July 4, 2024
قسمت ۱۷: تکنالوژی معلوماتی (بخش دوم)
این قسمت به بررسی نقش تکنالوژی معلوماتی در تقویت حکومتداری و خدمات عامه در افغانستان میپردازد. در این بحث، سیستمهای هویت دیجیتال، پلتفرمهای حکومتداری الکترونیک و پرداختهای الکترونیکی برجسته شده و چالشهایی نظیر زیربناهای ضعیف و ظرفیت محدود تخنیکی مورد ارزیابی قرار میگیرند. این گفتگو تأکید میکند که تحول دیجیتال تنها به معنای تکنالوژی نیست، بلکه هدف آن بهبود شفافیت، مؤثریت و توسعه میانمدت و درازمدت ملی است.
Transcript

اوولسم پودکاست
معلوماتي ټکنالوجي
جنبش: دا له ډاکتر محمد اشرف غني سره یو بل پودکاست دی چې تاسې ټول ورته ستړي مه شئ. د تېرې خپرونې په دوام لا هم په ټکنالوجۍ او مدیریت غږېږو. این سلسله را با من داود جنبش دنبال کنید.
استاده بیا ستړي مه شئ، هماغسې مو چې په تېره خپرونه کې ژمنه کړې وه، له هماغه ځای نه چې هغه مو ودروله، را پیل به یې کړو.
دکتور غني: بسم الله الرحمن الرحیم. ډېره مننه، خدای مو په خیر ساته او خدای دې ټول وطنوال په خیر ساتي.
جنبش: مننه؛ چې اورېدونکو ته ور یاده کړم ځکه یو څه وخت به تېر شوی وي چې، موږ په دې غږېدو چې معلوماتي ټکنالوجي افغانستان ته، البته په ټوله نړۍ کې نوې ده او افغانستان چې په جگړو کې و، بیا ورته بېخي نوې وه او کله چې په ۲۰۰۱ کې نوی یو حالت رامنځته شو چې باید ټول شیان بېرته له سره ورغږېږي، دغه برخه هم را پيل شوه او تاسې په کې، استاده مستقیماً دخیل شوئ، خنډونه یې څه وو؟ زما پوښتنه دا وه، تاسې وویل چې په بله خپرونه کې به یې بیا له دې نه را پيل کړو. چا خنډونه جوړول؟ یا اصلاً کوم خنډونه وو؟ او څنگه لرې شوو؟
دکتور غني: ډېره مننه، خنډونه دې برخو کې وو: یو، د ملگرو ملتونو د موسسو له خوا؛ دویم، د امریکې د اداراتو او خاصتاً د امریکې د اردو له خوا؛ درېیم، غیردولتي بنسټونو له خوا؛ او څلورم [د] دولتي اداراتو له خوا.
جنبش: یعنې درېیو یې خارجیانو پورې اړه درلوده او یو یې داخل مملکت پورې؟
دکتور غني: بالکل، هر یو باندې غواړئ چې معلومات درکړم.
جنبش: اورېدونکو ته به په زړه پورې وي چې مثلاً [د] امریکا پوځ ولې خنډونه جوړول؟ ملگرو ملتونو ولې؟ او نادولتي موسسو یا غیردولتي موسسو ولې جوړول؟
دکتور غني: اصلي خبره په دې کې ده چې ملگرو ملتونو ته موږ وړاندیز وکړ په ۲۰۰۲ کال کې چې انتخابات باید الکترونیک اساس ولري، کمپیوټري اساس ولري، او موږ حساب کړی و چې که هغه دوران کې موږ ۲۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالره پانگه واچوو او ټول بهادار اسناد، تذکره او پاسپورت هم په دې کې راتلل، پس له ۳ کالو نه به دا په گټې راتلل. دوی دا مطلق منفي کړله او په کلونو باندې [یې] انتخابات په لاسي سیستمونو باندې عملي کړل. او دا ټول جنجال د انتخاباتو له دغه ځای نه وتلی و.
جنبش: یعنې که هغه وخت کې دا مشکل حل شوی وی، دا وروستي مشکلات به مو نه درلودای.
دکتور غني: موږ به نه درلودلی. له بدې مرغې نه ملگري ملتونه د منابعو په برخه کې د افغانستان د دولت رقیبان دي. مالیې وزارت کې ما دوی باندې ټينگ اصول ایښي وو او موخه مې دا وه چې یو واحد [د] ملگرو ملتونو بنسټ جوړ شي چې موږ سره کار وکړي او له تخنیکي نظره، له بدې مرغې نه دوی پوهه نه لري.
جنبش: وبښئ هغه منابع چې نړیوالو تخصیص کول دوی رقابت کاوه چې یوه برخه یا ډېره برخه یې ملگري ملتونه ترلاسه کړي؟
دکتور غني: ډېره برخه یې [ترلاسه کړي]. په لومړۍ برخه کې د توکیو په کنفرانس کې ټوله برخه، ۹۰٪ نه ډېرتر برخه دوی ته لاړه، دوی او اینجوگانو ته. دولت د افغانستان مخکې له دې نه چې زه مسوولیت اول د انسجام د بین‌المللي ادارې او بیا د وزارت مالیې واخلمه، څه یې نه درلودل. او ټولې پیسې دوی ته لاړلې او ډېرترین منابع تر اخره پورې دوی ته تللې دي او غیر دولتي بنسټونو ته تللي دي. کم‌ترینه برخه د دولت بودیجې ته راغلې. دې باندې باید وطنوال پوه شي او خاصتاً بین‌المللي ټولنه هم په دې پوه شي ځکه دوی ادعا لري چې افغانستان ته میلیاردها ډالر راغلي؛ اکثریت د دې پيسو د دوی له خوا لگېدلې دي او دوی باید حساب راکړي. ما له دوی نه ډېر ټینگ حساب غوښته.
جنبش: او دوی یې بېرته زیاته برخه په معاشونو کې اخیستي.
دکتور غني: معاشونو باندې او بې‌ځایه مصارفو باندې. زه په سلها دلایله د دوی د خپلو اسنادو له خوا د ملگرو ملتونو د اسنادو له خوا درکولای شم، خاصتاً د کووېډ د بلا په دوران کې. دوی پیسې ولگولې؛ هرې برخې د ملگرو متلونو بېل کمپیوټري پروگرامونه درلودل او سلها میلیونه ډالر یې مصرف کړل چې سیستمونه جوړ کړي، اما دا نه ولس د افغانستان ته پاتې شول، نه دولت د افغانستان ته.
جنبش: کوتاه اگر در مورد مشکلاتی که از طرف اردوی ایالات متحده امریکا ایجاد میشد، صحبت کنید.
