از اصلاحات تا عمل: زیربنا، معارف و مشارکت مردمی
(سخنرانی در جریان سفر و دیدار با باشندگان زون شرق در ننگرهار)
نکات کلیدی:
- وحدت ملی: سهمگیری شهروندان، ارج نهادن به نظریات مردم و تحکیم فضای اعتماد.
- صلح و امنیت: حفاظت از حقوق شهروندان، تامین صلح پایدار و توانمندسازی نیروهای امنیتی.
- حکومتداری خوب: تضمین شفافیت، پاسخگویی و مبارزه قاطع علیه فساد اداری.
- توسعه زیربنایی: گسترش شبکههای برق، جادهسازی، اعمار مکاتب و شفاخانهها.
- زراعت و آب: تقویت سیستمهای آبیاری، افزایش تولیدات و مهار منابع آبی.
- معارف و خدمات: بهبود کیفیت مکاتب، تامین دسترسی به خدمات و موثریت نهادهای دولتی.
- رشد اقتصادی: حمایت از تجار و سرمایهگذاران و ترویج تولیدات داخلی.
- چشمانداز ملتسازی: پلان طولانیمدت برای رفاه، ثبات و خودکفایی کشور.
۲۰ مرغومی ۱۳۹۴
بسم الله الرحمن الرحیم
ډېرو ګرانو ماشومانو، ځوانانو، د نورستان، کونړ، ننګرهار او د لغمان محترمو ولسونو، مشرانو، علماء کرامو، خوېندو، ورونو، محترمو والي صاحبانو، د ادارې ټولو استازو، جنرال صاحبانو، جنرال صاحب وزیري، نورو جنرال صاحبانو، له کابل نه راغلو، جناب سباون صاحب، جناب صدیقي صاحب، جناب خپلواک صاحب، جناب د کورنیو چارو وزیر صاحب، زموږ د مشرانو جرګې ډېر محترم رئیس صاحب، لوی درستیز، جناب اندارابي صاحب، له اندارابي صاحب سره بلد نه یئ؟ لکه چې هېچا یې نوم نه و اخیستی، ټول تحقیقات در باندې همدا سړی کوي، ولې ژمنه یې دا ده چې په دغو څلورو ولایتونو کې به غلط کارونه نه کوي. انشاءالله تعالی په هېڅ ځای کې به یې نه کوي، خو دلته په ځانګړې توګه. جناب شینواري صاحب، داکټر صاحب توریالی، ازمون پاچا څه شو؟ محترمه خور صدیقي، او ټولو حضارو، السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!.
زه هغه کلمات نه لرم چې له تاسې مننه وکړم. حق مو و چې ما ته ډېرې توندې خبرې وکړئ او زموږ له ځوان شاعر کاتب شاه نه په ځانګړې توګه مننه کوم چې دا یې بیا را په یاد کړل چې ولې په دې خطیر وخت کې، دې ته حاضر وم چې دغه لوی مسوولیت واخلم؟.
د ولس غوښتنه په یوه ژبه بدلون دی. مننه چې بدلون غواړئ. زما ژمنه درسره همدا ده چې بدلون به په هر قیمت راځي. مننه زموږ له محترم مولوی صاحب نه چې ویې ویل بهتره همدا ده چې شهید شې نه دا چې بدنامه لاړ شې. شهادت مې قبول دی. له تاسې نه مې هر ځل سر قربان. مننه له دې نه چې لومړی مو دغه مسوولیت ما ته راکړ. که ستاسې اراده نه وای، تاسې خو خبر یئ، خلکو درته ویل چې دا لېونی دی. سبا به یې کوتک راخیستي وي، ټول به یې له دولت نه ویستلي وي، خو تاسې ویل چې نه، سړی په سور دی. ځکه تاسې ډېر ډارولي وم. تاسې راته همېشه ویل چې ډاکټر صاحب لږ په احتیاط څه. اوس که ما ته ووایئ چې په سرعت لاړ شه. زه به په سرعت لاړ شم. اما له ټولو نه مننه، د هغو شهادتونو نه چې د نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان خلکو ورکړي. نه یوازې په دې ولایتونو کې، بلکې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې یې قرباني ورکړې ده..
نن چې زه ستاسې په مقابل کې له دې شملې سره درېدلی یم او د افغانستان د جمهور رئیس په حیث غږېږم، دا د افغانستان د دغو بچو د قربانیو پایله ده. که دوی قرباني نه وای ورکړې، نن به له موږ نه.
همدا غوښتنه وای چې سولې ته په ننواتو لاړ شوو. دا جمهور رئیس په ننواتو نه ځي. د دغو بچو قدر به موږ تر ابده کوو. دا زما د منلو وړ نه ده چې د دې خاورې یو بچی سر ورکوي او بیا یې وثیقه یو کال وخت ونيسي چې د خپلو حقوقو ته ورسېږي. دا رقم کاغذپراني منع ده..
