August 1, 2024
قسمت ۱۹: سرمایه تمدنی (بخش دوم)
این قسمت با بررسی تحول فقه اسلامی، سنتهای فکری و اندیشه سیاسی، بحث پیرامون «سرمایه تمدنی» را پی میگیرد. در این گفتگو، تأثیرات علمای بزرگی همچون امام ابوحنیفه و ابنتیمیه مورد تأمل قرار گرفته و پیوند میان آراء آنان با اصلاحات نهادی، تعلیم و تربیه و حکومتداری در افغانستان واکاوی میشود. این قسمت تأکید میورزد که درک این میراث فکری برای پیریزی آیندهای مطمئن و رو به جلو، امری حیاتی است.
Transcript

تمدني پانګه «دویمه برخه»
داود جنبش: السلام علیکم د پرلپسې پودکاستونو په دې لړۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره نن هم، د تمدني پانګې په ځينو اړخونو غږېږو. وروسته به په افغانستان کې د بشري پانګې پېژندلو او سپړلو ته ور تېر شوو. این سلسله برنامه‌ها را با من داود جنبش دنبال کنید.
استاده تاسې ته هم د درناويو په وړاندې کولو، د خپرونې دې ګڼې ته هرکلی وایم، ستړي مه شئ.
دوکتور غني : بسم الله الرحمن الرحیم، ډېره مننه، زما تاوده سلامونه ټولو وطنوالو ته، خوېندو او ورونو ته.
داود جنبش: مننه استاده، ژوندي اوسئ. په پیل کې د تېرې ګڼې د شخصیتونو د ځانګړتیاو او مفکورو د څېړنې بحث لږ نور هم دلته غځوو او غواړم بیا یې تر خپل هیواده را ورسوو. د لومړنیو پېړیو په لویو متفکرینو کې چې اوس یې ډېری افغانان د نړۍ د نورو خلکو او نورو مسلمانانو په ګډون د مذهب لارویان دي، امام ابو‌حنیفه دی. ویل کېږي چې د ده خټه له افغانستانه وه او وده یې د اسلامي خلافت په مرکز کې وکړه، وپېژندل شو، ستر شو او بیا محکوم شو. د ده د مفکورو بنسټ څه و؟ د شخصیت کومې ځانګړتیاوې یې ډېرې مهمې وې ؟
دوکتور غني: زښته ډېره مننه. دې کې اوس اجماع موجوده ده چې [د] ابو امام ابو‌حنیفه نیکه [له] افغانستان نه و او په غالب احتمال باندې یا پروان یا کابل نه [و]. او د جګړو په منځ کې بندي ونیول شو، بیا عراق کې خاصتاً کوفه کې دی لوی شو او له سترو عالمانو د نړۍ دی، د اسلامي نړۍ دی. ټولو اورېدونکو او ټولو وطنوالو ته لازمه ده چې په دې پوه شئ چې د شریعت تشکل په عموم توګه څلور دورې لري:لومړۍ دوره یې ۱۰۰ کاله وه چې خلفای راشدین نه تر عباسیانو پورې تړلې ده تر ډېره حده پورې او ختم د امویانو پورې. هغه دورې کې بحث خلاص و، تحریري متون د مذاهبو په سلسلې باندې موجود نه وو، حلقې وې، شرعي حلقې وې چې د لوړو استادانو په دورادور کې تشکیل شوې وې او خاصتاً لومړي نسلونه پس له حضرت محمد ﷺ او صحابه‌ نه د دوی عرف په کوفه کې یا مدینه کې یا نورو ځایو کې اصل و. امام ابو حنیفه سره لوی ګامونه چې راغلل څلور مذاهبه په اهل‌ سنت‌ و الجماعت کې منځته راغلل. خپله [د] امام ابو حنیفه مکتب اسلامي نړۍ کې او خاصتاً په خراسان او مرکزي آسیا کې او عثماني امپراتورۍ او د مغلو په امپراتورۍ کې رسمي مذهب باندې بدل شو او زموږ خاورې کې دا د اکثریت [وګړو] مذهب دی او زموږ د ژوند یوه اساسي پانګه او یوه برخه ده. دې مذهب کې زموږ عالمانو هم ډېره برخه اخیستې او بالعکس موږ له نورو عالمانو نه [پور کړی]، د مثال په توګه د سمرقند مکتب لس پېړۍ په دوامداره په توګه سمرقند او بخارا او دې [سیمو] کې مشهور و او ځکه بخارا [هیواد] په بخارای شریف باندې مشهور شو.
بله برخه د دې زښته ډېره مهمه ده، ځکه امام ابو حنیفه د رای یا د عقل یا د فکر مسلَم استاد و.
داود جنبش: یعنې د فکر بنسټ همدغه دی؟
دوکتور غني : د فکر بنسټ امام ابو حنیفه کېښود او په دې وخت کې د نورو امامانو سره، د مثال په توګه امام مالک سره او امام جعفر صادق سره دوی ډېر نږدې روابط درلودل او یو بل سره په راشه درشه کې وو، فضا همداسې وه. د ده د شخصیت یوه بله برخه دا وه چې دولتي منصب یې ونه مانه. ده ته وړاندیز د قاضي‌القضات د بغداد وشو، ویې نه مانه او په ډېر قوي احتمال باندې بندي‌خانې کې حق ته ورسېده او ترکیز د امام ابو حنیفه په دې دی چې خلافت بې د شوری او د ولس د اجماع نه مشروعیت نه لري.