دکتور غني: دو بخش داشت: یک، در ظرف تقریباً ۱۵ سال اردوی امریکا قادر به این نشد که اسناد واضح موجودیت پولیس و اردو را به صورت قابل اطمینان تهیه کند. از سال ۲۰۰۷ به بعد که ببینید، هر سال اینها می گویند که در سال آینده این فراهم میشود و تا سال ۲۰۲۱ این فراهم نشد. مشکل تنها در افغانستان نیست. من پس خود سیستم وزارت دفاع امریکا را مطالعه کرده ام و اسناد زیاد در این قرار دارد؛ اینها عین مشکل را دارند. وزارت دفاع امریکا در سال ۲۰۲۲ که آخرین بررسی شده بود، هنوز نمی فهمید که چند تا قراردادی دارد، چون اینها سیستم‌های پراکنده کمپيوتری دارند. و سیستم‌های اینها بر اساس سیستم‌های قبلی که توسط دست، قلم و کاغذ انجام میشد، انجام گرفته. و چیز دومی که صورت گرفت – اینها زیادتر از یک میلیارد دالر را اختصاص دادند به این که بودجه وزارت دفاع و داخله منظم ترتیب شود و به یک شرکت این را اجاره دادند. تا آخر سیستم بودجوي وزارت داخله و دفاع بر اساس کاغذ استوار بود، نه بر اساس سیستم‌های کمپيوتری. بنابرین نوع مصارف، قسمت زیاد این معلومدار معاشات، شفافیت نداشت. در وزارت داخله ما قطعاً نمی فهمیدیم که واقعاً چند نفر پولیس وجود دارد و اسنادی داریم واضح که [افراد] چهار رقم معاش می گرفتند. در خارج بودند اما جز منسوبین وزارت داخله حساب می شدند. سیستم های موازی مشکلات جدی دارد. پس که به مثال های موفق دیجیتل سازی برویم، این مشکل به صورت واضح برای تان تشریح داده میشود که راه‌های موفقیت چیست؟ اما از این جهت بود که مصارف فوق العاده بزرگ صورت می گرفت، اما قسمت عمده آن پس به آن شرکت‌ها می رفت که جز قراردادی‌های وزارت دفاع امریکا و اداره کمک‌های بین‌المللی امریکا بودند.
جنبش: د افغانستان خپلو داخلي مشکلاتو باندې به وغږېږو، خو لږ وروسته. د دې نه مخکې غواړم تاسې نه د یوې مهمې پروژې په باره کې نور معلومات وغواړم چې هغه د برقي تذکرې دودول او خپرول او ویشل و. خنډونو باندې یې نه غږېږو چې څومره سیاسي مخالفتونه رامنځته شول، ولې رامنځته شول؟ دغه بهیر تاسې لومړیتوب ته راوست، پیل مو کړ او یو ځای ته مو ورساوه، ولې یې درته لومړیتوب درلوده؟
دکتور غني: لومړیتوب ځکه دی جنبش صاحب چې باید هر افغان وکړی شي چې خپل هویت ثبت کړي، د تذکرې په اساس باندې نور معاملات تر سره ورسوي. د نن ژوند، د یو ویشتمې پېړۍ ژوند بې له دقیقو محاسبو نه، نشئ کولای. ځکه چې برقي تذکره ولرئ چې خدای ناکرده زلزله راځي، یا سېلاب راځي یا بل ترتیب راځي، تاسې کولای شئ چې افراد معلوم کړئ، ورته په مستقیمه توگه امکانات برابر کړئ. دا، وختې چې ټيلیفون سره وتړئ پيسې مستقیم نفر ته ځي. د دې پر ځای چې یوه لویه دستگاه د ادارې ولرئ او د نظارت او [نور]، په مستقیمه توگه پرداختونه کېدای شي.
بل، معاملات کمپیوټري کېدل، ډیجیټل کېدل، په دې معنی چې برقي تذکره د دې اساس دی. که مالیه ورکوئ، که د گمرک پیسې ورکوئ، مگر مخصوصاً که پاسپورت اخلئ، که نوره راشه درشه کوئ، دا ټول درته معلوم دي. موږ پنځه میلیونو ته [د تذکرو په وېش کې] رسېدلي وو، که دا لړۍ په هماغه قوت باندې چې موږ مدیریت کاوه، دوام یې کړی وی، ۱۰ میلیونو ته به د ۲۰۲۱ کال په ختم کې رسېدلي [وای].
او یو عمده دلیل ماته دا و چې د کووېډ د بلا په دوران کې ۹۰٪ افغانو کورنیو ته ما مرستې ورسولې. بهترینه لاره د مرستو د رسولو دا ده چې نغدې پیسې ورته ورسوئ، ځکه چې بازار په افغانستان کې کار کوي، اما دا هم ډېره ضروري ده چې مېرمنو ته پيسې ورسوئ، ځکه د کورنۍ مدیریت د ژوند، د مېرمنو په غاړه دی او که د هغوی په لاس کې پیسې نه وي، هغه ډوډۍ او نور ضروریات چې ضروري دي شاته لوېږي. ښاغلي دې کې لږ څه بې ‌پروا دي او وختې چې خپل نور ضروریات نظر کې ونیسي، توجه یې په دایمي توگه نه وي.
بل، د نفوس تقسیم دی؛ نفوس باندې پوهېدل. موږ تخمین سره سروکار لرو او آخري ارقام اوس چې ۴۰ میلیونه او څو نفوس تخمین شوی، له هوا نه تخمین شوی. په ځمکه کې څه دي؟ هر څوک یوه ادعا لري او اکثره دا ادعاگانې بې اساسه دي چې پلاني ولایت کې دومره نفوس نشته یا دومره [دی].
جنبش: زیات یې په سیاسي ملحوظاتو دي نسبت عیني ته.
دکتور غني: سیاسي ملحوظاتو باندې دي او دا باید سیاسي ملحوظاتو باندې نه وي. د مثال په توگه، د نفوس سروې د افغانستان په اساس د داود خان د دوران سروې چې ثبت نفوس د هغه شروع کړې وه، اما پای ته ونه رسېده د کودتا [له امله]. بیا ۱۹۷۹ کې دوی بې له دې نه چې دا تکمیل کړي، نتایج یې اعلان کړل. بیا په یو فورمول باندې راغلل، مگر هغه فورمول کې هم ځینې ولایات لکه زابل، پکتیکا، دایکندي او یو بل ولایت و [په شمېر کې] نه وو نیول شوي. دا رقم څنگه برنامې جوړوئ؟ څنگه استناد کوئ؟ او له سیاسي نظره خنډونه وو او داسې وضعیت و جناب جنبش صیب چې د ویلو نه دي. دا رقم ژبه [او] دا رقم بې ادبي د منلو وړ نه وه. اما په لاسي د دې [پروسې] مخنیوی کېده. خبره د دې نه وه چې قومونه ثبت شي. دا مطلق اختیاري وه چې یو څوک حق د دې لري چې ووایي چې کوم قوم باندې تړلی دی یا نه دی تړلی او یا لیکلی شي چې «افغان». اما ضرور وه چې موږ دقیقې احصائیې باندې ورسېږو. دلیل یې څه دی؟ ځکه بودیجې کې دا ټول ارقام د احصائیه مرکزي اساس کېښودل کېږي او هغه دقیقه نه وه.