جنرال صاحبانو! کله چې یې راوړئ، کله چې ټوپک په لاس کې ورکوئ، کله چې د وطن ناموس په لاس کې ورکوئ، هغه وخت ترې د یوه کال وثیقه غواړئ؟ زما ژمنه درته یوازې دا نه ده چې د دوی حقوق به در رسېږي بلکې د دوی بچیو پسې به هم زه د خپلو لمسیانو په څېر وګرځم او لکه څنګه مو چې درته ویلي دي، دغه لس زره کورونه چې جوړېږي، ستاسې په اجماع به لویه برخه د اردو، پولیسو او د ملي امنیت شهیدانو ته ورکول کېږي..
نظام ستاسې دی او تاسې د نظام یئ. په اساسي قانون کې لومړۍ وظیفه د جمهور رئیس نه ده. لږه ټوکه به درسره وکړم، زه یوې ولسوالۍ ته لاړم چې سېلاب پرې راغلی و. زه لازم خلکو ته مې دعا وکړه، دا چې زه له کابل نه راغلی وم نو خلکو ګیله وکړه چې دا ولسوال صاحب زموږ دعا ته رانغی. ما ولسوال صاحب ته وویل چې ولې د خلکو دعا ته نه یې تللی؟ هغه وویل چې صاحب زما په ټي وار (لایحه وظایف) کې نه و لیکل شوي!.
نو زما په ټي وار کې چې اساسي قانون دی، دا نه دي لیکل شوي چې ولس ته غوږ ونیسه، مګر اوله خبره مې همدا ده چې تاسې ته به غوږ نیسم. زموږ او ستاسې ژمنه به همدا وي چې د افغانستان جمهور رئیس ته جناب قمرالدین شینواري لقب ورکړ. د افغانستان لومړی خادم. د خادم معنی همدا ده چې خادم خپل بادار ته غوږ نیسي، زما بادار د افغانستان ولس دی او د افغانستان ولس به بې له ډاره، بې له هېڅ ډول منځګړي نه، هر شی چې یې په زړه کې وي ما ته به وايي. زه مننه کوم چې تاسې له ما سره غږېږئ. که نظام مو د ځان نه وای ګڼلی له ما سره به نه غږېدلی. دا د شکر ځای دی چې ولس خپل دردونه راسره شریکوي او زه مننه کوم..
څو موضوعاتو باندې را تېر شوو، زه به په لنډه توګه ور باندې وغږېږم چې ځینې یې عاجل اقدامات دي او ځینې به یې په تدریجي ډول ترسره کړو. لومړی له علماء کرامو نه مننه کوم. زما ژمنه چې د ارګ او جومات فاصله باید کمه شي اصلي خبره ده. څومره بستونه چې ما د ارشاد حج او اوقافو وزارت ته ورکړي، د افغانستان په تاریخ کې چا نه دي ورکړي. دا چې تر اوسه پورې تاسې ته نه دي در رسېدلي یو بل کار به وکړو. زه نن هدایت ورکوم چې د علماو اول مرکز د ننګرهار په زون کې جوړ شي. تر څو چې علماء فوراً زموږ ځواکو سره په کار ولوبېږي، دا به په نورو ځایونو کې تکرارېږي.
دویمه د امنیت خبره راغله. تاسې ټولو وویل چې دوه غوښتنې دي. یو ژمی، د ژمي هره ورځ عاجله ده او د ژمي هرې ورځ کې حرکت په کار دی. دویم مو وویل چې ولسونه حاضر دي ځواکونو ته لاس ورکړي. زما هدایت دا دی، ټول هغه ولسونه چې حاضر دي ملي اردو او پولیسو سره کار وکړي یا محلي پولیسو کې تنظیم شي چې بېرته خپل کورونه واخلي. شینوارو ورونو غږ درباندې کوم چې ستاسې لنګۍ مې په سر ده، بېرته مو خپل کورونه ونیسئ، اما حدود دې واضح وي. ملي، وطني او ولسي پاڅونونه اسلامي روحیې او ملي ژمنې باندې درېدلي دي. صحرایي محکمه په دې ولسونو کې نشته. موږ د صحرا خلک نه یوو. موږ د دنیا د لوی تمدن وارثین یوو. موږ که څوک په جرم محاکمه کوو، نو په محکمې یې محاکمه کوو او جزا ورکوو. دا دي، د دین عالمان دلته ناست دي. تاسې هم د دین علماء یاست. غیر د علماو له مشورې او د محکمې له اسنادو پرته، په بله طریقه د چا مرګ روا نه دی. خصوصاً په هغه حالت کې چې خلک راځي او درسره همسایه کېږي. خلک راځي پناه درنه غواړي. په اسلام کې پناه ډېره لویه خبره ده، نو پاڅونونه تنظیمېږي. زما هدایت واضح دی، دوی به درسره کار کوي. له تاسې د زړه له کومې مننه کوم چې و مو ویل دا دوه اړخیز کار دی. حکومت دې حرکت وکړي او ولسونه به ورسره حرکت وکړي..
