که نامش را باغ کابل گذاشته بودیم بدل میشد. باغ عالم گنج که ساحه ماشین خانه بود، در حدود ۷۰٪ کارش تکمیل شده بود، و این در عین حال یک مرکز عظیم فرهنگی و تجارتی را بدل میشد. در باغ علم گنج مساوی به سلام‌خانه حداقل چهار تا پنج تالار بزرگ وجود دارد که اگر تمام اینها را همزمان با هم وصل کنیم که حالا از نگاه تکنالوژی معلوماتی نهایت آسان است، چندین هزار نفر با هم یکجا شده میتوانند و مجالس مختلف را هم در عین حال به این گرفته میتوانید، و طرف مقابلش که چنداول است ان هم زیر پلان بود که بیاید. اما طرح دیگر ما که هم شیردروازه هم کوه شیردروازه، هم کوه آسمایی دوباره سبز شود. جوی بزرگی که شخصی که واصل نام داشت کاکای بابر الغ بیگ بود، این جوی بزرگ را در طول کوه شیردروازه تا بالاحصار رسانده بود. احیای آن جوی از یک طرف، و طرح دیگر من این بود که تمام سیل‌بُر ها، کوه‌های مختلف ما و تپه های مختلف ما به بند‌های خاکی که چینایی ها در این تخصص خاص دارد مبدل شود، و همچنین جوی شیر در کوه آسمایی که از جوی‌های بسیار مهم ما بود، باید دوباره سر احیای آن فکر میکردیم. نقطه دیگر ما این بود که دریای کابل باید دارای آب دوامدارباشد. نقطه دیگر این بود که در تمام کوریدور ها مناطق سبز در نظر گرفته شده و پارک‌های کوچک و متوسط، و خود چمن حضوری به یک پارک بزرگ مبدل میشد و نقطه دیگر آن پارک‌های مشخص برای زن‌ها بود، و تپه های کابل همه مورد نظر بود. سبز شدن تمام آن نقاط هم در تغییر محیط زیست و هم هوا یک اثر بزرگ میداشت.
جنبش: لږ که زیات په باغ علم گنج باندې تم شوو، په دې اړه سندرې هم شته ځوانانو به اورېدلې وي او بل شهرت یې دا دی چې امیر عبدالرحمن خان دغه باغ په ماشین خانه واړوه، البته اړتیا هم وه چې وسلې تولید کړي، خو په عین حال کې یو تاریخي ځای له منځه لاړ. لږ یې توصیفولی شوو چې مثلاً دغه باغ له کوم ځای نه شروع کېده، تر کومه ځایه رسېده او څه ډول یو باغ و؟
دکتور غنی: د دې باغ په تفصیل که غواړئ پوه شئ، د محمود طرزي خاطراتو ته وگورئ، ځکه د زاري روس سفیر چې راغی طرزي د دې آسمايي غره لاندې دې باغ کې لیدونکو سره موجود و او هره جمعې ورځ کې پنجنشبې او دې کې، ټول کابلیان به دلته راغلل چای‌جوشونو او دې سره او دلته به یې مېلې کولې. د انحصاراتو تعمیرونه ښي لاس ته د غره لاندې موجود دي او چپ لاس ته یې چې د سیند خوا ته گورئ لوی دیوال دی چې ماشین خانه ده او مخکې له هغه نه د نجات مکتب –اول هم اماني و، بیا پس ته اوس هم په اماني بدل شوی، دلته و تر څو چې وسوځېده، دغه ساحه د باغ د عالم گنج وه، یعنې پل شاه دوشمشېرې نه تر پل ارتن پورې، تر ډېره برخې پورې. بیا عبدالرحمن خان دلته ماشین خانې جوړې کړلې او د دې عکسونه هم موجود دي او د انگرېز انجنیرانو خاطرات هم موجود دي. ارتن سره نږدې د عبدالرحمن خان زوی سردار نصرالله خان یوه کوټه یې جوړه کړه چې په نامه د لندني کوټه مشهوره وه، هغه یې دفتر د کار و ځکه چې هغه حیثیت د صدراعظم یې درلود د امیر حبیب الله خان په دوران کې او د ماشین خانې نظارت یې کاوه. ماشین خانې کې عبدالرحمن خان انگرېز انجینران استخدام کړل، ځکه چې دا د وزارت دفاع پورې تړلې وه او لوی دیوال یې درلوده، له ښې مرغې نه تخریب شوي نه وو، مگر لکه ارگ غوندې، نه ترمیم شوي وو او بیا منځ کې یې کوټو کې یې نور څه شی وو. دغه شی موږ خلاص کړ او په اساسي توگه ترمیم روان و، پنځه کاله ترمیم لاندې و. او بله برخه یې دا وه چې ما غوښتل چې دا د عوایدو یو مرکز شي، نو یوازې باغ به نه وي، هم د عایداتو مرکز به وي، هم فرهنگي او کلتوري لوی مرکز به وي او هم باغ به بېرته ودان شي او دلیل مې دا و چې د کابل ولس باید وکړی شي چې سږي یې خلاص شي، د تنفس حق ولري. باغ علي مردان کې سرایونه دي، دا ځای د سرایونو لپاره نه دی او د عیدگاه جومات شا خوا ته پرته ده. دغه ساحه بېرته بدل کېدای شي، سر یې په باغ باندې بدل کېدای شي اما دلته جیولوجي تحقیقات باید وشي چې څومره موږ لاندې تللی شوو، ښکته تلی شوو په ځمکې کې، لکه بیروت غوندې چې .... یې پس له داخلي جنگ نه لاندې یوړل. دا د ځمکې لاندې او سر د ځمکې کولای شي چې په یوه ډېر ښه تعامل باندې راشي، او همدغه طریقه موږ منډوي او دې سره عملي کولای شوو، ځکه دا لوی سرایونه، ښې مرغې نه تقریباً ۴۰٪ ځمکه دولتي ده، نوره خصوصي ده او یو ترکیب باندې باید راشوو چې بېرته دا ساحه څنگه پراخه شي او په عین زمان کې هم د خلکو جایداد مصئون شي راتلونکي لپاره او هم دولتي ځمکې. اما له ټولو نه عمده‌تر، خلک وکړی شي چې یو ښاېسته کابل پیدا کړي، هغه چوکونه چې پخوا د کابل یوه برخه وه، دا چوکونو اصطلاح ما غوښتل چې په هر کورېډور کې بېرته چوکونه په عصري توگه آباد شي چې موږ وکړی شوو خپل تاریخي عنعنه او میراث اوسنیو شرایطو سره یو ځای کړو.