جنبش: تاسو د قومونو یادونه وکړله، لنډ، ډېر لنډ که راته ووایاست ځینې ادعاگانې وې چې ځينې د احصائیې مامورین د خلکو قومونه بې له دې چې، مخصوصاً هغه څوک چې سواد نه لري اړوي یې، یوه ته یو قوم لیکي د خپلې غوښتنې له مخې او د خپلې خوښې له مخې بل ته بل. دغسې شیان، تاسې ته اطلاع یې رسېدلې وه؟
دکتور غني: خبره د احصائیه مرکزي نه وه، خبره د ځینو جنگسالارانو وه چې خلک یې مجبوره کړل چې نور اقوام ولیکي، په لاسي لاس باندې او دا اسناد موجود دي. خلکو نه پوښتنه وکړئ.
جنبش: یعنې د دوی د خوښې خلاف یا د عینیت خلاف په بل قوم پورې [تړل کېدل]؟
دکتور غني: د عینیت خلاف [و]. ادعا یې درلوده چې ځينې خلک مجبوره کړي. د مثال په توگه، ایماق یې نه غوښتل چې د ایماقو په نامه ثبت شي. ټول ایماق اقوامو غوښتل چې ځان ایماق ولیکي، اما ځينې یې مجبورول یوې خوا ته یا بلې خوا ته. که قوم خپل څوک ټاکي، خپله دې باید حق د دې ولري. دا یوازې دې کې نه وه. د ۲۰۱۴ ختم پورې اردو د امریکا اسناد یې ټولول په اقوامو باندې چې وزارت دفاع کې او وزارت داخلې کې د اقوامو په اساس گډون څومره دی او دا اسناد د اعتبار وړ نه وو. هلته بیا بالعکس و چې خپل هویت کې بدلون راوړي چې احصائیې کې یې تثبیت کړي. نو ضرور ده چې دا شیان غیر سیاسي شي. یو افغانستان باندې تړلي یوو او خدای جل شانه ویلي دي چې په اقوامو یې ویشلي یوو. زما بیا اساس [او] معیار هغه درې اکثریتونه دي: ځوانان، مېرمنې او بېوزلي. په هغه رقم که وگورئ اکثریت د افغانستان ټولېږي، مگر خلکو باندې پوه شئ چې کومې ژبې باندې غږېږي، ځان کوم قوم باندې تړلي بولي او څوک یې باید هویت په زوره بدل نه کړي.
او بل، د نفوس له لارې باید وضاحت ولرو چې هر ولایت کې، هرې ولسوالۍ کې، هر ښار کې نفوس څومره دی چې د هغه په اساس باندې عادلانه تقسیمات وشي. عادلانه معیار یوازې نفوس نه دی، باید دا هم نظر کې ونیسئ چې وده څومره ده او څنگه متوازنې ودې ته رسېږئ. په دې کې فورمول ته رسېږئ.
جنبش: خوب در طول برنامه به بخش‌های دیگری از مشکلات و چالش‌هایی که وجود داشت، به آن می پردازیم ولی یک چالش عمده، یک مشکل عمده این بود که ادارات دولتی افغانستان به هر علتی که بوده از پروگرامهای مختلف کمپيوتری استفاده می کردند. فکر می کنم این، کار شما را باید بسیار به مشکل رو به رو ساخته باشد؟
دکتور غني: مطلق! ببینید در وزارت محترم معارف، احصائیه تعداد مکاتب و تعداد معلمین هیچ وقت با هم سر نخورد. احصائیه ییرا که اینها داشتند و تعداد کسانیکه معاش می گرفتند. احصائیه ییرا که اینها داشتند ما دوباره بررسی کردیم با سروی وزارت انکشاف دهات. مکاتبی که وجود داشت در جدول وزارت معارف نبود [و] مکاتبی که وجود نداشت، در جدول وجود داشت. اگر پروگرام سرتاسری ملی وجود نداشته باشد و در عین حال از وزارت معارف، چطور می فهمید که یک نفر دو معاش نمی گیرد یا سه معاش نمی گیرد؟ این یک موضوع.
در وزارت محترم فواید عامه، هر بار که من گزارش سرکها را می خواستم حداقل سه هفته به کار بود و هر بار که اینها گزارش را می آوردند، ۵۰ تا ۶۰ غلطی مابینش می بود، چون شیوه نظارت شان مطلق پراکنده بود، اراکین بالارتبه وزارت ها، این را نمی خواندند.
قسمت دیگر آن، این فرهنگ عمومی است و تنها به افغانستان [متعلق] نیست، در سرتاسر ادارات دولت امریکا – هم به سطح فدرال که اپلکیشن های مختلف در طول زمانهای مختلف ایجاد شده و اینها با هم صحبت نمی کنند. بزرگترین این مشکل در خود وزارت مالیه بود. بودجه با خزاین یک پروگرام منظم نبود. کار یک رئیس جمهور پالیسي سازی است، برنامه سازی باید تخنیکی باشد. بدبختانه برای کشور این ظرفیت نبود [و] خوشبختانه من در این تجربه داشتم. اما اسناد و شواهدی را که من به کار داشتم، قیامت بود. وقتیکه به ولایات می رفتیم، تشکیل یک ولایت افغانستان در ۲۰۱۴ که مسوولیت به من انتقال پیدا کرد، از تشکیل تمام دولت در دوران داود خان کرده بلندتر بوده در بعضی ولایات، و نامهای مختلف [بالای این ادارات] گذاشتند. از طرف دیگر مسوولیت کاری حداقل [بود]. یک ریاست فواید عامه یک ولایت چه می کرد؟ در حالیکه کُل کار را اینها می خواستند از طرف قراردادی ها انجام بدهند. بنابرین یک مشکل اساسی در این بود که نه تنها به سطح ملی، پروگرام ها با هم وفق داده نشده بود و ارتباط مستقیم نداشت که از آن معلوماتی را که امکان پذیر بود بگیرید، بلکه در داخل یک وزارت هم. نکته کلیدی: زیربنای فکری ما هنوز بر روی قلم و کاغذ استوار بود. کمپیوتر یک وسیله بود از خاطر این که بعض اسناد را با این نوشته کنند. این فرق اساسی است بین کمپیوتری ساختن یک شیوه اداری که بر اساس قلم و کاغذ استوار است؛ و ترتیب دوباره یا دیزاین اساسی یک نظام اداری بر اساس ظرفیت تکنالوژی معلوماتی.