داود جنبش: تاسې یادونه وکړه چې دغه امامان په هغه وخت کې په خپلو منځو کې سره ملګري وو، حتی هغه تېره خپرونه کې هم یو ځای راغلل چې دوی او پیروان به یې په یوه ځای سره کېناستل، هر چا به خپل تدريس کاوه، دا تربګنۍ وروسته را زیاتې شوې. د دې لپاره چې بحث د تفکر او د نظریاتو په همدې حدودو کې وساتو، زه غواړم د شافعي مذهب د یوه مهم استازي امام الحرمین جویني په باره کې دلته پوښتنه وکړم چې د ده ځای چېرې و؟
دوکتور غني: امام جویني، د جوین [سیمې] د فراه د ولایت نه و، اما ژوند یې نیشاپور کې تېر شو. خاصتاً هغه وخت کې چې نیشاپور له غزنوي حکومت نه د سلجوقي حکومت لاس ته راغی او سلجوقیانو نیشاپور خپل پایتخت وټاکه او له هغه نه تر اوسنۍ ترکیې او دې [سیمو] پورې دوی وده وکړله. دې دورې کې د حنفیانو او شافعیانو منځ کې په نیشاپور کې لوی بحثونه وو او یوې برخې کې امام جویني لاړ اول بغداد ته، پس له هغه نه حرمین‌الشریفین ته لاړ، کلونه یې هلته تېر کړل، پنځه کاله لرې و او ځکه په امام حرمین مسمی ده. پس له هغه نه، سره له دې نه چې نظام الملک خپله حنفي مذهب درلود او حنفي مدارسو ته یې ډېره لویه وده ورکړله، د نیشاپور د مدرسې مسئولیت یې ده ته وسپاره. د امام جویني فکر خاصتاً یویشتمې پېړۍ کې بې‌حده مطرح شوی و او مختلف کتابونه ورباندې لیکل شوي دي چې څو برخې د دې د فکر د توجه وړ دي: لومړی، ځکه چې سیاسي وضعیت ډېر په بدلون کې و، ده دا پوښتنه یې مطرح کړه [چې] که علما نه وي دوام د دین به څنګه راځي؟ او بل د علم له نظر نه یقین ته څنګه رسېږئ؟ او د ده ځواب چې اوسني اسلامي نړۍ ته ډېر مهم دی، دا دی چې د دین دوام په اُمت کې دی، ځکه هر فرد د اُمت باید په خپلو عقایدو کې ټینګ اوسي او د امت د عقایدو ټينګوالی د دین دوام دی. او په دې اساس باندې عرف باید په عادت بدل شي، ښه عادت باندې نه بدو عادتونو باندې، هر فرد خپل عرف او ټولنې ته وګوري، په دې اساس د یقین یو اساس کېښودل کېدای شي او د دې لپاره ده سلسله د تاویل، د ژبپوهنې او تعبیر په اساسي توګه بدله کړله. اوس زموږ جنجال د مسلمانانو په حیث باندې دا دی چې خپل تاریخ نه خبر نه یوو او ځکه همیشه مو غربي منابعو ته علمي تحلیل ته لیدلي دي، اما شی چې نوی و او یو دوامدار بحث له امام جویني نه شروع شوی ژبپوهنه، د تحلیل اصول او د منطق او استدلال اصول چې دا ټول امام ابو حنیفه او نورو امامانو شروع کړي وو، اما ده سره په یوه بله مرحله کې رسېږي. د سیاسي له نظر نه د ده بل لوی شی دا و چې ضرور نه ده چې خلیفه [له] قریشو نه وي. باید وګورئ چې دوام د دولت په څه رقم کېږي؟ نو که اساساتو ته بېرته وګورئ، نن چې زښت ډېر مسلمانان په هغو هیوادو کې ژوند کوي چې یا دین یې فرق لري یا مسلمانان په اقلیت کې دي، دې ټولو کې د دین دوام بېرته ولس ته ځي او د سیاسي نظر نه بیا هم، د ولس ګډون په سیاسي چارو کې یو اصل باندې بدلېږي.
داود جنبش:امیدوار استم که برای شنوندها بسیار بحث سنګین نبوده باشد، ولی در عین حال امید من این است که شناخت مجدد این دو شخصیت متفکر میهنی یکی از پروان یا کابل و دیګری از فراه جالب بوده باشد، مخصوصاً امام الحرمین جوینی، چون امام ابو حنیفه و منشی او تا حدی برای اکثریت مردم افغانستان شناخته شده بود. در این جا پیش از اینکه به بخش های دیګر از برنامه بګذرم، میخواهم مکث کوتاهی هم بر نظریات ابن تیمیه شخصیت متنازع‌فیه اما در عین حال خیلی نافذ که فکر میکنم نظریات اش برای شرایط کنونی افغانستان مفید باشد و میتواند کلید حال باشد، داشته باشیم.
دوکتور غنی: از نګاه زمانی امام جوینی در سال ۴۷۸ هجری یعنی ۱۰۸۵ میلادی به حق رسید. ابن تیمیه در سال ۷۲۸ هجری یعنی ۱۳۲۸ میلادی به حق رسید. در بین از این دو قرن یک حادثه عجیب رخ داد که همزمان از یک طرف جهان اسلام با حمله مغل و ختم بغداد به حیث مرکزی خلافت اسلامی مواجه شد و از طرف دیګر به حملات صلیبی که صد سال بیت‌المقدس تحت تسلط صلیبی‌ها بود و مسجد اقصی را به کلیسا بدل کرده بود، و حتی سر مسجد دمشق، که دمشق را مستقیماً اداره نه می کردند، یک صلیب بزرګ را برای زیادتر از ۵۰ ګذاشته بودند. در این ماحول است که اهمیت ابن تیمیه اشکار می شود، از این جهت این مرحله سوم تفکر اسلامی را راجع به شریعت و راجع به تمدن اسلامی مطرح میکند. تفکیک بنیادی از این است که بین دوره سلف یعنی دوره پیغمبر ﷺ و خلفای راشدین و دوره خلف بعد از ان تفکیک قایل شد. به این اساس یک انتقاد مثبت، اما سرتاسری بالای تمام ابعاد دوره دوم از طرف ابن تیمیه مطرح شده [است]، و از این جهت اجماع وجود دارد که تقریباً تمام نهضت های اصلاح طلب در جهان اسلام به شکل از اشکال در قرن های بعدی به افکار از این دوباره مراجعه کردند. خاصه از این چند چیز بود: یکی فهم بینظر از تاریخ اسلام، دوم جرئت عجیب و سوم افاده بسیار واضح و مشخص که از نګاه منتقدین به طرف اصل مطلب میرود. و بناً چون در این مرحله اکثریت مسلمانان در فکر از این بودند که ختم دنیا است. ابن کثیر طور مثال یکی از تاریخ‌دانهای بسیار مهم جهان عرب است که این دوره را ببینید یکی از تاریک‌ترین دوره ها است. نکته کلیدی ابن تیمیه این است که هیچ کس به جبر مجبور شده نمی تواند که چیزی را [اجرا] کند، جز از این که فرمان الهی و سنت پیغمبر ﷺ باشد. دروازه اجتهاد را باز میکند و باز هم نکته اساسی از این از نګاه سیاست رجعت به اصول شوری است، که شوری ضروری است تا جهان اسلام را دوباره استوار بسازد و از نګاه وسط دادن به تحلیل علمی از علوم زبان و کلام ګرفته تا استدلال، منطق و همه از این در چارچوب از این است که مسلمانان چګونه فرامین الهی را که در قران شریف درج استند از دل و جان بفهمند و بالای ان عمل کنند و همچنان احادیث نبوی را درک کنند. بناء ابن تیمیه هم یک تاثیر بزرګ ګذاشته و امروز تقریباً در تمام ابعاد اسلام شناسی به یک شکل و شکل دیګری مطرح است. البته آثار از این در ګذشته بدون فهم کامل و بررسی کامل، آثار خود از این به انواع مختلف که انتقال داده شده بود، مورد سوال است که شدت از این را در بعض موارد که شدت علمی بود، هم سوء تعبیر شده، بناً شخصیت متنازع است. اما تحقیقات آخر که انجام شده، روشنی بزرګتر سر نقش از این در یک دوره بسیار مهم تاریخ اسلامی انداخته [است].