جنبش: تعمیر های که بعداً ساخته شده تنها من قسمتی –نمی فهمم که مربوط ماشین خانه میشد یا نه، گالری ملی یاد میشد بعداً سید مخدوم رهین در زمان وزارت اطلاعات و فرهنگ خود نامش را تغییر داد به نگارستان، غیر از این من دیگر تعمیرها را ندیده بودم، شما گفتید که تالارهای بزرگ است، چند تالار بزرگت که مربوط ماشین خانه میشد در آنجا وجود دارد و حالت فعلی اش چه رقم است؟
دکتور غنی: تعداد تالارها تا حدود ۶ تا ۷ میرسد، تالار اصلی آن که ماشین ها در آن وجود داشت و یک ماشین بزرگ قابل تخیله نبود و در قسمت نگهداشت اش فیصله شد. طول بعضی از این تالارها به اندازه سلام‌خانه ارگ است، سقف اینها بی‌نظیر است یا از نگاه کار چوب یا کار فلزی، و واقعاً یک نمونه بزرگ میراث مهندسی ماست. تا ۹۰٪ ترمیم اش تکمیل شده بود، موسسه آغا خان مسوولیت اش را داشت. آنها از یک طرف کار نهایت دقیق میکند اما از طرف دیگر کاری است که وقت می گیرد، حوصله کار داشت. اما در پهلوی آن چیزیکه نو است احیای شیوه کاشی بلخ و هرات است که به صورت تجارتی قابل استفاده میشود و هم از نگاه فرهنگی کتاب فروشی های که فعلاً زیر کوه آسمایی بود به این انتقال میکرد و زمینه آن را پس فراهم میکرد که ساحه کوه آسمایی را تا جوی شیر و اینها ما به صورت اساسی ببینیم. و یکی از طرح‌های من این بود که در طول جوی شیر یک قسمت تعمیرهای دوران حبیب الله خان و امان الله خان وجود دارد که از نمونه های بسیار خوب است، این جایداد شخصی است، اگر مالکین اش حاضر میشدند اینها را دولت باید خریداری میکرد، تا به حیث نمونه های تاریخی قابل احیای شود. و طرف مقابل اش ساحه چنداول و شهر کهنه بود که در آن قسمت هم طرح های مشخص داشتیم.
جنبش: همدغه ځای کې چې دا پرې غږېږو ماشین خانه، چپې خوا ته یې چې کله مخ د دهمزنگ خوا ته وي شیردروازې غر راځي دې خوا ته یې آسمایي غر راځي دا دوه ډېر مشهور تاریخي غرونه دي، په سراج‌الاخبار کې یو ځای راغلي وو چې همدغه ځای کې چېرته هندوانو له امیر حبیب الله خان نه وغوښتل چې د دوی یو مهم معبد له پنجشیر نه راوړي او دغه ځای کې یې ځای پر ځای کړي او دوی ته یې سند ورکړی و. دا به هم مهمه وي چې دا د گڼ ملتیز هیواد په توگه دغسې تاریخي میراثونه هم پیدا شي او که په هغه اوله بڼه باندې د عبادت ځای نه گرځي، لږ تر لږه د تاریخ لپاره ثبت شي او وساتل شي.
دکتور غنی: دوه شیان دي چې اورېدونکو ته به په زړه پورې وي: یو، یو ناول دی چې په قوي احتمال باندې خدای بښلي اکرم عثمان لیکلی (کوزه‌گر) په نامه باندې چې د آسمایي په برخې دی او خاصتاً یوه هندو کورنۍ ده. بل یې زموږ د گران شاعر لېوال صاحب یوه حماسه ده چې په آسمايي غره باندې ده، او هغه معبد چې هلته و او د پنجاب او د کابل روابطو باندې. دا غر لکه چې شیر دروازه غر یا د خیرخانې کوتل په مختلفو دورانو کې مذهبی معابد او دا وو، نو له هغه نظر نه ضرور ده چې دې پسې وگرځئ او تاریخي بڼه د ښار باید خپل حیثیت بیا ښکاره کړي. یو جنجال زموږ په تاریخ کې دا و چې هر څوک چې راغلي دي، دا یې هېر کړي دي چې مخکې له دې نه څه وو او غوښتل یې یوازې خپله برخه وکړي. زما دلیل چې په دوامداره توگه مې غوښتل چې تاریخ هېر نه کړم، دا ده چې هره برخه د کابل چې خاطرات یې د ساتلو دي باید وساتل شي او [هغه] طرحې چې تکمیل شوې نه وې باید تکمیل شي، نه دا چې موږ هر یو له سره شروع وکړو او دا هېر کړو چې ښار پلازمېنه مو زرها کاله ریښه لري او عزت او اعتبار یې باید یویشتمې پېړۍ کې بېرته ژوندی شي.
جنبش: تاسې د شیردروازې غره باندې لږ وغږېدئ چې ځینې طرحې وې، ځينې شیان هلته جوړ شوي دي، آسمايي باندې ډېر کار نه دی شوی، ما چې –نه پوهېږم څومره به دا دقیق وي، خو اورېدلي مې وو چې داود خان غوښتل چې دغلته یو هوایي موټر غوندې جوړ کړي هغه کېبل کار غوندې چې د یوه غره نه بل ته لاړ شي خلک سیلانیان او د هغې خوا نه دې خوا راشي او دغه ځایونه وگوري. ستاسې په طرحو کې د دغو دوو غرونو لپاره مهم څه شی و او نوي څه شي؟
دکتور غني: ما غوښتل چې دواړو غرونو باندې سرکونه جوړ کړم، له ...... نه تر بابر باغه پورې دا شی ډېر زر کېدای شي. څنگ کې د دې اساسي شی دا نه و چې موټر لپاره، موټر تنها د دې لپاره و چې پس ته موږ وکړی شوو ځینې عمده شیان انتقال کړو، اما اصلي دا و چې خلک په دې کې باید په پښو وگرځي، دا بهترینه فضا د پښو گرځېدلو ده او د ورزش. زر زینې شیردوازه ته جوړې شوې چې کورونه چې په کې جوړ شوي دي وکړی شي تگ و راتگ وکړي، تاسې لیدلي دي چې د یوې جنازې ښکته کول له دې کورونو نه، څومره گران کار دی. او له بلې خوا نه آسمايي ته سرک جوړ شوی و، له بدې مرغې نه ډېر په سمه توگه نه و جوړ شوی، او د دې سر نه باید د کابل پوهنتون نه بېرته تر ده افغانانو پورې موږ دا لارې برابرې کړو، مختلفې لارې. او دواړو کې د شین کېدو طرحه وه او د کېبل کارو، د کېبلونو وصل دواړو ځایونو کې د سیلانیانو لپاره او د کابل باغ په ارتباط باندې چې دهمزنگ کې به د کابل باغ ټولې برخې سره وصل کېدې او د باغو یوه سلسله به وه، دا به یې سره تړل.