جنبش: یعنی از کمپيوتر به عنوان ماشین تايپ استفاده می کردند به جای اینکه یک سیستم باشد؟
دکتور غنی: مطلق! و معلومات، اساس مدیریت را تشکیل نمی داد، چون بدبختانه، با شکل ائتلافی که وجود داشت مجبور بودید تحمل کنید. از خاطر ثبات سیاسی که نرویم به یک مجادله مسلحانه که تهدیدش به صورت دوامدار وجود داشت. مجبور بودیم اصلاحات را به صورت تدریجی عملی کنیم نه به صورت امکان پذیر.
جنبش: نړیوالو موسسو سره رابطه څنگه وه؟ یعنې هغوی عین ژبه باندې د ټکنالوجۍ له تاسې سره غږېدل که هغوی بیخي بله ژبه درلوده؟
دکتور غني: ستونزه په دې کې ده جناب جنبش صاحب چې بیا هم، هم نړیوال بانک [او] هم آسیایي بانک، په هغه شي باندې چې ما دا دوه نیم کاله زده کړي دي او د کووېډ په دوران کې مې زده کړل – ځکه چې زه مجبور شوم چې مدیریت په خپل لاس باندې وکړم، دوی په دې پوه نه وو؛ د ملگرو ملتونو اسنادو ته گورئ، Human Development Report – د انساني ودې گزارش. ددې تفتیش ته چې وگورئ، د دوی اسناد د باور وړ نه دي. اما [هیچا] د تفتیش گزارش نه دی لوستی. ما دا ټول گزارشونه لوستي دي. نه نړیوال بانک [او] نه آسیايي بانک یوه منظمه ستراتيژي د ډیجیټلي کېدو درلوده. پاکستان ته که وگورئ د مثال په توگه، پاکستان څومره پوروړی دی. که د دوی سیستم ته وگورئ، ۴ مختلف کمپيوټري پروگرامونه دي چې په آخر کې بیا په لاس او په کاغذ د یوه دفتر له خوا ټولېږي او دا اسناد د اعتبار وړ نه دي. نو دا ستونزه بین‌المللي ده. دغې لپاره ده چې اوس ځینې ډېر ښه نشرات شوي دي او ځينې څېړنې په واضح توگه شوې دي چې دا دولتي ظرفیت غواړي. له بلې خوا یو موډ راغلی خاصتاً په امریکې کې چې دا شیان باید خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړل شي. نړیوال بانک هم د قراردادیانو له خوا اقدامات کوي، آسیايي بانک [او] نور هم. بې له دې نه چې د ډیجیټلي دولت په اهمیت باندې پوه شوو او ډيجیټلي دولت خوا ته لاړ شوو، دا ستونزه نه حل کېږي. دا په دې تړلې نه ده چې یو چاته متخصص ووایئ، ځکه یو پروگرام لیکل یې زده کړي دي. د ډيجیټل جوړولو برنامه، تگلاره مطلق بل رقم توان او بل رقم تمرکز غواړي.
جنبش: نو دې لپاره چې دا عادي اورېدونکي په کلیو او ولسوالیو کې په دې پوه شي، دغه ډیجیټلي دولت یا حکومت او اداره، معنی یې څه ده دقیقاً؟ یعنې کوم شي کې بدلون راځي؟
دکتور غني: د خلکو په ژوند کې. هره معامله مو چې دولت سره کېږي په آسانتیا کېږي. د ټيلیفون له لارې نه هم کېږي، د برقي تذکرې له لارې نه هم کېږي او دولت به تاسې ته حساب درکوي. دولت خو د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې ځان وچلوي. د دولت معنی دا ده چې ولس ته خدمت وکړي. شفافیت راځي، د دولت مصارف کمېږي او خدماتو باندې تمرکز راځي. ځکه یوه ډېره برخه د دولت مصارف په دې باندې راځي چې خلکو ته معاش ورکوي. [که] کم معاش ورکوئ هغوی راځي فساد خوا ته. د مثال په توگه، که یو گمرک ته راځئ یا د مالیې دفتر ته راځئ، ډیجیټل کېدل درته په واضح توگه ښيي چې حساب مو څه دی؟
بلې خوا ته جایداد [دی]. شرعي جایداد په اساسي توگه یو واري تنظیمېږي چې ټول [عُرفي] اسناد د جایداد ختم شي، نه دا چې هرې محکمې کې مو وځغلوي او بارها! هره برخه د ژوند کې بدلون راځي.
هوا، که یوه برخه کې لکه کابل غوندې، موږ چې څېړنه وکړله، دا لوی تعمیرونه او اپارتمانونه بدترین مصرف د سکرو او حتی د ټایرونو د دوی له خوا کېده. دغه شیان ټول کنترول لاندې راځي.
حساب و کتاب چې د اسلام د مبین دین اساس دی او یوه خدمتگاره اداره په کار ده، دغه خلکو ته برابرېږي.
بل، امکانات دي. د مثال په توگه، زموږ انځور دا دی چې یو فزیکي مکتب ته اړتیا ده چې ماشومان وروزي، اما که دولت ډيجیټلي شي، جومات کې – شپېته تر اتیا زره کم له کمه جوماتونه لرو- دا ټول مراکز دي. کلاگانې، کورونه، هر ځای کې چې لس نفره یا شل نفره ماشومان وي، د تحصیلاتو زمینه ورته برابرېدی شي. معلم کمبود لرو، [د] استادانو کمبود لرو. په بنیادي توگه بهترین استادان د ماشوم په خدمت کې راځي ډیجیټلي دولت کې.
روغتیا [په] برخه [کې]، تشخیصاتو کې، کرنې برخې کې؛ د هوا او د خاورې؛ او د اوبو او د خاورې خصوصیاتو باندې، ټول امکانات برابرېږي.
تعمیرات، څلورم صنعتي انقلاب سره، هغه کورونه چې په دوو کالو کې جوړېدل [اوس] په دوو اونیو کې جوړېدی شي.
دې خوا ته ځوو چې څنگه خپلې اوبه ولگوو له ځمکې سره، له انسان سره. خپل ځنگلونه څنگه وساتو؟
معلومات مو څه دي او معلومات یو بل سره شریکېږي. که یو څوک په مرکزي افغانستان کې دی یا په جنوبي افغانستان کې یا شمال شرق کې یا شمال کې یو زون کې، سم معلومېږي چې څومره [مواد] لگېدلي دي؟ دلایل یې څه دي؟ ولې په دې برخه کې پانگه اچول کېږي؟ دلیل یې څه دی؟ د دې پر ځای چې راشئ یو کلنه بودجه جوړه کړئ، پنځه کلنه بودجه جوړولی شئ، که حوادث راځي په ډېره آسانه توگه بېرته د ولس په خدمت کې کېښودل کېږي.