داود جنبش: مننه استاده، البته ټول اړخونه خو یې سپړل ډېر سخت دي، اما تر یوه ځایه به روښانه شوې وي چې د تمدن مرکز په ختیځ په تېره اسلامي ختیځ کې و او همدې ته په پام سره محمود طرزي په سراج‌الاخبار کې بیا بیا د هغه چا په ځواب کې چې وایي عصري زده‌کړې ناروا دي او باید ونه شي، هغه وخت کې همدغسې نظریات وو ده ورته ویلي و چې دا زموږ نه، د مسلمانانو نه ورکه شوې یوه نښه ده، موږ یې باید بېرته ترلاسه کړو. غوښتل مې وپوښتم چې کله دغه نښه یا دغه اصول یا دغه پوهه یا دا ټکنالوژي دا چې کله د دوی نه ورکه شوه له ختیځ نه او مرکز یې لوېدیځ ته ولېږدېده هلته لویې امپراتوريانې جوړې شوې او بیا د اوولسمې نه تر شلمې پېړۍ په دغه پړاو کې یوه په بلې پسې ختیځ ته راوږدې شوې ډېر ملتونه یې لاندې کړل. دغه را اوږدېدنې او دغو امپراتوریانو د مسلمانانو او ختیځ د ټولو ولسونو په روان او ځاني ویسا یا باورمندۍ باندې څه اغېز کړی؟
دوکتور غني: دا دوره واقعاً ډېره دردونکې دوره ده، ځکه آثار یې موږ سره پاتې دي او د روحي له نظر نه مسلمانان ډېر سخت خوږ شوي وو. که معاصر آثار ولولئ دا ټول عصر د بحران یا فتور دوره بولي او خاصتاً که د نولسمې پېړۍ ختم ته او پس له لومړۍ نړیوالې جګړې نه وګورئ د دې په ځای چې آزادي راشي، عربه نړۍ چې ورسره انګرېزانو معامله کړې وه چې د عثماني امپراتورۍ ځای به ونیسي، دا بیا په مستعمرې بدله شوه. په دې حال کې، ځکه چې محمود طرزي مو ذکر کړ، امان الله خان چې سفر ته لاړ په هند کې یا په مصر کې او ترکیې کې یا په نورو هیوادونو کې یو عظیم هرکلی یې وشو، ځکه هغه وخت کې چې افغانستان د خپل اساسي قانون څښتن و مصر لا مستعمره و، نو دې امپراتوریانو یو لوی اسلامي فرهنګ یې مات کړ، لوی مثل یې هندوستان دی بیا پس ته به [نور] یې مثالونه ورکړو. فتاوه عالمګیري چې د اورنګزیب له دورې نه ده، یوه عمده منبع د فتوا ده په حنفي مذهب کې او هلته ځانته په عمومي توګه، اما د انګرېزانو په راتګ سره دا فرهنګ مات شو. خاصتاً په ۱۸۵۷ [کال] د تغییر یوه لویه مرحله ده او تاثیرات ده دې په اسلامي علومو باندې بې‌حده ډېر وو، په دې معنی چې تر ۱۸۳۲ پورې که حافظه مې په ځای وي، انګرېزانو لا فارسي یا دري د رسمي ژبې په حیث استعمالوله. فارسي ټول هندوستان کې خپره وه، خاصتاً پنجاب او دې کې. اردو محدوده ژبه وه، اردو په اوسني پنجاب کې او خیبر پښتونخوا او سندهـ کې یوازې انګرېزانو دا رواج کړله. نتیجه یې دا وه چې فارسي خپل موقعیت له لاسه ورکړ.
بله یې دا وه چې اکثریت د شاګردانو چې په دې مدارسو کې وو مسلمانان نه وو، هندوان هم په دې کې شامل وو ډېر وسیع توګه او سطحه د سواد خاصتاً پنجاب کې چې ورباندې کافي معلومات لرو، له هندوستان نه جګه وه، اما بېرته ټيټه شوه.
مصر کې همدا رقم بحران راغی، ټول مغرب کې، الجزایر کې پس له دې نه چې فرانسوایانو ترلاسه کړ، مستعمره یې کړ. او مرکزي آسیا په نولسمه پېړۍ کې روسانو زاري امپراتورۍ تر پښو لاندې کړه، نو نتیجه د دې یو [لړ] عمومي سوالونه وو: یو دا و چې مسلمانانو په [هغو] جګړو کې ماتې وکړه چې مسلمانانو ګټلې وه په افغانستان کې وو، دوه وارې چې هم په لومړي تیری د انګرېزانو دوی مات شول او اکثر خلکو په هندوستان کې د ۱۸۵۰[ز کال] لوی خوځښت د دې ماتې مسئول ګڼي او دویم وار بیا هم به۱۸۸۰ کې ماته وکړه او بېرته لاړل. مګر معنی یې دا نه وه، دې باندې به بېرته راشوو چې سرحدات د افغانستان یې څنګه وټاکل او تاثیرات یې څه وکړل.