څلورو والي صاحبانو ته مې هدایت دی چې ولسونه منسجم کړي. د دې ترڅنګ له تاسې ټولو څلورو ولایتونو مننه کوم چې ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت کې یئ، مګر کمبود شته، ځوانان دې راشي، په سترګو دې راشي او خاصتاً هغه کسان چې ترخیص یې اخیستی. ترخیصان یو کنډک برابر شو. نور هم راشئ، نور جلب کړئ چې وکړی شوو حرکت وکړو. دا ضروره ده. ټولو والي صاحبانو ته مې هدایت ورکړی چې حق لرئ وګورئ او موجودي واخلئ. هر چېرې چې کمبودات وي موجودي واخلئ، بېرته راپور راکړئ. زه ولس ته د دې لپاره راځم چې ولس راته دروغ نه وايي. کاغذ کې چې څه دي باید په حقیقت کې وي او دا بهتره چې حقیقت له کاغذه بهتر وي. نو هیله ده چې د امنیت په برخه کې موږ هر اړخیز اقدامات وکړو، مګر امنیت چې تاسې وویل یوازې د امنیتي منسوبینو کار نه دی..
د لوی ننګرهار د بچي جناب قاضي القضات نه مننه کوم چې ډېر اساسي اصلاحات یې راوړي دي. د ۳۴ ولایتونو قاضیان یې بدل کړل، مبتکر قاضیان یې ګومارلي دي او په دې پسې به په ابتدایي، ښاري او نورو قاضیانو کې به هم بدلون راشي. څارنوالي کې ستونزې دي او د څارنوالي ستونزې حلوو، اما خبره څه ده؟ که قضا کار ونه کړي، د اردو هلې ځلې نتیجه نه ورکوي، همدارنګه په حکومتدارۍ کې هم، نو غوښتنه مې خاصتاً له علماء کرامو، قومي مشرانو او له ټولو حکومتوالو، ځوانانو، خوېندو او ورونو دا ده چې ثبات له تاسې راځي، د ثبات په راوړلو کې مرسته وکړئ. ولسونه ټول کړئ او همغږې شئ. دوه کینې نشته. دا کیسه مې څو وارې کړې، بیا یې درته کوم. د حضرت موسی علیه السلام په وخت دوه نفره په یوه کښتۍ کې سپاره وو. په سیند کې روان وو، یوه کوښښ کاوه چې کښتۍ سورۍ کړي. هغه بل ور وکتل چې څه کوې؟ ده ورته وویل چې خپله برخه سورۍ کوم. افغانستان زموږ او ستاسې ټولو مشترکه کښتۍ ده، دلته یې څوک نه شي سورۍ کولای. مه یې پرېږدئ. ساتنه یې په ټولو فرض ده چې جهت راوړو او په یوه لاس کېدو یې کولای شوو..
د حکومتدارۍ په برخه کې اوله برخه کار شو، نور ډېر کار پاتې دی. اوله برخه په څه وشوه؟ والي صاحبانو نه پوښتنه وکړئ، دا اوس چې والي صاحبان له ما او وزیر صاحبانو سره په خبرو راغلي، شاید د افغانستان په تاریخ کې چا والي صاحبانو ته دومره وخت نه وي ورکړی. سر له راتلونکې هفتې به هر والي صاحب په درېیو هفتو کې شل دقیقې وخت ولري چې خاصتاً له ما سره وغږېږي او همدا ډول مې وزیر صاحبانو سره هم لیکلي قراردادونه امضا کړي دي. له دې وروسته د دې قراردادونو مسوولیت زما د دفتر دی. ویډیو کنفرانس کې به هم غږېږو، تاسې سره به هم غږېږو..
کنیړیان، لغمانیان او نورستانیان خو ډېر هوښیار خلک دي، اول یې راته وویل چې ښه راغلاست، بیا یې راته وویل چې نه نورستان ته راغلې، نه لغمان ته راغلې، نه کنرته! په سترګو دې ځایونو ته درځم!.
اما نن مې د دې لپاره را غوښتي یئ چې د زون په حیث سره وغږېږو. دا معنی نه ده چې ولایت ته نه درځم. ژمنه مې ده، د انتقال په دوران کې تاسې ته معلومه ده، د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته زه بار بار درغلم، په دې دوه کالو کې به بیا انشاءالله تعالی د افغانستان هر ولایت ته بار بار ځم چې له تاسې نه مستقیم واورم او ولس ته هم خبري ورسو. سلامونه مې ټولو ته ورسوئ، دې برخو کې مخصوصاً کاتب شاه را باندې ښه ډزونه وکړل، د زړه له کومې مننه، رایه دې را کړې، حق دې دی، که رایه دې نه وای راکړې، هم حق دې دی را باندې و..