جنبش: یک مشکل عمده کوه‌های ما در نقاط مختلف کشور و مهمتر از همه در کابل اینست که مردم وقتیکه از مناطق روستایی یا شهرهای دیگر کوچیدند و به کابل آمدند، این کوه‌ها را غالباً غصب کردند و خانه‌ها هر کس به دل خود یک چیزی ساخته که چهره شهر را کاملاً صدمه زده، فکر میکنید چه باید میشد یا چه طرح‌های وجود داشت که مردم هم بی سرپناه نمانند و چهره کابل هم به یک حالت خوب و قابل دیدن تغییر کند؟
دکتور غنی: انقره ۵۰ سال پیش وضعیت فعلی کابل را داشت، و خوشبختانه یکی از دوست‌های بسیار نزدیک من، دوست‌های ترک من که در پوهنتون MIT‌ استاد بود و پس آمد مسئول پلانگذاری انقره شد، توانست شهر انقره را، کوه‌های انقره را مطلق صاف کند. راه‌های واضح برایش وجود دارد، ۷۰٪ کابل به صورت غیرپلانی انکشاف کرده، تنها کوه‌ها نیست، ساحات مسطح اش به عین جنجال است، اگر رشد نفوس کابل به شکلی که بیست سال جریان داشت تا سال ۲۰۴۰ به ۸ میلیون می رسید. از این جهت ضرورت واضح است که مردم صاحب جایداد شرعی شوند و استفاده اعظمی از زمین صورت بگیرد، و در این چوکات کوه‌ها و تپه‌ها دوباره تخلیه میشد. عین مسئله سر دریاست، اولین مشکل من –وقتیکه مسئولیت بزرگ ریاست جمهوری به من انتقال یافت، سیلاب‌ها در شهر کابل بود. وقتیکه دیدیم تمام مسیرهای طبیعی آب را بند کرده بودند به شمول ساخت وزارت داخله، چون جبه زار‌ها و اینها را رویش گرفته شده بود، و همه اینها در یک طرح سرتاسری که کابل به حیث پایتخت افغانستان بتواند همسری کند با شهرهای بزرگ دیگر منطقه و دنیا، روی کار بود.
جنبش: او اوس به لږ په ارگ باندې تم شوو، ارگ د امیر عبدالرحمن خان سره رابطه لري، کله چې دی د منځنۍ آسیا نه راغی او امیر شو، د اوسېدو ځای یې نه درلود، ځکه چې بالاحصار د پاچایانو مېنه انگرېزانو ورانه کړې وه یا په هغه چاودنه کې ورانه شوه، نو بنسټ یې ده کېښود. د زمانې په تېرېدو سره څه ځایونه وران شوو، څه په کې نوي جوړ شوو، څهره یې واوښته؛ تاسې ورته څه پلان درلود او څه تغییرات مو په کې راوستل؟
دکتور غني: عبدالرحمن خان ۷ کاله په باغ بابر کې و، لومړۍ مېلمستیا یې د انگرېزانو هئیت ته وه چې د افغانستان شمالي سرحد یې هغه وخت زاري امپراتورۍ سره وټاکله چې تراوسه زموږ بین‌المللي سرحد دی آسیايي جمهوریتو سره. د ارگ وضعیت سم نه و، یو قسمت کارونه وشول او د قدر وړ کارونه وشول، اما پس له دې نه چې زه راغلم، یو منسجم پلان د ټول ارگ د تاریخي ارگ د بیا ودانولو لپاره وشو. نو په دې کې موږ وکړی شول چې حرم‌سرای هم تکمیل کړو، شب جمعې قصر هم تکمیل کړو، د ارگ شینوالی او ټولې نورې برخې د جوماتو، لومړی مو د گلخانې جومات بیا ودانولو نه پيل وکړ او پس له هغه نه د دلکشا جومات چې اساس یې ایښودل شوی و د طالبانو په وخت کې، مگر تکمیل شوی نه و او ډېر په بد حالت کې و، هغه په ډېر یو منسجم جومات باندې بدل شو. بیا د گلخانې ماڼۍ اور واخیسته او له سر تر پایه مو آباده کړه. یوازې شی چې پاتې و یو برج و چې باندنیو چارو وزات خوا ته یې مخه وه، هغه تکمیل شوی نه و، اما تاریخي له نظر نه دا نورې ټولې برخې تکمیل شوې وې. ولې؟ زما په یاد دي چې جنرال مشرف کابل ته راغی د ولسمشر کرزي په دوران کې، دې خوا ته او هغه خوا ته یې وکتل او ویې ویل زه نه پوهېدم چې تاسې داسې ماڼۍ درلوده. یو دلیل چې ما ټول تاریخي آثار د افغانستان او د کابل خاصتاً ژوندي کړل د دې لپاره چې زموږ په تاریخ باندې یې خط ویستلی و او دا انځور یې ورکړی و چې افغانان بې تاریخه دي. مهندسي برخه د تاریخ برخه ده، هر څوک چې پل‌خشتي جومات ته وگوري یا دوشمشېرې جومات ته وگوري یا عیدگاه جومات ته وگوري یا ارگ ته وگوري یا دارالامان ماڼۍ ته وگوري، دا درته نه شي ویلی چې تاسې تاریخ نه لرئ او ریښې نه لرئ او وده مو نه ده کړې یا طرحې مو نه درلودلې دي؛ نو له هغه نظر نه ارگ تکمیل شوی، ټولې ماڼۍ یې او په عین حال کې ارگ بدل په دې شو چې د قالینو په یوه نمایشگاه باندې، په حقیقت کې نندارتون باندې بدل شو. هره برخه د ارگ کې موږ قالینې راوستلې چې د افغانستان قالینو باندې ټول خلک چې ځي او راځي پوه شي، او همدارنگه څه چوکۍ وې، څه میزونه وو، څه نور تاریخي آثار چې پاتې وو، ټول تکمیل شول، په شمول د امان الله خان مېز چې ما دا ویاړ درلوده چې د هغه شا کې کار وکړم، او همدارنگه د اعلیحضرت مېز چې خاص مېز یې و گلخانې په ماڼۍ کې، دا ټول تکمیل شول. ارگ کې ما نه غوښتل چې وارداتي سامان وي، چې څه مرمر د افغانستان دي یا څه لرگي د افغانستان دي، یا نور پیداوار د افغانستان دي یا قالینې دي، دا په عزت باندې کتلی شئ. په څنگ کې یې هغه شی چې ما زیات کړ یوه چای‌خانه وه. ټول ارگ کې د چای یا کافي ځای نه و، نو یو ځای مو خلاص کړ او دومره عایدات دې وکړل چې ځان یې چلولی شو او نورو ځایونو کې هم خلاصېده شوه، ځکه خلکو ته ضرور وه چې کېني. بهترینې برخې د ورځې زما دا وې چې کوچنیان او محصلین به راتلل. د ارشیف برخه مو تکمیله شوه، یو لوی تعمیر دی چې هغه کې ډېر منظم امکانات برابر شوي دي چې [هغه] تاریخي ارشیف چې په ارگ کې موجود وو –او دا زرها دي، لس‌ها زره اسناد دي، ټول ډيجیټل کېږي او په ډېرو منظمو الماریو کې ساتل کېږي چې هیله ده [خوندي شي]. او همدا رقم د اعلیحضرت کتابونه یو په یو ما خپله پاک کړل او بیا پوښ شول او په یوه منظمه کوټه کې بېرته الماریو کې ایښودل شوي دي، ځکه دا ټول زموږ د تاریخ برخه ده او یوه ورځ به ټول افغانان بېرته ورسره مینه پيدا کړي او هم به مثبتو جهاتو باندې پوه شي او هم منفي اشتباهاتو او دې باندې.
جنبش: من فکر میکنم به شنونده‌ها جالب خواهد بود یکی از خاطراتی که از صحبت‌های شخصی ییکه با شما داشتم، در مورد بازسازی حرمسرای بود، که گفتید سقفش گچ‌کاری شده بود در حالیکه در زیر گچ‌ها نقاشی های بی‌نظیر وجود داشت.