[په] عمومي توګه که د خان عبدالغفار خان [باچا خان] د ژوند خاطرات وګورئ، ځانته په دوامداره توګه غلام وایي، زه غلام یم. امان الله خان سره هم چې غږېږي وایي موږ غلامۍ کې یوو، خپل حق نه لرو. عکس‌العملونه دغه وضعیت ته [په] مختلفه توګه منځته راغلل او دلیل د دې شو چې هم اسلامي تعلیماتو باندې یو بنیادي نظر وشي او هم سیاسي جوړښتو باندې او هم خوځښتو باندې.
داود جنبش: تاسې د ۱۸۵۷ مشهور هندي پاڅون ته اشاره وکړه او دا مو هم وویل چې دا پاڅون په افغانستان کې د انګرېزانو او افغانانو په لومړۍ جګړه کې د انګرېزانو د ماتې تر اغېز لاندې وشو خلک زروړ کړل او دانګرېزانو خلاف راپورته شو، د هغوی واک یې ولړزاوه، هغوی یې وارخطا کړل، ښایي همدا علت وي چې د انګرېزانو په تاریخ کې دغه ته (لوی بغاوت) نوم ورکړل شوی دی. د دې پاڅون په ځينو اغېزو باندې تاسې لږ وغږېدۍاشاره مو وکړه، همدغه مهال کې لږ وروسته له امیر شیر علي خان سره د اختلاف له امله سید جمال الدین افغان هم مخکې له دې نه هم چې عربي نړۍ ته لاړ شي، هند ته لاړ دلته تم شو او دا هغه وخت و چې د پاڅون نه ورورسته یوې ډلې مسلمانانو داسې یو تحریک شروع کړی و چې د انګرېز واکمنۍ پلوي ډېره ښه ده او مسلمانانو ته شکر ویستل په کار دي چې د دغسې یوه عادل پاچا په سیوری کې ژوند کوي. سید جمال الدین همدغه مهال کې خپله مشهوره رساله که څه هم کوچنۍ ده خو مشهوره ده (نیچریه) ولیکله، په دې کې د ماټېریالیزم نظریات په عموم کې او له انګرېزانو او استعمار سره په همکاري په خاص ډول رد کړي او غندلي یې دي. دغه راز ستاسې اشاره باچا خان ته وه، خان عبدالغفار خان ته هم، که څه هم هغه لږ وروسته راځي خو د هغو هلو ځلو د کړۍ یوه برخه بریښي چې سید جمال الدین افغان په خپل وخت کې د استعمار خلاف په هند کې راپېل کړه، اوس مې پوښتنه دا ده چې د خان عبدالغفار خان نظریات او دریځ د نورو هندي متفکرینو له نظریاتو او دريځ سره څنګه پرتله کېدلای شي؟
دوکتور غني : اول به [بلې] برخې باندې راشوو، بیا به بېرته خان عبدالغفار خان ته راشوو، که موافق اوسئ؟
داودجنبش: بلې
دوکتور غني : اول هغو خلکو چې د همکارۍ لاره ونیوله لوی مثل یې سید احمد خان دی چې دې ته انګرېزانو د سر یا موازي د خان یا سردار لقب ورکړ. د ده د همکارۍ بڼه د علي‌ګړهـ د پوهنتون جوړول وو چې خاصتاً د پاکستان په جوړولو کې او بیا پاکستان ته د هندوستان نه د مهاجرو راتګ او د هغوی لوی نقش په اولو لس کالو د پاکستان کې، دا ډېر خاص اهمیت لري.
داود جنبش: زما اشاره همدې ته وه یعنې دی د پاکستان د جوړېدو په متفکرینو او نظریه‌پردازانو کې راځي په اصطلاح.
دوکتور غني : بالکل او تاثیر یې په افغانستان کې د حبیبې د مکتب جوړول و، ځکه امیر حبیب الله خان چې ۱۹۰۶ پس له میلاد کال نه هندوستان ته لاړ، علي‌ګړهـ پوهنتون یې ولیده او هلته په دې یقین ورسېد چې نصاب د پوهنتون اسلامي دی. اقبال علي شاه ده ته قرائت وکړ، [یو] ماشوم و. دا هغه برخه ده چې موږ له علي‌ګړهـ سره تړي او دغه مسلمان هندوستانیان لکه ډاکتر عبدالغني او نور چې راغلل او ځینې یې لومړۍ مشروطې کې شامل وو، علي‌ګړهـ سره یوه برخه د ارتباطاتو [ده].
دویمه برخه باید دیوبند ته راشوو. دارالعلوم د دیوبند منځ کې یو دریځ و، په څه معنی؟ لومړي وار لپاره دوی یو ځای کې یو دارالعلوم جوړ کړ چې ټول درسونه په یو محل کې کېدل او پخوا له دې نه سلسله دا وه چې یو طالب به لویو مولوي صاحبانو پسې مختلف ولایتونو پسې حتی مختلف ملکونو پسې تله، دا یې په یو نصاب کې راوړ. او بل، نصاب یې بدل کړ، نصاب یې نظامي باندې مشهور دی، اما دا نظام الملک نه، نه دی یو بل مولوي صاحب و په دوران د مغل کې چې دا نصاب یې جوړ کړی و او هغه نصاب کې عملي علوم او نقلي علوم دا سره یو وو. د دیوبند دارالعلوم په دې ومانه چې دا دیني ده. دارالعلوم د دیوبند په عین حال کې [د] صوفي سلسلو دوام دی او خاصتاً د دوو شخصیتو، یو شاه ولي‌الله دهلوي چې...