نو اول شی چې د ده ویاړ ووسی، د ده د ژبې افتخار او ویاړ به ساتو، کونړ ته یو خاص هیئت ټاکل کېږي چې ټول اشخاص چې په پچې مقرر شوي تشخیص او لرې شي، اصول تاسې راته کېږدئ، ستونزه په څه کې ده؟ زه خو درته سپین وایم لکه تاسې چې راته سپین وایئ اجازه ده؟.
لا مقررات نه لرو، هره مقرره چې بل چا ته په لاس ورکړئ، بیا په کې ګوتې وهئ، نو تاسې راشئ د اصلاح طریقه راته ووایئ، که ما ونه کړل زه مسوول..
سمه ده کاتب شاه خانه؟ نو تاسې به کینئ او په اصولو به نتیجې ته سره ورسېږو. همدا ډول په ننګرهار کې یوه برخه اصلاحات شوي دي، دویمې برخې ته راشي، تر اوسه یوازې نورستانیانو د خپل والي استقبال کړی دی، دوی ته هیئت نه ټاکم او لغمانیان خو دومره هوښیار دي چې هیئت نه غواړي. سمه شوه؟ په بنیادي توګه به رسېږو. که کدرونو کې خبرې لرئ، هم ملکي هم عسکري، یو لیست راکړئ چې په معیارونو باندې برابر وي، وګورم زه څه کولای شم، سمه ده؟.
راځو انکشاف ته، لومړی به د سلما بند او تاپي پروژې یادونه وکړم. په دې برخه کې دوه مرحلې باید له یو بل نه تفکیک کړو، یوه مرحله دا ده چې زه یې اوس درته وایم، دغه کار سږکال کېږي..
دویم په داسې یوه کار پیل کوو چې پایلې ته ورسېږي. که اوس درته دویمه برخه ټوله ووایم، سبا مې بیا ټینګ رانیسئ چې دا ژمنه دې کړې وه، عمل دې ونه کړ. نو دا توپیر راسره ومنئ چې ځینې شیان چې شروع کوم، انشاءالله تعالی نتیجې ته به ورسېږي..
د حصار شاهي بند سږ کال په هر قیمت چې وي جوړېږي. ننګرهار کې د تورخم - جلالآباد سرک او د بډوډو شفاخانه؛ په دې اړه زه غږېدلي یم، د دې پر ځای چې د یوځای نه یې شروع کړې د څلورو ځایونو نه به یې شروع کړې. د کورنیو چارو وزیر صاحب به یوازې امنیت ورته ونیسي. بل سرک دی، زه چې له جلال آباد نه کابل ته لاړم، په هغه به جدي کار شروع کړو، د سرک برخه مو انشاءالله تعالی سمېږي..
په کونړ کې که له ځان نه پوښتنه کوئ د تاپي برابر پروژه کومه ده؟ څلورو ولایتونو ته د دې پروژې د اولې برخې نوم کاسا ده..
تاپي اوس د ټول افغانستان په یاد شوي، کاسا به هم انشاءالله په راتلونکي کال کې د ټولو افغانانو په ذهنیت کې وي، د دې اوله برخه څه ده؟ اوله برخه یې د برق انتقال دی..
له قرغزستان نه تاجکستان ته، له تاجکستان نه افغانستان ته، له افغانستان نه پاکستان ته، دا ستاسې له لارې ځي، تر اوسه یوه اندازه پیسې پیدا شوي دي د نورو په پیدا کولو کې یوو، د کونړ بندونه په دې پیسو جوړېږي..
اصلي خبره مو څه ده؟ کاسا بیا هم یو قدم دی، اوس زما انځور ته راشئ، زما انځور دا دی او په دې اخته یم چې د کابل سیند ټولې برخې د کابل او کونړ د برق د تولید په مرکز باندې تبدیلي شي. په دغه باندې اخته یم. د وخت په راتلو به درته ووایم چې دا څنګه عملي کېږي..
که غواړو چې لغمان، کونړ، نورستان او ننګرهار په پښو ودرېږي، دا بې له برقه نه کېږي او د پخوا نه زما ټوله خبره دا ده، مخکې له دې چې زه راشم، تخنیکي مشاورینو مشوره ورکړې وه چې اولو پنځو کالو کې دې افغانستان واردات وکړي، پس له هغه نه دې تولید وکړي، دا ما سرچپه کړې ده، اوس به خوو د برق تولید ته.
په تېرو اویا کلونو کې موږ ۲۳۰ میګاواته برق تولید کړی دی، په راتلونکي کال کې به موږ انشاءالله تعالی ۲۴۰ میګا واټه برق تولید کړو، د افغانستان هر ولایت چې نن برق نه لري د لمر له برکته به برق ورشي، نو کوڼره آرام ووسه، تنها مزی نه دی، دا بل (د لمر) برق به هم در ورسوو..