دکتور غنی: چهره اصلی حرمسرای چی بود؟ خوشبختانه یک افسر انگریز بود به نام اید که در مجلس مهمانی ۱۸۸۷م امیر عبدالرحمن خان حضور داشت و در آن وخت هنوز خانم‌ها به ارگ تشریف نه آورنده بوند. تنها شخص عبدالرحمن خان بود، در کوتی باغچه از اینها استقبال کرد و اینها را اجازه داد. اید هر اتاق را تشریح کرد اتاق‌ها را. و وقتیکه من دوباره سر اطاق‌ها نظر انداختم فهمیدم که این اطاق‌ها را تغییر داده. و نکته دیگر این بود که در بمباری ییکه در کودتا مقابل داود خان صورت گرفت حرمسرای بمبارد شده بود و به شکلی بسیار موقتی ترمیم شده بود. وقتیکه پس این اتاق‌ها را دیدیم، دو چیز بود: یکی، ۳۰ تا ۴۰ لایه رنگ در دیوارها صورت گرفته بود و تمام نقاشی‌های عمده ییکه –معلومدار از انسان نبود گل بود و گلدان‌ها و اینها که به شکل خاص آسیا مرکزی تحت نظر عبدالرحمن خان صورت گرفته بود، اینها دوباره پیدا شد. و یک تیم خاص از دخترها و پسرهای افغان در این تربیه شدند و این را همه را احیا‌ء کردند. دوم اش سقف‌ها بود، بعضی سقف‌ها مخصوصاً سقف‌ها ییکه آهنی بود یا مسی بود زیر رنگ گم شده بودند و تمام نقاشی‌های بسیار عالی ییکه در تحتش لایه رنگ وجود داشت قابل دیدن نبود، همه اینها دوباره احیاء شد. و همچنین باغچه‌های مختلف که وجود داشت همه احیاء شد، دوباره زیر ابیاری گرفته شد و تمام ساحه دلکشا دوباره سبز شد، چمن‌‌های مختلف احیاء شد. تمام این آثار، آثاریست که ضرورت به حفظ و مراقبت دارد، و حفظ و مراقبت اگر دایمی نباشد و مورد توجه نباشد، عملی نمیشود. روزهای جمعه یک ساعت یا دو ساعت پیاده می گشتم و در این نقاط مختلف می گشتم تا بتوانیم حفظ و مراقبت را به صورت اساسی بگیریم، به یک نتیجه رسیدیم.
جنبش: یوه خپرونه کې یادونه وشوه چې ارگ دغومره کوچنی نه و لکه دا اوس چې دی...
دکتور غنی: نه
جنبش: د بهرنیو چارو وزارت یې هم برخه وه او ځينې نور تعمیرونه وو، څومره مهم دي چې دغه نور تعمیرونه بېرته ارگ کې شامل شي؟
دکتور غنی: وزارت دفاع یې هم برخه وه، باندنیو چارو وزارت یې هم برخه وه، دا سفارتونه چې د فرانسې سفارت دی، د اماراتو سفارت دی، د چین سفارت دی او هغه خوا ته د ترکیې سفارت، د ایران سفارت، دا ټوله برخه د ارگ وه او هغه صدارت چې د صدارت په کې ځای کې دی چې سردار نصرالله خان جوړ کړ یوه برخه یې او هغه بله برخه یې محمد هاشم خان په کې خپل دفتر ساته. وزارت دفاع بېرته په دې کې داخل کول یا د باندنیو چارو وزارت ... د باندنیو چارو وزارت ډېرتر امکان لري ځکه چې کېدای شي چې انتقال وکړي ځکه چې هلته هم د ستور ماڼۍ ده او ستور ماڼۍ د امیر امان الله خان دفتر و. وختې چې ډاکتر سپنتا د بهرنیو چارو وزیر و د هغه تر نظر لاندې د ستور ماڼۍ آباده شوله بیا هم د آغا بنسټ له لارې نه او د هندوستان دولت په مرستې باندې. هغه بله برخه چې د شاه‌ محمود خان کور او اوس شخصي بلل شوې او نور ... هغه به گرانه وي. اما بلې خوا ته امکان شته او دا هغه د آریانا هوټل دی، ځکه اریانا هوټل نه ما غوښتل چې یو د کنفرانس مرکز جوړ کړم، ځکه چې ارگ ته دوامدار ولس ځي او راځي او سلام‌خانه کافي نه ده. له بلې خوا نه، امریکایان چې ووتل دا لویه ساحه چې مخامخ د ارگ ده، هغه یې ورانه کړله، هغه تعمیرونه هلته موجود وو، شخصي یې اخیستي وو مگر هغه یې ورانه کړله، ځکه دا یې ځان ته یو خطر [باله]. دغه یو فرصت دی چې دغه ساحه او ورسره اماني لیسه بېرته د ارگ په چوکاټ کې راشي، ځکه دا هغه زمینه د دې برابروي چې یو عظیم هم سیاسي مرکز وي او هم د فرهنگي برخو لپاره او هم د لویو مجالسو او مراسمو لپاره خاصتاً د افغانستان د ۳۰۰مې کلیزې لپاره یو تیاری ولرو.
جنبش: د داود خان تر وخته زما یادیږي چې د ارگ مخ ته آزاد خلک گرځېدلی شول، موږ محصلین وو گرځېدلو به او دغه واټ چې همداسې غځېدلی و تر هوایي ډگره پورې دا د کابلیانو، اوچتو چنارو سره د کابلیانو د ویاړ او تفریح ځای و. څومره امکان لري چې دغسې کورېډورونه بیا جوړ شي چې د ارگ له مخې نه تېر شي، ارگ له نورو سیمو سره وتړل شي، نورې سیمې په خپلو منځو کې وتړل شي؟
دکتور غنی: لومړۍ خبره دا ده چې د دې کورېډور طرحه مطلق تیاره ده، په تفصیل برابره شوې ده او نوم یې هم د کابل دروازه ده، چې له هوایي هډې نه بېرته د ارگ له مخې نه څنگه تېرېږي چې نادر پشتون واټ سره بېرته وتړل شي، او دا برخې سره د بي بي مهرو د تپې بیا آبادول او لوی سرک هوایي هډې ته، دا په یو لوی اقتصادي او فرهنگي کورېډور باندې، دلته نظر دا دی چې پوهنتونونه، خاصتاً روغتیايي پوهنتونونه او موسسې دلته وي، ځکه دلته یو تعداد روغتونونه موجود دي لکه د وزیر اکبر خان او د نور روغتونونه دلته او په څنگ کې یې دغه فرصت یو عظیم فرصت دی د اقتصادي ودې. د دې کورېډرو طرحه آماده ده، ټول په کاغذ مخ کې راغلي دي، نوم یې هم ډېر مسمی دی ځکه چې د کابل دروازه یې نوم دی، په دې معنی وختې چې هوايي هډې نه راځئ، کابل خپله غېږه ټولو وطنوالو ته چې بېرته راځي او همدغه رنگ سیلانیانو ته او نورو باندنیو ته خلاص کړي. مخامخ هم باید لوی د تیږو دیوالونه او کانکریت دیوالونه او دا لرې شي، تر څو چې بل کورېډور له ارگ نه تر تنگ غارو پورې ځي او موازي یې د احمد شاه بابا کورېډور دی چې د سیند جنوب خوا ته راځي، دا ټولې طرحې برابرې شوې دي. او هیله‌من یم چې د دې طرحو په اساس باندې اقدامات وشي او ښه‌والی یې دا دی چې، څه چې غیرپلاني برخې په شاوخوا کې پرتې دي، دې ټولو لپاره لارې برابرې شوې دي چې دا څنگه د خلکو په گډون سره دا په پلاني برخو کې بدل شي. د مثال په توگه، هوتخیل او تره‌خیل چې د پل محمود خان نه تنگی غارو خوا ته پراته دي، دا ساحه د طلا ساحه ده.