جنبش: پس دیجیتل سازی به معنی این نیست که شما یک کاغذ را بگیرید، سکن کنید یا تصویر آنرا بگیرید و وارد کمپیوتر کنید، این یک روند بسیار پیچیده و طولانی هست.
دکتور غنی: از نگاه روند پیچیده است اما طولانی نیست. به شرطیکه ما دانش پالیسی سازی را اختیار کنیم و اولویت ما خدمت باشد. مشکل ما باز هم، من خدمت تان دوباره میآیم، غرور بیجاست. اگر دوران طفلی و جوانی ما نادر بود به این بود که ما با یک دیدگاه بسیار وسیع ملی تربیه شده بودیم و احساس برتری را نداشتیم. از خاطریکه اگر تحصیل می کنیم باید بادار شویم. حس ما از نگاه ذهنیت بسیار فراخ دیدگاه ملی که از محمود طرزی و دیگران دوام دارد، این بود که افغانستان ضرورت به خدمتگذار دارد. با آن ذهنیت تغییرات آمده می تواند و پروگرام دیجیتل سازی را که خود افغانها به وجود آوردند و عملی کردند نشان داد که در آن مرحله در حدود ۶۰۰ افغان با هم کار کردند و پروگرام را عملی کردند. اما باز هم مثال برای تان می دهم که سکتور خصوصی بین‌المللی را طرحش چه بود که من مانع شدم. آمده بودند، یک کشور دوست حاضر بود با ما کمک کند در این قسمت و یک متخصص آمد از یکی از کشورهای آسیای شرقی که پیشتاز بود. می فهمید پیشنهادش چه بود؟ ۶۰۰ میلیون دالر ما مصرف کنیم که باز هم اپلکیشن های مشخص را برای اینها ترتیب کنند. در حالیکه، تحقیقاتی را که من انجام داده ام، تمام این چیزهای پیشنهادی به ۶ میلیون دالر انجام شده می توانست. البته من پیشنهاد شان را قبول نکردم، اما اگر احساس کنند که فهم ندارید، این طریقه پیشنهاد است. در این بخش صله رحم وجود ندارد از طرف سکتور خصوصی. تنها منفعت است و منفعت آنی و اگر احمق پیدا کنند، احمق پولی را خوش دارند.
جنبش: د ډيجیټل کولو پروسې یوه بله برخه دا ده چې تاسې په داسې یوه ټولنه کې چې له بده مرغه هم جنگ ځپلې وه او هم د همدغو جنگونو او نورو عواملو له لاسه وروسته پاتې وه. تاسې د دغې پروسې پیل را وکړ او غوښتل مو چې دلته یې عملي کړئ، ډيجیټلي دولت رامنځته کړئ [او] خدمات واړوئ، تمه مو څه وه؟ اټکل مو څه و چې په دغو شرایطو کې څومره وخت کې دا پروسه [او] دغه بهیر بریالی کولای شئ او عامولی شئ؟
دکتور غني: اوله برخه یې چې اساسات و، له ۳ کالو نه یې ډېرتر په کار نه و. ځکه هغه برخه کې دومره ظرفیت راغلی و د بشري پانگې له خوا چې زموږ ځوانانو پروگرامونه لیکلی شول. دلته یو توپير دی، هغه پروگرامونه چې خپله یې لیکئ او بله دا چې څه له بازار نه اخلئ یا په څه ترتیب باندې یې کوئ، دا اوس په ډېره پراخه پیمانه دی. د مثال په توگه، دا شی چې د ورېځ په نامه یادېږي، ورېځ کې زښت ډېر امکانات شته چې په ډېر لږ قیمت باندې یې تاسې واخلئ، مگر اساس یې دا دی چې یو شرکت نه یې وا نه خلئ، دوه یا درې شرکتونه سره یو کړئ چې خپل استناد ولري.
جنبش: منظور مو (Cloud) دی، هغه شی چې یوه تخنیکي اصطلاح ده، کله چې هلته د اسنادو او معلوماتو د زېرمه کولو یو بې‌ساری او پراخ میدان موجود وي.
دکتور غنی: بېساری. او دا ټول درته څرگندوي چې څه رقم وشي. بله برخه د پانگې اچولو ده. ستونزه په دې کې ده چې څنګه د هر وزارت، د هرې ادارې، د هر ولایت د ولسوالۍ نظام بدل کړئ او خلک په دې وروزئ چې معلوماتي ټکنالوجۍ سره اشنا وي. یو ځوان چې دولس کاله مکتب یې لوستی [په دې] شرط چې سم مکتب یې لوستی وي او په الجبر، ریاضیاتو، فزیک او دې .... کې او خاصتاً مگر الجبر کې ظرفیت ولري، په شپږو میاشتو کې دا کمپونه دي خاص دوی ته پروگرام لیکلو زمینه برابرولی شي. دا ډېر گران کار نه دی. له بلې خوا نه هندوستان کې یو عظیم ظرفیت و، موږ ته یې وړاندیز کړی و چې قیمت یې په میلیاردها ډالرو ارزېده، مگر زموږ ستونزه د وزارتونو دا وه چې هغه شی چې نغدې پیسې په کې نه راتلې، د دوی مینه به ډېره لږه شوه. نو امکانات وو، مگر بله برخه یې چې ضروري ده، له ابتدایي زده‌کړو نه تر لوړو زده‌کړو پورې، دې کې به بنسټیز بدلون راشي [او] هم ادارې کې. هغه له پنځه تر لس کاله یې په کار وو.
جنبش: یعنی اگر به حساب فیصدی بگوییم، به صورت کُل، هم در سکتور خصوصی و هم در بخش دولتی مثلاً چند فیصد پیش رفته بودید؟
دکتور غنی: فیصدی بسیار مشکل است. از این جهت [که] تا در ختم ۲۰۲۱ نمی رسیدیم که ۲ میلیون دوکاندار و تمام سیستم پرداخت ها، بانک مرکزی و اینها به یک شیوه نمی آمد [نمیشد]. معنای دیجیتل‌سازی پرداخت از طرف بانک نیست، باید در حقیقت تیلیفون هر افغان به حساب بانکی اش بدل میشد و این [روند] ایستاد شد. اهمیت دیجیتل سازی در این است که به صورت تهدابی موضوع فساد اداری و موضوع ارتباط دولت و ملت را با هم تغییر میداد.