همدارنګه نورستان ته برق شروع شوی، کار به شروع کېږي د اوبو برق لپاره ۲۶ بنده تر کار لاندې دي. د حمل تر میاشتې پورې به زه یو یو در اعلانو، اما نن درته وایم دا یوازې په دې زون پورې تعلق نه لري، بخش آباد به هم کېږي، کمال خان به هم کېږي، کجکي درېیم بند به هم کېږي، د افغانستان اوبه به خوندي شي، د افغانستان په اوبو باندې باید افغانان آباد شي..
دا مولوي صاحبان خو ډېر هوښیار خلک دي، یوه یې راته په مخکې مجلسو کې وویل، دې ولس سره چې سړی وي، ډېرې ښې خبرې زده کوي. زه یې بیا ټول ولس ته تکراروم. ویل یې: ولس ته وایي چې دا زراعتي ملک دی، دا څنګه زراعتي ملک دی چې په اسد میاشت کې غنم راځي او په سرطان کې ورکېږي. رښتیا وایي، سږ کال سره له دې چې موسم ښه و، موږ اته سوه زره ټنه غنم لا هم واردوو..
تاسې پوهېږئ چې زموږ زراعتي وضعیت څنګه دی؟ موږ په کال کې څلور میلیارده ډالر زراعتي واردات لرو، څلور میلیاره ډالر! دې ته وایي احمق پولي، په څلورو کلونو کې زما ټول تاکید، ژمنه او ټول ورځنی مدیریت دا دی چې افغانستان له واردوونکي ملک نه په صادرونکي ملک بدل شي. په دې توګه به تاسې په خپلو ولایتونو او خصوصاً زراعتي ولایتونو کې تحول وگورئ..
اول د اوبو مهارول دي، ۴۰ فیصده اوبه زموږ د ویالې نه پټي ته نه ورځي، دویم د پټیو او کروندو هوارول دي، ۲۰ فیصده دا راځي، په دغو باندې اخته یوو، تفصیلي پروګرام مو تهیه شوی، درته یې اعلانوم. للمه څنګه د اوبو په ځمکې باندې بدلوو؟ زراعت او مالدارۍ ته مو اساسي توجه ده..
همدارنګه د نورستان او کوڼر عظیم ذخایر دي. دوی ته به سږ کال انشاءالله تعالی اولې پروژې د ځنګلونو د احیاء ورکوو، تاسې به یې وګورئ چې ورو ورو به یې شروع کړو، په یو ملي پروګرام به یې بدل کړو، عیناً لکه څنګه مو چې همبستګي ولیدله. اوس به د ځنګلو یو سرتاسري پروګرام هم عملي شي، تاسې ټول په کې بلد یئ، کندزي۱ صاحب یې په وزارت کې کار کړی دی..
دویمه برخه، راځوو سرکونو ته. ټول له هغو پروژو نه شکایت لري چې تکمیلي شوي نه دي. ټولې پروژې مې را ټولې کړي دي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به فیصله کېږي چې یا عملي شي یا یې قراردادونه لغوه شي. دا نه شوو منلی چې درې، څلور، پنځه یا اته کارونه دې د قراردادي صاحبانو په قراردادونو کې وي او وزیر صاحبان دې په دې پسې ونه ګرځي چې پروژه څنګه عملي شوې ده؟ هر وزیر چې خپل قراردادونه عملي نه کړي، له وزارتونو به لرې شي.
سمه صفا ژمنه وکړئ! او قراردادیان که کار نه کوي، لار دې شي نور کارونه دې وکړي. د دویم او درېیم لاس په اړه ما جدي فیصله کړې ده. موږ کاري قوه بېرته له سره جوړو. په همدې رقم د وزارت دفاع انجینري کنډک هم تقویه کېږي. دا ما لپاره د منلو نه ده چې وایي: فلاني ځای کې ناامني ده هلته نه ځم، بیا وایي چې د قراردادونو پیسې هم راکړه او اضافه کاري هم راکړه. نو کاري قوه به جوړېږي چې په دغو ځایونو کې کار وکړي. د ازرې مثال ته وګورئ، د انجینرۍ کنډک په څو میاشتو کې هغه ازره خلاصه کړه چې پېل کې ورته لس کاله منتظر وو.244_1.
ورونو اصلي خبره دا ده چې اوس غواړو ټول قراردادیان طبقه بندي شي. نظارت لاندې راشي او نقشې یې برابرې شي. بې له دې نه موږ او تاسې دا د پروژو کارونه نه شوو کولای. په دې برخو کې له ولایتي شوراګانو، مېرمنو، ځوانانو او د والي صاحبانو نه غواړم چې د لاس لاندې ولسي نظارت ولري، داسې نظارت چې نتیجه ګیري وي، نه دا چې مداخله وي. په دې برخو کې به یو داسې قرارداد نه وي چې له تاسې او والي صاحبانو سره شریک نه شي. مرکز کې چې قراردادونه کېږي زه ور باندې نظارت کوم، په دې ترتیب به انشاءالله تعالی له تاسې سره شریک شي.244_1.