داود جنبش: د احمد شاه بابا همعصر و ؟
دوکتور غني: د احمد شاه بابا [همعصر] و او نه یوازې همعصر و، [بلکې] ورسره یې مکاتبې درلودې، او د ډهلي په جنګ کې احمد شاه بابا سره دی ډېر نږدې و، ځکه د اسلام دوام یې ورنه غوښته. شاه ولي الله دهلوي هغه شخصیت دی چې لومړی وار قران شریف یې په دري کې تفسیر کړ او زوی یې شاه عبدالعظیم قران‌شریف یې په اردو باندې تفسیر کړ، نو دا یوه لویه صوفي کورنۍ ده او د صوفیانو منځ کې د لویو خاندانونو نه دی چې هم نقشبندي او هم قادریه هم چشتیه او هم سهرورديه چې ځلور عمده طریقې دي، دې یې کې اجازه ورکوله، او د دیوبند مؤسسین د ده د لسمي شاه عبدالغني مریدان وو، اما دوی صوفي طریقې غوښتل په خپل رویې او مثل کې ترتیب کړي نه په نصاب باندې. او نصاب راغی تمرکز یې وکړ په شپږ صحه حدیثو باندې، [نو] طریقه د دې ډېره مهمه ده ځکه چې دا تفکیک د دین او دنیا په اسلام کې پخوا نه و. دا دارالعلوم دوه برخې لري، یوه برخه یې چې عمده ده چې تمرکز یې په همدې غیر‌سیاسي برخه کې و او بله برخه یې چې سیاسي شوه هغه مولانا عبیدالله سندهي دی چې بیا هم افغانستان ته راغی او خاصتاً په دې باندې اخته و چې امیر حبیب الله خان ته قناعت ورکړي چې المانیانو سره یو ځای شي او د انګرېزانو په مقابل کې اقدام وکړي چې په هغه کې بریالی نه شو او بل شیخ الهند یا په نامه د شیخ د مالتا مشهور شوی و احمد حسین مدني و چې د ده مشهور لیکونه په نامه د وریښم لیکونه ډېر مشهور شول او دی یې تبعید کړ. اما اکثره سلسله د دیوبند په عملي توګه سیاسي نه وه. یوه برخه یې خپله نصاب و، بله برخه د دې تبلیغي جماعت و. تبلیغي جماعت په دې باعث شو چې دا ډېره لویه پراختیا پيدا کړي، اساس د دې مولانا الیاس او پس له هغه نه مولانا ذکریا پرېښوده او دغه وو چې تر جنوبي افریقې پورې او اوس امریکې او انګلستان او دې کې دا برخه د دیوبند خپره شوې ده. نتیجه یې چې پاکستان ته راشئ، اکثریت د علما د دیوبند د پاکستان د نظریې مخالف وو، یوازې شخصیت چې دوی کې ډېر مهم و او د پاکستان پلوی و مولانا شبیر عثماني نومېده چې د عثمانیه دارالعلوم بنیاد یې کېښود او مولوي تقي او نقي عثمانيان د ده دوه زامن و، یو یې حق ته ورسېده چې مفتي اعظم د پاکستان و او بل یې لا ژوندی دی استاد دی. فتواګانې یې ورکړلې چې ځانمرګي روا دي. چې پاکستان جوړ شو یوازې ۵۴ مدرسې ټول غربي پاکستان کې وې، اوس .
داود جنبش: د حقانیه مدرسې سمیع الحق پلار هم فکر کومه.
دوکتور غني: هو
داود جنبش:له هماغه ځای نه راولېږل [شو].
دوکتور غني: هماغه ځای نه وتلی. هو د سمیع الحق پلار هم له دیوبند نه وتلی، اما باید پوه شوو هغه نصاب او هغه تګلاره او هغه تعبیر چې د اصلي دیوبند مدرسې کې په هندوستان کې موجود دی او هغه چې حقانیه مدرسې د اکوړه خټک کې دی، دا ډېر سره توپیر لري او دا مه هیروئ چې د اکوړه خټک د مدرسې له موسسینو نه [یو] اجمل خټک و.
داود جنبش: اجمل خټک... د اکوړې په جوړولو کې هغه ونډه درلوده؟
دوکتور غني : ونډه [یې] درلوده، دا د اجمل خټک په خاطراتو کې وګورئ دا شته، دا بېرته باچا خان باندې تړل کېږي. د خان عبدالغفار خان یو حرکت دا و چې د اسلامي مدرسو سلسله یې ترلاسه کړله او خپل دواړه زامن عبدالغني خان مشر زوی یې او عبدالولي خان کشری زوی یې، دواړه یې راوړل په دې مدرسې کې یې واچول.
داود جنبش: هو د ده تعلیم د مدرسو د لارې عامېده.
دوکتور غني : د دې مدرسو د لارو نه [و] اما عجیبه یې په څه کې ده! [دا] لومړۍ مدرسه وه چې ژبه یې پښتو وه. دویم نصاب درې برخې درلودې: یو اسلامي متون وو چې ټول په هغه کې تربیه کېدل روزل کېدل. دویمه برخه د دې معاصر علوم وو، اما درېیمه برخه د دې چې ټولو نه په زړه پورې ده، فني تدرسیات وو، یعنې مسلکي تدریسات غفار خان اساس یې کېښود. ځکه ده ویل چې خلک باید پوه شي او همدې لپاره عبدالغني خان یې ولېږه چې د ګنیو کار باندې په عملي توګه پوه شي چې ګنیو نه څنګه بوره جوړه کړي؟ او دا بدلېږي په یوه عظیم حرکت باندې چې د پښتنو ځوانانو حرکت دی او دا هم بېرته بیا تړل کېږي ځوان ترکانو سره، جدید حرکت سره په مرکزي آسیا کې او بالاخره په افغانستان کې مشروطې کې هم زمان او هم ويښ زلمیانو کې.
داود جنبش: چون آمدیم بر بخشی تدریسی و مدارس و اینها، کوتاه اګر بر جامعه ازهر هم یک نظری داشته باشیم، چون اګر وقتیکه در باره تعلیم اسلامي و مراکز تعلیم اسلامي صحبت میکنیم ازهر را از نظر انداخته نمی توانیم .