جنبش: ببخشید همین را اگر توضیح کنید. یعنی ضرورت به گشودن حساب بانکی نبود، خود همی شماره تیلیفون یک حساب میشد؟
دکتور غنی: همین تیلیفون تان به حساب بانک بدل میشد. اساس ما – و این تجربه بسیار موفق در چین است – من یک قصه برای تان می کنم: در چین در یکی از شهرهای بزرگش، دو نفر از قریه آمده بودند که دزدی کنند. رفتند در یک دوکان اما در دوکان هیچ نوع پول نبود. از خاطریکه در چین تمام معاملات پرداخت، چه تکسی باشد، چه دوکانداری، کُلش از راه تیلیفون صورت می گرفت. چین پیش قدم بود. مثلی که در افریقا تیلیفون وسیله پرداخت بود. ضرور است بدانید که یک حرکت سریع در حال انجام بود، اما چون اگر در یک نقطعه انعطاف باشید، فیصدی را تعیین کرده نمی توانید تا از آن نقطعه انعطاف نگذرید.
پول فزیکی در معاملات با دولت از بین می رفت و تیلیفون هر شخص در عین حال مثل پول جیبش واری بود که در جیبش نقد باشد، همان تیلیفون خود را نشان میداد تیلیفون ثبت می کرد.
جنبش: این آغاز شده بود یا در حال آغاز شدن بود؟
دکتور غنی: در اول سپتمبر ۲۰۲۱ این عملی میشد. کُل ترتیباتش گرفته شده بود و کُل حساب بانکها، بانک مرکزی، حسابات بین بانک مرکزی و وزارت مالیه برای پرداخت ها اینها کلُش ترتیب شده بود.
جنبش: این شبیه آن چه بود که Apple pay می گویند که شما تیلیفون تان را به یک Reader ، به یک ماشین می گیرید و او هر مقدار پولی را که شما می خواهید یا آنجا چارج شده، از تیلیفون شما وضع [می کند] و به حساب آنها میرود.
دکتور غنی: این همین حساب است، اما چین از این کرده هم پیشرفته تر است. چین واقعاً پیشرفت بسیار زیاد دارد. و تلفیق تجربه های کشورهای مختلف را مورد گرفته بودیم. عمده‌ترین آن، این بود که بار اول تمام این از طرف افغانها انجام میشد.
جنبش: وبښئ، دغه برخې کې یوه بله پوښتنه دا ده، په لویدیځ کې چې کله دغسې مهم شیان راځي او د چین لاس په کې ښکېل وي، دوی سره شکونه راځي چې دوی به دا زموږ ټول معلومات [او] دا ټوله ډېټا یوسي چې موږ څومره مامورین لرو؟ څوک څومره معاش لري؟ کوم ځای کې څه شی لرو؟ اوبه مو څنگه دي؟ وغیره... دغه اندېښنه تاسې سره هم وه؟
دکتور غني: چې واضح شي، موږ چین باندې اتکا نه درلوده. عمده ټکی ټول دا و چې دغه پروگرام په مطلقه توگه سر تر پایه د افغانانو له خوا ترتیب شوی و او عملي شوی و. موږ لکه چې مخکې مې وویل چې د یوه ملگري ملک سره په مذاکرې کې وو چې راسره مرسته وکړي، اما هغه متخصص چې هغوی [را]ولېږه زما خوښ نه شو. ځکه د هغه وړاندیزونه هغه ته پیسې پیدا کول و، نه موږ ته. موږ خپله د دې ظرفیت پیدا کړی و او اساس دغه و. بلې خوا نه دا چې زموږ د مامورینو تعداد څه دی؟ او دا [مسئله] ده، دا کوم ملي اسرار نه دي، بالعکس باید دا ټول واضح شي چې ولس پوه شي چې څوک، څوک دي؟ او آیا ظرفیت د دې لري، په څه توگه استخدام شوي دي؟ له بلې خوا باید دې باندې اقدام وشي [چې] په راتلونکي کې، څه رقم اداره مو په کار ده؟ فعاله اداره مو په کار ده؟ یا دا چې وسیله د دې وي چې خپلو خپلوانو ته مو معاشونه ورکوئ؟ څومره بېسواده خلک مقرر شوي دي؟! یو تخنیکي وزارت کې، لکه وزارت د فواید عامه کې [داسې] خلک د انجنیر په حیث ټاکل شوي وو چې تخنیک ثانوي یې هم نه و لوستی. آریانا [هوايي شرکت] کې د انجینر په حیث [داسې خلک] ټاکل شوي وو چې دوکانداران وو. یا قراردادي د وزارت داخله منځ کې یو کال قراردادي و، بل کال برید جنرال مقرر شوی و. دغلته شفافیت په کار دی چې ولس په واقعي توگه پوه شي. دغه اسناد اسرار نه دي، بالعکس دا د ولس حق دی چې پوه شي چې څوک په کومې ادارې کې دي؟ کوم یې اسناد دي؟ څومره شهادتنامې واخیستل شوې په پیسو باندې! څومره مصنوعي شهادتنامې دي! کلمه د ډاکتر او انجنیر څومره خلک استعمالوي بې له دې نه چې طب پوهنځی یې تکمیل کړی وي یا د انجینرۍ پوهنځی یې لوستی وي. دا خو تشریفاتي القاب نه دي. ما په عمر کې ځان ته پوهاند ونه ویلې په افغانستان کې، ځکه د افغانستان د ادارې مراحل ما طی نه کړل سره له دې چې غرب کې زه پروفیسر وم. یو اصول باید موجود وي. د چین برخه یوازې نه ده، اما نن په دې پوه شئ چې داسې اسرار نشته چې د امریکې د انټرنېټ له سیستمه تېر شي چې امریکاییان ورباندې خبر نه وي. یو آخري کتاب وتلی دی «پټه امپراتوري»، دا د زېربنا امپراتوري درته ښيي او په عین حال کې هغه شی چې له مصنوعي اقمارو نه گوري، بېحده ډېر دي. شفافیت اساس دی او که غواړئ چې واقعاً ملي اسرار موجود وي، باید ملي وحدت موجود وي. د کابینې له منځه به یې ټيلیفونونه کول اخبارو ته او ټلویزیونو ته چې تخریب وکړي. که یو ملي لیدلوری موجود نه وي او همیشه قصه په دې باندې وي چې زما برخه څه ده او زه د دې لپاره دولت ته راځم چې له غوا نه شیدې واخلو. دا بیا نه په دین برابره ده، نه په ملت برابره ده او نه په اخلاقو برابره ده. دا ډیجیټل کېدل لاره ده، ځکه بېرته راځئ یوه خدمتگار دولت ته چې اصلي موخه وي باید.
جنبش: و تاثیر وبای کرونا بر این روند چه بود؟ مثلاً تجارب شخصی ما در اینجا این بود که بسیاری از همکارهای ما کار را از خانه شروع کردند، جلسات به شکل مجازی آغاز شد. تاثیر کووید بر نحوه کار شما چه بود و اینکه چگونه شما از تخنیک برای رفع این مشکل استفاده کردید؟
دکتور غنی: بار اول بود که جلسات کابینه به صورت مجازی شد و بخش دیگری خوبیش این بود که بار اول بود که توانستیم تمام والی‌های کشور را در جلسات کابینه شامل بسازیم و همچنان جلسات من هم با والیان، هم با قوماندانان قول اردو ها، قوماندانان امنیه و مسوولین ولایتی به صورت مجازی صورت گرفت. قیود را من سر خود عملی می کردم. اما در ادارات ما بدبختانه قیود به آن شکل عمل نمیشد.