بلې برخې ته راځوو، خصوصاً د ننګرهار په برخه کې، د ولایتي شورا منشي صاحب نه مننه کوم. ما امینه قومندان، محترم صاحب شیرزاد ته هدایت ورکړی دی. زه د غصب تحمل نه لرم. د کانال د ټولو غاصبینو لیست واخله، په ټولو باندې د محکمې له لوري د احضار امر غواړم. نه یې منم، نه یې منم، نه یې منم! دا غاصبین د چا په زور داسې اوچت الوځي؟ د ننګرهار ولس غاصب نه مني او ولس چې یې نه مني جمهور رئیس یې هم نه مني. سم کار به کوو. په ټیلیفون مې در نه پوښتنه کړې، د افغانستان جنرال یې، که توان یې نه لرې، پورته شه ماته ووایه چې نه یې شې کولای، بدل به دې کړم. وزیري صاحب که د شیرزاد صاحب قوه کمه وي، اردو ته امر وکړه چې (غاصبین) وولي.244_1.
زما او د خاکسار صاحب۱ ترمنځ یو قرار داد دی. دې نه خبر یئ؟ زموږ پاچا صاحب۲ شاهد دی. خاکسار صاحب سره چې کله ما اول ځل د انتقال په دوره۳ کې ولیدل. دې سړي ته مې کتل چې ډېرې زیاتې۱ټوکې یې کولې، ما ور نه یو قول واخیست، ورته مې وویل لاس دې راکړه، دی خبر نه و چې څه وایم، ورته مې وویل لاس دې راکړه چې ما باندې به انتقاد نه کوې. مننه خاکسار صیب [په مجلس کې خاکسار ته اشاره]. مخکې یې راته وویل او مننه ترې کوم. راته وایي لا هم ولسوالان په پچې (قرعه کشی) پاتې دي، تحول دې چېرې دی؟ تحول به راوړو خاکسار صاحب! د ژمنې بله برخه دا ده چې دولت باندې به انتقاد کوې. معقول انتقاد په سر سترګو منم. یو سم او آزاد هئیت وټاکئ چې په دې کې بیا بله بې عدالتي را نه شي او صحرايي خبرې په کې نه وي. اصلي او اصولي خبرې به کوو. څو برخو کې زه له تاسې نه مرسته غواړم. اول د یوه ورور او داسې چا په حیث خواهش کوم چې د لغمان اوبه یې ډېرې څښلې وي. له تنګي غارو بهر ټول د عقل له اړخه ځان په لغمان ور شریک ګڼو، سمه ده که نه؟ نو موږ او تاسې باید اوس له مصرفي ټولنې نه تولیدي ټولنې ته راشو. ما سره تاسې هره ورځ په مصرف باندې غږېږئ، هیله مې له تاسې ټولو او خاصتاً والي صاحبانو دا ده چې راشئ په تولیدي پروګرامونو باندې وغږېږو..
تاسې چې کله په کانال غږېږئ، په برق غږېږئ، په پانګې غږېږئ، د دې معنی دا ده چې افغانستان په جوړېدو دی. که دا طرحې را نه وړئ، وطن نه جوړېږي. دې څلورو ولایتونو کې هر شی شته، خدای ﷻ هر شی راکړي، خو بدبختانه د انسان فکر یې په دې ۲۰۰ کالو کې له دې وطنه ګلزار نه دی جوړ کړی او دا بې له دې چې خپله تولید وکړو او خپله پانګه په کار واچوو، په بله طریقه نه کېږي..
هغه برخه چې نن نشته او یو ولایت نه مې هم نه ده اورېدلې، د پانګونې ده. بل وار ماته خاص ویډیو کنفرانس ونیسئ یا دوی (پانګوال) کابل ته را وغواړئ. د دې ولایتونو پانګوال په څه باندې پانګوونې ته حاضر دي؟ او څه یې مخنیوی کوي؟ یو افغان پانګوال چې هر ځیران پانګونه کوي، دا د دې موجب کېږي چې په دې خاوره کې تحرک راشي. که غواړئ فقر او نېستي لرې کړئ، دا په خارجي مرستو نه کېږي، دا په تحرک باندې کېږي..
۱۵ کاله مخکې ترکیې ته ګورئ، پیسې یې ارزښت نه درلود، خو نن د ترکیې هدف دا دی چې په څو کالو کې د دنیا لسو لویو اقتصادونو کې راشي، په شلو کې خو اوس شامله ده. دوی څه وکړل؟ تحرک یې وکړ! نو زه غواړم پانګوالو سره په اساسي توګه کېنم چې یوه تفاهم ته ورسېږو. زموږ معادن پر ځای د دې چې د ښکلا باعث شي، نن راته د بلا باعث شوي دي. دا راسره ومنئ. راشئ چې بېرته پانګوال او خصوصاً مبتکر ځوانان دې بحث ته راولو چې تحرک راوړي..