دوکتور غني: دارالعلوم ازهر یا پوهتنون الازهر یکی از قدیمی ترین پوهنتون جهان است. یک نظریه موجود است که باید تثبیت شود که مثال پوهنتون های اروپا را تشکیل داده باشد.این در دوران خلافت فاطمی در مصر ایجاد شد و دوامدار است، اما معلومدار از اصل تدریس مذهب تشیع به تسنن ګشت، بعد از سقوط امپراتوری فاطمی. قبل از اینکه نکات دیګرش را ذکر کنیم، یکی از تاثیرات عمده خلافت فاطمی در مصر تعیین ناصر خسرو به حیث مبلغ بزرګ خراسان است و در آن دوران وقتی که این به مصر سفر کرد، سفر به مصر در دوران خلافت عباسی منع بود، بنابر این وقتیکه این پس برای تبلیغ ګذشت در بلخ فعال شد، اما از بلخ تبعید شد به بدخشان و در بدخشان به حق رسید، مزارش در یمګان یکی از مراکز توجه اسماعیله ما است. اسماعیله افغانستان نتیجه تبلیغات ناصر خسرو و این اراکین دیګر از این دوره است. ناصر خسرو در عین حال یک سفر نامه یی را به جای ګذاشته که یکی از آثار بسیار مهم است، علاوه بر اشعارش که در اشعار خود همیشه از تبعید در بدخشان شکایت دارد. از هر مرکز توجه سلاطین ایوبی خاصتاً قهرمان دنیای اسلام و عرب صلاح الدین ایوبی است و سلسله که بعد از ان به وجود آمد و اکثر از ان ها غلام های بودند که بعداً قدرت را به دست ګرفتند، اکثر از این ها قسمت اول تُرک بودند بعد از این از البانیا و این ها آمدند، تا که مصر توسط امپراتوری عثمانی فتح شد. در قرن نوزده یکی از مهمترین نکات از این معلومدار ارتباط سید جمال الدین افغانی با شیخ [محمد] عبده است که هم مفتی مصر بود و هم در یک دوره مسؤلیت ازهر را به دوش داشت. نکته که قرن نوزده مصر نشان میدهد، بحران در تدریسات است و افراد مهم که ظهور کردند مثل طه حسین واری که یکی از مهمترین نویسنده‌ګان دنیای عرب و خاصتاً از مصر [است]، شکایت از این ها از تدریس مدرسه به این [دلیل] که مدرسه مبدل شده بود تنها بر تبصره حاشیه بر حاشیه بر حاشیه. متون اصلی بدبختانه وجود نداشت و این در مدرسه دیوبند هم عین وضعیت بود. کمبود متون محصلین را و معلمین را از دوره طلایی تشکیل مذاهب و بحث بسیار آزاد و فراخ که وجود داشت قطع کرده بود. در دوره معاصر ما دوباره احیاء جامعه ازهر را می بینیم، شخصیت های زیادی از الازهر فارغ التحصیل شده [اند]. مرحوم موسی شفیق یکی از برجسته‌ترین از اینها است، که در ایجاد قانون جزا و قانون مدنی متخصصین زیاد را از الازهر آوردند و پوهنځی شرعیات ما توامیت اصلی اش با پوهنتون الازهر بود و شخصیت های بزرګ جهادی فارغ التحصیل از این بودند و تاثیرات از این به صورت دوامدار از نګاه ارتباطات وجود داشته [است]. بنابر این هم دوره بحران از این مهم است و هم دوره ایجاد فکر جدید، و فعلاً یک حرکت اساسی برای مرور دوباره به متون اصلی جریان دارد و نتایج از این شاید در آینده تاثیرات زیاد داشته باشد.
داود جنبش: چې بېرته له افغانستان سره یو ډول رابطه ورکړو، تاسې په یوه تېره خپرونې کې وویل چې انګرېزانو د دویم جنګ نه ورورسته افغانانو سره، عملاً غوښتل چې افغانستان تجزیه کړي، خو د میوند په جګړه کې د دوی ماته د ایوب خان د لښکرو په وړاندې د دې سبب شو چې دغه پلان یې ناکامه شي. بیا چې کله امیر عبدالرحمن خان واکمن شو په دغه وخت کې د ده ټول تمرکز په دې و چې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ کړي، که څه هم د ده او دیني علماو ترمنځ یو عجیبه نازکه رابطه موجوده وه، په هغې به نه غږېږو خو علماو له ده سره د دغه مرکزي پیاوړي حکومت په جوړولو کې څه ونډه درلوده؟ مرسته یې کوله که تخریب یې کاوه؟
دوکتور غني: دوه برخې لري: یوه برخه د مرستې ده، خاصتاً دلته د یو عظیم عالم ذکر باید وشي چې مولوي احمد جان خان الکوزی نومېده. مولوي احمد جان خان الکوزي دوه اصول یې پرېښودل: [لومړی] یو کتاب اساس القضات نومېږي چې د قاضیانو وظایف یې ټاکلي دي او بل یې دستورالعمل د حکام دي. دغه دوه کتابونه د افغانستان د مرکزي ادارې اصول پرېښودل او بې حده مهم دي. قضا مرکز شوله. ما یوه مقاله ۴۰ کاله مخکې یا ۴۲ کاله مخکې په دې باندې لیکلې او عجیبه ده ځکه ستاسو په ارتباط باندې چې د کونړ د محکمې د پنځه کالو اسناد وو، ځکه مخکې له هغه نه په دې متون باندې نه پوهېدل، اما دوی هم فکر کوه چې دا یوازې په کاغذ باندې وو، بالعکس هغې دورې کې ټول شرعي احکام د مثال په توګه د میراث په برخه کې، عملي شول او محکمې کې ښځې حضور درلوده، دعوه یې کولای شوه او د هندو او مسلمان د قاضي په حضور کې تفکیک نه و، اما له ټولو نه مهمه یې دا وه چې قاضي حق د دې نه درلوده چې له خپل کوره یا جومات نه فیصله وکړي، یوازې د قضا له دفتر نه یې فیصله کوله. او حاکم حق د دې نه درلود چې د قاضي په کار کې مداخله وکړي. او همدارنګه سلسله وه چې ټولې فیصلې د قاضیانو چې کېدلې بیا به په مراتبو باندې تلل تر کابله پورې او دې باندې تجدید نظر کېده. دا یو اساس و چې ډېره مهمه برخه ده. بله برخه معلومدار دا وه چې خاصتاً د تضاد له نظر نه ملا مشک عالم سره عبدالرحمن خان په تضاد کې راغی. ملا مشک عالم هغه لوی علمي او عرفاني شخصیت د افغانستان و چې د امیر شیر علي خان خارجې وزیر به د بالاحصار تر ښکته [ورته] او د ده د آس جلو به یې نیوه چې را یې وړي د امیر حضور ته . بې د ملا مشک عالم له مرستې نه محمد جان خان وردګ سره، احتمال د دې چې کابل انګرېزان تخلیه کړي ډېر لږ و. په هر حال، د ده د زوی، که زما حافظه په ځای وي، مولا عبدالکریم نومېده، تر نظر لاندې د غلځیو لوی پاڅون وشو او د هغه په نتیجې کې هغه کورنۍ ماته شوه. له بلې خوا نه یې مناسبات ملا نجم‌الدین سره و چې پس ته هډې ملا صاحب په نامه مشهور شو، او هلته ډېره دلچسپه ده ځکه چې ملا نجم الدین لاړ قبایلي مناطقو [ته]...