جنبش: منظور تان جلوگیری از سرایت بیشتر مرض [کرونا] بود؟
دکتور غنی: جلوگیری از سرایت بیشتر بود. جلسات را، جلسات فزیکی را ما در فضای باز انجام میدادیم. وبای کرونا موجب این شد که پروسه دیجیتل سازی در جهان شاید پنج چند یا ده چند سرعت یافته باشد. این هم نکات بسیار مثبت داشت، چون خصوصاً در کشورهایی که پیشتاز بودند، اینها توانستند خدمات را ارایه کنند. اما قسمت دیگرش این بود که در بیکار سازی یک قسمت اقشار هم، قسمیکه قبلاً برای تان ذکر کردم، یک قسمت خدمات دیجیتل سازی شد که دوباره پس به شکل عنعنوی اش برگشت نخواهد کرد. یک بحث اساسی حالا بالای این است که پروسه دیجیتل سازی چطور ممد کاریابی شود نه تنها موجب بیکاری.
جنبش: لنډ که دلته راته ووایاست، کومه برخه کې ډېر پرمختگ راغی د ډیجیټل کولو مسئلې ته په پام سره د افغانستان؟
دکتور غني: افغانستان کې دا اساس ایښودل شوی و، چې پس له دې نه ودرول شو. اساسي خبره دا ده او دلیل د دې برنامې دا و چې موږ باید بېرته ډيجیټل کېدل، نه کمپيوټري کول، بلکې ډيجیټل کېدلو باندې په اساسي توگه راشوو [او] هغه تهداب مو چې ایښی و، هغو پرمختگونو سره چې دا دوه نیم کاله په نړۍ کې شوي دي، سره یو ځای کړو او په واقعي توگه په دې نتیجې کې ورسېږو چې په ډيجیټل کېدو کې رمز د چټکتیا دی. که بېړنی پرمختگ غواړو ۲۰۴۷ کال خوا ته، [نو] باید دغه باندې تمرکز وکړو ځکه ټول ابعاد د زېربنا، معادنو، د ځنگلاتو او دا... بېرته په دې باندې راځي. په دې اساس باندې ژوند ته یو عظیم بدلون راوستی شئ او د تدریجي مرگ پر ځای یوه عظیمه ملي اراده منځ ته راتللی شي چې پرمختگ وکړو.
جنبش: همدلته لنډ که راته دا هم ووایاست چې دغه شیان خو...، یو څه د لگښت او پیسو موضوع یې تاسې ځای ځای یاده کړه، خو په مجموع کې دغه بهیر د ټکنالوجۍ، د نوې ټکنالوجۍ د ډيجیټل کولو، دا پیسې غواړي، ځینو ځایونو کې کېدای شي ډېرې وغواړې؛ ارزانې او آسانې لارې یې هم شته؟
دکتور غني: بالکل، مگر دا ضرور ده چې په دې برخه کې هم ووایو چې څومره زموږ ځوانې پېغلې ووتلې او د هرات د روباتیک ټیم یوه نمونه یې ده. او بل د برلین تخنیکي پوهنتون کې د افغانستان مېرمنو ماستريانې او دکتوراگانې واخیستلې او همدغه رنگ د کابل پوهنتون پولي‌تخنیک کې او نورو برخو کې. یعنې واقعاً د افغانستان پېغلې او مېرمنې او ځوانان ډېر ځلېدلي دي. همدارنگه چې هېر مې نه شي په هندوستان او نورو ملکونو کې، استونیا او نورو ځایونو کې یې هم درسونه ویلي دي.
لومړۍ خبره مو په ځواب کې دا ووایم چې ډېرې پيسې ضایع شولې، خاصتاً د موازي اداراتو له خوا، د ملگرو ملتونو له خوا، د امریکې د دولت له خوا او د غیردولتي بنسټونو له خوا. غیر دولتي بنسټونه د مثال توگه دې باندې حاضر نه شول تر آخره پورې چې موږ ته حساب راکړي چې څه پیسې یې مصرف کړي. یوه بودیجه دوی جوړه نه کړله او قطعاً یې گزارش نه دی ورکړی ولس ته [او] نه ملگرو ملتونو [ورکړی].
جنبش: او تاسې هم څه نه شوو کولای ورسره؟
دکتور غني: ما بار بار ورسره [بحث کړی]. دې آخر کې زه مجبور ومه، تهدید کړي مې وو چې باسم مو. په دې زه تیار وم چې د ملگرو ملتونو موسسې له افغانستانه وباسم. اما د دولت په تقسیم کې هر یو بل تلل پلاني خان او پلاني خان ته او بیا به هغوی راتلل چې دی د خارجیانو مخالف دی. هغه کمپاین چې زما [په] مقابل کې د ملگرو ملتونو موسسو له خوا او غیر دولتي موسسو له خوا وشو، بې‌ساري و. ځکه ما حساب غوښت. بل [دا چې] زه یې نه شوم غولولی. اکثریت د دې خلکو د نړیوال بانک په دروازه کې به نه شوو ننوتلی، اما افغانستان ته چې راغلي وو، ځانونه یې متخصصین بلل. قانون واضح و چې باید له افغانستان سره مشوره وشي، اما تر ۲۰۱۴ پورې دوی ته داسې بیا امکانات ورکړل شول چې بیا د دوی ټولول ډېر سخت وو. نړیوال قوتونه ځکه چې په موازي مذاکراتو کې راغلي وو غوښتل یې چې دوی وساتي. طریقې شته، د مثال په توگه، اکثر سیستمونه چې بېل دي، اوس نوې لارې پیدا شوي دي چې دی شي ته چې Legacy systems یا میراثي‌سیستمونه وایي، نوې طریقې، نوي پروگرامونه لیکل کېدای شي چې دا سره وتړي، اما مهم‌ترینه برخه دا ده چې دلته باید د دولت منځ کې او پوهنتونونو کې، دوایرو کې او خصوصي سکتور د افغانستان کې باید دا ظرفیت راوړئ. گران به په دې وي که [په] دوامداره توگه تاسې لاړ شئ [او] ووایئ [چې] موږ خو مصرف کوونکي یوو موږ تولید خوا ته نه ځوو. خبره بیا هم په دې کې ده، که تولید خوا ته لاړ شئ دا په لومړۍ برخه کې یو اندازه پانگه غواړي، اما دوامداره پانگه ده. بیا لکه [د] یوه گرامر غوندې، یوې ژبې غوندې [ده]. یوې ژبې باندې چې پوه شئ هغه ژبه استعمالولی شئ، هره ورځ بیا ورباندې پانگه نه اچوئ، اما که ژبه زده نه کړئ او ټکنالوجۍ باندې په اساسي توگه پانگه وا نه چوئ، بیا دا گرانه ده، ځکه همېشه به یې نور کوي. نو که موږ یې خپله وکړو [ارزانه راځي]، لکه که دا قوشتیپه مو په قراردادي شرکتونو جوړ کړی وی سل چنده به ډېرتر تمامه شوې وای. یا د دارالامان ماڼۍ یا د پغمان ماڼۍ یا جوماتونه یا دا نور. ضرور ده چې سپماوي باندې په بنیادي توگه فکر وکړئ، دغه ټکنالوجي‌گانې، دغه لاره د ډيجیټل کېدو، د سپماوي لاره ده نو بیا پیسې مو په تحرک کې راځي، ځکه هر څومره یې چې په هوښياره توگه مصرف کړئ، په هماغه اندازه زر ورنه نتیجه اخلئ، د ولس باور راځي چې تاسې دا کار تر سره رسولی شئ. نه [دا چې] د دې پرځای قراردادونه د پردې شاته چاته ورکړل شي یا څوک یې په زوره واخلي او بیا ټوله خبره په دې وي چې څنگه قرارداد سر ته ونه رسوي.
جنبش: و در این بخش بیجا نخواهد بود که یک کمی مکث کوتاهی هم بر هوش مصنوعی داشته باشیم. امروز هم از یک انقلاب دیگر گویا صحبت می کنند که شاید همه چیز را تغییر بدهد.
دکتور غنی: مطلق، این یکی از عمده‌ترین تغییراتی است که در تاریخ بشر به وجود آمده. یکی از وجیبه هایی که انسان را از حیوان تشخیص می کند نطق است، حرف زدن، فکر، اما امروز بار اول است که ماشین قادر به این شده که فکر کند و نتایج این نهایت مهم است، ابعاد بسیار مهم دارد. بدبختانه یک اقلیت بسیار کوچک در جهان تصمیم گیر است و اکثریت مطلق به یک صورت یا صورت دیگر از این تصامیم متاثر میشوند، اما امروز چون نهادهای بین‌المللی در ضعف مطلق قرار دارند، نهادهایی مثل ملل متحد و اینها واری، فکری که ضرور است و ابعاد آن در داخل بحث است، اما قانونگذار، کسانی که قانون گذاری میکنند در این بخش اکثریت خود شان ابعاد این را به صورت اساسی نمی فهمند. یک قسمت کتابهای نهایت مهم در این بخش آمده، خصوصاً از خود MIT که یکی از مراکز آنست و نقاطی دیگر جهان که جهت استفاده از این به چه صورت در خدمت اکثریت مردم جهان، کارگرها، افراد خانواده‌ها، ممالک رو به انکشاف وغیره و همچنین در مدیریت محیط زیست [قرار] بگیرد. چون با این سرعتی که هوا در حال گرم شدن است و اقلیم در حال تغییر است، این تغییرات می تواند واقعاً یک فاجعه ایجاد کنند. استفاده از این به صورت مثبت می تواند دنیا را با هم ارتباط بدهد و به همکاری بدل شود اما سوء استفاده از این فاصله را به مراتب عمیق‌تر کرده می تواند و یک قسمت کشورها خدای ناخواسته به فقر دایمی و فاقه دوامدار دچار خواهند شد و یک قسمت دیگر به اوج ترقی خواهند رسید.
جنبش: ډېره مننه، وروستیو شېبو ته راغلي یوو البته ما وویل چې دا بحث هم ډېر پراخ دی، ډېرې خبرې غواړي همدغه مصنوعي هوش یا ځیرکتیا برخه کې یو عالم پوښتنې شته دی. په لوېديځو پلازمېنو کې په دې اړه سرمشریزې کېږي چې څنگه د دې راتلونکو خطرونو مخنیوی وکړي، خو دلته به ځای نه وي، خو په دې آخر کې غواړم یوه عمومي پوښتنه وکړم چې موږ دغه ټول بحث ساتلی دی یوې خاصې نېټې ته او هغه ۲۰۴۷ کال دی چې افغانستان به په کې، معاصر افغانستان به په کې ۳۰۰ کلن شي. دغې مهمې نېټې ته په چمتووالي کې ستاسې له نظره د ډيجیټلي کېدو ونډه او ارزښت څه دی؟ او څه کېدلای شي؟
دکتور غني: لومړیتوب، لومړیتوب، لومړیتوب! [له] لومړي صنعتي انقلاب نه محروم وو، دویم صنعتي انقلاب نه محروم وو، درېیم صنعتي انقلاب نه محروم وو، که غواړئ چې د ۲۰۰ کالو جبیره وکړو، باید څلورم صنعتي انقلاب باندې پانگه واچوو، ورباندې پوه شوو او د خپل خیر او د خدای رضا لپاره یې استعمال کړو. معنی دا ده چې وخت ضایع نه کړو، لومړیتوبونه باید واضح وي چې یو هوسا، ژوندی، خپلواک، متحد، یو افغانستان غواړو. او د هغه هدف پلي کولو لپاره دغه رقم پانگه اچونه په کار ده. په دې اساس باندې د قرآن‌شریف امر دی چې اسرار د کایناتو درته ښکاره کېږي او ټکنالوجي د طبیعت په آثارو باندې ولاړه ده. څلوېښت کاله مخکې به لیتیمو څه ارزښت درلوده؟ نن حیاتي ارزښت لري. نو په دې نظر باندې موږ باید په خپلو ټولو منابعو باندې پوه شوو، معلومات مو دقیق وي او لاره چې ټاکو، تگلاره مو چې وټاکله چې: څنگه افغانستان؟ کوم رنگ افغانستان په ۲۰۴۷ کې غواړو؟ بیا ټوله انرژي، ټول امکانات [راټولوو]، ملا تړو په گډه چې دلته ورسېږو. بیا به یو افغانستان وي چې ان‌شاءالله تعالی سیالي وکړي.
جنبش: ډېره مننه، بحث به همدلته پای ته ورسوو، دغه برخه؛ البته زموږ پودکاستونه به روان وي، تاسې ته کور ودانی وایم ولسمشر محمد اشرف غني او اورېدونکو نه هم مننه چې تر دغې شېبې له موږ سره دي. تر هغو چې بیا بله خپرونه کې ستاسو خدمت ته راځو زه خدای په اماني کوم.
دکتور غني: کور مو ودان، احترام مې، نېکې هیلې مې او سلامونه مې ټولو خویندو او ورونو ته، ټولو وطنوالو ته.
تل دې وي افغانستان، زنده‌باد افغانستان، یشه سین افغانستان.