جنبش: و حالی که صحبت از میدان هوایی شد، طرح برای اعمار یک میدان ییکه چهره واقعی افغانستان را به جهان تمثیل کند وجود داشت؟ داود خان فکر میکنم میخواست که میدان هوایی را انتقال بدهد به سمت لوگر، طرح شما چی بود؟ یا طرحی وجود داشت که میدان خوبی برای کابل ایجاد شود؟
دکتور غنی: طرح داود خان دشت سرخاب بود. به شما معلوم است که قریه ابایی ماست، ما از چند سال در ان حضور داریم، یک دشت بسیار فراخ است و امکانات از نگاه تخنیکی که مدنظر گرفته شده بود بهترین شرایط را داشت. نقطه ییکه تغییر کرده و از نگاه تخنیکی باید سرش مرور مجدد شود، یکی اینست که: ایا با سرمایه‌گذاری که سر میدان هوایی فعلی کابل شده و شرایط تخنیکی ییرا که در دوران داود خان ایجاب میکرد که میدان هوایی به لوگر تغییر کند هنوز هم است یا نی؟ جوابش را باید از نگاه تخنیکی ببینیم. دوم، میدان هوایی بگرام بررسی اش اینست که حداقل یک میلیارد دالر سرش مصرف شده، معلومدار تاسیساتش تنها برای نشست و برخاست نظامی بود، اما این یک ساحه وسیع است. در آینده اگر انکشاف دوامدار کابل را ببینیم، من فکر میکنم که ضرورت باز هم برای یک میدان هوایی در لوگر خواهد بود، اما این باید دوباره دیده شود. نقطه ییکه قابل ذکر است اینست که با اعمار میدان هوایی خوست ما نشان دادیم که اگر ما خود ما مدیریت اعمار این میدان های هوایی را به دست بگیریم، بر یک بر چهل، یک بر ده حداقل مصارف بین‌المللی تمام میشود. تمام میدان هوایی خوست به ۱۰ میلیون دالر تمام شد. تنها قسمت دوم میدان هوایی کابل، بدون رن وی و اینها ۳۰ میلیون دالر تنها سر یک تعمیر مصرف شد. بنابرین ضروریست و میدان هوایی مزار شریف هم در حدود ۶۰ میلیون یورو تمام شد و اینها. ضرورت است که تمام اینها دیده شود، یک سلسله میدان‌های هوایی را از نگاه انتقالات –خاصتاً اگر افغانستان، طرحی را که من داشتم و امید است که این تعقیب شود، که به یکی از صادر کننده‌های عمده میوه و سبزیجات و گل بدل شود مخصوصاً گلاب و مرسل؛ در آن صورت یک شبکه‌ میدان‌های هوایی را ضرورت داریم، این که کدام مرکزی شود ضرورت به یک بحث تخنیکی جدی دارد.
جنبش: د کابل له ښار نه بهر ډېر زیات کارونه شوي دي. د جبل السراج تاریخي ودانۍ ورغېده، استالف کې رغېدنې وشوې، خو تر ټولو زیاتې چې زما حیرانتیا یې را وپاروله او په عین حال کې تحسین، هغه د پغمان هغه ودانۍ وې چې تقریباً له منځه تللې وې، زه چې دا وروستی ځل کابل ته تللی وم، هلته خلکو راته وویل مسلکي کسانو چې دلته تعمیر نه و پاتې، بیخي د بنسټ نه هر څه را جوړ شوو، په دې باره کې راته ووایاست.
دکتو غنی: زه ځینو همکارانو سره مرکزي آسیايي هیواد کې وم، منطقوي کنفرانس و، نو دوی راته وویل: کاشکې موږ هم دغسې یو ځای درلودی مېلمنو ته. ما ورته مخ واړوه ما ویلې: سل کاله پخوا مو دا ځای درلوده او په جوړېدو کې دی. ما ولیدل چې دا ملگري بې اعتباره دي، یو څو اونۍ مې بعد پغمان ته یوړل او پغمان یې چې ولیده –دوی نه و لیدلی، هغه برخه چې امیر حبیب الله خان او خاصتاً د امیر امان الله خان ودانۍ وې. ولې مو دا بېرته جوړ کړل؟ ځکه بیا هم همدا کیسه ده چې موږ یو عظیم د اوړي پایتخت درلود، د افغانستان لویې جرگې امان الله خان تر ډېره وخته پورې او جشنونه تر ډېره حده پورې پغمان کې نیول. او مخکې له هغه نه به هر وار چې کابل کې کولرا راتله چارواکي به پغمان ته تلل. هلته مو چې شاوخوا ولیدل څو شیان وو: یو، هېڅ شی پاتې نه وو، نو څه مو وکړل؟ یو خوا نه مو عکسونه پيدا کړل، له ښې مرغې نه د امان الله خان په وخت کې یو قسمت البومونه نشر شوي وو چې عکسونه په کې وو، نو دا ما ټول پيدا کړل او همکارانو سره مو شریک کړل. بل دا و چې کیندنې مو وکړلې، لکه لرغون پېژندنې باندې او اساس د تعمیر مو پیدا کړل او د عکسو په اساس باندې مو دا بېرته ورغول. له ښې مرغې نه دا کار موازي د دارلامان له ماڼۍ سره وشو، ځکه ډېره برخه د مسطحې او د لرگي او دا چې راغلل دا د کونړ سوچه لرگي دي، او له کونړ نه دواړو ماڼیو کې، هم دارالامان کې او هم د پغمان په ماڼیو کې د کونړ نجاران راغلل یوازې لرگي یې را نغلل او په همدې کې یوازې ۵ میلیونه ډالره موږ سپماوی وکړ، که بازار نه مو اخیستي وای. نو بیا په هماغه ترتیب باندې آباد شول. دویمه خبره دا وه چې چینې مو پيدا کړلې، دا برخه عجیبې چینې لري، اما توجه نه شوه شوې، دا مو په تپو باندې بدل کړل، هغه شي ته چې .... وايي. دا تقریباً ۱۵۰ جریبه ځمکه وه، اوس رسېدلې ده ۵۰۰ جریبه ځمکې ته، او بیا مو دې کې گیلاس ونې وکرلې او د غره تر سره پورې دا ټول برابر شو. نو اوس تاسې گورئ یوې برخې کې یوازې ۲۰ زره نفره جنبش صاحب ځاېدی شي. د کابل خلکو لپاره زما ټوله طرحه دا وه چې هېڅ شی چې موږ آبادوو ... دې نه وي، ولس لپاره دې خلاص وي. په همدې اساس باندې ما غوښتل چې ټولو ولسوالیو ته، اول د کابل په شاوخوا کې او بیا ټول افغانستان کې د دې امکانات برابر کړو چې پارکونه ولري او ماڼۍ ولري چې هم خپل افغان سیلانیانو ته او هم بهرنیو سیالانیانو ته د لیدلو کتلو شرایط برابر کړي.