یوه غوښتنه د مکتبونو په برخه کې ده. د مکتبونو او جوماتونو په برخو کې دې ولس راسره شریک شي. که غواړئ چې دا تولیدي پروژې زر ته زره عملي شي، یوه برخه بار باید واخلو. شاید یو فیصد جوماتونه د افغانستان د حکومت له خوا جوړ شوي وي. ۹۹ فیصده نور یې د ولس له خوا جوړ شوي دي. همدغه رقم یو ولسي غږ وکړئ او یو جوش جوړ کړئ چې مکتبونه هم ولس پخپله جوړ کړي. پس له دې به د هر والي صاحب د موفقیت یو معیار دا وي چې د ولس په برخې اخیستلو یې څومره مکتبونه جوړ کړي..
پوهېږئ چې د افغانستان غم څه دی؟ د پوهنې شوراګانو ته یې د ٦٠٠ مکتبونو پیسې ورکړې، هغوی ټولې پیسې یوړلې، خو مکتبونه یې جوړ نه کړل، نو تاسې فکر وکړئ! دا څه ډول شورا ده چې له خپل اولاد نه غلا کوي، نه یوازې له اولاد نه غلا کوي، بلکې د اولاد له راتلونکي نه غلا کوي. فساد بس دی! د خپل اولاد نه غلا مه کوئ! کوم مکتب چې په لس زره ډالر جوړېږي، فساد چې حاکم و په سل زره ډالرو یې هم نه دی جوړ کړی. نو هدف دا دی چې ولس دې برخه واخلي او ولس دې ترتیبات ونیسي..
په نورو برخو کې مې ستاسې ټول فرمایشات یو یو واورېدل. د شفاخانو برخه کې، د پوهنتونو برخه کې، نورو برخو کې... دلته به یې بېرته ګزارش درکړم، ځکه که یو په یو مخکې لاړ شوو، نو زما حافظه فضل د خدای ﷻ په ځای ده. مګر ترتیب به دا ونیسو چې هر شی چې ناتکمیل دی د تکمیلولو لپاره به زه اقدامات وکړم او تاسې به یې نظارت وکړئ. کوم شی چې نوی شروع کېږي هغه ته به بیا راشوو. څه چې په بودیجه کې دي، سمه ده، هغه به عملي کېږي، پر دې سربېره زما بله وظیفه دا ده چې پیسې او پانګه پیدا کړم. هغه به په خپل وخت درته ووایم..
آخره خبره مې چې ستاسې اوله خبره وه، د سولې په اړه ده. دا ولس د سولې تږی دی، اما سوله به زموږ د مېرمنو، خويندو او لوڼو د حقونو په قیمت نه وي. د خویندو نه مننه او دا ورسره ژمنه کوم..
افغانستان اساسي قانون تېر بحث مو به اسلام آباد کې اورېدلي وي. واضح حدود معلوم دي، د افغانستان استقلال د معاملې وړ نه دی. هېڅ مملکت موږ ته نه شي ویلی چې چا سره روابط ولرو او چا سره یې ونه لرو. د افغانستان اساسي قانون د معاملې وړ نه دی. یوازینۍ لاره چې اساسي قانون پرې بدلېږي، هغه لار ده چې اساسي قانون ټاکلې ده. هغه دی د مشرانو جرګې مشر ناست دی، طریقه معلومه ده، د افغانستان دولت مشروع دی، نن ټول لویننګرهار په یوه ژبه وايي چې نظام سره درېدلي دي..
په دې اساس ماشومانو ته غږ ونیسئ، د افغانستان ماشومان وايي چې دوی د سولې کوترې دي. پرېږدئ چې دې فضا ته د سولې کوترې راشي، نه دزې او بمبارۍ! اصولو باندې سوله کوو، هر افغان بچی چې ځان د دې خاورې بچی ګڼي، حق لري چې راشي، د سولې مذاکرات وکړي او خپل حق وغواړي. که ظلم ور باندې شوی وي، موږ مجبور یوو چې ځواب ورکړو او دا ظلم رفع کړو. اما دې ته موږ اجازه نه شو ورکولای چې په دې خاوره کې وینه دوامداره شي. په اصولو باندې انشاءالله تعالی نتیجې ته رسېږو.
سبا د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د بحث اوله دوره شروع کېږي. د دې نتایجو په اړه به زه ولس ته جلا ګزارش ورکوم، اما ستاسې فرمایشات او حدود واضح دي..
پایداره سوله غواړو، باعزته سوله غواړو، تلپایه سوله غواړو. د افغانستان هر بچی چې مرور دی، د وطن غېږې ته دې راشي، خو د افغانستان هر ماشوم سبا اعتبار ولري چې وطن جوړ کړي. د ولس غوښتنې واضح دي، ولس غواړي چې ژوند وکړي، هر څوک چې د ولس د ژوند مانع کېږي، خپل سر دې ګرېوان ته ښکته کړي..