داود جنبش: امیر عبدالرحمن خان نه وتښتېده په اصطلاح له تبعیده.
دوکتور غني: وتښتېده، اما اجازه د جهاد یې له ده نه وغوښته، ځکه چې بې د امیرالمؤمنین له اجازې نه، دې ځان په دې نه باله چې جهاد وکړي. ځکه چې وتښتېده هم په دا [دلیل] وو چې یو د ده له شاګردانو ویلي وو چې که عبدالرحمن خان مې په لاس کې راشي، سترګې به یې ړندې کړم او عبدالرحمن خان یوه ډېره سخته د جاسوسي شبکه درلوده. نو دوو برخې ته چې لاړ شوو: یو امیر عبدالرحمن خان شرعي اصول یې عملي کړل په ټول افغانستان کې، بلې خوا نه بد میراث یې دا وه چې د هزاره‌ګانو د تکفیر حکم یې صادر کړ او دا هغه سلسله ده چې له بدې مرغې نه تراوسه پورې یې ډېر وخیم نتایج دي. بیا که د حبیب الله خان او امان الله خان په دورې کې راشئ، بیا روابط بدلېږي هغې باندې نورې تبصرې کولای شوو .
داود جنبش : و کوتاه البته این برنامه کمی طولانی هم شد، ولی یکی دو سوال مهم مانده که این را می پرسم. شما قبلاً از در حالی از قانون اساسی در افغانستان صحبت کردید که بسیاری از کشور های عرب و حتی کشور های که حالی پیشرفته استند، یا مستعمره بودند یا قوانین خود را نداشتند. هر چند من میفهمم که قانون اساسی ۱۳۴۳ را موسی شفیق از فارغان الازهر و پدر آنها مولوی ابراهیم کاموی اینها نقش بسیار عمده را در کنار سائرین داشتند. در اولین قانون اساسی افغانستان نقش علما چه بود؟ و اصلاً این را کی طرح کرد؟ کی تسوید کرد؟ و چګونه تصویب شد؟
دوکتور غني: بی حد مهم بود، اما قبل از این دو متون دیګر را من خدمت تان ذکر میکنم که مهم است. یک، در دوران حبیب اله خان تمام منابع عمده فقه حنفی در پنج جلد به نام «سراج‌الاحکام» یک جا شد، و در دوران امان الله خان آن مجموعه از طرف یک ګروپ علمای که در حدود ده تا بیست نفر بودند تهیه شد. بعد از آن تمام از این ها به صورت ماده وار خلاصه شد در دو جلد، سر حقوق و سر جزا بنام [تمسک القضاة الامانیه]. علما در ایجاد قانون اساسی نقش عمده و اساسی داشتند. هر ماده از این از طرف اینها تصویب شده بوده و سه بخش بود: یکی بخش علمای افغانستان که خاصتاً علمای قندها و کابل مولوی صاحب عبدالواسع، مولوی صاحب عبدالروف وغیره... که مولوی صاحب عبدالروف آثار اش را شما در سراج الخبار همرایش آشنا استید، نقش عمده داشتند. دوم علمای هندوستان بوده اند که اینها هم در تماس بودند؛ و سوم یک قسمت از علمای عثمانی یا بعد ان ترکیه بودند. یک مشاور غربی در این سلسله وجود نداشت، نه به ایشان مراجعه شده بود و نه از پیش شان الهام ګرفته شده بود. یکی از منابع الهام، معلومدار قانون اساسی ترکیه بود که از طرف ترک‌های جوان عثمانی تهیه شده بود و در این بخش محمود طرزی عضویت داشت، که محمود طرزی در دمشق در این حلقه ها شامل بود و در مرحله بعدی از این محمود طرزی موجب از این شد که جمال پاشا، یکی از کلانترین قومندان‌ها و یکی از چهار تن که حکومت ترکیه را اداره می کردند، به حیث مشاور به افغانستان بیاید و یک قسمت پیشنهادات در ایجاد بانک، سلسله خط آهن و تغییرات دیګر در افغانستان تهیه شد. اما قانون اساسی ما مطلق نتیجه یک تفکر علمای معاصر ما با همکاری علمای هند و علمای عثمانی بود.
داود جنبش: ښه، اوس به راشوو دې ته چې ختیځه آسیا، هند دوی هم تقریباً له ورته بهیرونو نه تېر شوي دي، استعمار ځپلي دي ډېری یې، خو عقدې یې خپلې پرېښودې اوس ګورو چې په نوې روحیه سره مخ په وړاندې روان دي او په مهمو قدرتونو بدلېږي، مسلمانانو ته د هغوی تجربه څنګه ګټوره پرېوتلی شي؟
دوکتور غني : مسلمانانو ته لومړۍ خبره په دې کې ده چې بېرته خپله تمدن سره آشنا شي، موږ پردي شوي یوو. دا عمده اشخاص چې ما تاسې ته ذکر وکړ په داخل د افغانستان کې د مثال په توګه زه چې پوهنتون د ریاست شرف د خدمت مې درلوده، د شرعیاتو پوهنځي کې یو نفر استاد نه و چې مولوي احمد جان خان الکوزی یا مولوي عبدالواسیع یا مجموعه د سراج‌الاحکام باندې پوه وي. ابن خلدون او ابو‌ریحان پرېږدئ، د حنفي په عمده شخصیتونو باندې پوه نه وو او دا یوازينی پوهنځی و چې تداوم یې هم درلوده او که نن اکثر مسلمان ځوانانو نه نړۍکې پوښتنه وکړئ غربي متفکرینو ته مراجعه کوي. زموږ هېر شوی تمدن دی او بېرته باید تاریخي حافظه مو وګرځوو دا یې یوه برخه ده.