جنبش: یعنې د کابل جنوب خوا ته ولسوالۍ حداقل امکان یې و چې دغسې مهم ځایونه ولري.
دکتور غنی: جنوب او شرق دواړه، ځکه د مثال په توگه چهارآسیاب یو عمده ځای و، موسهي ته توجه نه ده شوې، چکري، لومړی کابل له چکري نه شروع شوی و، ملاعمر یو بېحده ښکلا لري، خاکجبار داسې یو اوبه لري چې ورباندې به هک حیران پاتې شئ. خاصتاً خاکجبار باندې که د کابل خلکو او کابل ښاروالۍ یو عظیم ظلم کړی. ټول گنده مواد د کابل انتقالېږي نږدې خاکجبار ته او بوی یې جنبش صاحب دومره بد دی چې د هلیکوپتر نه یې لیدی شئ. یا جگدلک ته وگورئ. دې خوا ته نغلو کې زښت ډېر د اوبو د سپورتو او د سیالانیانو مرکز [امکانات لري]. نغلو کولای شي چې قرغې سره ډېره سمه سیالي وکړي، همدغه رقم سروبي. دا ټوله ساحه له ماهیپر نه نیولې هغه خوا ته، شرق خوا ته؛ جنوب خوا ته شکار قلعه د محمدآغې په ولسوالۍ کې یو عمده ځای د ښکار و د غزنویانو نه، تر گردېزه پورې، څرخ خروارو ته، نورو برخو ته. او غرب خوا ته میدان وردگ زښت ډېر تاریخي آثار لري او خاصتاً دلته د شاه‌توت بند به یوه ورځ ان‌شاءالله تعالی آباد شي او د شاه‌توت د بند آبادولو سره هماغومره چې د جلال‌اباد هوا د ننگرهار کانال سره بدله شوه، د شاه‌توت بند به دا رقم تاثیر وکړي او یوه ډېره لویه ساحه د باغاتو به جوړه شي. له بلې خوا نه موږ غوښته چې د پنجشیر د سیند اوبه راوړو کابل ته چې هم د څښاک لپاره او هم د نوي کابل آبادولو لپاره ځکه چې ده‌سبز کې کافي اوبه نه وې. او اساسي لید دا دی چې کابل باید شرق خوا ته وده وکړي او جنوب خوا ته موږ باید ساحه وساتو. او په عین حال کې یو کورېډور و چې د لوگر کورېډور مو ورباندې نوم ایښی و او کار ورباندې په شدت روان و چې دا په یو لوی سرک باندې بدل شي.
جنبش: در حالیکه خوشبختی این بود که عکسهای از قصرهای امان الله خان و حبیب الله خان باقی مانده بود و قصرهای پغمان را از روی آن ساختید. اعمار قصر دارالامان فکر میکنم کار مشکل تری بوده، به کجا مراجعه کردید؟
دکتور غنی: در قصر دارالامان نکات اصلی اینست که هم طرح مهندس فرانسوی به نام ... که اولین طراحش بود، این را تعقیب کردیم و باز گروپ المانی‌ها که اول آمدند و اولین کمک تخنیکی را که به صورت اساسی امان الله خان استخدام کرد از المان بود و اینها در حدود ۶۰۰ نفر محصلین صنوف اول را درسهای تخنیکی دادند، که همین افرادیکه از طرف اینها تربیه شده بودند، پسان تمام کارته‌های عمده کابل را هم خصوصي هم دولتی را ساختند. این نقشه را از یک طرف به دست آوردیم، نکته دیگرش این بود که خود قص موجود بود، مگر متاسفانه قصر نمونه قضاوت بود و قضاوتی که بعد از سقوط حکومت داکتر نجیب به وجود آمد، از این کرده مثال زنده قضاوت افغان در مقابل افغان وجود ندارد. هر بخش اش یک توهین بود به هویت ملی و یک جرحه و یک خنجر بود به قلب افغان. قصری که قصر دارالامان به اساس از آن ساخته شده بود و تحقیقاتی بود که دخترم مریم غنی انجام داد بود که یک فلم هم به قصر اولی المان که در کولن است و برادرهای مشهور قصه نویس المانی کتابدارهای از آن بودند و بعد به کتابخانه بدل شده بود، یک فلم سر هر دو قصر ساخته شده بود، بنابرین ما مطالب واضح در اختیار داشتیم. اولین کار این بود که قصر باید تخلیه میشد از داغمه‌جات و خاصتاً از آهن بابی که سقفش را تشکیل میداد. و در این بخش یک گروپ انجینرهای افغان واقعاً کار بزرگ را انجام دادند. شرکتهای خارجی ۱۰ تا ۲۰ میلیون دالر تنها برای تخلیه اش میخواستند، کُلش به یک میلیون دالر انجام شد. اما در قسمت دوم این همکارها گفتند که حداقل ۵ تا ۷ سال دیگر به کار است که قصر دوباره احیاء شود، اما هدف من این بود که در صدمین سالگره استقلال افغانستان باید در قصر دارالامان گرفته شود. و از آن جهت، واحد عملیاتی و شرکت ملی که خاصتاً ایجاد شده بودند و در قسمت اعمار مساجد کار برزگ انجام داده بودند، اینها وظیفه را به عهده گرفتند و خوشبختانه با کمال افتخار در ظرف ۱۸ ماه این قصر تکمیل شد، که یک افتخار بزرگ بود که ما توانستیم با حضور شهزاده خانم هندی دختر امیر امان الله خان صدمین سال استقلال را در آن تجلیل کنیم.
جنبش: د دارالامان نه لږ هغې خوا لویدیځ خوا ته د تاج بیگ مشهوره ماڼۍ ده، فکر کوم دوی همزمان سره جوړې شوې دي، خو دې خوا یې چې ختیځ خوا ته راځي نوی کمپلکس جوړ شوی دی د پارلمان، جوړښت یې د دارالامان او تاج بیگ د ودانیو له جوړښت سره سر نه خوري، نه شوای کېدای چې یا دغلته پارلمان جوړ نه شي یا تعمیر دغسې شي چې د دغې معمارۍ له سبک سره موافقت ولري.
دوکتور غني: هغه مخکې له ما نه شوي وو، ما په کې برخه نه درلوده او ډېر گران تمام شو، دا د هندوستان په مرستې وشو، لومړۍ طرحه لس یا شل میلیونه ډالره وه، تر سل میلیونو نه اوچته شوله، تاسې سره همغږی یم، اما دا مخکې له ما نه شوي وو. تاسې ته به مهمه وي چې ما غوښتل چې دارالامان کورېډور له دهمزنگ نه تر دارالامانه پورې جوړ کړم، نه یوازې د دې طرحه جوړه شوه، بلکې تفصیلي انجینري کارونه انجام شول چې دولتي ادارې یوه ډېره برخه موږ دارالامان ته انتقال کړو، ځکه که اوسنیو وزارتو ته وگورئ گډوډ دي، یو مشترک ځای نشته، یو دفتر نه بل دفتر ته چې ځئ [ډېر وخت لگېږي]. او له بلې خوا نه دا ماڼۍ لکه وزارت مالیې یا ستره محکمه یا دا... ډېر قیمتي ځایونو د کابل کې دي چې بدیل ورته پیدا کېدای شي، دغه شی ټول برابر شوی، ښه خبره دا ده چې یوه ډېره برخه دارالامان دولتي ځمکه ده. او بیا دا کورېډور په دې بدلېده چې دلته هېڅ ماڼۍ باید د دارالامان له قصر نه اوچته نه وي، اما ټوله ساحه د چهاردهي چې واقعاً د کابل یو باغ و، دا بېرته ژوندۍ کېده، گذرگاه او دا ټوله ساحه بابر باغ سره، چهلستون باغ سره او نورو باغو سره چې د کابل باغ مې درته وویل، دا به ټول سره وصل کېدل او د دې په هره برخه کې به مختلف چوکونه به وو، عصري چوکونه او مختلفې طریقې د تعمیرونو، څو منزله تعمیرونو نه تر رهایشي تعمیرونو او دا... او زمینه به د دې برابر کېدله چې همدې برخه کې یو بل پلان و چې لس زره نفرو ته، په لومړۍ برخه کې لس زره کورنیو ته، دولتي چارواکو ته کورونه، اپارتمانونه او دا برابر شي تر څو چې له کرایې نه خلاص شي او موږ وکړی شوو پس له هغه نه ترتیبات ونیسو. نو دا ټوله برخه آماده وه چې د امان الله خان خوب موږ تکمیل کړو. هېر مو نه شي چې د هوایي هډي په سرک کې ما غوښتل چې د امیر شیرعلي خان خوب تکمیل کړم، ځکه هلته هم امیر شیر علي خان یوه طرحه درلوده چې لومړی قدم یې دا و له جنوب د کابل نه ووځو شمال ته او دا ساحه آباده کړي. او کورېډورو برخه کې هم دا هم باید هېره نه کړئ چې خدای بښلي غلام محمد خان فرهاد، لومړي منتخب ښاروال د کابل، د کورېډورو طرحه درلوده او جاده میوند د هغه لویه طرحه وه او ویې کړی شول چې د کابل فضا خلاصه کړي، نو دا کورېډرونه هم د هغه برخه د میراث ده. زما هدایت دا و، دا نورې ماڼۍ چې آبادېدلې دا باید ټولې د دارالامان قصر سره او د تاج بیگ سره په یوه ډيالوگ کې وي.
جنبش: بلی بدون شک باید در معماری های که در آینده صورت می گیرد حداقل هماهنگی درونی شهری و بناهای شهری در نظر گرفته شود. یک سوال دیگر هم پیش از آن که به پایان برنامه برویم اینست که اشاره های صورت گرفت که شهر کابل آبگیر های داشت و ذخیره های آب داشت و به زیبایی شهر می آفزود، از جمله مثل قول حشمت خان، چمن ببرک و مناطق اطراف میدان هوایی کنونی... ایا به این هم توجه میشد که این مناطق دوباره احیاء شود و چهره کابل برگردد به سابق؟
دکتور غنی: بلی، خاصتاً سر قول حشمت خان یک طرح واضح تحریری با تمام ابعادش وجود دارد که این به یک پارک عمده کابل بدل میشد. فراموش نکنید که قول حشمت خان در پهلوی صفات دیگری که دارد، مرکز پرنده هاست و این ساحه قروغ میبود، بدبختانه به صورت بسیار بی رحمانه ساحه قول تصرف شده، غصب شده، از این جهت...
جنبش: که به شنونده‌ها بگویم که در قسمت جنوبی کوه شیردروازه ...
دکتور غنی: پشت بالاحصار واقع است...
جنبش: بلی
دکتور غنی: و از طرف دیگر ساحه کوه برمتی امکانات نهایت وسیع دارد، شیوکی، موسهی... این ساحاتی استند که به صورت اساسی مثل که مردم کابل با پغمان و استالف و شکردره و اینها آشنا استند، با این ساحات آشنا شوند، واقعاً ابعاد مختلف رفت و آمد را فراهم میکند و به همه مفید بود. طرح دیگر ما هم این بود که از پغمان تا جبل السراج یک سرک در طول این دره‌ها ایجاد شود، چون یکی از مهمترین ساحات تفریحی بوده میتواند و امکان این را برابر میکند که یک سرمایه‌گذاری بزرگ خصوصی در این بخش از نگاه ایجاد هوتل‌ها و گردشگری فراهم شود. کابل را ما باید به حیث کُل ببینیم، اجزا را برای تان تشریح کردم و در پهلو این دو کوریدور، حداقل چهارده کوریدور دیگر زیر کار بود.