زموږ د ننګرهار او نورو ولایاتو اهل هنود او سکان هم په دې غونډه کې ناست دي. دوی غوندې ته په څنډ راغلل، ما اهل هنودو سره روغبړ ونه کړ۱، ښه راغلاست! د زړه له کومې درته ښه راغلاست وایم، افغانستان ته مو ډېر خدمتونه کړي، اصیل افغانان یئ، کور مو ودان! په خیر اوسئ په عزت اوسئ، تاسې همېشه د وطن په جوړولو کې برخه اخیستې، وطن د ټولو دی او له تاسې نه مننه کوم چې تشریف مو راوړی دی..
په پای کې غواړم مننه وکړم. مننه له تاسې هریو قدرمنو ولسونو نه!.
مننه له کوچیانو نه، مننه له ځوانانو نه، له علماء کرامو نه، له قومي مشرانو نه...! دا چې ولسونه له والي صاحبانو نه خوښ دي، له دې امله له والي صاحبانو نه مننه، د زړه له کومې مننه..
د کابل نه راغلیو هر یو وزیر صاحب د داخلې، لوی درستیز او د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست، اندرابي صاحب، له تاسې هم مننه..
وظایف ډېر مشخص او واضح شوي دي. عملي پلانونه تدوین شوي. داعش زموږ خاورې کې ځای نه لري مرګ یې غواړو. چا چې پروپاګنډ کاوه، هغوی ته وایم! غیر ستاسې له جمهور رئیس نه، بل چا په دنیا کې اول ځل دا خبره وکړه چې داعش افغانستان ته خطر دی؟.
خلکو فکر کاوه زه د داعش په خطر له دې امله غږېږم چې افغانستان ته پیسې راوړم. دا د پیسو خبره نه ده، دا زموږ د عزت خبره ده، دا زموږ د دین خبره ده، دا زموږ د ولس د دود او دستور خبره ده!.
په دې برخه کې هم ستانکزي صاحب او هم اتمر صاحب ډېر کارونه کړي دي. زه دوی نه مننه کوم، اما وزیري صاحب اوس قوي عملیات ترتیب کړي، ولس سره په ګډه دوام ورکوي او بمبارۍ ته هم ورسره دوام ورکوي.
په نورو برخو کې مې ستاسې فرمایشات واخیستل. بیا هم مننه کوم چې د ژمې خاص اهمیت باندې مو تاکید وکړ. اما ډېره مننه له دې امله کوم چې تاسو ټینګ درېدلي یئ او ولس شته دی. خوشحال خان بابا هم ویلي او سعدي هم ویلي چې حکومت ونه ده او ولس ریښه ده. ونه چې هر څومره لوړه شي په ځان دې نه نازېږي، ځکه چې یو تبر پرې راشي یا یې ریښه وچه شي، همدا لوړه ونه لوېږي.
د بابای ننګرهار نه مننه کوم چې ستاسې خبرې او ستاسې توصیې یې را ورسولې. له ما نه به قهر نه وینئ، غیر له هغه حالته چې ته رانه قهر ونه غواړې. ملک صاحب چې ته راشې او ووایې قهر وکړه، بیا یې اورې که نه؟ نو قرارداد راسره کوې که نه؟
زه خو ولسي سړی یم. زما په یاد دي، زه چې ماشوم وم، مشران دې خدای ﷻ وبښي، هر وار به چې میلمانه راتلل، ماته به یې ویل چې د لاس اوبه ورته واچوه او چلم هم ورکړه، نو د قومي مشرانو د عزت ساتل او ستاسې د شملې احترام خصوصاً ما او بل هر افغان ته اصل دی.
کله چې ما ته توصیه کوئ په سر او سترګو! مگر یو وخت د دې هم راځی چې بیا د حکومت کار معلوم شي، هغه وخت هم راته وایئ، سمه ده؟
زه په ځینو ځایونو کې د غاصبینو په مقابل کې یم، که قوه استعمال نه کړم، نو د دوی مهار خو په رحم نه کېږي.
مننه، کور مو ودان.
تل دې وي افغانستان!
۱ سلیم خان کندزی، د ننګرهار والي..
زبیر خاکسار، ننگرهار مېشتی خبریال او فرهنگي فعال.
۲ لعل پاچا ازمون، به علمي او اکاډیمیکو چارو کې د جمهور رئیس سلاکار
۳ له بهرنیو ځواکونو، افغان ځواکونو ته د نظامي واک د انتقال پروسه چې مشري یې اوسني جمهور رئیس دوکتور محمد اشرف غني کوله.
۱ د جمهور رئیس عادت دی چې د غونډې له هر ګډونوال سره جلا جلا روغبړ کوي..