دویم، په دې باندې [باید] پوه شوو چې موږ اسلامي تمدن په ځان باندې باور درلوده، عظیم باور یې درلوده ځکه ټول پخواني ادیان یې خاصتاً یهودیت، عیسویت او نور پیغمبران چې په قران شریف کې ذکر شوي دي، د حضرت ادم نه تر پیغمبر د اخر زمان نه، خپله برخه یې درلوده، دوی یې مسلمانان ګڼل او په تمدنو کې هم عین رقم فکر و. چین تمدن ته، روم و یونان تمدن ته، فارس تمدن ته یا د هند تمدن ته یې په قدر کتل او بهترین یې اخیستل. ضروري ده چې نن له یو خوا نه په خپلو ریښو باندې پوه شوو او له بلې خوا نه پوه شوو چې په اوسنۍ نړۍ کې که غواړو مخکې لاړ شوو، څه رقم نصاب باید ولرو؟ څه رقم باید اقدامات وکړو؟ څه مو په کار دي؟ پوهنتون د کابل نه ما شروع کړې وه او په دوامداره توګه د ولسمشرۍ په دوران کې ما ویلې چې زما یوازې انجنیر په کار نه دی، زما افغان انجنیر په کار دی او مسلمان انجنیر مې په کار دی او همدارقم ډاکتر. ځکه بې له دې نه چې مشترکې پانګې باندې باورمند اوسو، مخکې نه شوو تللی.
بل زه فکر کوم چې پنځمه دوره د اسلامي تفکر واقعاً په راتګ کې ده. ځکه اسلام پېژندنه په بنیادي توګه په دې شلو کالو کې بدله شوې. ما په دې دوه نیمو کالو کې زښت ډېر آثار ولوستل او ډېر خوښ شوم. ځکه لومړی وار دی چې مسلمان او عرب عالمان چې په ژبې باندې پوهېږي، لومړني متون لوستی شي او ټول د ژبې په رموزو او د دې لویو عالمانو په اصول د تشریح او دې باندې پوهېږي، په بین‌المللي ژبې باندې لیکنې کولای شي او کومه عقده نه لري، دغه لازمي ده. او افغانستان کې باید دې باندې هم په واقعي توګه راشوو. نن تر ۲۰۷۴ پورې څنګه د اسلام تعبیر کوو؟ څنګه خپل مذهب باندې پوهېږو ؟ ایا محدود عکس‌العملونه چې د هند د استعمار په مقابل کې شوي، د هغه په چوکاټ کې موږ مخته ځوو؟ د عقدو چې د پاکستان په ټولنې او خاصتاً مذهبي ټولنې کې دي، په هغو باندې مخکې ځوو؟ یا خپله تګلاره په ډېره اساسي توګه په دې درک سره چې اسلام زموږ یوه عظیمه پانګه ده، تمدني پانګه مو ده، یو لوی اساس زموږ د ملي وحدت دی چې ټول مو سره ټولوي، په دې اساس باندې ځوو؟ دغه یې نتیجه ګیري ده.
چین په ډېر افتخار سره کنفسیوس یې بېرته ژوندی کړ. هند په خپل لرغوني تمدن باندې فکر کوي. زما ټول کوشش دا و چې د مدرسې او مکتب تضاد لرې کړم، جومات او مکتب سره وتړم. اسلامي تمدن سیاسي فلسفې له نظر نه ولسواکي ده، ځکه وختې چې وایئ چې شوری او اجماع، باید وګورئ چې د دین ساتونکی بېرته هر مسلمان دی، او په قران شریف کې بار بار ایا نه دي راغلي چې وایي د قیامت په ورځ کې هر فرد ځواب ورکوي، هغه ورځ کې نه خور ده، نه مور ده، نه ورور دی، نه پلار دی او نه قبیله ده، او دا معنی یې څه ده؟ عقل [باید] په بندیتوب کې نه وي، باید عقل په کار واچوو، ځکه چې زموږ اساسات د شرعې، د فقه، د اصولو په دې باندې دي چې څنګه د خدای ﷻ په اوامرو باندې او د حضرت محمد ﷺ په سنتو باندې یوه ټولنه او تمدن ایجاد کړو. په دې لارې باندې بیا خپله تګلاره پيدا کولای شوو او دې کې ټکنالوجي او دا نور شیان وسیلې دي، او وسیله او هدف سره مه تړئ چې دا اسلامي دي او دا نه دي.
داود جنبش: ډېره مننه استاده، فکر کوم چې جمع بندي وشوه او بلې خپرونې ته چې زما هدف و اصلي او هغه د بشري پانګې ماهیت او څرنګوالی دی، هغه ته یوه ډېره ښه لاره جوړه شوه، بله خپرونه به په دې ولرو، دا به په دې ځای باندې ختمه کړو، بسیار تشکر رئیس جمهور محمد اشرف غنی از حضور تان در این برنامه ها، این شماره را در همین جا به پایان می بریم.
دوکتور غني: تشکر نهایت زیاد از جناب شما و تمام شنونده ها یکی از خواهشات من به نسل جوان ما این است که واقعاً خود را آشنا بسازید، یک سرمایه عظیم دارید و امروز خوشبختی این است که با موجودیت انترنت و وسایل مواصلاتی کار را که من در تحقیقاتم وقتی سر طبقات صوفیه یا تاریخ شرعیت یا این ها انجام می دادم ۳۰ سال پیش یا ۴۰ سال پیش که ماه ها می ګرفت، امروز در ساعت ها انجام داده می توانید.
پخیر اوسئ، تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان .