له ترانزیته تر سیمهییز مرکزه: په تاپي پروژه کې د افغانستان لرلید
په هرات کې د ټاپي پروژې د ولسي ملاتړ په غونډه کې وینا
- ملي یووالی: د مثبت بدلون، مساوات او ګډ ملي هدف لپاره یو غږ کېدل.
- اقتصادي اجماع: د لویو ملي پروژو په اړه د ولس پراخه هوکړه او اجماع.
- سیمهییز اتصال: د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د نښلونکي مرکز په توګه د افغانستان بدلول.
- د ټاپي لیدلوری: ټاپي یوازې یو پایپ لاین نه، بلکې د انرژۍ، ټرانزیټ او سیمهییزې همکارۍ یو پلټفارم دی.
- ډیجیټل او انرژي ادغام: د نوري فایبر پراختیا او د برېښنا د لېږد د دهلېزونو رامنځته کول.
- د اوبو او زیربناوو پراختیا: پر بندونو او اوسپنې پټلۍ باندې ستراتیژیکه پانګونه.
- ځانبسیاینه: د ملي عوایدو زیاتوالی او د اقتصادي خپلواکۍ په لور حرکت.
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې محترمو غړو، علمای کرامو، قومي مشرانو، درنو خوېندو، د حکومت محترمو غړو، والي صاحبانو، ډاکټر صاحب قیومي او ګرانو ماشومانو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته،
تر هر څه لومړی د بشریت د ستر پېشوا میلاد درته مبارک وایم. موږ نن ویاړو چې د میلاد په اونۍ کې سره ټولېږو. د بشریت د ستر پېشوا پیغام چې د سولې، عدالت او همغږۍ پیغام دی؛ هیله من یم چې ټول ولس او ټوله مسلمانه نړۍ ورته غوږ ونیسي.
زه د افغانستان له ټول ستر ملت او ټولو پرګنیو په ځانګړې توګه له ځوانانو مننه کوم. مننه چې د ټاپي پروژه مو په نېک فال ونیوله او مننه چې نن مو د افغانستان د خلکو واقعي غږ او څېره خپلو همکارانو، دلته ناستو ډیپلوماټانو او ټولې نړۍ ته وښوده.
افغانستان څه غواړي؟ په یو غږ: مثبت بدلون، په یو غږ: سیمهییزه همکاري، په یو غږ: نړیواله همکاري، چې اساس یې ملي وحدت او د هر افغان له بل افغان سره مساوات دی.
نو زه د زړه له کومي مننه کوم چې نن په افغانستان کې پر اقتصادي موضوع یوه لویه اجماع ده؛ ټوله نړۍ دې دغې اجماع ته غوږ کېږدي. دا اقتصادي اجماع څه ده؟ زموږ خلک له یوې نوې لیدلورې سره راغلي دي. د خلکو اقتصادي لیدلوری دا دی چې واړه کارونه بسنه نه کوي؛ د خلکو لیدلوری دا دی چې سیمهییزې او ملي لویې پروژې باید له شعاره عمل ته راووځي، ترڅو په ټول هېواد کې د بدلون لامل شي.
ستاسو دا پیغام ما په زړه او ځان درک کړی او د دې په عملي کېدو کې به انشاءالله تعالی هره میاشت تاسو د یوې نوې پدیدې او نوي حرکت شاهدان اوسئ. زه نن غواړم لومړی د مالیې له محترم وزارت څخه مننه وکړم. دا لومړی ځل دی چې افغانستان نه یوازې هغه عواید چې له نړۍ سره یې ژمنه کړې وه، پوره کړي، بلکې تر هغه ډېر شوي. موږ د ۱۱۴ میلیارده افغانیو ژمنه کړې وه (انشاءالله شل کاله وروسته به ۱۱۴ میلیارده ډالره وي)، خو موږ ۱۱۸.۴ میلیارده افغانۍ عواید بشپړ کړل. په سختو ملي شرایطو کې د دې مانا دا ده چې کله ملا وتړو، کولای شو د ځانبسیاینې په لور ګامونه واخلو. زه غواړم یو څو دقیقې د ټاپي په اړه خبرې وکړم.