جنبش: دغه راز د نوي کابل د جوړولو طرحه هم موجوده وه، یوه اداره هم ورته جوړه شوې وه، کارونه یې یو ځای ته ورسېدل، کوم ځای ته کار رسېدلی و؟ او اصلاً طرحه څه وه چې څه وشي؟
دکتور غنی: طرحه مخکې وه، ماته په میراث پاتې شوه، تکمیله نه وه او ستونزه یې په څو برخو کې وه: لومړی، د اوبو ستونزې ته توجه نه وه شوې، طرحه په کاغذ کې ښه طرحه وه، په عملي ابعادو یې ډېره واضح توجه نه وه شوې. دویم، طرحه اعلان شوه، ځینې ځمکې چې دولتي وې باید طرحې لاندې وای، دعواگانو لاندې راغلې، قیمتونه په نور ابعاد د مشکلاتو وو. اصلي برخې ته راشوو، جنبش صاحب تاسې ته ډېره روښانه ده چې موږ تداوم د نسلونو له لاسه ورکړ. له [کومې] ورځې نه چې د دواد خان کودتا وشوه، د نسلونو تداوم له منځه لاړ، ځکه د داود خان کودتا سره یوه ډېره برخه تخنیکي افراد په ډېرې ځوانۍ کې تقاعد ته لاړل یا کورونو کې کېنول شول، نورو ته زمینه برابره نه شوله. اما هغه تخنیکي ظرفیت چې منځ ته راغلی و، مایوس شو ځکه کودتاچیان عمده ځایونو کې مقرر شول. او پس له دې نه چې د داود خان په مقابل کې کودتا وشوله، نو خو معلومداره ده، تاسې ته معلومه ده او حاجت بیان ته نشته چې تخنیکي ظرفیت یو واري له منځه لاړ، خاصتاً د حفیظ الله امین د وژنو له لاسه او بیا مهاجرتونو له لاسه. نو له دې نظر نه څو برخې بنیادي مشکلات موږ درلودل او لرو یې. یو دا ده چې اول باید یوه مفکوره ولرئ او مفکوره له دوو برخو نه راځي، یو له تاریخ نه او شرایطو نه، دویم دا ده چې بین‌المللي تجربې څه دي. دویمه برخه کې دا باید بدل شي په یوه لید باندې او لید باید په مسلکي معیارونو باندې وي، د مثال په توگه، کابل باید کوم خوا ته وده وکړي؟ دا یوازې سیاسي برخه کې یا بې له کافي څېړنو نه فیصله نه شئ کولای، نو ما یو شرکت استخدام کړ، دا ظرفیت له بده مرغه د ملگرو ملتونو په موسسې کې قطعاً ظرفیت نشته، دوی په سپکه گوري دې وطنو ته او فکر کوي چې تر ابده پورې باید بې‌وزله وي او دا ورته سمه ده که څو بدرفته دې ورته جوړ کړل، په هماغه خبره خلاصه ده. ما دا موسسه چې یوه ډېره باعزته موسسه وه په بوستون کې په نامه د ساساکي استخدام کړه او پیسې مو نړیوال بانک نه را پيدا کړلې، او نړیوال بانک کې هم دا ظرفیت نه و او آسیايي بانک کې هم. درېیمه برخه دا ده چې دا تفصیلي مهندسي طرحې غواړي، یعنې Architecture، بیا دا بدلېږي په انجینري طرحو باندې، بیا راځئ له ټولو نه عمده، عمل ته. څنگه د پروژو مدیریت کوئ؟ موږ دغه برخه کې بې‌حده کمزوري وو، ځکه ټولې بین‌المللي ټولنې زور په دې اچاوه چې باید خصوصي سکتور ته یې ورکړو، او موږ خصوصي سکتور نه درلوده، په مرور د زمان وده یې وکړله، ما ډېرتر په روابطو باندې و، بېرته دا په وسیلو او واسطو بدل شو، ځکه تر [هغې] ورځې پورې چې ما عملیاتي واحد او ملي شرکت جوړ کړ، موږ د چټکوالي زور نه درلوده چې چټک اقدام وکړو او پيسې مصرف کړو، نو ډېرې برخې د پيسو به پاتې وې، راکدې به پاتې وې په کلونو باندې. او قراردادیانو دا د دې لپاره قرارداد نه کاوه چې کار تکمیل کړي، د دې لپاره چې بیا تغییرات راولي. او له ښې مرغې نه په دې کلونو کې تجارب په مختلفو برخو کې پیدا شول چې دا مو سره یو کړي وو او آماده دې ته وو چې ټول کابل ته په یوه منظمه توگه وگورو، که سیند و، که غرونه وو، که اوبه وې، که برق و، که بدرفت و او خاصتاً محوري خبره دا وه چې خلکو ته څنگه هوسا ژوند برابروئ او څنگه شرعي مصئون جایداد ورکوئ. ۷۰ فیصد د کابل غیرپلاني دی، د مثال په توگه دشت برچې ساحې کې موږ ټول اقدامات برابر کړل چې یو کورېډور په چټکه توگه برابر شي، ځینو خلک شک وکړ او لاره یې بنده واچوله او دا کار یې ځینو نورو وطنوالو په برخه د لویو سرکونو او شاهرا‌ه‌گانو کې هم وکړل. هغه برخه کې بیا د دولت قوت باید واقعاً موجود وي او ولسي ملاتړ ورسره وي چې په قوت باندې عمل وکړي.
جنبش: فقط لنډ که راته ووایئ چې هدف څه وو چې نوی کابل هماغسې چې یې نوم و د اوسني کابل ځای‌ناستي شي، پایتخت هغې خوا انتقال شي که بل شی و؟
دکتور غنی: نه، لومړی، نوی کابل تنها یوه برخه د کابل ده، دې باندې باید تېر نه وځو. هغه یوه وړه پروژه وه، زما لوی هدف ټول کابل و، له پغمان نه تر سروبي پورې، غرب نه تر شرقه پورې او اوس باید میدان وردگ هم ورسره واضح وگورئ او دې خوا ته لوگره پورې او هغه خوا ته پروانه پورې. دا د نوي کابل پروژه زما بنیادي پروژه نه وه، هغه مې میراث اخیستې وه، زما تمرکز په ټول کابل و، مرکز د کابل، دغه کورېډورونه، شپاړس کورېډورونه په ټول کابل کې چې ټول ابعاد یې نظر کې نیول شوي وو، او ټول د کابل ضروریات، زېربناگانې او په عین حال کې هم ځوانانو ته، هم مېرمنو ته او هم بې‌وزلو ته، امکانات د دې برابر کول چې ۳ اکثریته زموږ د هیواد دي چې ټول یو بل سره په یوه پلازمېنه کې ژوند وکړو چې د ټولو مشترک کور او د ټولو افغانانو د ویاړ پلازمېنه اوسي.
جنبش: و به این ترتیب میرسیم به پایان برنامه، میخواهم یک سوال کُلی بپرسم که تقریباً ربع یک قرن باقی مانده به تاریخی که افغانستان معاصر ۳۰۰مین سالگرد تاسیس خود را جشن خواهد گرفت، چه باید شود که در این مدت باقی مانده تا سال ۲۰۴۷ یک پایتختی را داشته باشیم که هم نماد این سالگرد بزرگ باشد و هم سازگای داشته باشد با خواسته‌های قرن ۲۱؟
دکتور غنی: تهداب فکری، عملی و نقشه‌های واضح تطبیقي برای آن فراهم شده و من امیدوار استم که نسل های فعلی و آینده افغانستان بتوانند با این استناد با در نظر داشت شرایطی که کشور عزیز ما و منطقه و جهان در تغییر استند بتوانند دیدگاهی را که من عرضه کرده بودم، جامه عمل بپوشانند و پایتختی را ایجاد کنند، شهری و ولایتی را که شایان میراث تاریخی اش و با پایتخت های ممالکی که پایتخت های قابل زندگی و عزت و حیثیت دارند، همسری کرده بتواند.
جنبش: ډېره مننه استاده، د افغانستان د شپږو ښارونو چې پایتخت یا پلازمېنه کابل هم په هغه کې راته، د هغې په اړه موږ په پرلپسې خپرونو کې ستاسې نظریې او طرحې واورېدلې، هیله دا ده چې تر ۲۰۴۷ کاله پورې دغه طرحې، هغه برخې یې چې پاتې دي عملي شي او کابل او نور ښارونه د افغانستان له یویشتمې پېړۍ سره سمون وکړي. کور مو ودان ولسمشر محمد اشرف غني، په نورو خپرونو کې به د افغانستان د ملي او تاریخي ارزښتونو یوه بله برخه درسره وڅېړو. تر بیا د خدای په امان.
دکتور غنی: ان‌شاءالله تعالی، د خدای جل شانه دربار لوی دی، هیله‌من یم چې په گډه موږ افغانان په دې وتوانېږو چې خپلو ښارونو ته، خپل ژوند ته، خپل کلي ته او خپل کوچیاني ژوند ته، ټولو ابعادو ته یې هغسې بدلون راوړو چې ټول په گډه او په عزت ژوند وکړو. تل دې وي افغانستان، یشه سین افغانستان، زنده باد افغانستان.