ټاپي څه ده؟ معلومداره ده چې یوه پروژه ده، لویه لاره ده، د ګازو د لېږد وسیله ده؛ خو ټاپي په اصل کې یو لیدلوری (Vision) دی. زما یو عرض چې د افغانستان ستر ملت ته مې درلود، دا و چې د افغانستان تر ټولو مهمه پانګه زموږ جغرافیایي موقعیت دی. د دوه سوو کلونو لپاره دا جغرافیایي موقعیت زموږ حیاتي ستونزه وه.
ټاپي په لومړي ګام کې د دغه لیدلوري د بدلولو لپاره ده؛ یعنې افغانستان له یوې داسې نقطې چې د تضاد او ټکر ځای و، د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ په مرکز بدلېږي. د ملت هرکلی له پروژې څخه نه دی، بلکې له دغه لیدلوري څخه دی او زما هیله دا ده چې ملت دا لیدلوری په لوړ غږ ټولې نړۍ ته اعلان کړي.
سربېره پر دې، غواړم ووایم چې د یوې لویې لارې په توګه د ټاپي لږ تر لږه درې برخې د پلي کېدو په حال کې دي. دلته زه په ځانګړي ډول د افغانستان له یوې ملي پانګې ډاکټر صاحب قیومي څخه مننه کوم.
ټاپي به هممهاله د نوري فایبر (Fiber Optic) مزی هم له ځان سره تېروي او په دې توګه به سوېلي اسیا له اروپا سره ونښلي. له هغې وروسته به انشاءالله تعالی ختیځه اسیا هم له اروپا سره نښلول کېږي چې دا یو خورا لوی اقدام دی. د ترکمنستان له جلالتمآب ولسمشر څخه مننه کوو چې په وروستیو پړاوونو کې مو دا وړاندیز ورته وکړ او هغوی ومانه.
بل ګام چې اخیستل شوی، بیا هم یو نوښت دی؛ له هرات څخه تر سپین بولدک او بیا پاکستان پورې د برېښنا یو ۳۰۰ ولټه لین تېرېږي. دا لین به د پاکستان ۲۰ سلنه برېښنايي اړتیاوې پوره کړي. ورسره جوخت، اوس زموږ کار پر دې دی چې د اورګاډي پټلۍ جوړه کړو. زما راتلونکي سفرونه چې پدې اونۍ او بلې اونۍ کې دي، مانا یې دا ده چې له دې وروسته د حکومت تمرکز یوازې پر امنیت نه، بلکې پر سیمهییز اقتصاد هم وي.
اوبه زموږ بله مهمه نقطه ده. نن اقتصادي عالي شورا د کمال خان بند د درېیم فاز یا مرحلې پرېکړه وکړه او موږ یې تمویل کوو.
نن د افغانستان له ټولو مشرانو، عالمانو، خویندو او وروڼو په ځانګړې توګه د دغو پنځو ولایتونو له اوسېدونکو مننه کوم. زما غوښتنه دا ده چې په همدغه یووالي سره، د دغو پنځو ولایتونو ټول پړاوونه د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلونکو نقطو په توګه خوندي کړئ.
زموږ راتلونکي پروګرامونه داسې دي چې د افغانستان هر ولایت او هره زون باید د همدغسې لویو پروژو محور وي. نن پر جزییاتو خبرې نه کوو، هیله ده چې دا "شینکی لګی" (د درویش تحفه) قبول کړئ. که ستاسو ولسمشر فقیر دی، هېواد مو فقیر نه دی؛ هېواد مو غني دی!
افغانستان یو پټه خزانه ده. د مشهور الماس کیسه مو اورېدلې؛ په هندوستان کې یو سوداګر په خوب کې ولیدل چې خدای (ج) ورته لویه پانګه وعده کړې. پنځه کاله ټوله نړۍ وګرځېد، کله چې بېرته راغی، د خپل کور څاه یې خرابه شوې وه؛ څاه ته چې ښکته شو، د نړۍ تر ټولو لوی الماس یې په کې وموند. خزانه په افغانستان کې ده، راځئ چې دا خزانه انکشاف کړو.
تل دې وي افغانستان! پاینده باد افغانستان! له زړه مننه!